د موضوعګانو سرپاڼه
  
    
      
    د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
زمونږه هیلې :نوی شعر
      Abdullah Danishyar
      14.09.2013
    
چې د سولې ورورولۍ احساس په چا کې را پیدا شي
لــــه دې مـــینې مـــحبــتـــه بــه ودانــه دا دنیا شي
په یو کور کې ښادي نشته هر یو کور کې جوړ ماتم دی
چې شــي ورک له دې وطنه ظـــالمان دې ټول تبا شي
څــــه تاریخ مو وو ښــــودلـی نــړیــوالـــو تـه نیکونو
کاشـــکی هغــسې دوران دلـــته قـایم یو ځلې بیا شي
یو په جـــنګ کې مخکې نه یو مونږ په هر څه کې ګټلې
لــــه فوټباله تر کــــرکټه مـــو هر څـه کـې زور پیدا شي
چــې د مـــینې ورورولــۍ فضا کې یو ځای ژوندون وکړو
رب تـــه پورته کړۍ لاسونه چـــې ارمان مـو پوره دا شي
دانشیار کـــړي دغه هیلې که یی خدای چیرته پوره کړي
چې رضا پرې د چا نه وي لاس یی خلاص تر اوباما شي