د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بى عنوانه

زرملوال
22.04.2006

محترمو وروڼو سلام

راځئ په دى موضوع يوڅه سره وګړيږواو دى ته ځيرشو چى دانوى ميلمانه ! به موترڅوپه دى بيرحمه جګړه كى كړوى ؟
زه ګومان كوم زموږپه يارانوكى به ځينى داسى كسان هم راپيداشى چى البته په غيرمستقيمه توګه به ددى امريكايي درندګانودى كړنى ته دخټو دپوزى جوړولو هڅه وكړى !!!

[color=darkred:3f9c237878]ربه پوښتنه کوم !

يادښت :

دوه شپې وړاندې د خوست ديعقوبيو ولسوالۍ هغه ميرمن چې لور يې په روغتون کې زېږدلې وه او کورته په لاره وو ، امريکايي سرتېرو پرې ډزې وکړې او دغه نوې زيږدلې نجلۍ ( چې لا يې يو ساعت هم دنيا کې نه و تېر کړى ) ، دهغې مور او څو تنه نورې ښځې يې ټپيانې کړې .

ربه پوښتنه کوم

خدايه ! بنده دې يم بخښنه غواړم

يو څو پوښتنو اجازت راکوې؟

پرون زما په خويندو ډزې وشوې

وړه خورکۍ يې راته وويشتله

دې ظالمانو ته دې هېڅ ونه وې؟

ربه!

بنده دې يمه ، ځار شم درنه

کاشکې له سره دې خلق کړى نه واى

زما له خويندو وينې دارې وهي

زه پر قاتل لاس جګولى نه شم

خدايه!

وږي ليوان مې په هډ چک لګوي

خالي رګونو کې مې ساه خوځيږي

زه ورته ګورم دوى شخوندونه وهي

اخر په راز د داسې ژوند مې پوه کړه؟

خدايه ! بصير يې، هر څه خپله وينې

په خپل کاله کې راته خور ووېشته

وړه لورکۍ يې غېږ نه پرېوتله

اخر په مونږه داسې کېږي څله؟

ربه! دردونه مې له حده زيات دي

بخښنه غواړم ګستاخي مې وکړه

دخورکۍ چيغو رانه عقل وړى

ماليوني باندې حساب مه کوه !!!

د وري ٣٠ مه کابل

نعمان دوست
( بېنوا خپرنيزه څانګه[/color:3f9c237878]


زرملوال
22.04.2006

اياداخوستى ټپى ميرمن يواځى دايو ورور(شاغلى نعمان دوست)لرى ؟
هوكى ! دانورى يي لكه ټولى چى خوندى وى .

[color=darkred:60a1ef8c8f]نعمان دوست ? کابل د وري ٣٠مه

ګراني خوري !

خپل خپلوان به تاته دمبارکۍ په تمه راغلي وي، هر کله يې چې ستا په ټپي غېږه کې ټپي ماشوم ليدلى وي ، نو پوښتنه به يې په ستوني کې وچه شوي وي .

ته به هم دهغوى په پوښتنه پوه شوې يې ، خو ځواب به درسره نه و، يوازې دلورکۍ په ټپ به دې زخمي شونډې اېښي وي او بيا به دې داسې کريکې وهلي وي چې بې له ويشتونکو به يې دټولو زړونه رېږدولي وي .

خوري !

کله چې سرو ګوليو ستا په وړې لور خوله ښخه کړي وي او کله چې دې خپلې تودې وينې په بدن حس کړي وي ، حيرانه شو ې به يې او سترګو ته به دې ټول هغه کړاوونه درېدلي وي ، چې تا دمور کېدو په تمه ګاللې وو.

خوري !

تاته به مو ږ وروڼه ډېر بې همته ښکاره شوي يو ، ځکه په دومره وروڼو کې ستا دښمنانو ته چا ځواب ورنه کړ.

په سترګو کې به دې دناهيلۍ اوښکې ځليدلي وې .

خوري !

ته خبره يې ؟ مو ږ د بې شپانه رمې په څېر يو. هر ليوه راباندې خوله سره کوي ، تا وانه ورېدل ؟ ستا په کونړيو وروڼو دغره وږي زمري ( *) ورميږونه مات کړل او لا غړمبېږي .

زما ټپي خورکۍ!

تاته به دوېني له هر څاڅکي توېدو سره ، هغه ورځ در په زړه شوي وي چې دکليوالۍ دود خلاف او سړه هواکې له کوره ووتې،خپل مشر او نماينده ګان دې وټاکل .

خو هغوى اوس ستا چيغې وانه وريدې او نه دې کړيکې احساسوي ، هغوى خپلې څوکۍ ترلاسه کړې.

خورې! له خپل مشره ګيله مه کوه، دهغه په خوله په پلازمينه کې له سړکونو تيږي لرې نه شوې.

خورکۍ!

دلته هر څه شعار دى، تا باندې هغه چا شاژورونه تش کړل چې ځانونه دښځو دحقونو مدافعان بولي .

زما ټپي خوري !

ډېر څه مې زړه کې دي ، خو نور درنه شرمېږم . په خيال کې دې هم نشم کتى، ماستا ويشتونکيو ته هېڅ ونشو ويلى.

خير دى ،ومې بخښه ، موږ هسې ژوندي ښکارو، له پخوا وژل شوي يو او له مړو ګيله نه ده پکار.

ګرانې خورې!

زما له خوا خپله ټپي لورکۍ ښکل کړه، په سر يې لاس کش کړه او ورته ورو ووايه (( داوخت به هم تېر شي )) .

*:دغره زمري دهغو عملياتو نوم دى چې دامريکايي ځواکونو په مشرۍ کونړ کې پيل او تېره اوني په کې اوو تنه ملکي کسان ووژل شول .

( بېنوا خپرنيزه څانګه

__________________________________________________

نعمان دوست دليکنې په اړه

دخوستۍ خور په غم

څومره چې ته دغې دنياته دراتلونکي ماشوم په هيله خوشحاله وې هغومره ستاخپلوان اوکليوال خوشحاله وو.٠خودمواکرسي په نوم راغلي انسان خواره په دغه نه پوهيدل چې دافغان وطن په غيږکې چې هره مورخوراولاددنياته راوړي داټول يوشان انسانان دي لکه په لندن اونيويارک کې چې پيداکيږي داټول دادم اولاده ده په لږتفاوت سره څوګ عيسوي مذهب دي څوګ کاتوليک ،څوګ هندوان اوڅوګ دريښتيني دين څښتانان يانې مسلمانان دي خودموردګېډې نه چې هره ورځ پيداکيږي هغه انسان دي اودادم اولاده ده٠ نوګرانې خورې !

ستازخمي ماشوم اوته زخمي خورې دهغومشرانوقربانې شوې چې دپښتانوسترپيتخت يي دستر قندهارنه کابل ته راوويست هغوي دخپل پلارنيکه لاره بدله کړه ٠

اوپه غلته لار روان شول اودا اوسني مشرهم ددوي داولادوڅخه دي يادغوهغوي ته ويلي دي اوياهم ورسره همغږدي چې مړه کي پښتانه که په کنړونوکې وي که په زابل کې وي که په هلمند،خوست اوقندهارکې وي ځکه چې دغه مليت يانې دافغان ملت غلامي نه ماني ٠ نوځکه ګرانې خورې ستااوستاماشوم باندې ډزې کوي نوګرانې خوستۍ خورې موږستااوستادزخمي ماشوم پرسر اوښکې توياوو٠اودالله پاک دربارته دوعاکوو٠

چې دادموکراسي ټيکادران دبشردحقوق په نامه ډمان دښځودحقوقوسربلارهبران زمونږپه ژوند چې موږژوندي وو، ويي شرماوي

په درناوي خ،پ،

برخه :خوست ? | Pacha : ليکوال [/color:60a1ef8c8f]


دلقمان په جواب کي

hotak
22.04.2006

رب وايي..........................
رب وايي زماساده بنده
ته لاهم نه يی خبر؟؟؟
چي په ازل کي ماله خپله علمه
تاته برخه درکړه.
ستاوبابا اناته مي
دښې اوبدي چاري تيږه
ورمعلومه کړله.
رب وايي....................
ماورته وويل آدمه گوره
چي له ماپرته چاته سرټيټ نکړې
په نړۍ کي سردپاسه سربه شته وي
خوزماسربياترهرسره لوړدی
دومره ډيرلوړ چي دنړۍ سرونه
ورته تل ځوړپراته وي.
رب وايي.....................
ماويل آدمه گورې پام به کوې!!!
چي که څوک خپلي پښې دروړاندي کاندي
اوتاته امردسجدې کوي...
ته هغه پښې په تبرغوڅي کړه
اوپه غاړه يی تيرې چاړېوورپڅي کړه
که دانکړې نوبياټينگ شه دابليس نسل ته
هغه به په نړۍ کي دخپل راج لپاره
ستادنسلونو بيخ بنياد وباسي
رب وايي.....................
زماساده بنده
اوس نوگرځه لټوه پدې کي
چي ته پخپله گرم يی اوکنه يی؟
داهرڅه چي نن له تاسره دښمن کوي
دښمن يی نه بلکي پخپله يی کړې
ځکه تاخپله خپل دښمن راوستی
مينه.................................22 اپريل 2006 کاليفورنيا



22.04.2006

(( رب وايي..........................
رب وايي زماساده بنده
ته لاهم نه يی خبر؟؟؟
چي په ازل کي ماله خپله علمه
تاته برخه درکړه.
ستاوبابا اناته مي
دښې اوبدي چاري تيږه
ورمعلومه کړله.)) .....
دا دعلم او پوهې ، فکر او او تفکر وسله
يواځې ستاله پاره ده او له تا سره ښه بريښي .
له دغه ځواک پرته ته هيڅ يې ياهيڅ هم نه يې .
خو که څه هم کوې ، نو د همدې وسلې په مټ يې کوه او له دې پرته
بله هره ﻻر دې په شاړو سر، هر وسله دې پڅه او هره خواري دې شنډه او بي ځايه ده.
ای انسانه ، که ته ما پيژنې نو هم په عقل مې پيژنې، ځکه زما د قدرت نښې ، زما مخلوقات او زما صنعه ده، طبيعت او کاينات دي، ژوندي او بيژونده موجودات دي ، ټولنه افراد، مادي او معنوي اوڅارنې (پديدې) دي
که دا ونه پيژنې ، چې زما صنعه او زما مخلوقات دي ، نو زما پيژندل به درته نور هم ګران  شي زما د رضا او نه رضا په کارونو به هم پوه نشي ،نو بيا به يواځې لمونځونه ، شيخي او د عباداتو زدکړه ، طلب طالبيت او چړيتوب دې هم په د نيا کې ډيره مرسته درسره ونکړي او د آخرت توښه به دې هم ډيره نيمګړې پاتې شي ، پر دوښمن به بری ونه مومې، له اسلام څخه به سمه دفاع نشې کولی، له پرمختګ څخه به بې برخې يې،ملي آزادي ، اسلامي عدالت او افغاني اولسواکي به نه پيژنې ، جهاد به دې نيمګړی او مبارزه به دې پڅه وي. هر روسی خرس ،هر انګريز سپی او هرامريکنی ځناور به تاته بلوڅيږي ــ ستا سپين ږيري مشران ، ستا تور سرې خويندې او ستا ځيګر ګوشه ماشومان به دروژني ، قهر او غصه به درځي خو هېڅ به نشې کولی. تر څو پورې چې ستا له علم ، پوهې ، تخنيک، تکنالوژۍ، تفکر اومنطق ، عصري تعليم او تربيې ،عدالت اواولسواکۍ سره ورانه وي، تر هغه پورې به ستا دغه حالت وي او د سړيخور و ښکيلاکګرو له منګولو څخه به ځان نشې ژغورلی!

( وږي ليوان دې په هډ چک لګوي .خالي رګونو کې دې ساه خوځيږي ، ځکه : په راز د ژوندون نه پوهيږې .
اوس نوگرځه لټوه چې پدې کي ته پخپله گرم يی اوکنه يی؟ زه خو وايم : داهرڅه چي نن له تاسره دښمن کوي دښمن يی نه بلکي پخپله ته يی کړې ځکه تاخپله خپل دښمن راوپاروۀ ) او د القاعدې لکړه دې په ١١ د سپتمبر د مچيو په سوړه ور دننه کړه !

[color=white:384ff1c8c9]نو ای زمابنده اول انسان شه او بيا مجاهد او مبارز ! نه برعکس ! !!، پوه شوې (؟) اوکه نور دې هم پوه کړم اوعقل دې (له پښو څخه ) سرته راولم !؟[/color:384ff1c8c9]


کټوازی
23.04.2006

[color=blue:5cb2a88843]
رب وايي..........................
رب وايي زماساده بنده
ته لاهم نه يی خبر؟؟؟
چي په ازل کي ماله خپله علمه
تاته برخه درکړه.
ستاوبابا اناته مي
دښې اوبدي چاري تيږه
ورمعلومه کړله[/color:5cb2a88843]
_________________
زما پالونکيه ربه .............!
پۀ تورو سترګو يي منم ، دادې احسان دی پرما ،
خو يو ا حسان که دې دا هم راباندې کړی وای نو ،
اوبۀ دې ماته پۀ غلبېل کې رالېږلې نه وای ،
يا دې پر وچ ډاګ د لامبو راته ويلي نه وای ،


زرملوال
23.04.2006

وروڼو سلامونه

[color=indigo:cfa5f82f63]ظهرالفساد فى البر والبحربما كسبت ايدى الناس[/color:cfa5f82f63]
ژباړه په وچه او لنده كى چى كوم فسادونه رامنځ ته
كيږى دادخلكو دخپلو کړنوله كبله دى

خوږو وروڼو لطفا ډير احتياط كوئ هسى نه چى داد رب داستازيتوب
په خبرو كى مو پښى ونه ښوئيږى بنده بايدله شكايت اوناشكرى نه ډډه
وكړى او خپلو اعمالو او كړنو ته ځير شى


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more