د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
13.05.2011

درنو وروڼو هر یو شپونکی او مهمند صاحبانو !
خوشاله ،سوکاله اوبریالې اوسئ داچې زما دا
ګوډې ماتې لیکني لولئ او دا چې خوښي کړي
مو هم دې نو مننه کوم

په مینه


رښتینی
13.05.2011

۳۸
خپل ځان وپیژنه

په دې نړۍ کی هر انسان ته لازمه ده چې خپل ځان وپېژنی ، هغه بایدپه دې ځان پوهه کړې چې زه څوک یم ، دې نړې ته دڅه له پاره راغلی یم ، زما دژوند موخه څه ده ،زمابریالېتوب به په څه کې وي او ناکامې به مې په څه کی وي او کله چې دا موندنه انسان ترلاسه کړی بویه له هغې ورځې یی رښتیا ژوند پیل کړ .داسلام څلرم خلیفه علی بن ابې طالب کرم الله وجهه څومره ښه خبرکړی ده ! قِيمَةُ الْمَرْءِ مَا يُحْسِنُهُ .
یعنې دیوه انسان ارزښت په هغه کار کې پروت دی کوم چې دی په ښه توګه ترسره کړي .

په حقيقت کې هر انسان یوه (مایحسنه) لرې ، هر انسان په فطرې او پنځېزه توګه الله پاک له یوې داسي وړتیا او صلاحیت سره پنځولی وی چی دی په هغه کې ځانګړی مهارت لري ، انسان ته په کار دې چې دا خدای ورکړې ځانګړې ډالئ (مایحسنه) پیداکړي او له دې سره سمې خپلې ژوندچارې پرمخ بوځې په دې نړۍ کی همدالاره یوانسان دبریالېتوب اوج ته رسوي.
تجربه ښیې چې ډېر خلک لوی بریالېتوبونه نشی ترلاسه کولی ، ددی اساسې لامل همدادی چې هغه خپله (مایحسنه) نه وی موندلي هغه په داسي کار بوخت وي چی دی دهغه له پاره نه وي پیداکړل شوی اوبیا ټول ژوند هغه د نامېندي (despair)ښکاروي
اوپه همدي بدمرغې کی ومري .
خدای هر انسان دیوه لوی کار له پاره پیداکړی وې خوپه ټولېزه توګه ډېر خلک لوی کارونه نشې کولی اوپه کوچنیوکارونوکې نښتي پاتې شې اونشې کولی لوی بریالېتوب ترلاسه کړې .

له دې تراژېدې (tragedy)نه یواځې دهغه انسان له پاره ځان ژغورنه شونې ده چې وکولای شې خپله بې رحمه محاسبه (merciless introspection)وکړې

()


رښتینی
25.05.2011

39

دالتباس قانون

دپیغمبر منکرېنو به ویل که خدای موږ ته خپل پیغام رالېږ] نو هغه دې دخپلې
ملایکې په لاس راولېږي څوموږ ته کوم شک او شبهه پیدانشي اوموږپرته له
څه التباس نه هغه منلی . ددوی په ځواب کې ویل شوې دې : که الله ملایکه دپیغمبر
په توګه لیږلی نو هغه به یې هم دانسان په شکل کې لېږله او بیا به هم دوی په شک او
التباس کی پاتې وو. وللبسناعليهم مايلبسون (الانعام 9)
یعنی موږ به بیاهم دوی په هغه شبهه کی اچوو په کومه شبهه کې چې دوی دې
داکومه ځانګړې پېښه نده په دې ایت کی الله جل جلاله دالتباس عام قانون بیان کړی دی څرنګه چې الله جل جلاله انسان دازمیښت له پاره پنځولی دی ځکه یې په دې دنیا کی هر شی دشبهی دعنصر element of doubt په څنګ کی پیدا کړی دی

داددی نړۍ عام قانون دی چی له هرې پېښی سره دشبهې او التباس عنصر شتون لرې په دې نړۍ کی به سمه لاره هغه څوک بیامومي چی خپل شعور متحرک کړې
دشبهې پرده څېرې کړې او له شبهې سره سره حقیقت په پوره یقین سره ومنې ..

دالتباس دقانون دا معامله له ټولو پیغبرانوسره شوې ده او دراز ترقیامته پورې به
دامعامله روانه وې کله چې کوم داعې ، رښتینی مصلح اومجاهد پورته کيږې دهغه له
شخصیت سره به د التباس عنصر وې تردې پورې چې په اخر وخت کې به له مهدې او عیسی علیه السلام سره هم دالتباس عنصرشتون لرې او هغوی هم له دې پېښی نشې مستثنی کیدلی .

دپیغمبر په څېر مهمدی او عیسی به هم هغه خلک پېژنې چې دالتباس دپردې دڅېرلو وړتیالرې په دې نړۍ کی داد الله جل جلاله قانون دی چې دلته لوړه نیکمرغی
هغه څوک ترلاسه کولی شې چې له شبهاو پورته لېد وکړای شې اوپه دې توکه رښتیا وپېژنې اوپه هغه یقین وکړې .

دادنیا دازمیشت له پاره پیدا کړل شوې ده له دې کبله دلته حق او حقائق د دووه او دووه څلورپه څېر روښانه اوڅرګند ندې دلته له هر حقیقت سره دشبهې عنصر موجود دی دا اصول د پیغمبر په زمانه کې هم وو او ترقیامته به وې .


رښتینی
26.05.2011

40

له دجال نه ډېرخطرناک

دابوذر غفاری رضی الله عنه په یوه روایت کې راځې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : غیر الدجال اخوف علی امتی (مسنداحمد پنځم ټوک مخ ۱۴۵) یعنی زه په خپل
امت باندې له دجال پرته په یوه بل شې ډېر ډارېږم . پوښتنه وشوه : ای دخدای پیغمبره !
هغه بل څه دې ؟ ده ورته وویل هغه ګواه کوونکې مشران دې (الأئمة المضلين )

دلته له (الأئمة ) نه مراد وروسته راتلونکې مسلمان علماء او مشران دې دوی له دجال
نه ځکخ خطرناک دې چی په یوه بل روایت کې د دجال په باره کې راغلې دې چې دهغه په
تندي به (ک ف ر) لېکلي وې (صحیح مسلم کتاب الفتن) یعنی د دجال ګمراهې به دومره ښکاره اوڅرګنده وې چې هرڅوک به یې په اسانې سره پېژندلی شې خود مسلمانو پوهانو او مشرانو غلطه لارښونه به ډېره په سختې سره پېژندل کېږی دوی به دمسلمانو په غم ځانونه غمژلي بولې دهغوی له پاره به خبرې اولیکنې کوې اوځانونه به مسلمانانو خواخوږي بولي
نو په داسې حالت کې به عاموخلکو ته دهغوی پېژندنه سخته وې دهغوپه خبروبه دوکه کیږې او دهغوي ملګرتیا به غوره کوي .

بېلاري او ګمراهې په دووه ډوله ده یو ښکاره ګمراهې ده اوبله هغه ګمراهې ده چې په
حق ته ورته دلایلو کی نغښتې وې ناری او شعرونه له ارموخې نه مخالف وې او یواځې د
ساده خلکو دغولولو له پاره داسلام او ملت چېغې او نارې سورې وهل کېږې اصلا یې موخې او اهداف نور او تور وې . دالومړۍ ښکاره ګمراهې هرڅوک پېژندلی شی خو داوروستۍ هغه ډېره دقیقه او پېچلې ده او هرڅوک یې نشی پېژندلی یواځې هغه کسان به یې پیژنې چې ژور فکر لرې ، ډېر اتیاتې وې ، دهرشې له منلو مخکې دهغه شي پوره تجزیه کوې او دهرشي بی له تعصبه دڅېړلووړتیا او صلاحیت لرې ، هغه خپل ټول تعصبات او
جذبات شاته غورځولې وې او دنګه عقلي اساس اوسپېڅلې پوهه پرتله هرڅه تلې .

له دې نبوې لارښوونې سره سم موږ نن په خپله سېمه کې ډېر بېلارې مشران او امامانو لرو دهغوي کړنې او خبرې ډیرځله تجربه شوې دې او له هغه وروسته هم هغه په خپله چالاکی او مدارېتوب سره خلک غولوې خو داخلک دې پوهه شې چې دا مشران له دجال نه هم ډېر خطرناک دې


رښتینی
29.05.2011

41

داوبو اهمیت

دوخت په اړه ویل کیږې چی تروخته ارزښتناک شی نشته خوسره له دومره ارزښته یې خلک په بی رحمی سره ضایع کوې بلکې دوخت دضایع کولو له پاره ځینې خلک لارې چارې لټوي !! اوبه هم داسې دې اوبه چې څومره زیات ارزښت لرې ضایع کول یې له هغه هم په زیاته پیمانه کیږې .

په نړۍ کې چې څومره اوبه دې دهغو ۹۷.۵٪ سلنه دبحراوبه دې چې نه دڅښاک له پاره کارول کیدی شې او نه دکښتونو له پاره .ترننه پوري دهغو دصفایي له پاره هم ډېرې لارې چارې په کار لویدلې دې خو ګټه یې نده کړې .

دروغتیا دنړیوالي ادارې له راپور سره سم انسان کم له کمه ۳ لېتره اوبوته اړتیالرې . پۍ ورکوونکي څاروي ۵۰ لېتره اوبوته اړتیالرې ،دیوکیلو وریژو دتولېدله پاره دری زره لېتره اوبه مصرف کېږې دنړۍ یونېم په سلوکې اوبه دواورې په شکل کې دې ، اویو په سلوکې یې په دریابونواو تالابونوکې دې ددې یوپه سلوکې شپېته سلنه په کروندو اوکارخانوکې کارول کېږې اوپاتې څلوېښت یې دڅښاک او ورځنیو اړتیاو له پاره کارول کیږې .

دروغتیا نړیواله اداره وایې اوبه په ډېره تېزی سره مخ پر کمیدوروانې دې اوپه کال ۲۰۲۵ کې به ډېر خلک داوبوله کمښت سره مخامخ شې په بې رحمې سره داوبودلګښت او دموسمونو دتبدېلې له کبله په ځمکه کې اوبه ښکته راونې دې .

داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم سوونه کلونه پخوا لا خلکوته وېلې و
چې داوبوپه لګښت کې به ډېر زیات اتیات کوئ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم سعدنومی صحابی پراوداسه ولېد، ورته ویې ویل : ای سعد! داڅومره زیاتې اوبه لګوي ؟! هغه ورته کړه : ایاد اوداسه په اوبو کې هم اسراف کیږي ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هو . که دروان نهر په غاړه ناست وی هم .
وان کنت علی نهر جار ( مسنداحمد ۴: ۲۲۱ ) .


رښتینی
31.05.2011

42

دنه منلو مزاج

کله چې الله جل جلاله لومړۍ انسان (ادم) پیداکړ هغه مهال دووه نور مخلوق هم شته وویعنې پېریان اوملایکي الله جل جلاله هغوی دواړو ته وویل چې انسان ته سرونه ټیټ (سجده) کړئ ، ملایکو سجده وکړه او دپېریانو مشر (ابلېس) سرنکړ ټیټ .
الله جل جلاله په دې کېسه سره انسان ته یومهم درس ورکړ هغه دا چې دمنلو مزاج ملکوتي مزاج دی او دنه منلو مزاج شیطاني مزاج دی دیوچا دلویې په اعتراف کولو سره انسان دملایکو په صف کې راځې اود یوچا له لویې نه په انکار سره انسان دشیطان د ډلې غړی شې .

دپیدایښت په پیل کې لا ابلیس ویلې وچې زه به ټول انسانان بیلارې کړم اوهغوی به ټول خپلې لارې ته را وبولم ، دابلیس دا اعلان ډېر وېروونکی دی هرانسان باید ځان ته ځیرشې ، هروخت بایددخپل عمل جاج واخلې اوتل باید په دې ویره کی وې چې هسی نه کوم پل دشیطان پر پله کېنږدې اوخپلې ټولې کړنې باید وتلې چې په شیطانی تول کې راځې اوکه په ملکوتې .

لوی څښتن دا نړۍ داسی پنځولې ده چې دخلکو په منځ کې برابرې شتون نلرې
اوپه خلکو کې ډول ډول توپېرونه شته دې څوک زیات څه لرې او ځېنې بیا کم څه لرې
او داتوپېرپه نر اوښځو ټولو کې دهغوی دازموینې له پاره دی دژوند په چارو کې ډېرځله له داسې انسان سره یوانسان مخامخ شې چې هغه له ده نه په یوه لحاظ لوړ وې
اودا لوړتیا هغه ته خدای ورکړې وې نوانسان ته لازمه ده چې دهغه ددې لوړتیا اعتراف وکړې اوپه ټولنیز ژوند کې دیوچا دلویې اعتراف ډیر لوی اوخورا ښه عمل دی .

دیوچا دلویې انکار په دووه ډوله وې یودا چې په ډاګېزه توګه دهغه انکار وکړل شې اوبل دا چی په بالواسطه توګه انکار وکړل شې یعنی یوه داسې خبر وکړل شې چې په غیر مستقیمه توګه دهغه دلویې نفی وشې دادواړه لارې یوډول بدي دې په حقیقت کې دادواړه شیطانی لارې دې .


رښتینی
31.05.2011

42

دنه منلو مزاج

کله چې الله جل جلاله لومړۍ انسان (ادم) پیداکړ هغه مهال دووه نور مخلوق هم شته وویعنې پېریان اوملایکي الله جل جلاله هغوی دواړو ته وویل چې انسان ته سرونه ټیټ (سجده) کړئ ، ملایکو سجده وکړه او دپېریانو مشر (ابلېس) سرنکړ ټیټ .
الله جل جلاله په دې کېسه سره انسان ته یومهم درس ورکړ هغه دا چې دمنلو مزاج ملکوتي مزاج دی او دنه منلو مزاج شیطاني مزاج دی دیوچا دلویې په اعتراف کولو سره انسان دملایکو په صف کې راځې اود یوچا له لویې نه په انکار سره انسان دشیطان د ډلې غړی شې .

دپیدایښت په پیل کې لا ابلیس ویلې وچې زه به ټول انسانان بیلارې کړم اوهغوی به ټول خپلې لارې ته را وبولم ، دابلیس دا اعلان ډېر وېروونکی دی هرانسان باید ځان ته ځیرشې ، هروخت بایددخپل عمل جاج واخلې اوتل باید په دې ویره کی وې چې هسی نه کوم پل دشیطان پر پله کېنږدې اوخپلې ټولې کړنې باید وتلې چې په شیطانی تول کې راځې اوکه په ملکوتې .

لوی څښتن دا نړۍ داسی پنځولې ده چې دخلکو په منځ کې برابرې شتون نلرې
اوپه خلکو کې ډول ډول توپېرونه شته دې څوک زیات څه لرې او ځېنې بیا کم څه لرې
او داتوپېرپه نر اوښځو ټولو کې دهغوی دازموینې له پاره دی دژوند په چارو کې ډېرځله له داسې انسان سره یوانسان مخامخ شې چې هغه له ده نه په یوه لحاظ لوړ وې
اودا لوړتیا هغه ته خدای ورکړې وې نوانسان ته لازمه ده چې دهغه ددې لوړتیا اعتراف وکړې اوپه ټولنیز ژوند کې دیوچا دلویې اعتراف ډیر لوی اوخورا ښه عمل دی .

دیوچا دلویې انکار په دووه ډوله وې یودا چې په ډاګېزه توګه دهغه انکار وکړل شې اوبل دا چی په بالواسطه توګه انکار وکړل شې یعنی یوه داسې خبر وکړل شې چې په غیر مستقیمه توګه دهغه دلویې نفی وشې دادواړه لارې یوډول بدي دې په حقیقت کې دادواړه شیطانی لارې دې .


رښتینی
14.06.2011

43

کوچنی شر

عمربن الخطاب رضی الله وایې هوښیار سړۍ هغه نه دی چې دخیر اوشر
په منځ کې توپېر کولی شې بلکې هوښیار سړۍ هغه دی چې په دووشرونوکې
کم اونسبتًا ښه شر وپېژنی .
ليس العاقل الذي يعرف الخير من الشرولكنه الذي يعرف خيرالشرين .

موږ ډېرځله په ټولنېزوچاروکې شر له خیر سره پرتله کووپه خیر پسي ځو او له
شرنه ځان ژغورو اوداد خیر مینه مو دومره زیاته وې چې دیوډول شر لورته هم نه
ګورو خو دا هوښیارې نده ځکه په ژوند کې ډیر ځله داسې پېښیږی چې خیر ته
انسان نشی رسیدلی یا یوخیر اوښه په داسي شرائطو او ظروفوکې پېچلی وې
چې هغه ته رسېدل دلوی شر لامل ګرځې .

نوپه داسي حالاتو کې باید موږ دخیر او شر دچاروپه لستونو کې غور وکړو ، له
دې لومړي وېش نه تېرشو او په دې دواړو (خیراوشر) کې یې یو(شر) په خپل منځ
کې ووېشو چې هغه یو لوی شر او بل کوچنۍ شردی نو یوداسي خیرته درسېدلو
په ځای چې هغه نور شرونه زېږوی باید کوچنی شر غوره کړو او له هغه کړکېچن
خیر نه تېرشو .


رښتینی
15.06.2011

44

دتفكيرفن

دانسان په ټولو اعمالو او کړنوکې د تفکیرفن (art of thinking) غوره عمل
دی ،رښتینی سوچ اوفکر دلوړپوړ عبادت دی ، ابودرداء رضی الله عنه یولوی او هوښیارصحای دی ، دده له مړېني وروسته یوچا دهغه له مېرمني څخه دده دغوره عمل پوښتنه وکړه هغې ورته وویل : دهغه غوره عمل سوچ او عبرت اخېستنه وه (التفکیروالاعتبار) دارازد یوبل لوی اوزاهد صحابی ابوذر رضی الله عنه په اړه ویل کیږی چې له مرګ وروسته یې له میرمنې څخه پوښتنه وشوه چې دابوذر خاص او ځانګړی عمل څه و ؟ هغي ورته وویل :ټوله ورځ به ګوښی ناست و او سوچ به یې کاوه (کان النهار اجمع خالیا یتفکر) حیاه الصحابه 2\627

دسوچ اوفکر عمل په ذهن سره کېږي او ذهن دانسان په ټول بدن کې غوره شی دی ، ټول لوی لوی کارونه انسانی ذهن اختراع کړي دې اوهمدا سوچ او تفکر دی چې انسان یې دحیوانیت له ټیټ پوړنه دانسانیت لوړ مقام ته رسولی دی ، په سوچ سره موږ د دوو څېزونوپه منځ کې توپېر راواستلی شو ، په سوچ سره موږ خپلو ستونزوته دحل لارې چارې لټوو، په سوچ سره موږ پټ حقایق په خپل علم کې راولو ، په سوچ سره موږ کولی شو خپل منفی پواینټ په مثبت هغه بدل کړو او دهمدې سوچ په برکت موږ خپل کارونه په منظمه توګه پرمخ بیایو .

په خِلقی توګه هر انسان د تفکر او سوچ وړتیا لرې خو صحی او سم اندود یاطرزتفکریواځی هغه کس کولی شي چې په شعوري توګه ددی له پاره ځان چمتوکړي د سم اندود له پاره ضروري ده چې انسان دخپل خوښ اوناخوښ له سطحي لوړ سوچ وکړي یعنی څېزونو ته په داسي ډول وګوري لکه څنګه چې هغه دي نه داسي لكه
څنګه چې دی غواړې ، هغه به په بی طرفه توګه سوچ کوې یعنی خپل تمایلات او له چاپیریال نه تاثر به شاته غورځوې اوپه داسی حالت کې چې سوچ کومه پایله انسان ته په لاس ورکړي هغه به مني .


رښتینی
17.06.2011

45
له سختي سره اسانتیا مله وې

دقرانکریم په 94 سورت کې یو ستراصل په دې جملو سره بیان شوی دی : إِنَّ مَعَ العُسْرِيُسْرًا , إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا(الانشراح 4-5) يعني بېشكه له سختي سره اسانتیا مله ده بېشکه له سختي سره اسانتیا مله ده .

په دې قراني ایتونو کې دیوداسې سوچ ښوونه شوې ده چې هغه ته لوړ فکر یا (highthnking)وایې یعنی له ستونزو لوړ فکر کول په دې سره په انسان کې یوداسې فکر پیداشې چې هغه به په ستونزوکې نښتی نه پاتې کېږې بلکې له ستونزو بهر به سوچ کوې دبېلګې په توګه انسان په یوه ستونزه یاناکامي کې نښتی دی نو دامهال که دی داسې سوچ وکړي چې دالله په دې ستره نړۍ کې داسې ډېر ې پراخې موکې (مواقیع)شته چې دهغوپه کارولو سره دی له دې ستونزې ځان اېستلی شي او کولی شي که په یوه کار کې یا یو وخت ناکام شو نو بل ځای یا بله ورځ به دی دوړسوچ او غوره تدبېرپه کارونه سره بریالېتوب ترلاسه کوې .

ددې معاملې ډېري بیلګې شته خو یوه بېلګه یې موږ داسلامې تاریخ له پاڼو نه را اخلو : په دیارلسمه میلادې پېړۍ کې دمنځنۍ اسیا وحشي قبایل (تاتاریان) له خپلو غرنیو استوګنځایونو نه راووتل ،عباسی خلافت یې ختم او له سمرقند نه ترحلب پوري یې ټوله اسلامی نړۍ ونیوله ، ددې پېښي په اړه لوی مورخ ابن الاثیر وایې چې داسې مصیبت په ټول تاریخ کې نه راغلی دی او نه به بیا راشي .

په ښکاره دایوه لویه ستونزه او عُسر و خوپه دې سختي کې یوه اسانتیا هم پرته وه او هغه داچې داسلامې نړۍ په نیولو سره دا کافر تاتاریان له مسلمانانو سره یوځای شول دا سرسخته کافران په اسلامی ټولنه کې خپاره شول او ددوی په منځ کې خبرې او ناسته پاسته رامنځته شوه په خبرو کی اسلام دبحث موضوع وګرځېدله مسلمانانوپه مغلوب حالت کې یرغلګر خپل دین ته رابلل پیل کړل دې دعوت دومره اوږده موده هم ونه نیوله بلکې په پنځوسو کلونو کې ډېرۍ تاتاریان په اسلام مشرف شول . په جګړه کې که څه هم مسلمانانو ماتې خوړلې وه خو د اسلامی دعوت په لاره کې همدا مغلوب مسلمانان غالب شول اوغالب تاتاریان مغلوب شول .

داتاریخی حقیقت یوه لوېدېځوال مورخ داسې بیان کړی دی :

کوم ځای چې دمسلمانانو لښکرې ناکامي شوې هلته ددوی مذهب بریالی شو

the religion of muslims have conqured where there arms had failed


رښتینی
18.06.2011

46

ګټوراقدام

په قران کریم کې دنوروټولو پیغمبرانوپه نسبت دموسی علیه السلام او دهغه دقوم بنی اسرائیلو په اړه ډېرې کېسي اوتفصیلات راغلې دې ددوی په اړه یوه کېسه هغه ده چې موسی علیه السلام خپل ورور هارون علیه السلام په خپل قوم کې پرېښوداودی دطور غره ته دڅوشپو له پاره ولاړ ،په دې موده کې بنی اسرائیلو دسامري دسخوندرنمانځنه اوعبادت پیل کړ ، له قرانکریم نه داسې معلومېږې چې هارون علیه السلام ددې کار مخالفت وکړ او خپل کوښښ یې هم وکړ چې دوی له دې شرک نه منعه کړې خو هغوی منعه نه شول اوهارون چوپ پاتې شو ، خو کله چې موسی علیه السلا م راغی دسامري سخوندر یې مات او خلک یې له دې شرک نه را وګرځول .

دلته دا خبره دغور وړ ده چې هارون او موسی علیه السلام دواړه پیغمبران وو نو بیا ددوی دواړو په عمل کې ولې توپیر راغی یعنی هارون علیه السلام یواځې هغوی ته په خوله وویل چې داکار مه کوئ او موسی علیه السلام په زور سره هغوی له دې کار نه منعه کړل ،

ددې خبرې ځواب دادی چې هارون علیه السلام دقوم له فتني نه ویریدی چې که دی عملي ګام پورته کړې نو دقوم ځينې کسان به له ده سره شې اونوربه مخالفت وکړي اوپه دې توګه به په قوم کې شخړه رامنځته شي او دموسی علیه السلام په باره کې دا وېره نه وه هغه په قوم کې غالب حیثیت لاره او هغه کولی شوی چې هره پرېکړه په خپل قوم کې عملې کړې .

له دې پېښی دا پایله ترلاسه کولی شو چې هر کار سړۍ کوې باید پایلې ته یې وګوري چې ایا له دې کار نه کومه پایله ترلاسه کېدلی شې که نه ، که له یوه کار نه کومه ګټه ترلاسه کېدله او ګام پورته کول ګټور ونوباید اقدام وکړل شې اوکه په یوه اقدام سره شر اوشخړه رامنځته کېده نو هغه کارباید ونکړل شی او هغه بې ګتي اقدام ناروادی .


رښتینی
28.06.2011

47

ګټوره چوپتیا

درسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې په یوه روایت کې راغلې دې :
کان رسول الله طویل الصمت (مسنداحمد، رقم الحدیث ۲۰۳۱۱)
یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره چوپ و .

دحدیثو په کتابونوکې دچوپتیا په باره کې داسی راځې :

علیکم بالصمت ( الدارمی ،رقم الحدیث ۲۴۴۰)یعنی تاسو چوپتیا غوره کړئ .

فلیقل خیرا اولیصمت (مسند احمد ، رقم الحدیث ۶۶۲۱) یعنی مسلمان باید ښه خبره وکړې او که نه چوپ دې اوسې .

من صمت نجا (مسند احمد ، رقم الحدیث ۶۴۸۱)یعنی په چوپتیا کې نجات دی .

وآن یکون صمتی فکرا ( جامع الاصول ، رقم الحدیث ۹۳۱۷)یعنی زما چوپتیا غور اوفکر ده .

چوپتیا یواځې پټه خوله کېناستلوته نه وایې په دې لوړو روایاتو کې له ستایل شوی چوپتیا نه هغه چوپتیا مراد ده چې غور اوفکر پکی وې دالله په خلقتونو او صنعتونوکې سوچ کول هغه ستر عبادت ده چې په برکت سره یې الهی معرفت ترلاسه کیدلی شې

په رښتوني چوپتیا سره د معرفت دروازې پرانستل کېږې او معرفت له سوچ او فکر پرته نشی ترلاسه کېدلې داراز غور او فکر پرته له چوپتیا نشې کیدلی ، دا ډول چوپتیا انسان له مخلوق نه لرې کوې او الله ته یې نږدې کوې او دداډول چوپتیا په برکت سره انسان له ټولو مخلوقاتو نه د معرفت غذا ترلاسه کولی شی او په دی توګه به د انسان عارفانه سفر روان او نه درېدونکی وې .


رښتینی
01.07.2011

48

خوږه خبر صدقه ده

یوه هوښیار ویلې دې :
خلک هروخت په ډېروخوږو خبرو مه روږدې کوه ځکه که یو وخت تادژونـــــــد
شرایط چوپتیا ته اړکړې نودوی به وایې چې دی له موږ سره اوس مینه نکوی
لاتعود الناس على حلو الكلام دائماً..لأنك حين تجبرك
ظروفك على الصمت سيظنون انك لم تعد تحــــــــــــبهم

که موږ نبوی اخلاقوته ځېرشو داخبره یې پرخلاف ده ځکه رسول الله صلی الله علیه
وسلم وایې :: " الْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ " (رواه احمد وابوالشیخ رقم الحدیث ۷۷۷)
یعنی خوږه خبره صدقه او خیرات ده .
نو له دې کبله ځېنې خلکو دا خبره مثبته راخېستي ده :

تعود الناس على حلو الكلام دائماً..لأنك حين تجبرك
ظروفك على الصمت سيظنون انك تحــــــــــــبهم
یعنی خلکوته هروخت خوږې خبرې کوه ځکه که یو وخت تادژونـــــــد
شرایط چوپتیا ته اړکړې نودوی به وایې چې دی له موږ سره اوس هم مینه لرې

خوځېنې هوښیاران داسې خبرې د ځمکنیو واقعیتونو پراساس کوې او دا واقعیتونه
نن موږ وېنو چې که یوڅوک ډېر خوږ ژبۍ شې هغه متقابلا کله کله بدې خبرې واورې
اوله ناسم چلند سره مخامخ شې چې په دې سره بیا دی خپه او نا ارامه وې
په هرصورت دومره نرمې چې لامله یې دانسان عزت النفس ته وېره وې ؛ نده پکار
په هرڅه کې اعتدال او منځلارې غوره ده اوپه ځېنې حالاتو کې دسختوخبرو مقابله په
سختوهغو سره هم روااو هم مناسب ده . لکه قرانکریم چې وایې

لایحب الله الجهربالسوء الا من ظلم .
یعنی مظلوم کولی شې دظلم په مقابل کې په ډاګه بده خبره وکړې
او که نه په ډاګه بدې خبرې الله نه خوښوې


رښتینی
02.07.2011

49

وجـــــــــــد

ځېنې صوفیان وایې چې د وجد ( ecstasy )تصور اوتصویر نشې کېدلی دایو
قلبی عمل دې اوپه لفظي عباراتونشې بیانېدلی ، اوځېنې نور وایې : داخرت له حالاتو
نه چې په زړه کې ویره او غم پیداشې اویوځانګړۍ حالت پر انسان راشې دېته وجد وا
یې .اویا خو وجد یوه لمبه ده چې دغم او وېرې له کبله په زړه کې بله شي .دوی وایې دوجد
ځای زړه دی اوزړونه دوه ډوله دې ، دانواوږده خبره ده وجد یې هم په څو ډوله کړی دی او
دوجدنښې یې هم ښوولې دې او تر زفیر اشهیق اوقشعریره البدن اوصعق او انین ته
خبره رسېدلې ده .

خوپه دې کې هم شک نشته چې دموسیقی او ګډا له کبله هم کله کله په زړه کې وجد
راتلای شې ځکه خو ځېنې صوفیانو همدې لورته هم مخه کړې ده ( نسئل الله السلامه)
یعنی له روا او ناروا دواړو لارو نه وجد ترلاسه کېدلی شې دیوه مسلمان له پاره دخپل
خالق او لوی څښتن پېژندنه مهمه او ضروري ده اودا په شرعې طریقه په الاء الله او دالله
په مخلوقاتو کې په سوچ اوتفکر سره پیدا کېږې اودې ته معرفت (realizatoin)
وایې .

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :تَفَكَّرُوا فِي الْخَلْقِ ، وَلا تَتَفَكَّرُوا فِي
الْخَالِقِ . په مخلوقاتو کې فکر کوئ په خالق کې فکر مکوئ .اود الله په دا وېړه نړۍ کې
دومره عجیب مخلوقات پراته دې او دانسان په دې کوچني بدن کې دومره زیات عجائب
لوی څښتن پنځولې دې چې هریو یې ځان ځان ته ډېر زیات تفکر ته اړتیا لرې او
دا فکر موږ دخالق لویې او عظمت ته رابولې .

دمعرفت لاره معقوله او دشعورلاره ده، په معرفت سره په انسان کې فکري بیداري راځې اوپه معرفت سره دانسان فکر وده کوې او دوجد او وجدانیاتو لاره له شعور او پوهې نه د لرې کېدلو ، په ځان کې د ورکېدلو کږه اوناسمه لاره ده، په معرفت سره دانسان پوهه زیاتېږې او وجد انسان بې ګټې مستې او بی خبرې ته رسوې لنډه دا چې معرفت یو شعوری کار دی او وجد یو داخلی کیفیت دی .


رښتینی
12.07.2011

50

دکار اهمیت

ځوان او روغ انسان باید فعال اوکارګروې او له لټې اوبېکارې نه باید ځان وژغورې په سالم انسان باندې الله واده لازم کړی دی او واده او دواده پالنه بې له کار اوعمل نه نشې کېدلی دمور اوپلار او اولاد نفقه په انسان لازمه ده دا یوشی هم له عمل او کار پرته نشې ترسره کېدلی دکار داهمیت په اړه دایو نبوي حدیث را اخلم :

إن قامت الساعة وبيد أحدكم فسيلة فإن استطاع أن لا يقوم حتى يغرسها
فليفعل(مسند احمد والادب المفرد للبخاری)
ژباړه : که قیامت راتلونکی و او دقیامت له واقع کېدلو مخکې ستاسو دکوم یوه
په لاس کې دونې نیال وې نوکه له وسه یې کېږې ودې کرې
داراز عمربن الخطاب رضی الله عنه وایې : زه له هغه ځوان نه کرکه کوم چې نه د دین
کار کوې او نه د دنیا کار کوې .

دځېنې نابغه انسانانو په اړه ویل شوې دې چې هغوی به په دواړو لاسونو کار کاوه
لکه مایکل انګلو(۱۴۷۵ - ۱۵۶۴)دارازد برتانوې رسام إډورد هنري لنډسير
(1802 – 1873)په اړه هم ویل کېږې چې په دواړو لاسونو یې رسم لېکی
او د اسلام د دویم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه په اړه د یوه نسبتًااوږده حدیث
په یوه برخه کې راغلې دې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې :
فلم أر عبقريا من الناس يفري فريه (صحيح مسلم رقم الحديث 2393)
یعنی ما دده په څیر غوره کار کوونکی ندی لېدلی او مورخین لېکې چې ده به هم په
دواړو لاسسونو یوډول کار کولی شوی .

پوهان لېکې چې انسان که یوڅه ځانګړي تمرینونه او پریکټسونه وکړې کولی شې ددې وړ وګرځې چې په دواړو لاسونو کار وکولی شې ځکه په ځېنې کارونوکې عادې انسانان په دواړو لاسونو کار کوې ځکه هغه مهال دی اړ او مجبور وې چې په دواړو لاسونو کار وکړې
لکه دجګړې په مهال ، دځېنې لوبو پر مهال داراز دموسیقی دځېنې الاتو د ژغولو پر مهال
عادي انسان له دواړو لاسونو نه کار اخلې او ان په ځېنې استثنایې حالاتو کې خدای
مکړه چې یو انسان لاسونه ونلرې نو هغه له پښو نه هم کار اخېستلی شې .

ما دڅو لوېدیځوالو لېکوالانو لېکنې وکتلې چې هغوې په دواړو لاسونو دکار کولو
لارې چارې بیان کړې وې او ویل کېږې چې ډېرۍ جاپانیان په دواړولاسونو کار کولی شې
خو له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې داسې ډیر خلک شته چې دهغوی په روغ بدن پورې دوه روغ لاسونه وې خو بیا یې هم دلټې اوسستې له کبله یاد سوال اوبسپنې له پاره په ذلت سره نورو ته لاسونه اوږده کړې وې اویاهم دنورو ګټوته ناست وې اوداراز خلک بېخې ډېر دې نودداسې خلکو له پاره یواځې دکار په اهمیت خبرې په کار دې په دواړو لاسونو دکار کولو لارې چارې ورته ښودل شایدپه ځان پورې ملنډې اوتمسخروبولې .


نا ارامه روح

رښتینی
01.11.2011

.
.
51

نا ارامه روح

بلیرفاولر (زېږیدنه ۱۹۲۱) د متحده ایالاتو دراکټ جوړوني یو انجنیر ودی دهغو تکړه
انجبیرانو له جملي نه و چې دسیټرن راکټ یې تیار کړی دی ده یو وخت یوې ورځپاڼي ته
په مرکه کې وویل : ما اوس خپل ژوند په مکمله توګه تبدیل کړی دی .
دا څه ډول تبدیلې ده ؟ دبلیرفاولر دژوند دتبیدلې داستان په دې ډول دی چې دده میرمن هم
یوه کامیابه ډاکټره وه او په خپل فن کې یې بی ساري بریالیتوبونه ترلاسه کړې و څو کاله مخکې
دوی دواړو خپلو کارونوته په مکمله توګه شا کړه . دو ی دواړه دکلیفورنیا له ولایت دباندې په
یوه ساده فارم کې میشته شول اودلته یې یومخ په پخواني ډول کلیوال ژوند پیل کړ دوی په
خپلو لاسونو لرګي وهې او راوړې یې اوپه هغو باندې په خپلو لاسونو ډوډۍ پخوې او ټول ژوند
یې په داسې سده توګه پرمخ روان کړی دی دوی دټکنالوژي په ککړتیاو لړلي نړۍ پرېښودله
او دفطرت غیږې ته یې پناه یووړه اوپه دې ساده ژوند ترحده زیات خوشاله دې دوی ولې
داسې وکړل ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې بلیرفاولر وایې :
زموږ پوهې چې څومره پرمخیون کاوه همدومره موږ ته دخپل جهالت احساس کیده !

ښاغلي بلیر دپوهي په نړۍ کې خپل ژوند پیل کړی وخو په پآی کې هغه ته پته ولګیده چې
دده هرګام دجهالت په لورې اخیستل کیږې او انساني علم یوڅوک رښتوني علم ته نشې رسو
لی او بل مهم پواینټ دادی چې ساینسي پرمختګونه او انساني علم له یوه لوی ارزښت نه تش
دې اوهغه د زړه ډاډ ده اقلبي اطمنان دانسان یوه داسي اړتیا ده چې له دې پرته یې هیڅ ډول مرفه
او شایسته ژوند نشي خوشاله کولی اودا اړتیا ( دزړه ډاډ )انسان یواځي په نبوی علومو او هغه
لاره کې ترلاسه کولی شې چې بل سر یې الله جل جلاله ته رسیدلی دی .
او داد انسان د نا ارامي روح له پاره وروستي منزل دی .


رښتینی
19.12.2011

52

دحق په وړاندي چوپتیا

لبید بن ربیعه العامري رضي الله عنه (مړ ۴۱هـ) دعربو یو وتلی شاعر و دعربوڅو ګوتشمیر
شاعرانو دا سې قصیدي لیکلې وي چې هغه به د مقابلي له پاره په بیت الله راځړول کیدلي دا شاعران
په اصحاب المعلقات سره یادیدل او لبید هم له دي قصیدونه یوه لرله اوصاحب المعلقه بلل کیږي ده
دهجرت له پیښي وروسته ده اسلام ومانه ا و ویل کیږې چې داسلام له منلو وروسته یې له دي یوبیت
پرته بل هیڅ شعر ندی ویلی :

ماعاتب المرء الكريم كنفسه
والمرء يصلحه الجليس الصالح

عمربن الخطاب رضي الله عنه دخپل خلافت په زمانه کز یو ه ورځ لبید ته وویل چې ستاڅوشعرونه
راته واوروه ! هغه ورته وویل : الله جل جلاله چې ماته د البقره او آل عمران په څیر سورتونه راښوولي دي له
دي وروسته دځان له پاره شعر ویل مناسب نه بولم : ما کنت لاقول شعرا بعدأن علمني الله البقرة وال عمران .
(الإستيعاب لابن عبدالبر)

لبید په دا لوړ بیت کې داخبره کړي ده چې شریف انسان دنورو داحتساب په نسبت دځان داحتساب
په باره کې ډیرحساس وي ، هغه چې کله دنورو په تیروتنو نیوکه کوي نو له نرمي نه کار اخلي اودخپلو
تیروتنو داحتساب په مهال ډیره بي رحمه وي ، ددي بیت په دویم بند کې دی د ملګرتیا په اهمیت خبره
کوې یو څوک که له بیلاري انسان سره ملګرتیا لرې نو ډیره ویره شته چې دی به هم بیلاري شي اوکه یو
څوک دیوه ښه اوصالح انسان ملګرتیا غوره کړي نو دهغه له غوره اخلاقو به خامخا متاثره کیږي اوپه
سمه لاره به ځي .په دي خبره سره که څه هم دلبید موخه داده چې دقرانکریم په وړاندي چوپ باته کیدل
په کار دي اوپه پراخه معنا کې داسي هم مراد کیدلی شي چې دهرې حقي خبري په وړاندي باید انسان
چوپ پاته شي .

دلبید شعر په عربو کې متل و امام شافعي رحمه الله په یوه شعر کې وایې که شعر له علماو سره بد نه
برېښیدلی نو نن به زه له لبید نه ښه شاعر وم دلبید دشعر ځواک له دي نه هم ښه معلومیدلی شي چې د
بیت الله تر دیوالو پوري یې ځان رسولی و لکه مخکي مې یادونه وکړه خو کله چې لبید ته حق (قرانکریم)
ښکاره شو اوپه هغه یې باوراو ایمان راغی نوچوپ پاته شو داراز هرځای باید رښتینی انسان دحق په
وړاندي چوپ پآته شي او دمنلو سر ورته ټیټ کړي


رښتینی
19.12.2011

53

ښه اوبد انسان

العتبي وایې له یوه سهرایې نه مې واوریدل چې ویل یې : دښه انسان له پاره داډیره
بده خبر ده چې خپل ښه درباندي بندکړې واو دیوه بد انسان له پاره داترټولو غوره کار ده
چې له خپل شر څخه دي وژغوري ، أسوأ مافي الكريم أن يكف عنك خيره وخيرمافي اللئيم
لأن يكف عنك شره ،(الأمالي للقالي )

ښه انسان هغه دی چې نورو ته ګټه رسوې ، کله چې خبري کوې نو دانصاف او خیر خبری
یې له خولې وځي ، دهغه په مال ، شتمني ، او پوهه کې نور خلک برخه لرې ، دهغه ژوند یواځي
دځان له پاره نه وي بلکي دخپل ژوند ښه یې له نورو سره هم شریک کړې وي .

ښه او شریف انسان په نورو باندي دده له لورې خیر او ښه بندیدل د خپل شرافت خلاف بولې
که دده عمل ، کړنې او خبري نوروته بي ګټي شي نودا دی دخپل حیثیت دختمیدلوپه معنا بولي او
ددې پر خلاف بد اوبیکاره انسان هغه دی چې په ده کې دښواوخیر رسولو وړتیا له منځه تللې وي
دده په ژبه دخلکو دسپکاوې خبري وي ، دی دعدل او نیاو په نامه څه نه پیژني ، ده یواځي ځان او
دځان ښه په نظرکې وي او له نورو سره ښه یې په قاموس کې نه وي یعني دی یواځې دخپل ځان
له پاره ژوند کوې له بل چا سره هیڅ دلچسپي نلرې .

داډول انسان دنورو له پاره ټول شر اوبدمرغي وي له نورو سره دده یواځنی ښیګڼه داوي
چې له شر نه یې خوندي پاتې شي که دده پلیتي او بدمرغي په ده پوري محدوده پاته شي نو دا
یې له ټولني سره ښیګڼه بلل کیږې

ښه انسان د لوی څښتن دبڼ ګل دی اوبدانسان یې اغزۍ دی دښه انسان خلکو ته خوږ بوی
ورځي اوبد انسان ټول تریخ او له زهروډک وي . د ښو ښایسته فصلونه ټول ښو وګړو کرلي دي
او دبدو او بدیو تور توخمونه ټول خوړجنو او بدمرغو انسان شندلې دي


رښتینی
21.12.2011

54

ارام ژوند ندی مطلوب

پرون غرمه مې ماشومان ډاکټر ته بیول په لاره کې له نرم ټکر سره مخ شوم موټر مې یوڅه خراب
شواو نور خیرت و (الحمدلله ) کورته چې راغلم په میز مې یو کتاب پروت و هغه مې راواړاوه اوپه دي
عنوان مې سترګې ولګیدلي : (ارام ژوند ندی مطلوب ) له دي عنوان لاندي په پیل کې دامتل راغلی و :
کشتی په بندر کې ډیرې خوندې وي خو کشتی ددي له پاره نه دي چې په بند ر کې ودریږي . اوزیاته کړي
یې وه : انسان کهپه خپل کور ناست وي نه په سفر وځي او نه کوم کار کوي نودا کس په ښکاره ډیر خوندي
او ارام ژوند لري ، خو انسان ددي له پاره ندي پیدا شوی چې هغه په ارامه یوځای واوسې اوبیا له مرګ
وروسته قبرته ورسول شي ،

انسان دکار له پاره پیداشوی دی هغه به ژوند برابروي او نړۍ به ودانوي ، او ددي موخي له پاره به
هغه د نړۍ غورځو پورځو ته ننوځي هغه به دبریا اوماتي تجربي کوې ، کله به له ګټې اوکله له تاوان سره مخ
کیږې اوله دا ډول پیښو سره یې مخامخ کیدل عین فطري امر دی او د داسي پیښو او ستونزو له ویري سره
به انسان د نړۍ سمندرته داخلیږې د ویرو او ستونزو ، دبریاو او ګټو په تلاطم کې به غوپي وهي او دستړي
نړۍ په دا ډول هسکو او لوړو څپو به سپور ګرځي .

موږ که څه هم هروخت یوه بل ته وایو : ارام او سوکاله ژوند مونصیب شه ! خو ارام او هوسا ژوند مطلوب
ندی ځکه یوڅوک چې تل ارام او په ډآډه حالت کې اوسي دهغه وده او ارتقا دریږي د ارام او هوسا ژوند وال انسان
داخلي وړتیاوي پټي پاته کیږې او له خدای ورکړو وړتیاو نه نه ځان او نه نورو ته ښه رسولی شي او ددي پرخلاف
که یو انسان په ژوند کې له سختیو ، ټکرو اوډغرو سره مخامخ کیږې او دژوند په توپان کې غوپي وهي دهغه
وړتیاوي او صلاحیتونه راژوندي کیږې ا و راپاریږې هغه له سختیو سره ډغري وهلی شي او هغه هم دځان
او هم دنورو په ښمر کیدلی شي ، ژوند دهڅو او هاند نوم ده ، دژوند له سختیو سره په ډغرو وهلو پرمخیون
راځي ، ژوند هغه دی چې دسیلاب په څیر په څپو وي نه هغه چې پر ساحل باندي ارام اوهوسا ولاړ وي .

دپیښي په ځای کې یوه مشر په ترخه لهجه راته وویل : اخر یوڅه اتیات کوه ! رښتیا هم کتاب ښه
ملګری دی ماته یې څومره ښه تسلي او د ډاډ خبرې وکړي !!


رښتینی
29.12.2011

55

دتفکرتصفیه یاد اندودپاکول

په پیاز باندې یوپربل ګڼ شمیر پوټکي وي که داپوټکي لرې کول پیل کړوپه آخر کې به د پیاز
وروستی برخي ته ورسیږو چې هغه دپیاز مغز بلل کیږې انسان هم داسي وبولئ ، انسان چې کله پیدا
شي نوپه اصلي فطرت پیداکیږې له دي وروسته دچاپیریال په اغیز دده ذهن په باندنيو افکار وکې
راګیرشي تردي پورې چې فطري شخصیت یې دچاپیریال نه په راغلیو افکاروکې پټ شي په دي وخت
کې دانسان اندود او تفکر له تعصب نه ډک شي او له دي وروسته ټول عمر د دي تعصباتو ښکاروي
او دهمدي تعصب په لارښوونه فکر کوې لکه چې ویل کیږې : من شبَّ علي شئ شاب عليه يعني
انسان چې په کوم شي کې دځواني پړاوته ورسیږې په هماغه شي به سپینږیری کیږې .

ددي ستونزي په شتون کې انسان نشي کولی داشیاوپه اړه داسي سوچ اوفکر وړې لکه
څنګه چې هغه دي ، دچاپیر له اغیز نه پاک داشیاوپه اړه داسي فکر کول لکه څنګه چې هغه دي
ډیر مهم او خورا ګټور کار دی او که یوڅوک دا ځواک ولرې هغه کولی شي ډیر ژر داشیاو هغه
حقایق ترلاسه کړي کوم چې په واقعه او نفس الامر کې هغه لرې , په دي اړه رسول الله صلی الله
علیه وسلم ته هم یوه دعا منسوب شوي ده اوځیني علماو دعمربن الخطاب دعابللي ده :"اللهم أرنا الحق حقاً، وارزقنا اتباعه، وأرنا الباطل باطلاً، وارزقنا اجتنابه، ولا تجعله ملتبساً علينا فنضل،
واجعلنا للمتقين إماما " ای خدایه موږ ته حق ښکاره کړه اودپیروي توفیق یې راکړه اوباطل راته
ښکار کړه او له هغه نه دځان ژغورني توفیق راکړه اوته حق اوباطل له موږ نه مه پټوه چې بیا به
بیلارې شواوموږ دنیکانوسرلاري وګرځوه ! او په یوه روایت کې ددي دعاپه پآی کې دا جمله
هم راغلي ده : وارنا الأشیاء کماهي یعني هرڅه چې په واقعه کې په کوم دول دي هماغه ډول یې
راته وښیه !

دچاپیریال له لوري پرانساني ذهن خپاره پوټکي له فطري ذهن څخه لرې کول ستونزه غواړي
او داډول اندو د کول اسانه کار ندی ددي علاج داسي شونی دی چې کله یوانسان پاخه عمر ته ورسیږې نوباید دخپل ځان پوره جائزه واخلي اوپه دقیقه توګه دخپل ذهن اوتفکر تطهیراوصفایې وکړې پرخپل ذهن دپرتو ټولو پوټکودلرې کولو کوښښ دي وکړې ترڅو خپل فطري شخصیت
ښکاره اوخپل تفکر داسي پاک کړې چې وکولی شي پرته له کوم تعصب نه داشیاوپه اړه سوچ او
فکروکولی شي دا له خپل مصنوعي شخصیت نه دحقیقي شخصیت جوړولو پروسه ده اود هرچا له پاره لازمي ده .

موږ وویل دا کار اسانه ندی ډیر سخت دی په دي کار کې به انسان دخپل ځان پرخلاف سخت
ذهني کوښښ کوې په دي لاره کې به انسان خپل مانوس او محبوب فکر ذبحه کوې اوپرخپل ځان به
بلډوزري چلوې ځکه دایواځنی لاره ده چې انسان کولی شي په برکت سره یې رشتیني او واقعي تفکر کولو ته ځان ورسوې .


رښتینی
01.01.2012

56
دتنقیداسلوب

دهند یو عالم انیس لقمان ندوي وایې : په عرب اماراتو کې له یوه عرب شیخ سره
مخامخ شوم نودخبروپه پیل کې مې ورته وویل : لطفا له ماسره به په فصیحه عربي ګړیږې ځکه زه دفصحي عربي په باره کې دومره غیرت کوم لکه یوڅوک یې چې د
خپلې ښځي په باره کې کوې ، او که ماته په فصیحه عربي کې ښکنځل وکړې نودا
ماته له هغه غوره ده چې په عامي عربي کې مې ستاینه کوې .
كلمني من فضلك بالعربية الفصحي , فإني والله أغار علي اللغة العربية الفصحي
أكثرمما يغار الرجل علي زوجته , ولوشتمتني بالفصحي فإنه أحب إلي من أن تمد
حني بالعامية .
دی وایې هغه شیخ زما له خبري ډیر متاثرشو او راته کړه یې چې تاسو ډیره ښه خبر وکړه
او ستا داخبره ددې وړ ده چې متل وګرځول شي .

ښاغلي ندوي دي عرب شیخ ته یوه سخته تنقیدي خبره په ډیرښایسته تنقیدي اسلوب
کې کړې ده نن سبا د عربو آن شیخان او پوهان ټول په عامي عربي ګړیږې اوعامي خبري
یې په عامي کې وي او په مصر اوځیني نوروهیوادونوکې خو په فصحي خبري کول
غیر معاري کار بلل کیږې تاسو که دعربو بحثفورمونه ووینئ ډیره کمه فصیحه عربي
به پکې ووینئ ټول یې په عامي عربي لیکني کوې .

نو دټولو عربو روان ګړدود په عامي ده او ښاغلی ندوي عرب شیخ ته وایې چې ماته په عامي عربي خبرې کول داسي بریښي لکه ښکنځل چې راته کوې خو له دي سره بیا هم هغه دده په خبره خوشالیږې او داسخت تنقید پرځان بدنه لګوي داځکه چې دلته د تنقید له پاره ډیر
غوره اسلوب اختیار کړل شوی دی او دادمخاطب له روحیاتو سره مناسب تنقید دی
یوچاته حقیقت ویل او پرهغه تنقید کول ډیر تریخ وي ځکه په دي کې دهغه انسان نیمګړتیا ته ګوته نیول شوې وي نو دا تریخوالی باید داسلوب په نرمښت اوخوږوالي سره ددي وړ وګرځول شي چې مخاطب یې واوري او سوچ پري وکړي بیا نو ددي امید کیدی شې چې
هغه ځان اصلاح کړي او که یوڅوک دتنقید له ترخو سره ځيږ او ناوړه اسلوب هم مل کړي
نود هغه موخه به خپله ینه سړول وي نه دمخاطب اصلاح .
اولوی څښتن چې موسي او هارون علیهما السلام دفرعون په څیر واکمن ته لیږل نو ورته وایې : فقولا له قولا لینا . یعني تاسو دواړه هغه ته نرمه خبر وکړئ .نرمه خبر یعني ښه اسلوب .


رښتینی
21.05.2012

57
دبریالیتوب شرط
یوکس دشپي په تیاره کې په ځینوباندي لاندې راښکته کیدی دهغه سترګې هم روغي وې خودځینې یوه څنډه یوڅه ماته وه په هغه یې پښه تشه ولاړه او لاندې راولویدی یوبل کس په لویه لاره روان و رڼاورځ هم وه خوداکس ړوند وپه لاره کې یوه کډي ته یې پښه ولویده او وپروت .
به دي نړۍ کې په لاره دتګ له پاره په یوه وخت کې دوه شیان ضروري دي چې هغه ستګې او رڼا ده که سترګې وي اورڼا نه وې یا رڼا وي او سترګې نه وي په دواړوصورتونوکې په لاره تګ نشي کیدلی خامخا به لاروی په کنده کې لویږې .
دانسان ټول ژوندداسې وبولئ په ژوند کې هم ددي لوړو دوو کیسو شرطونه لازمي دي یعني په یوه وخت کې سترګې او رڼا لرل داراز دیوه قوم معامله هم درواخلئ که دیوه قوم وګړي خدای ورکړي دماغ لرې خوله هغوی سره علم اوپوهه نه وې په دي حالت کې نوګواکې دوی سترګې لرې خو رڼایې نلرې نودوی که څه هم سترګې لرې خودژوند په لاره کې به ټکرې وهي او له هلاکتونواوبربادیو سره به لاس او ګریوان وې . داراز که دیوه قوم وګړي پوه لرې خواخلاقي او ذهني حالت یې روغ نه وې له یوه بل سره دښمنی او نفرتونه لرې نودداسې قوم په باره کې داسې ویلی شو چې دوی رڼایې لرې خو سترګې نلرې نودوی هم په بریالیتوب سره دژ،ند لاره نشې وهلی او په دې لاره کې به ټکر ي خورې نویواځي پوهه هم دخلاصون لاره نشوبللی بلکي غوره اخلاق او انساني خویونه دپوهي مسیر دنجات پرلاره سمولی شې .


رښتینی
26.05.2012

58
تیروتنه
یوماشوم له خپل پلار سره ژوبڼ ته ولاړ هلته یې ګڼ شمیر ځناور اوژوي ولیدل وروسته یې پلار ته وویل چې یوځناور راته واخله پلاریې ورته وویل ځناور خو خوراک کوې موږ به یې خوراک له کومه کوو؟زوی یې ورته وویل : پلاره هغه ځناور واخله چې په پنجره یې لیکلي دي : خوراک نه کوې.
دلته دماشوم تیروتنه داوه چې هغه دځناور په پنجره هغه لیکل چې دسیلانیانوپه نسبت شوې و دځناور له پاره وبلل اودافکر یې وکړ چې ګواکي دا ځناور نوڅه نه خوري ...دادیوه ناپوهه هلک کیسه ده خو عجیبه داده چې ډیر لویان هم په دي تیروتنه کې راګیر دي
په ژوند کې ترټولو مهمه خبرداده چې په هرکار کې سړی سمه پریکړه وکړي او له غلطي پریکړې ځان وژغوري اوسمه پریکړه به موږ هغه وخت کولای شو چې سم نظر او کره سوچ وکړو که موږ هرڅه ته سم نظر او ژورسوچ پکې وکړو نوکولی شو سمي پریکړي ته ځان ورسوو اوکه هرڅه ته سم نظر ونکړو اوپه اړه یې بي طرفه سوچ ونکړو نو سمي پریکړي ته نشو رسیدلی اوکه دیوه شي په اړه سمه پریکړه ونکړو نو تل به غلط اقدام کوو او دغلط اقدا م پایله له هلاکه پرته بل څه نده .
موږڅنګه کولی شو هرڅه ته سم نظر وکړو څو یې په اړه سمه پریکړه وکړو ؟ ددي لاره او تدبیر دادی چې موږ خپل نظر نګه او صفاکړو موږ چې دهرشي په اړه سوچ کوو باید داسوچ مو له جذباتو او تعصب نه پاک وې موږ باید شیانو ته په داسي توګه نظر وکړو لکه څنګه چې په واقعه کې هغه دي او خپل ذهن له مسلط چاپیریال او دهغه له اغیزو ګوښه ولرو اوپه داسي بی طرفه توګه سوچ کول اوژورفکر به مو یوې سمي پریکړي ته رسوې اوکه موپریکړه سمه وه نو اقدام به هم سم اوروغ وې او په دي توګه به په هرکار کې بریا زموږپه برخه وې .


رښتینی
28.05.2012

(۵۹)
دغلطي اعتراف
هرانسان غلطي کوې خوترټولو غوره غلطي کوونکی هغه دی چې ووایې : له مانه غلطي وشوه یعني دغلطي اعتراف وکړي ، همدا دغلطي اعتراف دغلطي کوونکي له پاره دنویوپرمختګونوپیل دی اوڅوک چې دغلطي اعتراف نه کوې هغه به تل په خپلو غلطیواوتیروتنوکې نښتی وې اوله غلطیو نشي وتلی ، خپله غلطي نه منل بزدلي ده او منل یې دلاوري او زړه ورتوب ده غلطي کول یونقصان او تاوان ده خو منل او اعتراف یې ددي تاوان تلافي او مخنیوی دی .
دغلطي اعتراف په ټولو غوره انساني خویونوکې ترټولوزیات غوره انساني خوی ده څوک چې دومره خوصله ولرې چې دخپأې غلطي اعتراف وکړي په هغه کې دهمدي اعتراف په برکت سره ټول مثبت خویونه راژوندي کیږې اوپه هغه کې تواضع او عاجزي پیداکیږې اوتواضع او عاجزي دعلم اوپوهي په نړۍ کې د دروازي حیثیت لرې ، پّ خپله غلطي منونکي انسان کې داصلاح اوځان سمولو ماده ژ،ندی شي اوپه دي سره په پرلپسي توګه دهغه په شخصیت کې ارتقا رامنځته کیږې . په دی سره په انسان کې دمثبت تفکر صلاحیت او وړتیا پیداشې اومثبت تفکر او اندود دټولو انساني بریالیتوبونو لومړۍ ځینه ده دغلطي په اعتراف کونکي انسان کې بله لویه خوبي داپیدا شي چې په هغه کې غرور اوتکبر ختم شې او څوک چې له دي ناولي خوی نه پاک وي دهغه له پاره دټولو بریاو دروازي برانستي پرتي دې .
دغلطي په اعتراف سره د ذهن بندي دروازي پرانستل شې اودخپلې غلطي په منلو سره دانسان د زړه تنګسیا او دضمیر ملامتیا له منځه ولاړه شې دغلطي اعتراف خوپه ښکاره یوساده خبره معلومیږې اما دنتیجي په لحاظ دومره لویه خوبي ده چې هیڅ ساری یې نشته څوک چې غواړي لوړ انساني کمالات او ستربریالیتوبونه ترلاسه کړې هغه باید دتل له پاره دخپلي غلطي منلوته تیار واوسې .
دغلطي اعتراف داسې ده لکه له تیندک خوړلو وروسته چې انسان بیرته په پښو ودریږې له غورځیدلو وروسته سمدستي پورته کیدونکي انسان لاره څوک نشي ډب کولی هغه به خامخا خپل هدف ته ځان رسوې .


رښتینی
10.02.2013

دالیکنه د دې وړ وه چې باید سریښ شوې وی :(


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more