د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ghafar
30.05.2006

ټولو دوستانو ته سلامونه او نيکې هيلې!
محترم منتظرمسید ليکي:
[quote:c96db5a087]خواوس چې دوه رسمي ژبې پرموږتپل شویدي نوښه به داوي چې دهیوادپه ټولوښونځیوکې که هغه په پکتیاکې وي ،یاپه بدخشان کې یاهم دهیوادپه نوروولایاتوکې ،دځینونوربهرنیوهیوادپه څیر په هرښوونځي کې دوه ټولګي شته وي ،یاني هم دپاړسي اوهم دپښتو،اودابیا زده کوونکوته موقع ورکړه شي چې په هره ژبه وغواړي ،په هغه دې زده کړې وکړي ،که څوک غواړي چې په پاړسي زده کړې وکړي ،نوهغه به دپارسۍ په ټولګي کې زده کړې کوي ،خوکه څوک وغواړي چې په پښتوزده کړې وکړي هغه ته به هم موقع په لاس ورغلې وي چې زده کړې په خپله ژبه ترسره کړي [/quote:c96db5a087]
دا وړانديز عملي بڼه نلري. که دا وړانديز عملی شي، نو بايد چې د ښوونې او روزنې د وزارت تشکيلات او نور تاسيسات لکه ودانۍ او داسې نور لږ تر لږه دوه برابره شي، په داسې حالکې چې همدا اوس د ډېرو برخو ښوونکواو نور کارکونکو د کال ١٣٨٤ معاشونه ندي اخيستي !
په درناوي
غفار


نقاد
30.05.2006

محترم غفار خان صيب ته په مينه مينه سلامونه !
خبره به بل مفهوم ته نه ړوو: ددې جملې معنې چې : [quote:2ad598151b]په حقوق حالت کې خو دې هر ژورنالست حق لري له رسمي ژبو څخه په هره يوه ژبه چې غواړي مرکه وکړي [/quote:2ad598151b] چې يو پښتون ژورنالست ، او په ځانګړې توګه بيا د يو بل پښتون سره په فارسي باندې مرکې ته اړويستل قانون تر پښو ﻻندې کول دي ، اوهغه به کوم پښتون وي چې غواړي مرکه د بل پښتون سره په مورنۍ ژبه نه، بلکې په فارسي مرکه وکړي ، مګر دا چې ورته مجبور شي ، نو ځکه دا سمه نده، چې د آريانا د ټلويزيون يو پښتون خبريال دغه کار کوي او بيا د يوۀ پښتون وزير سره په فارسي مرکه کوي . فارسي مرکې خو فارسي ژبي ژورنالستان کوي ، يوه پښتون ژورنالست ولې له خپل حق څخه تيريږي او د فارسي د ژورناست دنده په غاړه اخلي ؟ دا د پښتو دهغه قانوني حق پيمالول دي چې .اساسي قانون ورکړي ، فارسي ژبي تري ٢٠٠ ٪ کار اخلي ، خو پښتانه ژورنالستان يې بيا تر پښو ﻻندې کوي او يا مجبوريږي چې هغه تر پښو ﻻندې کړي . او بيا مونږ ولې دغه عمل بيا تبرئه کړو او يا ورته چکچکې ووهو؟ او بيا نيمه مرکهپه پښتو او يمه مرکه په فارسي کول څه معنی ؟
که په دې وسيله وزير صيب يا دا غواړي چې وښيي د فارسي سره عقده نه لري اويا غواړي ځان ښودنه وکړي چې ګواکې پر فارسي بشپړ تسلط لري ؟ چې البته داهم يوه عقده ده او په مشخصه توګه د کمترۍ داحساس عقده او بس !

.

.


نقاد
30.05.2006

محترم غفار خان صيب ته په مينه مينه سلامونه !
خبره به بل مفهوم ته نه ړوو: ددې جملې معنې چې : [quote:a67f831be3]په حقوق حالت کې خو دې هر ژورنالست حق لري له رسمي ژبو څخه په هره يوه ژبه چې غواړي مرکه وکړي [/quote:a67f831be3] چې يو پښتون ژورنالست ، او په ځانګړې توګه بيا د يو بل پښتون سره په فارسي باندې مرکې ته اړويستل قانون تر پښو ﻻندې کول دي ، اوهغه به کوم پښتون وي چې غواړي مرکه د بل پښتون سره په مورنۍ ژبه نه، بلکې په فارسي مرکه وکړي ، مګر دا چې ورته مجبور شي ، نو ځکه دا سمه نده، چې د آريانا د ټلويزيون يو پښتون خبريال دغه کار کوي او بيا د يوۀ پښتون وزير سره په فارسي مرکه کوي . فارسي مرکې خو فارسي ژبي ژورنالستان کوي ، يوه پښتون ژورنالست ولې له خپل حق څخه تيريږي او د فارسي د ژورناست دنده په غاړه اخلي ؟ دا د پښتو دهغه قانوني حق پيمالول دي چې .اساسي قانون ورکړي ، فارسي ژبي تري ٢٠٠ ٪ کار اخلي ، خو پښتانه ژورنالستان يې بيا تر پښو ﻻندې کوي او يا مجبوريږي چې هغه تر پښو ﻻندې کړي . او بيا مونږ ولې دغه عمل بيا تبرئه کړو او يا ورته چکچکې ووهو؟ او بيا نيمه مرکهپه پښتو او يمه مرکه په فارسي کول څه معنی ؟
که په دې وسيله وزير صيب يا دا غواړي چې وښيي د فارسي سره عقده نه لري اويا غواړي ځان ښودنه وکړي چې ګواکې پر فارسي بشپړ تسلط لري ؟ چې البته داهم يوه عقده ده او په مشخصه توګه د کمترۍ داحساس عقده او بس !
غفار خانه وروره [color=white:a67f831be3]راځئ دا ګز او دا ميدان[/color:a67f831be3] تل د چيلينج معنی نه لري بلکې متن بيا ولولئ ، ستاسو د يوه وړانديز د تاييد او پلي کولو له پاره د داوطلبۍ او ملاتړ معنې لري ، او له تاسونه په دې توګه غوښتل شوي چې عملي ﻻرې چارې مو روښانه کړئ مونږ درسره وﻻړ يو ، تاسو صرف غږ وکړئ ! داسې بريښي چې تاسو دغه ډول ګزاوميدان يواځې د مخالفت په توګه يو چلنج ګڼلی دی ، ايا دا به پخپله يوه ماشومانه انګيرنه نه وي ؟.
ځکه ما ګټ مټ دغسې ليکلي وو:
[color=white:a67f831be3] راځئ دا ګز او داميدان ، هغه دې قانون ، دغه دې معضله او دا هم مونږ اوتاسې ، کوم عملي تدبيرونه او ګامونه پورته کول غواړئ؟ او څومره اوږود مهاله تدبيرونه ؟ څو ﻻسونه سره يو کړو او د عمل ډګر ته يوځای ورودانګو ![/color:a67f831be3] .[color=blue:a67f831be3]په درنښت [/color:a67f831be3]!

.

.


ghafar
31.05.2006

ګران ورور نقاد صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه او نيکې هيلې!
[quote:397cffbe65]داسې بريښي چې تاسو دغه ډول ګزاوميدان يواځې د مخالفت په توګه يو چلنج ګڼلی دی ، ايا دا به پخپله يوه ماشومانه انګيرنه نه وي ؟.[/quote:397cffbe65]
نه ګرانه دا ماشومانه انګېرنه نه ده، ځکه زه تاسو سره کومه پېژندګلوۍ نلرم ، نو زما په فکر يو له بل څخه زمونږ دواړو قضاوت يواځې په دغو ليکنو ولاړ دئ،چې په دغې ويپ پاڼې کې يې کوو. کله چې ماد دې بحث په بهير کې ستاسو " فکاهي" ولوستله د [color=blue:397cffbe65]ښونځي ماشومانو[/color:397cffbe65] د اصطلاح کارول مناسب ښکاره شو، خو څرنګه چې تاسو موضوع تشريح کړه، که مې د ماشوم په کلمې زورلئ اوسۍ بښنه غواړم !
په درناوي
غفار


م ن غروال
31.05.2006

ُښاغلی غفار ورور سلامونه ومنئ!
کله چې پښتون په پښتو خبرې نه کوي دا ستونزه نه بلکه نيمګړتيا ده او ستونزه فکر کوم داده چې د مثال په ډول پښتو ژبه له ملي حيثيت څخه وغوزول شوه او يا ملي سرود په دري ژبه وي او يا د حکومت لخوا د پوهنتون او پوهنځيو نامې اولوحي په دانشګاه دانشکده واړول شوې او يا دا چې د پښتنو سيمو کي د کتابو کموالۍ او يا نشت والۍ او داسي نور، اما دا چې پښتانه خپلو کي په پښتو خبرې نه کوي او هغه هم بيا په تلويزوني مصاحبو کي ، دا زمونږه يوه لويه نيمګړتيا ده نه ستونزه، او دملې رسمي (مورنۍ) ژبې په حق کي واقعاً ظلم دي٠
دا ټوله بحث او ګېلې په همدي وجه بنأ دي نور د ښونځيو او نور داسي ورته چارې چې هر څومره وړاندي شي او وويل شي که همدا پښتانه وي او په نورو ژبو غږيدل! نو نه ښونځي په درد خوري او نه هم پوهنتونونه! زه نه وايم چې تأثير به ونلري او د ودې په برخه کې به مهم رول ونه لوبوي٠
زه نور پدې هکله به د سر خوږ درنکړم خو يو شی راته په زحمت روښانه کړئ!

د آريانا تلويزيون ستاسو په قول چې اکثره ليدونکي يې دري زبانه خلک دي او يو آزاد تلويزيون دي خوښه يې چې په کومه ژبه خبرې کوي، کولاي شي ، او لا مدعي ياست چې مطبوعاتي واقعيت دي ځکه د ژبو د رعايت لپاره کوم قانون وجود نلري (چې دا زما په نظر يوه ستونزه ده چې بايد حل شي) او دا هم واياست چې دومره هيا هوي د څه لپاره؟ او .......... [color=red:abdbfdfc7c]که دا پښتانه په همدي تلويزيون کي او ستاسو د ټولو خبرو تائيد سره سره، په پښتو غږيدلي واي آيا د پښتو ژبې لپاره به يې هيڅ ډول کومه مثبته اغېزه نه واي پرې ايښې؟ او ستاسو په اند يې حتې منفي تأثير ـــ يا پر ژبې او يا پر خلکو ـــ هم پرې نه ښود؟[/color:abdbfdfc7c]
خو زه په هر حالت کي داسي مصاحبې چې دواړه پښتانه وي او په پښتو نه غږيږي ډير زيات د تأسف وړ بولم او دا ډول پښتانه د پښتو ژبې لپاره يو مرض بولم ٠[color=#444444:abdbfdfc7c][/color:abdbfdfc7c]
په درناوې


ghafar
31.05.2006

عزتمند ورور غروال صاحب سلامونه او نېکې هيلې!
ستاسو دليکنې يوې برخې څخه داسې څرګندېږي، چې تاسې هم د ځينو نورو درنو ليکونکو ليکنو تر اغېزې لاندې راغلي اوسۍ.[quote:e6d35cc6bc] د آريانا تلويزيون ستاسو په قول چې اکثره ليدونکي يې دري زبانه خلک دي [/quote:e6d35cc6bc]ما دا ادعا نده کړې، که څه هم ما د نورو دوستانو ناسمو ليکنو په ځواب ليکلي وو، خو زه هغه يو ځل بيا تکراروم، ما ليکلي وو:
[color=red:e6d35cc6bc]که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي، چې د هغه د ټلويزيوني خپرونې ليدونکو زياتره برخه د پښتو په پرتله په دری ښه پوهېږي، نو خپله خپرونه همداسې عياروي.[/color:e6d35cc6bc]که دغې جملې ته ځير شوو و به وينوو چې يوه شرطي جمله ده يانې[color=violet:e6d35cc6bc]که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي[/color:e6d35cc6bc].
زه په دې نظر يم، چې ښه به وي دا بحث همدلته پای ته ورسوو.
په ډېره درناوي
غفار


نقاد
01.06.2006

دروند ورور غفار صيب ته سلام او درناوی !

[quote:86070df3c1]که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي، چې د هغه د ټلويزيوني خپرونې ليدونکو زياتره برخه د پښتو په پرتله په دری ښه پوهېږي، نو خپله خپرونه همداسې عياروي [/quote:86070df3c1].
دا چې د دې جملې د شرط ټکی يا د ( که ؟) پوښتنه څومره اړينه او پر ځای ده ، له دې حقايقو څخه څرګنديږي :
١ـ ددغه تلوزيون پښتو او فارسي خپرونې سره يو برابر دي ، نو ښکاره ده چې دې
ټکي ، چې د پښتو او فارسي تر منځ دا فرق چې پر کومه يوه باندې ليدونکې تر هغې بلې ښه پوهيږي، دارينا په تلويزيون کې د پښتو او ارسي په مساوي انډول څه اغيزه نه ده کړې او ستاسو فرضيه يا شرطي جمله هم هيڅډول وزن او معنی نشي ﻻسته راوړلی او د اريانا د تلويزيون په اړه يې منځپانګه شنډه ثابتيږي .
٢ـ که تاسو د خپلې ادعا له پاره د ( که) شرط تورې کارولی هم دی، خو په برعکس حالت مو باور نه درلود او د نوموړي شرط د مصداق له پاره مو دځکه داسې دليل هم ورسره وړاندې کړی و چې : [quote:86070df3c1]ځکه هغه غواړي د ساري په توګه اعلانونه خپاره کړي او هيله لري چې ډير خلک پرې پوه شي [/quote:86070df3c1]
خو اوس وينئ چې وا قعيت ستاسو داعلانونو پر دليل (يا مثال) هم د بطلان چليپه راکښلې ده او يوه ژبه هم د اعلاناتو تر اغيز ﻻندې نه ده زيانمنه شوې او ښکاره ده چې تلويزيون يواځې په اساسي قانون کې ددواړو ژبو پرمساوي رسميت باندې تکيه کړې ، نه پر دغسې سوداګريزو احداثو چې تاسو په ښکاره توګه ورته ته د يوه ستر کشف درجه وربښلې ده چې د يوې قانونمندۍ د جبر په توګه ترې نه يو ژورنله قانون په څير ترې نه و ژورنالست او نه هم يو وزيې سرغړولی شي ، مګر داچې ژرنالست پرې له دندې ووځي او وزير هلته له مرکې څخه بي برخه شي (!!)، وګورئ تاسو خپله فرمايلي دي :[color=white:86070df3c1] (( هغه زما او ستا دردونو په کيسې کې ندئ، نو که پښتون خبريال او يا نطاق د هغه غوښتنه ونه مني، نو هغه به نه استخداموي! او که د مخابراتو محترم وزير صاحب د پښتو په مصاحبې ټينګار وکړي، نو ورسره مصاحبه به نه کېږي !)) [/color:86070df3c1]
٣ـ داچې دا سې نه ده، هم د پښتو او فارسي د مساوي وختونو څخه په ډاګه کيږي،
خو سړي ته ستاسو له دغې سرچپه او جدي ادعا څخه دا پوښتنه پيدا کيږي چې ستاسو ددغسې ادعاله پاره چې په واقعيت کې هيڅ اسا س نشې موندلې، انګيزه
له کومه کړې ده اوڅشی مو د پښتو پر ضد دومره هڅې ته مجبوروي ؟ والسلام !


منتظرمسید
01.06.2006

ښاغلی غروال صیب
نیکې هیلې مې ومنئ
اصلازماپه داموضوع چې دغه وروریانې غفارکوم الفاظ یاتور ي کارولي اوګویا موخه یی هغه وه یادغه ،ستاځواب سم اوپه ځآی دی ،امازماسره بله پوښتنه ددې ورورپه اړوندراپورته شوه ،لکه څنګه چې دغفاروروردلیکنونه جوتیږي ،دایو پښتون دی اوداریانتیاخبره په دې کې ده چې زموږدغه ورورولې خپل ځان داریانا ټلویژیون وکیل مدافع ګرځولی دی.بله خبره داچې موږپه اصل کې داریانادټلویژیون دڅښتن نه ګیله نه وکړې ،بلکه له هغوخپلوپښتنوورڼوموکړې وه چې دیوڅوپیسویا ددې لپاره چې په ټلویژیون کې راښکاره شي ،خپله ویاړلې دپلاراونیکه ژبه یوې خواته ږدي اوراولاړیږي دیوچادخوښۍ لپاره په بله ژبه خبرې کوي ،اماغفارورور پرته لدې چې داریانادټلویژیون څښتن پرې خبرشي راولاړشواوپه دغسې ستغو خبرواوالفاظودهغوی په ننګه اودفاع کې ودریده چې چاته دخبروموقع نه ورکوي . خوزه به دغه ورورته دومره ووایم چې وروره ته په دې ښه پوهیږي چې لدی بحث نه زموږ موخه داوه چې هغه ډله پښتانه چې دکمترۍ حس ورسره دی اوپرپښتوباندې په خبروکولوشرمیږ ی یاویریږي چې ځینې امتیازات به له لاسه ورکړي .هغوته په کارده چې نورپه دې وپوهیږي چې دانسان په ژندانه کې ځینې داسې ارزښتونوشته چې دهغودخوندي ساتلولپاره ورته بایده وي چې له ډیروشیانونه تیرشي اومورنۍ ژبه هم له دغوارزښتونوڅخه ده ،اوهغه زمادیوه پاړسیوان انډیوال خبره چې دملت دباباپه هکله یی راته ویلې وه چې (هغه څوک چې پرخپله مورنۍ ژبه ننګ ونکړي ،هغه به په وطن اوملت څه ننګ وکړي ؟؟!!!) سلوپه سلوکې په ځای ده .ځکه مورنۍ ژبه زموږپیژنداوهویت دی ،دهغې په له لاسه ورکولوسره به موږنورډیر ارزښتونه له لاسه ورکړو.خوله بده مرغه چې ددغسې کسانوله لاسه لکه چې موږور باندې دلته خبرې اوبحث کوو،پښتوپه له منځه تلوکې وه ،چې دځینوبااحساسه او میړنیوپښتنوپه هلوځلواوهاندهغه نن ورځ له نیکه مرغه چې بیرته په غوړیدوده اوپراختیامومي .
دپښتودغوړیداپه هیله


نقاد
01.06.2006

ښاغلي منتظر مسيد ته سلامونه !
وروره تاسې ليکئ چې
[quote:74932cfd73]،اماغفارورور . دايانا تلويزيون (په پلوي) ... راولاړشواوپه دغسې ستغو خبرواوالفاظودهغوی په ننګه اودفاع کې ودریده چې چاته دخبروموقع نه ورکوي .[/quote:74932cfd73]
وروره
١ـ ښاغلي غفار هيڅکله ستغ خبرې او الفاظ نه دي کارولي .
٢ـ داسې نه ښکا ري چې دهغه له پاره داريانا تلويزيون مطرح و، بلکې اند توګې او طرحې چې
دۀ ته ښايي سمې نه بريښېدلې. د هغه بحثتوګه اصولي ده او سوچه روڼ انديزه او درناويزه بڼه يې لرلې ده ..
٣ـ که دغسې .بل انده او بيل انده نظر يې نه لرلی ، دومره بحث به چا کړې وای او څنګه به د بحث توده لړۍ غځيدلې وای او موضوع دومره څنګه روښانه شوې وای . د نومړي ژبه ساده سليسه روانه او خوږه ژبه ده ، او دﻻيل يې روښانه بريښي.
٤ـ غفار ورور ځوان او يو بي تجربې سړی نه بريښي ، زه هيلمن چې غفار ورور به مونږ په راتکونکې کې هم يواځې نه پريږدي او خپلې قلمي مرستې به پر مونږ نه بندوي . والسلام ..
.
.


ghafar
01.06.2006

درنو او قدرمنو ورونونقاد اومنتظرمسید سلامونه او نېکې هيلې!
هغه څه چې ما په دې بحث کې ليکلي له دغې شرطيې جملې څخه سرچينه اخلي:
[color=blue:a21441a059]که د آريانا ټلويزيون پدې باور وي،[/color:a21441a059]
که يې منۍ او که يې نه منۍ عزيزانو دا تاسو پورې اړه لري ، خو نقاد صاحبه تاسو ته دومره ويلئ شم، خدای دې نکړي زه د پښتو ژبې ( د خپلې ژبې) پر ضد نه يم، توپير په دې کې دئ، چې لکه ځينو نورو هېوادوالو په څير د پښتو ژبې د مينې په پلمه د [color=white:a21441a059]ژوندئ دې وي او مړ دې وي[/color:a21441a059] شعارونه نشم ورکولای.
په درناوي
غفار


ghafar
01.06.2006

ګران ورور نقاد صاحب ته يو ځل بيا احترام تقديموم!
منتظرمسید ورور ته ستاسو د څرګندونو څخه ډېره مننه ، کور مو ودان !
غفار


lawangin
01.06.2006

هغه مخ چې په پاکولو او مينځلو خو ګيږي هغه د پښتانه مخ ندی اويو بې هويته ، بې ايمانه ارزانه شی دی چې ملګرتيا يې هيڅ په کارندی ٠
...ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:5a3882df57]ښاغلي لونګين ته سلام او درناوی !
وروره بي مخاطبه کنايې ويل په وېبپاڼو کې د شک او تير وتنو ﻻمل ګرځي، نو که موضوع او مخاطب مو معلوم کړئ، پورتنۍ ليکنه به مو له ړنګيدوڅخه وژغورئ .. والسلام . وطنمل[/color:5a3882df57]


منتظرمسید
02.06.2006

[quote="ghafar"]ګران ورور نقاد صاحب ته يو ځل بيا احترام تقديموم!
منتظرمسید ورور ته ستاسو د څرګندونو څخه ډېره مننه ، کور مو ودان !
غفار[/quote]
ګرانه وروره غفارصیب !
بیاهم ښې هیلې ومنئ .
وايي چې حقیقت دبحث اوخبرواتروپه ترڅ کې رامنځته کیږي ،داچې موږاوتاسو دلته پدې موضوع دومره بحث وکړو دخوښۍ ځای دی اوهغه دغروال صیب خبره که داسې نه وای نودادومره بحث به چاکولای !!؟. رښتیاهم که داسې وي چې یوڅوک یوه لیکنه وکړي یاهم نظرڅرګندکړي اونوروسره پرته له بحث اومباحثې هوکړه وکړي ،نودابه غیرطبعی اوبې خونده کاروي اوډیرحقیقتونه به پټ پاتې وي ،اوبله داچې پریوه موضوع بحث کول هغې سره د نوموړی کس دعلاقې ښکارندوینه کوي اومانالري چې هغه ورته بې توپیره نه بریښي ،نوپه هرصورت ستاسونه یوه نړۍ مننه اوبیاهم هغه دغروال صیب خبره ،هیله ده چې په راتلونکې کې به بیاهم ددې پاڼې له لارې سره بحثونه اوخبرې اترې ولرو،ترڅودیوې معقولې اوسمې لارې په موندلو کې موګډې هڅې اوهاندکړی وي .
ستاسودبري اوسرلوړۍ په هیله


ghafar
02.06.2006

ګران ورور Lawangin ته سلام، احترام او نېکې هيلې!
[quote:9374ee2cba]هغه مخ چې په پاکولو او مينځلو خو ګيږي هغه د پښتانه مخ ندی اويو بې هويته ، بې ايمانه ارزانه شی دی چې ملګرتيا يې هيڅ په کارندی [/quote:9374ee2cba]
عزتمنده وروره ! زه نه پوهېږم، چې د دې جملې په ليکلو سره ستاسو مقصد څوک دئ، خو تر هغه ځايه چې ما پورې اړه لري تاسو ماته يو بل ځلی ليکلي وو:
[quote:9374ee2cba] وروره خبري خو دداسي بويني د ي لکه : د ....مل صيب اوکر... صيب ،لکه تاهم چې دکابل په شير پور کې سپينه ماڼۍ جوړه کړې وي [/quote:9374ee2cba]
که څه هم ما تاسو ته د دې ليکنې په ځواب کې ليکي وو، چې زه تاسو سره بحث نکوم، خو وينم، چې دځينو ټکو دوستانه يادونه بې ګټې به نه وي.
ګرانه! ستاسو پورتنۍ جمله د مخ مينځلو او پاک کولو په معنی نه بلکې يوه بې مسؤليته( بښنه غواړم) څرګندونه ده. بې مسؤليته ځکه چې تاسې ما نه پېژنۍ او زما په هکله خپله ( فتوا !) صادروۍ.
عزتمنده وروره! مونږ بايد د دې ويپ پاڼې له چلوونکو څخه مننه وکړوو، چې مونږ ته يې د نظرونو د تبادلې امکان برابر کړئ دئ. دا مونږ ته دا امکان هم برابر کړئ دئ ، چې لږ تر لږه د مباحثې فرهنګ زده، مشق او تمرين کړوو. مونږ بايد په دې بحثونو کې يو اصل ومنوو، چې پر هره عقيده چې يو د يو بل دښمنان نه يو !
مونږ کولای شو پر يوې مشخصې موضوع باندې بېلابېل نظرونه ولروو. که مونږ د مباحثې په بهير کې ونشو کړئ د بل نظر خاوند قناعت حاصل کړوو، خو بايدچې لږ تر لږه د هغه د نظر احترام وکړوو !!
په درناوي
غفار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more