د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

1- خوف اورجأ دايمان دبشپړتيانښي


طالب جان
20.09.2004

بسم الله الرحمن الرحيم
نړۍ ته چي څومره پيغمبران پاک خداې جل جلا له دانسانانو دﻻرښووني لپاره راليږلي دي دهغوي په دندو کي دوه دندي ډيري څرګندي دي . بلکه که ووايوچي دانور تعليمات دهمدې دوودندو ښاخونه دي بده به نه وي .
لومړی ابشار يعني زيری ورکول دوهم انذار يعني له شفقت اوهمدردي سره سره يوڅوک ديوه شي له ناوړو پايلو څخه خبرول .ټول پيغمبران هم بشيروواو هم نذير وو. له همدې کبله ټولو پيغمبرانو خپلو خپلوامتونو ته دښو اعمالواوعقايدو په خپلولو سره دجنت زيری ورکړی او دناوړو اعمالو اوعقايدوپه خپلولو سره يي له دوزخه ويرولي دي .
پخپله په قرآنکريم کي ځاي په ځاي الله تعالی ددوزخ او جنت ذکر کړی . همداراز رسول اکرم صلی الله عليه وسلم هم دقيامت مخکني اووروستني حاﻻت خورا په تفصيل سره بيان کړي دي .ترڅو وښيي چي دانسان په فطرت کي داخبره ورګډه ده چي انسان له تکليف او تاوان څخه ځان ساتل اودفايدې اوراحت خپلول غواړي . اوهمدادوه جذبې دانسان عملي ځواکونه راويښوي او فعالوي يي يعني له يوه پلوه دګټي هيله اوله بله پلوه دتاوان ويره . اوهمدې دووجذبوته (( خوف )) او((رجاء)) ويل کيږي .
نودنبي اکرم صلی الله عليه وسلم دټولو تعليماتو پايله همداده چي انسان ښايي پخپلو ټولو کړو وړو کي دخوف اورجاء په کيفيت کي واوسيږي . بلکه که ځيرشوپخپله درسول الله صلی الله عليه وسلم ټول اعمال ددې دواړو جذبو ترمنځ وو .
زمونږ نبي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هم مونږته داسي ﻻرښووني کړي چي په خپلولو سره يي مونږ ددواړو نړيو برياليتوبونه ترﻻسه کوﻻې شو . ځکه چي خوږنبي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم مونږته دداسي ﻻرو چارود خپلولوامرراکړی چي په عملي کولو يي مونږ ټوله ورځ له خداي جل جلاله سره همکلامه کيداي شو او همدا څه دانسان دبرياليتوب لپاره لوې ﻻمل ګڼل کيږي .
دمثال په توګه :کله چي به رسول الله صلی الله عليه وسلم اودس کاوو نودخپل آخيرت دبرياليتوب لپاره به يي په هر عمل ځانګړي دعا غوښتله څنګه چي درسول الله صلی الله عليه وسلم دعاوي هم په حقيقت کي دهغه معجزه بلل کيږي ځکه نو داوداسه په وخت کي درسول الله صلی الله عليه وسلم ځيني دعاوي ليکم تر څو په خپلولو سره يي زمونږ دواړه نړۍ سمي او برياليتوبونه مو په برخه شي ،

1-کله چي به رسول الله صلی الله عليه وسلم ﻻسونه مينځل نو د ((بسم الله الرحمن الرحيم)) دويلو څخه به يي پيل کاوو .

2-کله چي به يي په خُله مبارکه اوبه رغړولې نو دادعا به يي ويله (( اللهم ارزقني تلاوة القرآن آناءا لليل وآناءالنهار)) اې خدايه : ماته سهار او ماښام دقرآنکريم دتلاوت کولوتوفيق راپه برخه کړه .

3-کله چي به يي په پوزه کي اوبه اچولې دادعا به يي لوستله (( اللهم ارحني رائحة الجنة )) اې خدايه : ماته دجنت خوشبويي رابوي کړه . په صحيح حديث کي راځي چي د [ نيک عمله]مسلمان له مرګه وروسته دجنت لخواده ته يوه کړکۍ راخلاصيږي چي دجنت بوي به ترې راځي دا کوچيني توري دبرزخي ژوند لپاره ډير لوي کار ورکوي .

4-چي لکه دڅوارلسم سپوږمۍ داسي ښايسته مخ مبارک به يي مينځلودادعا به يي لوستله (( اللهم بيض وجهي بنوروجهک يوم تبيض وجوه وتسود وجوه )) اې خدايه :ته له خپله نوره ځما مخ په هغه ورځ روښانه کړه په کومه ورځ چي به ډير مخونه سپين او ډير به توروي .دادعا دقيامت دورځي دحشر دهغې سختي مرحلې لپاره ده چيري چي به دځينو خلکو څيرې دناوړو اعمالو، کفر اوشرک دخپلولو له امله تک توروي او دايماندارو مخونه به لکه آينه داسي سپين او بې داغه وي .

5-کله چي به يي ښی ﻻس تر څنګلو پوري مينځلو دادعا به يي غوښتله (( اللهم اعطني کتابي بيميني وحاسبني حسابا يسيرا)) اې خدايه :ماته ځما عملنامه په ښي ﻻس راکړه او اسان حساب راسره وکړه .دادعا دآخيرت دهغه سخت وخت لپاره ده په کوم وخت کي چي عملنامې تقسيميږي چي نيکانو ته به په ښي ﻻس اوبدچارو ته به په کيڼ ﻻس دشاله لوري ورکول کيږي .

6-کله چي به يي چپ ﻻس تر څنګلو پرېمنځلو نودا دعا به يي ويله : (( اللهم ﻻتعطني کتابي بشمالي وﻻ من وراء ظهري)) اې خدايه :ماته ځمه عملپاڼه په چپ ﻻس دشاله لوري مه راکوه . کفارو او مشرکينو ته به يي عمل پاڼي دحشر په ورځ په کيڼ ﻻس دشا له لوري ور کول کيږي .

7-دمبارک سردمسح کولو په مهال به يي دادعا کوله (( اللهم اظلني تحت ظل عرشک يوم ﻻظل اﻻ ظل عرشک )) اې خدايه : په هغي ورځ چي ستادعرش له سيوري پرته به بل هيڅ سيوری نه وي ما ته دخپل عرش تر سيوري ﻻندي وساته .په حديثو کي راځي چي پدې ورځ به ډير مسلمانان دعرش تر سيوري ﻻندي وي . رسول الله صلی الله عليه وسلم ډيرداسي اعمال ښودلي چي په خپلولو سره يي انسان دعرش الهي دسيوري مستحق ګرځي .

8-کله چي به يي ښۍ پښه پرېمنځله نودادعا به يي لوستله (( اللهم ثبت قدمَيٍَ علی الصراط يوم تزل فيه اﻻقدام)) اې خدايه : په هغې ورځ په پل صراط ځما پښي ټينګي کړه په کومه ورځ چي ډير قدمونه ښوئيږي . دادپل صراط دسختي مرحلې دتيريدو دعاده .

9-کله چي به يي کيڼه پښه مينځله نودا توري به يي فرمايل (( الله ثبت قدمي علی دينک)) اې خدايه : ماپه خپل دين باندي ټينګ کړه . ترمرګه پوري په دين وﻻړ سړی اصلي مسلمان بلل کيږي .

10- کله چي به يي اودس خلاص کړونودا دعا به يي فرمايله (( اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين)) اې خدايه : ماله ډيرو توبه ګارانو اوپاکانو څخه وشماره .

قدرمنووروڼواوپتمنو خويندو : فکروکړۍ څوک چي دورځي پنځه ځله دادعاوي دخپل پالونکي څښتن په لوي دربار کي ووايي نو آيا هغه له آخيرته ناخبره کيداي شي؟؟؟ راځۍ دادعاوي يادي کړو او په اوداسه کي يي خپل خوي وګرځوو. که چاته په عربي ژبي نه وي يادي نوپخپله ژبه دي دادعاوي وايي انشاألله ډير ژربه ددې دعاو انوار اوبرکات پخپلو سترګو ووينۍ . وما علينا اﻻالبلاغ



ع کريم حليمي
20.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !

دغه هم ښه دعاوي دي ٠
او دغه بيا بېخي کتابي ده (( الله ثبت قدمي علی دينک))

حدثنا هشيم، عن عبد العزيز، عن انس، ان رسول الله صلى الله عليه وسلم كان اذا دخل الخلاء قال يقول اللهم اني اعوذ بك من الخبث والخبائث‏.‏

........................................................عن أبي ذرّ رضي اللّه عنه قال‏:‏

قال لي رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم‏:‏ ‏"‏ألا أُخْبِرُكَ بِأَحَبِّ الكَلامِ إلى اللَّهِ تَعالى‏؟‏ إِنَّ أحَبَّ الكَلام إلى اللَّه‏:‏ سُبحانَ اللَّهِ وبِحَمْدِهِ، وفي رواية‏:‏ سئل رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم‏:‏ أيّ الكلام أفضل‏؟‏ قال‏:‏ ‏"‏ما اصْطَفى اللَّهُ لِمَلائِكَتِهِ أوْ لعبادِهِ‏:‏ سُبْحانَ اللَّهِ وبِحَمْدِهِ‏"‏‏

...........................................................عن سَمُرة بن جندب قال‏:‏

قال رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم‏:‏‏"‏ أحَبُّ الكَلامِ إلى اللَّهِ تَعالى أرْبَعٌ‏:‏ سُبْحانَ اللَّهِ، والحَمْدُ لِلَّهِ، وََلاَ إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، لا يَضُرّكَ بِأَيَّهِنَّ بَدأتَ‏"‏‏

.................................................عن أبي مالك الأشعري رضي اللّه عنه قال‏:‏

قال رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم‏:‏ ‏"‏الطُّهُورُ شَطْرُ الإِيمَانِ، والحَمْدُ لِلِّهِ تَمْلأُ المِيزَانَ، وَسُبْحانَ اللَّه والحَمْدُ لِلِّهِ تَمْلآنِ، أَوْ تَمْلأُ مَا بَيْنَ السَّمَوَاتِ وَالأرْضِ‏.

......................................................عن أبي هريرة رضي اللّه عنه قال‏:‏

قال رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم‏:‏ ‏"‏لأَنْ أقُولَ سُبْحَانَ اللَّهِ، والحَمْدُ لِلَّهِ، وَلا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِليَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ‏"

.............................................................عن أبي هريرة رضي اللّه عنه

أن رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم قال‏:‏ ‏"‏مَنْ قَالَ لا إلهَ إلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلى كُلّ شَيْءٍ قَدِيرٌ في يَوْمٍ مائَةَ مَرَّةٍ كانَتْ لَهُ عِدْلَ عَشْرِ رِقابٍ، وكُتِبَتْ لَهُ مئة حَسَنَةٍ، ومُحِيَتْ عَنْهُ مئةُ سَيِّئَةٍ، وكانَتْ لَهُ حِرْزاً مِنَ الشَّيْطانِ يَوْمَهُ ذلكَ حتَّى يُمْسيَ، ولَمْ يَأتِ أحَدٌ بأفْضَلَ مِمَّا جاءَ بِهِ إِلاَّ رَجُلٌ عَمِلَ أكْثَرَ مِنْهُ‏.‏ قال‏:‏ ومَنْ قالَ سُبْحانَ اللَّهِ وبِحَمْدِهِ في اليَوْمِ مِئَةَ مَرَّةٍ حُطَّتْ خَطَاياهُ وإنْ كانَتْ مِثْلَ زَبَدِ البَحْرِ‏"



ع کريم حليمي
21.09.2004

محترمو مکرمو او عزتمنو وروڼو او خويندو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
په ډير احترام عرض کوم ٠ طالب جانه مکرمه وروره !
ډيري ښئ دعا وي دي ليکلي ٠ هره دعا ښه ده که په عربي وي که پښتو ٠ هغه دعا وي چه ملا ليکلي وي
حق نه لرو٠چه مبارک داسي دعا کول ٠ حق لرۍ چه وليکي چه پښتو ياعربي داسي دعا وکۍ ٠
1 -دغه حديث ندی ٠ (([color=red:0fb55d97ce]الله ثبت قدمي علی دينک [/color:0fb55d97ce]٠)) د حديث الفاظ داسي نوي ٠ هو د ملا دعا ده ٠ هغه هم چه عربي
ئې نوي زده ٠ او زه ايمان لرم چه ستاسو عربي زده ده ٠
2 -دغه هم حديث ندۍ ٠ (([color=red:0fb55d97ce]اللهم اعطني کتابي بيميني [color=brown]وحاسبني حسابا يسيرا[/color:0fb55d97ce]))[/color] د ملا دعا ده

دغه دعا د نبي ده بيله شکه ٠ حدثنا إسماعيل، حدثنا محمد بن إسحاق، قال حدثني عبد الواحد بن حمزة بن عبد الله بن الزبير، عن عباد بن عبد الله بن الزبير، عن عائشة، قالت سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول في بعض صلاته اللهم [color=brown:0fb55d97ce]حاسبني حسابا يسيرا [/color:0fb55d97ce]فلما انصرف قلت يا نبي الله ما الحساب اليسير قال أن ينظر في كتابه فيتجاوز عنه إنه من نوقش الحساب يومئذ يا عائشة هلك وكل ما يصيب المؤمن يكفر الله عز وجل به عنه حتى الشوكة تشوكه‏.‏

نوري دعاوي دي نونسم کتلاي د سرماغزه خور چه کورم ئې ٠ پر اواز الفاظو رامعلوميږي چه حديث دۍ که نه
کله چه جواب درته ليکم نو ضرورده چه کتابونه سيډياني حاشئ منځ اړخونه ټوله و ګورم ٠ بيا ئې رد کم
ډېر مشکل کار دۍ ٠ تاته معلومه ده ٠ چه داسي محديث هم نسه چه 6 کتابه ئې پيا وي ٠
بل انسان داکار نه کوي ٠ ځان ستړي کړي ٠ زما نيم عمر د احاديث په لوستلو تير سوي دي ٠
که تاسو ئي حوالې راته وليکې ښه به وي ٠ د فقهي د کتاب حواله مه ليکه د [color=red:0fb55d97ce]صحاح سته [/color:0fb55d97ce]حواله غواړم مننه او که له مانه خطا سوي وي ٠ هم امکان سته لږ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more