د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ډيمکراسي شرعي حيثيت لري ٠ ؟؟؟؟


ع کريم حليمي
05.09.2004

ډېرو کرانو ملګرو ، دوستانو سلام !
ښاغلې طالب جانه وروره !
زموږ محترم غروال صاحب چه (افغانستان او ديموکراسي ) تر عنوان لاندي مقاله ليکلې ده ٠
ستاسو (طالب جان ) څخه امېد لرم چه پر دغه اول paragraph ئې څه موږ لوستونکوته وليکۍ
چه ډماکراسي په اسلامي جامعه يعني افغانستان کي امکان لري ٠
يا په بل عبارت امکان سته چه نبوي شرعه دي ډماکراسي اډافټ کړي ؟؟؟ لکه بيعه وفا چه ئې اډافټ کړې ده ٠
او يا ويلاسۍ چه د ډمکراسۍنظام او اسلامي نظام په کومو اصولو کي توافق نسي کولای ٠ياډماکراسي په شرعه کي ځای نه لري ٠ ؟؟؟
که امکان لري ٠چه اسلامي حکومت موږ لوستونکو ته ترسيم کړۍ ٠ يعني څه ٠ چه موږ لوستونکي دغه دوه سيسټمه مقايسه کړو ٠
[quote:d5bcd988e9].
..........................................................افغانستان او ديموکراسي ......................................................................

زما په آند غوره به دا وي چې مونږه له ټولو څخه په ړومبي ګام کي خپله ديموکراسي په اصلي معنی او مفهوم وپيژنو٠ چې ديموکراسي څه ته وايي او له کومه شوه ، څه اهداف لري، څه پکي کيدای شي منع وي او څه هم پکي نه، چيرته کيدای شي ديموکراسي وي او چيرته هم نه، دريمه وروسته پاتې نړۍ کي هم چيرته ديموکراسي وه او کيدای هم شي چې وي او که نه؟ دا ټول هغه وخت له ټولو ښه کيدای شي د ديموکراسۍ په اړوند ټول اړخونه يي درست او صيح او ګام په ګام وڅيړل او راوسپړل شي چې مونږه خپله ديموکراسي د هغې په اصلي معنی وپيژنو او وګورو چيرته ديموکرات هېوادونه دي او توپيرونه يي خپلو کي سره څه دي، کوم قوانين لري او ولي دا توپير په دغو ديموکراتو هېوادو کي ليدل کيږي، او همدا ډول نورې داسي خبرې به هم وي چې الخصوص د هغه تړاؤ له يوې مسلمانې ټولنې سره به څرنګه وي او ٠٠٠٠٠ او ٠٠٠٠!!! نو دلته کولائ شو د هغه تړاؤ او شته والي حيثيت په ګران هېواد افغانستان کي په ښه کيفيت پيدا کړو٠ [/quote:d5bcd988e9]


م ن غروال
08.09.2004

محترم حليمي صاحب سلام عرض کوم٠
د بخښنې په غوښتو سره پتمن او دروند حليمي وروره ائ کاش چی دا موضوع مو دلته ده وای مطرح کړې، او که بيا مو مطرح کول حتمي ګڼل نو ای کاش چی زما نامه مو نه وائ اخيستی٠ په درناوې



ع کريم حليمي
08.09.2004

ډېر راته محترم غروال صاحب السلام عليکم !
که په رمز ئې پوهيدلای يا وپوهيدم ٠ نه به مي ليکلای
ګرانه وروره ٠ طالب جان بعضي وخت قلم راکش کړي ٠ پر هر عنوان يو څه وليکي ٠ ځای سرښوروي ، ځای چاته
تشويقي الفاظ وليکي ٠ که چا پښتنه ترې وکړه ٠ تاسو ته ضروره ده چه پر هره ليکنه څه وليکۍ ٠ جواب کي
وليکي ٠ د اسلام د سايټ چلونکۍ يم ٠ ضرورده چه جواب وليکم ٠ او اوس چه ګورم ٠ که سوال صحيح ، غلط
خو موږ لوستونکو ته (بعضو ملګرو) دجواب پېرزوينه نه راباندي لري ٠
سلام طالب جانه وروره !
نه پوهيږم چه ولي تاسو څه نه پرې ليکۍ ؟؟؟؟؟ خدای دي رحم وکړي



طالب جان
17.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو اوخويندو :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

وماتوفيقي اﻻ باالله عليه توکلت واليه انيب .

دمحترم مکرم او عزتمن ورور حليمي صيب دهغي پوښتني په ځواب كي چي ډيموكراسي په كومو برخو كي له اسلام سره اړخ نه لگوي اودكومو اصولو په تعديل سره به اسلام اوډيموكراسي سره پخلاشي ؟ زه به دلته هڅه وكړم چي په دى لنډه ليكنه كي لوستونكوته دقناعت وړڅه راغونډكړم.كه څه هم ددى موضوع لمن خوراپراخه اودټولوجزياتو احتواكول يى ډيروخت اوفرصت غواړي.له بله لوري به ښايي دټول افغان دپاڼي درانه لوستونكي ددومره اوږدى ليكني دلوستلوځواک ونلري ځكه نوزه غواړم چي خپلي خبري په لنډډول وليكم:

گرانووروڼو اوخويندو! يوحقيقت تل بايدپه پام كي ونيول شي اوهغه داچي اسلام لكه څنگه چي ځيني غرب وهلي روڼ اندي اومستشرقين چي يى انگيري يوازي تعبدي دين ندى بلكي اسلام دانساني ژوند لپاره يوجامع نظام دى چي دانسان فردي ،سياسي،حقوقي،اخلاقي اواقتصادي چارو دسمون لپاره يى له ځان سره تلپاتي اصول اوپرنسيپونه راوړي دي.دااصول دهغو الهي احكامو اوفرامينو خلاصه دي چي دحضرت ادم عليه السلام له بعثت سره سم يى بيادرسول اكرم صلى الله عليه وسلم تربعثت پوري وخت ناوخته رانازل كړي اودرسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت نه بيادقيامت ترورځي پوري يى له هرډول تغيراوتحريف نه خوندي ساتلي دي او د((اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الاسلام دينا)) ټاپه اومهر يي ورباندي لگولى.

لكه چي دمخه مي هم عرض وكړ اسلام له ځان سره دواكمني اودامت دادارى لپاره يو سياسي نظام هم په بركي لري.اسلام هغه مهال مكمل بللاي شو چي سياسي واك هم ورسره وي او درعيت اودامت اداري نظام هم داسلا م په طرحه شوو اصولوبرابروي.دې اصل ته رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي اشاره كړي:اسلام او واك غبرگوني وروڼه دي چي يوهم له بل نه پرته نشي سميدلاى(كنزالعمال) .

همداراز رب العزت جل جلاله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته داسي دعا ورښيي:

وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَاناً نَّصِيراً (سورة اسراء ايت لمبر80 يم)

ژباړه: او ووايه اى محمده: اى ربه زما! ننه باسه ما په ننه ايستلو ريښتيا( ښوسره) (مدينى ته) اووباسه ما په ايستلو ريښتيا( ښوسره)له مكې نه. او وگرزوه مالره له جانبه خپل يوځواك مرسته كونكى (له اسلامه سره په كفرباندي)

لنډه داچي اسلام په خپل سياسي نظام كي هم خوراغني دى اودبل چانظام مستعارولوته هيڅ اړتيانلري.

ښه نواسلام اوډيموكراسي په كومواصولو كي سره مخالف دي؟ددى پوښتني په ځواب كي بايدووايم چي نننۍ لويديځواله ډيموكراسۍ په دريو بنسټونو ولاړه ده.تيوريكي بنسټ يى سيكولرايزم دى.اكانوميكل يااقتصادي بنسټ يى كيپټليزم دى.اوحقوقي بنسټ يى ليبراليزم دى چي درى واړه مفكورى له اسلام سره متصادمي دي او كه له نننۍ بڼي ورهاخوا په ساده ډول ډيموكراسي ته وگورونوهغه داسي اصول دي چي اسلام يى نه ايجابوي.

1: دتقنين ياتشريع حق : په ډيموكراټيك نظام كي دتشريع حق عام ولس او دهغوي له لوري ټاكل شويو استازو ته وركول شوى يعني كه دخلكواستازي وغواړي چي يونارواشى رواكړي هم كولاي شي او كه رواشى حرام وگڼي نو هم حق يى لري.لكه په ديموكراتيكو دولتونوكي چي همدا اوس اوس دسرپه سترگو وينوچي زنا،شراب،همجنس گرايي،سودخوړل اونورهغه كارونه چي په زياتره اسماني كتابونو او اديانو كي ناروا گڼل شوي دغربي ديموكراسي په مټ رواگڼل كيږي.په اسلام كي دتشريع حق يوازي او يوازي په الله تعالى پوري منحصر دى او يوازي هغه جل جلاله كولاي شي چي دخپلو بندگانو دښيگڼي لپاره يو شى حلال اوبل حرام كړي.داټكي په قرانكريم كي په خوراصراحت سره ذكرشويدي:

إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ {40} سورة يوسف

ژباړه : ندی حکومت دهيچا مګر خاص دالله دی امر يي کړی دی په دې چي عبادت مکوۍ تاسي مګر دهم ده دا( عبادت دده ) دين دی سم ليکن زيات دخلقو نه پوهيږي >

أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ {54} سورة الأعراف

ژباړه :خبردار شۍ چي خاص الله لره دي پيداکول اوامر ( حکم فرمايل ) لوي برکت واﻻ دی الله چي پالونکی دی دټولو عالميانو .

وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَداً. (كهف26 )

ژباړه: اونه شريكوي په حكم خپل كي بل هيڅوك

ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ. ( فاطر13 )

ژباړه: دغه الله دى رب ستاسي خاص همده لره ملك (پاچاهي) اوهغه (بتان) چي بولي يى تاسي (اى مشركانو اوعبادت يى كوۍ) بيله دغه الله ندي مالكان دوي دنرۍ پردې چي په زړي دخورماكي پرته ده.

اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ . (اعراف3 )

ژباړه: متابعت كوۍ اى مكلفانو دهغه شي چي نازل كړى شوى دى تاسي ته له جانبه درب ستاسي او متابعت مكوۍ بيله الله دنورودوستانو(خپلوچي شياطين دي) لږشاني پنداخلۍ تاسي

وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ . ( المائدة44 )

ژباړه: اوهرچاچي ونكړحكم په هغه څه چي نازل كړى دى الله نودغه كسان همدوي دي كافران

اواسلامي حكومت اودهغه مشر(خليفه) دالله تعالى له لوري دخپلو نازل كړاي شويو حكمونودتنفيذلپاره خليفه او نائب دى.اودى به د ولسونو اوخلگو ترمنځ دالهي حكمونو سره سمه اداره جوړوي.

2: په ديموكراتيك نظام كي هرڅوك كولاي شي چي په خپل رغبت باندي دمشرتابه دڅوكۍ لپاره ځان كانديدكړي اوپه اسلام كي دا نده رواچي په خپله خُله دمنصب غوښتونكوته دي څوكۍ وروسپارله شي.

داسلامي دولت مشر نوبايدڅنگه وټاكل شي؟؟؟

بيشكه چي اسلام دامام په تعين اوټاكلو زور وركړى اوداكاريى په امت فرض گڼلى.ټول امت که هغه سنيان دي که شيعه حتی چي مرجئه هم پدې يواوازي دي چي دامام ټاکنه ضروري ده لکه علامه ابن حزم رحمه الله چي په خپل وتلي کتاب ( الفصل بين الملل والنحل) کي داډول تصريح ورباندي کړي : ( اتفق جميع اهل السنة وجميع المرجئه وجميع الشيعه وجميع الخوارج علی وجوب اﻻمامة . وان اﻻمة واجب عليها اﻻنقياد ﻻمام عادل يقيماحکام الله ويسوقهم باحکام الشريعة التي اتی بها النبي صلی الله عليه وسلم) ٤ ټوک ٨٧ مخ .

اوهمداراز شاه ولي الله رحمه الله په خپل کتاب ( ازالة الخفاء)کي دامام ټاکنه يو کفايي واجب بللي .

اودټاکني صورت يي بيا داسلامي حکومت دنخبه ګانو ټاکنه اوبيا وروسته بيعت کول دي .لکه دحضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په استخلاف کي چي ترسره شول .معنا داچي دامام په ټاکنه کي به دوه شيان اهم وي له امت سره مشوره اوبيعت .

داچي ايا دشوری غړي به دعامو ټاکنو په واسطه دارالندوې يا دشوری ځاي ته راغونډيږي اوکه په انتسابي ډول؟؟؟

دايوه اجتهادي مسأله ده او پالونکي څښتن دامت دهوښيارانو رايي ته پريښي ده چي دوي دي پرې مشوره وکړي چي هرصورت يي مناسب اوامت ته دمنلووړوي په هغه دي عمل سره وکړي .

پدې اړه ماته دپتمني خور خاټول هغه ليکنه چي پکي ويلي وو چي [ شوری به په عامو ټاکنو انتخاب کيږي اودشوری غړي به دامامت لپارهي و څو اهل کسان د کانديدانو په ډول امت ته متعين کړي اوبيا دي دامت رايوته دعامو انتخاباتو په بڼه رجوع وشي چي ملت هرچاته رايه ورکړه هغه دي دامام ياخليفه په توګه وټاکل شي ] ډيره مناسبه ښکاري .اوځما په اند له شريعت سره هم ټکر نه خوري .

پاتي شوه دامام دامامت دمودې خبره - که څه هم ځينو علماو اميرته پاي ته نه رسيدونکي موده ورکړي ولي ځما په اند دا مسأله هم اجتهادي ده ځکه نو ښايي دشوری رايي ته وسپارل شي څه چي هغوي مناسبه وبولي په هغي موده دي پريکړه وشي .

ښه نو اوس داسي يو نظام چي دخليفه شوری او عامو انتخابو په شمول منځ ته راغلی وي اسلامي ډيموکراسي بللاي شو ؟؟؟ وروسته له دې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چي ( من تشبه بقوم فهو منهم ) اوزمونږمجتهدينو او سلف صالحينود ې نظام ته د((اسلام شورايي نظام)) نوم غوره کړی نو مونږ هيڅکله هم دې نظام ته دډيموکراسي نوم نشوورکولاي . مونږالحمد لله داسلام په نامه نظام اودشريعت په نامه خپله کړنلاره لرو چي له هرډول نقايصو څخه پاکه ده ځکه نو مونږ دنورو نظامونو خپلولو او يا هم خپل نظام ته دنورو نظامونورنګ ورکولوته هيڅ اړتيا نلرو .
يادونه : داچي اسلامي حکومت به څنګه وي ? پدې اړه محترم مکرم اوعزتمن ورور طالب خان ته بلنه ورکوم چي ښه په تفصيل سره يي تشريح کړي

والله اعلم باالصواب



ع کريم حليمي
18.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو اوخويندو :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترم مکرم او عزتمن ورور طلب جان صيب يو جهان مننه چي موږ لوستونکومو ښايسته ليکنه وکړه ٠
موږ داسي پښتنه کړې چه ديموکراسي يوشرعي حيثيت لري ؟
او تاسوپه دغه ايات شريف ((ټاپه اومهر يي ورباندي لگولى.))
چه هيځ ارتباط نه لري نه لري د موضع سره ٠ په ايات شريف کي موضع د حلال او حرام ده ٠ او د يولسو شيانو
تحريم ته اشاره ده ٠
ابيا ليکۍ(طلب جان ) لكه څنگه چي ځيني غرب وهلي روڼ اندي اومستشرقين چي يى انگيري يوازي تعبدي دين ندى بلكي اسلام دانساني ژوند لپاره يوجامع نظام دى
هو طبعأ به کفار داخبري کوي خو په دغه قرأن کافران سويدي ٠
نو بيا دغه ايات شريف د حکومتي نظام سره څنګه ارتباط لري ؟؟

[quote:f9dd3b22d2]((اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي ورضيت لكم الاسلام دينا)) ټاپه اومهر يي ورباندي لگولى[/quote:f9dd3b22d2].

بسمه تعالی حُرِّمَت عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَ الدَّمُ وَ لحَْمُ الخِْنزِيرِ وَ مَا أُهِلَّ لِغَيرِ اللَّهِ بِهِ وَ الْمُنْخَنِقَةُ وَ الْمَوْقُوذَةُ وَ الْمُترَدِّيَةُ وَ النَّطِيحَةُ وَ مَا أَكلَ السبُعُ إِلا مَا ذَكَّيْتُمْ وَ مَا ذُبِحَ عَلى النُّصبِ وَ أَن تَستَقْسِمُوا بِالاَزْلَمِ ذَلِكُمْ فِسقٌ الْيَوْمَ يَئس الَّذِينَ كَفَرُوا مِن دِينِكُمْ فَلا تخْشوْهُمْ وَ اخْشوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْت لَكُمْ دِينَكُمْ وَ أَتمَمْت عَلَيْكُمْ نِعْمَتى وَ رَضِيت لَكُمُ الاسلَمَ دِيناً فَمَنِ اضطرَّ فى مخْمَصةٍ غَيرَ مُتَجَانِفٍ لاثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ(3)
ترجمه :
3 - گوشت مردار و خون و گوشت خوك و حيواناتى كه به غير نام خدا ذبح شوند و حيوانات خفه شده ، و به زجر كشته شده ، و آنها كه بر اثر پرت شدن از بلندى بميرند، و آنها كه به ضرب شاخ حيوان ديگرى مرده باشند، و باقيمانده صيد حيوان درنده ، مگر آنكه (به موقع بر آن حيوان برسيد و) آنرا سر ببريد و حيواناتى كه روى بتها (يا در برابر آنها) ذبح شوند (همگى ) بر شما حرام است و (همچنين ) قسمت كردن گوشت حيوان بوسيله چوبه هاى تير مخصوص بخت آزمائى ، تمام اين اعمال فسق و گناه است - امروز كافران از (زوال ) آئين شما مايوس شدند، بنابراين از آنها نترسيد و از (مخالفت ) من بترسيد، امروز دين شما را كامل كردم و نعمت خود را بر شما تكميل نمودم و اسلام را به عنوان آئين (جاودان ) شما پذيرفتم - اما آنها كه در حال گرسنگى دستشان بغذاى ديگرى نرسد و متمايل به گناه نباشند (مانعى ندارد كه از گوشتهاى ممنوع بخورند) خداوند آمرزنده و مهربان است .
[color=darkred:f9dd3b22d2]تفسير[/color:f9dd3b22d2] : در آغاز اين سوره اشاره به حلال بودن گوشت چهار پايان به استثناى آنچه بعدا خواهد آمد، شده ، آيه مورد بحث در حقيقت همان استثناهائى است كه وعده داده شده ، و در اين آيه حكم به تحريم يازده چيز شده است كه بعضى از آنها در آيات ديگر قرآن نيز بيان گرديده و تكرار آن جنبه تاكيد دارد.
نخست مى فرمايد: مردار بر شما حرام شده است (حرمت عليكم الميتة ).
و همچنين خون (والدم ).
و گوشت خوك (و لحم الخنزير).
و حيواناتى كه طبق سنت جاهليت بنام بتها و اصولا به غير نام خدا ذبح شوند (و ما اهل لغير الله به ).
درباره تحريم اين چهار چيز و فلسفه آن در جلد اول تفسير نمونه صفحه 427 به بعد توضيح كافى داده ايم .
و نيز حيواناتى كه خفه شده باشند حرامند خواه بخودى خود و يا بوسيله دام و خواه بوسيله انسان اين كار انجام گردد (چنانكه در زمان جاهليت معمول بوده گاهى حيوان را در ميان دو چوب يا در ميان دو شاخه درخت سخت مى فشردند تا بميرد و از گوشتش استفاده كنند) (و المنخنقة ).
در بعضى از روايات نقل شده كه مجوس مخصوصا مقيد بودند كه حيوانات را از طريق خفه كردن آنها را بكشند سپس از گوشتشان استفاده كنند بنابراين ممكن است آيه ناظر به وضع آنها نيز باشد.
و حيواناتى كه با شكنجه و ضرب ، جان بسپارند و يا به بيمارى از دنيا
بروند (و الموقوذة ).
در تفسير قرطبى نقل شده كه در ميان عرب معمول بود كه بعضى از حيوانات را بخاطر بتها آنقدر مى زدند تا بميرد و آن را يكنوع عبادت مى دانستند!.

طلب جان ليکي
[quote:f9dd3b22d2]،سياسي،حقوقي،اخلاقي اواقتصادي چارو دسمون لپاره يى له ځان سره تلپاتي اصول اوپرنسيپونه راوړي دي[/quote:f9dd3b22d2]
[color=red:f9dd3b22d2]هو بيا دامنم چه اسلام په ځان کي اخلاق،حقوق ،اقتصاد لري !!!!!
ايا خدای او نبي هم سياست لري ٠ او که دا ستاسو واياست ٠ په قرأن ، احاديثو کي د سياست لغت قطعأ نسته
هو خدای حکمت والادۍ ٠ او نبي هم له حکمته کار اخستۍ ٠ او هر مسلمان باندي فرض دي چه له حکمت څخه
کار واخلي ٠ سياست د خدای ، دنبي سره نښائې که څنګه ؟؟؟ سياست زما او ستا دعقل کار دۍ
پر سياست به بيا ورسته کورو [/color:f9dd3b22d2]

طالب جان ليکي
[quote:f9dd3b22d2]همداراز رب العزت جل جلاله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته داسي دعا ورښيي:

وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَاناً نَّصِيراً (سورة اسراء ايت لمبر80 يم[/quote:f9dd3b22d2])
ترجمه : و بگو: پروردگارا! مرا (در هر كار) صادقانه وارد كن ، و صادقانه خارج نما، و از سوى خود سلطان و ياورى براى من قرار ده .
هو موږ او تاسو ، هر مسلمان نه غواړي ٠ چه اسلام غلبه و لري پر کفر ٠ او هم به ئې انشاالله ولري ٠

هو دا زموږ ايمان دۍ چه باطل له منځه ځي او حق اصول ميدان وړي ٠ انتخابات خو حق دي ميدان وړي ٠
ولي چه انتخابات شرعي حيثيت لري ٠ تاسو هم نياست پښېمانه هغه وکيلان چه ټول اصول ئې اسلامي وي ٠
اوبيا دغه اياتونه ټوله د لمانځ په باره کي دي ٠ دحکومت کولو سره څه ارتباط لري ؟؟؟؟؟
[color=darkred:f9dd3b22d2]أَقِمِ الصلَوةَ لِدُلُوكِ الشمْسِ إِلى غَسقِ الَّيْلِ وَ قُرْءَانَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْءَانَ الْفَجْرِ كانَ مَشهُوداً(78)
وَ مِنَ الَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّك عَسى أَن يَبْعَثَك رَبُّك مَقَاماً محْمُوداً(79)
وَ قُل رَّب أَدْخِلْنى مُدْخَلَ صِدْقٍ وَ أَخْرِجْنى مخْرَجَ صِدْقٍ وَ اجْعَل لى مِن لَّدُنك سلْطناً نَّصِيراً(80)
وَ قُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْبَطِلُ إِنَّ الْبَطِلَ كانَ زَهُوقاً(81)[/color:f9dd3b22d2]

طلب جان ليکي
[quote:f9dd3b22d2]لنډه داچي اسلام په خپل سياسي نظام كي هم خوراغني دى اودبل چانظام مستعارولوته هيڅ اړتيانلري[/quote:f9dd3b22d2]
ايا دابه ډير غيري شرعي کار وي چه ديمکراسي حکومت په نامه افغانستان ياد سي ؟؟؟؟؟
[color=brown:f9dd3b22d2]که داسي وي ٠ نو الله ولي ٠ پر هغه لوړه درجه جنت د فارسي يا د ايرانيانو نوم ايښۍ دۍ (جنت فردوس )[/color:f9dd3b22d2]
په دې خاطر چه معروف نوم وو لکه ديکراسي (انتخابات)

طلب جان ليکي
[quote:f9dd3b22d2]ښه نواسلام اوډيموكراسي په كومواصولو كي سره مخالف دي؟ددى پوښتني په ځواب كي بايدووايم چي نننۍ لويديځواله ډيموكراسۍ په دريو بنسټونو ولاړه ده.تيوريكي بنسټ يى سيكولرايزم دى.اكانوميكل يااقتصادي بنسټ يى كيپټليزم دى.اوحقوقي بنسټ يى ليبراليزم دى چي درى واړه مفكورى له اسلام سره متصادمي دي او كه له نننۍ بڼي ورهاخوا په ساده ډول ډيموكراسي ته وگورونوهغه داسي اصول دي چي اسلام يى نه ايجابوي[/quote:f9dd3b22d2]

نه وروره. ديمکراسي دا معنا نه چه سيكولرايزم دۍ ٠ زموږ ملت ، افغان به شرعي اصول لري ٠ د ايران حکومت
نه ګورې ٠ چه اسلامي دۍ ٠ سيکولر هيڅ لار نه لري د ديمکراسۍ سره ٠
انتخابات وکړه ٠ هره محکمه به د شرعي په اصولو ولاړه وي ٠
هو اسلام پخپله يو سرمايه دارۍ اقتصادي نظام دي ٠ لطفأ دانوې خبره راته وليکه ٠ چه د اسلام اقتصادي نظام
نوم څشي دۍ ؟؟؟؟
او په ډيمکراسي کي حقوقي نظام ليبراليزم دۍ ٠ نه نه
ليبراليزم عيب دۍ ٠ په ديمکراتيکه جامعه کي ٠ که رئيس جمهور ، وکيل د شورا داسي يوه خبره وکي چه
د بايبل سره ټکر وي ٠ په ډير مشکله به بيا انتخابيږي ٠ او که ليبرال دي خو په اول ورځ ئې قانون سيکولر منلۍ دۍ ٠ او موږ افغانانو د نن ورځ قانون مو ندۍ سيکولر٠ [color=blue:f9dd3b22d2]نن نو موږ قاضي پر اسلامي اصولو ندۍ ؟؟؟؟؟ [/color:f9dd3b22d2]

طالب جان ليکي

[quote:f9dd3b22d2]دتقنين ياتشريع حق : په ډيموكراټيك نظام كي دتشريع حق عام ولس او دهغوي له لوري ټاكل شويو استازو ته وركول شوى يعني كه دخلكواستازي وغواړي چي يونارواشى رواكړي هم كولاي شي او كه رواشى حرام وگڼي نو هم حق يى لري.لكه په ديموكراتيكو دولتونوكي چي همدا اوس اوس دسرپه سترگو وينوچي زنا،شراب،همجنس گرايي،سودخوړل اونورهغه كارونه چي په زياتره اسماني كتابونو او اديانو كي ناروا گڼل شوي دغربي ديموكراسي په مټ رواگڼل كيږي.په اسلام كي دتشريع حق يوازي او يوازي په الله تعالى پوري منحصر دى او يوازي هغه جل جلاله كولاي شي چي دخپلو بندگانو دښيگڼي لپاره يو شى حلال اوبل حرام كړي.داټكي په قرانكريم كي په خوراصراحت سره ذكرشويدي: [/quote:f9dd3b22d2]

دغه پورته ليکنه ديمکراسۍ سره هيڅ تعلق او لار نه لري ٠ داخبره سل په سل کي د يمکراسۍ سر نخور
ايا په پاکستان کي چه اسلامي ديمکراسي ده ٠ يو حرام ئې رواکړي وۍ ٠ يمن په حکومت کي تر ننه يو
حرام رواسوۍ دۍ ٠

طالب جان ليکي
[quote:f9dd3b22d2]إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ أَمَرَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ {40} سورة يوسف

ژباړه : ندی حکومت دهيچا مګر خاص دالله دی امر يي کړی دی په دې چي عبادت مکوۍ تاسي مګر دهم ده دا( عبادت دده ) دين دی سم ليکن زيات دخلقو نه پوهيږي >

أَلاَ لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ {54} سورة الأعراف

ژباړه :خبردار شۍ چي خاص الله لره دي پيداکول اوامر ( حکم فرمايل ) لوي برکت واﻻ دی الله چي پالونکی دی دټولو عالميانو .

وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَداً. (كهف26 ) [/quote:f9dd3b22d2]

ايا که پښتانه پخپله خوښه حکومت جوړ کړي ٠ نو شرک ئې دکۍ ؟؟؟؟
او سورت نسأ کي الله داسي فرمايي
بسمه تعالی : يـَأَيـهـَا الَّذِينَ ءَامَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَ أَطِيعُوا الرَّسولَ وَ أُولى الاَمْرِ مِنكمْ فَإِن تَنَزَعْتُمْ فى شىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلى اللَّهِ وَ الرَّسولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الاَخِرِ ذَلِك خَيرٌ وَ أَحْسنُ تَأْوِيلاً(59)
ترجمه :
59 - اى كـسـانـى كـه ايمان آورده ايد! اطاعت كنيد خدا را و اطاعت كنيد پيامبر خدا [color=red:f9dd3b22d2]و صاحبان امر را، [/color:f9dd3b22d2]و هر گاه در چيزى نزاع كرديد آنرا به خدا و پيامبر ارجاع دهيد اگر ايمان به خدا و روز رستاخيز داريد، اين براى شما بهتر و عاقبت و پايانش نيكوتر است .
ايا موږ اختيار نه لروچه خپل امير انتخاب کړو ؟؟؟؟؟؟؟

[quote:f9dd3b22d2]وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ . ( المائدة44 )

ژباړه: اوهرچاچي ونكړحكم په هغه څه چي نازل كړى دى الله نودغه كسان همدوي دي كافران

اواسلامي حكومت اودهغه مشر(خليفه) دالله تعالى له لوري دخپلو نازل كړاي شويو حكمونودتنفيذلپاره خليفه او نائب دى.اودى به د ولسونو اوخلگو ترمنځ دالهي حكمونو سره سمه اداره جوړوي. [/quote:f9dd3b22d2]

هو داخو ديمکراسۍ سر کوم ټکر نه لري ٠
طبعأ به اسلامي اصولو څخه کار اخلو ٠ که په هر ورځ امير ،دلاس ،خولې ،په عمل داسي کار وکړي
چه د اسماني اخلاقو ، قانون سره روا نوي ٠ قاضي به ئې فورأ محکمه کوي ٠ د چوکۍ څخه به ئې ولاړوي
او شرعي جزا به ور کوي ٠ هغه د ظاهر شاه وختي ولاړي ٠ چه پاچا د مسؤليتوڅخه خلاص وو ٠

طالب جان ليکي
2[quote:f9dd3b22d2]: په ديموكراتيك نظام كي هرڅوك كولاي شي چي په خپل رغبت باندي دمشرتابه دڅوكۍ لپاره ځان كانديدكړي اوپه اسلام كي دا نده رواچي په خپله خُله دمنصب غوښتونكوته دي څوكۍ وروسپارله شي. [/quote:f9dd3b22d2]
واضع خبره ده ٠ نن موږ حزبونه لرو ٠ په حزب کي ديو سری څخه خواهش د کار کيږي ٠ چه د نقبه خلکو سلا
سوه باندي ٠ بيا نو عوام ملت ته راوزي چه رايه ورکړي ٠



Adil watanmal
18.09.2004

محترم او مكرم مولوي صاحب طالب جانه له سلامونو او درناوي خڅه ورسته

ستاسي ليكنه د ديمكراسي په اړوند ښه په زړه پوري وه او ما هم يوه ليكنه كړي وه چې په هغي كې مي د ديمكراسي او اسلام تر منځ په يوه فرق غږيدلي وم او دادي تاسي ته ئې وړاندي كوم كه كومه غلطي پكي وي نو هيله لرم چې خبر مي كړي.

د [color=darkblue:f534ce6f20]ديمكراسي او اسلام ترمنځ فرق[/color:f534ce6f20] په داسي امورو كې دي چې دغه دواړه فلسفي د بنسټ نه سره جدا كوي او د يو او بل متضادي راځي او له دغه فرقونو څخه به زه فقط يوه ته اشاره وكړم چې تر څو دا خبره واضح شي چې [color=white:f534ce6f20]ديمكراسي او اسلام تضادي فلسفي دي كه موافقي.[/color:f534ce6f20]
1. ديمكراسي غواړي چې د انسان قانون په انسان تطبيق كړي يا په بل عبارت د خلقو قانون په خلقو تطبيق كولو ته ديمكراسي وايي او اسلام غواړي چې د الله پاك قانون ده هغه په بندګانو [انسانانو] تطبيق كړي نو په د[color=green:f534ce6f20]يمكراسي كي د خلقو قانون په خلقو تطبيق كول دي او په اسلام كې د الله پاك قانون په خلقو تطبيق كول دي.[/color:f534ce6f20]
الله پاك زمونږ خالق او رازق دي او هغه زمونږ لپاره اسلام غوره كړي ځكه فرمايي:
[color=darkblue:f534ce6f20]((.... الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً...... (3) المائدة)))[/color:f534ce6f20]
[color=blue:f534ce6f20]ژباړه:[/color:f534ce6f20]
نن ورځ مكمل (( پوره )) كړ ما تاسي ته دين ستاسي (( اصولا او فروعا)) او تمام (( پوره مې كړ پر تاسي [ أي مؤمنانو!])) نعمت (د دين په اكمال) او غوره كړ ما تاسي ته اسلام له جهت د دين( ډير پاكيزه په ټولو اديانو كښي)
تفسير: ((وَرَضِيتُ لَكُمْ الإِسْلامَ دِيناً))يعني له دى عالمګير او مكمل دين څخه پرته (علاوه) د بل كوم دين انتظار ايستل بي عقلي او حماقت دى. اسلام تفويض او تسليم سره مرادف دى ما سوا له اسلامه د مقبوليت او نجات بله وسيله او لاره نشته.
اوس د هر فرد د ځان سره فكر وكړي چې دا زمونږ بدبختي ده او كه نيك بختي چې مونږ د الله پاك خوښ كړي قانون په پوله ايږدو او دانسان د لاس جوړ شوي قانون ته غاړه ايږدو. [color=darkblue:f534ce6f20]ايا د الله پاك راليږل شوي قانون د انسانانو د مشكلاتو د حل لپاره كافي نه دي؟ [/color:f534ce6f20]چې مونږ ئي پريږدو او بل قانون خوښه وه.
او د انسان لپاره قانون ايښودل دا د الله پاك حق دي:
[color=white:f534ce6f20]((.... أَلا لَهُ الْخَلْقُ وَالأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (54) الاعراف))[/color:f534ce6f20]
[color=blue:f534ce6f20]ژباړه:[/color:f534ce6f20]
(( خبر دار شي چه (خاص) الله لره دى پيدا كول او امر (حكم فرمايل) لوي بركت والا دى الله چه رب ((پالونكې)) د ګردو (ټولو) عالميانو (د جهان) دي.))
او همدارنګې هغه خلق چې د اسلام دين پرځاي بله كومه فلسفه غواړي نو ددي پوښتني د الله پاك به څه جواب كوي:
[color=darkblue:f534ce6f20]((أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنْ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ.......... (21). الشورى[/color:f534ce6f20]
[color=blue:f534ce6f20]ژباړه:[/color:f534ce6f20]
آيا دي دوي لره شريكان چي ساز كړي دوي لياره هغوي ته له دين (د جاهليت) هغه (چيز) چې اذان حكم نه دى كړي په هغه سره الله.
بعض خلق دا نظر هم لري چې څه اسلام او څه ديمكراسي تطبيق كړي نو دغه خلق دي لږ پدي قول د الله پاك كې فكر وكړي:
[color=darkblue:f534ce6f20](( .... أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85) البقرة)))[/color:f534ce6f20]
[color=blue:f534ce6f20]ژباړه:[/color:f534ce6f20]
ايا (مني او) ايمان راوړئ تاسي پر ځينو (احكامو د) كتاب او كافران كيږي په ځينو نرو. پس نه ده سزا د هغه چا چه كوي دا (كارونه) له تاسي څخه مګر خو رسوايي ده په ژوند د دنيا كښي او په ورځ د قيامت كښي ګرځول كيږي دوي ډير سخت عذاب د (دوزخ) ته او نه دي الله غافل له هغه څه چه كوي ئې تاسي.

[color=darkblue:f534ce6f20]((أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (50) المائدة)))[/color:f534ce6f20]
[color=blue:f534ce6f20]ژباړه:[/color:f534ce6f20]
آيا پس حكم د جاهليت غواړي دوي؟ ( او د الله له حكمونو څنګ كوي) او څوك ډير ښه دي له الله څخه له جهته د حكم هغه قوم ته چه يقين لري په الله (يعني هيڅوك نه دي)
تفسير: يعني هغه كسان چه د الله تعالى په مالكيت او شهنشاهي او كامل رحمت او محيط علم باندي كامل يقين لري. د دوي په نزد په دنيا كښي د هيچا حكم د الله تعالى د حكم په مقابل كشي د التفات وړ (لايق) نشي كيدي نو بيا ولي دا خلق د الله تعالى د احكامو د رڼا (رنړا) له راتللو څخه وروسته د ظنونو او اهواؤ او آراؤ او كفر او جا هليت د تيارو په لوري تلل خوښوي؟

الله پاك انسانان د خپل عبادت لپاره پيداكړي:

[color=darkblue:f534ce6f20]((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنسَ إِلاَّ لِيَعْبُدُونِ (56) الداريات))[/color:f534ce6f20]
[color=blue:f534ce6f20]ژباړه:[/color:f534ce6f20]
او نه دى پيداكړي ما پيريان او انسانان مګر لپاره د دى چه عبادت وكړي دوي ځما.

اوس د الله پاك عبادت به انسان څنګه كوي؟؟ واضحه خبره ده چې د الله پاك راليږل شوي قانون په ځان تطبيق كولو سره سړي د الله پاك عبادت كوي نو كه ديمكراسي ته په يو بل نظر وه ګورو نو پدي فلسفه انسان د انسان جوړشوي قانون په ځان تطبيق كوي نو معنى دا چې كله انسان د الله پاك قانون په ځان تطبيق كوي نو د الله پاك عبادت كوي او كه د انسان د لاس جوړ شوي قانو په ځان تطبيق كوي نو د انسان عبادت كوي او اسلام راغلي ددي لپاره دي چې انسانان د انسانانو د عبادت څخه وه باسي او د الله عبادت كونكي ئې جوړ كړي.
دا خبره تاسي لوستونكو ته پريدم چې د چا قانون ته غاړه ايږدي چې د الله پاك قانون ته او كه د انسان د لاس جوړ شوي قانون ته او الله پاك شاهد ګرځوم چې ما ددي دواړو فلسفو ترمنځ تاسي ته فرق په ګوته كړي.

[color=green:f534ce6f20]د پاي ټكي:[/color:f534ce6f20]

هغه خلق چې كوشش كوي چې اوبه خړي كې او يا اوبه د بوسو لاندي تيره وي نو لږ پدي قول د الله پاك كي فكر وكړي:

[color=darkblue:f534ce6f20]((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة))[/color:f534ce6f20]
[color=blue:f534ce6f20]ژباړه:[/color:f534ce6f20]
مه ګډوي حق له باطل سره او (مه) پټوئ! حق حال دا چه تاسي پوهيږئ (په دي خلط او پټولو سره)

كه جاهل وكړي ګناه، شي به معذور=== پوهند عاصي به وي له عذره دوره
نابينا كه شي اړتاو ملامت نه دى ==== كه په غټو ګوري وي خو په زړه كوره

------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-----------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
18.09.2004

عادله وروره سلامونه دراستو ٠ خدای دي وکړي چه وئې منې !
عادل ليکي
[color=red:a392d39a2b]د ديمكراسي او اسلام ترمنځ فرق په داسي امورو كې دي چې دغه دواړه فلسفي د بنسټ نه سره جدا كوي [/color:a392d39a2b]او د يو او بل متضادي راځي او له دغه فرقونو څخه به زه فقط يوه ته اشاره وكړم چې تر څو دا خبره واضح شي چې ديمكراسي او اسلام تضادي فلسفي دي كه موافقي.
1. [color=darkred:a392d39a2b]ديمكراسي غواړي چې د انسان قانون په انسان تطبيق كړي يا په بل عبارت د خلقو قانون په خلقو تطبيق كولو ته ديمكراسي وايي او اسلام غواړي [/color:a392d39a2b]چې د الله پاك قانون ده هغه په بندګانو [انسانانو] تطبيق كړي نو په ديمكراسي كي د خلقو قانون په خلقو تطبيق كول دي او په اسلام كې د الله پاك قانون په خلقو تطبيق كول دي.

اول ورور جانه ! اسلام فلسفه نه ده ٠ يواري ئې فلسفه که بيائې نو سره جلاکه ٠
دوهم دا دډيمکراسۍ تعريف دي چير لوستۍ دۍ ((ديمكراسي غواړي چې د انسان قانون په انسان تطبيق كړي يا په بل عبارت د خلقو قانون په خلقو تطبيق كولو ته ديمكراسي وايي ))
هر چا چه دغه تعريف در ښوولۍ دۍ ٠ هغه ناپو سړی دۍ ٠ مالوف تعريف دي



Adil watanmal
19.09.2004

محترم حليمي صاحب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم حليمي صاحب لومړي خو په ډيره درناوي درڅخه هيله كوم چې كوم ځاي كې [color=blue:cc54ad32ac]پوښتنه تاسي ته متوجه نه وي نو جواب ئې مه ليكې[/color:cc54ad32ac] ځكه پدي كار سره د انسان قدر كميږي صرف هر ليكوال حق لري چې په هغه ليكنه خپل نظر څرګند كړي چې يا وده ته متوجه وي او يا عامه وي او يا ليكوال اجازه وركوي چې په ليكنه ئې هرڅوك خپل نظر څرګند كړي نو كه ته زما د ليكني د سر ټكي ولولي نو شايد چې پوه شي چې ليكنه چاته متوجه ده.
همدارنګه محترم حليمي صاحب دلته هم راته داسي بريښي لكه چې زما او ستا نظر دديمكراسي او فلسفي په تعريف كې سره فرق لري لكه څنګه چې د دوس په كلمه كې وه نو ګرانه هيله درڅخه كوم چې ستا په اند ديمكراسي تعريف څنګه دي او فلسفه څه ته وايي نو بيا به سره خبري كوو. خو پام دي وي چې په ليكنه كې د توري شړي سپينولو كوشش په صابون سره ونكړي او داسي كارونه دي زمونږ په سترګو كې خاوري نشي اچولي ځكه مونږ ته الله پاك د علم سترګي راكړي ړانده نه يو او دا قول د الله پاك ياد لره:

[color=darkblue:cc54ad32ac]((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة)) [/color:cc54ad32ac]
ژباړه:
مه ګډوي حق له باطل سره او (مه) پټوئ! حق حال دا چه تاسي پوهيږئ (په دي خلط او پټولو سره)

----------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-----------------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
19.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو اوخويندو
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته !
د مځکي تر جوړيدو ډېر ورسته خدای حضرت ادم جوړ کړي (له خټي) او ادم ته ئې او لادونه ورکړه بن ادم (انسان)
چون انسان يو ډير مغلق شئ دي ٠ نو وخت پر وخت ئې د ژوند اصول معاش هم الله ورته استولي دي ٠
په هره اندازه چه انسان ترقي کوله نو په هغه اندازه مترقي اخلاق ئې ورته را استولي دي ٠
اخلاق هغه يګانه شئ دي ٠ چه د ادم زوئ و انسانيت ته رسوي ٠
او دا اخلاق يوازي او يوازي د انسان لپاره دي ٠ يعني په نامه انسان
او بعضي اخلاق انسان هم په د زرهاوو کلو زده کړي وه يا زده کوي (المعروف )
چون انسان د خدای مخلق دۍ ٠ او دئ ئي بادار دۍ ٠ نو ډير مهربانه دۍ ٠ پرانسان
نو داسي اخلاقو امر نه کوي پر خپل بنده چه ئې نسي تحمل کولاي ٠
او هم فرمايي ٠ [color=red:e3a7a60d3f]لا يُكلِّف اللَّهُ نَفْساً إِلا وُسعَهَا لَهَا [/color:e3a7a60d3f]ترجمه خداوند هيچ كس را، جز به اندازه توانايى اش ، تكليف نمى كند
او بيا فرمايي٠ [color=darkred:e3a7a60d3f] يُرِيدُ اللَّهُ بِكمُ الْيُسرَ وَ لا يُرِيدُ بِكمُ الْعُسرَ [/color:e3a7a60d3f]
ترجمه ٠ خداوند راحتى شما را مى خواهد نه زحمت
او بيا اجازه کوي چه خپل معاملات په شورا سره کوۍ ٠
شورا او لمنځ په يوه ايات ذکر سوي ٠ شورا په هغه اندازه مهمه ده لکه لمنځ ٠
او بيا فرمائي ٠ وَ الَّذِينَ يجْتَنِبُونَ كَبَئرَ الاثمِ وَ الْفَوَحِش وَ إِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ(37)
وَ الَّذِينَ استَجَابُوا لِرَبهِمْ وَ أَقَامُوا الصلَوةَ وَ أَمْرُهُمْ شورَى بَيْنهُمْ وَ مِمَّا رَزَقْنَهُمْ يُنفِقُونَ(38)
وَ الَّذِينَ إِذَا أَصابهُمُ الْبَغْىُ هُمْ يَنتَصِرُونَ(39)
وَ جَزؤُا سيِّئَةٍ سيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَ أَصلَحَ فَأَجْرُهُ عَلى اللَّهِ إِنَّهُ لا يحِب الظلِمِينَ(40)
ترجمه :
37 - همان كسانى كه از گناهان بزرگ و اعمال زشت اجتناب مى ورزند و هنگامى كه خشمگين مى شوند عفو مى كنند.
38 - و آنها كه دعوت پروردگارشان را اجابت كرده ، و نماز را برپا داشته ، و كارهايشان به طريق مشورت در ميان آنها صورت مى گيرد، و از آنچه به آنها روزى داده ايم انفاق مى كنند.
39 - و آنها كه هر گاه ستمى به آنها رسد (تسليم ظلم نمى شوند) و يارى مى طلبند.
40 - و كيفر بدى مجازاتى همانند آن است ، و هر كس عفو و اصلاح كند اجر و پاداش او با خدا است خداوند ظالمان را دوست ندارد.

او بيا موږ ته داسي اشاره کوي چه خپل معاملات په مشوره سره کوۍ
خبره داسي ده چه نن موږ خپل اجتماعي کارونه په شورا نه کو ٠ او دا ډيره بده ده
او کفار نن ورځ هرڅه په شورا سره کوي ٠ هيڅ اجتماعي کار بيله شورا نه کوي
او کله چه ئې بيله شورا وکړي ٠ نو داسي مردارئ څني جوړ سي لکه د عراق معامله ٠ چه نه ئې سرخلاصيږي نه پښئ ٠
او کفارو د اسلامي اخلاقو څخه استفاده کوي ٠ ټول ملت ئې ارام کرار دۍ
په مقابل کي مسلمانان شورا نغواړي ،دشورا انتخاب ،د رئيس انتخاب هم
که پښته وکرو چه ولي ٠ ؟ ؟ جواب ئې دا وي چه ډيمکراسي د کفارو عمل دۍ ٠
وروره ٠ لاليه ، دسترګو توره
په هيڅ د عباداتو کې شورا نسته ٠ هغه عبادات چه فرض کوې به ئې بيله شورا نه دشورا ځای پکښېدي ٠ بس
هو هر اجتماعي معاملات چه دي شورا غواړي ٠
هغه شورا چه دملت په مشهور سره راټول سوي وي
او د اکثريت په رايه اجتماعي فيصلې وکړي ٠ دغه ته وائې ډيمکراسي
او هر ديني فتوا به مفتيا،علماکوي ٠ شورا حق نه لري چه مداخله وکړي ٠ او د لويه سره ٠ هيڅ قدرت نسته
چه په شريعت څوک لاس و وهي
اوس د ليکوالانو څخه طمنا لرم چه خپل نظر څرګند کړي


م ن غروال
19.09.2004

محترم ورور ښاغلۍ حليمي صاحب سلام عرض کوم!

عادل وطنمل ليکي :
[color=red:f281e86be5]خو پام دي وي چې په ليكنه كې د توري شړي سپينولو كوشش په صابون سره ونكړي او داسي كارونه دي زمونږ په سترګو كې خاوري نشي اچولي ځكه مونږ ته الله پاك د علم سترګي راكړي ړانده نه يو او دا قول د الله پاك ياد لره:

((وَلا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ (42) البقرة)) [/color:f281e86be5]

د پورتنيو کرښو د نپوهيدو په علت چی له هره پلوه مي د عقل د کمزورۍ علت کيداي شي، پدي وسيله له تاسو يي د اسلام مقدس دين، د قلم ادب، او د پښتو له کړکۍ د هغې اخلاقي جنبې معنی او تعبير د اجازې غوښتونکۍ يم٠
په درناوې ــ غروال

[/url][/i][/u][/quote][/code][/list][/list]



ع کريم حليمي
19.09.2004

محترم ،ښاغلي غروال صاحب زما سلامونه هم ومنۍ !

[quote:623771bba5]د پورتنيو کرښو د نپوهيدو په علت چی له هره پلوه مي د عقل د کمزورۍ علت کيداي شي، پدي وسيله له تاسو يي د اسلام مقدس دين، د قلم ادب، او د پښتو له کړکۍ د هغې اخلاقي جنبې معنی او تعبير د اجازې غوښتونکۍ يم٠
په درناوې ــ غروال [/quote:623771bba5]
که داسي وسي نو مننه ٠
درې ياځلور ځله مي ولوستل ٠ هيځ سر ئې نه رامعلويږي



طالب جان
20.09.2004

محترمومکرمو عزتمنووروڼواوپتمنو خويندو: السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دقدروړه وروره عادل وطنمل صيب :دډيموکراسي دنا مشروعيت په اړه ستا سي له ليکني سره موافق يم .
ماشاءالله ډيره په زړه پوري ليکنه موکړي وه . ښاد اوسی اوپه قلم موبرکت شه .
دډيموکراسي اوزنا تر سرليک ﻻندي دپتنګ ورورد موضوع له ليدلووروسته فکرنه کوم څو ک ددې غربي نظام تائيد وکړي . که يوڅوک دډيموکراسي هرڅومره عقلي فايدې وښيي خواوس خلکوته ددې نظام حقيقت څرګندشوی .



Adil watanmal
20.09.2004

محترمو او د قدر وړ لوستونكو

السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
محترم مولوي صاحب طالب جانه ستاسي څخه يوه نړي مننه چې زما ليكنه مو لوستي او خپل نظر مو پري څرګند كړي دي خو زه په دلته يو څو نور ټكي هم وليكم.

هغه څه ته چې غرب ديمكراسي وايي ده هغي او په اسلام كې د شورى د نظام ترمنځ د ځمكې او اسمان قدري فرق شته نو غربي ديمكراسي مونږ د اسلامي شورى د نظام سره نه شو برابره ولي او اسلام او ديمكراسي دوه جدا فلسفي دي چې ما په يوه بله ليكنه هم په ګوته كړي چې په غربي ديمكراسي كې مصدر د تشريع ملت دي او په اسلام كې مصدر د تشريع الله پاك دي يعني د ديمكراسي په نظام كې كه ملت يو ناروا كار لكه د شرابو څښل د هلكانو ودول او ... د اجازي طلب د مندوبينو د لاري د حاكم څخه وكړي نو كه اكثريت مندوبين په همدغه نظر وه نو اجازه وكول كيږي او په اسلام كې د شورى غړي حق نلري چې حلال حرام كړي او حرام حلال كړي او دغه صلاحيت صلبيانو خپلو ملايانو ته وركړي وه چې حلال به ئې ورته حرام كول او حرام به ئې ورته حلال كول او له همدغي وجه نه الله پاك فرمايي:

[color=darkblue:d4594f0567]((اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَاباً مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهاً وَاحِداً لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ (31) يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلاَّ أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (32) التوبة))[/color:d4594f0567]
[color=white:d4594f0567]ژباړه:[/color:d4594f0567]
نيولي دي دغو (( كتابيانو )) عالمان خپل او عابدان خپل خدايان بي له الله (چه متابعت ئې كوي په تحليل او تحريم كښې) او مسيح څوي د مريمي ((هم په خدايي نيسي چه د الله ځوي ئې بولي)) حال دا چه امر ((حكم)) نه دي شوي دوي ته ((په تورات او انجيل كښې)) مګر د دي چه عبادت وګړي دوي د معبود يوه، چه نشته هيڅ برحق معبود مګر خو هم دي دي پاكي ده الله لره له هغه شي نه چه شريكوي دوي ((هغه د الله سره)).
اراده لري دغه (( كتابيان)) دا چه مړ كړي نور (رنړا) شريعت د الله په خولو خپلو او منع راوړي (نه خوښوي) الله مګر دا چه پوره كړي نور (رنړا) خپله (چه شعلي ئې په هر طرف خوري شي) او اګر كه بد ګڼي (( دا كار)) كافران.

نو دغه فكره د ديمكراسي نظام ته له دغه اړخ څخه راننوتي ده .
او همدارنګې د شورى د غړو اختلاف په كومه مسئله كې پدي نه حل كېږي چې د چا راي زياتي دي بلكي ديته كتل كېږي چې د چا قول د اسلام د قوانينو سره برابر او سمون خوري او يا په بل عبارت د اسلام د قوانينو سره ضديت نه لري. او د ديمكراسي په نظام كې د اختلاف پر وخت د هغه چا خبره د منلو وي چې ډير پلويان ولري كه هغه ناحقه كار وي او كه حق.

يوه بله د افسوس خبره داده چې بعضي وروڼه د غربي ديمكراسي او په اسلام كې د شورى د نظام په منځ كې فرق نه شي كولي او وجه ئې د معلوماتو كموالي وي او فقط كوشش كوي چې اسلام د خپلو خواهشاتو مطابق وه ګرځوي.

[color=darkblue:d4594f0567]په اسلام كې د شورى د نظام په اړوند د زياتو معلوماتو لپاره دا لانديني پيوند وه ګوري[/color:d4594f0567]

http://m.1asphost.com/adilwatanmal/index.asp

-------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
20.09.2004

الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين وصلى الله على محمد خاتم النبيين وعلى جميع الانبياء والمرسلين ‏.‏

اما بعد
واعلم - وفقك الله تعالى - ان الواجب على كل احد عرف التمييز بين صحيح الروايات وسقيمها وثقات الناقلين لها من المتهمين ان لا يروي منها الا ما عرف صحة مخارجه ‏.‏ والستارة في ناقليه ‏.‏ وان يتقي منها ما كان منها عن اهل التهم والمعاندين من اهل البدع والدليل على ان الذي قلنا من هذا هو اللازم دون ما خالفه قول الله جل ذكره ‏{‏ يا ايها الذين امنوا ان جاءكم فاسق بنبا فتبينوا ان تصيبوا قوما بجهالة فتصبحوا على ما فعلتم نادمين‏}‏ وقال جل ثناؤه ‏{‏ ممن ترضون من الشهداء‏}‏ وقال عز وجل ‏{‏ واشهدوا ذوى عدل منكم‏}‏ فدل بما ذكرنا من هذه الاى ان خبر الفاسق ساقط غير مقبول وان شهادة غير العدل مردودة والخبر وان فارق معناه معنى الشهادة في بعض الوجوه فقد يجتمعان في اعظم معانيهما اذ كان خبر الفاسق غير مقبول عند اهل العلم كما ان شهادته مردودة عند جميعهم ودلت السنة على نفى رواية المنكر من الاخبار كنحو دلالة القران على نفى خبر الفاسق ‏.‏ وهو الاثر المشهور عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏.‏



Adil watanmal
21.09.2004

محترمو لوستونكو
.............................السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

د عزت وړو د محترم حليمي صاحب وروستي ليكني راته د محترم خالص بابا د شعرونو څخه يو څو بيتونه راپه زړه كړه چې تاسي ته ئې وړاند كوم

چه [color=darkblue:42bfdd3824]پير[/color:42bfdd3824] كړي لار غلطه او دنيا ته په [color=blue:42bfdd3824]سجده [/color:42bfdd3824]شي
دوكه ورباندي نه شي [color=darkblue:42bfdd3824]مريدان[/color:42bfdd3824] وهي په بډه
..........................................................دنيا هغه [color=blue:42bfdd3824]بوډي[/color:42bfdd3824] ده چه سنګار لري د ناوي
..........................................................واړه زاړه ځوانان واړه يو شان وهي په [color=darkblue:42bfdd3824]بډه[/color:42bfdd3824]

هندوانه به له حنظله څوك ونه خوري
نه به جوړ كړي له كونجكو نه څوك هار
[color=darkblue:42bfdd3824]...................................................كه هر څو اغزي له ګلو څخه تاوشي
....................................................په وربل كښي به كښي نږدي نجوني خار[/color:42bfdd3824]

د خالص بابا له [color=blue:42bfdd3824]پښتون او غلامي [/color:42bfdd3824]تر عنوان لاندي شعر څخه يو څو بيتونه:

څوك چه [color=darkblue:42bfdd3824]د بنده قانون[/color:42bfdd3824] مني د بل غلام به وي
تل به وي [color=blue:42bfdd3824]سر ټيټي[/color:42bfdd3824] په سيالانو كښې بدنام به وي
خوري به د ورور غوښي لكه سپي[color=darkblue:42bfdd3824] د ښمن د قام[/color:42bfdd3824] به وي
پاتي د تركي او امين په څير [color=blue:42bfdd3824]ناكام[/color:42bfdd3824] به وي

..........................................................داسي نامردانو خپل قامونه شرمولي دي
..........................................................دوي هم بيا خپله بادارانو څملولي دي

دا منو چه قام خو دي يو جسم سره شليږي نه
دا مشهور متل دي چه اوبه په ډانګ بيليږي نه
لاس پښه چه ګنده شي نو دا جسم بيا رغيږي نه
بي له پري كولو نه ئي بله چاره كيږي نه
............................................................ځكه مونږ د سرو وينو مرچلو ته دانګلي دي
............................................................دغه ګنده غړي مو هر وخت له منځه وړي دي

نن سبا ناري وهي نجيب [كرزي] چه مسلمان يمه
زهم دا دنور پښتنو په څير افغان يمه
يم غلام د روس [امريكا] ځكه د روس [امريكا] په لار روان يمه
زه هم لكه دوي د كمونيزم نه پښيمان يمه
..............................................................ما دملي صلحي دغوتونه چلولي دي
..............................................................دا مجاهدين دي چه واړه غټ يي وژلي دي

[color=darkblue:42bfdd3824]ټول به يو جسد شو خو روان چه شو قرآن پسي
پريږدو غلامي او منډي ترړي اين و آن پسي
نو نه شوروان دا تش په نوم باندي افغان پسي
دغو خرخوونكو د دي پاك افغانستان پسي[/color:42bfdd3824]
................................................................څوك چه [color=blue:42bfdd3824]نبي خيله[/color:42bfdd3824] د اسلام په لاره تللي دي
.................................................................خدايګو چه سر لوړي دي منزل ته رسيدلي دي.

-----------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

---------------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
22.09.2004

ګرانه ،دانشمند عادله وروره ،محترمو لوستونكو السلام عليكم ورحمه الله وبركاته !
زما له طرفه دغه لرم د ملا خالص صاحب له پاره ٠
نعتونه مي ډير خوښيږي ٠
د ديني علماوو اشعار بايد دغسي ؟
زما له طرفه دغه حديث و ملا خالص ته ډالۍ کوم ٠

مسلم
[color=brown:8a28cf1d9e]حدثنا قتيبة بن سعيد الثقفي، حدثنا ليث، عن ابن الهاد، عن يحنس، مولى مصعب بن الزبير عن أبي سعيد الخدري، قال بينا نحن نسير مع رسول الله صلى الله عليه وسلم بالعرج إذ عرض شاعر ينشد فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ [color=darkred]خذوا الشيطان أو أمسكوا الشيطان لأن يمتلئ جوف رجل قيحا خير له من أن يمتلئ شعرا [/color:8a28cf1d9e][/color]‏"‏ ‏.‏



Adil watanmal
23.09.2004

محترم حليمي صاحب او ګرانو لوستونكو

------------------------السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

محترم حليمي صاحب [color=darkblue:313b874927]داسي ښكاري چې د محترم خالص بابا شعرونه هم درته ښكنځل ښكاره شوي دي.[/color:313b874927] خو خير مونږ پوهيږو چې هغه څه چې ستاسي د نظر مخالف وي هغه تاسي ته د ښكنځلو په درجه دي.
هليه درڅخه كوم چې لوستونكو ته د [color=blue:313b874927]حديث ژباړه [/color:313b874927]وه ليكي چې پوه شي چې رسول عليه السلام د شعر او شاعري په اړوند څه ويلي دي.

------------------------------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

--------------------------------------------------------------عادل وطنمل



ع کريم حليمي
23.09.2004

سلامونه

يُلْقُونَ السمْعَ وَ أَكثرُهُمْ كَذِبُونَ
وَ الشعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُنَ

.......................................[quote:436781daba]هغه تاسي ته د ښكنځلو په درجه دي[/quote:436781daba]
داڅه معنا لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more