شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
میرویس ستوري

دغړيتوب نېټه: 25 ميئ 2012 ليکنې: 866
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اکتوبر 15, 2013 11:09 am عنوان : دښځو حقوق قانون نه، بلکه د کلتور بنسټیز بدلون تضمینملای شي. |
|
|
ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د بحران نړیوالې ډلې دافغان میرمنو د موجوده اوپه تیره بیا د ۲۰۱۴ ام کال نه وروسته د افغان ښځو د وضع په باب اندېښنه ښودلې ده. دې ډلې ویلي، اوس چې نارینه او ښځې د قانون له مخې یو شان حقوق لري، ښځې د پراخ تبعیض سره مخ دي.
خو د بحران نړیوالې ادارې داخبره هیره کړیده، چې په افغاني غوندې عنعنوي ټولنو کې قوانین د ښځو وضع نشي بدلولئ، بلکه په کلتور او عنعناتو کې ژور بدلون، بالحصوص د ټول ولس تعلیم او پوهنه د ښځو په وضع کئ بهبود راوستلئ شي.
دا مضمون آزادۍ رادیو خپور کړیدي:
====
د بحران ډلې د افغان ښځو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړه
23.07.1392
د بحران نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه راپور کې چې عنوان يې دی( ښځې او د افغانستان جګړه) د افغان ښځو د وضیعت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
دې ډلې ویلي د افغانستان په اوسني وضیعت کې چي د قانون له مخې ښځې او سړي یو شان حقوقو لري ،ښځې له پراخ تبعیض سره مخ دي،په حکومت او پولیسو کې منزوي شوي او د قدرت په پوستونو کې بیا ورته مستقیم ګواښونه کیږي.
د بحران د نړیوالې ډلې راپور وايي راتلونکې کال کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه اوځي ښايي پر ښځو په ځانګړي ډول د ملي شورا پر ښخینه غړو اوسنۍ حملې څو برابره زیاتې شي.
په دې راپور کې وړاندې راغلي چې د افغانستان راتلونکي انتخابات او او د امنیتي مسولیتونو انتقال باید دا زمینه برابره کړي چې ښځې پیاوړې شي او خپل حقونه خوندي کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم د افغان ښځو د اوسني وضیعت په اړه د بحران د نړیوالې ډلې له راپور سره هم نظره ده او وايي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په ډیرو برخو کې نمایشي بڼه لري.
د بحران نړیواله ډله ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له شځو څخه د ملاتړ او ساتنې قوانین عملي کړي او هغه ګواښونه له مینځه یوسي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ښځینه کاندیدانو او رای ورکونکو ته متوجه دي.
دغه راز دا ډله پر افغان حکومت غږ کوي چې له طالبانوسره د سولې په پروسه کې باید د ښځو حقونه خوندي وساتي او دا موضوع باید د سولې په هر ډول خبرو کې د مخکې له مخکې شرط په توګه مطرح کړي. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
M Tahir
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2007 ليکنې: 84 ځای: پښتونستان
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه نومبر 07, 2013 8:59 am عنوان : |
|
|
ښاغلی ميرويس صاحب
ښايي دوئ دا خبره:
اقتباس: |
په افغاني غوندې عنعنوي ټولنو کې قوانین د ښځو وضع نشي بدلولئ، بلکه په کلتور او عنعناتو کې ژور بدلون، بالحصوص د ټول ولس تعلیم او پوهنه د ښځو په وضع کئ بهبود راوستلئ شي.
|
هېره کړې نۀ وي، ځکه خو يي پر افغاني ټولني د تعليم، هنر او ډېموکراتيک کلتور په نوم خپل حيا سوزونکی کلتور مسلط کړ، ايا دا په کلتوري جوړښت کي يو لوی تغيير نه دی! |
|
بېرته سر ته |
|
 |
pattang ستوري

دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2004 ليکنې: 5018 ځای: Germany
|
د ليکنې نېټه : شنبه دسمبر 07, 2013 8:29 pm عنوان : Re: دښځو حقوق قانون نه، بلکه د کلتور بنسټیز بدلون تضمینملای شي. |
|
|
ـــــ !
وروستی ځل بدلون pattang په شنبه دسمبر 07, 2013 8:44 pm ورکړی دی , د تغير شمېره 2 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
pattang ستوري

دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2004 ليکنې: 5018 ځای: Germany
|
د ليکنې نېټه : شنبه دسمبر 07, 2013 8:38 pm عنوان : Re: دښځو حقوق قانون نه، بلکه د کلتور بنسټیز بدلون تضمینملای شي. |
|
|
ته خو هر وخت زما اعصاب خرابوې !
کوم قانونې اسا سي ؟ هغه چې صليبي اشغالګرو را منځ ته که
او دصليب دخوشالي لپاره دښځو او نرو حقوق مساوي پکشې ذکر
شول !
دخندا وړ مسخرګي ا و نور نفاق !
له قرانکريم څخه بل ښه اساسي قانون نشته !
دښځې اونر قوانين دشرېعت په تله او معياراوبس !
دا صليبي دښځو دحقوقو غوښتنې اومساوات یې يواځې دښځې
بسترې او يارانې ته برابرول دي اوبس !
د ښځو اونرو برابر ي په غرب کې هم نشته مسلا په عينې کار کې
ښخې لږ معاش لري او نارينه ډېر او داسې هم شته که چېرې ښځه
غواړي چې جګه لاړه شي نو بيا بايد دڅو سړويو سره يووارې
دشپې خپله بستره شريکه کړي او دهډ و کو لوڅ مساج ورکړي !
[ البته استسنا موجوده ده او ښځه په غرب کې د بيزنس يوه اله ده
او سيکسيتوب یې يوه ښکلا حس کېږي ! خو که د راکړې درکړې
محيط جنایې نه وي نو مجبور ولی یې څوک نشي ]
نوره به خوله پټه ونيسم دسترګوليدلی حال!
میرویس ليکلي: |
ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د بحران نړیوالې ډلې دافغان میرمنو د موجوده اوپه تیره بیا د ۲۰۱۴ ام کال نه وروسته د افغان ښځو د وضع په باب اندېښنه ښودلې ده. دې ډلې ویلي، اوس چې نارینه او ښځې د قانون له مخې یو شان حقوق لري، ښځې د پراخ تبعیض سره مخ دي.
خو د بحران نړیوالې ادارې داخبره هیره کړیده، چې په افغاني غوندې عنعنوي ټولنو کې قوانین د ښځو وضع نشي بدلولئ، بلکه په کلتور او عنعناتو کې ژور بدلون، بالحصوص د ټول ولس تعلیم او پوهنه د ښځو په وضع کئ بهبود راوستلئ شي.
دا مضمون آزادۍ رادیو خپور کړیدي:
====
د بحران ډلې د افغان ښځو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړه
23.07.1392
د بحران نړیوالې ډلې په خپل یوه تازه راپور کې چې عنوان يې دی( ښځې او د افغانستان جګړه) د افغان ښځو د وضیعت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
دې ډلې ویلي د افغانستان په اوسني وضیعت کې چي د قانون له مخې ښځې او سړي یو شان حقوقو لري ،ښځې له پراخ تبعیض سره مخ دي،په حکومت او پولیسو کې منزوي شوي او د قدرت په پوستونو کې بیا ورته مستقیم ګواښونه کیږي.
د بحران د نړیوالې ډلې راپور وايي راتلونکې کال کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه اوځي ښايي پر ښځو په ځانګړي ډول د ملي شورا پر ښخینه غړو اوسنۍ حملې څو برابره زیاتې شي.
په دې راپور کې وړاندې راغلي چې د افغانستان راتلونکي انتخابات او او د امنیتي مسولیتونو انتقال باید دا زمینه برابره کړي چې ښځې پیاوړې شي او خپل حقونه خوندي کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم د افغان ښځو د اوسني وضیعت په اړه د بحران د نړیوالې ډلې له راپور سره هم نظره ده او وايي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه په ډیرو برخو کې نمایشي بڼه لري.
د بحران نړیواله ډله ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له شځو څخه د ملاتړ او ساتنې قوانین عملي کړي او هغه ګواښونه له مینځه یوسي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ښځینه کاندیدانو او رای ورکونکو ته متوجه دي.
دغه راز دا ډله پر افغان حکومت غږ کوي چې له طالبانوسره د سولې په پروسه کې باید د ښځو حقونه خوندي وساتي او دا موضوع باید د سولې په هر ډول خبرو کې د مخکې له مخکې شرط په توګه مطرح کړي.
|
|
|
بېرته سر ته |
|
 |
|