شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
میرویس ستوري

دغړيتوب نېټه: 25 ميئ 2012 ليکنې: 866
|
د ليکنې نېټه : جمعه اکتوبر 30, 2015 4:54 pm عنوان : ملا منصور/ طالبان بغاوت |
|
|
ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
وړمه ورځ ملا منصور طالبانو ته پخپل پیغام کې وویل چې دهغه اطاعت پر طالبانو واجب دئ. ملا منصور طالبانو ته حکم وکړ چې ولس ونه ځوروي، څکه چې ټول ولس مسلمان خلک دي. هغه وویل چې اسلام د آبادۍ ارشاد کوي، نه د ورانولو. طالبان هم باید آبادي وکړي نه تخریب او نه د ولس ځورول.
خو طالبان دهغه نه بغاوت کوي او هره ورځ قتل کوي او ولس ځوروي. دالاندې یې بله بیلګه ده.
=====
طالبانو د پکتیا د شپږو ولسوالیو لارې ټړلې دي
څو میاشتې وړاندې هم طالبانو دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې وه
د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل وويل، طالبانو پدې لویه لار کې ماينونه خښ کړي او دغه راز يې ځينې پلچکونه هم په بمونو الوزولي دي.
ښاغلي منګل وويل "د دې لارې په تړل کېدو سره د پکتيا د احمدخېلو، اريوب ځاځيو،
ډنډپټان، جاني خېل، لژه منګل او څمکنيو ولسواليو له مرکز ګردېز سره د ترافيکو تله راتله بند شوي دي".
تاج محمد منګل زياته کړه، طالبان غواړي، د ډله ييزو بريدونو په ترسره کولو سره يادو شويو ولسواليو ته سقوط ورکړي .
د سيمې اوسيدونکي وايي، چې د تړل شوې لارې داوړو غاړو ته سلګونه موټر ولاړ دي او زياتوي، که لاره ژر خلاصه نشي، د يادو شپږو ولسواليو خلک به له ډېرو مشکلاتو سره مخ شي
دوی دغه راز وايي، چې طالبانو د لارې په تړل شوې سيمې شاوخوا کې کمين هم نيولی، چې د حکومتي سرتېرو د ورتګ مخه يې نيولې ده.
خو د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل وويل، چې سيمې ته يې مرستندويه امنيتي ځواکونه لېږلي، څو پرسړک خښ شوي ماينونه لرې او لاره پرانيزي.
په همدې حال کې طالبانو ويلي، چې ياده لار يې د خپل جنګي تاکتيک له مخې تړلې او زياتوي، کيدای شي، تر ناڅرګندې مودې پورې تړلې وي.
تر دې مخکې هم څو ځله وسله وال طالبانو ياده شوې لار په ځينو برخو کې تړلې او ځينې حکومتي مامورين يې له ځان سره بيولي، چې زياتره يې وژلي دي. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
lawangin ستوري

دغړيتوب نېټه: 27 ميئ 2006 ليکنې: 579
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه نومبر 01, 2015 1:39 pm عنوان : Re: ملا منصور/ طالبان بغاوت |
|
|
ولایتي شورا او مدني ټولنې ياني څه ؟ ولې ؟ داخو دافغانستان په تاريخ کې په تېرو وختو کې ما
ندي ليدلې او نه زمونږ سیاسي او ټولنيز کلتور دی !! ګله وړه ومبيره دا ټوله دغرب پروژه ده
او دمخبري ځالې دي چې زمونږ ټولنه فاسده کړي او تر څټ یې دالر ولاړدي !!
طالبان له فاسد مذدور دولت سره په جنګ کې دي هغوی حق لري چې هر ډول کارونه ددولت
په تشکيلاتو کې وکړي او فاسد رژيم ګورستان خواته وليږي او اشغالګرو صلیبیانو ته یې
د مرګ نښه ✣ مدال ورکړي !!!
pattang
میرویس ليکلي: |