tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

اياالله جل جلاله دخدائ په نامه يادولائ سو:

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
هجران



دغړيتوب نېټه: 10 ميئ   2013
ليکنې: 58
ځای: اشرف البلادکندهار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جون   03, 2013 5:38 am    عنوان   : اياالله جل جلاله دخدائ په نامه يادولائ سو: Reply with quote

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
محترمو وروڼو مشرانو اوکشرانو !
هيله ده چي جوړ اوروغ ياست ستاسي له لوئ الله جل جلاله څخه غواړو، په دې هيله چي تردي دمه مو خپل ژوندون په خيراوعافيت کښي تيرکړئ وي.
يواشتباه لرم ، زړه مي غواړي چي له تاسو ټولو سره يې شريکه کړم ، ترڅوستاسو ټولو دقدر وړ نظرونه حاصل کړم.
محترمو په يوه مجلس کښي مو نوي تفسير چي شايدتاسو به ليدلئ وي د(فضل الرحيم) په نامه مطالعه کوئ ، نوکله چي د»بسم الله الرحمن الرحيم» وترجمي ته راغلو ، نومفسرصاحب ليکلي وو:
بسم : خاص په نامه ، الله : دخدائ پاک ....
نويوه مولوي صاحب راته وويل چي داځائ صحیح نه دئ ، يعني دخدائ توري ويل پرځائ دالله داقدس نوم نه دئ صحيح ، ولي دايعني (دخدائ اسم) نه په قرآنکريم کي راغلئ دئ ، اونه په احاديث شريفه کښي راغلئ دئ :
اوالله جل جلاله فرمايي :
وللـــــــه الاسماءالحسني فادعوه بها.الآية.

ستاسي دنظروپه انتظآر.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
s.sharifi45



دغړيتوب نېټه: 13 ميئ   2013
ليکنې: 20
ځای: کندهار

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جون   03, 2013 1:36 pm    عنوان   : Re: اياالله جل جلاله دخدائ په نامه يادولائ سو: Reply with quote

هجران صاحب که چيري دداسيعلمانو خبره پرغوږ ونيسو نوخپله لاره به راسه ورکه وي دلته الله جل جلاله پرمشرکينو رد کوي چي الله ددغه مقدس نامه سه سوا نورنومونه هم لري خوددې خبرو خلاصه دغه اصل ته ورګرځي چي اسماء الله توقیفي دي اوکه نه خو محققین علماء دامسلک لري چي هرشخص اوهره ټولنه حق لري چي خپلو دضرورت وړ شیانو ته خپل نو م ولري نو الله جل جلاله یوداسی ذات دی چي هرڅوک ورته اړ او محتاج دی
خو دقناعت یوداسي جام دی چي هر واري چا څښلی دی بیا نه دی پښېمانه سوی الله دي دغه دولت را نصیب کړي
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   جولاي   04, 2013 9:06 pm    عنوان   : Reply with quote

وروره د الله نوم او صفات یادول او ذکریې کول غوره ذکر او ښه عبادت ده ، ولله الاسماء الحسني فادعوه بها . په دې عبادت کې دالازمي ده جې عربي نومونه به وي او هغه جې په روایاتو کې راغلې دي .
پاته شو د (خدای) نوم دا د الله دنوم ژباړه او ترجمه ده او څوک یې د یوه بل د پوهاوي له پار ه کاروي د عبادت په توګه څوک نه وایې جې : خدای خدای . او دپوهاوي په نیت موږ ټول قران هم ترجمه کوو . او دا کوم مشکل نه دی .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پتوال
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 15 جنوري   2011
ليکنې: 1039

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   جولاي   06, 2013 10:16 pm    عنوان   : Reply with quote

زما په اند خو خداي معبود يا اله او الهي ته وايي نو د الله غوندې خاص اسم ذات نه دي، د ځينو اسماالحسني لکه مالک او قوي پښتو ژباړه هم شته لکه څښتن (تعالي) او کروړ .
وايي چې امام ابوحنيفه فتوا ورکړې وه چې به فارسي او نورو ژبو که فاتحه ښه وژباړل شي نو قرائت يې په لمانحه کې سم دي. که دا خبره سمه وي نو
دپښتو فاتحې له پاره هم اعتبار لري ، نو بيا د خداي ، څښتن تعالي او کروړ نومونو سره هم ذکر او عبادت کېداي شي ځکه چې د الله تعالي د اړوندو عربي نومونو سره يې مفهم کټ مټ يوشي دي!
والله اعلم بالثواب
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
حذيفه
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 17 اکتوبر   2010
ليکنې: 418
ځای: افغانستان - کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جولاي   31, 2013 5:50 pm    عنوان   : Reply with quote

په دې اړه يو بحث مخکي هم سوی وو، که يې د بيا کتلو زحمت پر ځان منلای سئ نو يې وګورئ!:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5359&postdays=0&postorder=asc&start=15&sid=108fb108b22425faa9f6a288d67da47c
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.