tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د وړو نجلکو لوبې او سندرې، او نور ٠٠٠

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
پښتون ځلمی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 03 اکتوبر   2002
ليکنې: 106
ځای: ټورنټو - کاناډا

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   ميئ   07, 2004 2:22 am    عنوان   : د وړو نجلکو لوبې او سندرې، او نور ٠٠٠ Reply with quote

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ ګرانو مشرانو او تنکيو ګلونو ماشومانو
[د ډېر وخت نه مې غوښتل چې د ماشومانو د لوبو، ساتېريو، او سندرو لۀ پاره يوه موضوع پرانېزم چې نور ورونه او (پۀ تېره) خويندې هم پکې خپلې ليکنې وکړي خو پۀ نن او سبا کې او د يو څو ستونزو لۀ کبله را باندې مياشتې تېرې شوې٠خير، اوبۀ به لۀ ورخه تېرې نۀ وي Smile ]

پيل به د دغې لوبې/سندرې نه وکړو چې ماشومان او پۀ ځانګړي توګه نجلکۍ يې کوي٠ کۀ تېر وتلی نۀ يم نو دوه يا درې (او لا څلور) ماشومان لاسونه يو بل ته پۀ داسې ډول ور کړي چې هر يو خپل لاسونه د x غوندې پۀ يو بل تېر کړي وي او يوه ګردله (دايره) يې جوړه کړې وي٠ بيا پۀ دې لاندينۍ سندرې/کيسه/شعر پيل وکړي او پۀ دې ګردله کې تاوېدل بنا کړي٠

ورور مې تلی دی غلې ته
را به شي غرمې ته
ما ته به سابۀ راوړي
سالو به زۀ غوا ته ور کړم
غوا به ما ته پۍ را کړي
پۍ به زۀ سين ته ور کړم
سين به ما ته کاڼی را کړي
کاڼی به زۀ خدای ته ور کړم
خدای به ما ته ورور را کړي
وه وروره بيدار شه
ستا پۀ لونګۍ (؟) جنګ دی
قلې قلې بادرنګ دی (؟)



پۀ دې وروستيو کرښو کې يې لږ خوند ځي Smile
کۀ زۀ تېروتلی يم او يا بل چا ته يې کومه بله سيمييزه بڼه (؟) version ورځي نو مهرباني وکړئ
پۀ مينه او درنښت


وروستی ځل بدلون  پښتون ځلمی   په   ٤   شنبه   دسمبر   08, 2004 2:14 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
زرکه



دغړيتوب نېټه: 08 جون   2004
ليکنې: 40
ځای: Russia

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   جون   18, 2004 7:04 am    عنوان   : د وړونجونو لوبې او سندرې Reply with quote

ګرانو خويندو او ورونو سلامونه مې ومنۍ .
عزتمن ورور پښتونه ! ستاسو په پورتنۍ ليکنه کې دويم بيت داسې دی :
ما له به سابه راوړي
سابه به زه غوا ته ورکړم

او دا هم يوه بله لوبه

نری نری باران دی
ورور مې راروان دی
کټ لاندې پيشو ده
پيشو ته وايم پشې
موږکه ستړی مشې


په درنښت ستاسو خور زرکه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
پښتون ځلمی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 03 اکتوبر   2002
ليکنې: 106
ځای: ټورنټو - کاناډا

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   جون   23, 2004 12:56 am    عنوان   : Reply with quote

سلامونه
زرکه خورې، ښۀ راغلاست دې فورم ته او ډېره مننه پۀ دې موضوع کې د برخه اخيستو نه٠ زۀ خو لږ خواشينی شوی غوندې وم چې ګينې دې مو ضوع سره د چا جوړه نۀ ده، خو الحمد لله٠ د دې اصلاح نه مو هم مننه٠ مونږ تل "سالو" وېلې٠ ما وېل د غوا به ساړۀ کېږي چې سالو ور پۀ سر کوي Smile

يوه بله سندره چې پيل يې مې پۀ ياد شي خو نوره را نه هېره ده، پۀ دې ډول پيل کېږي (څو وار مې کور کې زمونږ ماشومانو ته و وېلې چې پۀ برېښناليک کې يې را ته وليکي خو چا ته يې وايې Sad )

بېنډۍ بېنډۍ، پۀ چپو (څپو؟) مۀ راځه بېنډۍ
پۀ هلکانو کې مې ورور دی شهزادګی
پۀ نجلکو کې مې ورېندار ده مرغاوۍ
...........................................
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.