تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
Word فایل نه خلاصیږي!
كريم كامران
15.01.2010
سلامونه عرض کوم.
مخکې جوړ وو یو ناڅاپه داسې شو. کله چې خلاصوم نو لاندې مسیج ورکوي:
The document name or path is not valid. Try these suggestions
*Check the file permissions for the documenet or drive.
*Use the file open dialog box to locate the document
(C:Documents and settings\...\file)
ددې به څه حل راووځي؟
مننه
انشاءالله چې ستونزه به مو حل شي .
فاطمي
16.01.2010
ښاغلی ورور کريم کامران!
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
فکر کوم چې تاسو آفس ٢٠٠٠ کاروئ ! او د آفس ٢٠٠٠ پۀ فايلونو کې دا ستونزه شته چې فايل ته يې پښتو نوم ورکړو نو هغه نۀ خلاصوي ، تاسو کۀ چېرې نوموړي فايل ته پښتو نوم ورکړی وي نو Rename يې کړئ او انګليسي نوم ورکړئ انشاءالله چې ستونزه به مو حل شي .
ستاسو د برياليتوب پۀ هيله
ستاسو ورور سيدجمال الدين فاطمي
سلامونه
عبدالمتین
17.01.2010
سلام کامران صاحب
ستا سو دستونزی دحل لپاره فاطیمی صاحب ښه لاره درته ښولی ده همدغه ری نیم ته ولاړ شه او هغلته په انګلیسی نوم ورکړه نو انشاالله چی ستونزه دی حل کیژی مننه
كريم كامران
17.01.2010
سلامونه.
نوم خو یې لا له پخوا نه په انګلیسي وو خو بیا مې هم رینیم کړ او دوهم نوم مې ورکړ
خو فایده یې ونکړه.
سلام
عبدالمتین
17.01.2010
سلام
ګوره وروره که هغه ورد فایلونه تاسو کوم پولډر کی ثبت کړی وی دهغو نوم که پښتو وی هم انګلیسی کړی وسلام
ريان احمدزى
02.04.2011
ټولوګډونوالوته سلامونه
کريم کامران صیب ته ځانګړي سلامونه اوښې ارزوګاني
کامران صيب ځواب يې زمازده دی خوپس له دې چې خپل افس راوښيې
چې تاسوکوم افس انسټال کړی اوليکنه مولومړی په کوم ورژن افس کي کړي ده.
ددې کارله پاره که له ماسره راساتماس ونيسئ نوستونزه به شايدزرحل شي.
[quote]خو فایده یې ونکړه.[quote]
اوفايده به هم وکړي
په مينه[/quote]
پښتون.
02.04.2011
سلامونه!احمدزی صیب ،د کامران صیب ته دا ستونځه د جنوری په ۱۵ ورپیښه شوی وه ،او نن د اپریل دوهمه ده .نو فکر نکوم چې هغه به تر ننه لاس تر زنۍ ناست وی چې څه وخت مې افس جوړیږی او یا احمدزی صیب څه وخت له مسافرۍ (د مستعارو نړۍ)نه راستنیږی . :wink:
که چیری مرسته کول غواړی د ټولو سره نو دلته یي تشریح کړی ځکه چې له دی ډول ستونځو سره عبدالمتین سروری هم ډیر ځلۍ مخامخ شوی او بیا به هم مخامخ کیږی.
ريان احمدزى
06.04.2011
سلامونه
پښتونه له کامران اوتاسونه بښنه غواړم
داخبرمي دچاپه خبره دارواپه کونج کي هم نه ده راتېره شوي چې تاريخ يې وګوره
چونک ليکنه دنوروپه سرکي اوپه تېره بيادکامران وه
نومې بې ځنډه اوستاسودپام ځای ته په نه پام ځواب ورکړ
بياهم بښنه اوبيابه احتياط به کوم