د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

aslam

Abdullah
07.01.2004

اسلام عليکم

پوشتنه?
انسان چي دنيا ته راغلي دي چون ده وخت کيږي?


Re: aslam

نقاد
08.01.2004

[quote:0f2cdc718e="Abdullah"]اسلام عليکم

پوشتنه?
انسان چي دنيا ته راغلي دي چون ده وخت کيږي?[/quote:0f2cdc718e]

منلی وروره عبدالله خانه ټول افغان ته په خير راغلې او هر کله راشې ! ، سلامونه مې هم ومنئ .

تاسو يوه ډيره مهمه پوښتنه وړاندې کړې ده . ځکه انسان صلأ يو پوښتونکی او پلټونکی موجود دی ، او خپل ويښ او بيدار اند يې دېته ته نه پريږدي چې په پټو سترګو يو ويده ژوند تير کړي او لکه يو څاروی نه له ځان او نه له جهان څخه خبر شي . انسان ، د انسان اصل او ماهيت ، د هغه خلقت ، مبدا ،کنهه اوتاريخ روښانه کول که هرڅومره پيچلي او ستونځمن دی ، خو ډير اړين او ضروري هم دي . ددې له پاره چې د لوستونکو ځواب ستاسو پوښتنې ته هدفمن اوسي ، ستاسو پوښتنه بايد مشخصه شي چې : ايا تاسې د خپلې پوښتنې يو مذهبي ځواب غواړي او که علمي ؟ که مذهبي ځواب غواړئ ، نو د محترم طالب جان او طالب خان ليکنې د همدې پاڼې د اسلام په فوروم کې د حضرت ادم (ع) په هکله وګورئ . او که علمي او تيورکي ځواب مو مطلوب او غوښتنه وي ، له معلومولو سره سم به يې د لوستونکو څخه د ځوابولو هيله ولرو . نو تاسو وواياست چې ايا تاسو علمي ځواب غواړئ ؟ والسلام !


Jawab


ع کريم حليمي
11.01.2004

ډير ګرانه وروره عبدالله جانه، اوټولو لوستنکو سلام!
تاسو ډيره اعلی پښتنه کړي ده دانسان دپيدايښت ٠ تاسو ته معلومه ده چه په نړي کي تر اسماني کتابو ترمخه بل کم کتاب وجود نه لري موسلمه خبره ده٠
زما ١٧کاله کيږي اسلام مطلعه کوم٠ په اسلام يوزي دغه ٧کتابه سته قرأن،بخاري،نسايي،ماجه،ابو داود،تميزي،بحقي،او يو بل طبرانی دي په دوغوکي هڅ تاريخ ندي معلوم ٠ يوازي په ابراني کتابو کي ليکي چه ابراهيم ع تر موسی ع ٧ نسله دمخه دی ٠
په داسي حالکي چه غربۍ يا عربۍ تاريخدان ابراهيم ع هم نه پيژني ٠ څوک چه ابراهيم پيژنی يوازی ئې داسماني کتابو څه پيژني ٠ أدم تر ابراهيم ډير مخه دی٠ تاريخ دانان چه په ابراهيم ع ک معلومات نه لرې نو په أدم کی به دکومه وي ٠ بيا هم امريکائي عاليمان په ميلنو کلونه ښي شخسي ماته داعطباروړ نه دي ٠ غه مطالعه ماته وړ نده وليچه پر علمي معاش بانديمي څه نه باﻻبودکيږي څه چه زما سره دې ستاسومخته کښيښوول ٠
ع٠ک ٠ حليمي


Re: Jawab


ع کريم حليمي
11.01.2004

[quote:a4176268b4="abdul karim"]ډير ګرانه وروره عبدالله جانه، اوټولو لوستنکو سلام!
تاسو ډيره اعلی پښتنه کړي ده دانسان دپيدايښت ٠ تاسو ته معلومه ده چه په نړي کي تر اسماني کتابو ترمخه بل کم کتاب وجود نه لري موسلمه خبره ده٠
زما ١٧کاله کيږي اسلام مطلعه کوم٠ په اسلام يوزي دغه ٧کتابه سته قرأن،بخاري،مسليم، نسايي،ماجه،ابو داود،تميزي،بحقي،او يو بل طبرانی دي په دوغوکي هڅ تاريخ ندي معلوم ٠ يوازي په ابراني کتابو کي ليکي چه ابراهيم ع تر موسی ع ٧ نسله دمخه دی ٠
په داسي حالکي چه غربۍ يا عربۍ تاريخدان ابراهيم ع هم نه پيژني ٠ څوک چه ابراهيم پيژنی يوازی ئې داسماني کتابو څه پيژني ٠ أدم تر ابراهيم ډير مخه دی٠ تاريخ دانان چه په ابراهيم ع ک معلومات نه لرې نو په أدم کی به دکومه وي ٠ بيا هم امريکائي عاليمان په ميلنو کلونه ښي شخسي ماته داعطباروړ نه دي ٠ غه مطالعه ماته وړ نده وليچه پر علمي معاش بانديمي څه نه باﻻبودکيږي څه چه زما سره دې ستاسومخته کښيښوول ٠
ع٠ک ٠ حليمي[/quote:a4176268b4]


Re: Jawab

نقاد
12.01.2004

[quote:e61d1e550e="abdul karim"]ډير ګرانه وروره عبدالله جانه، اوټولو لوستنکو سلام!
تاسو ډيره اعلی پښتنه کړي ده دانسان دپيدايښت ٠ تاسو ته معلومه ده چه په نړي کي تر اسماني کتابو ترمخه بل کم کتاب وجود نه لري موسلمه خبره ده٠
زما ١٧کاله کيږي اسلام مطلعه کوم٠ په اسلام يوزي دغه ٧کتابه سته قرأن،بخاري،نسايي،ماجه،ابو داود،تميزي،بحقي،او يو بل طبرانی دي په دوغوکي هڅ تاريخ ندي معلوم ٠ يوازي په ابراني کتابو کي ليکي چه ابراهيم ع تر موسی ع ٧ نسله دمخه دی ٠
په داسي حالکي چه غربۍ يا عربۍ تاريخدان ابراهيم ع هم نه پيژني ٠ څوک چه ابراهيم پيژنی يوازی ئې داسماني کتابو څه پيژني ٠ أدم تر ابراهيم ډير مخه دی٠ تاريخ دانان چه په ابراهيم ع ک معلومات نه لرې نو په أدم کی به دکومه وي ٠ بيا هم امريکائي عاليمان په ميلنو کلونه ښي شخسي ماته داعطباروړ نه دي ٠ غه مطالعه ماته وړ نده وليچه پر علمي معاش بانديمي څه نه باﻻبودکيږي څه چه زما سره دې ستاسومخته کښيښوول ٠
ع٠ک ٠ حليمي[/quote:e61d1e550e]

محترمو، دا ﻻندې زمونږ د مکرم اوقدرمن ورور طالب جان ليکنه ده چې تاسوته يې دلته رانقلوم :

گرانو ورونو :السلام عليکم ورحمةالله وبرکاته
ستاسو د پوښتني ځواب : دعالم اسلام مشهور مفسر محمد بن احمدالانصاري په خپل وتلي تفسير قرطبي کي ليکلي
(( کان بين أدم ونوح عشرة قرون والقرن مأة سنة وبين نوح وابراهيم عشرةقرون والقرن مأة سنة وبين ابراهيم وموسي بن عمران عشرة قرون والقرن مأة سنة فهذا بين أدم ومحمد صلي الله عليه وسلم من القرون وسنين . والله اعلم ))تفسير قرطبي122مخ 6ټوک .
ژباړه :دأدم او نوح عليهما السلام په منځ کي فاصله لس پيړۍ وه او هره پيړۍ سل کاله وي همداراز دنوح او ابراهيم عليهما السلام په منځ کي فاصله لس پيړۍ وه او هره پيړۍ سل کاله وي او د ابراهيم او موسي عليهما السلام په منځ کي هم لس قرنه فاصله موجوده وه اوهرقرن سل کاله وو . له دي څخه معلومه شوه چي له أدم عليه السلام څخه تر موسي عليه السلام پوري درې زره ((٣٠٠٠)) کاله تير شوي .
علامه شهاب الدين السيد محمود الآلوسي البغدادي رحمةالله عليه په نوموړي تفسير روح المعاني کي ليکلي
(( وکان بين موسي و عيسي عليهما السلام الف وسبعمأة سنة في المشهور )) روح المعاني ١٥٣مخ ٣ټوک .
ژباړه : له مشهور قول سره سم د موسي او عيسي عليهما السلام په منځ کي اوولس سوه١٧٠٠کاله فاصله وه .
نو دا ١٧٠٠کاله چي له پورتنيو ٣٠٠٠کلونو سره جمع کړو نو ړ٤٧٠٠کاله شو . همدا راز د عيسی عليه السلام او د خاتم النبيين محمد رسول الله صلي الله عليه وسلم تر منځ د فاصلی په اړه علامه آلوسي ليکي (( اختلفوا في مدتها بين نبينا صلي الله عليه وسلم وعيسي عليه السلام فقال قتادة کان بينهما خمسمأة سنة وستون سنة)) روح المعاني ١٥٢مخ ٣ټوک
ژباړه :داچي د رسو ل الله او حضرت عيسي عليهما السلام تر منځ څومره فاصله ده په دي کي اختلاف دی مگر حضرت قتادة رضي الله فرما يلي دي چي ددوي دواړو ترمنځ پنځه سوه شپيته ٥٦٠ کاله فاصله وه . نو دا ٥٦٠کاله چي له پورتنو ٤٧٠٠کلونو سره جمع کړو نودا ٥٢٦٠کاله شو .
بيا رسوالله صلي الله عليه وسلم په څلويښت ٤٠کلنۍ کي مبعوث شو له بعثت څخه ديارلس ١٣کاله وروسته يي مدينې منورې ته هجرت وکړ نو دري پنځوس ٥٣کاله داشو له هجرت څخه تر اوسه پوري څوارلس سوه څلرويشت ١٤٢٤کلونه وتلي دي نو پورتني ٥٣کاله چي له دې سره يوځاي کړو نودابه ١٤٧٧کاله شي بيا چي دا کلونه له پورتنو٥٢٦٠کلونو سره جمع کړو نودا ټول٦٧٣٧کاله شو نو دعلامه آلوسي او علامه قرطبي رحمهما الله له بيان سره سم له آدم عليه السلام څخه زمونږ تر زمانې پوري ٦٧٣٧ کلونه تير شوي دي .
يادونه : دنړۍ تاريخ چونکه ډير لرغونی دی نوځکه دبعض واقعاتو په اړه پکي اختلاف ليدل کيږي نو په همدي بنياد که زما دغه بيان کړی تاريخ له نورو تاريخونو سره لږ فرق يا تفاوت ولري بعيده نه ده ځکه چي په بعض واقعاتو کي د راويانو په اقوالو کي هم اختلاف ليدل کيږي هر عالم او مؤرخ ته چي کوم قول غوره ښکاره شوې نو هغه يي بيان کړی. په سلامونو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more