د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسلامي حكومت پيژندنه


Adil watanmal
11.09.2004

=================================[color=darkblue:e3da94e549]اسلامي حكومت[/color:e3da94e549]

محترمو لوستونكو اوګرانو ليكوالانو
......................................................... السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د عزت وړو يو ځل حليمي صاحب راڅخه په يوه ليكنه كې دا غوښتنه كړي وه چې زه بايد دا واضحه كړم چې اسلامي حكومت زه كوم حكومت ته وايم؟
اسلامي حكومت باندي خبره كول ډير وخت غواړي او ډيره ليكنه غواړي ځكه دا يوه ډيره غټه موضوع ده او د ټولي موضوع په يوه ليكنه كې شرح كول ممكن كار نه دي نو زه به دلته صرف اوس د يوي نقطي[[[اسلامي قانون حاكميت]]] په اړوند ليكنه وكړم او په اينده كي به بيا په نورو نقطو سره غږيږو كه ژوند باقي وه او كه د چا تلوار وي نو د فقه او احاديثو كتابو ته دي د خلافت او امامت مسئله وه ګوري چې تر څو ورته معلومه شي چې څوك اهل ددي دي چې هغه دي د مسلمانانو حاكم وي. او د اسلامي دولت شرائط كوم دى؟ خو بيا هم زه به دلته تاسي ته يو څو كرښي په دى اړوند وه ليكم چې تر څو ګرانو ليكوالانو او لوستونكو ته د اسلامي حكومت په اړوند زه ما نظر معلوم شي.
دا دعلماؤ په اتفاق سره فيصله ده چې په هر هغه حكومت كې چې د اسلامي قانون حاكم وي هغه اسلامي حكومت دى. خو پوښتنه دلته پيداكيږي چې [color=darkblue:e3da94e549]د اسلامي قانون حاكميت به څنګه وي؟؟ او څنګه به ئې پيژنو؟؟[/color:e3da94e549]
نو دى پوښتني ته به زه يو لنډ شانتي جواب ووايم. او له نورو ليكوالانو څخه هيله كوم چې د اسلامي فلسفي په هنداره كې دى خپل نظرونو ددي موضوع په اړوند په ګوته كړي.
1. [color=darkblue:e3da94e549]د حكومت داخلي او خارجې سياست بايد د اسلامي قانون مطابق وي[/color:e3da94e549] او يا په بل عبارت چې حكومت بايد په اسلامي قانون ولاړ وي او په ټولو مجالاتو او احوالو كې اسلامي قانون تطبيق كړي او دا ځكه چې مونږ شكر الحمد لله مسلمانان يو نو الله پاك چې زمونږ لپاره كوم قانون خوښ كړيدي بايد په هر مجال كې ئې تطبيق كړو كه هغه عقيده وي كه اخلاق كه شعائر او كه معاملات وي. الله پاك فرمايي:
[color=darkblue:e3da94e549]((.... الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً...... (3) المائدة)))[/color:e3da94e549]
[color=darkblue:e3da94e549]ژباړه:[/color:e3da94e549]
نن ورځ مكمل (( پوره )) كړ ما تاسي ته دين ستاسي (( اصولا او فروعا)) او تمام (( پوره مې كړ پر تاسي [ أي مؤمنانو!])) نعمت (د دين په اكمال) او غوره كړ ما تاسي ته اسلام له جهت د دين( ډير پاكيزه په ټولو اديانو كښي)
تفسير: [color=darkblue:e3da94e549]((وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً))[/color:e3da94e549]يعني له دى عالمګير او مكمل دين څخه پرته (علاوه) د بل كوم دين انتظار ايستل بي عقلي او حماقت دى. اسلام تفويض او تسليم سره مرادف دى ما سوا له اسلامه د مقبوليت او نجات بله وسيله او لاره نشته.
[color=darkblue:e3da94e549]((أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنْ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ.......... (21). الشورى[/color:e3da94e549][color=darkblue:e3da94e549]ژباړه:[/color:e3da94e549]
آيا دي دوي لره شريكان چي ساز كړي دوي لياره هغوي ته له دين (د جاهليت) هغه (چيز) چې اذان حكم نه دى كړي په هغه سره الله (دي كفارو ته لكه شرك اونور معاصي) .
تفسير: يعني الله تعالى د خپلو انبياؤ په ژبه د دين د آخرت حقه لياره ښوولي ده آيا ما سواء له الله څخه بل څوك داسي شته چې د بلي كومي لياري د مقررولو حق او اختيار ورته حاصل وي؟ چې هغه د الله تعالى حرام كړي شيان حلال يا حلال شيان حرام كړي؟ نو بيا دغو مشركانو د الله تعالى هغه لياره چې انبياؤ عليهم السلام ښوولي ده ولي پريښوده؟ او بله ليار ئې له كومه راويستله؟
[color=darkblue:e3da94e549]((.... أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (54) الاعراف))[/color:e3da94e549]
[color=darkblue:e3da94e549]ژباړه:[/color:e3da94e549]
(( خبر دار شي چه (خاص) الله لره دى پيدا كول او امر (حكم فرمايل) لوي بركت والا دى الله چه رب ((پالونكې)) د ګردو (ټولو) عالميانو (د جهان) دي.))
2. [color=darkblue:e3da94e549]اسلامي قانون بايد د ټولو قوانينو د پاسه وي،[/color:e3da94e549] معنى دا چې حكومت په خپلو ټولو معاملاتو كې كه په ملكې سطحه وي او كه په بين المللي سطحه وي اسلامي قانون اولني مرجع جوړه كړي او كه د هر قانون د اسلامي قانون سره په هر مجال كې ټكر راشي نو اسلامي قانون ته به ترجيح وركول كيږي ځكه د بنده د جوړ شوي قانون د الله په قانون باندي د پاسه كول هيڅ جواز نلري او دليل پدي خبره د الله پاك قول دى:
[color=darkblue:e3da94e549](((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (1) الحجرات ))[/color:e3da94e549]
[color=darkblue:e3da94e549]ژباړه:[/color:e3da94e549]
أي هغو كسانو چې ايمان مو راوړي مه وړاندي كوي مفكوري خپلي په مخكښي له صدوره د اوامر د الله تعالى او درسول د هغو بلكه انتظار كوئ اوامر د هغوي لره.
په تفسير ددي ايات كې مفسر صاحب بيا يوه تنبيه داسي كړي: په انسانانو خصوصا په مسلمانانو لازمه ده چې آراء او افكار خپل په ټولو امورو كښي تابع د امورو اسلامي وو وګرزوي ځكه انسان په آرا خپلو سره په ټولو امورو كښي اعتماد نشي كولي بلكه په سلو كښي سل خطا كيږي او نا كاميږي او پيروي د آراوو انسان له ټولو بد مرغيو او كړاونو سره مخامخ كوي.
يوازي او يوازي اسلامي دستورات دى چي په ټولو لارو چارو باندي سل په سلو كښي ټيك وي نو هم دا وجه ده چي الله تعالى په مقابل د امر خپل او د رسول د هغي كښي اختيار د بنده سلبوي او فرمائې [color=darkblue:e3da94e549][[وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمْ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً (36) الأحزاب]][/color:e3da94e549]
يعني د الله پاك او د هغه د رسول د قانون د پاسه تاسي خپله راي مه تقديم كوي. او بهتره فيصله د انسان لپاره د الله او د هغه د رسول ده او الله پاك پدي قول كې داسي وايي [color=darkblue:e3da94e549]((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ.. (2) الحجرات))[/color:e3da94e549]
هيڅ تصور نشي كيدي چې د رسول صلي الله عليه وسلم د اواز د پاسه اواز اوچتول دي حرام وي او د الله او د هغه د رسول د قانون پر ځاي بل قانون ته ترجيح وركول دي حلال وي.
3. [color=darkblue:e3da94e549]اسلامي قانون بايد په كلي توګه تطبيق وي نه په جزئې توګه،[/color:e3da94e549] معنى دا چې اسلامي حكومت بايد اسلامي قانون په ټولو مجالاتو او احوالو كې په كلي توګه تطبيق كړي نه په جزئې توګه پدي كې عقيده، اخلاق ، شعائر ، معاملات په ملكې او بين المللي سطحه داخل دي. او همدارنګه بايد قانون د ملك د ټولو افرادو لپاره يو شانته وي او په ټولو تطبيق شي نه دا چې قانون صرف د غريب لپاره وي كه داسي نه وي نو بيا د الله د حكم حاكميت نشته دى. الله پاك فرمايي:[color=darkblue:e3da94e549] ((وَأَنْ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيراً مِنْ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ (49) المائدة))[/color:e3da94e549]
[color=darkblue:e3da94e549]ژباړه:[/color:e3da94e549]
او (ته ليږلي ئې مونږ او دغه حكم مو فرمايلي دى تاته )چه حكم كوه ! په منځ د دوي كښي په هغه شي چه نازل كړي (ليږلي) دى الله او مه كوه متابعت د ارزوګانو د دوي او ويره كوه ! (ځان ساته) له دوي نه چه وا (نه) ړوي (ونه ګرځوي) تا له ځيني هغه شي څخه چه نازال كړي (ليږلي) دى الله تاته (أي محمده!) ، نو كه وګرځيدل دوي (له نازل شوو حكمونو) پس پوه شه (ته أي محمده !) چه بيشكه هم دا خبره ده چه اراده لري الله چه ورسوي دوي ته ( سزا په دنيا كښى) په سبب د ځينو ګناهونو د دوي. او بيشكه چه ډير له خلقو څخه خامخا فاسقان دي (د الله د اطاعت څخه متمردين دى)
[color=darkblue:e3da94e549]تفسير:[/color:e3da94e549] يعني يو تر بله په اختلافاتو كښي كه څه هم ټوله دنيا سره لاس او ګريوان وي، خو تاسي ته هم دا حكم دي چه سم له (ِمَا أَنزَلَ اللَّهُ) سره حكم وكړئ ! او د هيچا د ويلو او د اورولو هيڅ پروا مه كوئ.
[color=darkblue:e3da94e549]((أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (50) المائدة)))[/color:e3da94e549]
[color=darkblue:e3da94e549]ژباړه:[/color:e3da94e549]
آيا پس حكم د جاهليت غواړي دوي؟ ( او د الله له حكمونو څنګ كوي) او څوك ډير ښه دي له الله څخه له جهته د حكم هغه قوم ته چه يقين لري په الله (يعني هيڅوك نه دي)
[color=darkblue:e3da94e549]تفسير:[/color:e3da94e549] يعني هغه كسان چه د الله تعالى په مالكيت او شهنشاهي او كامل رحمت او محيط علم باندي كامل يقين لري. د دوي په نزد په دنيا كښي د هيچا حكم د الله تعالى د حكم په مقابل كشي د التفات وړ (لايق) نشي كيدي نو بيا ولي دا خلق د الله تعالى د احكامو د رڼا (رنړا) له راتللو څخه وروسته د ظنونو او اهواؤ او آراؤ او كفر او جا هليت د تيارو په لوري تلل خوښوي؟
اوس به راشو ودي خبري ته چې د پورتني ليكني په رڼا كې ايا د افغانستان اوسني حكومت اسلامي دى او كنه؟؟
زه ما په اند نه دى ځكه چې د الله د حكم حاكميت پكي نشته دي او هغه داسي:
• د حكومت داخلي او خارجې سياست د اسلامي قانون مطابق نه دي بلكي د ديمكراسي د قانون مطابق دى او اسلام او ديمكراسي دوه جدا او متضادي فلسفي دى هغه ورڼه چې تر اوسه پدي نه پوهيږي چې اسلام او ديمكراسي دوه متضادي فلسفي دي نو هغوي تر اوسه د فيل په غوږ كې وده دي او هيله ترينه كوم چې په دي اړوندي يو څه كتابونه وګوري او بيا دى خپل نظر وړاندي كړي.
• [color=darkblue:e3da94e549]دا مهال د افغانستان د حكومت[/color:e3da94e549] په ټولو مجالاتو او احوالو كې مصدر لومړي د ديمكراسي فلسفه ده او بيا اسلام نو پدي حكومت كې د ديمكراسي قوانين د الله په قوانينو ((اسلام)) د پاسه كړي شوي او په هر ځاي كې چې ديمكراسي او اسلام ټكر سره راغلي نو ديمكراسي ته پري ترجيح وركړي شوي ده او د ثبوت لپاره اساسي قانون مادي په غور سره وه ګوري درته ثابته به شي چې هغه جزاګاني د جرمونو لپاره چې اسلام ايخودلي دى هغه په ديمكراسي كې د انسان د بي حرمتي په معنى دي او همدا وجه ده چې دغه ټول حدود ئې معطل كړيدي لكه د زاني او شراب خور په درو وهل او د غل نه لاس غوڅول او.......... نو ځكه ورته اسلامي حكومت نشم ويلي.
• [color=darkblue:e3da94e549]د اسلامي قوانينو په كلي توګه تطبيق كول:[/color:e3da94e549]
ګرانو لوستونكو مخكې مي په ګوته كړه چې دا مهال په افغانستان كې د حكومت مصدر لومړي ديمكراسي او بيا اسلام دى نو د اسلام هغه قوانين تطبيق كيږي چې د ديمكراسي د قوانينو سره موافق وي او چې مخالف وي هغه په تاخچه كې ايښودل شوي او دا ټاپه پري ليږيدلي ده چې دا زړه فلسفه ده او دا د نن نه د څورلس سوه كاله مخكي د وخت لپاره وه او اوس بايد په دى نوي فلسفه عمل وشي چې هغه د ديمكراسي كفري نظام دى چې د شرابو د څښلو او زنا كولو او ......... هر قسم اخلاقي فسادنو اجازه وركوي كه داسي نه واي نو تر اوسه به ډير خلق په افغانستان كې په حد شوي واي ځكه چې دا مهال په افغانستان كې خاص بيا په كابل كې د صفا اوبو پيدا كول د شرابو څخه ګران كار دي او د ورځي په زرګونه زناګانې كيږي او زما ددي خبرو ريښتياوالي صرف هغو ورڼو ته خه معلوميږي كيږي چې كابل ته ځي او راځي او يا هلته اوسيږي.
[color=darkblue:e3da94e549]نچوړ:[/color:e3da94e549]
د افغانستان اوسني حكومت ته اسلامي حكومت نشم ويلي او دا ځكه چې د الله د حكم حاكميت پكې نشته او زما په اند د الله د حكم حاكميت هغه دري نقطو په معنى دى لكه چې مخكې مې ورته اشاره كړي ده.

[color=darkblue:e3da94e549]دپاي ټكي:[/color:e3da94e549]
ګرانو محترمو ليكوالانو ما تاسي ته خپل نظر د اسلامي حكومت په اړوند په ډاګه كړو او دا هم وايم چې په افغانستان كې تير شوي حكومتونه او همدارنګې د نوري نړي د حكومتونو په اړوند زما همدا نظر دي كه په هر هغه حكومت كې د الله د حكم حاكميت نه وي زه ورته اسلامي حكومت نه وايم نو اوس ستاسي څخه هيله كوم چې ماته په خپلو ليكنو كې هيڅ كوم حكومت په ګوته نكړي چې ايا دا ستا د نظره اسلامي دى او كنه او دا ځكه چې د هر حكومت په اړوند خپله پلټنه وكړي چې ايا د الله حكم پكې حاكم وه او كنه كه وو نو زما په نظر اسلامي حكومت دى او كه نه وو نو نه دي او ستاسي خپل نظر چې څه ورته وايي.
[color=darkblue:e3da94e549]((((َلا تَخْشَوْا النَّاسَ وَاخْشَوْنِي وَلا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَناً قَلِيلاً وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ (44) المائدة )))
[/color:e3da94e549][color=darkblue:e3da94e549]ژباړه:[/color:e3da94e549]
نو مه ويريږي تاسي له خلقو نه ( په اظهار او اجراء د حق كښي) او وويريږئ له ما ( په پټولو د حق كښي) او مه پيرئ (مه اخلئ) تاسي په آيتونو زما قيمت لږ (چه هغه رشوت او جاه دي ) او هر چا چه ونه كړ حكم په هغه شي چه نازل كړي (ليږلي) دى الله نو دغه كسان هم دوي دي كافران.
تفسير د ([color=darkblue:e3da94e549]وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ)[/color:e3da94e549] د [مَا أَنزَلَ اللَّهُ] سره سم له حكم نه كولو ځني عالمان دا مراد دي چه د منصوصو حكمونو له وجوده انكار وكړي او دهغه په ځاي نور احكام په خپله رايه او غوښتنه سره منځ ته راوړي لكه يهودانو د [رجم] د حكم په نسبت هم داسي كړي وو نو د داسي خلقو په كفر كښي هيڅ شبه نشته او كه داسي مراد وي چه [color=darkblue:e3da94e549][مَا أَنزَلَ اللَّهُ][/color:e3da94e549] عقيدتا مني او پر خلاف د هغه عملا فيصله كوي نو له كافر ځني به عملي كار مراد وي. يعني د هغه عملي حالت د كافرانو په شان دى.
[color=darkblue:e3da94e549]( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِم يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ..(52) المائدة[/color:e3da94e549]
ژباړه:
أي هغو كسانو چه ايمان ئې راوړي دى (يعني أي مؤمنانو) مه نيسئ تاسي يهوديان او نصرانيان دوستان ! (چه له دوي سره موالات او مودت وكړئ !). (دوي يو تر بله ) ځيني دوستان دى د ځينو نورو (ځكه چې ټول سره په كفر كښى شريك دى او ګرد (ټول ) سره تاسي ته متفق دى). او هر چا چه دوستي وكړه له دوي سره له تاسي ځني نو بيشكه چه دى له هم دوي ځني دى (نو مؤمنان دى ځان وساتي له دوستي د كفارو) بيشكه الله هدايت نه كوي قوم ظالمانو ته (چه ظلم كوي په ځانونو خپلو په دوستي كولو د كفارو سره) .
نو وبه ويني ته هغه كسان چه په زړونو د دوي كښي مرض (رنځ نفاق) دى چه ځغلي به په (دوستي د ) دوي كښي وائې به دوي ( په عذر كښي چه) ويريږو له دى نه چه وبه رسيږي مونږ ته كومه حادثه.

---------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
11.09.2004

محترمو لوستونكو اوګرانو ليكوالانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
دانشمند عادل وطنمل صاحب ٠ داخو تاسو د حکومت پالسۍ،سياست ليکلۍ دۍ
اوس موږڅه نه پرليکو ٠ حکومت مکنيزم که تاسو وليکۍ ښه به وي ٠
چه حکومت باډۍ نه وي جوړه سوې ٠ هيځ وجود نه لري
زه دي باغ نه وينم تاسو بيا تارګان پکي نيسۍ ٠
اول د حکومت جوړول اسلامي څرنګه وي ٠ نو ورسته به بيا ګورو چه څه پر وليکو



Adil watanmal
12.09.2004

محترمو لوستونكو او د قدر وړ حليمي صاحب

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

محترم حليمي صاحب زه تاسي ته يوځل بيا بلنه دركوم چې زما تيره ليكنه په غور سره وه ګوري نو ډير هغه څه چې تا په لومړي ځل پكي نه دي پيدا كړي تر سترګو به دي شي او دوهم ما دا خبره كړي ده چې [color=darkblue:33807a27d4]د اسلامي حكومت مكمله پيژندنه په يوه ليكنه كي د امكان نه لري خبره ده [/color:33807a27d4]او ما په خپله اولني ليكنه كې د ملك په قانون غږيدلي يم چې د يو ملك بنيادي شي دي او ټول حكومت پري ولاړ وي نو كه د يو ملك قانون په داسي شكل وي لكه څنګه چې ما ورته په خپله لومړي ليكنه كې اشاره كړي نو بيا به هغه حاكم چې دغه قانون تطبيق كوي هغه به ضرور وه سترګو ته دا قول د الله پاك ولاړ وي:

[color=darkblue:33807a27d4]((أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلا تَعْقِلُونَ (44) البقرة))[/color:33807a27d4][color=white:33807a27d4]ژباړه:[/color:33807a27d4]
آيا امر كوئ تاسي نورو خلقو ته په نيكي سره او هيروئ ځانونه خپل ؟ حال دا چه تاسي لولئ كتاب ( چه په كښ د قول او عمل په نه سمون [برابري] و عيد دي) آيا نو تاسي نه پوهيږئ ( د خپلو افغالو په بدي)
او همدارنګې بيا د ملك حاكم هيڅكله هم دا امر د لله پاك له ياده نه باسي:

[color=darkblue:33807a27d4]((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة))[/color:33807a27d4]
[color=white:33807a27d4]ژباړه:[/color:33807a27d4]
مه ګډوي حق له باطل سره او (مه) پټوئ! حق حال دا چه تاسي پوهيږئ (په دي خلط او پټولو سره)

[color=darkblue:33807a27d4]---------------كه جاهل وكړي ګناه، شي به معذور=== پوهند عاصي به وي له عذره دوره
---------------نابينا كه شي اړتاو ملامت نه دى ==== كه په غټو ګوري وي خو په زړه كوره[/color:33807a27d4]
او همدارنګه ما په ليكنه كې دا خبره كړي ده چې قانون بايد د ملك د ټولو افرادو لپاره وي نه يواځي د غريب لپاره او همدارنګې د قانون تطبيق به په ټولو مجالاتو او احوالو كې وي كه هغه اخلاق دي او كه معاملات دي او كه شعائر دي او كه .... نو دا خبره خپله ترينه مفهوم كيږي چې د ملك حاكم لومړي بايد اسلامي قانون په خپله عملي زندګې كي راولي نو بيا به ئې په نورو تطبيق كوي.
[color=darkblue:33807a27d4]د پاي ټكې:[/color:33807a27d4]

انشاء الله كه ژوند وفا راسره وكړه نو زما دوهمه ليكنه پدي موضوع كې به د ملك د حاكم په اړوند وي چې هغه بايد څنګه سړي وي او په اسلام كې د ملك د حاكم لپاره كوم شرائط ايښودل شوي دي او دغه شرائط د افغانستان په اوسني حاكم كې موجود دي او كنه؟

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل



ع کريم حليمي
14.09.2004

ګرانه عادله وروره سلامونه مي ومنۍ ٠ او درنولوستونکو سلام !

د ليکنې نېټه : ١ شنبه سپتمبر 12, 2004 7:13 am
[quote:ba35d074e3]((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً (21) الاحزاب))
ژباړه:
خامخا په تحقيق دى تاسي ته ( أي ويريدونكيو) په ( كار د ) رسول الله كښي اقتداء غوره نيكه د پاره د هغه چا چې وي دى چې ډاريږي د الله ( او اميد لري د رضاء او د لقاء ئې) او ( ثواب نعمتونو د ) ورځي وروستني ( د قيامت) او يا دوي الله ډير ( هم په خوله هم په ړه هم په راحت هم په زحمت) يعني رسول الله ذات ډير ښه اسوه او خورا (ډير) ښه نمونه ده ښائې چې دوي په عباداتو، معاملاتو، ماكولاتو، مشروباتو، ملبوساتو، حركاتو،سكنات، ... ّكه په هر
حركت اوسكون او ناسته او ولاړه كښي د دغه جامع الصفات منبع البركات ذات د قدم پر نقش حركت وكړي. او به همت او شجاعت او استقلال او استقامت او ثبات او حيات كښي د دوي عمل د طرز متابعت كوي. او په ښه شان سره ئې زده كړي. [/quote:ba35d074e3]
ورره داڅرنګه ژباړنه ده ٠ تاسو په عربي نړۍ کي درس لوستۍ دۍ ٠ دغه اوس ستاسو خبري او کلام الله سره ګډ
دۍ ٠ او که يوازي ترجمه ده په ايات شريف کي خونوينم چه دملبوساتو يا حرکاتو الفاظ وي ٠
که مو خطا کړيوي خوخير ٠ فکر کومچه د کوم ملاخبري په ګډي سوي دي ٠
د ايات شريف ترجمه فقت دغه ده ٠
بسمه تعالی ٠[color=blue:ba35d074e3] لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً
ترجمه ٠ براى شما در زندگى رسول خدا سرمشق نيكوئى بود، براى آنها كه اميد به رحمت خدا و روز رستاخيز دارند، و خدا را بسيار ياد مى كنند.[/color:ba35d074e3]
د ملا صاحب او د الله کلام سره ګډ نکړې ډير به ښوي ٠ وليچي بعضي لوستونکي به داسي فکر وکړي چه ټوله
کلام الله دۍ ٠
[color=darkred:ba35d074e3]اصلأ مي غوښته چه دغه پښتنو جواب موږ لوسنونکوته وليکې ٠
دغه درې قوې چه عبارت له مجريه، مقننه، قضائيه دي ٠ څوک څنګه په کومو اصولو دا وظيفې ورکوې٠ ؟؟؟؟؟ مطلب دغه د اسلامي حکومت ٠ اداري نظام په څرنګه اصولو و فرد ته ور کول کيږي ؟؟
که دا پورته سوالونوته جواب وويل سو ٠ بل سوال به دا وي ٠ چه حکومت به چاته مسؤليت لري٠ ؟؟؟؟[/color:ba35d074e3]



Adil watanmal
14.09.2004

محترم حليمي صاحب او ګر انو لوستونكو د تاودو سلامونو څخه وروسته

حليمي صاحب:
د نظر څرګندوني څخه دي مننه كوم خو د ايات په ژباړه كې كوم اختلاط نشته بلكي كه ته كله و ژباړي ته زير شي نو يوه كلمه به وه ګوري [[ يعني]] همدغه كلمه د ايات ژباړه او د مفسر شرح سره بيلو نو دادي يو ځل بيا ئې تاسي ته ذكر كوم
[color=darkblue:82d8f924f0]((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً (21) الاحزاب)) [/color:82d8f924f0]
[color=white:82d8f924f0]ژباړه: [/color:82d8f924f0]
خامخا په تحقيق دى تاسي ته ( أي ويريدونكيو) په ( كار د ) رسول الله كښي اقتداء غوره نيكه د پاره د هغه چا چې وي دى چې ډاريږي د الله ( او اميد لري د رضاء او د لقاء ئې) او ( ثواب نعمتونو د ) ورځي وروستني ( د قيامت) او يا دوي الله ډير ( هم په خوله هم په ړه هم په راحت هم په زحمت)
[color=blue:82d8f924f0]يعني[/color:82d8f924f0] رسول الله ذات ډير ښه اسوه او خورا (ډير) ښه نمونه ده ښائې چې دوي په عباداتو، معاملاتو، ماكولاتو، مشروباتو، ملبوساتو، حركاتو، سكنات، ... ّكه په هر حركت اوسكون او ناسته او ولاړه كښي د دغه جامع الصفات منبع البركات ذات د قدم پر نقش حركت وكړي. او به همت او شجاعت او استقلال او استقامت او ثبات او حيات كښي د دوي عمل د طرز متابعت كوي. او په ښه شان سره ئې زده كړي.

او دوهمه خبره داده چې زما په كمپيوټر كې خو د مفسر شرحه چې په يعني كلمه شروع كيږي د كرښي له سره شروع شوي چې دا هم يو دليل دي چې ما د ايات د ژباړي او د مفسر د قوم ترمنځ جداوالي راوستلي دي خو نه پوهيږم چې دغه ستاسي په كمپيوټر كې ولي سره يوځاي شوي دي او تاسي ته ئې مشكل اجاد كړي.

او همدارنګې محترم حليمي صاحب كه دغه ليكنه دي په همغه ځاي كې كړي وه چيرته چې ما دا ايات ليكلي دى نو شايد كه د نورو لوستونكو سره هم دا مشكل واي نو حل شوي به وايي.

د پاي ټكي:

محترم حليمي صاحب زه به د خپلي ژمني سره سم دا ليكنه كوم چې په اسلام دولت حاكم څو كيداي شي يعني شرائط ئې څه دي خو بايد يادونه وكړم چې د همدغي موضوع په اړوند زما سره ټول معلومات په عربي ژبه دى او ژباړل ئې وخت نيسي او له بلي خوا څخه دوه ملګري مي له ډير لري ځاي څخه راغلي دي چې د هغوي سره هم ډير مصروف يم نو ان شاء الله چې ډير زر به ستاسي په مخكي د حاكم شرائط په ګوته كړم.

.........................................زد ازاد اسلامي افغانستان په هيله

............................................................................................عادل وطنمل


Ghairat
14.09.2004

عادل صيب له سلام نه وروسته:
د حليمي صاحب په پوښتنه کې به ﻻس وهنه ګوره نه کوو، هغه يواځې د حاکم ټاکنه نه ده پوښتلې، بلکې د دولت درې واړه شامله قوې : مقننه ،اجرائيه او عدليه ټول يې پوښتلي دي، او زه به ورسره د يوې بلې قوې يادونه هم وکړم ، چې د اغيز له مخې دا هم يوه قوه ده : د ازادو مطبوعاتو او ازاد ژورناليزم قوه به په اسلامي دولت کې څنګه ځای او کوم ارزښت خپل کړي ؟ په درنښت



Adil watanmal
20.09.2004

محترمو لوستونكو له سلامونو او درناوي څخه وروسته

محترمو د خپلي ژمني سره سم دا دي تاسي ته [color=blue:0256bd2f12]د اسلامي حكومت د حاكم[/color:0256bd2f12] په اړوند يو څو كرښي ليكم او كوشش كوم چې ليكنه مي مختصره وي ځكه دا يوه پراخه مسئله ده.

• [color=darkblue:0256bd2f12]د حاكم شرائط:[/color:0256bd2f12]
1. [color=white:0256bd2f12]اسلام:[/color:0256bd2f12]
د اسلامي حكومت د حاكم لپاره له ټولو څخه مهم او لومړي شرط دادي چې مسلمان به وي ځكه د كافر حكومت كول په مسلمانانو باندي جواز نلري او اطاعت ئې واجب نه دي الله پاك فرمايي:
[color=green:0256bd2f12]وَلَن يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً[.[/color:0256bd2f12]
پټه دي نه وي چې د مسلمان څخه حقيقي مسلمان مراد دي نه په نوم مسلمان فقط.

2. [color=white:0256bd2f12]سړي[/color:0256bd2f12]
دوهم شرط دادي چې حاكم به سړي وي ښځه به نه وي ځكه رسول عليه السلام فرمايي:
[color=green:0256bd2f12]((«لن يفلح قوم ولو أمرهم امرأة»[/color:0256bd2f12] .
3. [color=white:0256bd2f12]بلوغ[/color:0256bd2f12]
دريم شرط د مسلمانانو د حاكم لپاره دادي بالغ به وي د ماشوم حاكم كيدل نه دي صحيح ځكه چې ماشوم شرعا مكلف نه دي او تصرف ئې په امورو كې نه صحيح كيږي رسول عليه السلام فرمايي:
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه أن رسول الله  قال : [color=green:0256bd2f12]«رفع القلم عن ثلاثة عن النائم حتى يستيقظ وعن الصبي حتى يكبر وعن المبتلى حتى يعقل»[/color:0256bd2f12]
4. [color=white:0256bd2f12]عقل[/color:0256bd2f12]
بل شرط د حاكم لپاره دادي چې عاقل به وي ځكه د ليوني تصرف نه صحيح كيږي او دليل ورباندي مخكيني حديث شريف دي.
5. [color=white:0256bd2f12]عدل و عدم الفسق[/color:0256bd2f12]
بل شرط په اسلامي حكومت د حاكم لپاره دادي چې عادل به وي فاسق به نه وي ځكه الله پاك د شاهد لپاره شرط د عادل بيان كوي نو د ملك حاكم خو به ضرور عادل وي الله پاك فرمايي:

[color=green:0256bd2f12]((وَأَشْهِدُواْ ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ))[/color:0256bd2f12]
الله پاك فرمايي:
[color=green:0256bd2f12]((وَإِذَا حَكَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ....))[/color:0256bd2f12]
6. [color=white:0256bd2f12]حر(ازاد)[/color:0256bd2f12]

د اسلامي حكومت حاكم بايد غلام نه وي ځكه د غلام تصرف په امورو كې نه صحيح كيږي.
7.[color=white:0256bd2f12]اهليت د حكومت[/color:0256bd2f12]
بل شرط د حاكم لپاره دادي چې دا به اهل ددي وي چې د حكومت چاري پر مخ بوځي په ديني او سياسي اړخونو كې او د حكومت د كارونو بوج وړي شي.
8.[color=white:0256bd2f12]علم [/color:0256bd2f12]
د ټولو نه مهم شرط د اسلامي حكومت د حاكم لپاره دادي چې بايد عالم وي ځكه د اسلامي حكومت د حاكم كارونه دوه اړخه لري يو دا چې رعاية به د شؤونو ده دين كوي تطبيقاَ او تحكيماَ او دوهم اړخ دادي چې د ملك په سياسي چارو او د ملت مصلحت په دي دنيا كې به ورباندي اهتمام كوي نو د اسلامي حكومت حاكم بايد چې هم په ديني امورو ښه پوه وي او هم په دنيوي امورو باندي.

[color=darkblue:0256bd2f12]د اسلام دولت د حاكم كارونه:[/color:0256bd2f12]

1. د اسلامي قانون په دولت كې حاكمول يعني اسلامي قانون د دولت اولني مصدر وي په هر كار كې او همدغه قانون ته لومړي والي وركوي د نورو قانونو سره د تضاد په وخت كې او د اسلامي قانون تطبيق د ملك په ټولو افرادو د حاكم نه نيولي تر غريب ترين كس د ملك پوري. او يا په بل عبارت د قانون حاكميت به په ملك كې په هغه طر يقه وي لكه څنګه چې ما د اسلامي حكومت په اړوند په لومړي ليكنه كې په ګوته كړي وه.
2. د حكومت چاري په سياسي او ديني طرفونو كې مخ په وړاندي بيول.
3. د حدودو قائم كول يعنى چې اسلام كوم جزاګاني د جرائمو لپاره ايښودلي دي هغه بايد تنفيذ كړي.
4. هرچا ته خپل حق وسپارل او د ظلم مخ نيوي كول.
5. بايد په تطبيق د احكامو د شريعت او د خلقو په منځ كې په فيصلو كي مخنيوي د ظلم وكړي.
6. امر بالمعروف او نهي عن المنكر به كوي.
7. د ملت څخه ماليه او يا په بل عبارت چې په كومو شيانو حكومت ټكس لږوي بايد د اسلامي قانون سره موافقه وي او همدارنګي بيا ددغه پيسو خرچ كول هم.

[color=darkblue:0256bd2f12]د حاكم حق په ملت باندي[/color:0256bd2f12]

1. اطاعت ئې كول په هغه كارونو كې چې د اسلامي شريعت سره موافق وي كه مخالف وي نو بيا لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق.
2. د منكراتو نه به ئې منع كوي او د خير په كارونو كي به ورسره كومك كوي.
3. د حاكم په حق كي به بده لهجه او يا ښكنځل كول نه كوي.

[color=darkblue:0256bd2f12]حاكم څه وخت ايستكولي شي:[/color:0256bd2f12]

1. مرتد شي يعني اسلامي پريدي .
2. ليوني شي داسي چې د جوړيدو امكان ئې نه وي.
3. د حكومت د بوج او يا په بل عبارت د حكومت چاري په ديني او سياسي اړخونو كې مخ په وړاندي بيولو څخه عاجز شي.
4. د مسلمانون و مصالحو ته د كار كولو نه عاجز شي دا بيا دوه اړخه لري:
• د كومي قوي يا د كورني او يا د كوم بل ملك په حاكم باندي برلاسه كيدل چې فقط حاكم د هغوي امر تطبيق كوي او نشي كولي چې هغه څه تطبيق كړي چې د ملت پكي ګټه وي بلكي د هغه څو كسانو د مصلحت لپاره كار كوي. د بلګې په توګه لكه اوس افغانستان در واخله حاكم ئې فقط لكه بوت كينولي دي او هغه څه د خولي څخه راباسي چې صلبيان ئې پكي پوكوي او په خپله هيڅ كوم تصميم نشي نيولي او نه دغه بادارانو ته څه ويلي شي.
• چې حاكم د دښمن په لاس كې ولويږي او يا شبه بندي وي يعني د دښمن نفوذ پري زيات شي.

[color=blue:0256bd2f12]د پاي ټكي:[/color:0256bd2f12]

محترمو دا د حاكم په اړوند معلومات وه چې ما درته وه ليكل او باقي د حكومت جوړښت او چاري ئې بايد په څه طريقه مخ په وړاندي لاړي شي زه ما په نظرا د اسلامي حكومت نظام بايد د شورى په نظام ولاړ وي چې باني ئې د اسلامي تاريخ په هنداره كې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په ګوته شوي او دغه نظام په اړوند ما چې ډير مختصر معلومات راټول كړه هغه تقريبا د شپږديرش صفحو څخه ډير وه نو فكر مي وكړه چې دا ټول ژباړل او بيا په ټول افغان كې به د ليكوالانو سره چيرته دومره وخت وي چې دغه نظام ټول ولولي نو له همدي وجه مي هغه ټول په يو بيل ويب پاڼه كې ځاي په ځاي كړه او هغه وروڼه چې غواړي دغه نظام په اړوند پوره معلومات تر لاسه كړي نو دا لانديني پيوند دي خلاص كړي او د هغه ټولو سوالونو جوابونو به پيداكړي چې په اسلام كي د شورى د نظام په اړوند ورسره وي. ان شاء الله
http://m.1asphost.com/adilwatanmal/index.asp

او كه بيا هم د كوم ورور سره كومه داسي پوښتنه وي چې پدغه پيوند كې ئې جواب نه وي نو بيا هم زه حاضر يم چې د خپل علم مطابق جواب ئې ووايم.

[color=darkblue:0256bd2f12]محترمو لوستونكو د وخت د كمي له وجه اوس نه شم كولي چې پردي هم وغږيږم چې ايا دغه پورتني شرائط اوس د افغانستان په حاكم كې موجود دي او كنه خو په اختصار سره وايم چې زما په اند نه دي نو زه ورته اسلام دولت نه وايم او نه دي[/color:0256bd2f12].

يوه خبره مي له ياده ونه وځي هغه دا چې ه[color=blue:0256bd2f12]غه څه ته چې غرب ديمكراسي وايي ده هغي او په اسلام كې د شورى د نظام ترمنځ د ځمكې او اسمان قدري فرق شته[/color:0256bd2f12] نو غربي ديمكراسي مونږ د اسلامي شورى د نظام سره نه شو برابره ولي او اسلام او ديمكراسي دوه جدا فلسفي دي چې ما په يوه بله ليكنه هم په ګوته كړي چې په غربي ديمكراسي كې مصدر د تشريع ملت دي او په اسلام كې مصدر د تشريع الله پاك دي يعني د ديمكراسي په نظام كې كه ملت يو ناروا كار لكه د شرابو څښل د هلكانو ودول او ... د اجازي طلب د مندوبينو د لاري د حاكم څخه وكړي نو كه اكثريت مندوبين په همدغه نظر وه نو اجازه وكول كيږي او په اسلام كې د شورى غړي حق نلري چې حلال حرام كړي او حرام حلال كړي او دغه صلاحيت صلبيانو خپلو ملايانو ته وركړي وه چې حلال به ئې ورته حرام كول او حرام به ئې ورته حلال كول او له همدغي وجه نه الله پاك فرمايي:

[color=darkblue:0256bd2f12]((اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهاً وَاحِداً لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ (31) يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلاَّ أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (32) التوبة))[/color:0256bd2f12]
[color=white:0256bd2f12]ژباړه:[/color:0256bd2f12]
نيولي دي دغو (( كتابيانو )) عالمان خپل او عابدان خپل خدايان بي له الله (چه متابعت ئې كوي په تحليل او تحريم كښې) او مسيح څوي د مريمي ((هم په خدايي نيسي چه د الله ځوي ئې بولي)) حال دا چه امر ((حكم)) نه دي شوي دوي ته ((په تورات او انجيل كښې)) مګر د دي چه عبادت وګړي دوي د معبود يوه، چه نشته هيڅ برحق معبود مګر خو هم دي دي پاكي ده الله لره له هغه شي نه چه شريكوي دوي ((هغه د الله سره)).
اراده لري دغه (( كتابيان)) دا چه مړ كړي نور (رنړا) شريعت د الله په خولو خپلو او منع راوړي (نه خوښوي) الله مګر دا چه پوره كړي نور (رنړا) خپله (چه شعلي ئې په هر طرف خوري شي) او اګر كه بد ګڼي (( دا كار)) كافران.

نو دغه فكره د ديمكراسي نظام ته له دغه اړخ څخه راننوتي ده .
او همدارنګې د شورى د غړو اختلاف په كومه مسئله كې پدي نه حل كېږي چې د چا راي زياتي دي بلكي ديته كتل كېږي چې د چا قول د اسلام د قوانينو سره برابر او سمون خوري او يا په بل عبارت د اسلام د قوانينو سره ضديت نه لري.

[color=white:0256bd2f12]يوه بله د افسوس خبره داده چې بعضي وروڼه د غربي ديمكراسي او په اسلام كې د شورى د نظام په منځ كې فرق نه شي كولي او وجه ئې د معلوماتو كموالي وي او فقط كوشش كوي چې اسلام د خپلو خواهشاتو مطابق وه ګرځوي.[/color:0256bd2f12]

[color=darkblue:0256bd2f12]نوټ:[/color:0256bd2f12] د ديمكراسي په اړوند د زياتو معلوماتو لپاره كولاي شي د اسلام په فورم كې د محترم او قدر وړ مولوي صاحب طالب جان ليكنه د ديمكراسي شرعي حيثيت لري تر عنوان لاندي موضوع كې وه ګوري.

-------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
21.09.2004

محترم عادله ورور ،محترمو لوستونكو له سلامونو او درناوي مي ومنۍ
عادله وروره تاسو هم يو د مندوبين څخه ياست ٠ ماشأ الله ٠ ولي ښه قلم لرۍ ٠
مندوبين او قلم سره تړلي دي ٠
اصلي پښتنه داسي وه ٠ دغه څلور قوا وي څنګه وي ٠ نصحت دي ډېر پر وخت برابر دي ٠

[color=darkred:08e544553e]د حليمي صاحب په پوښتنه کې به ﻻس وهنه ګوره نه کوو، هغه يواځې د حاکم ټاکنه نه ده پوښتلې، بلکې د دولت درې واړه شامله قوې : مقننه ،اجرائيه او عدليه ټول يې پوښتلي دي، او زه به ورسره د يوې بلې قوې يادونه هم وکړم ، چې د اغيز له مخې دا هم يوه قوه ده : د ازادو مطبوعاتو او ازاد ژورناليزم قوه به په اسلامي دولت کې څنګه ځای او کوم ارزښت خپل کړي ؟ په درنښت[/color:08e544553e]



Adil watanmal
21.09.2004

محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو
------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

لومړي حليمي صاحب ما چې كومه ژمنه كړي وه هغه مي پوره كړي او د حاكم په اړوند ليكني څخه مي وروسته ويلي دي چې د اسلامي حكومت نظام به د شورى پر نظام ولاړ وي چې باني ئې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دي او ددغه نظام په اړوند پوره معلومات په هغه پيوند كې كتلاي شي چې ما په خپله تيره ليكنه كې په ګوته كړي نو هيله درڅخه كوم چې زما تيره ليكنه يوځل بيا ولوله چې تر څو پوه شي چې د اسلامي حكومت حاكم څوك كيداي شي او له هغه ورسته د خپلو پوښتنو جوابونه په هغه پيوند كې ولټوي.

----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
22.09.2004

محترم عادله ورورسلام ! اودرنو لوستونکو
زه داسي فکر کوم چه تاسو يو اقتصادي نظامته په ډير کښته نظر ګورۍ ٠ او يا تاسو اقتصادي نظام نه پيژني
دحضرت عمر خلافت په خپل عصر کي يو نافزيرز خلافت وو ٠ اما نن نه

که داسي حکومتو ته نظر وکړو ٠ نو سلطان محمود غزنوي هم يو يونيک پاچا هي در لوده ٠ دخپل عصر
يو اس او درې زره چنګيان سړي ٠ داسي وه چه د سلطان محمود غزنوي پاچهي ډيرو ملکو نه درلوده ٠

حکومت او اسلام داسي مستقم اړېکي نه سره لري ٠ هو حکومت خداي ته هيڅ مسؤليت نه لري ٠ ولي چه حکومت
يو نظام دۍ ٠ نظام يوه مانا ده ٠ هو د حکومت مسؤلين طبعأ دوه مسؤليته لري ٠ اول مسؤليت ئې خداي ته او دوهم مسؤليت وقانون مدني ته ٠

حکومت چه جوړيږي ٠ د څه مطلب له پاره ؟؟
د دوې وظيفو له پاره ٠ Aچه هر قيسم امنيت ونيسي ٠ Bاو اسناد وساتي ٠
A ٠ امنيت د نيولو له پاره درې مؤسسې په کار دي
1 -محکمه اسلامي اصولو لاندي
2 -عسکري مؤسسه ٠ (د خاوري حفاظت )
3 -پوليسي قوه ٠ چه داخيلي امنيت ونيسي
B -ومحکمې ته دري عضوي په کار دي
1 -قاضي 2 -مفتي 3 -مهرير
شرعأ قاضې ډير علم ته ضرورت نه لري ٠ بايد منصيف وي ٠
مفتي بايد ډېر علم وي ٠
اومهرير ته ضرور ده دښه قلم خاوند وي (د الفه نيولې بيا تر ياپوري واجب ده واجب واجب ده ٠ چه هرڅه وليکل سي او هم وساتل سي ٠ له دعوې نيولې ٠تر قبالې پوري ٠
محکمه اسلامي په حکومت کي داخله ده ٠ اما تر کنترول ئې نه ده لاندي ٠ يوازي او يوازي و الهي قانون ته
مدني قانون ته مسؤليت لري ٠ که محکمي داسي فيصله صاديره کړه چه خلاف د الهي قانون ، د مدني قانون وه
هر د ملت فرد (نهي عن المنکر) حق لري ٠ چه پر قاضي عارض سي
اوس خبره د قانون ده ٠ قانون څه معنا (LAW . A rule of conduct or procedure established by custom, agreement, or authority.

The body of rules and principles governing the affairs of a community and enforced by a political authority; a legal system: international law.
The condition of social order and justice created by adherence to such a system: a breakdown of law and civilized behavior.
د دغه نظام له پاره طبعأ يو رئيس په کار دۍ ٠ د رئيس له پاره مشاويرين (وزرا)په کاردي (انتخابي)
او بيا قانون مدني په کار دي ٠
او قانون مدني لپاره نمايندګان په کار دي چه قانون جوړ کړي ٠ (مدني قانون ، وکيلان په انتخاباتو )
او نمايندګان پر کوېټو تقسيم سي
دغه په ډير ساده چه ورته وګورو ٠ 80000 نفره د حکومت لپاره پکاردي ٠ 100000. نفره عسکر ، 30000 پوليس
او جمله 80000 عرادې په کاردي ٠

هغه وخت چه حضرت عمر ، غزنوي، ابدا لي ٠حکومتونه کول ٠ ايا د ټول ملت نفوس دومره وو ٠ لکه د نن عمله او فعاله٠
موږ چه مدني قانون غواړو ٠ خوسړکان مو چوړ کړي طيارې٠ موټر،راډيو،کمپيوټر،د اوبوتقسيم ،برق،تلويزون ،
ترافيک لايټ ،د ټکس نظام، توپک ،سګريټ ، پترول ،

ايا دغه يومدني قانون ته ضرورت نه لري ٠ او که به غزنوي دقبره راکښېنوو چه ده څرنګه کول ٠ خوده نه در لوده !!!
او راځو شرعي قانون ته ٠ دا څوک دي چه نوې شرعه به راباسي او دابه څوګ وي چه په شرعه کي به تغير راولي
که داسي څوک پيداسي هغه کافر دي مرګ ئې روا دي ٠ يا به توبه باسي
نو دحکومت او شريعت ئې سره ٠
هو شرعت به ملت ټنګ ساتي ٠ هو کلهچه ملت شرعت ټنګ وساتي ٠ نو خو حکومت له ملته جوړ دي ٠
نوطبعأ شرعت وساتل سو ٠

عادله وروره ٠ ماخو د حضرت عمر خلافت دمخه هم لوسي وو ستاسو له پاره مي بيا ولوست ٠
ما خو حکومت نظام پکي پيدانکړو
او بل زه هم اسېوان ته هم اسېوان د خداي ٠ او تاسو بيا په اسېواني کي باداري غواړۍ
دغه نو چا اجازه درکړي ٠ دخداي او بنده تر منځ موږ نو ترجمان ته ضرورت نه سته نه وو او نه به وي
د زورمسلمان نه ده مسلماني ٠ اما په اخلاقو چه څوک مسلمان سي ٠ هغه مسلمان دۍ
او نو تاسو وليکې چه ايا دغسي حکومت اسلامي دي که نه ٠
(اسلامي ،افغاني ډيمکراسي)



Adil watanmal
22.09.2004

ګرانو لوستونكو او محترم حليمي صاحب

--------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم حليمي صاحب له نظر څرګندوني څخه دي يو عالم مننه. خو حليمي صاحب لمر په يوه ګوته نه پټيږي دا يو حقيقت دي مادي ليكنه ښه په غور سره ولوسته خو بايد په تاسف سره ووايم چې د اسلامي تاريخ په اړوند معلومات دي ډير كم دي او هغه پيوند چې ما په تيره ليكنه درته په ګوته كړي هغه دي هم نه دي لوستي.

محترم:
1. [color=darkblue:e1870bd734]هغه څه ته چې زه اسلامي حكومت وايم هغه ما درته بيان كړو[/color:e1870bd734] چې په ملك كې به د اسلامي قانون حاكميت څنګه وي او حاكم څوك كيداي شي او د ملك د حكومت نظام به په څه طريقه وي خو [color=darkblue:e1870bd734]چې ستا سر نه پري خلاصيږي نو زه څه وكړم.[/color:e1870bd734]
2. تاسي ليكلي ( داسي فکر کوم چه تاسو يو اقتصادي نظامته په ډير کښته نظر ګورۍ ٠ او يا تاسو اقتصادي نظام نه پيژني) محترمه ما چې كله دا جمله ولوسته نو فكر مي وكړه چې په ليكنه كې به دي د ملك د اقتصادي نظام په اړوند ډير څه ليكلي وي خو بايد په تاسف سره ووايم چې [color=darkblue:e1870bd734]د ملك د اقتصادي نظام په اړوند خبري دي په همدغه ځاي سر خوړلي وه [/color:e1870bd734]خو اوس ګرانه كه هغه څه چې ما په هغه پيوند كې د اقتصادي نظام په اړوند په ګوته كړي غلط وي نو بيا صحيح نظام څه شي دي [color=darkblue:e1870bd734]ايا د اسلامي حكومت اقتصادي نظام دي په كپيټليزم ولاړ وي؟؟ [/color:e1870bd734]خو خير زه پوهيږم چې ستاسي سره د اسلامي حكومت د نظام په اړوند هيڅ قسم معلومات نشته او دا ځكه چې تاسي په ديمكراسي فلسفه باندي ښه پوهيږي او د ديمكراسي په فلسفه كې د ملك اقتصادي نظام بايد په كپيټليزم ولاړ وي لكه څنګه چې محترم مولوي صاحب طالب جان په خپله ليكنه كې چې د ديمكراسي په اړوند ئې كړي وه په ګوته كړي ده. او همدغه وجه ده چې كله زه درته د اسلامي حكومت په اړوند ليكنه كوم تاسي ته يو بيګانه غوندي ښكاري خو خير[color=darkblue:e1870bd734] هره ميوه چې انسان د لومړي ځل لپاره خوري نو خوند نه وركوي .[/color:e1870bd734]
3. تاسي ليكلي دي((حکومت او اسلام داسي مستقم اړېکي نه سره لري)) محترم حليمي صاحب بايد په خپلو معلوماتو كې دا خبره اضافه كړي چې [color=darkblue:e1870bd734] د حكومت او اسلام ترمنځ د جدوالي فكر د علمانيانو ده[/color:e1870bd734] او ته يو مسلمان ملا ئې نو هيله درڅخه كوم چې له دي نظر څخه تير شي.
4. تاسي ليكلي دي ((خوسړکان مو چوړ کړي طيارې٠ موټر،راډيو،کمپيوټر،.....)) محترم حليمي صاحب [color=darkblue:e1870bd734]اسلام د تخنيك سره تضاد نه دي.[/color:e1870bd734]
5. محترمه د[color=blue:e1870bd734] شرعي او مدني قانون[/color:e1870bd734] په اړوند دي خبره كړي. ګرانه كه زما تيره ليكنه چې د قانون د حاكميت په اړوند مي كړه وه كه په غور سره ئې يوځل بيا ولولي نو فكر نه كوم چې كومه پوښتنه درته پيداشي او په شرعي قانون كې د تغير خبره محترمه په خبره دي پوه نه شوم چې په شرعي قانون كې څه قسم تغير راولو ايا د ديمكراسي د كفري فلسفي سره ئې برابر كړو. كومي نوي مسئلي چې په اوسني عصر كې مخي ته راځي د هغي حل د اسلامي اصولو په رڼا كې علماء راباسي خو زه فكر كوم چې ستاسي مطلب به په شرعي قانون د تغير څخه داوي چې بايد د پرمختګ لپاره مونږ هغه څه وكړو كوم چې راڅخه هغه پرمخ تللي ملكونه غواړي لكه چې د توركي حكومت وكړه او زه فكر كوم چې ته هم پدي فكر ئې چې د پرمختګ لپاره بايد په ملك كې ديمكراسي راشي او خلك د ځناور په څير ژوند وكړي او چې د كوم پټي نه ئې خوښه شي د هغه څخه خواړه وكړي كه نر په ښځه جنسي تيري كولو او كه نر په نر كولو بايد څه مسئله نه وي ځكه پسپاتي ذهنونه دا وايي كه مونږ دا شيانو ته اجازه ورنكړو نو پرمختګ ملك نه شي كولي خو ګران حليمي صاحب [color=darkblue:e1870bd734]پرمختګ د دين قوم ژبي او ثقافت په بدلولو نه راځي بلكي علم ته په متوجه كيدو سره راځي.[/color:e1870bd734]
6. تاسي ليكلي ((عادله وروره ٠ ماخو د [color=white:e1870bd734]حضرت عمر خلافت[/color:e1870bd734] دمخه هم لوسي وو ستاسو له پاره مي بيا ولوست ٠ [color=white:e1870bd734]ما خو حکومت نظام پکي پيدانکړو[/color:e1870bd734])) محترمه زه به دلته اوس تاسي ته څه ووايم خو خير ګرانه لومړي د اسلامي تاريخ په اړوند هم يو څو سيډياني پيداكړه چې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د حكومت پكي په تفصيل وي او دغه سيډياني بايد ايراني نه وي ځكه چې ايرانيان اكثريت شيعه دي او[color=darkblue:e1870bd734] تاسي ته د شيعه ګانو حساسيت د حضرت عمر رضي الله عنه سره ښه معلوم دي.[/color:e1870bd734] او ستاسي له تيرو ليكنو څخه راته دا معلومه شوي چې كومي سيډياني ستاسي سره شته دا ايراني دي نو كه تاسي د سنيانو د كتابونو سيډياني پيداكړي نو دا به درته په ډاګه شي چې د [color=darkblue:e1870bd734]حضرت عمر رضي الله عنه حكومت نظام درلوده او كه يا؟؟[/color:e1870bd734]

[color=white:e1870bd734]د پاي ټكي:[/color:e1870bd734]
[color=blue:e1870bd734]ټول به يو جسد شو خو روان چه شو قرآن پسي
پريږدو غلامي او منډي ترړي اين و آن پسي
نه شو روان دا تش په نوم باندي افغان پسي
دغو خرڅوونكو د دي پاك افغانستان پسي [/color:e1870bd734]
................................................................څوك چه نبي خيله د اسلام په لاره تللي دي
.................................................................خدايګو چه سر لوړي دي منزل ته رسيدلي دي.

-----------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-----------------------------------------------------------------------عادل وطنمل


نقاد
22.09.2004

سلامونه او درناوی!
عادله وروره ، دلايل دی ډېر خوار ځواکه دي او د حليمي صاحب رڼو پوښتنو درڅخه د ځواب ﻻر ورکه کړې ده. لکه سيلاب وړی، کله دې بوټي ته او کله هغې بوټي ته ﻻس ورغرځوې، خو بوټی له بيخه راوځي او تاسو نور هم په شدت سره ﻻهو کيږئ. د مولوي صاحب طالب خان ليکنه او د حضرت عمر (رض) سيډې ګانې هم درسره مرسته نشي کولی. دا ولې؟ دا ځکه : چې ورره دا نه ستا قصر دی او نه د هغو سيډې ګانو ! دا قصر په زمان او زمانو کې چې تيرې شوي دي پروت دی، کمه زمانه خو نه ده تيره شوې. ١٤ سوه کاله هسې په خوله ياديږي، ١٤ سوه کاله
چې چې ټول تش او په سکوناو رکودکې تيرشل ولې دنيا تش او په سکون کې تير نکړل ، هغوی مخکې ﻻړل او اسلام پراختيا او مسلمانانو ډيروای وموند خو مخې ﻻړ ول، د اسلام پرمختګ ، اسلامي پوهې همغه شل کاله د ا حضرت د رسالت او د سپيڅلي قران د نزول په کلونو ې پرمختګ او بشپړ تيا موندله او بيانور په ټپه وريده. د قران موضوعات اوشان نزل دهغو شلو کالو دپيښو مربوط و، له پيغمبر ه راوروسته د قران او لاهم د ظاهري شکل له ډيره پرستشه او له ډيره تعبده د هغې علمي اومنطقي او تحليلي محتوا او ځواک ته هډو پام هم نه دی شوی پاتې خو ﻻ هغې ته وده او بشپړتيا وربښل او د نړۍ سره په علم پوهه تخنيک ، علمي اوتخنيکي انقلاب کې سيالي کول خود اسلام او مسلمانانو له پاره ناممکن وګر ځول شول.
زه درته يو ساده مثال راوړل غواړم: داسې فرض که چې تر اسلام دمخه د کفر نظام داسې يو نظام و چې په يوه مزرعه (پټي) کې يې د داسې بوټو د پايښت له پاره بسنه کوله چې هغې ټولو صرف يوه يوه څانګه يا غوړګه درلودله او درې ډوله ميوه يې ورکوله.د خلکو اړتيا تر دې زياته وه او د اسلام سپيڅلي دين داسې يو پراخه نظام اعلام کړ چې په هغې کې هر بوټي دوه يا درې څانګې کولې او هرې څانګې درې بيل بيل ډوله ميوه ورکوله . ر څه درې چنده زيات او پراخه او په کيفي لحاظ هم درې برابره شوې او د درې قسمه ميوې پر ځای ٩ قسمه مېوې ﻻسته . راغلې! د خدای رسول او عشره بمشره له دنيا څخه ﻻړل، د اسلام بوټي له درې ښاخونو او٩ ډوله ميوې څخه زياتوالی ونکړ خو نړۍ مخکې ﻻړه، لومړی داسې ونې او بوټي منځته راغلل چې لومړۍ څانګې به يې د اسلام دنزول د باغ په څير صرف هماغسې درې وې، خو ژربه ترې غټ منډان جوړېدل او هر منډۀ به نورې درې څانګې نيولې چې هرې څانکې به د پخواه په څير درې ډوله ميوه ورکوله. په لومړيو سلو کالو کې هرې ونې ٣ منډان او ٩ څانګې او ٢٧ ډوله ميوه خلکو ته رسوله . په دوهمه سدۍ ې بيا هر څانګه منډه شو او درې درې څانګو يې ه د درې قسمه ميوو سره بشرته ټولې ٨١ ډ وله ميوې وړاندې کړې ، د هرې پيړۍ ونې غښتلې او ترپخوا ډيرې ميوه د ارې شوي د هغه زراعتي نوي نظام له برکته ې بشر به د اګريکلچر ، کلتور ، تجربو، علم او تخنيک په زور رامنځته کولو. په ه ١ پيړيو کې دا مختګ په زرګونو رګونو څانګو او لکونو ميوو ته رسيده . که دغه تغير مونږ د سلو پر ځای په ٠٠ درې ځلور سوه يا پنځه سوه کلو نو په موده کې هم ونيسو بيا هم هغه پر مختللی اجتاعي نظام چې دغه پرمختګ منځته راوړی او دا پرمختګ تظمنولی شي هغې ته اوس ديموکراسي وايي ، چې په سيټ کې يې درې لومړني ښاخونه د اسلام د ين منځته راوړل ، خو په اسلام کې يې بشړتيا ونه موندله او هماغ ٩ قسمه ميوه په خپل حال پاتې شوې، هغه به هم ديو ظالم سلطان له ﻻسه چنجنې بې مزې او کم حاصله او شنډې پاتې شوې. خو د امت او خلکو اړتياوې اوسنۍ دي او عصري سمور اجتماعي باغ غواړي چې هم يې د اساس درې منډان اسلامي وي، د هغې پر ضد په کې هيڅ نه وي، ولې پورته نور قشرونه يې هدغسې غوړيدلي وي او بي شميره منډان، ښاخونه ، څانګې او قسمونه د ميوو ولري . او د دې تضمينوونکې ديموکراسي دې هم ولري، په دې شرط چې ليبراليزم او فحاشي په کې نه وي، او د اسلام پر ضد هيڅ عنصر ونه لري، د اسلام پالنه په کې تضمين وي. اوس ددولت يواځې د تقنين برخه يو جلا علم دی، اداره جلا علم ، سياسي ساختارونه جلا، پوځي برخه جلا علم دی او له پخوا سره يې لکه د ځمکې او آسمان تر منڅ فرق موجود دی. نو دا څرګنده ده چې د ٩ ميوو والا نظام ته هغه هم دهغې يو طالبي چينجن شکل ته ستنيدل به هيڅوک د هيچا سره ونه مني او ملا، طالب او چړي دې نور ځانونه عبث نه ستړي کوي. چې اقلأ د مسلمان اولس او خپل ملت سره مرسته نه کوي چې امنيت خوندي او سوله پياوړې او ديموکراسي د اسلام په چوکاټ کې پلې کړي ، څو امريکايان او نور بهرنيان له افغانستان څخه ووځي، نو لږ تر لږ ه خو دې اخلال نه کوي، زيان دې نه رسوي ، ترهګري دې نه کوي ، مسلمانان دې نه وژني او د قدرت دخوبونو او خيالونو له پاره دې وطن نور نه ورانوي.
آخر په دغه وطن، دغو خلکو، دغه ملت دغو سپين سرو او تور سرو، سپين ږيرو او ماشومانو، کونډو رنډو او معيوبانو زړه ولې نه سيزي ، آيا پښتو، افغانيت او اسلاميت دې ته وايي چې آزادو انتخاباتو ته خپل اولس نه پريږدي ؟ په ماينونو او راکټونوبي ګناه خلک الوزوي؟ آيا په دې توګه د امريکايانو تم کيدل نور هم نه اوږديږي؟ والسلام .



Adil watanmal
23.09.2004

محترم نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو

السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

نقاد صاحب ليكنه مي دي ولوسته ښه فلسفه دي غږولي ده خو اسلام د انسان د عقل تابع كيدي نه شي.
محترم نقاد صاحب ما د اسلامي حكومت او د حاكم په اړوند چې كومي دوه ليكني كړي دي هغه دواړه د عقلي دلائلو پر ځاي په نقلي(قرأن او أحاديث) دلائلو بنا دي او ستاسي په نظر دغه دلائل كمزوري او خوار دي خو [color=darkblue:566f96a7d0]نه پوهيږم چې يو مسلمان ته به د الله او د هغه د رسول د قول نه بغير كوم بل شي قوي دليل ښكاره شي[/color:566f96a7d0] او زه او ګران لوستونكي پوهيږي چې د قرآن كريم اياتونو كې كوم نقص نشته بلكي نقص په متضاد عقل كې وي.
همدارنګي محترم نقاد صاحب د ليكني څخه دي راته وه بريښيدله چې تاسي عقل ته په نقل باندي ترجيح وركوي او ددي سبب زما په اند دا كيداي شي چې شايد [color=darkblue:566f96a7d0]تاسي د كمونيزم فلسفه كې معلومات ډير وه لري.[/color:566f96a7d0]
كه تاسي هم د محترم حليمي صاحب سره يوځاي شي او هغه پيوندي چې ما په ګوته كړي په غور سره ولولي نو د ديمكراسي د مينانو د كړو پوښتنو ټول جوابونه به درته په ګوته شي خو اوس بغير ددينه چې تاسي هغه څه چې ما په هغه پيوندي كې په ګوته كړي ولولي ناري او سوري مو جوړي كړي چې ته د پوښتنو جوابونه نه شي ويلي او هغه څه چې غواړي نه پيژني خو بايد په تآسف سره ووايم چې [color=blue:566f96a7d0]په هره ليكنه كې تاسي خاوره باسي [/color:566f96a7d0]او ددي خبري شواهد ډير زيات دي او همدارنګي د الله رحم دي چې كوم حكومت غواړم په اړوند ئې كافي معلومات هم لرم خو [color=darkblue:566f96a7d0]تاسي چې كوم حكومت غواړي ده هغي په بنسټي اوصولو هم نه ئې خبر[/color:566f96a7d0] او مختلفو فلسفو څخه مو يو اچار جوړ كړي او چغي وهي چې ملت به دا مني خو زه درته وايم چې [color=blue:566f96a7d0]دا ارمان به مو هيڅ كله هم پوره نه شي چې دغه اچار مو د ګران وطن افغانستان مسلمان وګړي وه مني[/color:566f96a7d0] سره ددي چې ددغه وخت فرعونيان (امريكايان) مو په څنګ كې ولاړ وي. او دا[color=white:566f96a7d0] زيري [/color:566f96a7d0]هم واوره چې د روسانو غوندي دغه باداران به مو هم له دي هيواد څخه تور مخونه او زيړي سترګي ووځي او لاسپوڅي به ئې بيا همدغه ملت محاكمه كوي.

پردي د هر مسلمان عقيده ده چې تر قيامت پوري بل كوم نوي شريعت له خداي لطرفه نه راځي بلكي همدغه اسلامي اصول به تر ورځ د قيامت پوري چليږي نو [color=darkblue:566f96a7d0]اسلام يو داسي دين دي چې د رسول عليه السلام د زماني نه نيولي تر ورځ د قيامت پوري انسانانو ته راليږل شوي او دغه دين كامل دي[/color:566f96a7d0] او دليل پري دا قول د الله پاك دي:

[color=yellow:566f96a7d0]((.... الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً...... (3) المائدة)))[/color:566f96a7d0]
[color=white:566f96a7d0]ژباړه:[/color:566f96a7d0]
نن ورځ مكمل (( پوره )) كړ ما تاسي ته دين ستاسي (( اصولا او فروعا)) او تمام (( پوره مې كړ پر تاسي [ أي مؤمنانو!])) نعمت (د دين په اكمال) او غوره كړ ما تاسي ته اسلام له جهت د دين( ډير پاكيزه په ټولو اديانو كښي)
تفسير: ((وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً))يعني له دى عالمګير او مكمل دين څخه پرته (علاوه) د بل كوم دين انتظار ايستل بي عقلي او حماقت دى. اسلام تفويض او تسليم سره مرادف دى ما سوا له اسلامه د مقبوليت او نجات بله وسيله او لاره نشته.

اوس چې څوك پر دي عقيده دي چې د اسلام په اصولو كې دي تغير راوستلي شي دا كار ممكن نه دي ځكه چې الله پاك خپل ځان ته د قانون د ايښودلو حق وركړي:
[color=yellow:566f96a7d0]((.... أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (54) الاعراف))[/color:566f96a7d0]
[color=white:566f96a7d0]ژباړه:[/color:566f96a7d0]
(( خبر دار شي چه (خاص) الله لره دى پيدا كول او امر (حكم فرمايل) لوي بركت والا دى الله چه رب ((پالونكې)) د ګردو (ټولو) عالميانو (د جهان) دي.))

او الله تعالى په مقابل د امر خپل او د رسول د هغه كښې اختيار د بنده سلبوي او فرمايي:
[color=yellow:566f96a7d0][[وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمْ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً (36) الأحزاب]][/color:566f96a7d0]

او مسلمان مليان دا حق ځان ته نه وركړي او نه ئې وركوي او نه ورته شته چې د اسلام په اصولو كي تغير راولي لكه څنګه به چې د عيسويانو مليانو به كول چې د څو رپو په بدل كې به ئې دا كار كولو او الله پاك داسي فرمايلي دي:
[color=yellow:566f96a7d0]فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَناً قَلِيلاً فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ (79)[/color:566f96a7d0]

هغه خلق چې د اسلام دين پرځاي بله كومه فلسفه غواړي نو ددي پوښتني د الله پاك به څه جواب كوي:
[color=white:566f96a7d0]((أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنْ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ.......... (21). الشورى[/color:566f96a7d0]
ژباړه:
آيا دي دوي لره شريكان چي ساز كړي دوي لياره هغوي ته له دين (د جاهليت) هغه (چيز) چې اذان حكم نه دى كړي په هغه سره الله.

[color=blue:566f96a7d0]نو ګرانو لوستونكو اوس تاسي فيصله وكړي چې مسلمانان د ځان لپاره كوم څه خوښ كړي د الله پاك راليږل شوي قانون او كه د كفارو د لاس جوړشوي قانون؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:566f96a7d0]
[color=darkblue:566f96a7d0]او دا هم بيان كړي چې عاقل هغه ګڼل كيږي چې وواي د الله راليږل شوي قانون د انسانانو د مشكلاتو د حل لپاره كافي دي او كه هغه عاقل ګڼل كيږي چې وايي د الله راليږل شوي قانون ناقص دي او د انسان د لاس جوړ شوي قانون د الله پاك دراليږل شوي قانون تكميل كوي او د انسانانو د مشكلات حل كولي شي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:566f96a7d0]
او د هغه خلكو جزا الله پاك په ډاګه كړي چې وايي چې [color=white:566f96a7d0]يو څه به د اسلام نه راواخلو او يو څه به د بلي كومي كفري فلسفي نه[/color:566f96a7d0] يعني بعضي به ده اسلام ومنو او بعضي به ده بلي فلسفي:
[color=yellow:566f96a7d0](( .... أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85) البقرة)))[/color:566f96a7d0]
ژباړه:
ايا (مني او) ايمان راوړئ تاسي پر ځينو (احكامو د) كتاب او كافران كيږي په ځينو نرو. پس نه ده سزا د هغه چا چه كوي دا (كارونه) له تاسي څخه مګر خو رسوايي ده په ژوند د دنيا كښي او په ورځ د قيامت كښي ګرځول كيږي دوي ډير سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دي الله غافل له هغه څه چه كوي ئې تاسي.

[color=blue:566f96a7d0]د محترم او د قدر وړ مولوي صاحب طالب جان څخه هيله كوم چې دا په ډاګه كړي چې اسلام او مسلمانانو د رسول عليه السلام د وفات كيدونه ورسته پرمختګ كړي او كنه؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/color:566f96a7d0]

نقاد صاحب زه به ډير زر يوه بله ليكنه هم وكړم چې [color=yellow:566f96a7d0]د كفارو ملګر تياته د مسلمانانو په ضد اسلام په كوم نظر ګوري[/color:566f96a7d0] نو بيا به په دي خبره سره خبري كوو چې كوم صلبيان او لاسپوڅي چې اوس مجاهدين په افغانستان كې وژني ايا دغه د مسلمانانو د وژولو په مثال دي او كه څنګه؟؟
د صلبي يرغل نه ورسته مجاهدينو په افغانستان كې نه د چا كور ورانكړي او نه ئې ماشومان په قصد سره وژلي او نه ئې د چا په ناموس باندي تيري كړي خو بايد په تاسف سره ووايم چې [color=white:566f96a7d0]هغه وحشيان چې تاسي ورته د خير په تمه يي همغوي د ګرانو هيواد والو كورونه ړنګ كړي او ماشومان ئې په قصد سره وژلي او په ودونو ئې بمبار كړي او د طن په پيغلو ئې جنسي تيري كړي او حتي په نرانو ئې هم كړي نو اوس ته ووايه چې دغه خړسترګي او بغيرته د حكومت اداره د دغه صلبيانو په خلاف ئې په پورته ذكر شوي كارونو كې كوم ګام اخيستي دي؟؟؟[/color:566f96a7d0]
[color=darkblue:566f96a7d0]او كه ته هم پدي نظر يي چې تر څو دغه وحشي قوم زمونږ په دين ، وطن ، ناموس ، او حتى په نرانو هم جنسي تيري ونكړي نو مونږ پرمختګ نه شو كولي نو زه بيا ستاسي څخه كومه ګيله نه لرم.[/color:566f96a7d0]
خو زه پدي نظر يم چې [color=white:566f96a7d0]پرمختګ علم ته په متوجه كيدو سره راځي نه پدي چې كوم پرمختللي ملك خلق دي زمونږ په ګران وطن او وطنوالو تيري وكړي.[/color:566f96a7d0]

------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
01.10.2004

عادله وروره سلامونه درته وايم ٠
تاسو داسي ليکلي ٠

د ليکنې نېټه : ٢ شنبه سپتمبر 20, 2004 6:46 am

[color=darkred:d7546dd31d]• د حاكم شرائط:
1. اسلام:
د اسلامي حكومت د حاكم لپاره له ټولو څخه مهم او لومړي شرط دادي چې مسلمان به وي ځكه د كافر حكومت كول په مسلمانانو باندي جواز نلري او اطاعت ئې واجب نه دي الله پاك فرمايي:
وَلَن يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً[.
پټه دي نه وي چې د مسلمان څخه حقيقي مسلمان مراد دي نه په نوم مسلمان فقط.[/color:d7546dd31d]

نه پوهيږم چه دا د ايات شريف ترجمه ده ٠ که ستاسو نظر دۍ ٠ دغه ايات شريف د ترجمې سره سر نخوري ٠
څرنګه ارتباط لري ٠ د پاچا هۍ يا پاچا سره ٠ زه لکچي ډېر ساده يم هيڅ مي سر نه پخلاصږي
د موضع د قيامت د ورځي ده ٠ که څنګه ٠ ايا داستاسو تفسير دۍ (عادل جان تفسير) ٠ که ستاسو نه وي نو د کتاب تفسير نوم وليکۍ٠

ترجمه خو داسي کيږي !!!!!

بسمه تعالی : الَّذِينَ يَتَرَبَّصونَ بِكُمْ فَإِن كانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللَّهِ قَالُوا أَ لَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَ إِن كانَ لِلْكَفِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَ لَمْ نَستَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَ نَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللَّهُ يحْكُمُ بَيْنَكمْ يَوْمَ الْقِيَمَةِ [color=red:d7546dd31d]وَ لَن يجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَفِرِينَ عَلى المُْؤْمِنِينَ سبِيلاً[/color:d7546dd31d](141)
ترجمه :
141 - منافقان همانها هستند كه پيوسته انتظار مى كشند و مراقب شما هستند اگر فتح و پيروزى نصيب شما گردد مى گويند آيا ما با شما نبوديم (پس ما نيز سهيم در افتخارات و غنائم هستيم !) و اگر بهره اى نصيب كافران گردد مى گويند آيا ما شما را تشويق به مبارزه و عدم تسليم در برابر مومنان نمى كرديم ! (پس با شما سهيم خواهيم بود!) خداوند در ميان شما در روز رستاخيز داورى مى كند و هرگز براى كافران نسبت به مومنان راه تسلطى قرار نداده است

اوپه پښتو بيا دغسي ترجمه کيږي
هغه منافقان چه همېشه منتظر دي (حوادثو )ستاسو ته , نو که ؤ تاسي ته بری له (لوري) د الله نو وائي دا (منافقان مسلمانانوته ) چه ايا نه وو موږ له تاسي سره ؟ او که وه کافرانو ته برخه (د بري )نو وائي دا (منافقان کفارو ته) چه ايا
غالب سوي نه وو موږ پر تاسي او (ايا) و مو نه ژغورلئ (بچمو نه کړی ) تاسي له مؤ منانو ځني ؟
و الله به فيصله وکړي په منځ ستاسي کښي په ورځ د قيامت کښي ; او له سره به ونه ګرځوي الله د پاره د کافرانو پر
مؤمنانو باندي هيځ لاره (د جنت اود بري )

داسمه خبره ده چه د مسلمان دي کافر نه پاچا کيږي ٠ نه تر نن دا کار سوۍ دي په افغان کي ٠
نه پوهيږم ٠ او نو رو وړونو ته داسي الفاظ ليکۍ !!!
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه سپتمبر 30, 2004 7:58 am
. د قدر وړو ما څو ځلي مخكې هم دا خبره كړي او اوس ئې هم كوم چې اسلام د عقل تابع نه دي بلكي عقل د اسلام تابع دي او سليم عقل د اسلامي اصولو سره هيڅ كوم تضاد نه راځي خو چې د كومو عقلونو ورسره تضاد راضي هغه نو بيا خلل د سړي په عقل دي نه په نص كي.

لږفکر وکه لځانه سره چه داکار ته کوئ پخپله نور څوک نسته ٠ که وي ٠ يوه يوه ترجمه ئې راته په ګوته کړه ٠؟؟؟
دغه تاسو ته ډالۍ کوم
هدايت خداى (ج) ځينو ، ځينو ته وركړى
..........................................................ورخ له بعضې عالمانو اوبو وړى
څوك روپي او څوك چوكۍ ته هوسيږي
.....................................................حق يې پريښي د باطل ډول ته ګډيږي
ځينو ، ځينو عالمانو ملك تباه كړ
.................................................په غلطو فيصلو يې ځان رسوا كړ
څوك له ډاره حق بيان كولى نه شي
..................................................دا باطلې فيصلي منلي نه شي
اعتبار په هر ملا نن پكار نه دى
.................................................په اذان د نيمې شپې خو سهار نه دى
تقدس د علميت ته مي سلام دى
...............................................بې علمو ته راجع زما كلام دى
طلايي په روغ زړګي باندې غمجن دى
..................................................له دروغجنو عالمانو ګيله من دى



ع کريم حليمي
01.10.2004

اَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى ، قَالَ حَدَّثَنَا خَالِدُ بْنُ الْحَارِثِ، قَالَ حَدَّثَنَا حُمَيْدٌ، عَنِ الْحَسَنِ، عَنْ اَبِي بَكْرَةَ، قَالَ عَصَمَنِي اللَّهُ بِشَىْءٍ سَمِعْتُهُ مِنْ، رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لَمَّا هَلَكَ كِسْرَى قَالَ ‏"‏ مَنِ اسْتَخْلَفُوا ‏"‏‏.‏ قَالُوا بِنْتَهُ‏.‏[color=darkred:e6bb4cfaec] قَالَ ‏"‏ لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا اَمْرَهُمُ امْرَاَةً ‏"‏‏.‏[/color:e6bb4cfaec]
دغه حديث دي ليکلۍ دۍ او مطفق عليه نه دۍ ٠ حکم نه پکيږي ٠ يوازي د نسأ ئي نقل دۍ بخاري ئې نقل نه دۍ
را وړي ٠ داسي اسناد سته په تاريخ او احاديثو کي چه مبارک د خپلو ازواجو په حکم عمل کړی ٠
هديبيي تر جوړي ورسته اصحابو پسونه نه حلالوله مبارک و بي بي ته په خېمه کي و ويل چه صحابه پسونه نه حلالوي ٠
نو بي بي مصلحت يا حکم ور ته وکۍ چه تاسو ولاړ سۍ خپل پسه حلال کړۍ ٠

دا حديث مجرد حديث دۍ ٠ حکم نه پکيږي ٠



طالب جان
01.10.2004

محترمه مكرمه اوعزتمنه وروره حليمي صيب :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

عزتمنه : فكر مي كاوه چي داد((مطفق عليه)) ليكل به دكيلي دړي ستونزه وي .خو كله چي مي وليدل چي تاسي په نورو ځايونوكي هم داتورى كارولى نو پوه شوم چي نه دادليكدړي ناسمتيا نه ده بلكه له دې توري سره دقدرمن حليمي صيب ناپيژندتيا ده .

نوپتمنه په ډير احترام ښايي ستاسي په درانه حضور كي عرض وكړم چي: داتورى مطفق په طا سره نه دى بلكه دا متفق په تا سره دى پوره داسي ليكل كيږي ((متفق عليه)) .

دوهمه خبره دا چي دا تاسي چيري ليدلي چي هغه احاديث چي متفق عليه نه وي نو په عمل كي كمزور وي ؟ كچيري داسي وي نو بيا ښايي دبخاري او مسلم شريف په احاديثو له سره مونږ دليل ونه نيسو ځكه چي ددواړو مصنفين دامام ابو حنيفه رحمه الله په مذهب نه وو .

همداراز وروره: ښايي ته به دحنفي والي له كبله ډير عملونه كوې مګر دهغوي په خلاف به په بخاري كي روايتونه راغلي وي . دمثال په توګه : تاسي به په لمانځه كي له ولاالضالين څخه وروسته آمين په ورو واياست حال داچي په بخاري كي دجهر احاديث راغلي دي . 2 تاسي چي كله په امام پسي نيت وتړۍ نو فكر نه كوم چي قرأت به كوۍ حال داچي په بخاري كي دقرأت خلف الامام په اړه حديثونه راغلي دي , نووواياست چي ستاسي داعملونه په متفق عليه حديث ثابت دي ؟؟؟ نو ددې مسألو په اړه چي تاسي څه ځواب واياست نودښځي دباچاهي دنه كولو لپاره چي كوم احاديث راغلي هغو ته زمونږ هم هغه ځواب دى . والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته



ع کريم حليمي
01.10.2004

محترمه مكرمه اوعزتمنه وروره طلب جان صيب :السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

تاسو ليکۍ د ليکنې نېټه : جمعه اکتوبر 01, 2004 11:50
دوهمه خبره دا چي دا تاسي چيري ليدلي چي هغه احاديث چي متفق عليه نه وي نو په عمل كي كمزور وي ؟ كچيري داسي وي نو بيا ښايي دبخاري او مسلم شريف په احاديثو له سره مونږ دليل ونه نيسو ځكه چي ددواړو مصنفين دامام ابو حنيفه رحمه الله په مذهب نه وو .
ګرانه وروره ! متفق عليه وايي دېته چه مسلم او بخاري نقل کړيوي ٠ او که بخاري يوازي نقل کړيوي که مسلم
نو و يلاي سو چه متفق عليه نه دي ٠
هر عبادتي عمل چه څوک کوي ٠ نيت ئې مهم دي ٠ او چه راسو و حقوقي موضع ته ٠ زه نغواړم چه په يوه حديث
چه بل قطعأ نوي ورسره يا ايات شريف ٠ د بل حق تر پښو په لاندي کړم ٠ که داسي حديث وي چه ورکړي وي
ورکړه بايد وسي تقوا ده ٠
مثال ئې د روژې د نيولو دۍ ٠ هر سړي که مياشت وليدل ٠ روژه ئې کړه ٠ خو اختر د هر چا په خوله نه کيږي
ولي چه که دي يوه روژه په خطا کي نيولې وه هم ښه عمل دي ٠ احتيات ونه کړۍ روژه دي ماته کړه او ختر دي کړۍ
غاړي بنديږي ٠ ګناه دي وکړه ٠ يا لکه په روژه کي احتيات نه کول د مضمضه
او که په کمزوري حديث داسي عمل وکړې ٠ لکه نافله ډير ښه کار دي ٠
او په مقابل کي په کمزوري ،غريب حديث او يا راوي ئې جرح وي ٠ نو دبل حق به تر پښو نه په لاندي کوې
تاسو هم يو وخت داسي اشاره کړې وه ٠
طالب جان ليکلي :د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اګست 02, 2004 11:33 am
[color=blue:ebaa241fe5]دعزت وړه حليمي صيب ستاسي له ليکني څخه يوه نړۍ مننه . وروره داپورتنی حديث حديث دی البته راوي يي ( يزيدالرقاشي ) نوميږي چي درجالو دپوهانو په نزد مجروح دی او دحلال او حرام په اړه يي علما داحتياط له کبله په روايت شويو حديثونو له استدﻻل څخه ډډه کوي . مګر په ترغيب اوترهيب اووعداووعيد کي په داسي روايتونو استدﻻل علماو روا بللی ځکه په دې شيانو کي کوم دي حلال اوحرام ذکر نشته ځکه نوپه پورته مسأله کي کوم چي مقصدخالص ترغيب اوترهيب دی استدﻻل پرې کوﻻي شو. [/color:ebaa241fe5]



Adil watanmal
03.10.2004

محترمو لوستونكو او د عزت وړ حليمي صاحب
-----------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

ګرانو د يو څه مشغولتيا له كبله مې زر جواب ونه شو ليكلي نو بخښنه غواړم.

لومړي خو به د محترم حليمي صاحب د هغه استهزاء په اړوند يوه خبره وكړم چې د حاكم لپاره د اسلام د شرط ايښودو پر دليل ئې كړي.
محترم حليمي صاحب په ليكنه كې ما د ايات ژباړه نه ده ذكر كړي نو ځكه تاسي ته دغه مشكل رامنځ ته شوي او همدارنګې كه تاسي د اصول فقه يو كتاب هم چېري ويلي وايي نو بيا به مو دليكني دا بڼه نه واي او ګرانه يوه بله مسئله به هم درته وښايم چې دليل پري همدا آيات دي هغه دا چې علماؤ د مسلمان مري خرڅول په كافر باندي غير جائز بللي او دليل ئې پري همدا آيات نيولي دي.
نجوړ د خبري دادي كه تاسي مهرباني وكړي او د حاكم شرائط د اسلامي شريعت په هنداره كې وه ګوري نو ده همدي شرط لپاره به موهمدا دليل په سترګو شي.

دوهمه خبره چې د حاكم لپاره شرط دادي چې سړي به وي او كوم دليل چې پري بيان شوي د حليمي صاحب د نظر سره موافق نه دي نو ځكه ئې نه مني خو خير د ه همدي شرط په اړوند ستاسي توجه د محترم ميلمه ورور وليكني ته را اړوم چې د ښځو په فورم كې ئې د ((اسلام ، ښځه ، تعليم او پاچاهي يي)) تر عنوان لاندي كړي وه .
الله پاك د د ميلمه ورور په ګوتو بركت كړي چې ډيره ښه او په دلائلو بنا ليكنه ئې كړي وه نو محترمو لوستونكو كه غواړي چې د ښځي د پاچاهې په اړوند معلومات تر لاسه كړي نو كولاي شي چې د ذكر شوي موضوع اخريني برخه ولولي.
د يادوني وړ ده چې دغه حديث [color=darkblue:b04ba8ed74]((لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا اَمْرَهُمُ امْرَاَةً ‏"‏‏.‏)) په بخاري شريف كې هم شته[/color:b04ba8ed74] او ډيرو نورو كتابونو هم را اخيستي دي لكه ترمذي، نسائې ، ابوداود ، الامام أحمد في مسنده، الطيالسي في مسنده ، ابن ابي شيبه في مصنفه، البزار في مسنده وابن حبان في صحيحه، والحاكم في المستدرك على الصحيحين، والقضاعي في مسند الشهاب، والبغوي في شرح السنة

د پاي ټكي:
ګرانو لوستونكو ديمكراسان وايي چې ولي رسول عليه السلام د هديبي د صلحي په ورځ د خپلي بي بي خبره نه وه منلي؟
كه سړي لږ فكر وكړي د چا د راي او يا د چا سره مشوره كول او د پاچاهي د ځكمي اسمان فرق دي او همدا وجه ده چې د رسول عليه السلام د وخت نه نيولي د ټول اسلامي حكومت په تاريخ كې ښځه نه ده پاچا شوي. او چې كله مسلمانانو د ديمكراسي كفري نظام خپل كړه نو ځكه ښځي هم پكې پاچاهياني شوي نو په اسلامي حكومت كې دا كارجواز نلري .

-----------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
05.10.2004

داستاسو د يارانو حال دي چه د مېلمه په نامه ئې ليکنه کړې[color=red:a5e62a8a27] او حديث ئې غريب دي [/color:a5e62a8a27]
ولي چه اکثره خلګ کتابونه لولي ٠ او حوالې ئې نه ګوري ٠ هسي وائې په فلاني کتاب کي ئې راوړي يا فلان
ملاليکلي ٠ اما زه تعقب کوم تأکيد کوم کتابونه پسي کورم په سيډيانو کي کورم ٠ چه ملاصاب خو له خوبه
د بل انډی نوي کرولۍ ٠

حدثنا احمد بن سعيد الأشقر، حدثنا يونس بن محمد، وهاشم بن القاسم، قالا حدثنا صالح المري، عن سعيد الجريري، عن ابي عثمان النهدي، عن ابي هريرة، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اذا كان امراؤكم خياركم واغنياؤكم سمحاءكم واموركم شورى بينكم فظهر الأرض خير لكم من بطنها واذا كان امراؤكم شراركم واغنياؤكم بخلاءكم واموركم الى نسائكم فبطن الأرض خير لكم من ظهرها ‏"‏ ‏.‏ [color=darkred:a5e62a8a27]قال ابو عيسى هذا حديث غريب لا نعرفه الا من حديث صالح المري ‏.‏ وصالح المري في حديثه غرائب ينفرد بها لا يتابع عليها وهو رجل صالح[/color:a5e62a8a27]

داخبري خو زما نه دي د حديث کتاب وائې ٠

د مېلمه ليکنه مکمل حديث ئې نه دي ليکلي ٠ او ميلمه هم خبر نه دي چه حديث غريب دي ٠ دا هم زما کناه ده ؟؟؟

د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 21, 2003 12:42 am عنوان : اسلام،ښځه،تعليم اوپاچاهي يي
[quote:a5e62a8a27](( اذا کانت امراءکم خيارکم واغنيا ءکم سمحا ءکم وامورکم شوري بينکم فظهر الارض خير لکم من بطنها واذاکانت امرا ءکم شرارکم واغنيا ءکم بخلاءکم وامورکم الي نسا ءکم فبطن الارض خير لکم من ظهرها )) جامع الترمذي ابواب الفتن ٥٢ مخ ٢ټوک .
ژباړه : کله چي ستاسي اميران ښه خلک وي او ستاسي شتمن سخيان وي او ستاسي معاملات د خپل منځي شورا په ترڅ کي ترسره کيږي نو دځمکي سر تاسي ته دځمکي تر تل (( بيخ)) غوره دی اوکه ستاسي اميران بدخلک وي او ستاسي شتمن بخيلان وي او ستاسي معاملات ښځو ته سپارل شويوي نو بيا دځمکي تل تاسي ته دځمکي تر سر غوره دی . [/quote:a5e62a8a27]

او مېلمه دي بيا ليکي داسي ٠
د ليکنې نېټه : جمعه نومبر 21, 2003 12:42 am عنوان : اسلام،ښځه،تعليم اوپاچاهي يي
[quote:a5e62a8a27]په حديث شريف کي راځي چي (( العلم فريضة علي کل مسلم ومسلمة )) تعليم په نارينه او ښځينه مسلمان باندي فرض دی [/quote:a5e62a8a27]

دا چاويلي چه حديث نبوي دي ٠ ولي نه ليکي چه ښه خبره ده ٠
هو ما لوستلي دي ٠ د فقهي په کتاب کي ٠ ٠ او په صحيح سته کتابو نسته له سره ٠ که څوک راته وليکي
ددغه کتابو حواله مي په کار ده ٠ (صحيح البخاري ٠ صحيح مسلم ٠ سنن أبي داود ٠ سنن الترمذي ٠
سنن النسائي ٠ سنن الترمذي ٠ سنن ابن ماجه ٠ مسند أحمد ٠ موطأ مالك ٠ سنن الدارمي ٠
[color=red:a5e62a8a27]عادله وروره ٠ ډيره به ښه وي كه مو دخپل لطف له مخي ددغه حديث حواله را پيداکړه ٠ زه د ناوسۍ اقرار کوم [/color:a5e62a8a27]



Adil watanmal
06.10.2004

محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو د سلامونو او نيكو هيلو څخه روسته

[color=darkblue:22284319aa]محترم حليمي صاحب زمونږ او ستاسي موضوع دلته د ښځي د تعلم په اړوند نه ده بلكي د ښځي د پاچاهي په اړوند ده[/color:22284319aa] نو اوس كه تاسي قناعت زه ما په هغه ليكنه چې ددي څخه دمخه مي كړي حاصل شوي وي نو بايد په ډاګه مو ويلي وايي چې وه په اسلام كې د حاكم لپاره شرط دي چې سړي به وي.
د ميلمه ورور د ليكني كومي حصي ته چې ما اشاره كړي هغه ئې فقط د ښځي د پاچاهي په اړوند ده نه د تعليم په اړوند او كه زه اوس هغه ټوله ليكنه دلته تاسي ته رانقل كړم او په يو يو دليل ئې وه غږيږو نو خبره به ډيره زياته اوږده شي خو خير . [color=blue:22284319aa]حليمي صاحب ميلمه ورور په خپله ليكنه كې يو دليل نه دي راوړي چې هغه ضعيف دي نو خبره ئې غيري صحيح ده بلكي ميلمه ورور داسي نور دلائل د احاديثو او د علماؤ اقوال راوړي چې خپلي خبري ته ئې ډير زيات قوت وركړي [/color:22284319aa]چې د هغوي څخه به زه دلته بعض ذكر كړم.:
1.[color=brown:22284319aa] (( لن يفلح قوم ولو امرهم امرأ ة )) صحيح بخاري کتاب المغازي حديث لمبر ٧٠٩٩ . [/color:22284319aa]
ژ باړه : هغه قوم به هيڅکله کاميابي ونه مومي کومو چي دخپلو معاملاتو ذمه ښځي ته ور وسپارله . لږ وړاندي پدي حديث کي دا صراحت شته چي کله چي دايران خلکو خپله حکمرانه ښځه وګرځوله نو رسو ل الله صلي الله عليه وسلم دا ارشاد وفرمايه دا حديث شريف دښځي دپاچاهي په نارواوالي ښکاره دليل دی .
2. له حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم يو لښکر چيري دغزا لپاره ليږلی وو له هغه ځايه څخه يوه تن مجاهد د فتحي زيرې راوړ رسول الله چي دا زيرې واوريدو نو لمړی يي دشکر سجده ادا کړه اوبيا يي له پيغام راوړونکي څخه د غزا تفصيلات وپوښتل د تفصيل بيانولو په ترڅ کي نوموړي مجاهد وويل چي : (( وکانت تليهم امرأة )) ياني زموږ ددښمن پاچا يوه ښځه وه پدي ځاي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي [color=darkblue:22284319aa](( هلکت الرجال حين اطاعت النساء ))[/color:22284319aa]
ژباړه : کله چي نرو دښځو پاچاهي يا حکمراني ومنله او فرمانبرداري يي وکړه نو دوي تباه او برباد شو .دا واقعه مستدرک حاکم په ٢٩١ مخ ٤ټوک کي په کتاب الادب باب سجد ة الشکر کي ليکلي ده لدي حديث څخه څرګنده شوه چي دښځي پاچاهي دقوم او مليت لپاره هلاکت تباهي او بربادي ده
3. قاضي ابوبکر ابن العربي رحمه الله د حضرت ابو بکره رحمه الله دحديث له بيانولو وروسته فرمايي (( وهذا نص في ان المرأة ﻻتکون خليفة وﻻ خلاف فيه )) احکام القران لابن العربي سورة النمل .ژ باړه : اودا ((مخکي بيان شوی حديث )) پدي باندي نص دی چي ښځه خليفه نشي جوړيداې او پدي کي هيڅ اختلاف نشته .
4. نوموړي مفسر علامه قرطبي رحمه الله په خپل وتلي تفسير کي دابن العربي رحمه الله پورتنی اقتباس ذکر کړی اود هغه تائيد يي کړی او يلي يي دي چي پدې مسأله کي دعلماو تر منځ هيڅ اختلاف نشته . تفسير قرطبي ١٨٣ مخ ١٣ ټوک سورة النمل .
5. امام الحرمين علامه جويني رحمه الله چي په خپل وتلي کتاب (( غياث الامم )) کي د حکومت دمشري لپاره دامير کوم صفات بيان کړي دي په هغه کي يي ليکلي دي چي (( ومن الصفات اللازمة المعتبرة : الذکورة والحرية وتحيزة العقل والبلوغ )) غياث الامم ٨٢ مخ مطبوعه قطر ،
ژباړه : د حکومت دامير لپاره چي کوم ﻻزمي او معتبر صفات دي هغه: (( نارينه توب ))، ازادي ، عقل اوبلوغ دي .
6. امام بغوي رحمه الله چي دپنځمي پيړۍ وتلی مفسر ، محدث او فقيه دی هغه فرمايي :
(( اتفقوا علي ان المرأ ة ﻻ تصلح ان تکون اماما لان الامام يحتاج الي الخروج لا قامة امرالجهاد واقيام بامور المسلمين وامرأة عورة ﻻ تصلح للبروز )) شرح السنة ٧٧مخ ١٠ ټوک باب کراهية تولية نساء مطبوع بيروت
.ژباړه : ټول امت پدې متفق دی چي ښځه دحکومت سربراه نشي جوړيدﻻي ځکه چي امام دجهاد اودمسلمانانو دنورو کارونو داصلاح لپاره دباندي وځي او ښځه يو پټ شی دی دهغي په عامه مجمع کي ښکاريدل ناروا دي .
7. وتلي عالم علامه سعد الدين التفتازاني رحمه الله ليکي !(( يشترط في الامام ان يکون مکلفا ، حرا ، ذکرا ، عدﻻ )) شرح المقاصد مخ٢٧٧ ټوک ٢ .
ژباړه : دحکومتي مشر لپاره شرط دادې چي هغه به عاقل ، بالغ ، ازاد ، نارينه او عادل به وي .

ميلمه ورور خو ډير نور دلائل هم ذكر كړي او الله پاك دي ورته اجر وركړي.

نو محترم حليمي صاحب كه د ميلمه ورور يو دليل ضعيف وي خو نور دلائل ئې قوي دي بايد وه ئې منو. او كه تاسي ئې نه مني نو بيا درڅخه هيله كوم [color=white:22284319aa]كه تاسي كوم داسي دلائل لري چې دا ثابته كړي چې ښځه د مسلمانانو حاكمه جوړيدي شي مهرباني وكړه راميدان ته ئې كړه چې بحث پري وكړو [/color:22284319aa]خو يوه هيله لرم چې بايد داسي صريح وي لكه د ميلمه ورور.

او پاتي شوه خبره ددي حديث شريف[color=blue:22284319aa]((( طلب العلم فرضية على كل مسلم))[/color:22284319aa] دا حديث شريف ډيرو زياتو كتابونو روايت كړي زه به ئې دلته د څو كتابو نومونه واخلم :
1. [color=darkblue:22284319aa](رواه ابن ماجة كتاب: [ المقدمة ]، رقم ( 224 ). [/color:22284319aa]او روايت ئې داسي كړي ((حدثنا ‏ ‏هشام بن عمار ‏ ‏حدثنا ‏ ‏حفص بن سليمان ‏ ‏حدثنا ‏ ‏كثير بن شنظير ‏ ‏عن ‏ ‏محمد بن سيرين ‏ ‏عن ‏ ‏أنس بن مالك ‏ ‏قال ‏
‏قال رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏طلب العلم فريضة على كل مسلم وواضع العلم عند غير أهله كمقلد الخنازير ‏ ‏الجوهر واللؤلؤ والذهب ‏))
[color=blue:22284319aa]رواه الإمام أحمد في العلل ، المعجم الكبير للطبراني، ج10، ص 240، رقم 10439.، صحيح الترغيب والترهيب 1 / 34 برقم 70 [/color:22284319aa]

[color=white:22284319aa]قرضاوي ددي حديث په اړوند داسي ويلي دي:[/color:22284319aa]

((القرضاوي:
بعد التحية وأؤكد على هذه التحية وأوحيي الجميع بتحية الإسلام وتحية الإسلام هي السلام فالسلام عليكم أيها الأخوة والأخوات ورحمة الله وبركاته. وإجابة عن هذا السؤال الافتتاحي المهم وهو ماذا يجب على المسلم من علم الدين؟ وما المراد بهذا الحديث الذي رواه الإمام ابن ماجه من طرق كثيرة وهو "طلب العلم فريضة على كل مسلم". وهذه الطرق جعلت بعض العلماء قديما وحديثا يصححون هذا الحديث، صححه الحافظ السيوطي قديما وصححه الشيخ ناصر الدين الألباني حديثا. هناك علم مفروض إذن على كل مسلم، والمراد في الحديث بكل مسلم، كل إنسان مسلم سواء كان رجلا أم امرأة، وكذلك بعض الناس يروون هذا الحديث "فريضة على كل مسلم ومسلمة". لا لم يرد كلمة "ومسلمة" في الحديث ولكن المعنى صحيح أنه على كل مسلم ومسلمة،))
د زياتو معلوماتو لپاره لانديني پيوند وه ګوري.

http://www.ardalsharq.com/articlview.php?key=18

[color=yellow:22284319aa]د پاي ټكي:[/color:22284319aa]
محترم حليمي صاحب كه د ښځو د تعليم په اړوند بحث كول غواړي نو هيله درڅخه كوم چې دا بحث د يوي نوي ليكني په بڼه شروع كړه او يا د ميلمه ورور د ليكل شوي ليكني لاندي شروع كړه ځكه مونږ او تاسي دلته پدي موضوع كې د حاكم په شرائطو غږيږو نه د ښځي د تعليم په هكله.

--------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-----------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
08.10.2004

محترم عادل صاحب او ګرانو لوستونكو د سلامونو او نيكو هيلو څخه روسته

(طلب العلم فرضية على كل مسلم) .................او يو بل کتاب ئې داسي راوړي ٠ (طلب العلم فريضة على كل مسلم الا و ان الله يحب بغاة العلم )
ترجمه : طلب د علم پر هر مسلمان واجب دي خبر اوسۍ چه الله محبت لري طالبان علم

اطلبوا العلم ولو بالصين ) ترجمه [color=darkred:382397ce99]طلب دعلم وکۍ و لوکه وي په چين کي [/color:382397ce99]
حوالې د کتابو په مقدمه ، حاشه ګرانه راسره وې ٠ اماپخپله په (سته )6 مي حواله په کار ده ٠

علم اول شئ دي چه انسان ضرورت ورته لري ٠ په دغه کي شک نسته
اما په فرضيت کي ئې شک لرم ٠
چه مجلس درسره وکم باندي په ارزي
اول ٠ څرنګه فرض دي ٠؟؟ او څه وقت واجب کيږي ؟؟؟٠ او کوم علم ؟؟؟
که کوم نفر علم حاصل نکړۍ ٠ ترق د واجبو ئې وکړۍ ؟؟؟
نو که چا علم حاصل نه کړۍ ٠ نو ګناه کاره دي ؟؟؟
نو 79 % افغانان ګناه کاران دي ٠ ؟؟؟ ٠ دا ګناه کبيره ده که صغيره ده ؟؟؟
نو ايا زموږ افغاناني ښځي په دغه لاندي حديث خبري دي چه لوند خوب و ويني ٠ چه غسل ورته لاميږي
چه دا د دين دعلم حال دي نو نور څه درته و وايم ٠ (نن علما شلغم دي د ډاکترانو خبره ) حال داچه ليکنه علم نه دي
ليکني ته سواد وائې ٠ يعني تور رنګ ٠
ليس مني إلا عالم أو متعلم ٠وايي دغه هم حديث دي که يا ؟؟؟
ترجمه ٠ زموږ څه نه دي الاخو دي عالم او متعلم
هغه د طب ډاکتر چه ديني علم نه لري ٠ يعني د نبي ص په ال نه دي ؟؟؟
د ا لاندي ليکنه کورۍ ٠ چه يعضي شلغمان (ليکوالان )داسي هم ليکي
كما شرح الحديث النبوي أهمية العلمِ فريضة لازمة على كل المسلمين، فقال النبي صلى الله عليه وسلم: ((طلب العلم فريضة على كل مسلم))(أخرجه ابن ماجه عن أنس.)، وحث على طلبه من الخارج إذا فُقد من الداخل، فقال: (([color=darkred:382397ce99]اطلبوا العلم ولو بالصين)[/color:382397ce99])(رواه العقيلي وابن عدي والبيهقي وابن عبد البر عن أنس.)، كما تبرأ الإسلام من المجتمع الجاهل، فقال صلى الله عليه وسلم: (([color=blue:382397ce99]ليس مني إلا عالم أو متعلم[/color:382397ce99]))(أخرجه ابن النجار والديلمي في الفردوس عن ابن عمر.).

المراة من غسل اذا احتلمت ٠ د ښځي غسل چه که لوند خوب ئې وليدي يا غسل د لانده خوب ٠

اسنن النسائي َ

خْبَرَنَا شُعَيْبُ بْنُ يُوسُفَ، قَالَ حَدَّثَنَا يَحْيَى، عَنْ هِشَامٍ، قَالَ اَخْبَرَنِي اَبِي، عَنْ زَيْنَبَ بِنْتِ اُمِّ سَلَمَةَ، عَنْ اُمِّ سَلَمَةَ، اَنَّ امْرَاَةً، قَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ اِنَّ اللَّهَ لاَ يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ هَلْ عَلَى الْمَرْاَةِ غُسْلٌ اِذَا هِيَ احْتَلَمَتْ قَالَ ‏"‏ نَعَمْ اِذَا رَاَتِ الْمَاءَ ‏"‏ ‏.‏ فَضَحِكَتْ اُمُّ سَلَمَةَ فَقَالَتْ اَتَحْتَلِمُ الْمَرْاَةُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ فَفِيمَ يُشْبِهُهَا الْوَلَدُ ‏"‏
په ښتنه ئې وکړه چه ښځه لوند خوب وويني غسل دي وکي ٠ نو مبارک و فرمايل ٠[color=red:382397ce99] نعم [/color:382397ce99]

صحيح مسلم
‏حَدَّثَنَا عَبَّاسُ بْنُ الْوَلِيدِ، حَدَّثَنَا يَزِيدُ بْنُ زُرَيْعٍ، حَدَّثَنَا سَعِيدٌ، عَنْ قَتَادَةَ، اَنَّ اَنَسَ بْنَ مَالِكٍ، حَدَّثَهُمْ اَنَّ اُمَّ سُلَيْمٍ حَدَّثَتْ اَنَّهَا، سَاَلَتْ نَبِيَّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم عَنِ الْمَرْاَةِ تَرَى فِي مَنَامِهَا مَا يَرَى الرَّجُلُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اِذَا رَاَتْ ذَلِكِ الْمَرْاَةُ فَلْتَغْتَسِلْ ‏"‏ ‏.‏ فَقَالَتْ اُمُّ سُلَيْمٍ وَاسْتَحْيَيْتُ مِنْ ذَلِكَ قَالَتْ وَهَلْ يَكُونُ هَذَا فَقَالَ نَبِيُّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ نَعَمْ فَمِنْ اَيْنَ يَكُونُ الشَّبَهُ[color=blue:382397ce99] اِنَّ مَاءَ الرَّجُلِ غَلِيظٌ اَبْيَضُ وَمَاءَ الْمَرْاَةِ رَقِيقٌ[/color:382397ce99] اَصْفَرُ فَمِنْ اَيِّهِمَا عَلاَ اَوْ سَبَقَ يَكُونُ مِنْهُ الشَّبَهُ ‏".

فرق د انساني اوبو د نر او دښځي دا دي ٠ چه دنر اوبه غليضي دي او د ښځي هغې رقيقي دي معنا نرۍ

صحيح البخاري
‏حدثنا محمد بن سلام، قال اخبرنا ابو معاوية، قال حدثنا هشام، عن ابيه، عن زينب ابنة ام سلمة، عن ام سلمة، قالت جاءت ام سليم الى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالت يا رسول الله [color=red:382397ce99]ان الله لا يستحيي من الحق، [/color:382397ce99]فهل على المراة من غسل اذا احتلمت قال النبي صلى الله عليه وسلم ‏"‏ اذا رات الماء ‏"‏‏.‏ فغطت ام سلمة ـ تعني وجهها ـ وقالت يا رسول الله وتحتلم المراة قال ‏"‏ نعم تربت يمينك فبم يشبهها ولدها ‏"‏‏.‏

بي بي (ام سلمه) پرمخ زحمت وو (تعب ) چه ښځه هم خوب ويني وئې ويل نعم مشابهت د هلک لري ٠

څيني ليکني چه زر کاله د مخه سويوې په عراق کي او تر اوسه لاهم کيږي ٠ داسي دي چه څيني ئې بې انداږې
د قدر وړ دي او بعضي ئې د دغه وړ دي چه سړی ډوډۍ په پخه کړي ٠
په مثال د پېښور د کتابو دي ٠ چه په هر کور کي نن خلګ يو کتاب ليکي ٠
ايا توا داټوله تابونه په مدرسو کي ستادان تدريسوي نه نه !!
دا ته منې چه ميلمه ليکلي چه (((چي الله تعالي ادم عليه السلام ته حوا انا دجوړې په څيرورکړه نو دادم عليه السلام زړه تسکين سترګي يي ډکي او زړه يي يخ شو او دجنت دټولو نعمتونو په حقيقي ښکلا وپوهيدو دټولو نعمتونو په اخير کي دحوا انا پيدايښت دوه ماناوي لري لمړی دا چي پاک رب نړۍ ته وښيي چي ښځه ددنياتر ټولو نعمتونو لوي نعمت اودانسانانو دتسکين او ارام يوه خورا خوږه ذريعه ده دوهم داچي نړۍ پدي وپوهيږي چي ښځه دانساني تمدن دجوړښت محور او دژوندانه دباغ يو ښايسته او [color=red:382397ce99]نازک ګل دی [/color:382397ce99]))).

داڅرنګه غلطه خبره ده چه ليکي ښځه نازک ګل دي ٠ الله بياداسي فرمايي
بسمه تعالی : نِساؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنى شِئْتُمْ
ترجمه :[color=darkred:382397ce99] ښځي ستاسو محل د زراعت ستاسي دي نو راځي ځاي د زراعت خپلو ته چه ستاسو وښه وي ٠
درج سوئې ترجمه ئې دغه لاندي يوه ده ٠ [/color:382397ce99]زنان شما، محل بذرافشانى شما هستند، پس هر زمان كه بخواهيد، مى توانيد با آنها آميزش كنيد.

انشاالله د مېلمه ليکنه به ليکه په ليکه در ته واضع کړم د دې بعده
[color=red:382397ce99]الله فرمايي چه ځاي زرعي دي او ميلمه ليکي چه ګل دي [/color:382397ce99]!!!!
ميلمه ښه ليکوال دي ټيپر ندي ٠ اما په ليکنه کي ئې غښتلې فقه نه ونم
نور به بيا ٠ ګورو که ژوند وو .



Adil watanmal
08.10.2004

محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو
----------------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
محترم حليمي صاحب له نظر څرګندوني څخه مو يو عالم مننه

زه تاسي يو ځل بيا خپلي مخكيني ليكني ته د لوست لپاره رابولم. ځكه چې [color=yellow:17ab461db8]ما د تيري ليكني د پاي په ټكي كې داسي ليكلي او تاسي نه دي لوستي:[/color:17ab461db8]
((محترم حليمي صاحب كه د ښځو د تعليم په اړوند بحث كول غواړي نو هيله درڅخه كوم چې دا بحث د يوي نوي ليكني په بڼه شروع كړه او يا د ميلمه ورور د ليكل شوي ليكني لاندي شروع كړه ځكه مونږ او تاسي دلته پدي موضوع كې د حاكم په شرائطو غږيږو نه د ښځي د تعليم په هكله.))

[color=darkblue:17ab461db8]اوس ستاسي څخه په ردناوي هيله كوم چې كړي پوښتني مو د يوي نوي موضوع په بڼه شروع كړي چې بحث پري وكړو.[/color:17ab461db8]

[color=white:17ab461db8]تاسي ليكلي: [/color:17ab461db8]

((حوالې د کتابو په مقدمه ، حاشه ګرانه راسره وې ٠ اماپخپله په (سته )6 مي حواله په کار ده ٠))

[color=blue:17ab461db8]محترم د حديث حواله چې تاسي په كومو كتابونو كې غوښتي وه په هغه كې سنن ابن ماجه هم وه نو ما درته پكي حديث سره د نمبره او رواتو په ګوته كړو اوس چې ستاسي د فكر خلاف دي نه ئې مني. نه پوهيږم چې ولي؟؟؟؟[/color:17ab461db8]

او پاتي شوه د مقدمي خبره ايا دغه مقدمه د كتاب نه بهر ده او يا بل چا ليكلي ده.

د ميلمه ورور په ليكنه كه بحث كول غواړي همغه ځاي كې ئې شروع كړه. او كه دلته پري ليكل كوي نو صرف تاسي ته حق دي چې په همغه برخه ئې وه غږيږي كومي ته ئې چې ما اشاره كړي چې هغه فقط د ښځي د پاچاهي پوري تړلي بحث دي.

حليمي صاحب موضوع به بلي خوا ته نه سره كش كوه ما په تيره ليكنه كې يوه دا خبره كړي وه
[color=white:17ab461db8]((كه تاسي كوم داسي دلائل لري چې دا ثابته كړي چې ښځه د مسلمانانو حاكمه جوړيدي شي مهرباني وكړه راميدان ته ئې كړه چې بحث پري وكړو))[/color:17ab461db8]

او يا به بل عبارت چې د حاكم لپاره د سړي شرط ايښودل غلط دي نو ثابته ئې كړي.كنه نو بيا هسي نوري موضوع ګاني دلته مه راننه باسي لكه [color=yellow:17ab461db8]د ښځي د غسل موضوع د تعليم موضوع[/color:17ab461db8] او داسي نوري دلته صرف بحث د حاكم په شرائطو دي ..

[color=white:17ab461db8]د پاي ټكي:[/color:17ab461db8]

حليمي صاحب زمونږ او ستاسي بحث پر دي دي چې د حاكم لپاره دا شرط دي چي سړي به وي نو په تيره ليكنه كې مو هيڅ داسي كومه نقطه ونه ليدله چې د نوموړي بحث مربوط وي نو په اينده كې [color=darkred:17ab461db8]درڅخه هيله كوم چې د موضوع نه وتلي بحث څخه ځان وه ساتي ځكه پدي سره موضوع بي خونده كيږي.[/color:17ab461db8]هيله لرم چې پدي خفه نه شي چې ما ستاسي په ذكر شو احاديثو خپل نظر نه دي څرګند كړي او دا ځكه چې تاسي د موضوع څخه بهر غږيدلي ياست كه همدغه احاديث د يونوي موضوع په بڼه وه ليكي نو انشاء الله چې زما نظر به هم وه ګوري.

---------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-----------------------------------------------------عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more