د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

CONSULTATION


ع کريم حليمي
13.02.2004

ډيروګرانو وړونو او خوندو سلام او رحمت دي وي د الله پر موږ او تاسو ټولو
الحمدلله حمد الشاکين ونؤمن به ايمان الموقنين ونقربوحدانيته اقرارالصدقين ونشهدانﻻاله اﻻالله رب العلمين
و مکلف الجن واﻻنس والملئکه المقربين ان يعبدوه عباده الخلصين نشهدان سيدنا ومولانا محمدا عبده و رسوله
سيدالمرسلين صلی عليه وعلی جميع النبيين وعلی اله الطيبين و اصحابه الطاهرين ٠ امابعد
څه چه زه نن ليکم ٠ که چا زده وه مذاکره ده او که دچا نه وي زده په خبر به سی
د مسلمان دپاره ژوند دوه حالته لری يا عبادت کوی يا معاملات کوي ٠
1 عبادت هغه ته ويل کيږی چه انسان ئی په امر کړی وي٠ يا د هغه عمل د کولو اجازه ورته نوي (نهی)
2 معاملات ږموږ او ستاسو روز مره ژوند دی ٠
اوس راځو عباداتوته اول ٠ تقريبأ دﻻسو دګوتو په تعداد امرونه ورته سوی دي د الله له طرفه او تقريبأ د ﻻسو دګوتو په تعداد منع سوی دي ٠ انشا الله ټوله افغانان په (معروف ، المنکر )پوهيږو ٠ نور چه هر څه خوندونه يا اعمال په دی دونيا کی سته مسلمان دی خپل اخيری استفاده ځنی کوی ٠ (اخلاقو په چوکاټ)
معروف ٠ مانا ښه (په ښو پيژندل سوي )
منکر ٠ مانا بد( هغه چه خدای او رسول موږته امر کړی وي چه مه ئی کوی يا هغه چه زموږ په کلتورکی بد وي
اوس د اسلام دومره معروف دی ټوله کفاروکی چه اندازه نلری٠ هر هغه شي چه اسلام بد بللی دی اؤس ئی دوی هم
په بدو يادوي ٠ لکه بير شراب زنا خنزير غوښی ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او داسی نور او دورواغو ته په ډيره بده سترګه ګوری ٠ که څوک وقاضی ته دوروغ وايی قاضی د بند (قيد) امر ورکوی ٠
مبارک ص حديث دی ٠ چه مسلمان هر شی کيدای سی خو دورواغجن کيدای نسی٠
بسمه تعالی ٠ والذين استجابوالربهم واقاموا الصلوه و امرهم شورا بينهم ٠
ترجمه ٠ او (بل دپاره د )هغو کسانو چه اجات کوی (داحکامو ) د رب د دوی او قائموی لمونځ او کار د دوی په مشوره وي په منځ د دوی کښی ٠
اؤس پر مسلمانانو شورا فرض ده په خپل مابينځ کی ٠ اوس نو راځو دی ته چه په ځينو اعمالو کی هيڅ شورا ته
اجازه نسته لکه لمونځ،روژه ،ذکات ، حج ، ميراث ، سنګسار،قصاص، سلاس پريکيده دغله، زانی په دورو وهل
،شرعی نکاح ، د ذکات اندازه په هر شی کی ، د لمانځه ،طلاق، دهدرې اساسات وغيره ٠
اوپاته سوه دونيا ټول معاملات پر مسلمان فرض ده چه شورا وکړی ٠ څنګه شورا ؟ داسی
په هر جامعه کی دری قسمه خلګ سته (علما، شيخان ،عوام)
هر څوک چه يوه علمی ډيکری ولری هغه په علما وو کی حساب کيږی٠
هرمخور سړی دخپل قوم يا ډلی شيخ دی
بل هر افغان په عوامو کی حسابيږی
هيڅ وخت د تاريخ په اوږدو کی دغه دری قسمه خلګ په يوه ښورا کی ندی کښينستلی او نه امکان لری
نو ضرور ده و افغان ته دری دشورا مجلسه ولری ٠
که هر قانون د دغه درومجلسو تير سو ٠ نو بيا که چا پر دغه قانون سترګی پټی کړی ٠ مثال ئی داسيدی لکه د
خدای او د رسول پر امر چه ئی سترګی پټی کړی وي ٠ دغه يوه اسلامی ډماکراسی ده ٠ که فرضأ دغسی حال افغانستان ته راسی ٠ اؤس نو سوال دلته پيداکيږی ٠ طالب جانه او طالب خانه ايا د مخالفته يا دقتل او قتاله به
لاس واخلي طالبان که يا ؟؟؟ داسی ئی فرض که چه امريکايان نسته ٠
دټولو ليکوالو په انتظار
حليمي


نقاد
15.02.2004

ډير دروند او محترم ورور حليمي صاحب السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته ! ډيره زبردسته ښه او په زړه پورې موضوع مو طرحه کړې ده . او له دې ايت کريمه په رڼا کې مو نتيجه ګيري کړې چې :

[color=blue:f8b18e6974]بسمه تعالی ٠ والذين استجابوالربهم واقاموا الصلوه و امرهم شورا بينهم ٠ [/color:f8b18e6974]ترجمه ٠ او (بل دپاره د )هغو کسانو چه اجات کوی (داحکامو ) د رب د دوی او قائموی لمونځ او کار د دوی په مشوره وي په منځ د دوی کښی [color=red:f8b18e6974]٠ نو پر مسلمانانو شورا فرض ده په خپل مابين کی ٠ [/color:f8b18e6974]
په دې معنی چې يو ديني احکام دي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر دي، کوم چې هر چاته معلوم دي لکه
لکه لمونځ،روژه ،ذکات ، حج ، ميراث ، سنګسار،قصاص، د غلا او زنا شرعي سزا ه ، شرعی نکاح ، طلاق ، ذکات اندازه او نور .

[color=blue:f8b18e6974]اوبل د دنيا ټول معاملات دي چې په هغې کې پر مسلمان فرض ده چه په خپلو منځو کې پرې شورا او مشوره وکړی[/color:f8b18e6974]:
دا د يموکراسۍ بنسټ دی ، چې اسلام يې ١٤ سوه کاله پخوا غوښتنه کړې او ١٤ سوه کاله نقض ، بې انکشافه او بي بشپړتيا پاتې شوی دی .

د لويديزې ديموکراسۍ زيات او کم سل کاله وشو چې نني حالت ته يې پراختيا موندلې ده، ايا اسلامي ديموکراسۍ به په ١٤ سوو کالو کې تردې لس ځلې زيات پرمختګ نه وای کړی ، او هغه جنتي ژوند چې د يوه مبارک حديث له مخې زمونږ د خپلو عملونو نتيجه ده، به مو اوس پر ځمکه (ډاګ) باندې نه و جوړ کړی ؟ ( حديث شريف وايي چې جنت يو ت ډاګ دی، خو د مسلمان د هرنيک عمل سره په کې ونې زرغونيږي او جنت ترې جوړيږي ).

حليمي صاحب د خلکو درې شورا ګانې : د عوامو مشران لکه انتخاب شوي ملکان د اولسوالۍ محلي شورا جوړوي ، او د اودلسوليو له مخورو څخه ټاکل شوي وکيلان ولايتي شورا او د پوهو سياسي استازو څخه اولسي جرګه يا ملي شرا جوړيږي . د ملايانو او ديني عالمانو دنده د امر او نهې په برخې پورې محدوده ده ، په ستره محکمه ، ولايتي محکمه او د ولسوالۍ قضأ ، مسجدونو او مدرسو پورې بايد تړلې وي . په دوهمه دنيوي برخه ، سياست او سياسي رهبرۍ سره بايد د اسلام په نامه نه، بلکي ددنيوي ژوند په نامه د ملا او ديني عالم په شمول هر څوک کار ولري او په ګډه جمهور رئيس صد اعظم، د شورا وکيلان و ټاکي ، خو د دين په نامه نه، لکه څنګه چې قاضي له يني غالم پرته بل څوک نشي کيدلی، سياسي واکمني دې هم له سياسي پوهې، سياسي مبارزې او ټولټاکنو پرته يو ملاصيب يواځې په ديني علم نه کوي . ملي شورا به د اولسوال کار څاري او د هغه کارونه ويټو کولی شې ، ولايتي شوری د والي او پارلمان د حکومت فعاليت څاري او ويټو کولی يې شي . دغه راز د اساسي قانون دڅارنې ديوان چې له حقوق دانانو ، قاضيانو، د مرافعې او سترې محکمې له ريسانو او ﻻ لوړو سلامي حقوقپوهانو څخه جوړوي د جمهور ريس او کابينې د غړو او ټولو اداري فعاليتونود قانونيت څارنه کوي . ايا دا ټول د اسلام غوښتنې نه دي او داسلامي ديموکراسۍ د پلي کولو ﻻر نه ده ؟ زه دا ټول امکانات او ايجابات د حليمي صيب له خوا په اقتباس شوي پورتني ايت شريف کې وينم .والسلام



ع کريم حليمي
15.02.2004

راته ګران ورور او محترم پاڅونوال ، ټولو خوندو ، وړونوافغانانو سلام !
پاڅونوال تشکر ٠ چه زما ليکنه مو را روښانه او ځلانده کړه ٠ وروره ! د زړه خبری می په خوله دی خدايه قلم نه لرم خلګ به څنګه پوهومه ٠
اوس خبره داده چه پر يوه ډله خلګوفرض کيږی چه (امر بالمعروف او نهې عن المنکر ) ظيفه پرغاړه واخلی ٠ څنګه ؟
دا ضرور ده چه دوی ډلی وي
اوله د حکومت دپاره او دهمه د ملت دپاره (يوه شورا ته نيوکی ، بله ملته نيوکی ) وکړی ٠ چه په دونيا مشهور خلګ دی ٠ ورته وائی لابييست ٠ او دوهمی ډلی ته موږ نوم لرو ٠ چه نوميږی روشن فکران (تبليغيان)
زما په فکر دغو خلګو ته وايم اعلی درجه خلګ چه تعريف ئی داسی کوم
اعلی درجه انسان هغه څوک دی چه دبل په زحمت خوابدی کيږی او د بل انسان په راحت اراميږی ٠
دغه خبری په دونياکی ډيری (obvious ) دی ٠ نه په افغان کی
اوس نو سو پاته ٩٩ فی صده ملت چه څه وظيفه لری ؟ چپله ډوډی کټلو او اوﻻد زيږه ولو (چه دا هر ( ٠٠٠ )کوی
نو الله داسی فرمايی بسمه تعالی وتعاونو علی البر والتقوا وﻻتعاونوا علی الاثم والعدوان :!:
يعنی پر هر افغان واجب ده چه دغو دو ډلو ته سپورټ ورکی ٠ نو که داسپورټ ورنکی هم به ئی دا دونيا په زحمت کی تيره سی او هم به خدای ته جواب نلری ٠ ولی ئی د اعلی درجه انسانانو تقويه نه کول ٠
په داسی حال کی چه جنت خالی مځکه ده او هر سړی خپل جنت پخپله ابادوی٠
معلومه سوه چه علما او عوام دواړه مساوی مسؤليت لری خدای ،قرأن ته ٠
نه غواړو چه چپ پاته سو ٠ تاسو لوستنکو او ليکوال د عمل او ليکنی په انتظار
حليمي



ع کريم حليمي
16.02.2004

محترم استاد پاڅونوال صاحب دغه خبره اوس راپياد سوله
دغی شورا ته اصلأ شورايی ( حل والعقد ) ويلای سو .
او فقه داسی وايی ٠٠ اذا بايع اکثريه المسلمين اماما وجبت طاعته من الکل لقول رسولالله صلی الله عليه وسلم
يدالله علی الجماعه ومن شذشذ فی النار من فارق الجماعه شبرا فقد خلع ربقه الاسلام من عنقه وبذل الطاعه
مشروطه بقيام الحاکم بواجبات التی ذکرنا ها ومضموها التزام او امر الشريعه ومصدر التزام بطاعه
ايات و احديث منها قوله تعالی بسمه تعالی ياايهاالذين امنوا اطيعوالله واطيعو الرسول و اولی الامر منکم
واولی الامر الحکام والعلما کما بين المفسرون والصحبه ومنها قوله صلی الله عليه وسلم عليک بالسمع والطاعه فی عسرک و يسرک منشطک و مکرهک واثره عليک علی المرأ المسلم السمع والطاعه فيما احب
واکره الا ان يومر بمعصيه فان امر بمعصه فلاسمع وﻻ طاعت :!: الفقه الاسلامی ج٦ ٠٠ ص ٧٠٤
دغه يی شروط او امر شريعه دی


نقاد
17.02.2004

دروند استاد حليمي صاحب ته سلام او درناوی !
ــ هعه کسن چې د ځان پسې نه ګرځي او د نورو غم خوري ، د عامه اولس د خير پسې ګرځي ، هغسې فعاليت او فعاليت کووکو ته سياست او سياتوال ويل کيږي ، که چيرې دا عامه کارونه له دولتي واکمنۍ څخه غواړي او يا ددې له پاره د دولتي واکمنۍ د ﻻسته راوړلو هڅه کوي .

ــ پخوا چې ټولنه ساده او ډيره ابتدايي وه، نو د ټولنې د پوهو يا اعيانو(سترګورو) ډلې ته به يې په عربي ملکونو کې د حل او عقد مجلس وايه، خو په افعانستان کې لومړی ورته د عيانو مجلس او وروسته بيا د مشرانو جرګه ويل کيده . نو مونږ يې نه عربي نوم ( حل و عقد) او نه هغه محدود فونکسيون غواو چې ښايي ١٢ سوه کاله پخو ايي درلود و نه هم د هعوی بي له ټول ټاکنو څخه د هعوی د ګمارلو شکل . اوس د ولسي جرګې و کيلان په
لوړه سويه ، پراخه توګه او د ټول ټاکنو له ﻻرې دعه دنده تر سره کوي .
ــ د ديني امورو پالنه او څارنه او په هعی کې روزنه به ديني عالمان، ملا امامان، مدرسې او محاکم تر سره کوي
او بس .په درنښت .


نقاد
17.02.2004

دروند استاد حليمي صاحب ته سلام او درناوی !
ــ هعه کسن چې د ځان پسې نه ګرځي او د نورو غم خوري ، د عامه اولس د خير پسې ګرځي ، هغسې فعاليت او فعاليت کووکو ته سياست او سياتوال ويل کيږي ، که چيرې دا عامه کارونه له دولتي واکمنۍ څخه غواړي او يا ددې له پاره د دولتي واکمنۍ د ﻻسته راوړلو هڅه کوي .

ــ پخوا چې ټولنه ساده او ډيره ابتدايي وه، نو د ټولنې د پوهو يا اعيانو(سترګورو) ډلې ته به يې په عربي ملکونو کې د حل او عقد مجلس وايه، خو په افعانستان کې لومړی ورته د عيانو مجلس او وروسته بيا د مشرانو جرګه ويل کيده . نو مونږ يې نه عربي نوم ( حل و عقد) او نه هغه محدود فونکسيون غواړو چې ښايي ١٢ سوه کاله پخو ايي درلود او نه هم د هعوی بي له ټول ټاکنو څخه د هعوی د ګمارلو شکل . اوس د ولسي جرګې و کيلان په
لوړه سويه ، پراخه توګه او د ټول ټاکنو له ﻻرې دغه دنده تر سره کوي .
ــ د ديني امورو پالنه او څارنه او په هعی کې روزنه به ديني عالمان، ملا امامان، مدرسې او محاکم تر سره کوي
دټول ټاکنو له ﻻرې پرته بايد هيڅوک په هيڅ نامه ، له هيڅ يوې ﻻرې څخه هيڅکله هيڅ يو سياسي مقام او دنده تر ﻻسه نکړي . په درنښت .



ع کريم حليمي
19.02.2004

کران محترم پاڅونوال صيب سلام٠ او د ټول افغان درنو ملګرو
ډير ښه مو ليکلی چه موږ هر وظيفی ته خپل نوم لرو او زه در سره موافيق يم ٠ طبعأ بايد هر مملکت وهر شی ته خپل نوم ولری دا واضع خبره ده ٠طياره ، مکتب ،کالج وغيره موږ خپل نومونه ورته جوړکړه لکه ٠
الوتکه (مولوی صالح محمدکندهاری) او ښونځی،پوهنتون (علامه حبيبی) وغيره
چه مملکتونه په و پيژندلسی ٠ موږ ته لازيمه ده ٠ مجلس ته غونډه او شوراته چرګه ووايو٠
د دنيا ټوله وطنونه دا کړی دی موږ ئی هم کوو٠ چرګه دانسانانو سر د ډيره وخته ملګری ده ٠ د اسلام د راتلو سره
پر انسانانو فرض سوه دمخه تر اسلام يوازی د ضرورت پر اساس وه ٠ اوس هم فرض هم ضرورت٠
او پر فلسفه ئی سترګی نسو پټولای ٠ چه اصول ئی اسلامی او ميکانيزم ئی غربی دی
د (اهل حل والعقد) څه زما مطلب دا ندی ٠ چه د دغه نامه څه کار واخلو ٠ ضرور ده چه دوغو چرګو کی داسی خلګ وي چه د (اهل حل والعقد )پوهه ولری ٠ او افغانان بايد (سفها) وچرګئ ته وانستوی
چون زموږ په جامعه کی تر روشن فکرانو سفها ډير دی ٠ نو زه ئی ستاسو غوندی خلګو وظيفه بولم ٠
هغه پخوانی دری مجلسه چه د ظاهر شاه په وخت کی وه برته ستاسو په ليکنو را ژوندی سی
چه په هغو کی ټولو ترملايانو پور ځای درلودی ٠ که ملايان په شورا کی ځای و نلری مملکت کی به مو هميشه
مشکلات وی ٠ دظاهر شاه دغه د کاميابی سبب وو تر ډيره حده ٠
پر درو د شورا پرمجلسو زموږ ټول افغانان اتفاق راتلای سی ٠ که څنګه؟
حليمي



طالب جان
02.05.2004

ګرانه محترمه او عزتمنه وروره حلیمي صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره ریښتیا هم دگران هیواد په بیا ودانولو کي باید هر چاته موقع په لاس ورکړل شي تر څو یو ارام او خوشحاله افغانستان رامنځته شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more