شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
ډوکتر څپاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر 2007 ليکنې: 247 ځای: Australia
|
د ليکنې نېټه : جمعه مارچ 06, 2009 2:41 am عنوان : دګېډې يا دمعدې زخم (Peptic Ulcer) |
|
|
دګېډې يا دمعدې زخم (Peptic Ulcer)
دا ناروغی له ډيری پخوا زمانې راهيسي پيژندل شوی،او هر کال په نړۍ کی
په ميلونو خلک پدی ناروغئ اخته او تداوي کيږي٠
ددی ناروغئ عمده عرض دګيډې دپورتنئ برخې خوږ يا درد دی چه ورته
"دلسوزي"يا heart burn" هم ويل کیږي٠
په اکثر ناروغانو کی دمعدې درد په لوږه را پيداشي،دخوړو نه روسته درد ښه
مګر دوه دری ساعته (ګړۍ)روسته درد بيا را پيدا شي٠کله کله درد په نيمه شپه
ناروغ له خوبه را ويښ کاندي٠ځينی خلک ددرد سره دزړه بدوالی او حتی کانګې هم لري،بعضی وخت په
کانګه کی وينه ليدلی شي او ځيني وخت بيا خوږ يا در دونه دملا ياشا وخواته
احساس شي٠په ځينو خلکو کی دناروغۍ اعراض او علايم(signs and symptoms) واضح نه وي،يعني کيداي شي چه درد هيڅ موجود نه وی او
يا داچه خورا شديد وي چه د زړه دحملی،دپانقراس ،دصفرا دکڅوړې او ځني
نورو ناروغيو سره ئی فرق مشکل شي٠
دا ناروغي په هر سن وسال يا عمر کی واقع کیدای شي،خو اکثر ناروغان
د ٣٠ کالو شاوخواعمر لري٠
دمرض قطعي تشخيص د endoscopy په ذريه کيږی٠هغه داچه د هضمي جهاز
متخصص ديوی مخصوصي وسيلی په واسطه ،مری،معده او اثناعشر(چه دوړو
کولمو لمړنۍ برخه ده) ګوري،دزخم تشخيص کوی او دنوموړو غړو نه نمونئ
را اخلي چه روسته بيا په لابراتور کی دخطرناکو امراضو دنشتوالي او د يوه
خاص کوچني ژوندي موجود چه د Helicobacter pylori په نامه ياديږي،دتثبيت
لپاره، ترازموينی لاندی نيول کيږی٠
مخکی لدی چه د نوموړي ميکرب رابطه د معدی دالتهاب،زخم او سرطان
(cancer)سره وپيژندل شي،دمعدې دزخم ناروغانو به ،په کراتو او تکراري ډول
زخمونه پيداکول٠مګر کله چه دا رابطه وموندل شوه،اوس د ٧ ورځو دعلاج نه
روسته دميکروب له منځه ځي(٩٠ فيصده)٠
دا ميکروب يعني Helicobacter Pylori په تيرو ٢٥ کلونو کی دمعدی د
ډاکترانو د توجه وړ وګرزيد،چه په پايله کی يوه استرليائی ډاکتر دا ميکروب
پخپل ځان وازمايه،او دائی ثابته کړه چه ددی ميکرب د له منځ وړلو نه بغير
دPeptic Ulcer يا دګيډې زخم دتکرار چانس خورا زيات دی٠نوموړي ډاکتر
ته ددی ستر کشف په وياړ څو کاله پخوا،دنوبل جايزه ورکړی شوه٠
مګر پدی هکله زه يوه په زړه پوری خاطره لرم چه غوړم تاسو محترمو لوستونکو
سره ئی شريکه کړم٠
په 1983 ميلادی کال دکابل دطب پوهنځي د تاسيس ٥٠ کاليزه ونمانزل شوه٠
ددی کليزی په وياړ د پوهنځي محترمو استادانو خپل علمي اثار د يوه لوی
کنفرانس په ترڅ کی وړاندی کړل٠يوددی استادانو نه محترم ډاکتر اشرف ځلمی
وو چه هغه مهال ئی د علي ابادروغتون کی دنده درلوه٠ دده علمی تحقيقاتو
ښوولی وه چه يو زيات شمير ناروغان چه د ګيډې ددرد نه شکايت لری،کله
چه دوی دګيډي عکسونه (radiography with barium) اخستل کيږی،نو د
راډيولوژي پروفيسور،محترم عبدالرحمن سليم ،تبصره دا ده چه هلته په اثناعشر
کی التهاب ليدل کيږی چه ديوه ذره بيني ژوندی موجود،ميکروب يا پرازيت
پر موجوديت دلالت کوی : (هغه وخت په افغانستان کی دgastroscopy
وسايل موجود نه ول،شايد يو دوه په عسکري روغتونوکی )
دغه راز،زما سره په روغتون کی يو ملداوي ډاکتر،چه دمعدی متخصص وو،
همکاروو،چه هغه هم ورته نظريات لرل٠
مګر دنوبل جايزه چا ترلاسه کړه!
بالخره دPeptic Ulcer تداوي :
دنوی ګروپ دواګانو په جوړولو سره چه د PPI په نامه ياديږي،داناروغي په
٥تر ٦ اونيو کی دعلاج وړ ده٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
باتور ستوري

دغړيتوب نېټه: 03 جون 2008 ليکنې: 777
|
د ليکنې نېټه : شنبه مارچ 07, 2009 4:43 am عنوان : |
|
|
بې صدا وروره کور دي آباد . .
که په دې شان کله نا کله يو څه ځان ته وخت او زحمت ورکې، نو هم به زموږ دردونه دوا سي او هم به ستا کور ودانی وسي . .
دومره تحصيلونه، زحمتونه چي زموږ وطنوالو (ستاسو په شمول )، په ځانو ګاللي، د هغو د نتېجو يوه وړه فيصدۍ که د خپل ولس په خدمت کي صرف کړي، نو ولس به سوکه سوکه د سوکالۍ په خوا ور درومي .
په درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ډوکتر څپاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر 2007 ليکنې: 247 ځای: Australia
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه مارچ 08, 2009 3:48 am عنوان : |
|
|
محترم او دعزت وړ افغان باتور صيب ته سلامونه،
دتشويق نه مو ډيره مننه٠که محترم دوستان،په کومه مشخصه طبي موضوع کی
دمعلوماتوغوښتونکی وي،زه به هيڅکله داخپل مات کوډ مالومات دچا څخه
دريغ نکړم٠
په درناوی، |
|
بېرته سر ته |
|
 |
خیریوسی ستوري

دغړيتوب نېټه: 01 ميئ 2005 ليکنې: 879 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه مارچ 10, 2009 11:13 am عنوان : |
|
|
ښاغلئ ډاکتر صاحب السلام علیکم ورحمة الله
ستاسو مسلکی لیکونو دروغتیا وخونی ته ښکلا ورپه برخه کړه الله جل جلاله دی اجر درکړی چې نورو هم خپل هیوادوال په نورو لیکونو ونازوی
وروره موږ و اثنا عشره ته په پښتوکې کوم نوم نه لرو؟
ما خپله ددغه نوم له امله ډیر څه پریښودله
مینه اومننه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ډوکتر څپاند ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 سپتمبر 2007 ليکنې: 247 ځای: Australia
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه مارچ 11, 2009 1:28 am عنوان : |
|
|
محترم ورور ته زما سلامون او ښي هيلی٠
د"اثناعشر"کلمه،لکه تاسو ته چه بهتره څرګنده ده عربي کلمه ده چه دلاتين ژبی
duodenum نه ژباړ شوی دي٠پښتو معنی ئی دولس (12) ده٠
اثناعشر دانسان دوړو کولمو هغی برخی ته ويل کيږی چه دمعدي په تعقيب يا
امتداد کی موقعيت لري او اوږد والی ئی ١٢ ګوتې دی٠
په نورو ژبو کی هم مشابه نومونه لري٠
که ستاسو خوښه وي تاسو ئی کولی شی چه د دولس ګوتيزي کولمی په نامه
وبلۍ٠ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
عبد السلام ستوري

دغړيتوب نېټه: 25 اګست 2008 ليکنې: 415
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه مارچ 11, 2009 11:55 pm عنوان : |
|
|
ډير دروند او محترم داکترصاحب فريد بېصدا ته سلام:
دګټورو ليکنو اوزحمته مو يوه نړی مننه دلوی څيښتن څخه درته پوره توفيق
برئ اوسرلوړی غواړم چې په نورو ګټورومعلوماتومو لا نور هم ونازوئ٠
په درناوي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
..Ahmadzai ستوري

دغړيتوب نېټه: 07 جنوري 2008 ليکنې: 484
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه جون 18, 2009 4:23 am عنوان : |
|
|
وروڼو
السلام عليكم
محترم ډاكټر صاحب فريد بې صدا
ډير په زړه پورې موضوع دې وړاندې كړې وه.
محترما دطب د مسلك له أصولو يو دا هم دې چې د بل ډاكټر د نظر أو طريقه كار إحترام به كوې أو په عام محضر به پرې نيوكې نه كوې.
نو وروره زما دغه ليكنه به ستا دليكنې تكميلي برخه وګڼو هيله من يم چې إجازه به دې وي.
چون زيات خلك به د PPI په معنا نه وي پوه سوي أو همداسې ورته نورې جمله، نو د ښاغلي بې صدا په خبرو به زه لږ رڼا واچوم ترڅو عام وګړي هم پرې پوه سي
.
PPI يعني proton pump inhibitors چې دا يو قوي ضد تيزابيت دوا ده (مطلب مي له تيزابو څخه د معدې ذاتي تيزاب دي).
له نورو تيزاب ضدو څخه د PPI قوت أو ښوالى په دې كې ده چې دا د معدې د تيزابو د جوړيدو پراسس په أوله مرحله كی نهي كوي ( د معدي تيزاب HCL د پاريشل په حجرو كې جوړيږي كومې چې د معدې په ديوال كې موقعيت لري) يعني PPI تيزاب مخكې له دې چې معدې ته راورسيږي دجوړيدو په كارخانه كې ېې جوړيدل په تعويق غورځوي نو تيزاب جوړيدل ډير كميږي .
پدې خو پوه سو چې PPI دتيزاب ضد دوا ده يعني Anti acid ده.
PPI خاندان كې مهم أو مشهور درملونه دا دي : اوميپرازول، لازينوپرازول او نوې ېې پنټوپرازول ده............
Helicobacter Pylori چې إختصار يي H-Pylori ده دا يو ډير وړوكې بكتيريا ده چې د هضمي جهاز پورتنۍ برخه كې زوند كولى سي أو د معدې د تيزابو مقاومه ده، أكثراً د معدې په داخلي ګونځو كې شتون لري، وجود ېې حتماً د معدې په زخم دلالت نه كوي ځكه چې په ډيرو روغو خلكو كې په سالم أميزه ډول موجوده وي , خو د معدې دزخمي كيدو په حالت كې 70 تر 90% پكې دخيله وي، د دې ميكروب تشحيص أكثراً د يوريا له لارې كيږې ځكه چې دا بكتيريا يوريا جوړي چې دګاز په بڼه د ناروغ له نفس سره خارجيږې أو قياس يا أندازه كيږې، تداوي لپاره يې أكثراً مركب combine antibiotic أنتي بايوتيكونه په كار أچول كيږې چې مهم يي أموكسيسيلين او ميترانيدازول دي .
د معدې د زخمي كيدلو ډير علتونه سته چې د هغو ذكر به ډاكټر بې صدا درته وكړي أو كنه كه وخت ووِ زه به ېې درته وكړم.
تداوي
د تداوي لپاره د H-Pylori د موجوديت په حالت كې دريګونې أو يا هم څلورګونې تداوي پرمخ بيول كيږي پدې معنى چې درې ډوله درمله په يو وخت كې إستعماليږي چې دوه ډوله أنتي بايوتيك وي أو يو ډول PPI أو نور إضافي درمل هم ورسره إستعماليږي أنتي بايوتك څه وخت وروسته قطع كيږي أو PPI د څو مياستو لپاره جاري ساتل كيږي.
تداوي بايد د ډاكټر د هدايت أو لارښونې سره وسي په خپل سره هيڅ درمل مه إستعمالوۍ ځكه چې درملونه ډير زيات جانبي عوارض ځان سره لري.
په درنښت
ډاكټر أحمدزى |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|