تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري مرستې
په خپل سرخلاسیږې
ګلامخان
26.09.2006
ګرانووروڼوسلامونه اونېکې هیلې !
محترمینو:- زماپه کمپیوترکې په خپل سریوویب پاڼه راخلاسیژې چې ډیرخراب عکسونه پکې موجوددی دعکسونه علاوه په منټ منټ کې راخلاسیژې څه لاره یی راته وښایاست ترڅوبنده شی .
مننه
smakhkash
27.09.2006
ګرانه وروره که چیرې ته Servic Pack2 وینډوز کاروې نو بیا لاندې ټکې په پام کې ونیسه :
۱) د Internet Explorer په Icon غبرګ کلیکونه وکړه ترڅو نوموړې کړکې وازه شي .
۲) په نوموړې کړکۍ کی د Tools په مینو کې په Internet Options کلیک وکړی .
۳) اوس به تاته یوه بله کړکۍ خلاصه شی په دغه کړکۍ کې د Privacy په برخه کلیک وکړی ددغې برخې په لاندینۍ ځای کې د Popup Blocker تر برخې لاندې یو اختیار شتون لري.
۴)دغه اختیار (Block pop-ups ) غوره کړی او وروسته له هغه د Apply تڼۍ کلیک کړه او بیا د Ok تڼۍ کلیک کړه که خدای کول ستونزه به دې حل شي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ