د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پاکستاني پوليس يوافغان د ٢٠کلدارو نه ورکولو له امله وواژه

zalmai afghan
30.01.2012

دا هم وګوري او بيا قضاوت وكړۍ:

پيښور (پژواک،٧سلواغه ٩٠): د پاکستان پوليسو يوافغان مهاجر موټر چلوونکى د ٢٠کلدارو د نه ورکولو له امله په ډزو وواژه.

په پيښور کې د يوې ترانسپورټي ټولنې مسوول ايازخان پژواک ته وويل،چې د سپيشل فورس يوه سرتېري د ٢٠کلدارو د نه ورکولو له امله يو افغان مهاجر موټرچلوونکى تواب ګل تېره ورځ په ډزو سره وواژه.

هغه زياته کړه،چې دا پېښه د پوليسو په يوه پوسته کې د (پشتخرې رينګ روډ)په سېمه کې رامنځته شوې ده.

د ايازخان په وينا، افغان موټرچلوونکي د پيښور د نوتېې په سېمه کې ژوند کاوه.

ايازخان وويل،چې پوليس سرتيري له چلوونکي څخه سل کلدارې د رشوت په توګه غوښتې وې او افغان موټرچلوونکي ورته ٨٠کلدارې ورکړې وې اود ٢٠ نورو کلدارو ورکړه يې نه قبلوله.

يوه عيني شاهد سراج الدين پژواک ته وويل: ((د تواب ګل پر بدن ٥مرمۍ ولګېدې.))

هغه څرګنده کړه،چې تواب ګل روغتون ته د ليږد پروخت د لارې په اوږدو کې ساه ورکړه.

ددې پېښې په غبرګون، د ترانسپورټي ټولنو مسوولينو او د وژل شوي تن خپلوانو د غبرګون په توګه رينګ روډ د څه مودې لپاره تړلى و.

د پيښور يوه امنيتي مسوول ډاکټر سعيد ددې پېښې د څيړنې پرمهال رسنيو ته وويل،چې اشتباه د تواب ګل وه،چې پوليس ته يې سخت ټکي کارولي و.

هغه زياته کړه،چې ياد سرتيرى نيول شوى او ورڅخه پوښتنې روانې دي.

http://www.tolafghan.com/posts/23880
[color=white:e60fea8374]
په كابل او شاوخوا ولايتونو كي په لسګونو زره، بلكه په لكونو پنجابيان كار كوي، او خپل رزق له هماغه ځايه لاسته راوړي، ددي ټولو په كونه دي لرګي ورسم كي چي ورته مالومه شي.[/color:e60fea8374]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more