د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د جومات پر حريم بريد کول په اسلام کې شته؟

ماڼوګل
02.06.2005

ګرانو دوستانو سلام،
بېا وروسته د ټول افغان د محترمو اسلام پوهه مينه والو څخه د زړه له کومې هيله کوم چې د اسلام مبين دين د احکامو، نصوصو،شرعې او فلسفې په رڼا کې د جومات دحريم د تقدس، درناوي او د دې په هکله چې اېا هلته وينه تويونه روا ده؟ که وي نوکومو حالاتو کې او د چا؟ او داسې نورو پوښتنو ته دې ځوابونه وليکي تر څو زمونږ معلومات په دغه مورد کې تکميله شي٠ دا معلومات مخصوصأ اوس چې په وطن کې د ترور نوې لړۍ روانې دي او د کندهار پرونۍ حادثې خو بيخي ټول ښورولي دي د خورا اهميت وړ بولو، په افغاني/ پښتني کلتور کې خو دا شئ هېڅ ندۍ معمول٠
د محترمو ښاغلېو حاجي صاب حليمي، څاروان ، نقاد او نورو صاحب نظرو ته بلنه
ورکوؤ چې پر موضوع څه وليکي، مخ تر مخه د زړه له کومې مننه،
ستاسو ېو افغان ماڼو ګل اندړ


م ن غروال
07.06.2005

ښاغلۍ ماڼوګل اندړ صاحب سلامونه عرض کوم٠
د اسلام مقدس دين وژنه چې پرته د اسلامي له محکمې وي، غندي٠ د قرأن المبارک د فيل سوره په جومات کي د وژلو غندل په اثبات رسوي٠ له بده مرغه هر هغه څه چې د اسلام مبين دين په نامه تر سره کيږي د اسلام له سيورې هم ندي تير! بعضي خو حتی د قرأن شريف مبارک آيات هم په غلطه ترجمه واړول٠ او بعضي وروڼه لا اوس هم شته چې منفوراتو ته په اسلام کي د ځايښت امکانات لټوي خو له نيکه مرغه د ډير زيار او تلاش وروسته هم ناکامه له ډګره ووتل او ويې نشول کړای چې حتی د ترور يوه مترادفه کلمه هم د اسلام په اصولو او تاريخ کي چاته ورپه ګوته کړي٠
البته دلته نورې ډيرې خبرې شته چې بيا به سره پرې غږيږو که بحث ته وروڼو ملا وتړله، اما هغه لنډ ځواب چې ستاسو د پوښتنې په هکله دي ما عرض کړ٠
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more