tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د همدې فورم د يوې پښتنې له غم او کرکي ډک ليک خپلي خور ته !
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   15, 2004 5:57 pm    عنوان   : Reply with quote

محترمو ليكوالانو او ګرانو لوستونكو
................................................السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لومړي ټولو لوستونكو ته د واړه اختر مباركي وايم.
محترمو بښنه غواړم چې ناوخته د ليلما خور پر ليك خپل نظر څرګندوم خو د تاخير سبب داوه چې څو ورځو راهيسي په كلي كې وم او نن راستون شوي يم خو چې په ټول افغان كې مي د ليلما خور ليك ولوستو نو په فكر كي ئې واچولم او پر دي خفه شوم چې مونږ افغانان ډير زر مايوسه كيږو ولي؟ او مايوسي سړي د ډيرو تيارو شاته په تګ مجبوره كوي نو چې زمونږ د تعليم يافته خلكو دا حال وي نو ..... د ليلما خور په څير ډيرو ورڼو او خويندو په ټول افغان كې ليكني بس كړي خو دغه وروڼه او خويندي بايد فكر وكړي چې د ميدان پريښودل د مسئلي حل نه دي او د فورم د پريښودلو پر ځاي بايد هغه ورور يا خور چې پر اياتونو او احاديثو غلط استدلال كوي وپوهو چې دا استدلال دي بي ځايه دي خو دا خبره بايد هغوي ته د مفسرينو او محديثنو د اقوالو پر رانقلو تر سره كړو نه دا چې د هغه پر خبرو جزباتي شو او ټاپي پري ولګو ځكه بي رنګه ټاپي لږول كوم اثر نه كوي او پر يوه سپيړه سل مخه خوږيږي.
محترمو جزبه هيمشه د انسان د عقل سترګي ړندوي او بيا د حق او باطل تر منځ فرق نه شي كولي نو كه ليكني په ارام دماغ سره وشي نو غلطي به پكي كمي وي او همدارنګي زه افسوس كوم چې دلته بعضو داسي لهجه په خپلو خبرو كې اختيار كړي چې د ليلما خور په څير به ډير نور هم د ټول افغان پريښودو ته اړ باسي.
زه په خپله پدي عقيده يم چې څه ليكم نو يو ورځ به د خپل خالق په مخ كي دريږم او د خپلو كړو خبرو جواب به وايم او دا وايم چې لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق او همدا رنګي د ريا په اړوند به دومره ووايم چې دلته اكثره هغه وروڼه چې په خپلو ليكنو كي تكيه په اياتونو او احاديثو كوي ليكني په مستعار نوم كوي نو ددي يوه فايده دا هم ده چې شيطان نه شي كولاي چې د ريا وسوسه په ذهن كې ورواچوي ځكه د چا مطلب د ځان مشهورول وي نو هغه په مستعار نوم ليكني نه كوي لكه څنګه چې طالب خان ورور په خپله ليكنه كې په ګوته كړي.
محترمو زه په خپله په ټول افغان كې د ګوتو په شمير ليكوالان پيژنم او هغوي ډير كمي ليكني تر سره كوي او باقي نور ليكوالان زه نه پيژنم چې څوك او د كوم ځاي دي خو د هر ليكوال ليكنه په غور او مينه لولم او خپل نظر پري څرګندوم. خو كومي ليكني چې تر سره كوم زه په ډاګه وايم چې زه خپله د صلبيانو او د هغوي د مسلمان ملګرو نه ډير زيات نفرت كوم ځكه هغه څه چې ما په خپلو سترګو په افغانستان كې د ډيموكراسۍ د تطبيق په نوم ليدلي زه په دي يقين يم چې د ډيرو خلكو عقل ئې نه مني خو زما سره د ډيرو شيانو ثبوتونه شته چې د وخت په راتګ سره به پري خبري كوو.
صلبيان او لاسپوڅي ئې زه د خپل وطن دشمنان ګڼم نو كه د صلبيانو په خلاف زما خبري چا ته خپل سپكاوي ښكاري او دا فكر كوي چې ددغه صلبي لښكرو څخه به افغانانو ته خير ورسيږي نو مهرباني دي وكړي د اندلس تاريخ دي وه ګوري چې په همدغسي خوشباوري ځوي د پلار په خلاف بغاوت وكړو خو هغه وخت ئې عقل سر ته راغلو چې د ددغه سيلاب اوبه ئې د خپل كور په مخ كي وليدي او پوه شو چې اوس زما نمبر رارسيدلي . او همدارنګي دغه صلبي لښكري چې كوم كړه د افغانانو سره كوي نو هغه مهال چې صلبي لښكرو د اندلس بعض ښارونه د مسلمانو نه ونيول نو همدغه رويه ئې د مسلمانانو سره خپله كړي وه او هلته هم ډير داسي مسلمانان وه چې د صلبي لښكر څخه ئې د خير تمه درلوده او ددغه سيلاب په مخ كې بندونه ئې په خپلو لاسونو ړنګول خو د خطر د زنګ اواز ئې هغه وخت غوږونو ته ورسيدو چې د صلبيانو انصاف ئې په خپلو سترګو وليدو نو اوس هم هغه وروڼه چې د صلبيانو او لاسپوڅو سپكاوې د ځان سپكاوي ګڼي او ددوي خلاف خبره پري بده تماميږي نو كه مهر باني وكړي او يوځل دغه خپل هيواد ته سر ورښكاره كړي او وه ګوري چې د ډيموكراسۍ په نامه دغه لښكر څه كوي؟ او تر اوسه پوري ئې د حكومت واږي د چا په لاس كې دي؟
ليلما خور په خپل ليك كې په امريكا كې د اوسيدو په اړوند خبره كړي نو زه ګراني خور ته دا وايم چې زمونږ په نظر هغه څوك چې په امريكا كې او يا نور كفري ملكونو كې اوسيږي ټول كافر نه دي بلكي الحمدلله ډير زيات مسلمان هم پكي اوسيږي او زه خپله شخصا په امريكا او يا نور ملكونو كې د چا په اوسيدلو هيڅ كوم اعتراض نلرم او همدارنګې زما د كورني ډير غړي په امريكا كې اوسيږي خو الحمدلله تر اوسه ئې د اسلام دين او خپله پښتون ولي باندي وياړي او كلك پري ولاړ دي. او همدارنګې لكه چې مخكي مي دا خبره وكړه چې زه دلته د ليكوال ليكنه لولم او خپل نظر پري څرګندوم خو ديته نه ګورم چې څوك دي او په كوم ځاي كي اوسيږي.
د اوس لپاره همدومره بس دي نوري خبري به بيا كوو.

.........................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

........................................................................عادل وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
N



دغړيتوب نېټه: 01 سپتمبر   2003
ليکنې: 73

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   نومبر   19, 2004 5:01 pm    عنوان   : Reply with quote


ډيرې ګرانې اوپتمنې خور غزل
تاسو اونورودوستانوته سلامونه اوښې چارې.
ستاسو دځانګړې پېغام څخه يوه نړۍ مننه کوم اود""وربل""پاڼي په چلولو کښي
دهغي دټولو مينه والو , برېاليتوب غواړم.
زه کله ناکله ودې پاڼې ته سرراښکاره اودښاغلو حلېمې صېب, غروال صيب , ازاد-
نظر صېب او هم غېرت صېب لېکنې په مېنه مېنه سره لولم.خپله لېکنې نکوم ځکه
چې پښتانه دښځوولېکنواوهڅوته په کږه سترګه ګورې.
خداېه څه شول هغه ښکلې ښکلې خلک
په ظاهرپه باطن سپېن سپيڅلي خلک
هيڅ خندامي له دي خلکو سره نه شي
ژړه وي مې هغه تللي تللي خلک.
ستاسو خور : نېلوفر سنګين.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   25, 2004 8:58 am    عنوان   : Reply with quote

محترم عادل ورور ته سلامونه.
وروره ليکنې موښې جالبې دي، بحث پرې کيدای شي ، کم و کاست او تبصره مني ، د ساري په توګه تاسې دا يوه خبره ډيره تکراروۍ، تر کومې چې ښه خبره نشته او د ښه سړيتوب اصلي معيار همدا خبره ده ، چې:
اقتباس:
زه په خپله پدي عقيده يم چې څه ليكم نو يو ورځ به د خپل خالق په مخ كي دريږم او د خپلو كړو خبرو جواب به وايم

وروره پر دايمان اووجدان تکيه کول د هر نيک عمل شرط او بنسټ دی، ځکه اراده
ده چې ښهوالی او بدوالی يې د انسان له پاره د ثواباو عذاب سبب ګرځي، نو که چيرې (( ښه کوئ او بد مه کوئ)) د سړي په ذهن کې داسی ځای ونيسي چې اراده يې ور اصلاح کاندي، نو عملونه به يې دايمان او وجدان له مخې سوچه او له اخروي عذاب څخه دده د ژغورلو سبب شي.
ولې خبره په دې کې ده، چې آيا وجدان پخپله يو ثابت او منجمد شی دی، چې پوهه، مالومات، او فکري تحليل او مناقشه پرې تاثير نه لري او د تحصيل او علميت ، تجربې او د ژوندانه د پوخوالی سره د وجدان په حکم او فيصلو کې تغير نه راځي؟ آيا ليکوال بايد دنيوي مسوليتونه ، وجيبې او ضرورتونه هم په نظر کې ونه نيسي او په خپل ژوندانه کې هم ترې پوښتنې نه کيږي چې دا او دا نظر دې زما، د بل کس يا بلې ډلې ، ټولنې يادولت په ضرر دی او عواقب به ولري؟ که يې لري او د انسانانو او بشري ټولنې پ وړاندې هم سړی مسئول اوسي، نو ټولنه خوبيا د ستا په دې خبره بسنه نشي کولی، چې تاته الله تعالی په آخرت کې څه مجازات درکوي، ټولنه افراد او د افرادو زړونه درسره همدلته فيصله اومحاسبه کول غواړي ، د ګور او عقبی دردونه او چړچې دې دواړه بيا خپلې دي . مطلب دادی، چې د عمل په برخه کې د ثواب او عذاب معيار اراده ده، خو ددنيا له پاره دا کفايت نه کوي ، که يو شيخ د ديني عالم وظيفه په غاړه واخلي اراده به يې پاکه سوچه او نکه وي، خو دشرعې څخه به خبر نه وي او ټول حکمونه به ناسم وکړي. همدغسې که يو ملا صيب ته سياس واک وسپارې ، شرعي احکام به سم وچلوي، خو سياست په سرچپه شروع کړي او دنيا به ورانه کړي، ځکه چې پر سياست به هدغسې بې خبره وي لکه هغه شيخ چې په شرعه نه پوهيده . يو شيخ له خدايه ډير ويريږي ، بيا هم په شرعه کې تيروتنې کوي، يو ديني عالم هم له خدايه ډير ويريږي ، شيخ ته ﻻر ښوونه کولی شي، خو په سياست کې ګچ وګول وي او تيروتنې کوي، او بالاخره يو مسلمان سياستوال هم له خدايه ډير ويريږي، خو په يوه برخه کې هم غټې تيروتنې نه کوي، سربيره پر دي چې خپل کار پر مخ بيايې پو هيږي چې د شريعت د چلولو له پاره ديني عالمان او قاضيا وګماري، چوماتونه او ملا امامان په هيواد کې فعال کړي، پخپله اونور مسلمانان د لمونځونو او عبادتونو له پاره جوماتو نو ته ﻻړ شي او خپله ايماني پياوړتيا او ثبات له خدايه وغواړي .
عادل صيب زه پوهيږم چې دغه دينې خبرې نه يواځې راسره منې، بلکې له ما څخه پرې ته ښه پوهيږې، خو ژوند يو کمپلکس خصلت لري اوله ډيرو ډيرو برخو څخه
لکه يوه ودانۍ رغول کيږي ، لکه يو کور چې يواځی يو نغري ته نه ويل کيږي ، بلکې کوټې، دالان، پخليځای، د ميلمه له پاره حجره ، تشناب ، حوېلۍ، ګاراژ او نور لري، يا داستاد حليي صاحب خبره ، په مخ کې بايد سترګي په خپل ځاي، غوږونه، پوزه ، خوله اونور څه بايد په خپل خپل ځای وي نو بيا مخ او بشره ورته ويل کيږي، يعنې يو غړی بايد د بل ځای ونه نيسي ، نو مونږ هم دا غوښتنه لرو چې يواځې تقوا پخپله کفايت نه کوي، که څه هم بي له تقوا څخه يوکار او يوه خبره هم ځای نه نيسي ، لکه له پښو پرته چې انسان يو حرکت هم نشي کولی، خو د نورو غړو شته والی پر خپل خپل ځای هم ضرور او ﻻينفک دی د ژوندانه له پاره. والسلام .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   25, 2004 5:47 pm    عنوان   : Reply with quote

ګرانه نقاد صاحب جنتونه نعمتونه ،ښادۍ او خوشحالۍ دي الله درکي ٠ پر دغه ليکنه

څه ښه ليکي نقاد صاحب ٠
((( نو ټولنه خوبيا د ستا په دې خبره بسنه نشي کولی، چې تاته الله تعالی په آخرت کې څه مجازات درکوي، ټولنه افراد او د افرادو زړونه درسره همدلته فيصله اومحاسبه کول غواړي )))،


چه فرد يا قوم ساده وي ٠ نو وايي ځه خدای ته دي پريږدم
او قوم چه پر اسلام (شرعه )ټنګ ولاړ وي ٠ نو وايي چه شرعه عملي کوم ٠ غلادي کړې ٠ او د قاضي تر فيصلې ورسته
لاس در پرې کوم ٠ او خداي به بياهم حساب در سره کوي ٠ په دې يوازي نه خلاصېږې ٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   25, 2004 11:15 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم استاد حليمي صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
تاسو غوره کړی شعار چې (( انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم )) د سقراط وينا او بياد امانويل کانټ له خوا غوره شوی شعار و. خو پوښتنه داده چې تاسو ورسره يوه بله جمله زياته کړې چې ګواکې د ا وينا يوه سفسطه ده، حال داچې نه سقراط او نه کانټ چيرې د سفسطې او سوفسېزم يا سوفستيک په پوله هم تير شوي ؤ، بلکې ترې مبرا ؤ. نو که خپل مقصد دلته له سوفستيک (سفسطې) څخه لږ څه روښانه کړئ، څو پوه شو، ښايي بيا پرې خپل نظر هم ورکړای شو . په درنښت او نيکو هيلو!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2667
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   نومبر   26, 2004 11:06 am    عنوان   : Reply with quote

ډېر ښاغلو،محترم نقاد صاحب سلام او بعده سلامه داسي عرض لرم !
تاسوته معلومه ده چه (( انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم )) داډېره زړه تاريخي جمله ده ٠
يا ستاسو خبره دا شعار وو٠
کم معلومات چه زماسره دي ٠ دغه (په هغه اندازه پوېږم چه په هيڅ نه پوهېږم ) تر سقراط دمخه او نو تر کانت هم دمخه ويل سوې ٠ دا اصلأ په اول ځل کښي د سوفيستانو له شعارو
څه وو ٠
اوس خبره داسي ده چه کانټ هم ددې شعار نه کار اخستي او دوهم تاسو ياست نقاديعني محترم ورور د نقادى فلسفې (critical philosophy ) خاوند ٠ د بحث په صورت به ليکنه ستاسو سره وکم ٠
که مي خپله خبره پر چوکۍ کښېننول ٠ نو طبعأ خو ستاسو له ليکني به داسي څه زده کم چه نن ئې پوهه راسره نسته

بسم الله
1 خبره ماته له ډيره وخته سفسطه رامعلوميږي ٠
2 خبره توحيني شکل هم لري ٠
3 جمله په عيني وخت کي هم مثبته او هم منفي ده ٠
4 او ريدل ئې يوخاص ښه خوندلري
5 خبره ممکن وحي يا الهام وي ٠ ولله اعلم
6 او ياممکن خبره په اول سرکي غلطه وي ٠

که جمله غلطه وي ؟ او څوک غواړي چه جواب ورته ورکړي نو طبعأ ئې جواب هم غلط وي ٠ مسله خبره ده
او که الهام وي يا وحي نو خبره و الله ته دريږي ٠ ريشتيا دوغندي پوهېږو چه نه پوهيږي ٠ ولي چه علم يقين يوازي
په اوله درجه رسولان لري ٠ ولي چه د هر چاچه درجه تر رسول کښته وي نو د علم يقين درجه ئې هم کښته وي
او خوند چه لري داد هر الهام يا وحي خاصيت دي ٠ چه سپيرت تاثير پکښې دي


او چه وګورو چه ٠ انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم ٠ اصلأ پوهه يو داسي حال دي چه تر مرګه يعني تر اخيري
لحظې انسان زده کړه کوي ٠ چه مسلمه خبره ده ٠ يو نفر 19 کاله درس ته ځي ، او هم خپل شخصي سرچونه کوي ٠
او Phd اخلي ٠ او سبا ږغ کي چه نه پوهيږم ٠ ايا حماکت نه دي ٠ چه زوي او يا ورور ئې بياپر دغه لار روان او
غواړي چه Phd واخلي ٠ چه ( ازموده را ازمودن خطاست )
ايا نن چه انسان 1300 مايله په ساعت کښي فاصله قطعه کوي ٠ کورډ ليس تليفون ئې جوړ کړي ٠ داهم ناپوهي
ده ٠ نه ٠
هو که خبره روحاني وي طبعأ ٠ علم يقين د رچاسره نسته ٠ او يوازي او يوازي د a څه تر z علم د الله سره دي ٠
اما د a څخه تر s پوري ډير خلګ پوهيږي ٠ داسي نده ؟


او توحيني خو په دې ده ٠ که څوک د چا سره کومه لانجه ولري ٠ او غواړي چه په مجلس کښي ئې اخلال گري
وکړي او يا چه په پوه ئې ډرۍ و وهي نو دي داسي ووائې چه زماخپله اخيري خبره داده چه هرڅونه چه پوه سو بيا هم نه پوهيږو ٠ نو به عوام الناس په مجلس کي هر يو سر ښوروي ٠ چه هو ......هو ......هو ..خداي ښه پوهيږي ٠


او که دکانټ په نظر ورته وګورم نو بياهم دلائل سته ٠
که کل واخلو جزونه ئې کړو او بيا جز تر ځېړني لاندي ونيسو چه اټوم وي بيا جز لري چه الکټرون او پروتون دي
هغه نن نور جزونه لري ٠ او په هغو لاځېړنه روانه ده نو انقدر ميدانم که هيچ چيزی نميدانم
وسلام
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   28, 2004 8:39 am    عنوان   : Reply with quote

محترم نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو
-------------------------------السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

نقاد صاحب لومړي خو مو د نظر څرګندوني څخه يوه نړي مننه او ليكنه مو ښه په زړه پوري ده او غواړم چې ستاسي د ليكني سره يو څو خبري مل كړم.
ګرانه زه په خپلو ليكنو او كړو كي كوشش كوم چې د الله پاك د كوم امر نافرماني پكي ونكړم ځكه زه به د خپلو ليكنو او كړو جواب په ورځ د قيامت باندي وايم او كه زما كومه خبره د الله د امر مخالفه نه وي نو بيا د هيچا د خبرو پروا نه راځي ځكه زه د الله د امر نافرماني په قصد سره په هيڅ صورت كول نه غواړم او د جهنم د اور طاقت نلرم او په دنيا كې د كفارو په لاس ټول ژوند په تعذيب كي تيرول راته اسانه ښكاري د يوي غوټي د جهنم نه. خو سره ددي الله پاك انسان ډير عاجز پيداكړي نو ضرور په خپلو كړو كې به سهوه كيږي نو كه داسي كوم كړه ما په سهوه كړي وي چې د الله پاك د امر پكي نافرماني شوي وي نو د هغي د الله پاك نه بخښنه غواړم.
اسلام د خپلو افرادو لپاره د عمل جزا په دنيا كې هم ايښي خو هغه به هغه حاكم تطبيق كوي چې د كفارو لاسپوڅي نه وي. د يرغلګرو په اوږو سپور نه وي.د مسلمانانو ناموس په كفارو نه پلوري او مسلمان ته جزا د الله پاك د امر د نه منلو په صورت كي وركول كيږي كه هغه په حقوق العباد كي وي او كه په حقوق الله كي وي خو مسلمان حاكم مسلمان ته جزا پدي نه وركوي چې تا د صلبي يرغلګرو خلاف خبره كړي او ولي صلبيانو ته سر نه ښكته كوي. او يرغلګرو ته ولي د ميلمنو په سترګه نه ګوري.
همدارنګي يوه خبره ياده لره چې زه به هيڅ كله هم د ځان نه د صلبيانو لاس وچي چوړ نكړم ځكه ددغه وحشي قوم چې څوك غلامي كوي نو د پيسو او يا چوكي طمعه به لري او زه پدي عقيده يم چې ان اجري الا على الله. خو سره ددي كه د لوږي مړ هم شم خو زما په عزم كې به كوم بدلون رانشي انشاء الله. او دا عزم مي كړي چې زه به د دغه يرغلګرو په خلاف په هرځاي كې خبره كوم كه تنها وم او كه نور څوك هم راسره مل وه او زما د ملګرتيا اساس هم همدا دي.
خو زه افسوس د هغه وروڼو په حال كوم چې نن ورځ ئې فقط غربي اعلام ته غوږ ايښي دي او د صلبيانو نه د خير طمعه لري او خبر نه دي چې په هيواد والو ئې د ډيموكراسۍ په نوم څه تيريږي.د دغه وروڼو څخه هيله لرم چې د اندلس تاريخ وه ګوري كه تاريخ لوستل ورته ګران وي نو كولي شي چې د نسيم حجازي ليكل شوي ناول شاهين چې زبير شفيقي پښتوته ژباړي په سړه سينه ولولي نو پوه به شي چې مونږ اوس هم په همغه قسم جال كې راګير يو لكه د اندلس مسلمانان چې وه او صلبيان همغه كړه زمونږ د هيواد والو سره هم كوم كوم ئې چې د اندلس د مسلمانانو سره كول كه هغه د كورونو ورانول وه او كه په وګړو جنسي تيري وه او كه د فصلونو ختمول وه.
همدارنګي د هيڅ يو مسلمان به د ابو غريب په جيل كې د صلبيانو وحشي كړه له ياده ونه وزي او همدارنګي د كيوبا بنديان به هم مونږ له ياده ونه باسو نو ګرانو لوستونكو صلبي يرغلګرو چې څه په افغانستان كې د ډيموكراسۍ په نوم ترسره كړي او كوي ئې هيڅ امكان نلري چې افغانان به دغه كړه نور برداشت كړي.
زه څو ورځي وړاندي د ګران هيواد افغانستان بعض ولايتو ته لاړم او هغه څه چې ما وليدل او هغه څه چې ځاي خلكو راته بيان كړه نو پدي فكر كي ولويدم چي افغانانو ولي خپل د پلرونو او نيكونو تاريخ له ياده ايستلي ؟؟؟او ولي ئې ځانونه په ډالرو خرڅوي؟؟ او څنګه په اساني سره دشمن په خپل جال كي راګير كړه. او د پښتنو په علاقو كې ښكاره د فحاشي مركزونه په عادي هوټلونو كې د شرابو عام څښل د پښتون د بچې په لاس كي لغړ فلمونه او ... خو د سوچ پدغه لړۍ كې پاټك هغه وخت راغلوچې د يوه ملګري غږ مي تر غوږ شو چې ويل ئې عادله فكر مه كوه په وطن كي مو ډيموكراسۍ ده او په ډيموكراسۍ كې داسي كارونه هيڅ كوم عيب نه دي. بيا يوه بل ملګري وويل چې زه نه پوهيږم چې افغانان يوڅو روپي پيدا كړي نو بيا ولي ترقي د ښځو په نيم بربنډولو كې ګوري او ځوانان ولي د ځان ښكلا په ميك اف په كولو كي ويني او افغانان ولي خپل ثقافت او ژبي ته شا كوي خو افسوس دي چې ترقي په فحاشي كې نه بلكي د علم طرفته په توجه سره راځي او په خپل اسلامي ثقافت باندي ټنګيدو باندي كيږي ځكه چې كوم قوم ثقافت او ژبي ته توجه ختمه شي نو هغه قوم په ډير لږ وخت كي له منځه ځي.
بخښنه غواړم خبره راڅخه ډيره اوږده شو او يوځل بيا خپلي اصلي خبري ته ستاسي توجه را اړوم چې اسلام خپلو افرادو ته هغه وخت سزا وركوي چې د الله پاك د امر نافرماني وكړي كه هغه په حقوق الله كې وي او كه په حقوق العباد كې وي خو پدي هيڅ كله هم جزا نه وركوي چې:
ولي دي د غدارانو ملګرتيا نه ده كړي؟ تا ولي كفارو ته سر نه دي ښكته كړي بلكي كفارو ته بيا خاص كر كفري يرغلګرو ته سرښكته كول هم په اسلام كې جرم دي.
نو هغه وروڼو ته چې د صلبي يرغلګرو په خلاف زمونږ خبري جرم ښكاري نو د يوه مسلمان په صفت دغه موضوع دي د اسلام په هنداره كي وه ګوري نه ده كوم كفري قانون په رڼا كې. ځكه كفار ټول يو ملت دي او خپل د وګړو وحشي كړو ته هيڅكله هم جرم نه وايي. بلكي د مسلمانانو په تعذيب كولو كې اجر ويني. خو هغه وخت به ئې عقل سر ته راشي چې د جهنم په دروازه كې ځان ولاړ وويني. او بيا به وايي ((يَا لَيْتَنِي كُنتُ تُرَابًا (40)

--------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------عادل وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   دسمبر   01, 2004 2:05 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم ښاغلی عادل صيب ته سلامونه او درناوی او بيا :
قدرمنه هغه څه چې تاسو ويل غوښتل ، هغې ته مو زما ليکنه اړولې او بيا مو همغه څه ليکلي چې غوښتل مو ! ما خو صرف د هر فرد څخه د جامعې له خوا داجتماعي مسووليتونو د پوښتنې اړينتيا ته ګوته نيولې وه او بس ، خو تاسو د اوسني دولت ، او د چاخبره صليبيانو او دغه راز د آخرت مسوليتونه تکرار بيان کړي دي ،
داچې د صليبيانو طرفداري چا نه وي کړي او تاسو بيا هم د هغۍ طرفداري په عامه توګه غندئ، نو داسې ښودل کوئ ، چې ګواکې دلته چا د هغوی پلوی کړی دي . دا به تاسوه راسره ومنئ چې اصوﻻ سمه نه ده چې پر چا ناحقه سره څه وتپل شي او د هغې پر بهانه بيا خپلې سمې يا ناسمې انګيرنې وړاندې شي . نور مې ستاسی ليکنه خوښه شوه ، او د ﻻ بري توفيق درته له الله تعالی څخه غواړم .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
Adil watanmal
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 جولاي   2004
ليکنې: 268

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   دسمبر   02, 2004 8:28 am    عنوان   : Reply with quote

د عزت وړ نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو
=====================السلام عليكم ورحمه الله بركاته

محترم نقاد صاحب له نظر څرګندوني څخه مو ډيره زياته مننه.
نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو انسان بايد د هغه ژوند په اړه ډير فكر وكړي چې نه ختميدونكي دي او په دنيا كې د انسان ژوند يوه امتحاني دوره ده او الحمدلله مونږ او تاسي مسلمانان يوه او پدي مو عقيده ده چې زمونږ هر كړه ثبتيږي او بيا به ئې حساب راسره كيږي نو بايد چې انسان څه كوي دا په ذهن كې ولري كه په دنيا كې څوك راسره حساب ونكړي نو داسي ورځ شته چې ددغه كړو پوښتنه به راڅڅه كيږي.او هر كس بايد د ځان سره په خپل ګريوان كې سر ښكته كړي او فكر وكړي چې څه كوي آيا دغه كړه ئې د اسلام سره موافق دي او كنه؟ او د جواز لپاره ئې څه دليل لري او كنه؟ انسان بايد دا فكر ونكړي چې دا وړه ګناه ده او كه غټه بايد د هغه ذات د عظمت په اړوند فكر وكړي چې دي ئې نافرماني كوي.
دوهمه خبره داده چې زه كوشش كوم چې خبري مي عامه بڼه ولري نه يو شخص ته متوجه وي چې تر څو هر لوستونكې ته حق وركړي شي چې زما په ليكنه خپل نظر څرګند كړي او كه زه په غلط نظر يم نو خپلي غلطي ته مي متوجه كړي خو كه زما دغه غلطي د اسلام له نظره غلطي وي. او كه ګران لوستونكي د اسلام له نظره په غلطه فكر ولاړ وي نو تر څو د خپل نظر اصلاح وكړي.
د پاي ټكي:
محترمو لوستونكو كله چې زه د ګران وطن افغانستان د اوسني حكومت د بعضو وګړو خبري واورم نو د ښاغلي ارواښاد عبد الرحمن پژواك د حمام لنګ د شعر څو بيته مي سترګوته لر او بر شي:
په عمل كې ئې برى موندلى ندى
په وينا كې بريالي دي داوګړي
------------------------د پردي په غلامى كې رقابت كړى
------------------------ټينګ ولاړ په خپل سيالى دى داوګړى

لكه لنګ دى د حمام واړه پژواكه
د هر تن د ځان كالي دي داوګړي


-----------------------------------
------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------------عادل وطنمل
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ MSN Messenger
نقاد
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 30 جولاي   2002
ليکنې: 828

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   دسمبر   03, 2004 5:16 pm    عنوان   : Reply with quote

Adil watanmal ليکلي:
د عزت وړ نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو
=====================السلام عليكم ورحمه الله بركاته

محترم نقاد صاحب له نظر څرګندوني څخه مو ډيره زياته مننه.
نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو انسان بايد د هغه ژوند په اړه ډير فكر وكړي چې نه ختميدونكي دي او په دنيا كې د انسان ژوند يوه امتحاني دوره ده او الحمدلله مونږ او تاسي مسلمانان يوه او پدي مو عقيده ده چې زمونږ هر كړه ثبتيږي او بيا به ئې حساب راسره كيږي نو بايد چې انسان څه كوي دا په ذهن كې ولري كه په دنيا كې څوك راسره حساب ونكړي نو داسي ورځ شته چې ددغه كړو پوښتنه به راڅڅه كيږي.او هر كس بايد د ځان سره په خپل ګريوان كې سر ښكته كړي او فكر وكړي چې څه كوي آيا دغه كړه ئې د اسلام سره موافق دي او كنه؟ او د جواز لپاره ئې څه دليل لري او كنه؟ انسان بايد دا فكر ونكړي چې دا وړه ګناه ده او كه غټه بايد د هغه ذات د عظمت په اړوند فكر وكړي چې دي ئې نافرماني كوي.
دوهمه خبره داده چې زه كوشش كوم چې خبري مي عامه بڼه ولري نه يو شخص ته متوجه وي چې تر څو هر لوستونكې ته حق وركړي شي چې زما په ليكنه خپل نظر څرګند كړي او كه زه په غلط نظر يم نو خپلي غلطي ته مي متوجه كړي خو كه زما دغه غلطي د اسلام له نظره غلطي وي. او كه ګران لوستونكي د اسلام له نظره په غلطه فكر ولاړ وي نو تر څو د خپل نظر اصلاح وكړي.
د پاي ټكي:
محترمو لوستونكو كله چې زه د ګران وطن افغانستان د اوسني حكومت د بعضو وګړو خبري واورم نو د ښاغلي ارواښاد عبد الرحمن پژواك د حمام لنګ د شعر څو بيته مي سترګوته لر او بر شي:
په عمل كې ئې برى موندلى ندى
په وينا كې بريالي دي داوګړي
------------------------د پردي په غلامى كې رقابت كړى
------------------------ټينګ ولاړ په خپل سيالى دى داوګړى

لكه لنګ دى د حمام واړه پژواكه
د هر تن د ځان كالي دي داوګړي


-----------------------------------
------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

----------------------------------------------عادل وطنمل


له سلام نه وروسته : که تاسو د هرې موضوع په ځواب کې هدغه ليکنه تکرارول غواړئ، او خپل منتر پرې پخوئ هغه بيله خبره ده او مخالفت يې نه کوم، که داسې نه وي نو زما د مطلب ټکی خو داو او دی:
داچې د صليبيانو طرفداري چا نه وي کړي او تاسو بيا هم د يوه سړي د ي مشخصي ليکنې په ځواب کې ، که په عا م شکل هم اوسي ، د صليبيانو
له طرفدارۍ څخه سر ټکوئ ، نو داسې ښودل کيږي ، چې ګواکې دلته چا د هغوی پلوی کړی دي . دا به تاسوهم راسره ومنئ چې اصوﻻ دا سمه نه ده چې که په غير مستقيم او عام ډول هم پر چا نا يوه ناحقه بدګماني وشي او د هغې پر بهانه بيا خپلې سمې يا ناسمې انګيرنې وړاندې شي .
زما مطلب دا نه دی چې تاسو زه خفه کړی يم او يا مو بل څوک دلته خفه کړی دی،خو بدګماني مو بي مورده بريښي چې ګواکې ما يا بل کس به په دې موضوع کې د صليبانو پلوی کړی وي. که مو کړی وي ، نو وې ښاياست او که مو نه وي کړی او څه شی نشئ ثابتولی، نو بيا په عامه توګه هم له صليبيانو سره د مرستويادونه بيځايه ، له نفسي غرور څخه ډکه ده او له شخصي توهين څخه خالي نه بلل کيږي .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2
پاڼه   2  ټولې پاڼې  2

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.