شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه جون 01, 2010 8:19 pm عنوان : دماشومانوله پاره څلویښت نبوی حدیث |
|
|
.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانو ماشومانو ! ستاسو له پاره دلته هغه څلویښت نبوی حدیث
را اخلم او ژباړم چی په تاسو (ماشومانو) پوری اړه لری تاسو دا
حدیث زده کړئ اویاد کړئ څو مو سمی لاری ته برابرکړی اوپه دی
توګه تاسو کولئ شئ ترډیره حده هغه نبوی لارښوونی اوروزنی
ترلاسه کړئ کومی چی زموږ خواږه نبی صلی الله علیه وسلم ماشومانو
ته بیان کړی دی دابه زه په خوږه او پسته پښتو تاسو ته وژباړم
تاسو لومړۍ دهغو عربی توری یاد کړئ او بیا به په اسانی سره
پښتو ژباړه هم یاد کړای شئ راځئ حدیث تلاوت کړئ!
(۱) رَوَی الطَّبرَانِیُ وَابنُ النَّجَارِ عَن عَلِیِّ کَرَّمَ اللهُ وَجهَهُ أَنَّ النَّبِیَّ صَلَّی اللهُ
عَلَیهِ وَسَلَّمَ قَالَ : أَدِّبُوا أَولاَدَکُم عَلی ثَلاَثٍ خِصَالٍ : حُبُّ نَبِیِّکُم ، وَحُبُّ آلِ
بَیتِهِ ، وَتِلاَوَةِ القُرانِ فَأِنَّ حَمَلَةِ القُرانِ فِی ظِلِّ عَرشِ الله یَومَ لاَظِلَّ إِلاَ ظِلَّهُ
مَعَ انبِیَائِهِ وَاصفِیَائِهِ .
ژپاړه : طبرانی او ابن النجار له حضرت علی کرم الله وجهه نه روایت کوی
چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی : تاسوخپلو اولادونو ته درۍ
خویونه ور وښیئ ! ستاسو دنبی مینه ، دهغه دکورنۍ مینه اودقرانکرم تلا
وت ځکه دقران حافظان به دالله دعرش په هغه سیوری کی له انبیاو او نیکو
خلکوسره وی چی په هغه ورځ بل ځای سیوری نه پیداکیږی
په دعاوکی مو مه هیروئ
په مینه
وروستی ځل بدلون رښتینی په ٤ شنبه نومبر 02, 2011 10:10 pm ورکړی دی , د تغير شمېره 2 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
اسماء بی بی
دغړيتوب نېټه: 25 جون 2010 ليکنې: 18 ځای: غزنی
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه جون 30, 2010 6:31 pm عنوان : رښتیاهم |
|
|
حامده وروره په زړه پوري سلسله موشروع کړي ده خدای جل جلاله دي وکړي چې سرته یی ورسوئ ،
کفار تل داکوشش کوي چې زموږ ځوان اوتنکی نسل په فحاشي اوعریاني لاهوکړي
تاسودادحدیث سلسله ورته شروع کړئ له خدا یه پاکه ډیرامیدلرمه چې کامیابه به شي اوزموږپه ځوان نسل کي به ښه تاثیروکړي
په اسلامي مینه
اسماء بي بي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه جولاي 20, 2010 11:25 am عنوان : |
|
|
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اسماء خوري مننه كه خداي كول اوس به دي لړۍ ته دوام وركوم
څه موده دسفر له كبله ددي لړۍ دناوخته كيدلو معذرت غواړم |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه جولاي 20, 2010 12:08 pm عنوان : |
|
|
.
(۲)
رُوِيَ أَحْمَدُوَالشَّيْخَان عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَجُلاُ سَئَلَ رَسُولَ اللهِ
صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَتَي السَّاعَةُ ؟ فَقَالَ رَسُول ُاللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ
وَمَا اعْدَدْتَ لَهَا ؟ فَقَالَ لاَشَئ اِلاَّ أَنَّي اُحِبَّ اللهَ وَرَسُولَهُ فَقَالَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ
وَفِي رِوَايَةِ البُخَارِي قَالَ : وَنَحْنُ كَذَلِكَ ؟ فَقَالَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : نَعَمْ
قَالَ أَنَسٍ : فَمَا فَرَحْنَا بِشَئٍ فَرْحَنَا بِقَولِ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْتَ مَعَ
مَنْ أَحْبَبْتَ .
قَالَ أَنَسُ فَأِنَّا اَحَبُّ النَّبِيَّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبَابَكْرٍ وَعُمَرَ وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ مَعَهُمْ بِحُبِّي اِيَّاهُمْ
ژباړه : يوه سړي له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه پوښتنه وكړه :
قيامت به كله وي ؟ هغه ورته وويل :ايا تا اخرت ته تياري كړي ده ؟
هغه وويل نه هيڅ تياري مي نده كړي يواځي له الله او دهغه له رسول
سره مينه لرم رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : ته چي له
چاسره مينه لري په اخرت كي به له هغو سره وي
دبخاري په روايت كي راغلي دي : هغه سړي وويل :موږبه هم ىاسي يو
(يعني له چا سره چي مينه لرو له هغوسره به يو) رسول الله ورته وويل:
هوكي.
انس وايي موږ په يوه شي هم دومره نه يو خوشاله شوي لكه دي رسول الله
په دي خبره(أنت مع من احببت ) چي څومره خوشاله شوو أنس وايي زه له رسول الله ، ابوبكر او عمر سره مينه لرم او اميد لرم چي ددي ميني په بركت به
له دوي سره يم
وروستی ځل بدلون رښتینی په ١ شنبه دسمبر 12, 2010 8:17 am
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه جولاي 21, 2010 12:34 pm عنوان : |
|
|
،
.
(۳)
أَخْرَجَ البُخَارِيُّ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ الله ُعَنْهُمَا أَنَّ النَّبِيَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ
الْخَلاَءَ قَالَ : فَوَضَعْتُ لَهُ وَضُوءًا فَقَالَ مَنْ وَضَعَ هَذَا ؟ فَأُخْبِرَ فَقَالَ : اَللَّهُمَّ فَقِّهْهُ فِي الدِّينِ
ژباړه : عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وايي رسول الله صلي الله عليه
وسلم بيت الخلا ته ننوت او ما داوداسه اوبه ورته كيښودلي . پوښتنه يي
وكړه : دا اوبه چا كيښودلي ؟ چا خبروركړ. نو ويي ويل : خدايه په دين كي
يي پوه په نصيب كړي
فايده :
(1)
عبدالله دا مهال كوچنۍ و او داحديث موږته راښيي چي كوچنيان بايد دلويانو
خدمت وكړي او لويان بايد په بدل كي ښي خبري او دعاوي ورته وكړي .
(2)
بايد کوچنیان داسی ښه کار پرته دچا له امرکولو نه په خپله وکړی او دا
ددی لامل کیږی چی دداسی کوچنی کاربه ستایل کیږی او دعا او افرین
به پری ویل کیږی.
(۳)
که ماشوم یوښه کار وکړی باید غلی پاتی شی او شور جوړ نکړی چی ما داسی
کار وکړ ځکه په دی روایت کی راځی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چا
وویل (فَأُخْبِرَ) یعنی انس رضی الله عنه نه بلکی بل چا ورته وویل چی داوداسه
اوبه انس برابری کړی .
وروستی ځل بدلون رښتینی په ١ شنبه دسمبر 12, 2010 8:41 am ورکړی دی , د تغير شمېره 2 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : جمعه جولاي 23, 2010 11:15 am عنوان : |
|
|
(۴)
أْخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ عَنْ رَبِيْعَهْ بنِ شَيْبَان قَالَ : قُلْتُ لِلْحَسَن بنِ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا
مَا حَفَظْتَ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قاَلَ حَفَظْتُ مِنْهُ : دَعْ مَا يُرِيْبُكَ إِلَي
مَا لَايُرِيْبُكَ فَإِنَّ الصِّدْقَ طَمَأنِينَةٌ وَالْكَذِبَ رَيْبَةٌ
ژباړه : ربیعه بن شیبان وایی ما حسن بن علی رضی الله عنهما ته وویل :
تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه څه یادکړی دی ؟ ده راته وویل :ما
له هغه نه دا خبره یادکړی ده چی ویل یی : په کوم کار کی چی دووه زړۍ
اوشکمن یی هغه پریږده او هغه کار وکړه چی په هغه کی شک نه وی ځکه
په رښتیا کی ډاډ او اطمنان پروت دی او په دروغو کی شک اوشبه وی
فوائد:
(1)په ماشومانو کی درسول الله صلی الله علیه وسلم دحدیثو دیادولواهتمام
درسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات په مهال حسن بن علی رضی الله عنهما
ماشوم و .
(۲) داسی یوشی چی دهغه په جواز اونه جواز یارواوالی اونارواوالی کی شک
وی دهغه پریښودل لازمی دی باید داسی شی غوره کړل شی چی هغه صفا او له
شکه وتلی وی یعنی هرشکمن کارته نه ورنږدی کیدل .
(۳)درښتیا لاره ډیره پاکه اوسپیڅلی ده هر کار چی په رښتیا ولاړ وی په هغه
کی هیڅ شک اوشبه نه وی اوهغه کار ډیر خوندور وی له ماشومانو سره د
اړیکوپه مهال دهغوی موراوپلار اونور اړوند خلک ډیرځله دمختلفوضر
ورتونویا لهوپراساس هغوی ته دروغ وایی چی داد ماشوم له پاره ډیر تاوانی
دی او په دی سره ماشوم درښتیا له سپیڅلی لاری لری کیدلو ویره ده
(۴)په یوه شی کی شک او تردد د دروغو له کبله رامنځته شوی وی نوله دروغو
ځان ژغورل ضروری دی ځکه دروغ شکوک اوشبهات پیدا کوی .
وروستی ځل بدلون رښتینی په ٤ شنبه دسمبر 08, 2010 8:02 am
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
M Tahir
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2007 ليکنې: 84 ځای: پښتونستان
|
د ليکنې نېټه : شنبه جولاي 24, 2010 8:43 am عنوان : |
|
|
محترم حامد صاحب
اسلام عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!
تر هرڅۀ وړاندې ستاسو د روغتيا پۀ هيله يم، الله جلجلالۀ مو د اسلام د سپېڅلي دين د خدمت لپاره قبول او هر راز علمي، فکري، روحاني او عملي پرمختګ مو پۀ برخه شه.
اما بعد!
د ماشومانو د د ديني روزنې پۀ موخه مو له نبوي مرغلرو څخه انتخاب يو پۀ زړۀ پورې زيار دی چې د سپېڅلي نيت او پاکې ارادې برکت يې نور هم ګټور او مثمر کوي. د دې لپاره چې ستاسو له دې زيار څخه د کمکيانو پۀ ګډون موږ لويان هم ګټه واخيستلای شو، د ا کمه علمه خپل يو وړانديز ستاسو پۀ درانۀ حضور کې ږدي.او هغه داچې که د احاديثو د ژباړې او تشريح ترڅنګ د عربي ژبې د تورو د تلفظ لپاره اعراب وکارول شي او هم پۀ لاتيني (انګرېزي) تورو وليکل شي، باور لرم چې پۀ دې ډول به لاندې څو ګټې لاس ته راوړل شي:
1) هغه څوک چې سپېڅلي احاديث يادول غواړي، خو مګر عربي لوستلای نۀ شي، د لاتيني تورو پۀ مرسته به وکولای شي چې يوه برخه نبوي مرغلرې د خپلې وينا برخه وګرځوي.
2) هغه څوک چې عربي لوستلای مګر د ګناه له وېرې يي (کېدای شي عربي الفاظ سم ادا نه کړي) يوازې پر ژباړه بسنه کوي، د اعرابو پرمټ به پۀ ډاډه زړۀ نبوي سپېڅلي احاديث زده او ياد کړای شي.
پۀ بې کچه مينه او ادب
ستاسو طاهر |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : شنبه جولاي 24, 2010 12:06 pm عنوان : |
|
|
ښاغلی طاهر له شتون اووړاندیزنه مو مننه کوم
زه به کوښښ وکړم چی دحدیث دامتن پیداکړم
چی هغه اعراب لری
په مینه او درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 14, 2010 5:06 am عنوان : |
|
|
.
.
(۵)
أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ عَن سَمُرةَ بنِ جُنىدُبٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ :
كُنتُ عَلَي عَهدِ رَسُولُ الله صلي الله عليه وسلم غُلاَماً, فَكُنتَ أَحفَظُ عَنهُ,
فَمَا يَمنَعُنِي مِنَ القَولِ إلاّأنّ هَاهُنَارِجَالاًهُم أَسَنُّ مِنِّي.
ژباړه : سمره بن جندب رضی الله عنه وایی : زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم
په وخت کی هلک وم ، او له ده نه به می دده حدیث یادول خوپوښتنه به می نشوی
کولی ځکه هلته به له مانه مشران خلک وو
فایده : د سمره رضی الله عنه له ددی روایت په رڼا کی که موږ درسول الله
صلی الله علیه وسلم مجلس ته د تصور په نړۍ کی سر ور ښکاره کړو نو
څو خبری به راته مالومی شی :
(۱) دده په مجلس او درس کی به مشران او کشران ټول ناست وو
(۲) کشران به هم د درس د زده کړی له پاره ناست وو
(۳) کشرانو به دمشرانو په مخکی خبری اوپوښتنی نه کولی او د
هغو احترام به یی کاوه
(۴) مشرانوبه پوښتنی کولی خو دا پوښتنی به دیری کمی وی
-------------------------------------------------
محترم طاهر جانه ستا مشوری زه ډیر وځنډولم او معرب
حدیث می بیا هم پیدا نکړل اخر می خپله اعراب ورته
ولګاوه او په لاتینی کی د حدیثو لیکل ستاپرغاړه
په مینه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 14, 2010 10:33 am عنوان : |
|
|
.
(۶)
.
أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ وَالتِّرمِذِيُّ وَالنِّسَائِيُّ وَأَبُودَاوُدَ-وَهَذا لَفظُ البُخَارِيُّ-
عَن أَنَسٍ بنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ :
دَخَلتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ عَلي غُلاَمٍ خِيَاطٍ , فَقَدَّمَ إِلَيهِ قِصعَةَ
ثَرِيدٍ وَعَلَيهِ دُبَّاءٌ , قَالَ : وَأَقبَلَ عَلي عَمَلِهِ -يَعنِي : الغُلاَمُ - قَالَ : فَجَعَلَ النَّبِيُّ
يَتَّبِعُ الدُّبَاَءَ قَالَ أَنَس ُ: فَجَعَلتُ أَتَتبَعُهُ , وَأَضَعُهُ بَينَ يَدَيهِ قَالَ : وَمَازِلتُ أُحِبَّ
الدُّبَاءَ .
ژباړه : انس بن مالک رضی الله عنه وایی : زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم
سره یوه ګنډونکی هلک ته ورغلو هغه ده ته دماتی ډوډۍ کاسه کیښودله چی
کدوهم پری پروت و او هغه هلک بیرته په خپل کار پیل وکړ. نو رسول الله صلی
الله علیه وسلم کدو ورټولاوه او خوړ به یی انس وایی : نو مابه هم کدو راټولاوه
او درسول الله صلی الله علیه وسلم مخته به می کیښود او له هغه راهیسی زه له
کدوسره مینه لرم .
فائدې:
(۱)په خپله خوښه د ماشوم کار کول کوم بد کار ندی ،
(۲)میلمه ته ډوډۍ کیښودل اوپه خپله په کار بوختیدل روا کار دی
او دا کومه بدی نلری .
(۳)دداسی ډوډۍ یا میوی کاسه یا لوښۍ چی اجزاء یی یوبرابر وی او توپیر ونلری
په دی صورت کی باید سړۍ له خپل لوری ډوډۍ او میوه وخوری او که برابر نه
و بیا کولی شی چی له کوم لوری یی خوښه وی ویی خوری .
(۴) کوم مشراو میلمه ته په کاسه او دسترخوان کی ډوډۍ برابرول
او ورمخته کول ښه کار دی
(۵) له کدو سره مینه کول ښه کار دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم
له کدو سره مینه لرله
(۶) که یوڅوک تاسو ته په خپل لاس ډوډۍ برابروی بایدکرکه تر ونشی
او په مینه باید د هغه دلاس خواړه وخوړل شی .
[/quote]
وروستی ځل بدلون رښتینی په ٥ شنبه اکتوبر 14, 2010 3:54 pm
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مومن مهاجر ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 جون 2010 ليکنې: 293 ځای: afghanistan
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 14, 2010 1:58 pm عنوان : |
|
|
حامدصاحب سلام اواحترام
الله جل جلاله دي خیردرکړې ډېره ښه،ګټوره اوپه زړه پوري لړۍ موپیل کړي الله دي یې ددوام توفیق درکړي .
خودحدیث په اعراب کي به زه ځيني سمونې وکړم هیله ده خپه نه شئ :
[quote="حامد"]. (۶) أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ [quote=].
داعبارت بایدداسي وای : اخرج البخاریُ ومسلمٌ یعني پرالبخاري لفظ تنوین نه وای اوپرمسلم لفظ وای،ځکه چي پرالبخاري الف ولام داخل شوی اوالف ولام دعربي ګرامرله قاعدې سره سم نه شي یوځای کېدای . اوپه مسلم کي دامانع نه شته .
[quote="حامد"]
وَالتِّرمِذِيُّ وَالنِّسَائِيُّ وَأَبُودَاوُدُ-وَهَذا لَفظُ البُخَارِيُّ-[quote=].
همدارنګه پورتنۍ تېروتنه په الترمذي،النسايي اووروسته په البخاري کي هم شوې ده . اوپه ابوداودلفظ کي تېروتنه داده چي ابولفظ داودته مضاف دی ځکه نوبایدداودَپه زورلیکل شوی وای له دې امله چي داودلفظ غیرمنصرف دی داضافت پرمهال دکسرې پرځای فتحه ورکول کېږي نه ضمه .
[quote="حامد"]
عَن أَنَس بنِ مَالِكُ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ : [quote=].
همدارازمالک لفظ بایدداسي لیکل شوی وای : مالکٍ وای ځکه چي بیامضاف الیه ده اومنصرف هم دی .
[quote="حامد"]
دَخَلتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ عَلي غُلاَمٍ خِيَاطٍ , فَقَدَّمَ إِلَيهِ قِصعَةُ[quote=].
دلته بیاقصعة لفظ بایدداسي وای : قِصْعَةَ یعني تازوردرلودای ځکه دقدم لپاره مفعول دی .
[quote="حامد"]
قَالَ أَنَس ُ: [quote=].
دلته بیابایدپرانس لفظ تنوین داخل شوی وای ځکه غیرمنصرف نه دی تنوین قبلوي . |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مومن مهاجر ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 جون 2010 ليکنې: 293 ځای: afghanistan
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 14, 2010 3:05 pm عنوان : |
|
|
حامدصاحب سلام اواحترام
الله جل جلاله دي خیردرکړې ډېره ښه،ګټوره اوپه زړه پوري لړۍ موپیل کړي الله دي یې ددوام توفیق درکړي .
خودحدیث په اعراب کي به زه ځيني سمونې وکړم هیله ده خپه نه شئ :
حامد ليکلي: |
. (۶) أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ |
[/quote]
داعبارت بایدداسي وای : اخرج البخاریُ ومسلمٌ یعني پرالبخاري لفظ تنوین نه وای اوپرمسلم لفظ وای،ځکه چي پرالبخاري الف ولام داخل شوی اوالف ولام دعربي ګرامرله قاعدې سره سم نه شي یوځای کېدای . اوپه مسلم کي دامانع نه شته .
حامد ليکلي: |
وَالتِّرمِذِيُّ وَالنِّسَائِيُّ وَأَبُودَاوُدُ-وَهَذا لَفظُ البُخَارِيُّ |
[/quote]
همدارنګه پورتنۍ تېروتنه په الترمذي،النسايي اووروسته په البخاري کي هم شوې ده . اوپه ابوداودلفظ کي تېروتنه داده چي ابولفظ داودته مضاف دی ځکه نوبایدداودَپه زورلیکل شوی وای له دې امله چي داودلفظ غیرمنصرف دی داضافت پرمهال دکسرې پرځای فتحه ورکول کېږي نه ضمه .
حامد ليکلي: |
عَن أَنَس بنِ مَالِكُ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ : |
[/quote]
همدارازمالک لفظ بایدداسي لیکل شوی وای : مالکٍ وای ځکه چي بیامضاف الیه ده اومنصرف هم دی .
حامد ليکلي: |
دَخَلتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ عَلي غُلاَمٍ خِيَاطٍ , فَقَدَّمَ إِلَيهِ قِصعَةُ |
[/quote]دلته بیاقصعة لفظ بایدداسي وای : قِصْعَةَ یعني تازوردرلودای ځکه دقدم لپاره مفعول دی .
حامد ليکلي: |
قَالَ أَنَس ُ: |
[/quote]دلته بیابایدپرانس لفظ تنوین داخل شوی وای ځکه غیرمنصرف نه دی تنوین قبلوي . |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 14, 2010 4:06 pm عنوان : |
|
|
.
مهاجر صاحب مننه او كور موودان
اصلا له دی کار سره دنابلدتیا له کبله هم ځینی تیروتنی شوی دی
او بل په البخاری او نورو باندی تنوین نه بلکی تشدید مع الضم ده
په هرصورت له تاسو نه ډیره مننه الله موخوشاله لره |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : شنبه اکتوبر 16, 2010 6:21 am عنوان : |
|
|
.
.
(۷)
أَخْرَجَ التِّرمِذِي عَنْ ابنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ :كُنْتُ خَلْفَ النَّبِيِّ صّلَّي اللهُ
عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْماً فَقَالَ : يَاغُلاَمُ ! إِنِّيْ أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ :
__ اِحْفَظِ الله َ يَحْفَظَكَ.
__ اِحْفَظِ الله َ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ .
__ إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ الله َ.
__ وَأِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ .
__ وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَي أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَئٍ , لَمْ يَنْفَعُوكَ
إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ لَكَ .
__ وَإِنِ اجْتَمَعُوْاعَلَي أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَئٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ
عَلَيْكَ .رُفِعَتِ الأَقْلاَمُ وَجُفَّتِ الصُّحُفُ
وفي رواية غير الترمذي زيادة :
__ تَعَرّف إِلَي الله ِ فِي الرَّخَاءِ يُعَرِّفَكَ فِي الشِّدَّةِ
__ وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ وَ أَنَّ الفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ وَأَنَّ مَعَ العُسْرِ يُسْراً
ژباړه : ابن عباس رضی الله عنهما وایی : زه یوه ورځ درسول الله صلی الله
علیه وسلم شاته وم راته ویل یی :
ای هلکه ! زه څو خبری درته ښیم :
دالله دین وساته هغه به تا وساتی !
دالله دین وساته هغه له تاسره مل وی !
یواځی له الله نه سوال کوه !
یواځی له الله نه مرسته غواړه !
اوپوهه شه ! که ټول انسانان ددی له پاره رایوځای شی چی تاته ګټه ورسوی
تاته به له هغه زیاته ګټه ونه رسوی کومه چی الله ستا له پاره لیکلی ده
او که ټول انسانان ددی له پاره رایوځای شی چی تاته ضرر ورسوی تاته به
هیڅ ضرر ونه رسوی یواځی هغه ضرر به درته رسیږی چی الله درته لیکلی دی
قلمونه دریدلی او صحیفی بندی شوی دی .
اوپه بل روایت کی دازیاتونه راځی :
په عادی حالاتو کی دالله حقوق وپیژنه هغه به په سختی کی درسره مل وی
اوپوهه شه ! چی الهی مرسته په صبرسره ترلاسه کیږی ،
اوله غم سره خوشالی مله وی اوله سختی سره اسانتیا مله وی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 18, 2010 6:25 am عنوان : |
|
|
.
.
فوايد:
له دی حدیث شریف نه خوراستری او لویی ګټی
ترلاسه کولی شو چی څو مهمی یی لاندی را اخلو :
(۱)
دخبری داهمیت له پاره دخبرداوریدلو حالت بیانول لکه ابن عباس رضی الله عنه
چی وایی زه درسول الله صلی الله علیه وسلم له شا وم
(۲)
دخبرو داهمیت او دمخاطب د متوجه کولو له پاره دمعلوم مخاطب
په عام نامه سره مخاطب کول لکه وه هلکه ! ای سړیه ! وه امیرصاحب!
ابن عباس رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم دتره زوی دی او
ښه یی پیژنی بیا هم ورته وایی : یاغلام !
(۳)
دمخاطب دښه پوهولو او دهغه په ذهن کی مخکی له مخکی دراتلونکوخبرو
داهمیت پیدا کولو له پاره په ډیراجمال سره دهغو یادونه او له هغه وروسته
تفصیل ته ښکته کیدل لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی ابن عباس
رضی الله عنه ته داجمال په توګه وایی : انی اعلمک کلمات .
(۴)
په تقدیر ایمان او پر الله جل جلاله باور او ویسا .
(۵)
یواځی الله جل جلاله ته زارۍ او له هغه نه سوال کول او یواځی له هغه نه
مرسته غوښتل او غیر الله هرڅه بی وسه او الله جل جلاله ته اړاومحتاج
بلل .
(۶)
په هرحالت : خوشالی او خپګان ، سختی او اسانی کی دالله بندګی او
دهغه نمانځنه .
(۷)
دصبر غوره صفت اختیارول او په صبر سره له الله نه دمرستی ترلاسه
کول .
(۸)
دسختی او غم بروا نه کول او په دی خوشالیدل چی له سختی وروسته
به حتما اسانی راځی او غمه وروسته به خوشالی راځی . |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|