د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

عصمت الله
06.06.2006

سلامونه دې ټولو لوستونکو ته ورسیږې بیا په تیره بیا دی کاروان صاحب دې شعر مینه والو ته ډیرډیر.
دغه دی ما دې کاروان صاحب یو نوی شعر پیدا کړي ده
هیله ده چې خوښ مو شی.
زه باور لرم چې زموږ مسافرې پښتنې خویندو ته د به داشعر ډیر خوند ورکړې او خدای دې وکړي چې ښه الهام ترې واخلی

ليلو ته ليک

له غرونواخوا له سيندونواخوا
يه دڅپې غوندې اوترې ليلو
دليوني زړګي سلام درليږم
نارې مې واوره مساپرې ليلو

يوداچې ښکلې جامې مه اغونده
بل په وربل کې دې ګلونه مه ږده
دانظروږي ګوربتان خو وينې
لکه دزرکې قدمونه مه ږده

له سپين رخسارنه دې غباردسفر
دسپين ټيکري په پيڅکه مه پاکوه
لکه ږلۍ به وري سترګې پرتا
پراننګوګلونه مه وروه

لکه په ګردکې دباروتوپټه
دخپل وطن دسپوږمۍ رنګ واخله
سردې پردي پاچاته ټيت مه شه
دعادکلي له ملنګ واخله

ليلوپه خپل ښايست کې پټه ښه يې
څودسپېروسترګودرپام نه شي
خدای مه کړه وران دې دخپل سردپاسه
پرتادخپلې ښکلابام نه شي

ليلوزمالاس به درونه رسي
چې درته غردسپېلنولوګی کړم
چې ستاله ښکلي مخ يې وتمبوم
چې نظرونه دسپېرولوګی کړم

زمالاسونه په زنځيرتړلي
خوبياهم تاته له دعانه ډک دي
د هرورغوي مې خطونه ريږدي
زمادخپل زړه له درزانه ډک دي

ته چې غبارله ايينوپاکوې
دخريدارپه نظرځان ته ګورې
فکردې وي چې داغ په زړه وانخلې
ډک دغاټولوبيابان ته ګورې

داخپل ژوندون به درته وران ښکاريږي
خوته يوباغ يې په دې وران کلي کې
دمرورو پسرلو په شانې
په دې رنځورغوندې خزان کلي کې

مادرته نه وې چې بيماره به شې
پردی وطن دی په سينګارڅه کوې
خپله ښکلاپه زړه کې پټه ساته
دشنوبنګړوپه شرنګهارڅه کوې

په دسمال وتړه بنګړي دمړوند
په کې بندي کړه ليوني راګونه
نه چې دچاغوږونه څک شي درته
زړه کې لمبه کړه سپېلني راګونه

سترګوته نيم سلايي مه ورکوه
پام په لجرومې چې غرض ونه کړې
کړۍکړۍ څڼې پرېشانې ساته
په دغې لومې چې غرض ونه کړې

د لااله الالله په ذکر
پاکه ستره اومقدسه ګرځه
بس په صدف کې مرغلره به يې
لرې له خاره او له خسه ګرځه

دغه يوڅوشپې دي بس تېرې به شي
په خپل وطن کې به رڼاخوره شي
لکه دزاڼې به پرواز راوکړې
ستادراتللوبه غوغا خوره شي

وي به ورغوي ستا،هندارې دجم
ډک درازونوکټوري به راوړې
درته به خاندي يتيمان زخمونه
خوږه دمينې ټکوري به راوړې

په خپل وطن کې به سرشاره ګرځې
زمادتوروغرونوسپينې بازې
زمادزړه پرچګس کېږده پنجې
زمادخپل وطن دمينې بازې

١٣٨٥-٢-١٦کابل خيرخانه مېنه


عصمت الله
24.06.2006

دی شعر مینه والو ته کیډۍ کیډی سلامونه وروسته له سلامه دغه ده یو بل نوی شعر د کاروان صاحب دی شعر مینه والو ته وړاندی کوم هیله ده چې مو خوښ شی .

داچـې مـــخ يـــــې په غباربانـدې ســپېره دی
ده ساتلـــــــی دهنـــداروغــــــــونــــدې زړه دی
په ګلـــــــــــونو باندې رنګ او خوشبو ويشي
په اغـــــــــــــــــــــــزيوکــــې روان لـکـه اوبه دی
خود به ستوري دالهـــام په خوب کې ګوري
چــــــــــې سرويږدی يې ګردی کاڼی دغره دی
لـــــــــــــــوندپه اوښـکــــو لکه ستا دبڼوګـــانو
سور په وينو دجــــــــــــــمدرغوندې خو نه دی
چــې لــه توروبــلاګـــانــــــــــــويـــې ډارنه شـته
ستادسترګــــــــوخواته ناست لکه رانجه دی
بدرګــــــــــه به تر غــــــــــــروبه در سره وي
سترګــــــې وغــړوه څـــرګ دلـــــمر خاته دی
چـــې شـــي ستړی بيابه ستـا پر اوږه کينـــــې
دارمــــان په دنګ اسمان کـــې يو مارغه دی
خـــوبولــي په زړه ولــــي چـــې راويښ شـــي
دکـاروان غـــــــــزل تر غشـــي هـم تېــره دی

٢٠٠٦-٣١-٥


عصمت الله
28.07.2006

مساپـــر او غيبــي غـــــــــــږ
غېبي غږ:

اې دا څوك يې تاته وايم
نه څپلۍ لرې په پښو كې
نه ډيوه لرې په لاس كې
نه هم سپور يې په بگۍ كې
نه دې لاس رسي په آس كې
مساپره نيمه شپه ده
سپوږمۍ تاوه ده په وريځ كې
او دستورو سترگې پټې
وو بايده چې ستا په پښو واى
ښې د اوسپنې چوټې
چې سپرغۍ دې بادولاى
دپړاو له هرې ګټې
نامعلومې خواته درومې
وايه كومې خواته درومې؟

مساپر:

آخ ظالمه دا ته څوك يې؟
دكوم دين دكوم سلوك يې؟
داسې درد يې ته به وايې
چې له ورۍ ختلى نوك يې
څه د خيال د مرغلرو
ښكلىهار دې را خراب كړ
ستا آواز په كې سل غوټې
زرين تار دې را خراب كړ
په يو ه غږ دې را ړنګ كړ
ودان ښار دې را خراب كړ
كار دې جوړ شه دا ته څه كړې
زما كار دې را خراب كړ
غېبي غږ:
لېونيه زه پوهېږم
تښتېدلاى له زندان يې
زنځيرونه دې په پښو كې
ببر سر څيري گرېوان يې
ايله دومره راته وايه
چې مئين په كوم ارمان يې
په دې تكه توره شپه كې
وايه كومه خوا روان يې؟
مساپر:
څه دې كار څه دې غرض دى
چې له ما كوې پوښتنې
كه په لاره كې وي تيږي
كه په لاره كې وي غنې
زما پښې باندې خوږيږي
ستا په پښو كې نه ځي ستنې
دارمان خبرې پرېږده
ارمانونه مې مارغان وو
په گلونو كې به ناست وو
په آسمان كې به روان وو
له مښوكو يې د ستورو
جرسونه آوېزان وو
په شرنگايې پاڅولي
خوبولي د كاروان وو
بس دى بس دى نور مې پرېږده
چې ژړامې زړه ته راغله
اوس به سوې چيغې وكړم
خوبولي به را ويښ كړم
پرهر ژلي به راويښ كړم
غېبي غږ :
عجيبه يې مساپره
عجيبه كوې خبرې
نه دې غشى په كمان كې
نه دې وينم په تن زغرې
دا په كوم قوت روان يې
چې وهې لوړې ژورې
له خبرې دې قربان شه
د بلبلو سل سندرې
ښاى تابه وي خوړلي
په تول عمر شات شكرې
زه يوه پوښتنه كړمه
له ځواب يې مه ځه لرې
د ارمان مارغان دې څه شول
اوس وهي چيرته وزرې
مساپر :
د وړوې چاڼ شوې مالگه
دا زما پر زړگي ولې
پريږده لاره لنډومه
راته پاتې دي مزلې
د ارمان مارغان مې ډير وو
څه طوطيان وو څه بلبلې
څه به ناست ووپه گلاب كې
څه پرڅانگو د سنځلې
په فضاكې به وږمې وې
چې وزرې بى وهلې
وې شېبې پېغلو كې نجونې
په كټ كټ به خنديدلې
كړې نانځكې به يې ناوې
بياماته ودولې
د دوى منځ كې به زه ناست وم
دوى چمبې راته وهلې
څه په خرپ وې څه په ترپ وې
څه په شرنگ به گډېدلې
زه دخوب كشتۍ كې ناست وم
او څپې مې غوڅولې
يو ناڅاپه چاراويښ كړم
ما هم سترگې وموښلې
د ارمان مارغان مې ورك وو
نا يې خيل و نه يې ډلې
غېبي غږ :
لږ په سمه لاره راشه
بيا پر غره باندې روان شوې
د مطب پرباغ دې غواړم
ته پر شنو پرښو باران شوې
دا دې څومره ډېرې زده دې
خبر لوڅ يې پښېمان شوې
په يوه منډه تېر ترقافه
له مارغانو دارمان شوې
مساپر :

اف سور اور يې سوځوې مې
په بلا دې گرفتار كړم
چې دا سر درته سرتور كړم ؟
كه گريوان درته تار تار كړم ؟
راته څك غوږونه نيسه
په مطلب د غشي وار كړم
د ارمان مارغان به واړه
يو په يو درته په شمار كړم
غېبي غږ :
ما غوږونه در ته ايښي
ښه ده گرانه راته وايه
تلوسه مې تنده تنده
له بارانه راته وايه
د مطلب مارغان را نيسه
له ارمانه راته وايه
مساپر :
دا زمونږ له كلي ها خوا
د قبلې پلو خو وينې ؟ !
چې سپوږمۍ پرې را ښكاره شوه
هاغه پاس كنډو خو وينې ؟ !
غېبي غږ :
مساپره ښه يې وينم
د سپوږمۍ سپينه هنداره
دې كنډو كې ښه بلديم
ډير يم تللى پر دې لاره
دا ټول كلى را معلوم دى
پېژنمه باره باره
مساپر :
بس د دې كنډو په سر كې
سل مارغان د ارمانونو
دسپوږمۍ تر سيوري لاندې
يو جهان د ارمانونو
اوس ورځم چې زه را ويښ كړم
خپل كاروان د ارمانونو
غېبي غږ :
دا خو باره ده را تاو ده
له دې قبرنه د كاڼو
د سپوږ مۍ په شپه كې ښكاري
ته وا سېل راغى دزاڼو
ته وا ډك يې كټوري دي
له شبنمو له گلپاڼه
مساپر :
دغه باره چې ترې تاو ده
په دې قبر كې مې مور ده
دغه هره يوه تيږه
ته وا زما د سترگو تور ده
غېبي غږ :
بختور يې ستاپه زړه كې
تر آبده مور ژوندۍ ده
ستا دمور دعا وتاته
مر غلره ده سيپۍ ده
ستا زړگى د مينې زړى
د هما مارغه هگۍ ده
دا سيمرغ به له دې بارې
پاس و هسك ته پرواز وكړي
په وزر كې به دې يوسي
مخ روڼى به د راز وكړي
ستا وغږ ته به په مينه
زړه را ښكونكى آواز وكړي


صافی
28.07.2006

ښاغلی عصمت الله صاحب! السلام علیکم
ډیر ښکولې شعر مو را نقل کړې په ریشتیا چې ډیر خوند یی راکړ کور مو ودان.
وروره! دا هم دکاروان صاحب شعر دی او که دبل چا ؟ که څه معلومات راکړې خوشحاله به شم.
ډیره مننه
صافي


عصمت الله
29.07.2006

وا علیکم سلام صافی وروره زما احترامات او نیکې هیلې اومنه
هو هغه پاسنۍ شعر مسافر او غیبی غږ دی کاروان صاحب یو ډرامیي شعر ده
دغه ده ستاسو دی خوشحالۍ په خاطر یو بل نوی غزل هم درته وړاندې کوم هیله ده چې دا مو هم خوښ شی

داچــــې مـــخ يې په غباربانــدې سپېره دی
ده ساتـــــــلی دهـــــنداروغــــــوندې زړه دی
په ګلـــــــونو باندې رنګ او خوشبو ويشي
په اغـــــــزيـــــــوکــــــې روان لـــــکه اوبه دی
خود به ستوري دالهام په خوب کې ګوري
چې سرويږدی يې ګــــــردی کاڼی دغره دی
لــــوندپه اوښکـــو لکـــه ستــا دبـــڼوګــــانو
سور په وينو دجمدرغونـــــــــدې خو نه دی
چـــــــې لـــه توروبلاګـــــــانويـــې ډارنه شته
ستادسترګــــوخواته ناست لکه رانجه دی
بــدرګـــــــــه به ترغـــــــروبه درســـــــــــــره وي
سترګـــــــــې وغـــــړوه څرګ دلـــمرخاته دی
چې شــــــــي ستړی بيابه ستا پر اوږه کينې
دارمان په دنګ اسمان کــــې يو مارغه دی
خـــــــوبولي په زړه ولـــــــي چې راويښ شي
دکــــــاروان غــــــزل تر غشي هـــــــم تېره دی

٢٠٠٦-٣١-٥
دغه دوهم شعر یې دوه کاله پخوا لیکلي ده

په کومه ځې له مانه،راشه تاپسې خپه يم
نه ملنګ پسې خپه يم،نه پاچا پسې خپه يم
زه يې نوم اخيستی نه شم ،داسې چاپسې خپه يم
يوجانان جانان سٌرور و،يوشاهين دکوه طورو
ما په ګل ويشتی منصور و،اوس والله پسې خپه يم
پاييدم يې په خبرو،ګډيدم يې په سندرو
چاامېل دمرغلرو،رانه غلاپسې خپه يم
زما شمس و زماپيرو،هم پاچاهم مې وزيرو
بس دمينې داتقدير و،شوم ګداپسې خپه يم
دخوږې مينې اذان و،ترنم وياقربان و
لکه لمونځ راباندې ګران و،اوس قضاپسې خپه يم
زه دې دردکړمه درمانه،جالينوسه اولقمانه
اوس
اوس په کومه ځې له مانه،راشه تاپسې خپه يم


صافی
29.07.2006

عصمت الله خان وروره !بیا هم احترام وړاندې کوم.
ډیر اعلی کاروان صاحب دې خدای تل لرې دلته یې هم ډیری مر غلری پاشلی.
خو دمساپر او غیبې غږ په پرتله را ته پیچلئ ښکاره شو،
او دروستی شعر په مطلب یی ښه پوه نشوم چې محبوب او یا مطلوب یې څوک اویا څه دی؟
----------------------------------------------------------
په کومه ځې له مانه،راشه تاپسې خپه يم
نه ملنګ پسې خپه يم،نه پاچا پسې خپه يم
زه يې نوم اخيستی نه شم ،داسې چاپسې خپه يم
يوجانان جانان سٌرور و،يوشاهين دکوه طورو
ما په ګل ويشتی منصور و،اوس والله پسې خپه يم
پاييدم يې په خبرو،ګډيدم يې په سندرو
چاامېل دمرغلرو،رانه غلاپسې خپه يم
زما شمس و زماپيرو،هم پاچاهم مې وزيرو
بس دمينې داتقدير و،شوم ګداپسې خپه يم
دخوږې مينې اذان و،ترنم وياقربان و
لکه لمونځ راباندې ګران و،اوس قضاپسې خپه يم
زه دې دردکړمه درمانه،جالينوسه اولقمانه [color=blue:5b03981402]اوس [/color:5b03981402]
اوس په کومه ځې له مانه،راشه تاپسې خپه يم
----------------------------------------------------

ګمان کوم په دې روستی بیت کې یې د (اوس) کلمې تکرار ټیپی تیروتنه یې، او یا ښایې زه تیروتﺉ وسم.
په هرحل داچې زه پری سم نیم پوه شوﺉ زما خپله نیم ګړتیا ده.
په درناوی


رښتینی
29.07.2006

محترم او ګران ورور عصمت الله جانه سوكاله او خوشاله اوسى
چى دكاروان صيب دا خواږه خواږه شعرونه راباندى لوروى خودا
كاموال صيب او خوستى صيب خو ترى تم دى بيخى په مياشتو
مياشتو يي دا ډګر پري ايښى دى

او بل شاغلى عصمت صيب كه دغفور ليوال كوم يو شعر په مخه درغى
مه يي سپموه هغه هم ډير خو اږه شعرونه ليكى البته زما په ذوق
شاد او اباد اوسى


عصمت الله
30.07.2006

صافی وروره او حامده وروره زما له خوا هم تاسو ته او درنو لیدونکو ته ډیر ډیر سلامونه دې ورسیږې تاسو دواړه دی خدای تل روغ او خوشحاله لری باور په خدای وکړۍ چې ستاسو په دغه لیکنو باندې ډیر خوشحاله شوم دا چې دکاروان صاحب شعرونه مو خوښ کړې دی دا ستاسو ښه زوق ده
صافی وروره دی کاروان صاحب په هغه وروستی شعر کې زمانه ټیپی غلطی شو وه هغه د (اوس) توري هلته نشته هغه بیت به دغه ډول ده

زه دې دردکړمه درمانه،جالينوسه اولقمانه
اوس په کومه ځې له مانه،راشه تاپسې خپه يم

حامدجانه وروره په سترګو که ماته دی غفور لیوال شعرونه په لاس راغلو نو همتن به یې هلته چې تاسو ورته دغه (د پیرمحمدکاروان او عبدالغفور لیوال شعرونه په پرتلئیزه کتنه) عنوان ټاکلي ده ولیکم
دا هم یو بل نوی شعر دی کاروان صاحب

ستا له سندرو نه دشنوغنمو
دغوڅوغوڅوپاڼوبوی راځي
ستاپه نغموکې دماشومې دنيا
شوخي مستي اوهای وهوی راځي
ضالمه تاترلاس نيولی بوتلم
دتېروهېروخاطروڅلي ته
سلګۍ سلګۍ دې کړمه اوښکې دې کړم
دپتنګانودايروڅلي ته
لکه باران په وچوخاورو ووري
ته يوه نه تشريح کيدونکې خوشبو
خوږ دجانان اوازه جانه زما
يه په رڼوسترګوليدونکې خوشبو

لکه ګلاب چې په سندرو راشي
لکه بلبل چې پرګلابوواوړي
لپه دې ډکه له دعاوينمه
رڼې اوبه دې پر شرابو واوړې
ستا په اوازکې سادګې روانه
له زړه راځي دزړونوتل کې ګرځي
لکه ازادې دطبعيت زمزمې
دګورو ونو په ځنګل کې ګرځي


عصمت الله
09.08.2006

یو چمن و شین چمن و .
داسې ښکلی
لکه لرې د شیطان له وسوسونه
خوب د ښکلو پرښتو
دګلونو وه ښکالو
دمرغانو دنغمو
دوږمو دقافلو
یو له بله وو ټکر
لکه څو نشه مستان
خدای راکوز کړ د فردوس له ښکلې غېږې
یو مین شینکی سحر
اوس یې ورو ورو لمبوي
په چینه دتنکی سحر
لکه ولامبي مریمه
څو بدرنګو زمانې ته
کړي له غیبه را پیدا
یو مشال یو مسیحا
دفطرت له رنګینیو
د ښکلا وو په لمن کې
یوه پیغله په ترپکو
لکه مسته غرڅنۍ وه
دمړوند بنګړي یې مات وو
مستانه وه لیونۍ وه
دسپرلي په شنه سحر باندې مئنه
په چمن باندی مئنه
په مین باندی مئنه
جنتي موسکا په شونډو
اوځولۍ له ګلو ډکه
ته به وایې چې دشاتو یوه مچۍ ده
په ګلونو باندې ګرځي
یو خوږو کې انتظار یې
په لیمو کښې په څپو ده
دګل څانګو لاندې ګوري
لکه زړه چې ورنه ورک وي
له خندا نه تکه شنه شوه
خپله ورکه یې پیدا کړه
پسې منډې وهي تښتي
دښکاري په شانې داهم
خپل ویشتلی ښکار رانیسي
خپل مین دلدار رانیسي
ګیډۍ زلفې یو خوا بل خوا
په اوږو زنګوي خاندي
پسرلی یې شرمنده کړ
داسې ناز او ادا کاندي
خپل مین په غونچو ولي
عشق دحسن او وصال په ډیوو ولي
دواړه ستړي اوستومانه
دچینې په غاړه کېني
چینه سپینه راخوټکېږي
ته به وایې دحیات چینه هم داده
اوبه سپینې لکه تکې سپینې اوښکې
لکه دوو خوږو مینو
له اوږده هجران نه روسته
د وصال په شیبه ښه ډیروي ژړلي
دا چینه وي د دوي اوښکو بهولې
دواړه لپې کړي ترې ډکې
یو دیو او بل دبل په لپه خوله ږدي
لا یې غړپ هم کړی نه وي
نه چینه وي نه یې یار وي
پر هرژلی پسرلی وي
یو غمجن غوندې سهار وي
پرښته داسې خوبونه
هره شپه په خوب کې ویني
خو چې ویښه شي ژړېږي
په ماینونو غوڅه پښه یې
ګرځیدوته نه جوړېږي


Anonymous
12.08.2006

پور دواړو لاسو سلام
[img:779dc37a55]http://www.geocities.com/ghowazan/moor.gif[/img:779dc37a55]
د قندهاریانو په چم قربان شم کاروان جانه


عصمت الله
13.08.2006

ګړنګنه یاره دلته هم درته سلام وړاندی کوم له ګرانولوستونکو سره .
وایم خدای دی خیر درکړي څومره ښکلي شعر مو انتخاب کړي ده
او په څومره ښکلي ډول مو جوړ کړي ده که دغه چل ماته هم
راوښیې ډیر به درڅخه خوشحاله شوم

غزل
درې واړه پر مــــا ګران دي اول یار زما دکلي
چنــــار زمـــــا دکلــــي او کـــوکنار زمـا دکلي
پر سریـې لـــري تُورې دهُمـــا دوزر سیـــوری
ټکــــــری زمـــا دکلــي او دستار زمـــا دکلي
حجرې مو لـه جرګــو له مرکونه تشې مه شه
ګــودر ته جونې درومي ےپه کتار زما دکلي
په ډول په کډا ګانو مرور یاران پخلا کړئ
ربــــــــاب زمـــــا د کــــلي او ستار زما دکلي
هاپورې دغره سرته زنځیر خپور ګلونه خیژي
شاید چــــــې په ولجه به شي بهار زمـا دکلي
شپونکی زما دکلي بویه کشر اسرافیل دی
دنیا ته به مـــحشر ځي وار په وار زما دکلي
دریاب کې دسندرو به څپې څپې څپې شي
ټپـــې ټپــــې ټپـــــې په یــکــه زار زمـــا دکلي
ترې ستوری په نیزه کې دغزل کاروان راوړه
سپوږمـــۍ به خا مـخا درښیي لار زما دکلي
**********

ګــــیډۍ څڼـــــې مــــو ډول او یا قـــربان ته واچــــوئ
وریښمینـــې لـــونګۍ ګرد سره میدان ته واچــــوئ

ترخــــــې خبرې پریږدئ کــــړي خـــوږې خبرې خـوند
شکـــر دشنو طـــوطیـــــــــــانو شکردان ته واچـــــوئ

که ګـل نه شته ، امېل نه شته ، لاسونه خومــو شته
په مینــه کــــې یــــې غــــاړې دچــانـــان تـه واچــــــوئ

ښـــېــــــــرا راتـــه دعــــــا شــــوه دیوه ښــکـلـي کلیوال
دښــار ښکلیـــــو وې ډال دغـره کـــــاروان ته واچوئ

غزل
پکــې راټول مـــودي تـنـکي تـنـکي الماس درڼا
مـــوږ تل وړی دی په دواړو ســـتــرکو پاس درڼا
شــپــه څــه بلاده، دوصـــال مـخــه نیولـی نه شي
سـتـــوری وســتــوري ته وروغـځــوي لاس درڼا
دڅـېــړۍ څـــانــګــو کــــې به تورې بلبلــکې اور
په تـورو غــرونو کــې به تل ګــــرځـو په آس درڼا
دشپو په څو، کې شپه پلوي شول یرغل ته تیار
سـتــرګـــــې ور وبرېښوه واغـــونده لبــــاس درڼا
ستا دکاروان په مخ کې بیا تیارو زور ولاړ دی
ساقي تر مـــور ګو پورې ډک راوړه ګیلاس درڼا



هيواد شېرزاد
26.08.2006

سلامونه، د کاروان صاحب مشهور شعر مې د يو ګل سره يوځای کړ .
[img:5f343eed0e]http://i8.tinypic.com/25ptq9d.jpg[/img:5f343eed0e]


عصمت الله
07.10.2006

زه دې اوښـکې اوښـکې توی لکه شبنم شم
ګـــــله وخــــــانـده چـــې ستـا سره همـــدم شم
ستـــا په تورکــــه په خــــنجــر قلــم قلـــم شم
آزاد ســــر یمــــه په خــــدای که ورته خـم شم
پښتــانه مېلمــه نظر ته مــې مـــوسکــی شه
هســـــــې نه چــــــــــــــې رقیبانو ته دې کم شم
یو زړګــــــــی یـــــــم ډک د زړونو لــــــه فریاده
د رباب غــــــونـدې چـــــې سـر په زیر وبم شم
ښکلیه دادې څه انصاب دی ته وخدای چې
زه چـــــــې ستا جــــــفا جــــفا بولـــمه ګرم شم
لــــېــــــونی مــــــــې دشیرینــــــې په سر بـولي
د فرهاد غـــــوندې چــــــــې غرونو ته اړم شم
اوس کــــــــه وینې یم خـو شین به له خندا شم
زه به خـــــــــال په غـــــــــونډه زنه دصـــنم شم
یو غــــــزل یم خــو باور مـــې دی کــــــــاروانه
چـــــــــې به سوولـــــــــو زړونو ته مـــرهــــم شم

ته ماڅه کوې جانانه زه به څه يم
زه نه ګل يمه نه سره زرنه اوبه يم
خپلوسترګوته بادونوبېرته راوړم
ګله ستادقدم خاوره وم اوس نه يم
دچامينه مې په زړه کې سورغمی شو
بس يوتورکاڼی دهاغه پورې غره يم
ښوروه مې مه تنکی لاس به دې خوږشي
لږمې پرېږده په اغزيوکې ويده يم
تادې خدای لري نرګس پښه په اوبوکې
زه که سره اورکې ولاړيمه هم ښه يم
جنازه مې په اوږوداوښکويوسه
که په سترګوکې درمات لکه باڼه يم
داګناه مې ده چې ته مې زمزمه وې
پرمرۍ مې ږده چاړه حلال مارغه يم
دپلوشمال دې راغی په ګډاشوم
بس دخپل قبرپرسرولاړواښه يم
ښه ده ښه چې تری تم شومه له تانه
ستاکاروان اوس دسندرو دکاله يم

کابل خيرخانه مېنه


عصمت الله
01.12.2006

شرنګ نه کړي دبنګړوغوندې ګرم نه دي جنګ وهلي

دازړونه مو داوسپنې په شان دي زنګ وهلي

له چانه به دسولې دسلم خبره واورو؟

پاچاشراب خوړلي دي ،ملنګ دي بنګ وهلي

سرونه دخوړ کاڼي دي ويده دي نه ويښيږي

هرڅوکه په څپودحادثوغورځنګ وهلي

راځئ ماتې ۓپرې تيږي دغميو په لټون کړو

لاسونه مو دډيرو دعاګانو منګ وهلي

ساده دي ،کليوال دي،لاس اوپښې يې دي بايللي

خيالونه موپه ښارکې جينکوپه څنګ وهلي

غمي مودوختونو دي لاهو په سيند په خپله

په غلارانه په بډه دي پردي نهنګ وهلي

دصبرپه اوبو ترېنه لاس ومينځه کاروانه

ګلاب ګلاب ياران دې دپرديو رنګ وهلي

١٣٨٥-عقرب-31-کابل


عصمت الله
16.12.2006

که ته سور اور یې زه ولاړ یم د ابو په طرف
دنیـــــلوفــــرو دنـرکـــــسو بنــــفشو په طرف
که کاڼی هم شې آینې او تصویرونه وژنې
لـــکه جـــوهر به یم روان دآیینــــــو په طرف
بخت مې دی ویښ دخنجرونو خواته خوب کومه
لکه پاسته رانجه ورځمه دلیمو په طرف
که سیلۍ هم وی که شپې هم زما نوم به لیکئ
د پتنـګــانو پر وزرونو د ډیـوو په طـرف
د خدای له ټولو طرفـونـو سره مینــه کوم
کافر مې مه بولئ که ځم د پښتنو په طرف
د رڼا سر رانه په لاره تورو غلو واخیست
سوی څراغ ځم د کابل د تورو شپو په طرف
ته دابلیس پر خوا ولاړ یې نوم دې تل یادیږي
زه یې ګمنام چې یم ولاړ دپرښتو په طرف
(پیرمحمد کاروان)


عصمت الله
26.07.2007

دسترګو ګل نه یم په سترګو کې دنه ښکارمه
اوبه اوبه ته یې له تندې مړاوی زه ښکارمه
ته لـــکه تـکشـــــنه دره یې لــه ګــلــونــو ډکـه
زه یو چیغه په شـــپیلی کې دشپانه ښکارمه
ګله دروامیخله چې بیابه زه په لاس نه درځم
داوښـکو څاڅـکي یم لویږم په باڼه ښکارمه
اوس چې زه ویښ یم ته هم راباندې غږ نه کوې
صبا که مــړ یم هم تا ته بــه ویـــــــده ښکارمه
ته دې ښارونـو يـــوه مـــهینه او ویښـــیاره ادا
زه لــیونــي یــمه شـــډل یــمه دغـــــــره ښکارمه
مـلالــو سـترګو دې عــجبې کوډې وکړې په ما
چې الوتــي نــشم په لومــه کې مارغه ښکارمه
جانانه پښې دې ښـــکلــــوم چې راتم پاتی شی
ته سور ګلاب ګلاب یې تورې خاوری زه ښکارم
شبنم شبنم ته یې ژوندون مې ته یې سر مې ته یې
بــس دغه تنده کې به وچ شمه واښـــه ښــکارمه
دآئنی غـــــــوندې ولاړ یــــــــې اوغـــږ نه کـــوی
هــــــیڅ راته نه وای چې بد یم کــــه ښه ښــکارمه
سترګې دی ورو ورو ښـکلوم بوج او بار نه یمه
د خوږ کـــاروان یمه آخــــر درنه په تــلـه ښکارمه
پیر محمد کاروان


عصمت الله
07.12.2007

د ګــــــــل پــه سیـپارو کـــې

ســــــــــیــــــــپــــــارو کـــــــــې دګـــل ، بلبــــلان بلبــلان
وایـې وي دې ودان ، داوطـــــن دافـــــــغــــــــــــــــــــــان

چــــاته ټیټ مه شه ټیټ د دې غــــــــــــرونو غـــــــــرور
د ګــــــــــلــونو غــوندسکه خـــــــــــــــــویندېدطــــــــــور
خــدایه ته یې شـــــې مـــــل ، پـه پاک روی دحـــضـور
ډیر ښـــــاغــــــــــــــلي لرو مـــــیریدان دمـــنــــــصــــــــــور

داســـــــــــــــــر تیــــــري دعـــــــــشق پتـنـګـــــــــــان دایمــــــــــــا ن
دار تــــه ځــــــــــــي پــه زار زار ، یاقــــــــــــــــــربان یا قـــــــــــربان

شــپــــــې شـــوی ډیــــــرې اوږدې ورک ســــبا راولـــــــــــئ
بــــار دنــــور قــــــــــــــــــــافـــــلـــــــــــــــــې د رڼـــا راولـــــــــــئ
د یــتــیم پـــر خــولـګۍ ، بـــیــا مـــــــوســـکـــا راولــــــــــئ
مـــهــــاجــــــــر ې مرغــــــــــۍ ، بیــــــــر ته بیــــا راولـــــــــئ

شــــــــین بــڼکـــــي طـــــــوطیـــــــان، ســـپــــــین وزری مـــارغـــان
تــور لـــوګـــــي چـــــــــې دجــــــنـــګ ، کــــــړي جــــارو پـــه یـــو آن

خدای به بـــیا کــړی راشـــنه ، تور شـــپو کـــې ســـپوږمــۍ
په ګــــــــــډا به راځـــــــــي ، په څــــــپــــو کـــــــې ســـپوږمــۍ
لپــــــــــې لپــــــــــې به څښــــــو، په اوبــــو کــــې ســـپوږمــۍ
زرغـــــونـــــه به مـــــو شـــی ، په رګــــــــــــو کـــې ســـپوږمــۍ

دوطـــــــــن مــــور مـــــــــــــو وړي ، پـــاس پـر ســــــــــر شـــــین قـــــرآن
مـخ په لمــــر یو روان ، مـــــــــــونږ دســــــــــــــــتـــــــورو کــــــــــــاروان


عصمت الله
12.07.2009

مستې مې نغمې چې دتوحيدپه زيروبم کې وای
کاشکې آبابيل وای چې مې ځاله په حرم کې وای

تل دې وای د رب دمينانودرمل طواف
ماورته زړه اېښی په قدم قدم قدم کې وای

ډکې مې ځولۍځولۍپه ټولومې شيندلې وای
ستامينه خوره مې په عرب اوپه عجم کې وای

زړه کې مات اغزی به مې په څانګه ؤدګل بدل
وروبه ژړيــدلــی په لـمـن دمـلــتزم کــې وای

ستړی مې ژوندون دهاجرې تراوومنډودی
پښې داسمعيل ارمان مې تاندې په زمزم کې وای

لاس به دبـلبــــــــــــــــــــــل دترانـورارسيـــــدلی ؤ
ستاکاروان به ناست په منځ دګل اودشبنم کې وای

١٤٢٩ داشعر مې په حرم شريف کې ليکلی دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more