شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
- ستوري

دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2011 ليکنې: 349
|
د ليکنې نېټه : جمعه اګست 05, 2011 8:28 pm عنوان : آیا چپرهاری زما د کمپیوټر څخه فورم ننوتلی؟!! |
|
|
ټولو کمپیوټر پوهانو ته السلام علیکم!
تاسو ته به معلومه وي چې کله څوک خپل ایمیل خلاصوي نو په ټاکلي ځای کې ادرس او پاسورډ ولیکي او د (sign in) کلیک کولو څخه وروسته ایمیل پرانیستل شي.
که فکر مو کړی وي کله کله ستا ایمیل ادرس کمپیوټر د ځان سره حفظ کوي، ددې ګټه دا وي چې دوهم ځلي چې ته ایمیل خلاصوې نو د خپل ادرس د لومړني حرف د لیکلو وروسته تاته د مکمل ادرس وړاندیز وکړي، چې آیا همدا ادرس دې مطلب دی؟؟ نو خالي د ماوس کلیک پرې وکړه او ددې څخه خلاص یې چې بیا یې د سره ولیکې.
همدا سهولت په ټول افغان فورم کې هم شته، زه چې فورم ته راننوځم نو فقط (ک) ولیکم، لاندې یوه وړه کړکۍ خلاصه شي چې لیکل شوي وي (کلیوال)، زه پرې کلیک کړم او بیا پاسورډ ولیکم.
خو نن سخت حیران شوم. نن چې مې کله د نوم په کړکۍ کې ماوس خوشې کړ د (مومندافغان) نوم یې هم زما د نامه سره لیکلی وه، یعنې داسې یې راته ویل چې کلیوال دې مطلب دی او که مومند افغان؟؟؟
خو زه دا هم درته وایم چې زه نه د مومندافغان په نامه فورم ته ننوتلی یم او نه مې یې کوشش کړی. هو! نن چې کله راته کله کمپیوټر د مومندافغان د نامه وړاندیز وکړ نوما هم پرې کلیک کړ او خپل پاسورډ مې پرې ټرايي کړ خو رانه بچ شو.
نو اوس زه سخت حیران یم چې آیا چپرهاری زما د کمپیوټر څخه فورم ته داخل شوی او که دا کومه تخنیکي ستونزه ده یا بل څه حساب دی؟؟
مومندافغانه یقین وکړه چې لا درنه وډار شوم، مخکې مې هم د خطر احساس درڅخه کاوه لکه په شخصي ایمیل کې چې مې درته ویلي او د آي پي په اړه پوښتنه مې درنه کړې، خو اوس دې لاپسې وډار کړم. هسې نه زه به د آي پي په غم کې یم او ته به مې د کمپیوټر د هر یو فایل څخه بیل بیل خبر یې.
هیله ده که چا سره یې جواب وي نه دې سپموي تر څو زما تشویش رفع شي.
خو دا یو ځل بیا په تاکید سره وایم چې زه نه په دې نامه اکاونټ لرم، نه په دې نامه فورم ته ننوتلی یم، او نه مې له دې وړاندې فورم ته دننوتلو کوشش کړی. زما تشویش هم په همدې خبره دی، چې ولې هیڅ په هیڅه د چپرهاري د اکاونټ وړاندیز ماته وشي؟؟؟
ستاسو د جواب په انتظار |
|
بېرته سر ته |
|
 |
khankharotai
دغړيتوب نېټه: 05 اګست 2011 ليکنې: 1
|
د ليکنې نېټه : جمعه اګست 05, 2011 9:01 pm عنوان : |
|
|
كليواله وروره
ګر چې زه دلته نوی نوی راغلی يم ، خو څنګه چې دلته ډېرې دلچسپې ليکنې کيږي ،
کوښښ کوم چې هيڅ يوه ليکنه را څخه پرته له لوستلو پاتې نشي
د مومند افغان له خبرو راته داسې ښکاري چې نوموړی له څلور حالتو خالي نه دی
يا خو ښه غټ هاکر دی
يا د د ښه غټ هاکر سره لېن ډېن لري
يا د ټول افغان د کومې څانګې مخفي مديريت په غاړه لري
او يا د خدای ولي دی
که د خدای ولي وي ، نو بنده ته دې ډېرې دعاوې کوي ، چې په ستونځو کې راګېر دی
مننه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
۰ ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 مارچ 2011 ليکنې: 485 ځای: Nangrahar
|
د ليکنې نېټه : شنبه اګست 06, 2011 5:10 am عنوان : |
|
|
السلام علیکم ورحمةالله
عبدالوکیل صیب زه کوم هایکر نه یم باور وکړه چي په ټول افغان کي هم پدي کاپي کولو او عکس لګولو نه پوهیږم اود کمپیوټر سره هڅ بلد نه یم فقط دا لیکني پري کولی شم نور مي نه هارډویر کړي اونه سافټویر حتي مکروسافت افس مي هم ندی کړي بلکي د کمپیوټر هڅ پروګرام مي ندی کړي نو زه به ستاسو اکانټ څنګه استعمال کړم اوبیا څه ضرورت لرم چي داسي وکړم.
او بیا خو نو وروره تاسو یوه IP هم نه استعمالوۍ خو کله مو یوه IP وي او کله هم بله ، داسي معلومیږي چي کومه مکتبّة کي به یاستۍ او ډیر کمپیوټرونه درسره دي کله یو او کله بیا بل استعمالوۍ نو ستاسو IP به څوک څه کشف کړي.
بیاخو زه په افغانستان او یا پاکستان کي یم او ته کوم عربي هیواد چي غالبا سعودي اویا به کوم بل هیواد مصر ،دبۍ او یا کوم بل وي نو زه څنګه درتلاي شم.
او بیا خو تاسو په یو نوم لیکني هم نه کوی خوپه ډیرو نومونو باندي لیکني کوۍ نو زه به ستاسو کوم نوم کشف کړم.
او هو داسي کیدی شيل چي تاسو زما نوم مومندافغان لیکلی وي په غلطۍ کي نو دا کیدی شي بله کومه لار خو يي زه هم نه وینم.
او وروره دي نه هم مطمین شه چي زه ګوندي کوم هایکر یم او یا کوم اډمین یم او یا د کوم اډمین سره لار لرم .
د ip باره کي مي د اسد مومند ،سادات ،قریش او حتی عادل عادل صیب سره هم داسي ګپه لګوله او که هغه نور اوس نشته نو عادل صیب خو يي شاهد دی
خو په هرتقدیر تاسو مطمین اوسۍ ستاسو اکاونټ مي ندی استعمال کړی ښه!
او ګوره که ولي نه یم نو خالي هم نه یم عبدالوکیله وروره ته خپل ځان نه رامعرفي کوي هسي نه دواړه یو سړی یو اعني مومندافغان او کلیوال دواړه یو وي ههاهاهاهاها
مومندافغان+ کلیوال |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Kamil ستوري

دغړيتوب نېټه: 06 نومبر 2010 ليکنې: 264
|
د ليکنې نېټه : شنبه اګست 06, 2011 11:33 am عنوان : |
|
|
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترم مولانا کلیوال صیب
که موزیلا فریفوکس استعمالوې نو بیا ستا له کمپیوټر نه هیڅوک هم نه دی ننوتلی ځکه په فایرفوکس کی یو مشکل دی چی که چاته یو شخصي پیغام ولېږی نو بیا په ننوتنه کی د هغه نوم هم راځي او دا ځکه کله چی ته غواړی یو کس ته شخصي پیغام ولېږی نو د هغه نوم به یوه بیله کړکۍ کی خلاص کړی او له هماعه حایه یی انتخاب کړی، له هغی ورسته خپله د هغه نوم به ننوتنه کی راځي.
لکه ما م.وصیل پېروز ته شخصی پیغام لېږلی و او اوی چی هر وخت په هغه حای کی کلیک کړم نو اول د هغه نوم راځي.
چپرهاری ستا کمپیوټر ته نه دی ننوتی بلکی تا عغه ته شخصي پیغام استولی دی.
او فکر کوم چی اوس مو یارانه په شخصی پیغامو کی شروع کړې. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
۰ ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 مارچ 2011 ليکنې: 485 ځای: Nangrahar
|
د ليکنې نېټه : شنبه اګست 06, 2011 11:44 am عنوان : |
|
|
السلام علیکم
ښه شو کامل وروره چي تاسو هم تصدیق وکړ همداسي ده کلیوال صیب ماسره شخصي پیغام کي اړیکي نیولي وي نو داکار پري شوي دی.
کلیوال هسي په هسي تشویش اخستي که په کوم بل چا يي شک واي خو بیا هم خیر خو زما خو کمپیوټر ندی زده نو په ما ولي داسي د غټ هایکر شک کوي یره نووووو.
بس څه به ووایم خو ښه شوه چي تاسو تصدیق وکړ اوس نو نور حق نه لري.
مومندافغان |
|
بېرته سر ته |
|
 |
- ستوري

دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2011 ليکنې: 349
|
د ليکنې نېټه : شنبه اګست 06, 2011 11:50 am عنوان : |
|
|
یاره کامل صاحب که راسره نږدې وی نو نن مې ستا لپاره سپیشل روژه ماتی تیاراوه.
بالکل زه همدغه څه بلا ده مزیلا ده که ګوګل کروم دی، استعمالوم. او چپرهاري ته مې شخصي پیغام هم لیږلی وه. او ستا خبره مې نن لا زړه ته کوزه شوه چې رښتیني صاحب ته مې هم شخصي پیغام لیږلی وه نو اوس چې مې ولیدل چې د رښتیني نوم یې په لیست کې اضافه کړی وه.
کامل صاحب خدای دې د غمونو وساته چې زما تشویش دې رفع کړ. کنه زه خو لګیا وم هارډیسک مې فارمټاوه او داسې مې انګیرلې وه چې یره د چپرهاري نه دې د کمپیوټر یو فایل هم نه دی پټ.
یو ځل بیا مننه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
۰ ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 مارچ 2011 ليکنې: 485 ځای: Nangrahar
|
د ليکنې نېټه : شنبه اګست 06, 2011 12:08 pm عنوان : |
|
|
ښه وشو کلیوال صیب چي ستونځه دي حل شوه کنه ما سره نزدي وو دښمني اعلان کړي هسي نه هم دښمندار يي دا یوه زما دي هم درپکي واي خو ماته مشکل وو چي په دي ټول انقلاب کي مي ځان روغ وساته او اخر کي په دښمنۍ واوړم او هغه هم د کلیوال سره
مومندافغان |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|