د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پولیسو یوه کم عمره نجلۍ تر ځانمرګي برید مخکې ونیوله

Hashmat Kahn
06.01.2014

ګرانو لوستونکو!
طالبانو خو له نارینه ماشومانو څخه په ځانمرګې حملو کې کار اخیسو اوس دوي لاره ورکه کړي او کم عمرو نجونو ته هم ځانمرګې واسکټونه په زوره ورآغونډي. که غواړي چې ویډیويې هم وګوري لینک مې د خبر تر لاندي لیکلې.
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروتیم

تاند- افغان پولیسو د هیواد په جنوب کې یوه کم عمره نجلۍ، چې د ځانوژونې واسکټ یې اغوستی و، ونیوله.

د راپورونو له مخې دا نجلۍ تېره شپه په داسي حال کې په هلمند ولایت کې ونیول شوه چې هڅه یې کوله پر سرحدي پولیسو برید وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې نجلۍ په سیمه کې د طالبانو د یوه مشهور قومندان خور ده او د نیولو په مهال سخته ترهېدلې او وارخطا وه. د هغې نوم سپوږمۍ او عمر لس کاله ښودل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی صدیق صدیقي په وینا پولیس وايي چې دا نجلۍ د خپل ورور له لوري هڅول شوې وه چې پر پولیسو حمله وکړي.

صدیقي وايي: نجلۍ، چې د ځانمرګو واسکټ یې په تن و، د یوه سرتېري له لوري وپېژندل شوه.

دی وايي داسي ښکاري لکه چې نجلۍ نه شوای کولی چې د ځانوژنې د واسکټ ټنۍ کښېکاږي او ځان والوزوي او یا دا چې مخکې تر دې چې په دې کار بریالۍ شي ونیول شوه.

نجلۍ اوس د ولایت مرکز لشکر ګاه ته بېول شوې ده.
http://www.taand.com/archives/17044


Shahzada
07.01.2014

حشمته!
په نورو لیکنو کې دي‌خو پتنګ لکه سپې ځان وراچوي. چیري‌دي د آي اس آی ګوډاګې چې ددي خبر په اړه یو څه هم ووایې؟
خبره دلته ده چې طالبان نه کافرآن دي. نه په خپل افغانی ننګ او نه په ناموس بند دي.
مرګ دي‌ پر طالبانو او ددوي پر ګوداګیانو لکه پتنګ شې. مرګ ، مرګ‌، مرګ

زنده باد د افغانستان ریښتنې اسلامې او دخلکو دولت
شهزاده


pattang
07.01.2014

هلکه دا خبره مو ډېر وارې په مختلفو ځايو کې د مختلفو خپلو کسانو
له خوا ليکلې خو يو له بله خبر نه ياست ، د ډيجيتل د خوشالولو
اوددالرو داخيستلو له پاره هر يوزيار باسۍ او خبره تکراري ليکۍ!
دا په دې مانا چې ستاسو اداري پوهه همداسې فاسده بې ترتيبه
انارخيسته ده لکه ستاسو فاسد رژيم چې د ځينوتايليندي ښځو په ځېر
cia ته مساج ورکوي او دالر اخلي !

راغلو دسپي خبرې ته !
تا ماته څو ځلې په شخصي بريښناليک کې هم
مردارې کنځلې ليکلې دي او لکه د نني خاد nds هلک چې په خپل
مفعوليت باندې دپردې په مخ اعتراف کوي ،دالر اخلي ځان او نور
بدناموي ، مور ، پلار او خپل قام شرموي !
سپی غاپي کله چې پردي کورته راشي او کله چې حيوان ډوله دوښمن
وويني ! هو داخواص يې زما دي!
اوکله چې سپۍ وږی شي نو بيا هر چاته لکۍ وهي اور سره ملتوب
کوي نو داخواص یې د ستا سو بې ناموسانو دي چې په ريڼو سترګو
په خپل ناموس صليبيان پورته کوۍ او په خپل هېوادکې مو قانون
دنورو په لاس کې دی او دسپي غوندې اهميت هم نه درکوي !
ټول هغه غله بېکاره د فاسد زامن سره يو ځای شوي ياست او په
دالرو خپل ناموس خرڅوۍ!
ستاسو لرې کول اومحاکمه نه يواځې دصادق او پاک افغان بلکې
دبشريت دا وظيفه ده چې تاسو دقانون منګلو ته واچو‍ي !

دا ستاسو دوهمه بې ناموسي دی چې له دې نجلۍ ‍څخه بله دسوات
ملاله جوړوۍ! عجيبه منطق :

نجلۍ انتحاري واسکټ اغوستی وو خو تڼۍ یې نشوی خلاصولی! ؟
تف لانت په لاسپوڅي ر ژيم او Cia باندې !
طالبان دداسې حملو لپاره ځوانان لري او دداسې يوو کارته لپاره
تمرين او يوې ډېرې عقيدوي تياري ته ضرورت پکار دی !

[quote:73db8262a5="Shahzada"]حشمته!
په نورو لیکنو کې دي‌خو پتنګ لکه سپې ځان وراچوي. چیري‌دي د آي اس آی ګوډاګې چې ددي خبر په اړه یو څه هم ووایې؟
خبره دلته ده چې طالبان نه کافرآن دي. نه په خپل افغانی ننګ او نه په ناموس بند دي.
مرګ دي‌ پر طالبانو او ددوي پر ګوداګیانو لکه پتنګ شې. مرګ ، مرګ‌، مرګ

زنده باد د افغانستان ریښتنې اسلامې او دخلکو دولت
شهزاده[/quote:73db8262a5]


عبدالحميد/افغ
09.01.2014

په هلمند کې داستشهادي برید په تور د لس کلنې ماشومې نیول د دښمن استخباراتي ډرامه ده .
تفصيل نېټه: چار شنبه, 08 جنوري 2014 11:02 لیکوال: قاری محمدیوسف احمدي بـــــرخه: پیغامونه د دوشنبې په ورځ یوشمیر کورنیو رسنیو په هلمند ولایت کې د کرزي رژیم د ځواکونو لخوا د استشهادي برید د ترسره کولو په تور د یوې لس کلنې ماشومې د نیولو خبر ورکړ .

دا لومړی ځل نه دی چې دکرزي رژیم ماتې خوړلې ځواکونه د خپلو فضیحتونو د پټولو په غرض د اسلامي امارت په خلاف دا ډول نامعقولې اونه منونکې تبلیغاتي ډارمې جوړوي ، هغوئ کله په هلمند کې د طالبانو په لاس د ۷ کلن ماشوم د اعدامولو ، کله په کم عمر ه ماشومانو د جنسي تیرې کولو او کله هم په سر ښندونکوبریدونوکې د هغوئ د استخدامولو الزامونه لګوي . د سر ښندونکي برید په تور د سپوږمۍ نومې لس کلنې ماشومې دنیولو تمثیلیه هم د همدغو نامعقولو تبلیغاتو له جملې څخه یوه ترتیب شوې تبلغاتي ډرامه ده چې هیڅ حقیقت نه لري .

د اسلامي ارشاداتو له مخې نابالغ ماشومان له هرډول شرعي مکلفیت څخه خلاص دي ، اسلامي امارت هم همدغه اسلامي اصل ته په تعهد او ژمنتیاسره نه غواړي چې په جهادي چاروکې هغوئ استخدام کړي ؛ ځکه له یرغلګرو او د هغوئ له مزدورانو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت لیکې په ځوانانو باندې داسې ډکې دي چې هیڅکله یې د ماشومانو استخدام ته اړتیانه پیښیږي او نه هم ماشومان په جهادي چاروکې د استخدام وړتیالري .

اسلامي امارت لکه څرنګه چې په پوځي چاروکې د ماشومانو استخدام ناسم بولي همداسې په تبلیغاتي ډراموکې دهغوئ کارونه او د هغوئ له معصومیت څخه ناوړه استفاده له ټولو بشري او اخلاقي اصولو څخه د کرزي د استخباراتي مفسدینو تخلف او سر غړاوی بولي .

د هلمند د لس کلني ماشومې او د هغې دموراوپلار په موافقه د ورورلخوا په سرښندونکي برید کې د هغې د استخدام پروپاګنډه مطلق افتراءاو له حقیقت نه لیري خبر ده ، ددې افتراء له خپریدو وروسته سمدستي په هلمند کې مسئول مجاهدین مامور شول چې دپیښې په اړه پلټنه وکړي ، دګومارل شویو مجاهدینو دپوره پلټنې او تحقیق وروسته جوته شوه چې نه خو دا عمل تر سره شوی اونه هم په ټول هلمند ولایت کې د اسلامي امارت په مجاهدینوکې د ظاهر په نوم کوم مسؤل وجود لري او نه هم اسلامي امارت خپلو مجاهدینوته د داسې نارواعمل دترسره کولو اجازه ورکوي ،خپله په هلمند کې دکرزي ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي چې د نیول شوې ماشومې په خبرو کې ډیر تناقض معلومیږي، دوئ دمعلوماتو په راټولولو بوخت دي.

والسلام

قاري محمد یوسف (احمدي د اسلامي امارت ویاند

۶/۳/۱۴۳۵هـ ـ ۸/۱/۲۰۱۴م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more