اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د يو څو مو ضوعګانو وړانديز
پښتون ځلمی
13.08.2004
السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته
و بخښئ چې و ځنډېدم، لکه څنګه مې چې پۀ هغه بل بحث کې يادونه کړې وه، زۀ يو څو موضوعګانې لرم چې غواړم قدرمن عالمان ورونه او خويندې پرې ليکنې وکړي. د ټولو نه دا هيله کوم چې هڅه وکړئ چې ډېر تر ډېر ليکل پۀ داسې موضوعګانو وکړئ چی زمونږ او بيا پۀ تېره د غربي مسلمانانو د ژوند پورې اړه لري. يو څو موضوعګانې پذ لاندې ډول دي
ايمان = بنسټونه او اصول ...
لمونځ – فقه، اهميت، د پرېښودلو وعيد او جزا ...
د ماشومانو اسلامي روزنه، د ځوانانو تربيه، خصوصاٌ پۀ غرب کې
حجاب - فرضيت او اهميت
اسلام او رواجونه
حيا او اسلام
او داسې نورې موضوعګانې چې ډېري غربي افغانان پکې پوهه نۀ لري پۀ داسې حال کې چې پۀ دې باندې پوهېدلو او عمل کولو ته بې ساره او زښته ډېره اړتيا ده.
پۀ درنښت
طالب جان
18.08.2004
محترمه مکرمه او عزتمنه وروره پښتون ځلمی صيب :السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
عزتمنه :يقينا تاسي زمونږ پام ډيرو مهمو موضوعګانو ته وراړولی انشأالله کوښښ به وکړو چي دنومړو موضوعاتو په اړه تاسي ته شرعي احکام روښانه کړو . په راتلوني کي ستاسي دهمکارۍ په هيله .