هنر،ادب او پښتو نحوه
پتوال
12.03.2013
مونږ ایمانی پانګه معنوی او بې ایمانه مادي ګڼو، خو که یو ایمان والا خپله مادي پانګه د ایمان په خدمت کې وغورځوي د ایمان مادي پانګه ورته وایي او ایماني پانګه يې په دواړو ابعادو پراختیا پیدا کوي . که یې ونه غورځوي ډیرښت به يې ایماني هغه هم له منځه وېسي !
رښتینی
14.03.2013
باور وکړﺉ د امام ابن الجوزي رحمه الله دي خبرې سخت وویرولم :(
هغه وایې : څوک چې په مسلمانانو پسې سپکې خبرې کوي او عیبونه یې لټوي ، د مرګ په وخت کې به یې د شهادة په کلمه ژبه ګونګه شي !!
پتوال
14.03.2013
السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
د انځر ګل رښتینی صاحب ښه او په خیر راغلې!
دا خبره د ویرې ده هم، ځکه چې د چا پسې غیبت او سپکه خبرلوڅي بدترین خاصیت دی ، خو مطلب په مسلمان
کوم سیاسی تنقید نه دی ( سیاسی تنقید او سیاسی نیمګړتیاوې لټول او په ګوته کول خو د ټولنې د اصلاح له پاره ثواب لري)،
زمونږ د ملي او اسلامي آزادۍ په دوښمنانو ذبعاً او د هغوی د بړېڅو په حکومت باندې ، چې ځانونه هر څومره مسلمانان هم وبولي ، او د ملي خپلواکۍ په دوښمن پاکستان او بړېڅو باندې یې
تنقید ږمونږ ستاسو ټولو په اند یو اصلاحي تنقید دی !
نو د امام صاحب مطلب صرف غیبت او پسګويي ده چې له ډیرو نه ډیر خلک پرې اخته دي! دا د نفس یو څرګند شر دی .
[color=white:8da4e6276a]اغوذ بالله من شرور انفسنا و سیآت اعمالنا !
[/color:8da4e6276a]
پتوال
17.03.2013
له فیسبوک حخه :
«لس څیزونه »
دغه لس څیزونه خپل مخالف لس څیزونه له مینځه وړي.
۱-توبه ګناه له مینځه وړي.
۲-دروغ رزق محوه کوي.
۳-غیبت عمل ضایع کوي.
... ۴-خپګان عمر لنډوي.
۵-صدقه بلا له مینځه وړي.
۶-غصه عقل له مینځه وړي.
۷-پیښماني سخاوت نابودوي.
۸-ښیګړه بدي له مینځه وړي .
۹-ظلم عدل له مینځه وړي.
۱۰-کبر او غرور علم او پوهه له مینځه وړي
ع کريم حليمي
23.05.2013
د بیان له ازادۍ او له فردي ازادۍ څخه صنعتي تخنیک زېږي
حلیمي
ع کريم حليمي
31.08.2013
که د چاپلوسي لاس واخلې نو آزاد او مستقل سوې
حلیمي
ع کريم حليمي
11.09.2013
عاقل او ذکي خبري اوري ، غبي خبري نه اوري
حلیمي
pattang
11.09.2013
اورېدل يې څه کوم ! بايد پرې پوه شي تحليل يې کړي ! خبرې خو
لنډی هم اوري اوکه اوشا ورته ووايې په لار هم تر بل اوشا وېلو
پورې سم څي !! دکرزي صاب کابينه يې ښه مسال ده !
[quote:9674b9e7a6="ع کريم حليمي"]عاقل او ذکي خبري اوري ، غبي خبري نه اوري
حلیمي[/quote:9674b9e7a6]
ع کريم حليمي
18.05.2014
یــــا ذو الجلال والإكرام ! فرد مي مه وژنه ، چه مکتب سم
حلیمي
ع کريم حليمي
18.05.2014
چه امید ژوندئ وي ، ناکامي نه شي بريالى كيدلى
حلیمي
ع کريم حليمي
27.05.2014
عبادت او پس انداز پښېماني نه لري
میوند ننګیال
21.10.2014
دروند حلیمی صیب !
ډيره په زړه پوری لړۍ مو شروع کړی ، الله دی اجرونه درکړی .
یو غوښتنه لرم که په اوله کی د وجیزی لنډه معنی ولیکی ډيره به ښه وی تر څو وروڼه پری وپوهیږی .
مننه
ع کريم حليمي
20.11.2014
دروند میوند ننګیان صاحب ، تاسو ته سلام وایم ، او له پوښتني کولو نه دي مننه کوم
محترم ننګیالی صاحب ، وجيزة وهغي کلمې ته ویل کیږي چه لنډه او کوتا وي او اوږده او ژوره محتوی او جمال ولري
مننه
ع کريم حليمي
19.05.2015
د سړک او کوځې نه زده کړه،فساد زېږوي ،له کتاب نه نافع پوهه فساد لږ وي
حلیمی
ع کريم حليمي
17.11.2015
د 'ښه' او 'بد' تفکیک فطري دی ،و زدکړي ته ئې ضرورت نسته
حلیمي
ع کريم حليمي
05.12.2015
دا ټولنه چه: بد رنګه هم ښایسته ده ، د اضدادو او ازواجو مجموعه ده
حلیمی
ع کريم حليمي
14.12.2015
د کمال او حکمت نه ، سعادت زېږي
حلیمی
ع کريم حليمي
31.01.2016
علوم تجربوي کښی الهي مداخله نسته ، علوم دیني کښي تعقل نسته
حلیمي
ع کريم حليمي
23.05.2016
غونډۍ په زور ، ستونزه په دانش (علم ) هواریږي
حلیمي
lawangin
23.05.2016
خو متاسفانه چې چاپلوسان خبرې کوي اوعمل یې نشته یعنې ددوی مغز هم چاپلوس او فاسد دی!!
[quote:5d7e76bc23="ع کريم حليمي"]که د چاپلوسي لاس واخلې نو آزاد او مستقل سوې
حلیمي[/quote:5d7e76bc23]
ع کريم حليمي
06.07.2016
څوک چه اخلاقي پرنسیپ نه لري ، هغه دښمن هم نه لري
حلیمي
آدم خان۱
07.07.2016
څنګه ، یعني له اباحی (بداخلاقه ) سړی دچا بد نه راځي؟
که داسې ووایو: ((څوک چه اخلاقي پرنسیپ نه لري ، هغه (دوست) هم نه لري)) نو خبره سمه شوه!
بل مثال یې داسې : څوک چې اخلاقی پرنسیپ نه لري ، هغه د چا په دښمنۍ کې ری هم نه وهي .
[quote:faee6e2b43] څوک چه اخلاقي پرنسیپ نه لري ، هغه دښمن هم نه لري[/quote:faee6e2b43]
دښمن لري دی یې نه مني .
مننه
ع کريم حليمي
08.07.2016
محترم او مکرم آدم خان صاحب ، لمړئ دا وایم چه پر تاسو دي دامت برکات وي ، او د زړه له څاه نه ښې هیلي او د کمکي اختر مبارکي د احترام د منا تر سیوري لاندي تاسو ته وړاندي کوم .
دوهم ـ ستاسو له کره کتني او یا له مصحح مدون نه مننه کوم
محترم آدم خان وروره ، رب العزت سنت لري
او د اخلاقي کودونو خالق دي
الله ذالجلال 6 بلیونه انسانان + شیطانان دښمنان لري
او رسول الله پسله ۱۵۰۰ کاله بیا هم ۶ بلیونه دښمنان لري
او عوام الناس (عوام کالانعام) دښمن نه لري ، ولي چه : نادان او عوان خلک اکثره ئې هیڅ پرنسیپ نه لري ، پس لکه اوبه په هره کاسه اوسیږي ، حتی یوه زره مخالف حسن هم څوک نه ورسره لري
څوک چه داخلاقي کودونو مراعت کوي او بدعت نه مني په دغه وخت کي له عوامو راجدا کیږي او د خواصُ په قطار کي کي دریږي ، او دغه وخت کي دښمنان ږیږي ، یعني عوام او سیاسیون ئې په دښمني کي دریږي .
د اباحی ګر خلکو څخه د عوامو بد کیږي ، اما دښمني نه ورسره لري ، نن بدکاره دی ، ممکن سبا توبه ګاره سي ،
اما څوک چه پرنسیپ اخلاقي لري ، پس هیڅکله پرنسیپ تر پښو نه لاندي کوي ، پر غلو چه پولیس غلبه پیداکي ، غله ورکیږي له اباحت نه لاس پر سرکیږي ، اما د پرنسيپ خاوند پر اصولواو پرنسیپ (چه په قطعي نص سره ثابت وي)
خپل سر هم ورکوي .
درنښت
ع کريم حليمي
16.07.2016
چاپلوسي او تملق و جرم او خیانت ته لمن وهل دي
حليمي
آدم خان۱
17.07.2016
محترم حلیمي ،صاحب السلام علیکم !
بلکل همداسې ده.
تملق او چاپلوسی تیرایستل او غولول دي, چې زما په نظر په خپله اخلاقی جرم دی.
کورموودان
مننه
نوټ: داسې ښکاري چې زمونږ او تاسو یاران ددې بحثو سره بی رغبته شوي وي ! زه یې نه ملامتوم ښایي په نورو کارونو اخته وي !!!
احترام ټولو ته رسوم .