د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


څاروان
14.10.2005

خدايه خير كړې ، د پرې يارانو پرېښوم
د مجلس او د دېرې ياروانو پرېښوم
چې خندل مې رانه ګير چاپېره ناست وو
چې ژړل مې سترګې سرې يارانو پرېښوم
وخت به راشي بيا به لال په ما كې ګوري
خير كه اوس خاورې ايرې يارانو پريښوم
د بلا خولې ته نږدې شوم په شا لاړل
ورته ومې كړې نارې يارانو پرېښوم
چا لاس رانګړي دويم افغانستان شوم
سرې لمبې او غرغرې يارانو پرېښوم



څاروان
16.10.2005

چمبې غوندې چكچك غوندې هلك به خداى پيدا كړي
زړګيه! ښه چابك غوندې هلك به خداى پيدا كړي
راستر به شي ، مغلو ته به ډېرې منډې وركړي
ښايسته خوشال خټك غوندې هلك به خداى پيدا كړي
دا ښكلي به يې بيا په مخ كې هيڅ ويلى نه شي
د كلي د ملك غوندې هلك به خداى پيدا كړي
اوږې ته به يې واچومه تل به راسره وي
د پلار شلخي ټوپك غوندې هلك به خداى پيدا كړي
هغه به هم زما په څېر په ټولو خلكو ګران وي
سوچه لكه اټك غوندې هلك به خداى پيدا كړي
زما كه منې زوړ ته وايه پيير بابا دې مل شه!
څوك خامه خوله هلك غوندې هلك به خداى پيدا كړي
موټرو كې به وګرځېږي كور به درته واخلي
ځوابه! د ګمرك غوندې ، هلك به خداى پيدا كړي
---------------------------------- عزت الله ځواب



څاروان
24.10.2005

۲۴-۱۰-۲۰۰۵

د افسوس او د ژړا نه څه جوړيږى
د ريا او بې حيانه څه جوړيږى
چې په كوم ځائې كښې دغم نوبت غږيږى
هغه ځائې كښې د خندانه څه جوړيږى
چې سكون مو پكښې هم تيزندى واخلى
هغه ځائې كښې دهوا نه څه جوړيږى
چې وفا ورپكښې نشته خو وفا كړى
دوفا او د جفا نه څه جوړيږى
چې په ښه بد كښې حاضر درسره نه وى
داسې بې پته اشنانه څه جوړيږى
ترينه پس چې د رڼا راتله نشته
نو د داسې شپې سبانه څه جوړيږى
آي مراده چې قيامت طرفته زور كړى
يم حيران چې د دنيا نه څه جوړيږى



څاروان
24.10.2005

[color=darkred:dca504189a]بې غوره شو پښتون[/color:dca504189a]

حاجې عوض محمد كيله ګيوال

زلمو او جينكو واغوښتو پتلون، بې غوره شوي پښتون
خوشحال خفه نشو ګور كښې اندرون
بې غوره شوي پښتون
پښتون لباس بدل شو ، بې لارې مو منزل شو
لاره شوه رانه وركه ، سر لوچو سره مل شو
د پښتو لنګى پريوته پرون
بې غوره شوي پښتون
دا څنګه زمانه شوه، راجوړه افسانه شوه
سرتورې پيغلې ګرځي، پښتون لره تانه شوه
فرق نه كيږي د سپك سړي او دروند
بې غوره شوي پښتون
په تول مينه بازاركښې، فردوس بالاحصار كښې
راجمع حينكې وي همدي چوك يادګار كښې
څوك نشته چې لږوښائى غبرګون
بې غوره شوي پښتون
جوشى كيله ګيواله ، لږ ورشه تر تاكاله
دنيا قيصې پكښې دى، خبر شى له احواله
زړګې به دې شي تور له دې ژوندون
بې غوره شوي پښتون



څاروان
15.11.2005

۱۵-۱۱-۲۰۰۵

څوک رانه اخلى انتقام دتاريخ !
زما دميړانى او عظمت يادونه
---------------------- زما دقامونو دبريا حماسې
---------------------- لکه څپانده د آمو موجونه
زما دوګړو دفطرت ولولې
له غرور ډک لکه دغرونو څوکې
---------------------- زما دجونګړې دنغرى خواته
---------------------- زما دميړونو دننګونو کيسې
دتاريخ زړه کې څو زرينې پاڼې
دسومنات او پانى پت خاطرې
---------------------- دميوند دبنتې ها رنګين يادونه
---------------------- دننګ د پيغلې پارونکې پيټى
داکبر تورې بريمن وارونه
دمکناټن او برايډن غلبلې
---------------------- ځوک رانه اخلې انتقام دتاريخ
---------------------- سر لوړي توغ د آزادۍ پلوشې



څاروان
15.11.2005

دفيتنو دامونه

دوخت طاغوت موغوړولى دفتنو دامونه
دلته له شر او فريب نه ډک اودمکرودامونه
----------------------- ډيرئې تزوير لوموکې ښکاراوغوليدلى وينم
----------------------- له شيطانى لومونه جوړ اود تيارو دامونه
يوشمير مزدور عناصرښکيل دى لاپخوانه پکى
دهمکارى ترنامه لاندې دفريبو دامونه
----------------------- رقيب هرڅوراته ځان دوست کړى مونږ يى ښه پيژنو
----------------------- نشو زغملاى خپل مسکن کى دپردو دامونه
هرچاته شوه معلومه چه راغلي په شوم نيت دي
نن په هر لوري خوروى دوسو سو دامونه
----------------------- دوحشت او بربريت بيلګوئي جهان خبرکړ
----------------------- دوى لاپخوا نه دي پلان کړى د ظلمودامونه
هله پوره بۀ غفور زيه ستا دزړه آرمان شي
چه تارپه تار نيست او نابود شى فسادو دامونه
----------------------- --------------------------- غفورزۍ



څاروان
27.12.2005

[color=darkred:bc80d026a7]نذراني[/color:bc80d026a7]
جلال امرخيل

ځكه سترګي مي په اوښكو نن ملمدي دي
چه زما په هيواد بلي سري لمبي دي
ترپرونه جهاد ؤو نن فساد شو
خدايه دا مو د مشرانو عقيدي دي
مجاهده خفه نشي په دي وياړه
كه په لاس كي زولني درته پرتي دي
ديموكرات په معنى ورور د كمونست دي
دوئ بچيان د شوروي او امريكي دي
رانسكوري به ماڼۍ كه ستا د كبر
د افغان جړق ته حيراني زلزلي دي
د غيرت سنګر نه ولي په شالاړشم
لاخو ځوان يم لامي ځواني حوصلي دي
زه جلال امرخيل هغه افغان بولم
چا چه ايښي د سرونو نذراني دي


wagma
10.12.2008

[quote:22506cc112="څاروان"]14-6-2005
محترمو لوستونكو ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.
لانديني شعر د مريم ناصري خور دي چه په افغانستان باندي د صليبيانو د يرغل څخه ورسته ئې ويلي چه په لوستو ئې د غفلت په خوب ويده ضمير راويښي كيږي.

---------------------------[color=white:22506cc112]ساتي[/color:22506cc112]
---------------------------------مريم ناصري

څنګه به سترګی دلته جګې نور زلمي ساتي
چه دوي ژوندي دي او وطن زمونږ پردي ساتي
------------------------ څه عجيبه غوندي حالت دی يم حيرانه خلګو
------------------------ چه څوپردي دلته راغلي دي زمري ساتي
حقيقت څوک ويلاي نسي داحال چاراوسته
دزورلاسونه مو په خوله دي مونږ ګونګي ساتي
------------------------ زلمو خوورکړ امتحان ګوره پوره ېي نکړ
------------------------ له دي نه وروسته به ګودر کي منګي سا تي
چه دوطن په در ونه خوري نو په کور دي کښيني
داسي ځوانان دي په لاسو کي بنګړي ساتي
------------------------ دبل تر لاس لاندي ژوندون خو مو قانو کي نشته
------------------------ پښتون خو تل دسر په بيه خپلواکي ساتي
څوک چه دعشقه ناخبر وي خود به روغ ګرځي
څيري ګريو ان خو تل دميني ليوني ساتي
------------------------ کوردي ودان وي ځوي دي لوي وي تل سرلوړي دي وي
------------------------ چه دقلم او دبيان څوک آزادي ساتي
نوردي ګرځيږي خوشحالۍ اوخنداګاني دي کړ
دوطن غم دي تل په زړه کي(ناصري) ساتي
----------------------------------------
څاروان[/quote:22506cc112]

څاروان صيب کور دې ودان، ډېر ښکلى شعر دې خپور کړى، ما د فضل هادي فضليار په نامه د يو شاعر په کتاب کې د همدې شعر ځواب لوستى و، هغه ځواب يې هم ډېر ښکلى شعر و، خو زه ډېره لېواله وم چې د مريم خور اصلي شعر به چېرته لولم. تا ته دې خداى خير درکړي، چې دلته دې خپور کړى.
هغه د فضليار شعر چې ددې په ځواب کې يې ليکلى و، داسې و:

[color=red:22506cc112]درنې او پتمنې خور مريم ناصري ته!

نـهـيلـې مـه شـې خورې خـپل پـت بـه حـتمـي ســاتـي
ځــوانان بـه وګـورې چـې څــنګـه خـپلـواکـي ســـاتـي

د مـلالـۍ سـکـنۍ خـويـنـدې نـو پـه څـه شـوئ تاسـې؟
چــې ســـنګــرونـه مـو يـواځــې اوس زلـمـي ســاتـي

د څـو ټيټ سترګــو او پـردو پـه سـر دې نـشـي بـدنـام
ډېـر زلــمــيان شــته دى چـې هـــوډونـه ايـوبي ساتـي

که تـوپ، ټوپـک، تـوره او ډال ورسـره نـه وي ، خير دى
پـښــتـانـه ښـــه دي پـه کـــورو کــې تـبـرګـي ســاتـي

زمـونږ شپونکي اوس روږدي شوي په بېـدياوو کې دوى
خـپـلـو رمـــو ســره ضــرور څـو دانـې ســپي سـاتـي

کـېداى شـي دا ځـل دغـه چـم لکــه مـيونـد وځـلـــي
د مــلالـۍ خــواص چـې ځـان کــې (نـاصـري) سـاتي[/color:22506cc112]


N.Intezar
26.01.2009

محترم څاروان صيب سلامونه او نيکې چارې ;

شپه له نيمې اوښتې پنځه دقيقې کم دوه بجې دي خوب مې له سترګو کډه کړې ده لومړې ځل ده چې ستاسو په ليکنو مې سترګې لګې باور مو وشه چې ډير خوند يې راکړ او د زړه له تله درته وايم چې ډيره ښکلې او د خدمت وړ موضوع ته مو بيډې وهلې دې خدای ج دې اجر درکړې مونږ درسره په کې هم غږې يو ٠

د ننګونو او وياړونو ګران هيواد افغانستان دبيا رغيدو او نيکمرغې په هيله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more