د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په اسلام کې د بېلا بېلو ډلو په اړه پوښتنې

پښتون ځلمی
17.06.2003

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
[color=green:5b794afa3a]څوک چې د اسلام نوي زده کونکي وي او يا ېې د لمونځ او اودس نه پرته ډېر څه نه وي زده کړي ، لوستلي، اورېدلي، نو دا مضمون دې نه لولي. خداې مه که د اسلام يا مسلمانانو نه ېې زړه بد نه شي. العياظ باالله من الشيطان الرجيم.[/color:5b794afa3a]

ګرانه وروره طالب جانه
څه ډېر وخت کېږي چه زه د اسلامي ويبپاڼو او اسلامي 'چاټرومو' چکرونه وهم خو ډېر عجيبه څيزونه مې ولوستل او وا مې ورىدل. حيران پاتې يم چې ګنې ما نوي معلومات ترلاسه کړل او که څه مې چې زده وو هغه مې هم هېر کړل.
زه يو څو پوښتنې لرم او کېداى شي زما پوښتنې يا مشکل په يو وار حل نه شي. کېداى شي زه بيا هم پوښتنه و کړم. نو هيله ده چه ما سره تحمل وکړئ. : )
١ [color=darkblue:5b794afa3a][دا کېداى شي بېخي يوه بېله موضوع وي خو د هم دغه ځاى نه زما دا کړکېج شروع شو.][/color:5b794afa3a] يو کال مخکې به چې يو چاټ ته هر وخت لاړم نو هر ساعت به په دې بحثونه او جنګونه وو چې "الله چېرته دی؟"، "الله لاس/لاسونه لري که نه؟" څوک واېي چې په هر ځاى کې دی (او هم دغه خلک لکه چې 'احباش' يا 'حبشي' بلل کېږي. څوک واېي الله په عرش ناست دى، ځکه په قرآن کې د" استواى" ذکر شوى دى. هم دا راز د "يد" (لاس) ذکر هم قرآن کې شوى دى. په دې موضوع او په دې چې دا احباش څوک دي (د هغوي قبله هم په شمالي امريکه کې موږ سره توپير لري)، که لږ ړنا واچوئ، نو دا به ستاسو لويه مهرباني وي.
دا خو ما ته د اسلام د دښمنانو سازش ښکاري. هغوي کېداى شي دا راز پوښتنې او وسوسې مسلمانانو ته ور اچوي، او بيا د دي پوښتنو د ځواب په تلاش کې په مسلمانانو کې اختلاف پيدا کېږي، که چېرته پوخواني علماؤ په دې هکله څه نه وي ويلي.
دا هم اوس يو بل سوال او سردردي ده چې که په دې هکله حديث شريف او زموږ امامانو څرګندونې کړې وي، نو په دې وخت کې ولې په دې موضوع کې اختلاف پيدا شي :?:
زما په اند خو موږ ( زموږ عالمان ) بايد د داسې شيانو پسې وهم نه ګرځو، ځکه چې داسې ډېر ډېر سوالونه پيدا کېداى شي چې د ځواب د پيدا کولو په هڅو کې به ېې د انسان مغز وچوېږي.

هم دا راز زه د نورو ډلو، تر دې چې د احنافو (حنفيانو) په هکله هم پوښتنې لرم. خو فکر کوم اوس ساعت به په دې بسيا وکړو. (اراده مې بدله کړه)
په مينه او درنښت



طالب جان
20.06.2003

[color=black:fffbb8152f]محترمه وروره پښتون زلميه وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
ورور جانه تركومه ځايه چي ستاسي دپوښتني اړه ده نو لطفا لاندي ټكو ته پاملرنه وكړۍ[/color:fffbb8152f]
خداي پاك دخپل معجز كتاب متن دخپل بي ساري حكمت له مخي په دوو بنسټيزو ډولونو ويشلي دي چي يوي ته ئي محكمات او بلي ته ئي متشابهات ويل كيږي.لوي خداي دغه ويشنه په خپلو ټكو كي داسي كوي:
[color=blue:fffbb8152f]""مِنْهُ آياتُ ُ مُحْكَماتُ ُ هُنّ َ اُمّ ُالْكِتابِ وَ اُخَرُ مُتَشابِهاتْ "" سورة آل عمران 3ټوك آيت لمبر7[/color:fffbb8152f]ژباړه: ځيني له هغو نه محكمات دي(يعني معلوم المراد) دا د كتاب (قرآن كريم) مور(اصل) ده او نور متشابه يعني (مبهم)دي.
اوس نو د محكم او متشابه په اړه توضيحاتو ته پام وكړۍ:
محكمات: يعني هغه آيتونه چي معنى او مفهوم ئي معلوم او دپوهيدني وړ وي او له لفظي او معنوي پلوه هيڅ ډول ابهام پكي نه وي.لكه قُلْ هُوَاللهُ اَحَدْ. يعني خداي جل جلاله يودي.
متشابهات: هغه آيتونه دي چي له لفظي يا معنوي پلوه دپوهيدني وړ نه وي او ابهام ولري.لكه يَدُالله (يعني دالله تعالى لاس) وَجْهُ الله (يعني دالله تعالى مخ) الرَحْمن على العرش استوى او داسي نور.........................
كه پورتنيو مثالونو ته ځير شو نو معلومه به شي چي له لفظي پلوه ئي معنى او مفهوم دپوهيدلو وړدي خو له معنوي پلوه دا توري يو ډول تعقيد او پيچلتيا لري او هغه داسي چي ددي شيانو نسبت دخداي تعالى ذات ته كول په ښكاره دهغه لپاره د كيف او څرنګوالي دثابتولو په معنى دي حال داچي دخداي پاك ذات له دي ډول جسمي كيف او كم نه له څيلمي پاك او منزه دي.
دمتشابهاتو دوهم ډول هغه دي چي نه ئي لفظ دپوهيدني وړ وي او نه ئي معنى او مفهوم.لكه كهيعص, الم, ص, حم, كهيعسص,يس,المر,ق, او داسي نور.
ګرانه وروره لوي خداي جل جلاله په خپل معجز كتاب كي هيڅ يو امر هم غير واضح اومبهم نه دي پريښي بلكه دهري موضوع لپاره ئي په ډاګه احكام ذكر كړيدي.دقرأنكريم دمحكماتو دبرخي په اړه لوي خداي خپلو بندګانو ته دهرډول لفظي او معنوي تحقيق اجازه كړيده چي دهغي له مخي بيا ديني امامانو داحكامو استنباط كړيدي او ترموږئي رارسولي دي.البته ددي معنى دا نه ده چي هر كس او ناكس دي قرآنكريم دخپلوناروا نظرياتو دترويج لپاره دزغل ډګر وګرزوي بلكه اسلامي شريعت دقرآنكريم نه داحكامو داستنباط كونكو او دهغه دلفظي او معنوي تحقيق كونكو لپاره ځانګړي شرايط وړاندي كړيدي چي هغه پوره كول ډيرګران دي.يعني هغه بايد په ټولو مروجه علومو كي دومره وارد وي چي دقرآن له يوي برخي نه داسي حكم راونه باسي چي هغه بيا له بلي برخي سره ټكر وخوري.
پاتي شوه دمتشابهاتو خبره نو امام ابي عبدالله محمد بن احمد انصاري القرطبي رحمة الله تعالى عليه په خپل وتلي تفسير كي دمتشابهاتو تعبيرونكي عُلماء په دريو برخو ويشلي دي. نوموړي ليكي:
[color=blue:fffbb8152f]"" ...........وهذه الآية من المشكلات والناس فيها وفيما شاكلها على ثلاثة اوجه قال بعضهم نقرؤها ونؤمن بها ولانفسرها وذهب اليه كثير من الائمة.وقال بعضهم نقرؤها ونفسرها على ما يحتمله ظاهراللغة. وهذا قول المشبهة"" او بل ځاي بيا داسي فرمائي: ""قال شيخنا ابوالعباس رحمه الله متبعوالمتشابه لا يخلو ان يتبعه ويجمعه طلبا لتشكيك في القرآن واضلال العوام كما قعلته المجسمة الذين جمعوا ما في الكتاب والسنة مما ظاهره الجسمية حتى اعتقدوا ان الباري تعالىجسم مجسم وصورة مصورة ذات وجه وعين ويد وجنب ورجل واصبع.تعالى الله عن ذلك"" تفسير قرطبي لومړي ټوك 254 مخ \څلورم ټوك 14 مخ[/color:fffbb8152f]
ژباړه او تفصيل: او دغه آيتونه (الرحمن على العرش استوى او نور) دمشكلاتو يعني متشابهاتو له ډلي څخه دي.خو ددغو آيتونو دتعبير له امله خلك په دريو ډلو ويشل شويدي.لومړۍ ډله په دي عقيده ده چي موږ دغه آيتونه لولو ايمان ورباندي لرو خو تفسير توجيه او تحليل ئي نه كوو.دامام قرطبي دوينا له مخي دغه عقيده دوتلو امامانو, جمهور اهل سنتو ,سلف صالحينو او دمتـأخرينو عُلماوو هم ده.
دوهمه ډله مشبّهة نوميږي .دوي عقيده لري چي موږ دغه آيتونه لولو او دظاهري تورو له مخي ئي معنى او مفهوم راباسو.
دريمه ډله جسمية نوميږي .دوي بيا لوي خداي جل جلاله ته جسم او صورت ثابتوي او واي چي خداي پاك پښي لاسونه ,سترګي, مخ او سر لري .(نعوذبالله)
دقرآنكريم متن ته دكتلو له امله او همداراز دمجتهدو ائمهْ كرامو دتحقيق له مخي لومړنۍ ډله برحقه او دمتشابهاتو په اړه له قرآني اصولو سره بيخي برابره او سمه ده او دانوري دوه او هغي ته ورته ډلي مردودي او دمتشابهاتو دتعبير او تشريح په اړه ئي عقايد له قرآنكريم سره ټكردي.دخپلو دغو ټكو د رښتينولۍ لپاره زه لومړي دقرآنكريم آيت او بيا دمجتهدو امامانو اقوال ذكر كوم:
خداي تعالى فرمائي[color=blue:fffbb8152f]:"" وَما يَعْلمُ تأوِيْلُهُ اِلاّالله وَالرّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُوْلُوْن آمَنّا بِهِ كُلّ ُ ُ مِنْ عِنْدِ رَبِّنا""سورة آل عمران ټوك لمبر 3, آيت لمبر7[/color:fffbb8152f]
ژباړه: او له خدايه پرته دمتشابهاتو تأويل هيچا ته هم نه دي معلوم او په علم كي راسخ يعني پاخه او رسيدلي خلك وائي چي موږ ورباندي ايمان راوړي ( او دمتشابهاتو په ګډون) ټول آيتونه زموږدپالونكي له لوري نازل شويدي.
له دغه آيت نه په ډاګه شوه چي دمتشابهاتو په اړه دلومړۍ ډلي عقيده حقه او له قرآني اصولو او لارښونو سره بيخي برابره ده او ټولو مسلمانانو ته لازمه ده چي دهمدغي سوچه اوپاكي عقيدي پيروي وكړي.
دمسلمانانو يوه بل ستر امام علامه ابوالفضل شهاب الدين السيد محمود الآلوسي البغدادي رحمة الله تعالى عليه په خپل نامتو تفسير روح المعاني كي ليكلي دي[color=blue:fffbb8152f]:"" وانت تعلم ان طريق كثير من العلماء الاعلام واساطين الاسلام الامساك عن التأويل مطلقا مع نفي التشبيه والتجسيم. منهم امام ابوحنيفة وامام مالك واما احمد بن حنبل وامام شافعي ومحمد بن حسن وسعد بن معاذ المروزي وعبدالله بن مبارك وابو معاد خالد بن سليمان صاحب سفيان الثوري واسحاق بن راهويه ومحمد بن اسماعيل البخاري وابوسورة ترمذي وابوداود السجستاني. ونقل القاضي ابوالعلاء صاعد بن محمد في كتاب الاعتقاد عن ابي يوسف عن امام ابي حنيفة انه قال لاينبغي لاحد ان ينطق في الله تعالى بشئ من ذاته ولكن يصفه بما وصف سبحانه به نفسه ولايقول فيه برأيه شيئا.تبارك الله تعالى رب العالمين.""روح المعاني 8 ټوك 229 مخ.[/color:fffbb8152f]ژباړه :.......داُمت پورتني ټول وتلي مجتهد امامان ,محدّثين , او ثقه عُلماء كرام دمتشابهاتو دتعبير په مهال دلوي خداي ذات له هرډول تشبيه او تجسيم نه پاك ګڼي.قاضي ابوالعلاء صاعد بن محمد په خپل كتاب الاعتقاد كي له امام ابي يوسف نه روايت كوي چي امام ابوحنيفة رحمه الله فرمائي چي هيچا ته نه ښائي چي دالله تعالى دذات په اړه هيڅ ونه وائي بلكي په هغو صفاتو دي بولي چي خداي جل جلاله په قرآنكريم كي دځان لپاره غوره كړيدي.
همدا راز علامه قرطبي په خپل وتلي تفسير کي فر مايلي دي[color=blue:fffbb8152f] "".......وهذا کماروي عن مالک رحمه الله ان رجلا سأ له عن قوله تعالي الرحمن علي العرش استوى قال مالک الاستواء غيرمجهول والکيف غير معقول والايمان به واجب والسوال عنه بدعة"" قرطبي ټوک ٧مخ٢١٩ [/color:fffbb8152f]
ژباړه : له امام مالک څخه روايت دي چي له ده څخه چا دقرآني آيت الرحمن علىالعرش استوى په هکله وپوښتل امام په ځواب کي وفرمايل چي داستواء ( معنى ) معلومه ده خو د استواء څرنګوالې له عقله لري دۍ ايمان راوړل پري واجب دي او دهغي په اړه پوښتنه کول بدعت دي. د علما کراموله دي اقوالوڅخه هم په صريح ډول دا معلومه شوه چي داولي عقيدی څښتنان په حق اوله اسلامي اصولوسره برابردي اوټولو مسلمانانوته لازمه ده چي همدغه عقيده خپله کړي .
وروره تاسي دمتشابهاتو په اړه دعلماؤ داختلاف خبره کړي ده نو له پورتنيو اقوالو به تاسي ته معلومه شوي وي چي دمتشا بهاتو په اړه د ټولو علماؤ متفقه رايه همدا ده چي ددي تأويل اوپلټنه او په دي اړه له پوښتنو څخه بايد ځان وژغورل شي تاسي چي داحباشو ذکر کړيدي نو وروره احباش هم دداسي عقيدي خاوندان دي چي هغوي دمتشا بهاتو په اړه سوالونه کوي او خلک له حنيف دين څخه بلي خواته اړوي ځکه نو اکثرو عربو علماؤ احباش يوه ګمراه کونکي ډله بللي ده لکه څنګه چي ددوي عقيده دقرآني اصولو خلاف ده نوځکه دوي داهل سنت والجماعت له ډلي څخه وتلي دي او هيڅکله يي بايد په عقيده اوخبرو باندي انسان ونه غوليږي .
[color=red:fffbb8152f]پوښتنه دا ده چي کله چي د متشابهاتو په اړه دامت دا نظر دي نو بيا په قران کريم کي دمتشابهاتو دذکر کولو ضرورت څه ؤ؟؟؟[/color:fffbb8152f]
ځواب يي دادي چي په قران کي خداي جل جلا له متشابهات ذکر کړل اوخلک يي له له پلټني څخه منع کړل ترڅو وګوري چي دالله تعالي په دي حکم چي دمتشابهاتو له پلټني څخه منع ده څوک عمل کوي دمتشابهاتو دلټي دمنعي په اړه خداي جل جلا له فرما يي [color=blue:fffbb8152f]:"" فَاَمَا ِفيْ قُلُوِبهِمْ زَيْغُ ُ فَيَتّبِعُوْنَ مَا َتشَابَهَ ِمنْه ُ ِابْتِغاءَ اْلفِتْنَةِ َوِابْتِغَاءَ تَأوِيْلِهِ"" آل عمران آيت ٧ ټوک ٣ [/color:fffbb8152f]
ژباړه اوتفصيل : پس هغه کسان چي په زړونو کي يي کږوالي دۍ هغه دمتشا بهات متابعت کوي او د هغوي دتأويل له لياري خلک په فتنه کي اخته کوي .
خلاصه : داچي د الله تعالي هغه صفات چي دمخلوق لپاره هم استعمال شويدي نو دهغوي داستعمال حيثيت مختلف دی مثلا انسان ليدل او اوريدل کوي همدا راز خداي جل جلا له هم اوري او ويني مګردانسان دليدلو او اوريدلو حقيقت مبدأ او غايت مونږ ته معلوم دي خو دخداي جل جلا له ليدل اواوريدددي ادراک زمونږ عقلونه نشي کولاي بلکه دد ي ټولو صفاتو په اړه موږ وايو چي دا ټول صفات خداي ته ثابت دي خو ددي اوصافو کم اوڅرنګوالی او تعبير زموږ دبيان له بريده بهر وتلي دي لكه څنګه چي دخداي ذات بي چون او چګون دي همداراز دهغه ټول صفات يعني لاس سترګي, استواء او دنورو ټولو صفاتو مفاهيم اومعاني هم يواځي او يواځي دهغه له شانه سره موافقي دي.آسماني شرائعو هيڅكله هم انسانان په دي نه دي مكلف كړي چي ددغه ډول ماوراء العقل مفاهيمو په پلټنه او تشبث كي ځانونه ددين او دنيا له كارونو وباسي.
...................[color=indigo:fffbb8152f]اي برتر از خيال وقياس وګمان ووهم..........................................................
..............................................................................................وزهرچه ګفته اند,شنيديم وخوانده ايم......
........................................دفتر تمام ګشت وبه پايان رسيد عُمر.............................................................
...............................................................................................ما همچنان دراول وصف تو مانده ايم........[/color:fffbb8152f]


سلفيت، تصوف، طريقت، .....

پښتون ځلمی
29.06.2003

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
جزاکم الله خيرا طالب جانه وروره
جنتونه مو په نصيب شه، ډېر په څرګنده ډول مو زما د پوښتنې ځواب را کړ ى دى
که زه تېر وتلى نه يم نو ځينې يا ټول سلفيان واېي (په انګلېسي کې) :
Allah is above the 3arsh
نو دا هم غلطه ده؟

خبره د سلفيانو راغله. زما په خپله خوښېږي او ډېرې خبرې ېي په ځاې هم دي خو کله کله يا ځينې ځينې خلک ېي بېخي سخته نيسي تر دې چې په موږ باندې هم ملنډې کوي. دا هم منم چې ريښتيا هم زموږ په ژوند کې ډېر غير اسلامي دودونه را ګډ شوي دي. تاسو نه هيله کوم چې د سلفيانو په هکله څه څرګندونې وکړئ. او په سلفيانو او وهابيانو کې څه فرق شته که نه؟

کېداى شي دا پوښتنه يا پوښتنې د پورتنۍ پوښتنې پورې تړلې وي. که وي خو ښه ده، که نه وي نو بل وخت ېي کولاى شۍ ځواب کړۍ.

زه چې په انټرنيټ کې څه اسلامي پاڼې پېژنم او څه مې چې مخ ته راځي، نو زياتره به يا په ښکاره ډول سلفي وي يا به سلفي ډولې وي او که نه نو بيا هرو مرو صوفي ډولې وي چې د تصوف، طريقت (نقشبندي، چشتي، او نور) ملا تړ کوي او د سلفيت سخت مخالفت کوي. نو زما پوښتنه دا ده چې آيا داسې سنيان بېخي د نش په حساب دي چې نه سلفي وي او نه صوفي او که په انټرنيټ کې ېي شته والی نه معلومېږي؟
ايا موږ تصوف منو؟ دا طريقې منو؟ دا په اسلام کې شته؟ دلته يو ورور دى چې ځان ته سني حنفي واېي او ډېرو آفغاني فورمونو ته ځي، خو ټوله ورځ د تصوف، طريقت، عيد ميلاد، وغيره خبرې کوي او زما ورته هسې مغز خرابېږي ځکه چې زما په اند دا خبرې د ځوانانو د سر نه تېرې دي.

په درنښت



طالب جان
03.07.2003

ګرانه اودعزت وړه وروره (( پښتون ځلمی )) صيب سلامونه او نيکي هيلي مي ومنۍ
[color=blue:89284e761b]د وهابيانو سلفيانواو صوفيانو په اړه ځما نظر[/color:89284e761b] : وروره اسلامي شريعت مونږ ته په مسائلو کي د افراط او تفريط اجازه نه راکوي دافرقی چي په موږ کي د وهابي سلفي او صوفي په نومونو پيدا شوي دي په دي کي هم بعض ډير افراط کوي ياني غير شرعي او مباح شيان يي داسي ګرځولي له فرض او بعض بيا دومره تفريط کوي چي شريعت يي دومره محدود ګرځولی دی چي ديوه مکروه کار کونکی هم د شرک او کفر کندي ته ور غورځوي له همدي کبله په ډيرومسائلو کي ددي فرقو اختلافات له احنافو سره واقع شويدي حتي چي په بعض مسائلو کي دا اختلافات دومره شدت ته رسيدلي دي چي دحلت او حرمت خبر يي رامنځ ته کړي ده ياني يو شي داحنافو په مذهب حلال وي او په واضحه دﻻئلو سره ثابت وي مګر بيا هم دغه فرقي هغه حرام بولي په همدي ډول د حرمت مسأله هم در قياس کړ ۍ چونکه دغه ډلي په بعضي مسائلو کي دقراني اياتو او نبوي احاديثو خلاف کوي نو ځکه دي فرقو ته حق ويل ګرانه خبره ده .
[color=indigo:89284e761b]تصوف ځما له نظره [/color:89284e761b]: لکه څنګه چي انسان د بدني ناروغي لپاره ډاکټر ته ضرورت لري همدا راز د با طني نا روغيو لپاره هم معالج ته ضرورت ليدل کيږي اود انسان باطني ناروغي عبا رت دي له لمونځ نه ادا کول ,روژه خوړل , بد نظري کول ,غلط خيالات, شرابخوري ,اوپه اسلامي احکامو کي له سستي څخه کار اخستل اوداسي نور.......: نو ددي مفسدودليري کولو لپاره يوه (( ډاکټر )) ياني له عالم با عمل سره رابطه کول پکاردي هغه عالم دخپل علم په رڼا کي او دخپلو تجربو له مخي انسان ته ددي مفسدو د ليري کيدولپاره مختلف وردونه اومختلفي وظيفي ورښيي چي دهغوي دعملي کولولا مله انسان له دي مفاسدو څخه خلا صيداي شي
مګرددي معالج لپاره دا ضروري ده چي بايد په مکمل ډول ظاهرا او باطنا د اسلامي شريعت په ټولو اصولو باندي خبراوپه کلکه سره ددي اصولوپابند وي داسي نه چي هر په قبر باندي ناست پير او فقير ددي اهل دی بلکه هغه پيران چي له اسلامي شرعي اموروسره نابلده وي هغه کسان د اصلاح په ځاي له ځان سره سره نور خلک هم د ګمراهي په درياب ور ﻻهو کوي .
[color=blue:89284e761b]نقشبنديه چشتيه سرورديه طريقی[/color:89284e761b] : لکه چي مخکي مي وويل چي پير بايد متشرع وي نو متشرع پيران دخپلو مريدانو دباطني امراضو داصلاح لپاره هغوي ته مختلف تدابير اختياروي دغه تدابير چونکه مقصود بالذات نه وي بلکه دا دمقصود د حصول (( ياني اصلاح باطن )) لپاره يوه ذريعه بلل کيږي نوځکه دداسي تدا بيرو د ثبوت لپاره دا ضروري نه ده چي په قران يا حديث کي موجودوي بلکه اصل شی مقصودي شيان دي او هغه ټول په قران او حديث ثابت دي
چونکه مختلفو بزرګانو دخپلو مريدانو د اصلاح لپاره مختلفي طريقی اختيار کړي نو ځکه هغه طريقي وروسته په ځانګړو نومونو باندي نومول شويدي لکه دشاه نقشبند صيب يوه طريقه وه نو هغه طريقه په نقشبنديي سره ونومول شوه اوس هم دده وروسته پاتي خليفه صيبان داصلاح باطن لپاره د نقشبند صيب طريقه پکا روي همدا راز د چشتيي او سر ورديي خليفه صيبان دخپلو پيرانو طريقي مخ په وړاندي بيايي يو وار بيا وايم چي دا طريقي دحصول مقصود لپاره ذريعه دي مقصود بالذات نه دي نو ځکه يي په قران او حديث کي ثبوت هم ضروري نه بلل کيږي .


تصوف، طريقت، تصول...

پښتون ځلمی
13.07.2003

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
جزاکم الله خيرا طالب جانه وروره
نو آيا تاسو په پيري او مريدي باندې باور لرئ؟ آيا ضروري نه ده چې دا وظيفې چې صوفيان ېې کوي بايد په قرآن / سنت کې هم موجودې وي؟ ځينې صوفيان چې هغه " نڅاګانې " کوي، هغه اسلامي بنسټ لري؟ په طريقت کې ځينې اعمال لکه يو شيخ ته بيعه ورکول، د هغه هره خبره منل، ځان د دنيا/کور نه څه وخت د پاره لېرې کول، او داسې نور ... څه جواز لري؟ عام وګړي هم د ېوې نه ېوې طريقې پورې تړاو لري او که نه طريقت ېواځې د پير او مريد پورې تړلى دى؟ دا تصوف او طريقت په کوم وخت کې شروع شو او په کوم دليل؟
د تصول په اړه حنفي مذهب څه واېي؟ که جواز لري، تر کوم حده پورې روادى؟
[quote:f480336c24]يو وار بيا وايم چي دا طريقي دحصول مقصود لپاره ذريعه دي مقصود بالذات نه دي نو ځکه يي په قران او حديث کي ثبوت هم ضروري نه بلل کيږي.[/quote:f480336c24]
څه معنا؟ ولې پکار نه ده چې د هغه مقصود حصول د پاره لارې چارې په قران او سنت کې بيان شوې وي؟
توبه، څومره ډېرې پوښتنې په يو وار. بښنه.



طالب جان
18.07.2003

ګرانه وروره پښتون زلمي صيب : وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته
ستا له ليکني څخه يو جهان مننه دځواب په توگه درته دا لاندي توري ليکم :
اول به دتصوف تعريف وپيژنو چي تصوف څه ته وايي دعلم دين مشهور عالم امام غزالي رحمت الله عليه په خپل وتلي کتاب احياءالعلوم کې د تصوف تعريف داسی کړی دی [color=green:5ace1c37c2]"هو علم يعرف به انواع الفضائل وکيفية اکتسابها وانواع الرذائل وکيفية اجتنابها"احياءالعلوم لومړی ټوک 19مخ[/color:5ace1c37c2]
ژباړه :تصوف هغه علم دی چي دهغو په وسيله داخلاق حميده ډولونه اودهغوي دخپلولو طريقی او همدا راز د اخلاق رذيله ډولونه اوله هغوي څخه دځان ساتلو طريقی بيانيږي .
[color=blue:5ace1c37c2]دتصوف ثبوت په قرآن اوحديث کي:[/color:5ace1c37c2]
په سورة آلعمران کي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د بعثت په مقاصدو کي د ((ويزکيهم ))لفظ راغلی دی ياني رسول الله د مسلمانانو داخلاقو او اعمالو تزکيه کوي .
همدا رازپه سورة الشمس آية لمبر 9کي راغلي دي (( قد افلح من زکها )) ياني يقينا هغه څوک مراد ته ورسيدل چاچي خپل نفسونه پاک کړل .
همدا راز هغه ټول مبارک احاديث چي په هغو کي د نيکو اعمالو لکه صبر، شکر، رضا ، تسليم ، تفويض ، توکل ،اخلاص او داسي نورو نيکو اعمالو د خپلولو او ټول هغه احاديث چي په هغوي کي له بدو اعمالو لکه بخل حسد،کينه،ريا،غيبت،دروغ اونورو بدو اعمالو څخه دځان ژغورلوحکمونه وارد شويدي.
دتصوف له مذکوره تعريف سره سم پورتنی أيتونه او احاديث دتصوف په موجوديت دلالت کوی.همدارازپه قرآنی ژبه کی دتصوف دوهم نوم احسان دی نو پر همدی بنسټ هغه ټول آيتونه چی په هغوی کی داحسان ذکر دی دتصوف په معنی اخستل کيږی.له دي څخه معلومه شوه چي تصوف په اصل کي د قرآني آياتو او نبوي احاديثوپه اوامرو باندي دعمل کولو او دهغوي له نواهيو څخه دځان ژغورلونوم دی.
"له رذايلو نه ځان ساتل او دفضايلو خپلول په هرعاقل او بالغ باندی فرض دي چی دغی فريضی ته اصلاح النفس،تزکيه نفس يا تهذيب الاخلاق ويل کيږي.
[color=indigo:5ace1c37c2]په اسلام کی دبيعت ثبوت[/color:5ace1c37c2]: په نبوی احاديثو کی دژور غور نه وروسته بيعت په دريو ډولونو ويشل شوي دی.
[color=blue:5ace1c37c2]1:بيعت علی الموت:[/color:5ace1c37c2]دابيعت دصحابه کرامو له لوری له رسول اکرم صلی الله عليه وسلم سره ترسره شوی وو چی په ترڅ کی ئی هغوی دخدای دکلمي دلوړوالی او دهغه درضا دلاسته راوړلو لپاره له مرگ نه دنه ويريدلو ژمنه کړيوه.دغه ډول بيعت ته په شرعی اصطلاح کی بيعت رضوان هم ويل کيږي.
[color=indigo:5ace1c37c2]2:بيعت علی الجهاد:[/color:5ace1c37c2] داهغه ډول بيعت دی چی صحابه کرامو به په ټوله نړۍ کي داسلامي نظام دقيام لپاره په هرډول شرايطو کی دجهاد لپاره دخپل چمتووالي ژمنه کوله.
[color=blue:5ace1c37c2]3:بيعت علی ترک المعاصي[/color:5ace1c37c2]:دا بيعت به دبيلابيلو قبيلو داستازو له خوا ترسره کيده چی په ترڅ کي به ئی هغوي له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره دهرډول گناهونو دپريښودلو ژمنه کوله.نو په همدی بنسټ دمرشد او مريد ترمنځ بيعت هم له دريم ډول څخه گڼل کيږی.مرشد له مريد سره وعده کوي چی مريد ته به له الهی احکامو سره سم دژوند تيرولو طريقی ورښي او مريد بيا دمرشد په ټولو لارښوونو باندی دعمل کولو وعده کوي.چی دا څه له شريعت سره متصادم نه بلکي دشريعت عين مطابق دي.پاتي شوه دځينو تش په نامه صوفيانو له لوري دتصوف په نامه دساز او سروز محافل جوړول او ډول ډول نڅاگاني او قوالي ترسره کول نو ورورجانه داټول کارونه له څيلمی حرام دي البته موږ دځينو جاهلانو له لوري دترسره کيدونکو جاهلانه اعمالو له امله ټول تصوف ته بد نه شو ويلاي.دادهغوي انفرادي جهالتونه او بدعملۍ دي چی له حقيقي تصوف سره هيڅ اړخ نه لگوي.داکټ مټ داسي ده لکه يو څوک چی قرآني آيتونه له ساز او سرود سره لولي.آيا په داسي حالت کی به څوک نعوذ بالله قرآن ته بدوائی او که هغه څوک به بدگڼي چی دغه ډول جاهلانه عمل ترسره کوي؟
حقيقي صوفي هغه دي چی خپل ټول ژوند له اسلامي شريعت سره برابرکاندي او له هرډول تظاهر او رياکارۍ نه پاک وي.له بده مرغه ځينو تش په نوم صوفيانو له تصوف نه دځاني گټو دحصول يوه ناروا وسيله جوړه کړيده او هغه هغه بدعتونه او غير شرعي توکي ئی ورگډ کړيدي چی له شرک نه هم ورآخوا دي.زموږ لپاره ددغه ډول تش په نوم صوفيانو څخه دبرأت نه پرته بله لاره نه ده پاتي.په پاي کي دنننيو صوفيانو او دهغوي دناروا اعمالو څخه دبرأت په اړه دهيواد دنامتو صوفي او ديني علمي شخصيت خداي بښلي استاد گل پاچا الفت لاندي ليکنه رانقلوم:
"لکه څنگه چي دزماني په تيريدو سره په تصوف کي دومره تغير راغلي دي همداراز په صوفيانو کي هم ډير فرق او تغير ليدل کيږي.لکه څنگه چی پخواني تصوف نننی تصوف نه شو گڼلاي همدغه شان پخوانی صوفي هم نننی صوفی نه شو گڼلاي.چيرته هغه شخه او زيږه شړۍ چی پخواني صوفي به په اوږو اچوله چی څټ به ئی زخمي کاوه او چيرته دا دپت نه جوړ نرم او نفيس پټو چی دننني صوفي او ځينو بډايانو په نصيب دی.په دي کي شک نشته چی هغه صوفی هم پرهيزگار وو او داهم فرق فقط همدومره دي چي هغه له خوندورو شيانو پرهيز کاوه او دي له بی خونده شيانو څخه پرهيز کوي.هغه صوفي هم شپه په ويښه تيروله او دی ئي هم خو صرف دومره توپير دی چی هغه په زهد او رياضت او دی يی په عيش او عشرت.هغه صوفي هم خوارول کول او دی ئی هم خو فرق دومره دي چی هغه به خپل ځان خواراوه او دي خلک خواروي.هغه صوفي هم بي نيازه وو او دی هم بي نيازه دی خو هغه داستغناء په وجه او دی دډيري غناء په وجه.هغه صوفي دنياته شاکړه او ده په شاکړه.پخواني صوفي لکه ديوجانس دسکندر سيوری په سر نه قبلاوه او دی ئی ظل الله بولي او سرپري ماتوي.............."


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more