د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ننګرهاريان د موټرو په جوړيدلو توانېدلي

شمشاد شينواری
22.01.2005

ننګرهاريان د موټرو په جوړيدلو توانېدلي
د احمدزي د ريکشو او موټرو جوړولو صنعتي فابريکې په تېرو څوارلسو ميشاتو کې په ازمايښتي يول د ( اهو) په نامه ٢٥ ريکشې او يو د سوزکي په څېر موټر جوړ کړی

احمدزي د فابريکې فني او تخنيکي سمبالونکي په يېر افتخار سره د خپلو جوړو کړو ريکشو ځانګړتياوې په ګوته کوي:
زموږ جوړې شوې ريکشې تر نورو ډېرې ښې دي، شور نه کوي، مصارف يې کم دي ، پرزې يې په اسانۍ سره پيدا کېږي، د افغانستان لاس اشتيرنګ لري، د موټرو په څېر کمانۍ لري او تلونکي پکې نه ځورېږي.
د جلال اباد په ښار کې ٣٠ کلن ريکشه چلوونکي ناصر خان دا خبرې تائېد کړی او ويې ويل: که دغه ډول ريکشې راز ياتې شي، ښه به وي. دې نورو خو زموږ غوږونه وخوړ.
دننګرهار ډېرو اوسېدونکيو د دې فابريکې د پر مختګونو تو د هر کلی کړی او ويلي يې دي، چې که دا فابريکه و توانېږي، نو نور به هېواد ته هل بهر څخه د زياتو موټرو وارېدېدل کم شي.
خو د نوموړې فابريکې مرستيال عبدالجليل احمدي وويل، چې د کابل ترافيکو يې له کار سره دلچسپي نه ده ښودلې او د ترانسپورت مسؤلينو ترې د اجازه لک په بدل کې د رشوت غوښتنه کړي:
ښاغلي احمدزي وويل: د کابل ترافيک راته ستونزې پيدا کوي او د ترانسپورت والاوو رشوت ته سترګې خوړې کړې وي، خو موږ ورته کړو هغوی مو دې ته قانع کړي، چې کار راته خلاص کړي.
هغه د ننګرهار د جتارواکيو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې ورته يې د کارونو پر مخ بيولو کې د مرستی ډاي ور کړی.
که څه هم د ترافيکو مسولين دې موټرو ته په قانوني لحاظ د ګرځېدو اجازه نه ور کوي او وايي، چې د ترافيکو د قانون اتمه ماده کې له بېلا بېلو پرزو نه جوړو شويو موټرو ګرځېدل جرم دی، خو د دې فابريکې مشر انجينر عليم ګل بيا هم خوشاله دی، چې د روانې مياشتې په سر کې يې ولسمشر کرزی له خپلو فعاليتونو خبر کړی، هغه موسکی شو او ويې ويل:
موږ کرزي صيب ته ورغلو، هغه د مرستې پر ډاډ سربېره، زموږ په فابريکې اړتيا بشپړ کړيږ عبدالجميل وايي:
موږ کارونه په شخصي لګښت پيل کړي او تر دې دمه را سره چا داسې مرسته نه ده کړې، چې ستونزې پرې حل کړو.
هغه زياتوي:
د سپکو صنايعو له وزارت څخه مو هيله وکړه، هغوی په ینعتي پارک کې دوه نيم جريبه ځمکې د راکړې امر را کړی، خو دا ډېر کمه ده.
د جوړونکيو په وينا په دې موټر او رېکشو کې يې يوازې ماشين انجن چاپانی کارولی اونور (ټېرونه، باډي، شيشې او نور....) سامان الات يې همدلته ور برابر کړي.
هغوی د امکاناتو نشتوالی او د دولتي چارواکيو نه پاملرنه د خپلو کراونو د ځنډ لاملونه بولي او وايي، تچې که چيرې وتانېدل، نو په سلګونو قالبونه به جوړ کړي او په زرګونو کسانو ته به د کار زمينه برابره کړي.
د فابريکې مشر انجينر عليم ګل پخوا ور کشاپونو کې مستريتوب کړی، هغه د دغه کار د پيلولو لامل خپله علاقه او له ابتکار سره مينه وښوده او ويې ويل:
له ماشومتوبه دنوي شيانو جوړېدو سره مينه لرم، اورېدلي مې و چې په کابل کې د شور او لوړ غږ درلودو له کبله ريکشو چلولو ته اجازه نه شته، نو داسې پلان مې جوړ کړ، چې بې غږه ريکشې مې منځ ته راوړې. خو دغه انجنير يوازې نه دی له ده سره په فابريکه کې پر کار ګرانو سربېره پېنځه تنه تجربه لرونکي انجينران اولس داسې مستريان شته، چې د انجنيرانو له خوا په کاغذ سرسم شوي شکل څخه پرزه جوړولای شي. د دې تخنيکي فابريکې خاوندان وايي، چې اوس يې نېژدې څلورسوو کار ګرانو ته اړتيا ده، خو د دولت له اړخه احکامو ته انتظار باسي او د قانوني مراحلو تر بشپړاوي وروسته به کارونه پيلوي.
دوی وايي: موږ د دې وطن خدمت کوو، ټول کارمندان موافغانان دي، که څوک مو پرېږدي، نو په تخنيکي اړخ کې به ځوانان وروزو.
انجينر عليم ګل واي: که ژوندی وم، نوپ ه رتلونکي کې به داسې موټر جوړ کړم، چې تېل ونه خوري، هغ به شپږ ساعته په برېښنا چارجېږي او بيا به اتلس ساعته ګرځېدای شي.

ليکوال:عزت الله ځواب له مينه مجلې څخه



Adil watanmal
22.01.2005

ګران او د عزت وړ شمشاد شينواري صاحب له ګيډيو سلامونو څخه ورسته

ګرانه وروره لومړي خو دي لوي اختر مبارك شه
وروره په وركړي شو معلوماتو دي ډير زيات خوشحاله كړم او د اختر خوشحالي راباندي يو په دوه كړه نو ستاسي څخه ډيره زياته مننه. او الله پاك دي هغه خلكو ته هدايت وكړي چي ددوي په كار كي خنډ كيږي او كه د هدايت وړ نه وي نو الله پاك دي مونږ ترينه بيغمه كړي. آمين.

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more