شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
زرملوال ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جنوري 2006 ليکنې: 158
|
د ليکنې نېټه : جمعه اپريل 14, 2006 9:17 pm عنوان : |
|
|
چى كتاى نشئ نن زما لورته
بتۍ اوشمى مه راوړئ ګورته
ستاسودستوردى چى مړه په سروړئ
ژوندى مو نكړل له خاورو پورته
داڅلوريځه دمحترم لوى شاعر پسرلى صيب ده
دمحترم پسرلى صيب دا څلوريځه د(درياب په
كوزه كى ځايولو) خورا غوره مصداق ندى ؟
په مينه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
الهام
دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2006 ليکنې: 28 ځای: پېښور
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه ميئ 08, 2006 2:57 pm عنوان : څلوريزه |
|
|
څلوريزه
پيروي دې کوم ښکليه ستا په دين يم
ستا ساده ساده کتوباندې مين يم
دکابل په څېر وېرېږې رانه ولې
نه مسعود نه رباني نه ګلبدين يم |
|
بېرته سر ته |
|
 |
amarkhil
دغړيتوب نېټه: 07 اګست 2006 ليکنې: 14 ځای: belguim
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اګست 08, 2006 1:33 pm عنوان : |
|
|
په اشارو باندې نه پوهېږم
ښه په ښکاره راسره کی اوکه نه ؟
دټولو مخکې ښه په جار ووايه
چې يارانه راسره کی اوکه نه ؟ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اګست 22, 2006 10:43 pm عنوان : |
|
|
زندګى واړه له ښى وتلى
دا كلاوه به ما شوم تو شپلى
چى كوم يو تار مى دهيلو كش كړم
هر يوه ته څو څو غوټى لويدلى
پسرلى
---------------------------------------------
وروڼو سلامونه اونيكى هيلى مى ومنئ او ستاسو د
سوكالى او خوشالى په هيله |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پاچاخوستي
دغړيتوب نېټه: 23 مارچ 2006 ليکنې: 30 ځای: اديسه
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اګست 24, 2006 2:44 pm عنوان : |
|
|
ښې چارې !
ګرانووروڼوستاسودښه صيحت په هيله يوه څلوريزه مې وليکله خداي دوکړي چې
ستاسوخواښه شي ستاسودخواښي په هيله ستاسوپاچا
دا ژبه دامې تاړون کړی دی
داخپل سرپه پښتانوورکوم
که زما وس ووپه لحدتورکې
ملأیکې ته ځواب پښتوورکوم
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
ملګروزماپه اندچې بده به نه وي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مازدیګر ستوري


دغړيتوب نېټه: 29 ميئ 2006 ليکنې: 190
|
د ليکنې نېټه : جمعه سپتمبر 22, 2006 12:55 pm عنوان : |
|
|
سلام
چه می مله شی تر منزله کاروانونه لټوم
چه تیاری راته رڼا کړی څراغونه لټوم
چه دلمر له ویری ونه شړی پرخه
هر سهار په هر چمن داسی ګلونه لټوم
په مینه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
الهام
دغړيتوب نېټه: 06 ميئ 2006 ليکنې: 28 ځای: پېښور
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه مارچ 13, 2007 9:24 am عنوان : saloreeza |
|
|
تل يې زه دسرو شونډو په تمه يم
چاوې چې بنده ته اسره مه کوئ!
مونږ يو ؛ چې ناکام لره پيدا دي څوک
ښکليو تاسې هېڅ ګوزاره مه کوئ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
salam
دغړيتوب نېټه: 13 جنوري 2007 ليکنې: 75
|
د ليکنې نېټه : جمعه اپريل 27, 2007 8:13 am عنوان : |
|
|
وماته مه ستا یه شیخه نا بوده
دجنت حوری نور نور مقصوده
نن به ګلرنګه معشوقه ګورم
زما تو به ده د نسیا سوده
ستر خوشال بابا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه جولاي 29, 2007 10:34 pm عنوان : |
|
|
چي په غصه كله جانان شي كلمه تيره كړي
لكه هندو چي مسلمان شي كلمه تيره كړي
زموږ دكلي ملا تمامه شپه سري شونډي څټي
سهارچي وخت يي داذان شي كلمه تيره كړي
داراته ووايئ چي دا څلوريزه دچا ده زه شاعر يي ولا كه پيژنم
په مينه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : شنبه اکتوبر 06, 2007 11:58 pm عنوان : |
|
|
سلامونه او نيكي هيلي
دومره سړه مشاعره هم وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مازدیګر ستوري


دغړيتوب نېټه: 29 ميئ 2006 ليکنې: 190
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اکتوبر 07, 2007 3:03 am عنوان : |
|
|
سلام عليکم
حامد صيب چه ځوانان يوه قطعه په جولاي کی ليکی او بيا تراګست
پوری خوب کوی....نو مشاعره به خاوری توده شی...
يوه ټپه ده په څلوريزه يي ومنه
اوړی دی پاس کابل کی تير کړ
په ژمی راغلی سلامت غواړی ګلونه...
ودان اوسی... |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 08, 2007 12:45 am عنوان : |
|
|
ګرانه مازديګره په جرمانه كي يي داد نثار صيب خوږه غزل در ونيسه
يه د رنځور حسن مېرمنې، سپېلنی دې شمه
مه کېنه داسې لاس تر زنې، سپېلنی دې شمه
ستا د ښايست د لېوني خمار په تمه- تمه
شوم سودايي د بنګو ونې، سپېلنی دې شمه
څومره بېباکه يې دا ستا پاکه لمن نيولې
ځواني مې ګورې غنې- غنې! سپېلنی دې شمه
راځه د عشق په جزيره کې له دا هر څه لرې
خپلې کېږدۍ کړو چېرته پلنې، سپېلنی دې شمه
پرېږده چې اور واخلم، لمبه شمه، لوخړه شمه
سترګې راواړوه خوږلنې، سپېلنی دې شمه
نثاره ورشه، ورته ووايه صفا ټکيو کې
اندېښنه مه کوه د بنې، سپېلنی دې شمه.
------------------------------------------------ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
مازدیګر ستوري


دغړيتوب نېټه: 29 ميئ 2006 ليکنې: 190
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 08, 2007 2:54 pm عنوان : |
|
|
حامد ورور او ټولو لوستونکو سلامونه
دغه ده زړه مونه صبريږی ...حامد صيب ...څو مات ګوډ توری
په ګوډی کی شته ...ګوره که مو دخوښی وړ وګرزی...
هغه نور دی چه ناغه غواړی له ياره
موږ سرونه ماتوو ديار له پاره
موږ په غره کی پښتنی مينه زده کړی
لری ګرزو دی دوه مخیو له بازاره............
now it is your turn ....have fun |
|
بېرته سر ته |
|
 |
رښتینی ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون 2006 ليکنې: 1807
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه نومبر 12, 2007 7:33 pm عنوان : |
|
|
ګرانه مازديګره لوي څښتن دي هر وخت سرلوړ لره
ياره داد سائل صيب يوه څلوريزه مي چيرته له سترګو شوه
او زما د ژوند له خوږو خاطراتو نه له يوي سره يي ټك ولګيده
نو دا ده درته راوړي مي ده :
نن دې ژړوم، ستا ژړولو ته مې زړه شوی
نن راته کنځل وکه، کنځلو ته مې زړه شوی
نورې ټولې کرښې په لاسونو رانه ورانې که
يه جانانه ستا د لاس ليکلو ته مې زړه شوی.
( رحمت شاه سايل)
په مينه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
خیریوسی ستوري

دغړيتوب نېټه: 01 ميئ 2005 ليکنې: 879 ځای: افغانستان
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه نومبر 15, 2007 6:17 am عنوان : |
|
|
حامد صاحب تر هر څه لمړی خپل سلامونه وړاندی کوم
دایوه ګوډه ماته په زه هم درته لیکم
په ژړا می اوښکی وچی درګو سولی
دزړه کوټلی وینی می تر خوله راغلی
ډیرکلونه دی تیریږی په غمونو کې
یه خدایه ،کله به افغان ماشوم په خندا ووینم
په درناوی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|