د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

پتوال
19.11.2012

سلامونه!

دروند ملتوال صاحب!
هیله کوم زما لنډې پوښتنې په دقت ولوله او هره یوه کرښه په کرښه او جمله په جمله تردید کړه څو پوه شم چې د کومې جملې
پر حقیقت سترګې پټوې او نه یې منې ؟؟؟؟

[quote:73fc1ff7b6]د نړی په یوه تاریخ کی هم دا پنځه دوری نه دی بیان شوی او نه هم کوم ثبوت شته چی دا دوری مخکی موجودی وی [/quote:73fc1ff7b6]

آیا برده داري په نړیوال تاریخ کې نه ده تیره شوې ؟؟؟
د هند، چین ، روم (اروپا) مصر او بابل کې د برده دارۍ دواکمني په نړۍ نه ده تیره شوې ، له سکندر کبیر نه نیولې تر د روم د قیصرانو ،با بل له نمرودیانو ، فرعونیانو ، کوشاني قیصرانو او کابل شاهانو پورې ټول د برده دارۍ دورې نه وې؟؟؟؟؟

او آیا ددې دوروې له ختمیدو وروسته چې له میلاد څخه دوه درې سوه کاله وروسته پای ته ورسیدې سم دلاسه سرمایداري پیل شوه؟؟؟؟
که داسې نه وه نو د برده دارۍ نه وروسته د سرمایدارۍ پورې دوره له فیوډالي ټولنې پرته بل څه وه ؟؟؟؟
آیا تاریخ په دغه وخت کې د فیوډالي ټولنې د واکمنانو څخه ډک نه دی؟؟؟؟؟

پاتې شوه ستا پوښتنه چې په افغانستان کې کوم ټولنیز مناسبات حاکم دي :
نا متجانس مناسبات : قومي قبیلوي مناسبات هم شته، د ګوتو په شمیر فیوډالي خانان او بای زمینداران هم لري او اوس په کې
دسرمایدارۍ ګڼې نطفې هم رامنځته شوي دي !

په درنښت


ډاکتر څپاند
19.11.2012

محترم پتوال صيب سلامونه ومنئ،
دښاغلي ملتوال ضيب نظر سم برېښي :D

خلق او پرچم دې ملک ته سم دم دسوسياليزم اوکمونيزم راوستوتکل وکړ،مجاهدانو
واپس ملوک الطويفي ابتدائي فيوډالي ټولنه جوړوله،طالبانو کمون اوليه
راجوړه کړه او دا دې اوس از هر چمن سمنې  :?


pattang
19.11.2012

ياره ډاکتر ګله ډېر عصري شوی يې ! خپل اولس دې هير کړی دی!
طالبانو، لاسي موبايل، موټر ، پکس ، راديو ,حتی متوکل صيب په
وزات خارجي په لاندېني پړ کې انتر نت هم لاره چې ما خپله کار پرې کړی دی
(شاهد ) نوداخوار طالان کله تالې لري هر څوک يې په څټ څټ کې و هي اوګناه
يې دادی چې مسلمانان او پښتنانه دي اوله بلې خوايې دشمال لنډغر ايتنيکي
دوښمنان بولي اودلنډغرو نه خوښېږي !
وېينه! يو تاجک هم نه وايې چې مسعود پنجشېری بد وو خو ډېر پښتانه وايې
چې طالبان خراب دي ، داڅکه چې تاجک وايې او پښتون به يې مني ،خوار پښتون
پيدا" غلامې حلقه بګوش" دی.

[quote:c16e7dd4bc]................،طالبانو کمون اوليه
راجوړه کړه او دا دې اوس از هر چمن سمنې [/quote:c16e7dd4bc]


پتوال
20.11.2012

[quote:e0937929fe="ډاکتر څپاند"]محترم پتوال صيب سلامونه ومنئ،
دښاغلي ملتوال ضيب نظر سم برېښي :D

خلق او پرچم دې ملک ته سم دم دسوسياليزم اوکمونيزم راوستوتکل وکړ،مجاهدانو
واپس ملوک الطويفي ابتدائي فيوډالي ټولنه جوړوله،طالبانو کمون اوليه
راجوړه کړه او دا دې اوس از هر چمن سمنې  :?[/quote:e0937929fe]

دڅپاند صیب وعلیکم ستادا غوړ سلام ، له خوندور تنز څخه دې مننه، خو لومړی به ملتوال صیب پرېږدو چې لوستونکو ته د یوۀ [color=red:e0937929fe]ټول اړخیزه [/color:e0937929fe]ځواب پور ادا کړي !


Naeem sadat
20.11.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب زما ځواب څپاند صاحب درکړی ، څپاند صاحب لیکلی چی په افغانستان کی خلقیانو سیوسیالیزم ، مجاهدینو فیوډالیزم ، او طالبانو برده داری راوسته دلته د څپاند صاحب محاسبه غلطه ده خو یوه خبره یی کاملا دقیقه ده او هغه داچی نوموړی دوری فیوډالیزم ، برده داری ، او سیوسیالیزم پخپل سر نه رامنځته کیږی بلکی خلګ یی رامنځته کوی

ګوره پتوال صاحب د بشر تاریخ د اقتصاد زیږنده نه ده بلکی د بشر تاریخ د بشری فکر زیږنده ده په همدی خاطر هرکله چی په هره ټولنه کی کوم فکر را پیداشوی او عام شوی هغه عملی شوی
چی ددی خبری عملی ثبوت ما درته د افغانستان په ټولنه کی درکړ که چیری داسی وای لکه مارکس چی وایی چی هره ټولنه اول برده داری وی بیا فیوډالی کیږی بیا سرمایه داری کیږی او بیا سیوسیالیزم را منځته کیږی نو پداسی حالت کی باید افغانستان د پورته یاد شوو دورو څخه په یوه دوره کی وایی یعنی یا باید اوس په افغانستان کی یا برده داری وای یا فیوډالیزم وای او یا سرمایه داری وای چی داسی نه ده

دوهم په یوه ټولنه کی هم کیدای شی چی برده داری موجوده وی او هم فیوډالی مناسبات موجود وی او هم سرمایه داری
په لرغونی مصرکی هم برده داری موجوده وه او هم فیوډالی مناسبات موجود وو هیڅ داسی ثبوت نه ده موجود چی ووایی چی په لرغونی مصر کی اول برده داری وه او وروسته فیوډالی مناسبات حاکم شول

زه له مناسباتو انکار نه کوم چی ووایم چی فیوډالیزم وجود نلری یا سرمایه داری یا برده داری وجود نلری بلکی زه دا وایم چی دا کوم طبعیی منظم چوکاټ یا قانون نلری چی د هغه قانون مطابق دی دا اقتصادی نظامونه یو په بل پسی راشی دا اقتصادی نظامونه انسانان راولی او انسان ته الله (ج) فکری ازادی ورکړی د انسان فکر د هغه داقتصاد په قید کی نه ده

که چیری د انسان فکر د هغه د اقتصاد په قید کی وای نو بیا د افغانستان خلکو له روسانو سره جهاد کاوه ځکه چی په اقتصادی لحاظ خو دا دویته بهتره وه چی د روسانو غلامی وکړی

که چیری د انسان فکر د هغه د اقتصاد په قید کی وای ایا نن به د افغانستان خلکو د امریکایانو په مقابل کی جهاد کاوه ؟

په همدی خاطر غربی مطبوعات دا تبلیغات په لار اچوی چی دافغانستان خلګ خو زموږ سره جهاد نه کوی بلکی دا ای اس ای ده چی زموږ سره جهاد کوی ځکه چی دلته د مارکس هغه خبره ماتیږی چی وایی چی د انسان فکر د هغه داقتصاد په قید کی ده په همدی خاطر دوی ای اس ای د ځان لپاره یو سپر ګرځولی دوی اوس ایډیالوژیکی مات شوی په همدی خاطر هری نری لښتی ته لاس اچوی چی ځان پری را وژغوری

د بشریت په تیر تاریخ کی فیوډالیزم ، برده داری او سرمایه داری موجوده وه چی دا ټول په لرغونی مصرکی هم موجود وو په یونان کی هم موجود وو په عیسوی اروپا کی هم موجود وو خو داسی ټولنی هم موجودی وی لکه زموږ افغانستان چی دا یوهم پکی نه وو خو دی ټولو اقتصادی مناسباتو کوم خاص قانون نه درلود په هر وخت کی چی کوم فکر را پیدا شوی هغه عملی شوی او داسی کوم ثبوت یا دلیل هم وجود نلری چی د مارکس دا پنځه دوری حتمی یو په بل پسی راغلی نه داسی کوم لیکلی تاریخ موجود ده چی ووایی چی دا دوری لکه مارکس چی ویلی یو په بل پسی راغلی

او که ته پتوال صاحب دامنی چی د انسان فکر د هغه د اقتصاد په بند کی ده نو پداسی حالت کی ته مارکسیست یی خو په ځان نه یی خبر

ن


پتوال
20.11.2012

ملتوال صیب ته سلام
ډیر ښه چې د ۴ دورو موجودیت مو ومانه، او قایل یاست چې له همدې څلورو یا ۵ تولنیزو ټیپونو پرته له بشر سره
د کوم بل ټيپ ټولنژ فکر او شعور هم نه دی بیدا شوی !
البته دا خو هر چاته څرګنده ده چې انسان عمل بې شعوره او بې فکره نه دی، خو
موضوع داده چې د انسانانو سره ولې لومړی د قومي مناسباتو

فکر پیدا شوی ؟ قومي ټولنې ولې لومړی منځته راغلي ؟ د انسان له پدایښت نه نیولې تر ۵-۶ زره کاله قبل المیلاده پورې؟؟؟؟

او ورپسې ولې د برده دارۍ فکر او ټولنه رامنځته شوه ؟؟؟، له میلاد څخه ۹ زره کاله مخکې ولې برده داري او د هغې فکر
موجود نه و؟؟؟؟

البته داچې وروستني مناسبات ورو ورو منځته راغلي او په یوځل سره يې زاړه له منځه نه دي وړي نو مخکیني مناسبات
يې تر ډیره پورې په فرعي توګه په خوا کې پاتې شوي هم دي . معیار دادی چې ټاکونکي سیاسی قدرت برده داري دی که فیوډالي او که برژوازي، نو تاریخي دوره هم همغه ګڼل کیږي ! ددولت له وجوده مخکې ټولنې ټولې قومي قبیلوي ټولنې وې، چې د لږو زیاتږ بقایاو په توګه په ټولو وروستنیو ټولنو کې يې هم شتون درلود . جټان اوس په سرمایداري کې هم شته.
بشري تاریخ هم الله تعالی له قانونمندۍ سره رامنځته کړی دی او بې قانونمندۍ نه دی . یعنې د انسان فکر تاریخ له سرمایدارۍ څخه پیل کړی نه دی او په قومي ټولنې یې د تکامل برعکس ختم کړی نه دی!
هو، د قومي او سرمایداري ټولنې تر منځ په هره ټولنه کې برده داري حتما منځته نه ده راغلې، خو فیوډاليزم يې ترمنځ په ټولو کې موجود و، په اوسني نړیوالو شرایط‌و کې له قومی ټولانې وروسته د فیوډالي ټولنې د راپیدا کیدو او بخېدو امکانات نشته، افغانستان يې ښه مثال دی چې پخلی یې ونه موند او از هر چمن سمنې په شان د قومي او سرمایداري مناسباتو له شتون سره یې یو څه دوام درلوداو سیاسی قدرت هم د ظاهر شاه او داود شاه پورې د قومی مشرانو او څو فیوډالي خانانو په ملاتړ ډډه لګولې وه !
په دې حقایقو پوهېدل نه مارکسیزم ته اړتیا لري او نه د شعور او عینی مناسباتو بیلتون ته ! دا صرف په تاریخ پوهزدل غواړي او بس!
والسلم علیکم و رحمة الله

په درنښت


Naeem sadat
20.11.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

بښنه غواړم کله چی ما لیکلی چی الله (ج) انسان ته فکری ازادی ورکړی مطلب می دا وو چی هر انسان د خپلی عقلی قوی په اندازه فکری ازادی لری

ک


pattang
20.11.2012

اډيوالانو تاسو په تېرو کې بند ياست انسان m-k کالونه راپردېخوا دمځکې له
پيدايښت څخه هراړخيز تغير کړیدی خو اوس امپيرياليستي سرمايه داري له انسانو
څخه عصري غلامان جوړ کړي او جوړوي يې زما په فکر اوعلامو x ورځ راروانه ده چې
بيابه ټولنيز او اقتصادي سيستم ته تغير خوري ٠
هغه به څه شی وي ? هغه به يو اسلامي اقتصادي سيستم وي چې په هغه کې بردګي او
اقتصادي قمار وهل بند دي ٠


Naeem sadat
20.11.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب زما خبری مو غلطی تعبیر کړی ما نه دی ویلی چی بشر پرته له دی پنځو دورو څخه د کوم بل ډول مناسباتو د ساتلو فکر نه دی کړی

ما درته وویل چی دا څلور ډوله مناسبات برده داری ، فیوډالیزم ،
سرمایه داری او سیوسیالیزم پخوا موجود وو او داسی ټولنی هم موجودی وی لکه زموږ افغانستان چی دا پورته یاد شوی یو ډول مناسبات هم نه پکی موجود

زموږ د هیواد په تاریخ کی هیڅکله نه برده داری موجوده وه نه فیوډالیزم موجود وو نه سرمایه داری موجوده وه او نه سیوسیالیزم موجود وو زموږ په هیواد کی یو ځانګړی ډول قومی مناسبات موجود وو چی همدا پخپله د همدی ثبوت دی چی بشر پرته له دی پنځو دورو څخه چی مارکس ښودلی بل ډول مناسبات هم لرل او په راتلونکی کی یی هم لرلی شی

پتوال صاحب ته دا خبره کوی چی د اول په نړی کی یواځی برده داری موجوده وه چی بیا وروسته د عیسی (ع) زیږدونه دری یا څلور سوه کاله پخوا ختمه شوه او بیا فیوډالی مناسبات شروع شول په کوم دلیل او په کوم ثبوت ته دا خبره کوی او په کوم دلیل یا ثبوت او یا د کوم لیکل شوی تاریخ له رویه ته دا خبره کوی چی د عیسی (ع) د زیږیدو څخه مثلا ۱۰۰۰کاله پخوا یواځی برده داری مناسبات موجود وو او په هغه وخت کی د هغه وخت د خلکو دنفوس په کچه هلته فیوډالی مناسبات یا د سرمایه داری مناسبات نه وو موجود

بیا زه دا هم درته ویلی شم چی هغه سیوسیالیزم چی ستاسی په نظر باید په راتلونکی کی راشی په تیرو کی موجود وو د نن څخه ۸۰۰کاله پخوا په ننی بحرین کی دهغه وخت د اسماعلیه فرقی پلویانو سیوسیالیستی اقتصاد حاکم کړی وو یعنی ګډ بازار یی جوړ کړی وو

زه وایم چی دا پورته یاد شوی پنځه ډوله اقتصادی مناسبات یواځنی مناسبات نه دی چی بشریت تجربه کړی یا یی پیدا کړی بلکی مارکس د بشر د تاریخ څخه یواځی همدا پنځه ډوله مناسبات راخیستی او خپله تیوری یی پری جوړه کړی چی هیڅ تاریخی شواهد هم نلری

ک


پتوال
21.11.2012

دروند ملتوال صیب ته سلام !

[quote:998c922de1]زموږ د هیواد په تاریخ کی هیڅکله نه برده داری موجوده وه نه فیوډالیزم موجود وو نه سرمایه داری موجوده وه او نه سیوسیالیزم موجود وو[/quote:998c922de1]

دا جمله مو زه دغسې دمنلو او بشپړونې وړ بولم :

زموږ د هیواد په تاریخ کی هیڅکله نه برده داری مسلطه وه نه فیوډالیزم مسلط و نه سرمایه داری مسلطه وه، بلکې قومی مناسبات مسلط او ټاکونکي و او نوموړي يې ترڅنګ موجود او پر
سیاست بې اغیزې نه وو .
د اسلام د مقدس دین په راتلو سره د کابلشاهانو دولتي برده داري ختمه شوه، فیوډالي مناسباتو ته مخه خلاصه شوه، خو مسلط نشول ، په تاجکو کې قومي مناسبات مخ په کمېدو او ختمېدو شول خو په تیره په پښتنو کې بدوي قومی قبیلوي اړیکې تر نن ورځې پورې وساتل شوې .
نو موجود خو ګڼ شمیر مناسبات امکان لری ولې مسلط مناسبات یو ډول وي ، که په افغاني خاوره کې قومی مناسبات مسلط پاتې شوي
نو زیاتره د پښتنو له امله چې تر نن ورځې پورې پکې ښکېل پاتې شوي دي!
عیسی (ع) یا د هغه کاپی کوم حکومت په دار وځړاوه ؟؟؟؟؟
آیا هغه د روم برده دار حکومت نه و ؟؟؟؟
موسی (ع) د چا له لاسه د خپل قوم اسراییلو سره مصر پریښود ؟؟؟؟؟ آیا فرعوني برده دار حاکمیت نه و ؟؟؟؟؟
نه پوهیږم چې د ا د څراغ لاندې تیاره ولې ده ،د برده دارې له تش موجودیت څخه نه ، بلکې له تسلط څخه يې ولې انکار کیږي ؟؟؟؟
د فیوډالیزم او اوس د سرمایدارۍ له تسلط څخه ولې انکار کوې ، هغه تسلط تسلط او بیا هم تسلط چې یو د بل پسې راغلی ، نه تش موجودیت چې په غیر مسلط ډول يې مخکې او وروسته هم په فرعي ډ،ل وجود لرلی یا د بقایا په شکل او یا د نویو نطفو په شکل خو له تسلط پرته موجود وو!!!

[quote:998c922de1]په کوم دلیل او په کوم ثبوت .... ته دا خبره کوی چی د عیسی (ع) د زیږیدو څخه مثلا ۱۰۰۰کاله پخوا [color=red:998c922de1]یواځی[/color:998c922de1] برده داری مناسبات موجود وو او په هغه وخت کی د هغه وخت د خلکو دنفوس په کچه هلته فیوډالی مناسبات یا د سرمایه داری مناسبات نه وو موجود [/quote:998c922de1]
دلته دې د [color=blue:998c922de1]یواځې[/color:998c922de1] ويونی پخپله ورزیات کړی او پخپله خپل لغت تنقیدوې:
د عیسی او موسی علیهم السلام په وخت کې برداري مناسبات نه یواځې تش موجود وو ، بلکې مسلط ، برمختللي او د زوال درشل ته نږدې شوې بردارۍ وې! دا نور مناسبات چې ته یې وايي
په فرعي او غیر ټاکونکې توګه موجود وو .

[quote:998c922de1]بیا زه دا هم درته ویلی شم چی هغه سیوسیالیزم چی ستاسی په نظر باید په راتلونکی کی راشی په تیرو کی موجود وو د نن څخه ۸۰۰کاله پخوا په ننی بحرین کی دهغه وخت د اسماعلیه فرقی پلویانو سیوسیالیستی اقتصاد حاکم کړی وو یعنی ګډ بازار یی جوړ کړی وو [/quote:998c922de1]
لومړی خو زما په نظر سوسالیزم یوه خیالی بڼه ده او په راتلونکې کې هم منځته نشی راتلای ، فکر کوم دا خبره ما څو څله تکرار کړې ده باید په راتلونکې کې یط تکرار ته په دې تور مجبور نشم چې زه ګواکې سوسیالیزم د یوې ممکنې تاریخې دورې په توکه منم یا يې پېژنم !
نو د اسماعلیه فرقی دپلویانو سیوسیالیستی اقتصاد به ګډ بازار نه ، بلکې دهماغه عشیروی قبیلوي اقتصاد بقا یا وه چې کمون اولیه
ورته وايي، نه سوسیالیزم !

پوښتنه :
الف : آیا داسې مسلط یا فرعي مناسبات ښودلی شي چې له نوموړو څلورو تاریخي ټیپونو څخه یو هم نه وي او د هغوی مخلوط هم نه وي ؟؟؟؟؟

ب : آیا داسې ټولنه ښودلی شي چې له مسلطو سر مایداري مناسباتو حخه یې فیوالي ته یا له فیوډالي څخه يې برده داري ته او یا له برده دارۍ څخه قومي اشتراکي ته پخپله تنزیل کړی وي؟؟؟؟

داچې پښتانه د خپل ژوند له پیل څخه تر ننه پورې په هماغه یو قومي ژوند کې ښکېل پاتې دي د افغانستان د پرمختګ
په وړاندې زولنې شوي، که د ټوپک په زور او د سرونو په قربانۍ يې تل د هیواد آزادي ګټلې خو شنډه او په
غم لړلې يې ساتلې ده ، چې آن ګاونډی هیوادونه یې هم د پرمختګ پر ضد يې هڅولی ، راپورته کولی او په خپل هدف
استعمالولی شي دا ټول ددوی وروسته پاتې قومي ژوند پایلې ګڼلی شو .
په درنښت !


pattang
21.11.2012

انډيواله دغه لاندې کرښې دې له واقعته لرې غيرې تاريخي دي ٠، زه حيران يم چې
داخوب دې چېرې ليدلی دی ???
تاجکو هيڅ وخت کامونه نلرل او پر يوه ګله يې طافه پورې تړلي دي ٠
دوی ته به عربو د اسلام له راتلو سره سم د سمانيانو په دوره کې نوي مسلمان شوي ته
تازه (Tazi/Tazah) وېلې چې بيا تاجک شه !
هو له دې څخه مخ کې دوی تر مختلفو پوچپوزي کامونه
پورې تړلي وو ! دتاجک نوم ورکول دوی له کامي تړون څخه خلاص کړي دي٠
ددوی فيصدي په افغانستان کې له 8-5% ډېره نده ! دتاجک او پاړ سوبان بايد فرق
وشي:
هر پاړسوبان ( ډېر پښتانه دې هم پاړسو ..... )، تاجک ندی ، خوهر تاجو پاړسوبان
دی!!

[quote:1e6120ca2b]، په تاجکو کې قومي مناسبات مخ په کمېدو او ختمېدو شول خو په تیره په پښتنو کې بدوي قومی قبیلوي اړیکې تر نن ورځې پورې وساتل [/quote:1e6120ca2b]


پتوال
21.11.2012

[quote:5db4cec251]تاجکو هيڅ وخت کامونه نلرل او پر يوه ګله يې طافه پورې تړلي دي ٠[/quote:5db4cec251]
پتنګ خانه مطلب د قومونو تر منځ اړیکې نه دي، بلکې د یو قوم دقومي ژوند توګه ده چې په ټاکلې اقتصادي طرز ولاړه ده،
کومه چې اصلآ د لومړنۍ اشتراکي طايفوي ټولنې سره زیات تړاو نیسي او تر ډیره پورې د خصوصي ملکیت له شتون سره سره هم دوام کولی شي!
په هر صورت تاجک له نورو افغاني قومونو څخه د مخه له دغسې قومي یا طایفوي ژوند سره خدای پاماني کړې ده او
علت يې شاید همغه خپلوي کول وي چې د عربي فاتحینو سره یې په خپله ګټه تر سره کولې چې حتی نوم تاجک يې هم
لو مړی تازي او بیا تاجک له همدې خپلولیو څخه سرچینه اخیستې ده !


Naeem sadat
25.11.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

پتوال صاحب ما ستا څخه د کوم لیکلی تاریخ یا کوم ثبوت او یا هم کومو شواهدو غوښتنه کړی وه چی دا ثابته کړی چی پخوا یواځی په بشری ټولنی کی برده داری مناسبات موجود وو

او د روم د امپراطوری سره جوخته په یوه وخت کی د فارس امپراطوری وجود درلود چی هلته دولتی غلامی نه وه موجوده چی نوموړی امپراطوری ۱۲۰۰کاله ژوند وکړ بغیر له کومی غلامی څخه

پتوال صاحب بیا ته ولی د کابل شاهانو ظلم ته د برده داری دوری نوم ورکوی یا د کابل شاهانو د دوری نه مخکی چی کوم ظالم حکومتونه وو چی هغوی خلګ وژل زورول یی خو د خلکو په منځ کی د غلام او بادار مناسبات نه وو موجود چی د ټولنی اقتصاد په غلامی مناسباتو ولاړ وی

په هیڅ لیکلی تاریخ کی هیڅ داسی څه نه دی راغلی چی پخوا په بشری ټولنه کی یواځی د برده داری اقتصاد په شتون دلالت وکړی او بل د حکومتونو ظلم ده چی هغه نن هم موجود ده

پتوال صاحب دا نوموړی تاریخی کمونیزم خو ستا تیوری نه ده د ښاغلی مارکس تیوری ده نو مهربانی وکړه ښاغلی مارکس را پیدا کړه او که را پیدا کولی یی نشی نو مهربانی وکړه د هغه کتابونه ولوله او دا پکی را پیدا کړه چی ښاغلی مارکس د خپلی تیوری دثبوت لپاره کوم ثبوت یا کوم لیکل شوی تاریخ راوړی ده
او که هسی یی بغیر له کومو تاریخی شواهدو بغیر له کوم کره ثبوته خپله تیوری په تاسی منلی

مهربانی ستاسی لخوا د ثبوت راوړلو ته په انتظار یم مننه

م


پتوال
27.11.2012

سلامونه !

ملتوال صیب کما کان جاري دولتي ظلم و استبداد اقتصادي اساس هم درلود او د اقتصادي موخو له پاره تر سره کېده
یعنې د کوم قیصر د شخصي طبعې پورې چې ښه والی او بدوالی يې یو تصادف دی اړه نه لرله!
ښايي کار کونکي یا تولیدونکي به نه پیر. او پلور کېدل ، خو د هغوی د کار او تولید ځواک او محصول همدغسې په زور
تصاحب او استثمار کېدل لکه څنګه چې به پیرېدونکي او پلورېدونکي غلامان استثمارېدل ! فرق يې صرف په دې کې و چې د تولید په اسیايي طرز او په هغه ولاړ ددولت په اسايي استبداد کې
برده دادري هم کلېکتیف بڼه لرله چې هغه استبدادي دولت و، او مرييتوب هم کليکتیف شکل درلود چې کروندګر او کسبه کاران وو!
د پراخو ځمکو، ځمکنیو منابعو، اوبو ، ځنګلونو مالک دولت او دولتي مامورین وو او کار ، تولید او پوځي او زراعتي پروژې
د اوبو رسولو
کانالونه جوړول ټول د دولتي بیګار په بڼه د برچې او سرپریکولو د زور او ګواښ له لارې تر سره کېدل . ددولت
مامورینو د څارنې او ادارې په مقابل کې د زراعتي محصولاتو یوه ستره برخه پخپله ، نوره دولت تر لاسه کوله او کروندګرو ته د بخور او نمیر برخه پاتې کېدله . دآزاد زمیندارانو او آزاد کروندګر شمیریا کم او یا یې د ټولنې د مجموعي تولید په کمیت کې ټاکونکې
رول نه لاره !
والسلام


Naeem sadat
28.11.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب دا شواهد نه دی او ستا لیکنه د هیڅ وخت په اقتصادی مناسباتو چی برده داری وو دلالت نکوی

پتوال صاحب ته وایی چی د بشر تاریخ له اقتصاده جوړ دی او اقتصادی مناسبات اول برده داری وو او وروسته فیوډالی شو نو مهربانی وکړه کره شواهد او ثبوتونه مخکی کړه چی چی دا تیوری ثبوت کړی

ړ

د


ډاکتر څپاند
28.11.2012

پتوال صيب تاوده سلامونه ومنئ

په ځوانئ كى مى د شطرنج د لوبى سره ډيره مينه وه او تر ډيرو يارانو تكړه هم وم.   
خو كله چى مسافر شوم، شاوخوا دوستانو مى هسى د دبړه مارى او تټيټتى كچى شطرنج لوبه زده وه او بس.
زه هم مجبور شوم چى د مسافرى دشپو د تيرولو لپاره دهمدى دوستانو سره د دوى په كچه او سويه لوبه وكړم. يو څه موده روسته، زما دمسافرى دوستان دومره تكړره شول چى ما ور سره د لوبى توان ندرلود. خو ولى؟ دا ځكه چى دوى دلوبى سطحه دومره را ټيټه او بازاري كړى وه چى زما هغه بازاري چمونه  زده نه ول او  زما ًسپورتي اخلاقوً دا اجازه نه راكوله چى هغه زده كړم.


pattang
28.11.2012

ډاکتر ګله په خبرو دې پوه شوم !
چې لدې دبړه ماري څخه د خوند اخيستی وی نو دوی ته به دې په چل او ول سره
پيکدارې خولۍ ور پسر کړې وې او يا به د تشويق کړي وو چې چنګ چنګ برېتو نه
پرېږدي !
هغوی پورته مختلفې عقيدې لري چې يو ه دمارکس په لکۍ پورې بنده ده او بله يې
کليواله اسلامي ده !!

[quote:5540701d9c="ډاکتر څپاند"]پتوال صيب تاوده سلامونه ومنئ

په ځوانئ كى مى د شطرنج د لوبى سره ډيره مينه وه او تر ډيرو يارانو تكړه هم وم.   
خو كله چى مسافر شوم، شاوخوا دوستانو مى هسى د دبړه مارى او تټيټتى كچى شطرنج لوبه زده وه او بس.
زه هم مجبور شوم چى د مسافرى دشپو د تيرولو لپاره دهمدى دوستانو سره د دوى په كچه او سويه لوبه وكړم. يو څه موده روسته، زما دمسافرى دوستان دومره تكړره شول چى ما ور سره د لوبى توان ندرلود. خو ولى؟ دا ځكه چى دوى دلوبى سطحه دومره را ټيټه او بازاري كړى وه چى زما هغه بازاري چمونه  زده نه ول او  زما ًسپورتي اخلاقوً دا اجازه نه راكوله چى هغه زده كړم.[/quote:5540701d9c]


پتوال
29.11.2012

[quote:e3d026cc9a="نعیم ملتوال"]ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب دا شواهد نه دی او ستا لیکنه د هیڅ وخت په اقتصادی مناسباتو چی برده داری وو دلالت نکوی

پتوال صاحب ته وایی چی د بشر تاریخ له اقتصاده جوړ دی او اقتصادی مناسبات اول برده داری وو او وروسته فیوډالی شو نو مهربانی وکړه کره شواهد او ثبوتونه مخکی کړه چی چی دا تیوری ثبوت کړی
ړ

د[/quote:e3d026cc9a]

ملتوال صیب لومړی دې ویل چې انسان په خپل فکر او خوښه د ټولنې هر ډول اقتصادي مناسبات رامنځته کوي ، نه صرف دغه څلور تاریخي ډولونه ، خو تر اوسه دې هېڅ داسې ټولنیز اقتصادي مناسبات و نه موندل چې نه قومي .قبیلوي وي، نه برده داري ، نه فیوډالي او نه سرمایداري وي ،
بیا دې نو اعتراف وکړ او په دې منکر نشوې چې داټول او یا ځینې یې یو د بل تر څنګ وجود لرلای شي او ددې لپاره ستا ښه مثال هم پخپله افغانستان دی .
اوس نو په دې منکر یې چې دا ډولونه یوه تاریخي سلسله او قانونمندي په خپلو منځو کې سره لري ، ولې ثابتولی نشې چې د یوې ټولنې غړو پخپله له برده دارۍ څخه
قبیلوي ټولنې ته ، او له فیوډالي څخه برده دارۍ ته او یا له سرمایداري مناسباتو څخه فیوډالي مناسباتو ته په څټ خیز او انتقال کړی وي !
او چې نه يې شې ثابتولای، او نه یواځې ته، بلکې هیڅوک يې نشی ثابتولای نو بیا به يې [color=red:e3d026cc9a]ته هم منې چې برده داري د قومي ټولنې له خېټې څخه ، فویوډالي د برده دارۍ ( او یا هم په خصوصي ملکیت ولاړې قومي ) مناسباتو له خېټې څخه او سرمیداري د فویوډالي مناسباتو له خېټې څخه وده کړې ده . په هره سلسله او قطار يې چې بیان کړې تل هره لوړه ټولنه له ټیټې څخه راوتلې ، نه ټيټ او وروسته پاتې مناسبات له لوړو او مترقي مناسباتو څخه !
[/color:e3d026cc9a]اوس نو که ته د تاریخ دا مترقي خط سیر د بشر د فکر اړینتیا (جبر) بولې هم دې خوښه او که مادي اړینتیا او جبر ورته وايي هم دې خوښه ،ولې له جبر او اواړینتیا څخه یې ستا په شمول نور هغه کسان هم نشی منکرېدای چې هغوی نه د تاریخي فورماسینونو په شاتګ ثابتولی شي او نه یې له پرمختګ څخه انکار کولی شي!
خو که له فکر څخه مو مطلب جبر او او ضرور ت نه، بلکې خوښه او اختیار وي، نو دا خو نه په واقعیت او نه منطق کې
نه تاسو او نه بل څوک منلی شي چې غلامان دې پخپله خوښه غلامان شوي او برده داري یې رامنځته کړي وي، یا دې دهقانانو
فیوډالان پخپله رامنځته کړي وي او یا دې کارګرانو سرمایداري ټولنه جوړه کړې دوی ټولو ځانونه په لوی لاس څنګه استعمار او استثمار ته ورکړي و؟؟؟؟
نا، بلکې دا تل یواځې د یوه لږکي یعنې حاکمې طبقې د برمختګ غوښتنه وه چې د هرې بشري ټولنې په نورو غړو تحمیلیدله!
اوس نو چې د تاریخ (او بشر دا فکري یا اقتصادي ) پرمختګ اړینتیا (جبر ) نه وي نو بل څشی دی ؟؟؟؟
دلته د انسانانو آزاد فکر او د ټولنې آزاد غوراوي ته هېڅ ځای او امکان نشته!
دغه حقیقت له مارکس سره هېڅ تړاو نه لري، صرف هغه ترې هم انکار نشو کولای، د مارکس پورې صرف په سرمایدارۍ
تنقید چې یو څه علمي بڼه یې لرله تړاو درلود او بأ د کمونیزم پلوی ور پورې تړاو لري، کوم چې هغه وړاند وینې دي
نه علمي تحلیل :
دده په خپله وینا د کمونیزم له هستۍ نه مخکې د کمونیزم په اړه د هر چا هره وړاند وینه (دده د وړاندوینې په شمول )
صرف یوه خیالبافي بلل کېدای شی ، نه علمي حقیقت ! [color=blue:e3d026cc9a]
نوموړی وايي :
«دا هستي ده چې شعور ټاکي ، نه شعور دی چې هستي وټاکي ،او همدغه ډول دا د انسانانو ټولنیزه هستي ده چې د هغوی ټولنیز شعور ورټاکي،
نه برعکس د هغوی ټولنیز شعور دی چې دهغوی ټولنیزه هستي وروټاکي«!
[/color:e3d026cc9a]
[color=blue:e3d026cc9a]لهذا تر څو پورې چې د کمونیزم هستي هم نه وي رامنځته شوي تر هغې پورې يې په اړه هر فکر او شعور
او منجمله هره فکري او شعوري وړاند وینه له یوې خیالبافۍ پرته بل څه نشي کېدلای،
نو مارکس هم هېڅکله خپلې خیالبافۍ ته خپل علمي نظر یا علمي تحلیل ندی ویلی!
خو د پانګوالۍ ، فیوډالیزم، برده دارۍ او لومړني اشتراکي ټولنو هستي چې تاریخي واقعیت يې درلود، نه خو ترې
بشر او نه هم مارکس انکار کولای شو، نه يې له هستۍ څخه او نه هم له اړونده شعور څخه او فکر کوم چې په همدې
بشر او بشري منطق کې ته ملتوال صیب هم ځان شامل بولې [/color:e3d026cc9a]

باتې شو شوروي کمونیزم چې نه يې اقتصادي تاریخي جبر او اړینتیا لرله او نه کومه فکري اړینتیا او ضرورت و،
بلکې دا ټولنه یوه مصنوعي ځلپېښه وه ، چې ښايي د یوې ډلې، ستاسې په وینا آزاد فکر او خوښه راجوړه
او په نورو تحمیل شوې وه
چې له بیل څخه يې نه اقتصادي او نه کلتوري مولدیت او ضرورت درلود نو یواځې په یوې ذهنګیرانه
دیکتاتورۍ ولاړه ساتل کیدله ، ځکه خو هغه د چا خبره دا فولادي کلا د افغانانو په لغته او د ګربه چف
په یوه پسکۍ داسې ړنګه او د تل له پاره له منځه لاړه چې مه يې کوه پوښتنه !
نو هڅاند صاحبه ددط ټولو نه د انسان د آزادۍ په اړه دا ژوره نتیجه ګیري اړینه بریښي چې :
د انسان آزادي په طبیعت باندې د هغه د حاکمیت درجې ته وايي، نه د دې په خلاف د هغه غوښتنو، خیالونو او او اراده ګرۍ ته ،
اوس نو ستا خوښه چې پر طبیعت حاکمیت او برلاسی د انسانانو معنوي ځواک پورې تړې او که د مادي او تخنیکي ځواک پورې يې تړاو ته تن ږدې !
والسلام


ډاکتر څپاند
03.12.2012

دروند پتوال صيب په ګو تو دې برکت،

اوس به نو دروند هڅاند صیب ته منتظر شو چې اوس هم په کې څه وايي او که نه نور يې قناعت حاصل او [color=blue:0417e4bcf6]تسلیم [/color:0417e4bcf6] [color=red:0417e4bcf6]شوی دی[/color:0417e4bcf6]


تخاري
11.12.2012

داکتر صیب که مو د خپلی جمله بیانیه شریفی دا رنګ د آبی پر ځای سور کړی وای نو نور سور به یی هم کړی وا- یانی هوووراا


Naeem sadat
29.01.2013

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

پتوال صاحب داچی زه څه منم او یایی نه منم څه نه حل کوی که چیری تاریخی کمونیزم یوه تاریخی واقعیت وی که زه ومنم او یا یی ونه منم دا به یو تاریخی واقعیت وی

ما له تا څخه پتوال صاحب ددی غوښتنه کړی چی ته د کوم مدرک یا سند له رویه وایی چی په ټوله نړی کی اول غلامی او ورپسی فیوډالی نظام حاکم شوی یا د نړی ټول تاریخ د اقتصاد زیږنده ده

ما غوښتل چی ته ددی ادعا کوم سند راوړی او که چیری کوم سند نلری نو دا دا معنا لری چی تاسی ښاغلی مارکس غولولی یاست خپلی سترګی خلاصی کړی

کله چی یو دروغ عام شی دا په دی معنا نه ده چی دا دروغ په رښتیا بدل شو دا دا معنا لری چی دا دروغ عام شوی او له جګو مرجعو څخه ویل کیږی

ستاسی لخوا د کوم مدرک یا سند د راوړو په هیله


پتوال
01.02.2013

ملتوال صیب بیا هم لیکی:
[quote:bf395f01d8]ما له تا څخه پتوال صاحب ددی غوښتنه کړی چی ته د کوم مدرک یا سند له رویه وایی چی په ټوله نړی کی اول غلامی او ورپسی فیوډالی نظام حاکم شوی یا د نړی ټول تاریخ د اقتصاد زیږنده ده [/quote:bf395f01d8]

ملتوال صاحب ښې چارې او سلامونه !
له دې جملې څخه مو څرګندیږي چې لږ تر لږه په تاریخ کې د برده دارۍ او فیوډالي نطامونو په موجودیت سترګې نه پټوئ او اعتراف پرې کوئ، خو د تاریخي قانومندو پړاونو په توګه چې برده داري تر فیوډالیي ټولنې مخکې او فیواډالي وربسې حاکمه شوې ده نه منئ (!)
نو مهرباني وکړئ په برده دارو ټولنو (لکه لرغوني فرعوني، نمرودي بابلیانو، سکندري یونان، لرغوني رومیانو، لرغوني قیسري چین
او نورو) کې راته یا د بردارۍ نه مخکې راته فیډالي ټولنه او د برده دارۍ له ړنګزدو وروسته په کې راته له فیوډالي نظام پرته د کوم بل نظام موجودیت ثپوت کړه . هر څوک چې نه دا کولی شي او نه هغه، نو هغه د خبل عقل او منطق په حکم دې ته اړ دی چې په یوه او عین ټولنه کې برده داري لومړی او فیوډالي ورپسې د تاریخ د قانونمندۍ په توګه ومني ، ځکه چې په ټولو یادو شویو او نورو له یادونې پاتې برداري ټولنو کې فیوډالي د برده دارۍ له زوال وروسته مسلطه شوې ده ! هطڅ داسې ټولنه نشته چې له فیوډالي ټولنې څخه په سټ بردارۍ یا قومي قبیلوي ټولنې ته ستنه شوې وي!
او داچې په ټولو ماقبل فیوډالي ټولنو کې له بردارۍ وړاندې خصوصي ملکیت د یو تاریخي فورمیشن په توګه موجود نه و ، که وو نو برده دارۍ یا فیوډالیزم ته د انتقالي دورژ په توګه و ، نو ویلی شو چې په ‌طبیعي -تاریخي توګه لومړی تولنیز فورمیشن قبیلوی اشتراکي ، دویم برده داري، دریم فیوډالي او وروستنی پانګواله ټولنه ده چې رښتیا هم نړیوالو د ځان له پاره جوړې کړي دي، خو دوی نشول کولای چې لومړی پانګوالي رامنځته کړي د ټول امیریالستي جګړو ، توپونو، بم غورځونکو جټ الوتکو، راکټونو او اتوم بم سره رامنځته کړي او بیا غولنې فیوډالي ټولنې، یا دولتي تروریستي بردارې ټولنې ته ستانه شي! دې ته طالبان هم که په قدرت راشي نشي ور ستنېدلای که هر څو یې ارمانونه په خوب کې ویني!

[quote:bf395f01d8]پتوال صاحب داچی زه څه منم او یایی نه منم څه نه حل کوی که چیری تاریخی کمونیزم یوه تاریخی واقعیت وی که زه ومنم او یا یی ونه منم دا به یو تاریخی واقعیت وی [/quote:bf395f01d8]
له خصوصي ملکیت برته لومړنۍ ټولنه چې ۳۰-۳۵ زره کاله یط دوام کړی یو تاریخي واقعیت دی، خو کمونیزم د شوروي په بڼه د تاریخي فورماسیون په توګه واقعیت نه دی، بلکژ د یوې ناکامې موقتي تجربې او د تاریخ په وړاندې د خیالپلو د یو چلچلکي ساخت و بافت په توګه
ازمایل شوی او ناکامه شوې ده !
نو :
۱- ایا فکر کوئ چې کمونیزم یو اړین ، قانوني او تاریخي واقعیت و ، او یا به شی؟؟؟؟؟
که تاسو یې «واقعیت » ثبوت کړ زه به يې هم ومنم . خو تصادفي واقعیتونو او ناکامو تجربو ته به اړین تاریخي واقعیت نه وايي !

۲- ایا د مارکس له نشراتو پخوا دا مفاهیم لکه پانګوالي.، فیوډالی .، برده داری .او قبیلوي ټولنه موجود نه و، آیا ثابتولای شې دا دمارکس اختراعات دی ؟؟؟
که د مارکس اختراعات نه وي او له هغه د مخه هم موجود وو او د انساني ټولنې په اجتماعي شعور کې یې ځای او زخیره لرله نو بیا یې باید تعریفونه له تشرېح سره وړاندې کړې چې هغه اقتصادی دی که نه؟
که قبیلوی ، برده داري ، فویډالي او سرمایداري څلور واړه اقتصادی مناسبات نه و، نو باید وښیاست چې په کوم غیر اقتصادی اساس یې
ورته سرمایداري، یا فیوډالي، یا برده داری او یا هم قبیلوی ټولنې ویلې ؟؟؟؟

۳. له بلې خوا که پرداري په اقتصاد ولاړه نه وای نو برده داران و لې پرې له سر ننګ او ناموس څخه تیر وو خو هغه مناسبات يې ساتل.
وايي د ظالم ظلم له مظلوم څخه وپوښته ، که تا له برده ګانو څخه پوښتنه کړی وای چې د څه له پاره يې تاسې غلامان کړي وئ وهل او ټکول مو ولې او د څه له پاره خوړل ؟ آیا کار یط درباندې نه کاوه؟ ګټه یې درڅخه نه اخیستله ؟ تاسو يې په وچ زور نه استثمارولئ ؟؟؟؟ ایا استثمار اقتصادي وي که نه ؟؟؟؟؟
ایا دا ټولې د دریواړو تاریخي ټولنو مناسبات استثماري مناسبات نه و یعنې اقتصادي استثماري اقتصاد یې اساس نه و ؟؟؟؟
دهقانان او کارګران او نور زیار ایستونکي په تولید اخته نه دي؟؟؟؟
تولید اقتصاد دی که بل شي، او استثمار یې یو ډول خاص تاریخي مناسبات نه دي چې د فیودال او سرمایدار سره یې لرل او لري یې؟؟؟؟؟

۴. دا دولت ، پوځ، پولیس، بندیخانې، مدني قانون ، حقوق، محاکم او نور او نور پخوا ولې نه وو او منځته نه راتلل چې خصوصي ملکیت او استثمارلا موجود نه و ؟؟؟؟ او فرض که چې : ستا خبره، هغه وخت «انسانانو دا ټول پخپله آزادانه او خپل ابتکار سره منځ ته راوړي» وای دغو دولتی نهادونو به څه دنده لرله ؟؟؟؟
په افریقا کې تر اوسه پورې ولې دولتي تشکیلات منځته نه دي راغلي یا په نشت حساب دي؟؟؟؟؟
په همغه یوه افریقا کې د حبشې او مصر د دولتي اوج و موج تاریخ یو خوا او دنورې افریقا ځنګلي او بې تاریخه ژوند بلې خواته د څشي محصول دی؟؟؟؟؟؟ په ۲ یادو هیوادو کې برداري تولید د تمرکز پیدا کړ دولتي دبدبې یې وزیږولې، خو نور قږمونه یې تر ننه پورې په چونګل کې وحشي او بې تاریخه پاتې دي!
همدا پښتانه دې ولې نه خپل تاریخ او نه دولت پیژني او آن په ۲۱ پیړۍ کې پرې ISI لوبې کوي که دوی دولتي تاریخ لرلای نو دولتي(سیاسي) بیداري اوشعور به يې فرد فرد لرلای او هیچا به نشول غولولای او په حقه به ورته افغان غول نه ویل کېدة!!!! دا ځکه که چا له اقتصادي خوڅښت پرته تاریخ جوړولای شوای نو پښتنو به تر ټولو لومړی او تر ټولو پرمختللی تاریخ درلودای! په جنګونو یواځې تاریخ جوړیږي نه ، بلکې ورانیږي! والسلام
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more