tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

دسترګو دبهرني پوښ ناروغئ

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طب او نباتي روغتیاپالنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ډاکتر څپاند
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 01 اپريل   2008
ليکنې: 605

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اکتوبر   25, 2012 1:51 am    عنوان   : دسترګو دبهرني پوښ ناروغئ Reply with quote

دسترګو دبهرني پوښ ناروغئ

١-دسترګو دبهرني پوښ التهاب يا
conjunctivitisدسترګې د کرې ياګردئ دپوښ التهاب،هغه ناروغي ده چه قريب ټول وګړي ئي پیژني٠لکه څرنګه چه په تصوير کې ليدل کيږي،پدې ناروغۍ کې سترګه يا سترګې
http://www.google.com.au/search?hl=en&biw=1259&bih=622&q=conjunctivitis&um=1&ie=UTF-8&tbm=isch&source=og&sa=N&tab=wi

په ګړندي ډول دساعتونو يا د شپې او ورځې په موده کې سرې شي ،دغه رازسترګې درد، خارښت، سوزش او پړسوب پيداکولی شي٠اوښکې بهيږي او ورسره التهابي افرازات چه ژړ رنګ لري او د چرک يا خيري په نامه هم ياديږي،ليدلی شو٠ځينې وخت،دسترګو باڼه يود بل سره سريښ شي او ناروغ نشي کولی چه سترګې پرانيزي٠
لاملونه
ميکروبونه،خاصتابکتيريا او ويروسونه ،چه معمولا د ناپاکه لاسونو په وسيله سترګو ته انتقالیږي، ددې ناروغئ عمده اسباب دي٠
الرژي يا حساسيت ددې ناروغئ بل عمده سبب دی چه معمولا دواړه سترګې ناروغه وي٠
داميکروبي ناروغئ شديدا ساري ده،او په اسانې سره دکورنۍ نورو غړو،خاصتا ماشومانو او په وړکتونو او ښونځيو کې نورووګړو ته سرايت کوي٠
درملنه
که دناروغ سترګې تړلې او چرکين افرازات ولري،بايد په احتياط سره پاک او و وينځل شي٠
که امکان ولري،دډاکتر سره مشوره وکړئ٠
ډاکتران معمولا ضد ميکربي څاڅکي( قطرې) اويا هم ملم (مرهم)، توصيه کوي،دمثال په توګه:
chloramphenicol,sulfactamid,gentamicin,tobramicin,
ciprofloxain
او ورته نور مشتقات٠
که دناروغۍ سبب حساسيت يا الرژي وي،پورتنۍ داوګانې ګټه نه کوي او د
antistine previn،patanol
او ورته نورو دواګانو استفاده کيدی شي٠


Pterygium٢دغه ناروغئ چې دې زيات لمر لرونکو سيمو په اوسېدونکو،خاصتا دې کرهنګروپه سترګو کې ډير ليدل کيړي،دسترګې دې بهرني پوښ يا conjunctiva يامنضمې دې غير نارملې نشونما له کبله رامنځ ته کيږي٠
ځرنګه چې په عکسونو کې ليدی شئ،داحالت اکثرا دسترګو په دنني کنج يعنې دپوزې خواته رامنځ ته کيږي٠
https://www.google.com.au/search?q=pterygium&hl=en&prmd=imvns&source=lnms&tbm=isch&sa=X&ei=hIuIUMScGs-wiQeX0YDQAg&ved=0CAcQ_AUoAQ&biw=1024&bih=587
دې لمر شعاع،وچه يا نامرطوبه ککړه هوا اوباد يا شمال، ددې ناروغئ په اسبابو کې دخيل ګڼل کيږي٠

اعراض او علايم:
دناروغ دسترګې ياسترګو داخلي کنج سور والی او پړسوب لري٠ناروغ احساس کوي چې ګواکې په سترګه کې ئي کوم شی (اجنبي جسم) لوېدلی دی.

ددې ناروغئ دمخنيوي لپاره،محافظوي عينکې يا چشمې پکار دي٠

معالجه:
که دې ناروغ دليد ساحې ته ضرر ورسي نو لازمه ده چې دسترګو متخصص ته دجراحئ لپاره وشي٠
دوا او دسترګو څاڅکي چندان ګټه نه کوي خو که سترګې وچواله يا خرښت هم
ولري،يا داچې ميکروبي شي،نو دسترګو څاڅکي ګټه لرلی شي٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> طب او نباتي روغتیاپالنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.