د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

حمید هڅــاند
17.09.2012

همداسې ده ملتوال صیب، (دوی وایې). خو یوې خبرې ته مو پام وي، چې دوی یې میکانیزم هم ورکوي. د کمونیزم نظام د تشریح له مخې، کله چې خصوصي پانګه منحل شي، د تولید عوامل د دولت په لاس کې وي، او د عاید وېش مساویانه وشي؛ ستونزه حل کېږي. داچې میخانیکیت یې څه دی، یو څو ټکي به ولیکو:
۱) د خصوصي پانګې او ملکیت مخنیوي او په موخه یې لاندي لارې په مخ کې نیول ـ
ــ د درنو مالیاتو لګول؛
ــ په ارث درانه مالیات لګول؛
ــ په کس پسې اولاد نه سوا، نورو ته د میراث منحلول، او؛
ــ نورې اړینې لارې چارې.

۲) سمندري، ځمکني او هوایې لېږد-رالېږد، فاربریکو او ځمکوالو شتمنۍ ورو-ورو ضبتول. ځینې یې داسې شرکتونو سیالې ته پرېښودل چې ټولنیز وي او ځینې بیا مخامخ د دولت له خوا ضبتول. دا ډول ضبتونه کله ناکله د دولت له خوا په بدلې سره ترلاسه کېږي او کله بیا مفته.

۳) د ټولو راتلونکو کډوالو د شتمنیو دولتي کول.

۴) د صنعت خوندي کولو لپاره د وسله وال ځواک جوړول. دا کار ډېری مهال د کرکېلي به برخه کې شوی دی.

۵) د پيسو چال چلند، پور ورکونه، کریډټ او نور، دولت په خپل لاس کې اخیستل. د خصوصي بانکونو د کاروبار مخنیوی.

۶) صنعت، تولید، کاروبار او په ټولیز ډول د هغې (economic activity) ځواکمنول چې په هیواد کې ورته اړتیا شتون ولري؛

۷) اقتصادې چارې له یوې مخې پلانول. خلک خپلسري کاروبار او تولید ته نه پرېښودل. یانې، ان تولیدي چارې د اړتیا له مخې سنجول، توصیه کول، پیلول او تر سره کول.

۸) ماشوم ته له ماشومتوب څخه د وړیا زده کړې برابرول. د زده کړې، ښوونې او روزنې وړیا رامینڅته کول او لګښت یې ملي کول.

۹) متوازن پرمختګ او ودې ته لاره هوارول. یانې، د هیواد سراسر پرمختګ ته کار کول، نه داچې د ډېر عاید سیمې رغول او نورې پرېښودل.

۱۰) د ښارې او کلیوال ژوند ترمینځ د توپیر کمول. یانې، کلیو کې د ټولو سهولتونو برابرول چې ورته اړتیا وي.

۱۱) په ښاریاتو کې د غیر ضروري ځایونو، ادارو او نور، له بیخه ایستل.

۱۲) د حرامي اولاد، او روغ اولاد ترمینځ توپیر له مینځه وړل.

۱۳) عام المنفعه پروژې د مرکزی دولت له خوا ترسره کېدل.

او داسې نور....

نوــ
د کمونیزم نظام دعوې له مخې، د عاید مساویانه وېش دې ته نه وایې چې احمد او محمود دې مساوې پیسې ترلاسه کړي، بلکې، د ژوند سهولتونه، اسانتیاوې، حقونه، او نور یې برابر وي، پرمختګ انډول وي او دبې ځایه کړنو، لګښت نه ډکو پروژو او هڅو مخنیوی شوي وي. نو ایا دا ټولنیز عدالت نه شې کېدای؟

درنښت


Naeem sadat
17.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

[color=darkred:9ca317f821]همداسې ده ملتوال صیب، (دوی وایې). خو یوې خبرې ته مو پام وي، چې دوی یې میکانیزم هم ورکوي. د کمونیزم نظام د تشریح له مخې، کله چې خصوصي پانګه منحل شي، د تولید عوامل د دولت په لاس کې وي، او د عاید وېش مساویانه وشي؛ ستونزه حل کېږي. داچې میخانیکیت یې څه دی، یو څو ټکي به ولیکو: [/color:9ca317f821]

هڅاند صاحب دا میکانیزم نه ده بلکی دوی یواځی خلکوته د عدالت د پلی کیدو وعدی ورکوی نه میکانیزم
او خلګ هم باید د همدی وعدو په مقابل کی خپل دین دویته ورکړی

یعنی که یوه پښتنه وشی ، چی ایا په ټولنه قانون حاکم ده که انسان ؟

ددی پښتنی ځواب به داسی وی

چی قانون په ټولنه کوم حاکمیت نلری بلکی دا انسان ده چی قانون په ټولنه کی عملی کوی او که زړه یی وغواړی نه یی عملی کوی
یعنی په ټولنه قانون نه وی حاکم بلکی انسان حاکم وی دا انسان ده چی هر قانون یی چی زړه وغواړی همعغه عملی کوی

په کمونستی ټولنه کی هم همدا قانون چلیږی یعنی( د انسان حاکمیت په نورو انسانانو )
د شخصی پانګی په لری کولو د انسان حاکمیت په انسان له منځه نه ځی
دا یو داسی قانون ده ، چی په هر صورت کی په انسانی ټولنه کی حاکم وی

په همدی خاطر د اسلام مبارک دین د عدالت د پلی کیدو یواځنی میکانیزم دینی اخلاق ګڼی

او پرته له دی اصلاً کوم بل میکانیزم وجود نلری خو مارکس راځی او موږته وایی چی دا دینی میکانیزم لری کړی( بغیر له دی چی په عوض یی کوم میکانیزم راکړی) او وایی چی زه یا موږ کمونستان به عدالت جاری کوو هغه هم یواځی په اقتصادی اړخ کی

داسی کوم ضمانت نشته چی دوی به حتمی خپلی وعدی عملی کوی خو دین عملی راڅخه اخلی

او داچی دوی شخصی پانګه له منځه وړی ، هغه د سیهونستانو عمومی پلان ده ، دوی د سرمایه داری په سیستم کی هم غواړی چی شخصی پانګه له منځه یوسی

په کمونستی سیستم کی دا کار دوی د زور په واسطه کوی او په سرمایه داری سیستم کی دوی دا کار د سود په واسطه کوی یعنی سرمایه پخپل انحصارکی راولی

سیهونیستان په دواړو سیستمونو کی یو هدف لری
د پانګی یا سرمایی انحصار ، د دین له منځه وړل ، تجربه د پوهی په ځای ځای په ځای کول چی وړاندی به انشاالله په دی باره کی مفصل وغږیږو

د



ع کريم حليمي
18.09.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم نعیم ملتوال صاحب ، جوړ او روغ اوسې ، ما شاء الله
ډېر ښه بحث دی اوتاسي ئې بیا دقیق پر مخ وړئ
چون چه تاسي ډېره دقیقَ او باریکه لیکنه کوئ ، اما دغه جمله دقیقَ نه رامعلومیږي
[quote:c81b1f18ac] په همدی خاطر د اسلام مبارک دین د عدالت د پلی کیدو یواځنی میکانیزم دینی اخلاق ګڼی [/quote:c81b1f18ac]
که داسي ولیکل سي چه : په همدی خاطر د اسلام مبارک دین د عدالت د پلی کیدو یواځنی میکانیزم اسلامي اخلاق ګڼی .
ښه به نه وي ؟؟
درنښت


حمید هڅــاند
18.09.2012

ملتوال صیب، ماشا الله، ستاسو ځواب بیا هم عالي دی، د تبصرې لپاره به بیا هم را وګرځم، خو داچې اوس وخت را سره کم دی، کار زیات لرم، نه شم کولی زیات څه ولیکم. رښتیا، یوه خبره یاده ساته چې هسې نه فکر وکړې چې زه د کمونیزم پلوی یم، کمونیزم دومره ناکامه تیورې ده چې هیڅ عاقل انسان ،په څانګړې توګه مسلمان یې پلوی کېدای نه شي. خو، د حقایقو د سپړلو او لوستونکو ته ستاسو نه د لازیاتو مالوماتو اخیستلو لپاره یې محض تیریک میخانیکیت لیکم.

تربیا...


Naeem sadat
20.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

مننه محترم حلیمی صاحب مننه هڅاند صاحب دا ستاسی مهربانی ده

حلیمی صاحب ستاسی خبره کاملاً پرځای او سمه ده

ما د (اسلامی ) پر ځای ځکه د (دینی ) کلمه استعمال کړی چی زما په فکر د ادم (ع) نه تر نن ورځی یواځی یو دین ده چی هغه داسلام مبارک دین ده
همیشه چی کله زه وایم (دین) مطلب می ترینه د اسلام مبارک دین وی ځکه چی دا نور دینونه جعلی دی یعنی د انسانانو په لاس جوړ شوی
او زه کولای شم چی په عقلی دلایلو او تاریخی اسنادو دا ثبوت کړم چی چی دا نور دینونه جعلی دی ، او انشاالله که کله وخت وو او الله (ج) غوښتلی وی په دی باره کی به مفصلی لیکنی وکړم

را به شو خپل بحث ته

د کمونیزم رد په همدی دو جملو کی ده

اول د سرمایی په له منځه تللو د انسان حاکمیت په انسان له منځه نه ځی او په کمونیستی ټولنه کی د سرمایی د انحصار په وجهه د حاکمی طبقی قدرت لا مطلق کیږی

دوهم کمونسته حاکمه طبقه د عدالت د پلی کولو کوم میکانیزم نلری بلکی برعکس هغه مادی میکانیزم یا مادی تفکر چی دوی یی خلکو ته ورکوی لا د انسان په انسان باندی د ظلم موجب ګرځی

اوس به راشو دیته چی ولی روسیه ؟

ولی روسیه ؟ دا ډیره ښه پښتنه ده ، ولی سیهونیستانو غوښتل چی په روسیه کی ځاله وکړی ؟ او په روسیه کی ددایم لپاره ټینګ شی او په راتلونکی کی ټوله نړی له روسیي کنترول او اداره کړی ؟

ددی پوښتنی ځواب تاسی کولای شی چی د نړی په نقشه کی پیدا کړی که چیری تاسی د نړی نقشی ته وګوری نو د روسي هیواد دومره لوی او دومره پراخ ده چی د ټولو نژادنو ټولو کلتورونو او قومونو سره پوله لری د ټولو سمندرنو سره پوله لری تودو ابو ته د روسي د سرحد د رسولو علت هم همدا وه
په همدی خاطر نړیوال سیهونیزم وغوښتل چی په نوموړی هیواد کی ځاله وکړی او له همدی هیواده ټوله نړی کنترول کړی

د سیهونستانو لپاره دوه عمده علتونه په روسیه کی شته چی هغه دادی

اول د روسي د خاوری پراخوالی سیاسی ارزښت لری یعنی که موږ د فلسفی د سیاست له لوری د روسیی هیواد ته وګورو ددی هیواد د خاوری پراخوالی او موقیعت د سیهونستانو لپاره ډیر ارزښت لری

دوهم د نړی د ټولو طبعیی زیرمو څخه ۳۰٪ په روسیه کی دی ، چی دا هم په اقتصادی ډګر کی د سیهونستانو لپاره ډیر ارزښت لری

په همدی خاطر سیهونستانو په روسیه کی ځاله کړی چی موږ به اوس دا وڅیړو چی څنګه او له کوم وخته سیهونستانو په روسیه کی ځاله وکړه او وړاندی څه غواړی چی وکړی

نوربیا انشاالله


حمید هڅــاند
22.09.2012

ملتوال صیب، اجازه راکړه یو ځل بیا مداخله وکړم. ایا تاسو په دې اند یاست چې ــ
ـــــــ کمونیزم محض د وعدو ټولګه ده او یوه داسې تیورې ده چې د پلي کېدو میکانیزم نه لري؟؟

ـــــــ موږ نه شو کولی په دوی باور وکړو چې خپلې وعدې دي ترسره کړي، ځکه دوی دین نه لري؟؟

نو ملتوال صیب، لومړۍ خبره خو داده چې ان هغوی چې ایمان ولري، هم، ممکن خپلې وعدې ترسره نه کړي! هر خوځښت ځان ته یو code of conduct لري، نو ایا د دوی خپل اصول د دې ضمانت نه شي ورکولی چې دوی چې څه وایې هغه کوي هم! موږ یې عملي بیلګې په لاس کې لرو. که یو ځل له دې صرف نظر وکړو چې د دوی تیورې څومره کامیابه او څومره ناکامه ده، پرځای یې یواځی او یواځي دې ته پام وکړو چې دوی د عمل په ‌ډګر کې څه وکړل، نو ممکن ستا دا پوښتنه تر څه ځایه حل شي چې (دوی دین نه لري ،بنا وعدې نه شی عملي کولی) زه یې یوه بیلګه درکوم، د نړۍ سراسر یو خوځښت چې ورته illuminated ones یا په لنډ ډول illuminate ویل کېږي، د دین منکر خلک دي، او داسې ګروهنه شتون لري چې ددوی ترشا د شیطان دسیسې او لاس دی او داچې دا خلک مخامخ له شیطان سره په اړیکه کې دي. که چېري له دې خوځښت څخه مالومات او په اړه یې څېړنه او مطالعه ولري نو وبه وینې چې دوی خپلو اهدافو او اصولو ته زموږ نه هم زیات ژمن دي. په ډاډ سره دا هم ویلی شم چې د کمونیزم او پانګوال نظام رامینځته کولو کې دوی لاس لري ( ممکن تاسو راسره موافق یاست). دوی خپل بریالیتوب په هر قیمت غواړي، نو د خلکو د تیرایستلو لپاره لنډمهالي ګټې باید دوی خلکو ته وښیې او کړې وعدې پوره کړي، او داسې یې کړي هم دي. موخه مې داده چې، هم زموږ عقل او هم عملي پایلې په دې ګواهي ورکوي چې د دوی د نظریې پلي کېدل په ځیرکتیا شوي دي او ورکړو وعدو نه یې، لږ تر لږه د لنډ مهال لپاره سرغړونه نه ده کړې.

تاسو څه وایاست.

درنښت


Naeem sadat
23.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

هڅاند صاحب په انسانی ټولنه کی د انسان دعمل لپاره یواځی دوه میکانیزمه موجود دی چی یو په نفسی خواهشاتو بناده او دوهم میکانیزم په اسلامی اخلاقو بنا ده

اوس که چیری داسی پښتنه وشی چی ایا د غلو یوه ډله خپلو اصولو ته پابنده ده ؟

ځواب - هو ، د غلو ډله خپلو اصولو ته پابنده وی ، ځکه چی ددوی نظم او دسپلین په نفسی خواهشاتو بنا وی

او که دوهمه پښتنه وشی چی ایا نوموړی د غلو ډله کولای شی چی عدالت پلی کړی ؟

ځواب ـ نه ، په هغه میکانیزم کی چی په نفسی خواهشاتو بنا وی د عدالت پلی کیدل ناممکن دی

ځکه چی د عدالت د پلی کیدو اولین شرط دادی چی ، بعد له هغه چی یو انسان پخپلو نفسی خواهشاتو حاکم شی کولای شی چی عدالت پلی کړی ، او که چیری نوموړی انسان د نفسی خواهشاتو د کنترول لاندی وی ، په هغه صورت کی نوموړی انسان (Egoist) وی ، یعنی خود پرسته وی نوموړی انسان عدالت نشی پلی کولی

په کمونستی ټولنه کی هم نفسی خواهشات حاکم وی نو ځکه دوی نشی کولای چی عدالت پلی کړی
د کمونستی ټولنی یو ښه مثال د سپیو یوه ډله کیدای شی
سپی یا نور حیوانات معنویت نلری دوی د نفسی خواهشاتو یا حیوانی غرایزو د حاکمیت لاندی ژوند کوی یعنی چی کله یو سپي وږی شی د خوړو پسی ګرځی او که تږی شی د اوبو په لټه کی وی

اوس که موږ چیری داسی یوه تجربه وکړو ، چی د سپیو یوی ډلی ته داسی قوانین جوړ کړو چی سپی به پخپل منځ کی عدالت کوی ایا دا امکان لری ؟

نه دا امکان نلری ، هغه ځکه چی هر سپی د خپلو نفسی خواهشاتو تر کنترول لاندی ده
یعنی یو سپی چی کله وږی وی ، په هیڅ صورت نه غواړی چی خپل خواړه هغه بل سپی ته ورکړی چی له ده ډیر وږی ده

او که داسی پښتنه وشی ، چی ایا موږ کولای شو چی د سپیو په نوموړی ډله عدالت په زور تحمیل کړو ؟

ځواب ـ نه ، موږ نشو کولای چی په زور د سپیو په نوموړی ډله کی عدالت په زور تامین کړو ، هغه ځکه چی که چیری موږ داسی فرض کړو چی موږ د سپیو په یوه ډله حاکم شو او غواړو چی په زور ددوی په منځ کی عدالت تامین کړو او نوموړی ډلی ته موږ یو عادلانه قانون جوړ کړو او اعلان ورته وکړو چی سر له نن ورځی دوی مجبور دی چی نوموړی قانون ومنی او عملی یی کړی او که چا له نوموړی قانونه سرغړونه وکړه نو سخته سزا به ووینی
پداسی حالت کله چی موږ یعنی حاکمان موجود وی سپی به یو دبل حق نه خوری خو زموږ په غیاب کی یعنی د زور په غیاب کی سپی بیا هغه عمل کوی کوم چی مخکی یی کاوه

په انسانی ټولنه کی هم کله چی تاسی یو انسان په زور د ښو کارونو کولو ته مجبور کړی ، خو کله چی نوموړی انسان موقع پیدا کړه بیرته خرابو کارونو ته لاس اچوی
په همدی خاطر په هغه ټولنه کی چی اسلامی اخلاق حکومت کوی او د ټولنی اکثریت خلګ یی اسلامی اخلاق لری نوموړی ټولنه عادلانه ټولنه وی
ددی لپاره چی ټولنه په اسلامی اخلاقو سمبال شی باید ټولنی ته اسلامی تربیه ورکړل شی

کله چی بعضی ګوندونه اویا دولتونه په نوم اسلامی وی خو د عدالت کومه نښه نه پکی ښکاری د هغه علت په نوموړی ګوند یا دولت په وګړو کی د اسلامی نشتوالی وی
یعنی د یوه ګوند یا دولت چی هر څومره قوانین اسلامی وی ، خو چی د وګړو اکثریت یی اسلامی اخلاق ونلری تاسی په هغه ګوند او یا په هغه دولت کی د عدالت کومه نښه نشی پیدا کولی

نو په همدی خاطر که سیهونستان هرڅومره خپلو قوانینو ته تابع وی بیاهم عدالت نشی پلی کولی خو هغه اسلامی ګوندونه چی اسلامی قوانین لری خو د وګړو اکثریت یی اسلامی اخلاق ونلری کولای شی چی د زمان په تیریدو اسلامی اخلاق راخپل کړی او عدالت تامین کړی

ددی لپاره زه داسی مثال ورکولی شم

لکه یو انسان چی په یو ځای کی ولاړ وی او مخی ته یی دوی لاری وی ،
او نوموړی انسان مجبور وی چی له دغو دوو لارو څخه په یوه لاره لاړ شی
چی یوه معنوی لار وی چی نوموړی انسان معنوی هدف ته رسوی او دوهمه مادی یا د نفسی خواهشاتو لار وی چی نوموړی انسان حیوانیت ته رسوی
که هرڅومره نوموړی انسان خراب انسان وی خو چی په معنوی لار روان شی خو دا لار یی پخپل مسیر مجبوروی چی تغیرشی او عدالت ته یی رسوی


Naeem sadat
23.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

په تیر پسی

او که چیری یو انسان په دوهمه لاره لاړ شی یعنی د مادیت یا نفسی خواهشاتو په لار ، که د لاری په سر کی نوموړی انسان هرڅومره ښه انسان او ښه نیت ولری خو نوموړی لار نوموړی انسان مجبوروی چی تغیر شی او که نوموړی انسان غواړی او که نه نوموړی لار یی پخپل مسیر بیایی او نوموړی انسان به اخر ددی لاری هدف چی حیوانیت ده رسی

او تاسی ټولنه هم همداسی فرض کړی ، که چیری ټولنه یا کوم ګوند په اولنی لار لاړ شی اولنی هدف ته به خامخا رسی او که چیری ټولنه په دوهمه لاره حرکت وکړی نو خامخا به دوهم هدف ته رسی

هڅاند صاحب زه دا درسره منم په افغانستان کی چی دا کوم ننی اسلامی ګوندونه دی د وګړو اکثریت یی اسلامی اخلاق نلری ، ځکه خو خپلی وعدی نشی عملی کولای خو هغه لار چی دوی انتخاب کړی هغه حقه لار ده یعنی د معنویت په لار یی حرکت کړی چی انشاالله دوی به ددی لاری هدف چی اسلامی اخلاق دی رسی

که چیری داسی پښتنه وشی چی کله چی په ټولنه کی د عدالت د پلی کیدو ضامن اسلامی اخلاق وی چی دینی عالمان یی خلکو ته ورکوی نو بیا اسلامی حکومت ته څه ضرورت ده ؟

ددی لپاره چی موږ د پښتنی ته ځواب ورکړو او باید په دی پوه شو چی حکومت څه شی دی ؟

حکومت لکه ددی بحث په سرکی چی ماوویلی یو حتمی قانون ده چی په انسانی ټولنه کی وی
کله چی په یوه ځای کی یواځی یو انسان وی هلته حکومت نه وی خو کله چی هلته دوهم انسان راپیدا شی نو حکومت هم را پیدا شی
د یوه مسلمان لمونځ د جماعت لمونځ نشی کیدای خو د دوو مسلمانو په ګډه لمونځ د جماعت لمونځ دی
یعنی حاکمیت رامنځته شی او د حاکمیت معیار پوهه ده
یعنی هر هغه انسان چی پوهه یی له بل انسان نه ډیره وی په هغه بل انسان حکومت کوی
او حکومت په یوه هیواد کی د یوی اوږدی زینی بڼه لری چی هر سړی د خپلی پوهی په اندازه پخپله معینه زینه ولاړ وی

دا ډول حکومت په هره ټولنه کی وی که په هغه ټولنه کی (هغه حکومت چی نن یی موږ د حکومت په نوم پیژنو ) وی او یا نه وی

خو له هغه ورځی چی انسانانو لیک او لوست زده کړه نو دوی په دی لټه کی شول چی ددی حکومت معیارونه او حدود تعین کړی یعنی په لیکلو سره یی ثبت کړی
نو په همدی خاطر دا حکومتونه چی نن یی موږ د حکومت په نوم پیژنو رامنځته شول
یعنی هغه اولنی د حکومت فورمول له منځه نه لاړ بلکی هغه همیشه په ټولنه حاکم وی او دا حکومت چی موږ د حکومت په نوم پیژنو دا دهغه فورمول تقریباً لیکلی شوی کاپی ده
هغه اولی د حکومت فورمول هغه همیشه موجود وی ځکه چی هغه الهی طبعیی قانون ده چی نه بدلیږی

دا ننی ټول حکومتونه د پخوانی یونان د حکومت څخه په تقلید سره جوړ شوی
په اصل کی دا ننی حکومتونه یو حکومت نه دی بلکی ددریو حکومتونو ایتلاف یا اتحاد دی
چی یو قضایی حکومت دی بل اجراییوی حکومت دی او بل یی پارلمانی حکومت دی چی دا دری واړه حکومتونه باید پخپل منځ کی په توافق سره باید په خلکو حکومت وکړی

نوربیاانشاالله


Naeem sadat
23.09.2012

ګرڼو ورڼو السلام علیکم

په همدی خاطر د دریو حکومتونو ایتلاف ته دولت وایی دا چی ولی دولت ورته وایی زه نه پوهیږم ځکه چی ددولت کلیمه خو د ثروت معنا ورکوی نو ولی یی دوی د دریو حکومتونو ایتلاف ته وایی

قضایی حکومت ته درسیدو معیار پوهه یا د الهی طبعیی قوانینو زده کړه ده ، اسلامی اخلاق قضایی حکومت ته د رسیدو معیار نشی کیدای
د قضایی حکومت په زینه د پورته کیدو یواځنی معیار د طبعیت په الهی قوانینو پوهیدل دی .ځکه چی قضایی حکومت اساسی حکومت ده

دوهم اجراییوی حکومت ده ، چی دا د اساسی حکومت چی قضایی حکومت ده قوانین عملی کوی
په اوسنی شرایطو کی د دحکومت په زینه پورته کیدوته کوم خاص میعار نه ده موجود ، په هر دولت کی ددی حکومت په زینه د پورته کیدو لپاره خلګ مختلف معیارونه کاروی
لکه نن چی زموږ په دولت کی ددی حکومت په زینه د پورته کیدا معیار رشوت ،واسطه ،د کوم غربی هیواد تابعیت ،خارجیانو ته جاسوسی ،او یا هم د تجربی علم زده کول دی

په همدی خاطر نن خلګ کوښښ کوی چی ددی پورته یاد شوو شیانو څخه یو لاسته راوړی او د نوموړی وسیلی په واسطه د اجراییوی حکومت په زینه پورته جګ شی
څوګ کلونه کلونه درسونه وایی ، څوګ د رشوت لپاره پیسی پیدا کوی ، څوګ د غربی هیوادونو د تابعیت پسی لیونی شول

دریم پارلمانی حکومت ده ، چی دا د خلکو حکومت حسابیږی خو خلګ هیڅکله هم په دی حکومت کی نه وی دا هسی د خلکو د غلطولو لپاره ده په اصل کی دا حکومت د پردی شاته د لاسونو حکومت وی ، په همدی خاطر همیشه په پارلمان کی اکثریته غله ، قاچاقبران ، رشوت خواره او نور فاسد خلګ را ټولیږی او په انتخاباتو کی هم غله ، پوډریان ، مجرمان ، او هر قسم نادن خلګ هم د رایی حق لری

نو په دی اساس د اسلامی حکومت ضرورت دادی چی د قضایی حکومت په زینه د پورته کیدو معیار خو نشی بدلیدای ځکه چی دا اصل حکومت دی او معیار یی د طبعیت د الهی قوانینو پیژندل دی
خو د اجراییوی حکومت په زینه د پورته کیدو معیار بدلیدای شی چی اسلامی حکومت باید دا معیار په اسلامی اخلاقو بدل کړی یعنی د اجراییوی حکومت په زینه د پورته کیدو معیار باید اسلامی اخلاق وی

یعنی که موږ وغواړو چی داسی یو میکانیزم جوړ کړو چی په هغه کی به خلګ پخپله وغواړی چی اسلامی اخلاق ولری او خلګ به پخپله کوښښ کوی چی اسلامی اخلاق زده او راخپل کړی نو په همدی خاطر باید د اجراییوی حکومت په زینه د پورته کیدو معیار اسلامی اخلاق وټاکو چی دا کار یواځی اسلامی حکومت کولای شی په هغه صورت کی اسلامی اخلاق په ټولنه کی ډیر زر خپریدلای شی او څومره چی په ټولنه کی اسلامی اخلاق خپریږی هغومره په ټولنه کی عدالت پلی کیږی

نوربیا انشاالله


Naeem sadat
24.09.2012

ګراڼو وروڼو السلام علیکم

که تاسی چیری داسی فکر کوی چی د اسلامی حکومت په راتلو به په یوه ورځ عدالت پلی شی دا تاسی اشتباه کوی ، اسلامی حکومت یواځی د حاکمیت معیارونه بدلوی او په ټولنه کی د اسلامی اخلاقو خپریدل سریع کوی
یعنی اسلامی حکومت عدالت نشی راوستی بلکی خلګ عدالت راوستی شی اسلامی حکومت یواځی خلکوته دا زمینه مساعده وی چی عدالت راولی
اسلامی حکومت عدالت نه دی بلکی عدالت ته درسیدو لاره ده ، که چیرته عدالت دومره اسانه وایی نو موږ ټول به را ټول شوی وو او پخپل دولت به مو د اسلامی دولت نوم ایښی وو او ټول قوانین به مو اسلامی کړی وو نو دا به یوه عادلانه ټولنه وه ، خو داسی نه ده ، عدالت د اسلامی اخلاقو سره په تعازون کی منځته راځی همدا ډول چی څومره اسلامی اخلاق په ټولنه کی کمیږی همدومره بی عدالتی زیاتیږی دا عمومی فورمول ده چی څومره په یوه ټولنه کی اسلامی اخلاق موجود وی په هغومره اندازه په نوموړی ټولنه کی عدالت موجود وی

را به شو دی خبری ته چی ایا سیهونستان یا نوری شیطانی ډلی له شیطان سره مستقیمه رابطه لری او که نه ؟

سیهونستان هم زموږ په څیر انسانان دی ، یعنی د ادم (ع) اولاده ده کوم نور څوګ نه دی
شیطان د انسان سره یواځی له یوی لاری رابطه لری ، چی هغه زموږ نفسی خواهشات دی شیطان یواځی له همدی لاری پر موږ تاثیر کوی نور انسان له شیطان سره کومه بله رابطه نلری

یعنی که زه فرض مثال هرڅومره وغواړم چی شیطان په دی مادی نړی کی را پیدا کړم او رابطه ورسره ونیسم دا غیر ممکن کار دی که زه هرڅه وکړم شیطان نشم را پیداکولی

دا دطبعیت الهی قوانین دی ، چی الله (ج) را منځته کړی ، هیڅ انسان هیڅ وخت او په هیڅ ځای کی نشی کولی چی دا قوانین تغیر کړی

یواځی الله(ج) پخپله کولای شی چی دا قوانین په کوم وخت او په کوم ځای کی چی وغواړی تغیرولی یی شی

لکه د پیامبرانو لپاره چی الله (ج) دا قوانین تغیر کړی وو .

بعضی خلګ داسی عقیده لری چی سیهونستان له شیطان سره مستقیمه رابطه لری ، دا غلطه خبره ده ، سیهونستان که وغواړی او یا ونه غواړی دوی له شیطان سره کومه خاصه رابطه نشی نیولی

بعضی شعیه ګان داسی تبلیغ کوی

پخپله سیهونستان یا ددوی مشران هم زما یا ستا په شان انسانان دی ، الله (ج) دوی هم لکه موږ امتحانوی خو په دی امتحان کی دوی د نفس لار نیولی او دومره په نفسی خواهشاتو کی غرق شوی چی په نفس یی عقیده راغلی یعنی ګمراه شوی دی

که چیری کوم څوګ داسی فکر کوی چی د ګناهونو یا خرابو کارونو په بدل کی به شیطان دویته په دی مادی نړی کی څه انعام ورکړی داسی خلګ ګمراه شوی او په دی نه پوهیږی چی په دی مادی دنیا کی او په اخری دنیا یا معنوی دنیاکی مکافات او مجازات یواځی الله (ج) ورکوی
شیطان هیڅ مادی یا معنوی قدرت نلری چی چاته یا مکافات یا مجازات ورکړی ، یواځی الله (ج) زموږ د امتحانولو لپاره شیطان ته په دی مادی دنیاکی زموږ د نفس په واسطه پر موږ د تاثیر یا وسوسی قدرت ورکړی
د شیطان یواځنی قدرت همدا دی چی زموږ په زړونو یعنی د نفسی خواهشاتو په واسطه تاثیر کوی یعنی موږ وسوسه کوی

بغیر له دی شیطان هیڅ قدرت نلری نه مادی نه معنوی

یعنی که یو انسان ډیر خراب کارونه وکړی یعنی د شیطان په لاره لاړ شی او په دی تمه وی چی شیطان به ده ته څه پاداش ورکړی دا انسان ګمراه دی اوله شیطانه به هیڅ پاداش ونه وینی ځکه ی شیطان ددی قدرت نلری چی چاته یا پاداش یا جزا ورکړی

له شیطانه خو زموږ قدرت ډیر دی ، په دی مادی نړی کی الله (ج) موږ ته پوهه راکړی یعنی د همدی پوهی په اندازه یی قدرت راکړی موږ ته یی د حاکمیت قدرت راکړی په ټولو مادیاتو یی موږ حاکم کړی یو موږ د انتخاب حق لرو
خو شیطان دا یو قدرت هم نلری موږ له شیطانه قدرتمند یو ، شیطان زموږ په واسطه زموږ د زړونو په واسطه پر موږ تاثیر کوی نور شیطان هیڅ قدرت هم نلری

نور بیا انشاالله


Naeem sadat
24.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

یلیمینات (Illuminati) څوګ دی ؟

یلیمینات د سیهونستانو په لاس جوړ شوی یو ګروپ ده چی دنده یی د پوهی یا د طبعیت د الهی قوانینو پر ځای د تجربی ځای په ځای کول دی

د یلیمینات ګروپ په ۱۷۷۶ ع کال کی د جرمنی د باوریا (Bavaria) په ښار کی د جاوګری د چارو د پروفیسور چی ادم وایس هاپت (Adam Weishaupt) نومیده جوړ شو ، چی په قوم داسړی څوګ وو زه نه پوهیږم شاید یهودی به وو

ددی ګروپ اساسی شعار (د دین په مقابل کی د علم قیام ) وو ، یعنی ددوی په نظر علم د دین په مقابل کی قیام کړی او باید په دین غالب شی

چی وروسته د کاتولیکی کلیسا په خواهش اروپایی دولتونو نوموړی ګروپ ممنوع اعلان کړ خو خلګ وایی چی دا ګروپ نن هم د پردی شاته فالعیت کوی او د نړی په ټولو دولتونو کی یی ریښی ځغلولی دی

اوس به راشو ددی ګروپ هدف ته یا ددوی شعار ته

ددوی شعار داسی دی چی علم باید په دین غالب شی ، نو بیا سوال پیدا کیږی چی څنګه علم په دین غالب شی ځکه چی دین خو پخپله علم ده ایا دوی غواړی چی علم پخپل ځان غالب شی ؟

دین او علم خو یوه خبره ده ، د طبعیت الهی قوانین خو دین تشریح کوی همدا علم ده
کله چی دین وایی چی شراب یانشه کونکی مواد مه استعمالوی ایا کوم بل علم شته چی ووایی نه شراب او نور نشه کونکی مواد استعمالوی چی دا ګټه لری ، کله چی دین څه وایی تجربه یی هم په ثبوت رسوی
نوبیا دوی کوم علم ښیی

واقیعت دادی چی سیهونستانو دا ګروپ د پوهی پر ځای یا د طبعیت د الهی قوانینو پر ځای د تجربی د ځای په ځای کولو لپاره جوړ کړی

کله چی دا ګروپ علم یادوی مطلب ترینه تجربی علم وی یعنی ددوی دا شعار داسی معنا ورکوی

چی تجربی علم باید په اصلی علم غالب شی

له ریسانسه هم دسیهونستانو مطلب همدا وی ، کله چی څوګ وایی چی له فلانی وخته ریسانس را شروع شو مطلب یی دا وی چی له هغه وخته تجربی علم زور واخیست

دوی غواړی د پوهی پر ځای د ژوند په هره ساحه کی تجربه ځای په ځای کړی

که چیری تاسی د امریکا د متحده ایلاتو د قضا سیستم وګوری دوی حقوق یا د طبعیت الهی قوانین نه منی بلکی په امریکایی محکمو کی ټولی قضعیی په تجربه فیصله کیږی

کله چی د امریکا کومی محکمی ته کومه قضیه ورشی نو دوی پخوا دداسی یا ورته قضیی پلټنه کوی کومه فیصله چی په ورته قضیه کی شوی وی هغه دی دوسی ته هم فیصله وی
کوم وروڼه چی حقوقی زدکړه لری د امریکا قضایی سیستم د وڅیړی دوی کولای شی دا د تجروبو په واسطه د فیصلی د کولو میکانیزم په ښه توګه پیداکړی او خلکو ته یی په ډاګه کړی

سیهونستان خپل ټول پلانونه د حقیقت په جعل کولو ، د حقیقت په ټوټه ټوټه کولو ، او د حقیقت او باطل په ګډولو سره جوړوی

سیهونستان د نړی خلګ داسی غولوی له یو شعبده باز یا فوکس کونکی چی خپل لیدونکی غلطوی

نور بیا انشاالله


Naeem sadat
24.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

کله چی زه ماشوم وم ، ما په ښارکی یو شعبده باز یا فوکس کونکی ولید ، چی ډیر زیات خلګ ورته ولاړ وو او ډیر عجیب او غریب کارونه یی کول
چی زه او نور خلګ ورته حک پک حیران ولاړ وو ، یو څو شیبی وروسته دی فوکس کونکی وغوښتل چی نوی فوکس وکړی ، او یوه هګی یی له خپله بکسه را وباسله او خلکوته یی په چیغه وویل دا هګی ویني

له مانه ها خوا یو څو ځوانان ولاړ وو ، هغوی ددی فوکس کونکی په چال پوه شول هغوی پری ناری کړی چی دا هګی نه ده بلکی لرګی ده

ددی په اوریدو فوکس کونکی پوه شو چی خلګ یی په چال پوه شو نو دستی یی هغه هګی ته ورته لرګی بیرته پخپل بکس کی کیښود او وویل هو لرګی ده هو لرګی ده ، او په بل چال یی شروع وکړه

دا کیسه می ځکه وکړه چی د سیهونستانو چل او د هغه فوکس کونکی چل سره ورته ده
فوکس کونکی غوښتل چی په اول کی موږ غلط کړی یعنی که زموږ په دی باور راغلی وایی چی دا هګی ده نو فوکس کونکی به ددی هګی سره داسی کارونه کړی وو چی موږ ورته هک پک حیران وو

سیهونستان هم همداسی کوی یعنی ترمینالوژی بدلوی ، مثلاً د تجربی علم لپاره کومه ترمینالوژی نشته دوی لس هاوو کاله په دی کار کړی چی د تجربی او علم ترمینالوژی یوه کړی
اوس چی زه غواړم خلکوته تجربی علم تشریح کړم هیڅ داسی ترمنالوژی نشته چی زه تجربی علم ته څه ووایم د (تجربی علم ) نوم دا خپله ما جوړ کړی ، که تاسی له چا پښتنه وکړی چی تجربی علم پیژنی نو هغه به ستاسی په ځواب کی ووایی چی تجربی علم څه شی ده علم خو ټول یو علم ده ، له همدی ځایه ده چی ددوی چل پرموږ کار کوی

کله چی خلګ د تجربی علم او اصلی علم پر مفهوم پوه نشی ، بیا نو د سیهونستانو لپاره ډیره اسانه ده چی د یلیمینات غوندی یو ګروپ جوړ کړی او دا ګروپ به شعار ورکوی چی د دین په مقابل کی باید د علم طرفداری وشی نو څنګه چی ډیر خلګ علم نه پیژنی دا شعار به ورته ډیر ښکلی ښکاره شی چی رښتیا هم باید ددین په مقابل کی د علم پلوی وشی دا سی خلګ داسی فکر کوی چی د دین او علم جنګ ده حال داچی دوی په دی نه پوهیږی چی دین پخپله علم ده او په دی صورت کی دوی د علم په مقابل کی جنګیږی نه د علم په دفاع کی

د سیهونستانو ټول چالونه سره ورته دی چی زه به یی دلته یو تخایولی مثال راوړم

فرض مثال ، موږ خپل هیواد ته افغانستان وایو او په دی ټول پوهیږی چی د افغان کلیمه پښتنو ته وایی خو که چیری سیهونستان وغواړی چی زموږ هیواد په راتلونکی کی بلوچو ته ورکړی

نو سیهونستان به څنګه دا پلان عملی کوی ؟

هغه داسی چی ، اول باید دوی د افغان کلیمه باید بلوچو ته نسبت کړی دا کار په یوه ورځ نشی کیدای خو په مرور د زمان دا کار امکان لری
دوی به داسی کتابونه چاپوی او داسی تبلیغ به کوی چی د افغان کلیمه په اصل کی بلوچو ته وایی او هغه کتابونه چی پکی لیکلی وی چی افغان پښتنو ته وایی هغه به ورور ورور له منځه یوسی

کله چی یو تبلیغ دوامدار خلکوته کیږی خلګ یی په رښتیا منی په همدی شکل بعد ۱۵۰-۲۰۰کالو یا د څو نسلو په تغیر سره په دا خبره د خلکو اکثریت ومنی بیا نو ته ورشه او ورته ثبوت کړه چی افغان پښتنو ته وایی

یعنی د محتوا له بدلولو د ترمینالوژی بدلول اسانه کار ده ، د تاریخ ټوله محتوا به پخپل ځای وی یواځی ترمینالوژی به یی تغیر وی ، یعنی خلګ به داسی فکر کوی چی افغان بلوچ ته وایی

لکه زموږ په تاریخ کی یی چی دا کار کړی ، په رښتیا زموږ ټول جنګونه چی له انګریزانو او یا نورو یرغلګرو څخه ګټل شوی د دینی عالمانو په لمسون او په مشری ګټل شوی
سیهونستانو زموږ ټول تاریخ نه دی بدل کړی محتوا یی په ځای ده یواځی قهرمانان یی بدل کړی یعنی دینی عالمان یی د انګریزانو جاسوسان ښودلی او هغه چی په رښتیا د انګریزانو جاسوسان وو هغه یی موږ ته قهرمانان ښودلی

ددی کار یوه ښه بیلګه ننی احمدشاه مسعود کیدای شی چی زموږ په مخکی سیهونستان زموږ تاریخ بدلوی
دا خو ټولو ته معلومه ده چی احمدشا مسعود د روسانو پروتوکولی جاسوس او اصلی مهره یی وه ، خو ده ته د افغان او روسانو دجنګ د قهرمان لقب ورکوی او غواړی چی داسی تاریخ جوړ کړی چی دا جنګ له روسانو د احمدشا مسعود په مشری ګټل شوای
اوس لا ډیر خلګ ژوندی دی چی په دی پوهیږی چی احمدشا مسعود د روسانو ګوډاګی وو خو ۱۰۰-۱۵۰کاله بعد به ټول د افغانستان خلګ داسی فکر کوی چی له روسانو جنګ ملی قهرمان احمدشاه مسعود ګټلی

زموږ بحث ډیر یوی خوا او بلی خواته لاړ ما غوښتل چی په روسیه کی د سیهونستانو په ځاله کولو او ددوی په راتلونکی پلانونو څه ولیکم ځکه چی دا ډیره مهمه موضوع ده او زموږ د هیواد سره مستقیم ارتباط لری خو خیر انشاالله دا کار به وړاندی وکړم

نوربیا انشاالله


ډاکتر څپاند
24.09.2012

ملپال صيب سلامونه،

داستا چالونه خوتر سهونستانو هم پاخه بريښي :shock:

1-غواړې پر افغان ملت ومنې چې افغان=پښتون،مګر موږ افغانان تلاش کوو چې
دافغانستان ټول اوسېدونکي ځانته دافغان ويلو افتخار ولري٠ځکه چې موږ غواړو چې يو واحد افغان ملت ولرو،هغه څه چې پاکستان ئي لرلی نشي٠
٢-پدې کې شک نشته چې دافغانستا ن خلکو دخپلو ملي او اسلامي مشرانو په
قربانيو اوسرښندنو انګريز ته شکست ورکړ،خو ددې ټو په  راس کې يو ملي
وطنپرست او ترقي خواه رهبر ته ضرورت وو چې هغه دنده اعليحضرت غازيامان الله خان تر سره کړه٠ هغه چا چې دخپل سلطنت په لمړنۍ ورځ ئي استقلال او دانګريز سره غزا اعلان کړل٠
ددراغو منزل لنډ دې، ددې ستر تاريخي متل په استناد،ټولې نړۍ ته معلومه ده
چې احمدشاه مسعود،سياف،رباني،محمدي،خالص،کريمي او داسې نور اشخاص دپاکستان ،ايران انګليس او امريکې دګټو پخاطر د روس داشغال په
مقابل کې جنګيدل،که داسې نوي نو اوس خو هم زموږ هيواد اشغال دی،دا قهرمان مجاهدين اوس چيرې دي :x  


Naeem sadat
24.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

ها ها ها څپاند صاحب ډیر په قهر یی ، لیږ حوصله کوه بحث لا اوږد ده ورو ورو انشاالله اساسی خبرو ته راځو

غ


حمید هڅــاند
26.09.2012

څپاند صیب، ستاسو اره موخه څه ده، زما سر خو پرې خلاص نه شو.

درنښت


حمید هڅــاند
26.09.2012

ملتوال صیب، ښې چارې
تاسو چې زما تبصرې ته ځواب ویلی، هغه د قدر وړ دی، خو یو وضاحت ممکن اړین وي. دا خو واضحه خبره ده چې غله هم اصولو ته ژمن وي، خو له همدې غلو څخه د عدالت پلي کېدلو تمه لیونتوب دی. په ورته توګه، د کمونیزم موخې شومې دي، او د شومو موخو له لرلو، له دوي څخه د خیر-ښېګړې تمه لرل، لیونتوب دی!
متلوال صیب، په پورته خبره کې نه یواځې زه او ته، بلکې ټول ګډونوال او لوستونکي سره یوه خوله یو. خو د کمونیزم د غلط ثابتولو لپاره اړینه ده چې د دوی اصول نقد کړای شي، که څنګه!. د کمونیزم، کپیتالیزم، یا بلې هرې تیورې لپاره اړینه ده چې دا سې بحث وکړو چې د دوی ار اصول تر نقد لاندي ونیسو. موږ چې به کله له خپل استاد سره بحث رامینځته کېده، له معمول څخه به توپیر دلته ؤ چې دی/دا به مسلمان نه ؤ، ښکاره ده چې د مسلمان او نامسلمان په نظر او لیدلوري کې توپیر شتون لري. یانې، موږ له یوې زاویوې څخه حقایق څېړو، خو هغوی له بلې څخه. نو، د کمونیزم اصول باید نقد کړای شي.

درنښت



ع کريم حليمي
28.09.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم نعیم ملتوال صاحب ، خدای دي وکړي چه جوړ او روغ یاست ، ستاسي لیکني ډېر په مینه مي تعاقب کړي دي ، ستاسو په لیکنه کښي ډېر ځله داسي جملې ولولم چه په پخوا کښي هیڅ نه وم ورسره مخامخ شوی ، یوه بېلګه لکه دغه جمله ((په کمونستی ټولنه کی هم نفسی خواهشات حاکم وی نو ځکه دوی نشی کولای چی عدالت پلی کړی د کمونستی ټولنی یو ښه مثال د سپیو یوه ډله کیدای شی))

زه پخپله په دغه نه پوهیږم چه داڅرنګه کېدای سي چه یوه انساني ټولنه دي په مثال د سپو وي ، هو ! دا راته معلومه ده چه انسانان او حیوانان یو ذاتي شراکت سره لري(غریزې)

غریزه یو نوع باطني خصوصیت دی چه حیواناتو ته هدایت کوي ، د ژوند ساتنه ، او د خطراتو اګاهي ور کوي
په خاص شرایطو کښي خاص عمل په کوي ، حیوانان اګاه دي خو په خپله دغه اګاهي بیا اګاه نه دي
په مقابل کښي انسان هم غریزې لري او اګاه دی او د غریزې میل او غوښتني تر مطالعې لاندي نیسي ، او د عقل په قوه مثبت او منفي طرفونه سنجوي بیا فرمان صادره وي ، او تر هر څه نه مهم خبره داده چه د انسان روح د غریزو سره په ارتباط کښي دئ په مقابل کښي د حیواناتو د ژوند جوهر د غریزو سره يې ارتباط نه لري ، او انسان په خپل میل کښي مختار دی ، په مقابل کښي سپي مختار نه دي‌

دا به یو لوی ظلم نه وي‌؟؟؟ چه د یوې انساني ټولني د اقتصادي نظام په سبب
د هغوی ټولني ته د سپیو یوه ډله ووایاست ؟! دلته خبره د عقایدو نه ده خبره په اقتصادي نظام باندي ده ، د مځکي پر مخ درې اقتصادي نظامونه دي ، یو د اسلام ، بل کپټلیزم او دېیم د کمونیزم


او تاسو لیکلي چه :
((قضایی حکومت ته درسیدو معیار پوهه یا د الهی طبعیی قوانینو زده کړه ده ، اسلامی اخلاق قضایی حکومت ته د رسیدو معیار نشی کیدای
د قضایی حکومت په زینه د پورته کیدو یواځنی معیار د طبعیت په الهی قوانینو پوهیدل دی .ځکه چی قضایی حکومت اساسی حکومت ده ))

او دوهم دغه الهي طبعیی قوانین زدکړه څه شي ده ؟؟، او څنګه ده ، او قضاء سره څه اړېکي لري ؟؟؟؟؟ په طبیعت کښي خو ظلم نسته هر چرته چه ظلم نه وي نو هر څه ته يې عدالت ویل کیږي
ستاسي په اصطلاح دا "طبعیي قوانین " او عدالت څه اړېکي سره لري ؟
طبیعت جبر لري او که قوانین ؟؟
درنښت


حمید هڅــاند
29.09.2012

ښاغلی حلیمي صیب، کمونیزم یواځې یو اقتصادي نظام نه دی، بلکې د ژوند کولو ډول دی چې له مخې یې دین هم منحل دی. اوس تاسو فکر وکړﺉ، ایا دا یواځې د اقتصادي چارو لپاره رامینـځته شوی سیستم دی. د دې نظام رامینځته کونکي تر سپیو نه هم بتر دي!. هو کې، د دې نظام یو اړخ اقتصادي دی او ستاسو دا خبره هم سمه ده چې درې لوی نظامونه شتون لري چې نن سبا ورڅخه ګډ نظام هم راپیدا دی او تر ټولو زیات شتون لري. خو په اصل کې، د کمونیزم رامینځته کول یو شوم، له لومو ډک، د شیطان په لاره تلل او ناروا ګام ؤ او په هیڅ ډول تر اقتصادي نظام پورې محدود نه دی.
پاتې شوه د طبیعت قوانین: کمونیزم یو داسې سیستم دی چې هرڅه د انسان په لاس پکې پلان کېږي او په اصطلاح همدا انسان دی چې ټولنې ته خیر او شر رامینځته کولی شي. دوی د طبیعت الهي قوانینو څخه انکار کړی دی. یو ساده بیلګه یې داسې درکولی شم: عرضه او تقاضا دوه ازاد طبیعي فکتورونه دي چې دې نظام ورڅخه انکار کړی دی.

نوره توضیح به یې ملتوال صیب ته پرېږدم.

درنښت



ع کريم حليمي
30.09.2012

سلام علیکم و رحمة الله
محترم حمید هڅاند ، تاسي وایاست چه : ((کمونیزم یو داسې سیستم دی چې هرڅه د انسان په لاس پکې پلان کېږي او په اصطلاح همدا انسان دی چې ټولنې ته خیر او شر رامینځته کولی شي))

زه درسره موافق یم چه هیڅ سسټم او هیڅ انسان نه شي کولای چه : خیر او شر دي ډېر کړي یا لږ کړي

اما دا به منې چه دا سیاسي او اقتصادي نظامونه دي چه خلکو ته کار پیدا کوي او
او ټول سخت فیزکي کارونه ( اوبو ډیام ، اټومي انرژي ……….) د همدغه اقتصادي نظامونو د کړونو نتیجه ده داچه الله ئې وموږ خیر کوي یا شر دابیا په رب اړه لري ، هیڅ مذهب د اوبو ډیام نشي جوړولی

هر څوک چه طبیعي قوانین څخه انکار کوي ستاسي په نظر هغه تر حیوان بتر دی ؟؟؟ عجیب
زه هم یو له هغو خلګو یم چه د طبیعت قانون نه منم یعني د جازبې له قوې منکره یم

دا چه مارکس ویلي چه مذهب د انسانانو تریاک دي ډیر ئې ښه ویلي دي
دا د ۱۸۴۳ م کال خبره ده نن هم عیسایان ته مذهب یو انسان تریاک دي ، هر کله چه خلک په دین کښی لاس وهنه کوي هدف ئې دا وي چه " انساني تریاک ئې کړي "
یو خدايي تریاک دي چه موږ ئې کښت او کرونده کوو ، او بل انساني تریاک دي
انساني تریاک په دې معنا چه په اسماني دین کښي لاس وهنه (کلام الله تحریف کړي ) وشي نو انساني تریاک ترې جوړ شي

حق دین هیڅ کله نشي انساني تریاک کېدلی ، که موږ تاریخ مطلعه کړو او ولاړ سو کال ۱۸۴۳ میلادي ته هغه د جرمني او یورپ خلکو ته چرچ انساني تریاک ورکول مارکس پوهېدلی چه عیسویت انساني تریاک دي

ماچه د مارکس خبره پسي ځېړنه وکړه نو داسي راته معلومه شوه چه د هغه عصر چرچ ته ئې ښه پیغام ورکړئ وو

په دین کښي چه لاس ووهل شي نو : religion does more harm than good
درنښت


حمید هڅــاند
30.09.2012

وعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته

[quote:3362e19814]اما دا به منې چه دا سیاسي او اقتصادي نظامونه دي چه خلکو ته کار پیدا کوي او
او ټول سخت فیزکي کارونه ( اوبو ډیام ، اټومي انرژي ……….) د همدغه اقتصادي نظامونو د کړونو نتیجه ده [/quote:3362e19814]
سل په سلو کې یې منم دروند حلیمي صیب، هر سیستم نمګړتیاوې او ځواکمنۍ لري، داسې هیڅوک نشي ویلی چې مارکس او لینن دي د داسې سیستم بنسټ اېښی وي چې انجین یې سل په سلو کې فلج وي؛ البته دوی هم دغومره کمعقلان نه وو.

[quote:3362e19814]هر څوک چه طبیعي قوانین څخه انکار کوي ستاسي په نظر هغه تر حیوان بتر دی ؟؟؟ عجیب
زه هم یو له هغو خلګو یم چه د طبیعت قانون نه منم د جازبې له قوې منکره یم ، د جازبې قوه یوه دسیسه ده[/quote:3362e19814]

زه هم د نړۍ له ډېرېدونکې تودوخې Global Warming نه منکر یم او یوه دسیسه یې بولم. نه پوهېږم تاسو جاذبې قانون کې څه لیدلي، روښانتیا مو غواړم. خو؛
له طبیعي قوانینو څخه زما موخه الهي قوانین دي چې څوک ورڅخه انکار نه شي کولی.

[quote:3362e19814]په دین کښي چه لاس ووهل شي نو : religion does more harm than good
[/quote:3362e19814]
او ستاسو وروستۍ خبرې په سرسترګو منم حلیمي صیب:

[quote:3362e19814]دا چه مارکس ویلي چه مذهب د انسانانو تریاک دي ډیر ئې ښه ویلي دي
دا ۱۸۴۳ م کال خبره ده نن هم عیسایان ته مذهب د انسان تریاک دي ، هر کله چه خلک په دین کښی لاس وهنه کوي هدف ئې دا وي چه " انساني تریاک ئې کړي "
یو خدايي تریاک دي چه موږ ئې کښت او کرونده کوو ، او بل انساني تریاک دي
انساني تریاک په دې معنا چه اسماني دین (کلام الله تحریف کړي ) نو انساني تریاک ترې جوړ شي

حق دین هیڅ کله نشي تریاک کېدلی ، که موږ تاریخ مطلعه کړو او ولاړ سو کال ۱۸۴۳ میلادي ته هغه د جرمني او یورپ خلکو چرچ انساني تریاک ورکول مارکس پوهېدلی چه عیسویت انساني تریاک دي [/quote:3362e19814]

درنښت


Naeem sadat
30.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب خیر یوسی الله (ج) د اباد لره

حلیمی صاحب ، کله چی له انسانه د هغه معنویت لری کړی نو یواځی د هغه حیوانی غرایز پاتی کیږی چی همدا د حیوان تعریف ده یعنی له انسانه حیوان جوړ شی

دوهم ، مارکسیزم یواځی یو اقتصادی کړنلاره نه ده بلکی یو جعلی دین دی که چیری موږ دین تعریف کړو او بیا نوموړی تعریف له مارکسیزم سره پرتله کړو نو معلومه به شی چی مارکسیزم ددین کاپی ده
زیاتره خلګ داسی فکر کوی چی مارکسیستان یواځی کمونستان دی حال داچی داسی نه ده
کاپیتالیستان هم مارکسیستان دی ددوی په منځ کی دا فرق دی چی هره یوه نوموړی ډله له مارکسیزم څخه خپل برداشت لری
همدا خبره ما غوښتله چی وړاندی په تفصیل سره ولیکم چی څنګه سیهونستانو په روسیه کی غوښته چی کمونیزم عملی کړی او بیا ددوی په منځ کی څنګه اختلاف راغی او د څه لپاره شوروی اتحاد جوړ شو او د څه لپاره له منځه لاړ

حلیمی صاحب ، ما وړاندی لیکلی وو ، چی اسلامی اخلاق د قضایی حکومت لپاره معیار نشی کیدای له دی می مطلب دا وو چی که چیری یو انسان ډیر ښه انسان وی خو په الهی طبعی قوانینو نه وی پوه یا حد اقل د الهی طبعیی قوانینو د فهم او ادراک قوه ونلری نشی کولای چی قضاوت وکړی یا د انسانی ټولنی لپاره قوانین جوړ کړی یا که په بله ژبه ووایو یواځی یو دینی عالم کیدای شی چی قاضی شی خو یو عابد نشی کیدای چی قاضی شی

د طبعت له قوانینو زما مطلب څه ده ؟

د طبعیت ټول قوانین چی الله (ج) جوړ کړی زموږ لپاره جبری دی ، او د الله (ج) جبر عدل ده یعنی ستاسی خبره په طبعیت کی ظلم نشته
خو الله (ج) زموږ د امتحان لپاره په یوه قانون موږ ته صلاحیت راکړی له همدی ځایه زموږ مسولیت هم سرچینه اخلی چی هغه یو قانون جبری نه دی او هغه زموږ حکومت دی یا د انسان حکومت دی په همدی خاطر نور ټول طبعیی قوانین خو عادلانه دی موږ په هغو کی څه تغیر نشو راوستلای یواځی همدا یو قانون چی موږته پری صلاحیت راکړل شوی یعنی زموږ حکومت یا انسانی حکومت دی چی موږ یی باید عادلانه عملی کړو
الله (ج) په نوموړی قانون کی موږته صلاحیت راکړی او په قران کریم کی پر موږ د نوموړی قانون د عادلانه عملی کولو حکم کوی او لاریی هم راته ښیی دا په داسی حال کی چی په نوموړی قانون الله (ج) موږته صلاحیت راکړی

یعنی ، یو هغه الهی طبعیی قوانین دی چی موږ کوم صلاحیت نه پری لرو هغه موږته جبری دی خو زده کولای یی شو او د زده کولو لار یی پوهه ده

دوهم ، زموږ د حکومت کولو قانون دی ، یعنی انسانی حکومت چی هغه کیدای شی د دوو انسانانو په منځ کی هم وی ، یا د انسان حکومت په حیواناتو ، یا خلاصه د انسان حکومت په دی نړی چی الله (ج) پرموږ د هغه د عادلانه( کولو) حکم کوی ، او لار یی راته ښایی چی هغه اسلامی اخلاق دی ،

ا


Naeem sadat
30.09.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

د عدالت قانون چی زموږ په اوږو باردی ، دوه ټوټی کیږی چی هغه عبارت له شکل او محتوا څخه دی

شکل او محتوا څه شی دی ؟

که چیری موږ د ابو څخه ډک ګیلاس په نظر کی ونیسو ، دلته ګیلاس شکل دی او اوبه محتوا

کوم یو مهم دی شکل که محتوا ؟

دواړه مهم دی ، ځکه که ګیلاس نه وی او به شکل نشی پیدا کولی او که اوبه نه وی ګیلاس بی اهمیته شی دی

زموږ په زړه کی عقیده ، د الله (ج) څخه ویره یا که خلاصه ووایو اسلامی اخلاق دا د اسلام د مبارک دین محتوا ده یا د همدی د عدالت د قانون هغه برخه ده چی زموږ پر اوږو بار ده

او د الله (ج) احکام یا که خلاصه ووایو محمدی شریعیت دا د اسلام د مبارک دین شکل ده

الله (ج) پر موږ حکم کوی چی دا د الله (ج) د حکم شکل ده خو د الله (ج) حکم محتوا لری چی محتوا یی داده چی الله (ج) پر موږ د اسلامی اخلاقو یا عدالت چی یوه خبره ده د عملی کولو حکم کوی

یعنی موږ خو الهی احکام لرو یا دینی شکل لرو خو ایا موږ اسلامی اخلاق پخپل زړه کی لرو یا موږ ددی الهی احکامو د عملی کولو نیت یا اراده لرو

بی شکله محتوا بی اهمیته کیږی او بی محتوا شکل بی اهمیته کیږی

داسی مسلمانان شته چی لمونځ نه کوی کله چی پښتنه ترینه وکړی چی ته ولی لمونځ نه کوی ایا ته له الله (ج) څخه نه ویریږی نو دی به وایی( چی زه په زړه کی صادق مسلمان یم چاته می بد نه رسیږی او په الله (ج) می صادقه عقیده ده ) یعنی دا سړی وایی چی زه د دین محتوا لرم خو دا ظاهری شکل یی دومره مهم نه ده

دوهمه ډله داسی مسلمانان هم شته چی هیڅ لمونځ نه ترینه قضا کیږی ، روژی نیسی او ټول عبادتونه کوی خو په زړه کی یی اسلامی اخلاق نه وی ، هلته لاړ شی هر ډول ګنا وکړی او بیا راشی په لمانځه ودریږی ، دلته زما مطلب دا نه دی چی له مسلمانه ګنا نشی کیدای خو دویته ګنا ، ګنا نه ښکاری ددوی په نظر د جنت کلی په عبادت کی ده په همدی خاطر دوی عبادت کوی خو نیک عمل دومره مهم کار نه ورته ښکاری

چی دا دواړه ډلی مسلمانان د اسلام په لاره نه دی روان ، کامل مسلمان هغه دی چی هم شکل ولری او هم محتوا چی یعنی هم نیک عمل وکړی او بیا په عبادت سره دا نیک عمل ټینګ کړی

نن د اسلامی امت کمزوری له همدی وجهی ده چی شکل او محتوا سره بیل شوی ، الله (ج) مسلمانانو ته د قدرت او کامیابی وعده ورکړی چی دا حتمی کیدونکی ده که تاسی غواړی چی دا کامیابی را نژدی شی نو د شکل او محتوا په یو ځای کیدو کوښښ وکړی
اسلامی حکومت د اسلام د مبارک دین شکل دی خو محتوا یی په ټولنه کی د اسلامی اخلاقو شتون دی څومره چی دا شتون ډیر وی هغومره اسلامی ټولنه قوت لری هغومره اسلامی ټولنه عادلانه ټولنه وی

ایا تاسی نه پوهیږی چی ولی محمد (ص) خپل اصحاب بهترین د ټولو دورو له مسمانانو بلل ځکه چی په هغوی کی له ټولو ډیر اسلامی اخلاق وو هغوی له ټولو څخه محمدی شریعت ته پابند وو

ایا تاسی نه پوهیږی چی ولی د عمر (رض) په خلافت کی اسلامی امت دومره سرلوړی وو ، او د هغه وخت دوه جهانی ابرقدرته ورته ټینګ نشول
ځکه چی د هغه وخت په اسلامی ټولنه کی اسلامی اخلاق ډیر وو هغوی اسلامی اخلاق لرل

نور بیا انشاالله



ع کريم حليمي
01.10.2012

محترم او مکرم نعیم ملتوال صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
و ماته ډېر عزیز وروره ماشاء الله په ډېر ښه ، سلیس او په فصاحت مو خپل مطلب څرګند کړئ ، د لیکني په لوستولو مي ډېر ښه خوند واخستلۍ پر فکر او ګوتو دي برکت سه .

غواړم چه څو جملې تاسي ته ، او لوستونکو ته ولیکم ، او خدای دي وکړي چه ستاسو د لیکني لړۍ در اخلال نه کړم او مقصد ئې هم نه لرم

دا یوه ښکاره او څرګنده خبره ده چه محتوا او شکل د کامیابۍ له پاره لمړئ شرط دي ،‌اما بیا هم زه دا نه منم چه امة به اسماني اخلاق مسلط. کړي د نړۍ پر خلکو ، ولي چه ' شکل او محتوا' ئې سمه ده !!، دا لویه اشتباه ده که څوک د حضرت عمر (رض) د سر لوړۍ سبب یوازي 'شکل او محتوا' و بولي

امة هغه وخت کامیابیږي چه : پر شکل او محتوا سربېره یو درسته او سالمه ټولنه ولري ، ټولنه هم په مثل د یو ژوندي جسم ده ، اعضاوي لري او هره عضوه يې باید په ښه شان او شکل کار وکړي که ټولنه معیوبه وي نو د معیوبي ټولني امة ټول د فقر سره لاس و ګرېوان وي ، او اسلامي اخلاق داسي دي چه: امة به فقیر نه وي

داچه ټولنه مو په مثل د یوه ژوندي جسم فرض کړه ، نو معنی داچه : ټولنه زړه ، پښتورګي ، سترګي ، لاسونه ، پښې ، غوږونه ، خوله او غاښونه لري ………………….. نو لازمه ده چه دا اعضا او اندامونه صحت ولري او په ښه شان سره کار وکړي

نو داټولنه به هغه وخت سالمه او درسته وي چه خپل صنعت ولري ، اول شئ چه باید ولري!!! هغه ذوب آهن درلودل دي
چه خپل توپ ، خپله طیاره ، خپل ټانک ، خپل موټر ، خپل موټر سیکل ، خپل بایسکل ،په خپله اوسپنه خپل د اوبو ډیام
هر اسلامي ټولنه چه صنعت نه لري هغه ټولنه معیوبه ده ( هر یو صنعتي تولد په مثل Organs حسابیږي ) هره ټولنه چه خپل موټر نه سي جوړولای نو دا ټولنه په مثل د هغه ژوندي جسم ده چه : فوښتورګي ئې کار نه کوي ، نو کله چه پښتورګی کار نه کوي نو دې ته وايي مریض ، او داچه خپل ټانک نه شي جوړولای دې ته وایو معیوب
او رب العزت موږ ته فرمايي چه : چه قوة به لری او قوت په معنا د صحت منده ټولنه
نوهر کله چه د امة ټولنه پوره صحت ونه لري ، نو سرلوړئ به هم نه وي !!!

وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ

اوتياروئ ( اى مؤمنانو) لپاره ( دجنګ ) ددغو( ماتوونكودعهديا دمطلق كفارو) څومره چې توانيبږئ ( جمع كولى شئ ) تاسې له قوت ( اسباب دجنګ ) اوله روزل اوساتل شووآسونو( لپاره دجهاد) چې ويروئ تاسې په دغه ( قوت اوتيارۍ ) سره دښمنان دالله اودښمنان ستاسې اونوركسان بې له دوى نه چې نه پيژنئ تاسې هغوى الله عالم دى په ( عداوت د) هغوى ، اوهرهغه څه چې نفقه كوئ ( لگوئ ) تاسې له يوه شي په لاره دالله كې ( لپاره دترقۍ ددين) پوره ( بدل دهغه ) به دركړى شي تاسې ته حال دا چې پرتاسې به ظلم ونه كړى شي ( دثواب په لږوالى اودعذاب په ډيروالي )

[quote:8b954ec985]نن د اسلامی امت کمزوری له همدی وجهی ده چی شکل او محتوا سره بیل شوی ، الله (ج) مسلمانانو ته د قدرت او کامیابی وعده ورکړی چی دا حتمی کیدونکی ده که تاسی غواړی چی دا کامیابی را نژدی شی نو د شکل او محتوا په یو ځای کیدو کوښښ وکړی
اسلامی حکومت د اسلام د مبارک دین شکل دی خو محتوا یی په ټولنه کی د اسلامی اخلاقو شتون دی څومره چی دا شتون ډیر وی هغومره اسلامی ټولنه قوت لری هغومره اسلامی ټولنه عادلانه ټولنه وی

ایا تاسی نه پوهیږی چی ولی محمد (ص) خپل اصحاب بهترین د ټولو دورو له مسمانانو بلل ځکه چی په هغوی کی له ټولو ډیر اسلامی اخلاق وو هغوی له ټولو څخه محمدی شریعت ته پابند وو

ایا تاسی نه پوهیږی چی ولی د عمر (رض) په خلافت کی اسلامی امت دومره سرلوړی وو ، او د هغه وخت دوه جهانی ابرقدرته ورته ټینګ نشول
ځکه چی د هغه وخت په اسلامی ټولنه کی اسلامی اخلاق ډیر وو هغوی اسلامی اخلاق لرل
[/quote:8b954ec985]

درنښت


حمید هڅــاند
02.10.2012

[quote:098b22a473]نو داټولنه به هغه وخت سالمه او درسته وي چه خپل صنعت ولري ، اول شئ چه باید ولري!!! هغه ذوب آهن درلودل دي
چه خپل توپ ، خپله طیاره ، خپل ټانک ، خپل موټر ، خپل موټر سیکل ، خپل بایسکل ،په خپله اوسپنه خپل د اوبو ډیام
هر اسلامي ټولنه چه صنعت نه لري هغه ټولنه معیوبه ده ( هر یو صنعتي تولد په مثل Organs حسابیږي ) هره ټولنه چه خپل موټر نه سي جوړولای نو دا ټولنه په مثل د هغه ژوندي جسم ده چه : فوښتورګي ئې کار نه کوي ، نو کله چه پښتورګی کار نه کوي نو دې ته وايي مریض ، او داچه خپل ټانک نه شي جوړولای دې ته وایو معیوب
او رب العزت موږ ته فرمايي چه : چه قوة به لری او قوت په معنا د صحت منده ټولنه
نوهر کله چه د امة ټولنه پوره صحت ونه لري ، نو سرلوړئ به هم نه وي !!! [/quote:098b22a473]
دروند حلیمي صیب، په اسلام پوره عمل او ورڅخه سمه اخیستنه موږ دې هرڅه ته هڅوي. اسلام د پرمختګ دین دي، نه د ورسته پاتې والي. نو کله چې د ملتوال صیب خبره له محتوی سمه ګټه پورته شي او شکل برابر شي، ستاسو خبره، اعضا ټولې پوره کېږي. خو له بده مرغه، زموږ خلک، او په ځانګړې توګه، ځينې ملایان صاحبان داسې یو سوچ لري چې سړی ورته حیران شي. زما سره د یو ملاصاحب تقریر شته، دی خلکو ته وایې چې د سړک جوړول څه مانا؟!!، د پلونو جوړول څه مانا؟!! ایا په اخرت کې زموږ نه دغه پوښتنې کېږي؟!! دی مخته وایې: موږ ټانګ او طیاره نه لرله، بیا مو هم روس مات کړ، امریکه مو په ګونډو کړې، نو دا تخنیک څه مانا؟!!. اوس حلیمي صیب ته پرېکړه وکړه، خلک خو ساده ګان دي، ټولو غوږ ورته نیولی وي، او بیا هر پرمختګ پلوی ورته بې لارې ښکارې او دی ښاغلی بیا تر هغه ځایه پخپله ناپوهي کې ورک دی چې اندازه یې نشته.

درنښت


Naeem sadat
09.10.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

مننه حلیمی صاحب الله (ج) د جنتونه در په نصیب کړی

هڅاند صاحب ، هیڅ عمل پخپل ذات کی نه ګناه ده او نه ثواب

د هر عمل ګناه یا ثواب د نوموړی عمل په هدف کی ده

مثلاً د یوه پله او یا یوه سرک جوړول نه ګناه لری اونه ثواب ، ثواب او یا ګناه د نوموړی سرک یا پله د جوړولو په هدف کی ده
که چیری د یوه کلی خلګ د کوم سیند څخه د را پوری کیدو لپاره یوه پله ته ضرورت ولری او کوم څوګ دا پل ورته جوړ کړی دا کار ثواب لری
خو که کوم څوګ ددی لپاره نوموړی پل جوړ کړی چی تر څو دده ټانکونه پری تیر شی او د نوموړی کلی خلګ ووژنی دداسی پله جوړول ګناه لری

نو کله چی یو متاجاویز قوت په یوه هیواد حمله وکړی او په نوموړی هیواد کی د خپلو ټانکونو د تګ او راتګ لپاره سرکونه جوړوی دداسی سرکونو جوړول ثواب نلری

کله چی هند او ننی پاکستان د انګلیسانو د لاس لاندی وو ، په هغه وخت کی یوه پښتون په نوم د پالی خان له انګلیسانو سره جنګیده ، انګلیسانو غوښتل چی په پښتونخوا کی سرک جوړ کړی خو پالی خان سرک نه پریښوده ځکه چی پالی خان په دی پوهیده چی انګلیسان د څه لپاره سرک جوړوی

را به شو سیهونیستانو ته

ما مخکی وویل چی هم کمونستان او هم کاپیتالیستان یا ډیموکراټان دوی ټول په ګډه مارکسیستان دی ددوی په منځکی فرق دومره دی چی ددوی هره ډله له مارکسه خپل برداشت لری

یوه ډله مارکسستان ، کمونستان نومیږی او دوهمه ډله مارکسستان ډیموکراټان نومیږی

ولی د مارکس په تیوری د سیهونستانو په منځ کی اختلاف راغی ؟

هغه داسی ده چی ، ددی لپاره چی په دی موضوع موږ پوه شو اول باید وګورو چی مارکسیزم څه شی ده

لکه ددی بحث په سرکی چی ما وویل چی کمونیزم او یا هم په عموم کی مارکسیزم د سیهونستانو یوه توطیه وه د نړوال حکومت د نیولو لپاره
ایا دا مارکسیزم چی موږ یی نن دمارکسیزم په نوم پیژنو د مارکس نظریه ده ؟
نه داسی نه ده ، د مارکسیزم یا دنړیوال حکومت د نیولو نظریه له بخوا څخه موجوده وه چی پر دی پخپله مارکس او انګلس هم اعتراف کوی او وایی چی د کمونیزم نظریه له پخوا څخه موجوده وه موږ یواځی کارګری کمونیزم پری ور اضافه کړ
دا نظریه تقریباً ۴۰۰۰کاله پخوا په بین النهرین یا بابولیون چی د نوح (ع) د وخت د توفان څخه وروسته اولنی انسانی تمدن وو منځته راغله ٠ کله چی د بین النهرین پاچا کورش ننی ایزرایل یا پخوانی کنعان ونیو نو ټول یهودان یی په زور بین النهرین چی په ننی عراق کی ده راوستل او تقریباً څلور سوه کاله یهودانو ددی حق نه لاره چی بیرته ایزرایلو ته لاړ شی

په همدغه وخت کی د نړیوال حکومت نظریه چی نن یی موږ د مارکسیزم په نوم پیژنو د یهودی (راوینانو) او زردشتی (راهبانو) په ګډه همکاریی جوړه شوه

چی له همعغه وخته سیهونستان کوښښ کوی چی نوموړی نظریه عملی کړی ، دوی په بین النهرین کی ددی نظری د عملی کولو کوښښ وکړ ، دوی په لرغونی مصر کی ددی نظریی د عملی کولو کوښښ وکړ او وروسته یی په یونان او روم کی هم ددی نظریی د عملی کولو کوښښ وکړ ، دوی حتی د اسلام د مبارک دین په چوکاټ کی غوښتل چی دا نظریه عملی کړی چی د اسماعلیه فرقی لخوا په ننی بحرین کی تقریباً ۸۰۰کله پخوا د کمونیزم د عملی کیدو کوښښ شوی وو

خو زموږ په عصر کی دوی دا نظریه د هیګل د ډیالیکټیک په واسطه تشریح کړه او د مارکس نومی یهودی په نوم یی نړی ته واوروله

تاریخی کمونیزم یا د مارکس پنځه تاریخی دوری چی د مارکسیزم ټوله محتوا تشکیلوی

تاریخی کمونیزم څه شی ده ؟

نور بیا انشاالله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more