tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

زه د ستاسو نوی ملګری یم

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د پښتو او پښتنو حجره
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
اتل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 07 دسمبر   2010
ليکنې: 854

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   ميئ   10, 2012 6:02 pm    عنوان   : زه د ستاسو نوی ملګری یم Reply with quote

زه اتل ویاړم چې د خپلو پښتنو وروڼو په لبکو کې ورګډ شوم. د پاک الله نه مې هیله داده چې ددې ویاړلې ټولنې نه څه زده کړم او پدې بهیر کې څه خدمت هم وکړم. مننه.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   ميئ   11, 2012 7:35 am    عنوان   : سلامونه Reply with quote

سلامونه
اتل صيب ستړي مشي دا ستاسو خپله ديره ده
پاتي شول زده کول ، يره وروره په حوجره او ديره کي به نور څه زده کړي په غير له چلم تازه کول ،ډکول ،ا و څکول Embarassed Embarassed
ستار ،منګي او ديارانو د خوږو اوازنو اوريدل
کله کله دشهيد او په وطن او ملت مين ملنګ جان ملنګ شعرونه په کي زمزه زمزه کيږي
بس دا تور توتان له تانه قربان دي
لږ پورته خواته سياسي خوني هم لرو هغلته دوطن له حالاتو سړي يو څه تر لاسه کولاي شي خو دديري په څنګ بيا دګپ او شف خونه ده Embarassed

بيا هم تل ښه راغلي قدمونه مو زمونږ په ليمو
تربيا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   ميئ   11, 2012 8:43 pm    عنوان   : سلامونه Reply with quote

سلامونه
اتل صيب ستاسو دراتلو په خاطر دخوښي يو وړوکي دحوجري مجلس مو جوړ کړو
انشاالله چه که پښتون صيب خبر شو نو د خوښي نه به مجلسونه جوړ کړي

http://www.youtube.com/watch?v=Sk8SqE8FdZE&feature=youtu.be
تربيا


وروستی ځل بدلون  tandar   په   ١   شنبه ميئ   13, 2012 8:37 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   13, 2012 8:00 am    عنوان   : سلامونه Reply with quote

سلامونه

ښکلي محفل دي راټول شوي عزيزان په کي
.................................. افتخاردي چه نن ناست پښون او اتل خان په کي
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
له وطنمل صيب نه

کړمه تپوس ښاغلې عبدالسلام،شاهير،عادل،هڅاند اولاروي مو څه کړل؟
........................................ښاغلې اکرم،تيمور، خيريوسي او قراني موڅه کړل؟
تندر رابللي ښاغلې پتوال ، زوړ پتنګ نوي خوشحال خان په کي Embarassed
...............................افتخاردي چه نن ناست پښون او اتل خان په کي


http://www.youtube.com/watch?v=Sk8SqE8FdZE&feature=youtu.be
تربيا


وروستی ځل بدلون  tandar   په  جمعه   جون   01, 2012 11:50 am   ورکړی دی  , د تغير شمېره   5
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پښتون:
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 جنوري   2011
ليکنې: 252

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   13, 2012 11:45 am    عنوان   : Reply with quote

سلامونه!
تندر صیب ،مننه کوم چې زه مو یاد کړې یم،او اتل ورور ته هم ښه راغلاست وایم .
تندر صیب دا ستاسو د ویډیو ریکارډول راته ډیر جالبه ښکاري او یا مو دا نوی طریقه د ډاونلوډ لپاره موندلې ده.
که د تلویزیون سره ویډیو ریکارډر وصل کړئ نو ویډیو به مو ډیره ښکلې او صفا راشي.که تاسو ته مشکله وي نو وریرونو ته مې دا کار ډیر اسانه دې،.دا نوی ځوانان او حتې ماشومان د کمپیوټر او تلویزیون په انسټیال او د نورو آلاتو سره د وصلولو لپاره خدایی استادان دي.
دا شعر دې او که دعوتنامه دې لیکلې ده،خو ډیر ښایسته مو لیکلې دې.


ښکلي محفل دي راټول شوي ټول ياران په کي
ښاغلي تندر رابللی هرې خوانه ټول ياران په کي

ښاغلي تندر رابللی له هرې خوا درانه مشران په کي Embarassed
تر بیا له خیره
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   13, 2012 12:29 pm    عنوان   : سلامونه Reply with quote

سلامونه
چه وطنمل صيب ګيله ونه کړي Embarassed
زما په زړه تل وريږي اخر تري ليکلي سند جوړ شي هههههها
وروره رښتيا واې نن ځوانان ډير پوهيږي نظر بوډاګانو ته ههههههها
زه خپله هم له ځامنو مرسته غواړم
خوبعضي ملي او زما په زړه دخداي بخلي ملنګ جان شعرونه ناڅاپي راپيښږي اوپه مبائيل کي ې زر تري ثبتومه
انتقال ې بيا ځامن راته کوي ،خو خوله، تبصيره،ليکنه زما خپله ده Embarassed Embarassed Embarassed Embarassed Embarassed Embarassed دا له چا نه قرضوم هههههههها
تربيا


وروستی ځل بدلون  tandar   په  ٢   شنبه   ميئ   14, 2012 7:16 am   ورکړی دی  , د تغير شمېره   2
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پښتون:
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 جنوري   2011
ليکنې: 252

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   13, 2012 1:23 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه ته مو دو لاسه وعلیکم السلام !

هاهاهاهاها
تندر صیب دا خنداګانې دې ولې داسې دي لکه د قاره چې سور او زیړ کیږې.
او دا وطمنمل صیب یی څوک دې،پخوا خو وطنمل وو.
مطلب مي وطنمل صيب و ،خو خير دعمر سره سترګي هم فقط په ليکلو کي ضعيفه کيږي له توجه او اصلاح نه مو مننه ،تندر،

که پتوال که وطنمل دې که خوږ ژبې شیرزاد دې
دا مشران خو مشران دې هم زمونږه ښه یاران دي
ښاغلي تندر رابللی زړور درانه مشران په کي
د ټول افغان پکښې دټول افغان پکښې

او یاقربان
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing Laughing
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   ميئ   14, 2012 7:57 am    عنوان   : سلامونه Reply with quote

سلامونه ياره زه او قهر لري خبره ده، خو له اصلاح نه دي مننه
ځوانان دبوډاګانو تل همسا وي Embarassed Embarassed
داشعر و ،حوجره بلنه نه غواړي ،دهر سړي په مخ خلاصه وي

وساتي نفاق اودرد غم ځني ملت زما
................................راولي اصلاح اواتفاق پښتون زلميانو کي
خوښ زه ملنګ جان يم که هر څو په زړه ازار يمه
...................................دامي ده ارزو که شمه ياد په خادمانو کي
تربيا

يره پښتونه ياره چه دالاندي زم زمه مي ستا په ژوندي بڼه اوريدلي وي ؟ هههههههها
که راسره مخ شوي نو مخکي دسلام پرځاي به سره په ډنګ ډه ډنګ سره شروع کوو خو چه مخکي له مخکي يو ډولچي هم ورته پيدا کړو هههههههههههه داخو بسته بدله ده چه دا دي له کومه کړي ؟ههههههههههها


او یاقربان
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پښتون:
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 جنوري   2011
ليکنې: 252

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   ميئ   15, 2012 11:49 am    عنوان   : Reply with quote

هاهاهاها
تندرصیب لکه چې
د ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
ډنګ ډه ډي ډنګ،ډنګ ډنګ
نه د موبایل فون لپاره رینګټون جوړوئ .
زما په آواز چیرته خوند کوي،هغه د ربابی ټوکه به دې په یاد یی چې ډیر ښه رباب یی وهه ولې آواز یی خراب وو،نو زما غږ هم داسې ونیسه،خو بیا به یو ټرایی وکړم ،داسې نه چې بیا د وهلو نه مې ځغلول ډیر وي.هاهاهاهاها
تندر صیب پورته خو ما ټوکې وکړې ،زه پوه وم چې په لیکلو کې سهوه شوی یی او د وطنمل صیب نوم مو په ډبل میم لیکلې،هغه د چا خبره چې زه خو د فورم د کسانو پوستکې هم پیژنم. Laughing Laughing Laughing
مقصد د قار نه مې هم موخه ټوکه وه ,چې تاسو یی هغه بلاګې د خندا نه بلکې د قار ورکړې دې ,خو په اصل کې خاندۍ. Laughing Laughing Laughing
یاره دا اتل خو لکه چې تورو املوکو پسې لاړ؟؟ Laughing Laughing Laughing
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 862

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   ميئ   31, 2012 4:02 pm    عنوان   : Reply with quote

پښتنه وروره اسلام العلېکم. خدا زده چې اتل دې په تورو املوکو پسې لېږلئ او که په تورو نخودو پسې؟ خو ستاسې د د ُعا په برکت زه میرویس ستاسې نوئ ملګرئ حجرې ته راغلم. پاک الله دې اتل صاحب هم په خیر را ستون کړي چې زموږ ډله نوره هم قوي شي.
د ملګرو د اشعارو تبادلې او ټنګ ټکور خورا ښه خوند وکړ. باید ووایم چې دا لیکنې اوداشعارو تبادله بالخصوص د ځوان نسل د پاره ډېره ګټه لري. دا ډېره سالمه هڅه ده چې د پښتو ژبې د بهتره کېدو په لاره کې زیار ایستل کېږي. خو دا هم ضروري ګڼم چې د پښتو ژبې د پوهانو د یوې ډلې په خوښه نوي ټکي او نوي جوړښتونه رواج شي، نه د غیر مسلکي افرادو له خوا، ځکه چې بیایې له درد نه پړسوب زیاتېږي. بله دا چې هر هغه ټکي چې پښتو ته د نورو ژبو نه راغلي دئ، هغه اوس د پښتو ژبې مال دي. د پښتو ‌‌ژبه داتوان لري چې اجنبي کلمې په ځان کې مدغمې کړي. هغه کلېمې چې پښتو ندي او هره ورځ په پښتو کې استعمالېږي اوس هغه هم پښتو ګڼل کېږي، باید د ژبې نه ونه ایستل شي. بالخصوص لکه عربي کلمات، ځکه چې له یوې خوا به په پښتو کې څه پاتې نشي او له بلې خوا به څوک پخوا لیکل شوي کتابونه نشي لوستلي او ضرور به نوئ غیاث الغات ورته جوړوي. پکار دي چې املا هم صحیح شي او هغه کلمات چې معني یې هر چاته معلومه وي، د غلط مفهوم د پاره ونه لیکل شي، لکه چې خدمت ته چوپړ وایي. خدمت مثبت مفهوم رسوي او چوپړ منفي. تاسې ټولو ته د پاک رب څخه خیراو بریالیتوب غواړم.اوس مو پر پروردیګار سپارم.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
tandar
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 دسمبر   2009
ليکنې: 2373

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   ميئ   31, 2012 7:01 pm    عنوان   : سلامونه Reply with quote

سلامونه
وروره ستړي مشي او ښه راغلي داستاسو ديره ده او په تاسو ښکلي ښکاري
دپښتو په ژبه کي دپرديو کلماتو استعمال په ځايونو پوري تړلي دي
مثال ې کوزه پښتونخوا ده چه هغلته زيات دانګريزي استعمار ترلاندي په خپلو ورځنيو عادي خبرو کي انګريزي کلمات استعمالوي لکه د اور ډبلي ته چه اکثره ماچس واې ، نو ماچس پښتو کيدلاي نه شي او داسي نور مثالونه
نو زما په نظر ددغسو پرديو کلماتو پر ځاي چه دخپلو بي سوادو خلکو دپتاوي عادي ژبه چه ګرامري هم غلطه وي استعمال شي، تري ښه ګڼم
ولي بهرنيان زمونږ دژبي بعضي کلمات په خپلو ورځنيو راکړه او ورکړه کي نه استعمالوي ؟
تر ټولو غوره خبره داده چه اول پښتو ژبه په خپله خاوره کي بايد په عملي توګه رسميات پيدا کړي ، ډير واکداران او نور دولتي تحصيل يافته مسئولين اصلا په پښتو ژبه ، نه ليکل او نه لوستل کولا شي اونه پري پوهيږي ،ولي؟
ډير پښتانه چه دکابل شهر نو ته ننوتي په پښتو ژبه شرميږي ،فاړسي واې، ولي ؟
په بهرنيو هيوادو کي ددولت نماينده ګانو دمددي بدله ملي سرود ګرځولي ،ولي ؟
اول بايد هر افغان پښتو ژبه په عمل کي په رسميت وپيژني
چه ،،،،مرا سګ خورد،،،، سم ترجمه کړي
او ونه واې ،،،ما سپې وخوړو ،،، هههههها
يوه ګوته چه بل ته نيسو ،ځانته مو ٣ ګوتي نيولي
يعني اصلاح اول بايدله ځانه شروع کړو
دپرديو کلماتو راخپلول دخپلي ژبي دکمښت معني ورکوي
زمونږ ژبه پښتو يوه مکمله ژبه ده تر توانه بايد تقويه شي
دازما نظر دي
تربيا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د پښتو او پښتنو حجره    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.