شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
وقار
دغړيتوب نېټه: 15 فروري 2006 ليکنې: 46
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اپريل 18, 2006 7:20 am عنوان : |
|
|
سلامونه ښاغلو.
عابد صېب سمه خبره کړې ده. وړاندې تر دې چې بله طرحي مشاعره پېل کړو نو په دا تېرو بېتونو به کره کتنه و کړو تر څو زما غوندې کمزوري شاعران خپلې تېروتنې ته متوجه شي.
د کره کتنې لپاره به شېرزاد صېب او هادي جان شعر غوره کړې.
په درنښت
وقار |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اپريل 18, 2006 8:50 am عنوان : |
|
|
يارانو ښې چارې
بايد وقار صاحب ته وويل شي چې دنوموړې طرحې قافيه محدوده ده ځکه موږ د بلې طرحې غوښتنه کړې ده او که څوک يې ستا په څير غځول غواړي نو تکړه دې شي او ستا په څير دې د پتنګ په قافيه د دوو پر ځاې درې بيتونه وليکي. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
کټوازی ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 جولاي 2005 ليکنې: 411
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اپريل 18, 2006 9:46 am عنوان : |
|
|
ګرانو وروڼو سلامونه مو ومنئ !
عابدجانه ! ډېره تلېوار دې وکړه ، لږ به لا نور هم ناوخته سوی وې
خو پۀ هرصورت ، شروع يي له ما ،پۀ ليکل شوو بيتونوپۀ لنډ ډول خپل نظر وړاندې کوم ،
لمړی :
عابد ليکلي :
ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه
له سينې سره د لونګ غوندې پۀ جنګ کېدل ، خدايزده چې شاعر کوم مجبوريت لارۀ چې پر دومره زاړۀ سبک يې تکيه کړې ؟ سره له دې چې ښۀ شاعر هم دی او کولای يې سوای چې خپل رنګين خيال او فکر ډېر پۀ زړۀ پورې ډول حتا پۀ همدغه زاړۀ فورم کې واچوي ، خو دلته که له يوې خوا شاعر د خپل شعر لپاره ډېر کلاسيک فورم خپلوي ، نو له بلې خوا يي مضمون هم روايتي او تکراري دی !
ښاغلي سهار ليکلي :
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه
دلته به يوازې دومره ووايم ، د درته پر ځای که ورته ګلونه رنګ پۀ رنګ به شمه شوی وای هغه د پېښوريانو پۀ اصطلاح ،کم ازکم له پاټلۍ څخه خو به نۀ وو لوېدلی ، دا بېله خبره ده چې ورته رنګ پۀ رنګ کېږي ، دلته که مو دلږ وخت لپاره هم هغه د ټوکو پاڼې ته راسره بوځم خدای خبر چې رنګ پۀ رنګ کېدل به څۀ ماناورکړي
هيواد ليکلي :
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه
ډېر پۀ زړۀ پورې بيت دی خو ړنګېدل يې تر يوۀ ځايه ړنګوي
پاچا خوستي ليکلي :
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه
پۀ لومړي بند کې له پاټلۍ بېخي لوېدلی او پۀ دويم بيت کې " لفظ " يو يې خوند پيکه کوي !
عابد جان ليکلي :
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟
لومړی بنديې ډېر پۀ زړۀ پورې اوجالب دی ، خو پۀ دويم بيت کې يا خوپر بله لار روان دی او يا زما سر نه پرې خلاصېږي ، له عابدجان څخ هيله لرم چې تشريح يي کړي !
عجب خان کنړي ليکلي :
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه
دلته خود فن او ټکنيک له کړکۍ که ترسترګو کېږي نو يوازې لفظ بايلل د سړي تنده ور ماتوي ! او بس
راقم (کټوازي) ليکلي :
دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه
محبوبې يي لا ډېر پخوا د سترګو پۀ سمندر کې خودکشي کړې ، ځکه خو ورته پۀ ناز ، ناز ګوري ، څو يي توجو د ځان پرخوا کړي ، خو دی دله خان لا خبر نه دی او هغه دپاکستانيانو خبره ، د همکي ورکوي چې پام پۀ ناز ،ناز ډېر مه راګوره ، هسې نه چې تردې ګړنګ ولوېږې ( دلته ګړنګ د سترګو د ژورتيا پۀ مانا راوړل شوی ) خو که برسېره پردې لوی ټکر هم ، د شعر لومړی بند داسې شي چې : سترګې دې دومره پۀ ناز مه را اړوه ، ښايي تريوه ځايه يي Okey کړو ، ستاسې نظر څۀ شی دی ؟
ښاغلي بيدار ليکلي :
که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه
د لته خو زۀ ولاکه څۀ ويلای شم ، عابدجان او نور وروڼه دې يي وګوري !
کټوازي ( بيا هم راقم ) ليکلي :
دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه
لمړی بيت يې پۀ لوستلو ارزي ، خو پۀ دويم بيت کې يي پرې ور تلېوار سوې ده ، او د ټکنيک لمن يې نه ده نيولې !
و قارجان ليکلي :
د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه
دا به پرېږدو چې د لومړي او دويم بيت ترمنځ Co_Ordination څومره دی خو داخبره هغه د اردونو پۀ اصطلاح طی ده چې پتنګ هر وخت د وصال پۀ حالت کې پتنګ وي ياني پر ډېوه ځان سوځي ، خو ددې برعکس شاعر دهجر پۀ شپو کې پتنګ کېږي ، او بياد ځان لپاره لفظ پتنګ هم استعاره کوي ، خدای خبر چې ددې ماشوړې سر دې پيدا سي و قار جان دې خوا نه بدوي !
عجب کنړی بي ليکي :
څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه
پۀ لومړي بيت کې يي لفظ ( ده ) بحر ماتوي ، او پۀ دويم بيت کې نه پوهېږم چې لفظ بادرنګ د انسان پۀ فطري خواصو کې د سړې سينې پۀ مانا را وړل سوی او که څۀ شی ؟
عابدجان بيا ليکلي :
جانانه نوم دې په هوا خوروم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه
پۀ لومړي بيت کې د جانان نوم پۀ هوا خورول يې ، ښايي پرځای و نه برېښي ، البته که وايي چې پرجهان يې خوروم ، ښايي له منطقي پلوه يي تاييد وسي ،
او پۀ دويم بيت کې ، که له تکنيکي پلوه له يوې خوا تکراراً د ( به شمه ) کلمه راوړل د شعر خوند پۀ اوبو وړي ، نو لفظ ګړنګ هم خدایزده چې د څۀ شي پۀ مانا راوړل کېږي ، بيا هم له عابد څخه يي د تشريح هيله لرم !
تر بيا پورې ، ورور مو صميم
، |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 19, 2006 10:14 am عنوان : |
|
|
يارانو سلامونه او مينه
تر هر څه د مخه د صميم جان تنقيدي زهانت ته د زړه له کومې داد ورکوم خوښ شوم چې د صميم جان د ګتورو نيوکو نه برخمن شوم. نو شاعران به خپل خپل ځوابونه ورکوي خو زه دومره وايم چې زه خپله يو موټی لونګ يم يعنې دا چې رنګ مې هم لونګو ته ورته دی او که درته ووايم چې د محبوبې په سپينه سينه تور لونګ ډېر خوند کوي نو راسره به يې ومني. دا چې خيال اوفورم کلاسيک دی نو مجبوري ده چې کلاسيک ارزښتونه په پام کې ونيسو. په دوهم بيت کې زما مطلب دا دی چې د چا په څير د چا په منګ شم چې ښکلي راته وګوري.زه فکر کوم ساده او روان بيت بيت دی او په سواليه انداز ويل شوی دی.
په دريم بيت کې د جانان نوم په هوا خورول نه مې مطلب دا دی چې کله څوک د غره په لمنه کې د چاد نوم په لوړ اواز واخلي نو څو څو وارې يې بيرته ازانګه کوي نو زه فکر کوم چې په دې وخت کې يوازې د جانان نوم په هوا خوريږي نه په جهان او ګړنګ هم د غرونو په منځ کې هغه ژورې ته وايي چې دا اواز بيرته ازانګه کوي.
مننه ستاسې وورو عابد |
|
بېرته سر ته |
|
 |
sahar
دغړيتوب نېټه: 22 نومبر 2005 ليکنې: 20 ځای: uk
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 19, 2006 7:36 pm عنوان : |
|
|
خوږو شاعرانو هر يو عابد ،هيواد،پاچاصيب،خان کنړی،بيدار اووقار جان مې دې سلامونه او مينې په داسې
وخت کې قبول کړي چې خولې يې د خوښۍ د خندا نه ډکې وي .
اوس به په خپل ډير روان ، ساده د معنا ډک بيت باندې ددې لپاره لږه رڼا واچوم چې ځينې ورونه پې ندي
پوه شوي .
پښتنې ځای که په اوربل راکوې ؟
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه
په پورتني بيت کې ښکاره معلوميږي چې پښتنه پيغله مخاطبه ده نو ځکه (((درته))) په کې راوړل
شويدی خوکه دنقادموخه داوربل څخه وي نو اوربل خو هم دپښتنې پيغلې ياد شويدی او د رنګ په رنګ ګلونو نه موخه يوازې او يوازې ګلونه دي چې په پښتني کلتورکې (ادبي) دمينې او محبت اظهار تل په ګلونو کيږي دا چې مونږ په يوه ادبي
بحث کې روان يو اوداچې پښتنو پيغلو ته په لوړ درناوي قايل يو نو بيت مو هم د بلې هرې بې ادبه
معنا نه پاک او په خواشينۍ سره د په اصطلاح ادبي ټوکو ټکالو د بحث د پاره نه دی .
انشاالله چې ځواب مو د تسکين وړ وي
په درنښت ورورمو سهار |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 19, 2006 8:50 pm عنوان : |
|
|
سلامونه !
زما خو انټرنټ دا څو ورځې خراب و ، نو هر څه رانه ګډوډ او نيمګړي پاتې دي .
د صميم جان نقد ډېر په زړه پورې دی .
که رښتيا راباندې واياست نو ما دا ۷ - ۸ مياشتې کرښه نه ده راکش کړې، کله چې عابد صاحب طرحي مشاعره پيل کړه نو زه ډېر خوښ شوم، چې ګوندې که بيا کومه کرښه وليکم . فعلآ ځان ددې جوګه نه بولم چې مشاعره دې زه پيل کړم.
د عابد صاحب څخه زما غوښتنه او هيله دا ده چې دوه درې نورې طرحي مشاعرې پيل کړي، ګوندې زمونږ هم په رګونو کې وينه وچليږي او څه وشي .
د نوي طرحي مشاعرې په هيله .... |
|
بېرته سر ته |
|
 |
وقار
دغړيتوب نېټه: 15 فروري 2006 ليکنې: 46
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اپريل 20, 2006 5:34 am عنوان : |
|
|
درنو ورونو سلامونه او نېکې چارې و منئ.
دصميم صېب نه يو جهان مننه چې په شعرونو يې کره کتنه وکړه.
زه به د خپل شعر دفاع وکړم.
په دې شعر کې زما موخه داده چې. دصنم نه په فراق او لرې والي ډېر تنګ شوی يم او د وصلت او يوځای والي په طمعه يم خو هېڅ وصلت حاصل نه شواخر د ډېرې نا امېدۍ نه مې دا سې وويل.
لکه څنګه چې پتنګ په رڼاشېدا دی او د رڼا سره د وصلت د حاصلولوپه موخه ځان پرې سېزي، نو زه هم دخپل صنم يا معشوقې سره دوصلت دحاصلوو لپاره ځان پرې قربانوم ترڅو وصلت حاصل کړم ځکه چې د پتنګ نه په تقليد سره ددغه کار دکولو نه پرته د وصلت حاصلولو بله چاره نه نشته
په درنښت
_____________
عابد جانه سلامونه مې ومنه.
ګرانه په تېره ليکنه کې زما مطلب دانه وو چې طرحه دې نه بدلېږي بلکې مطلب مې د تېرو شعرونو سمون او په هغو کره کتنه وه ځکه لمړۍ با يد په دې پوه شو چې په تېره طرحي مشاعره کې مو څومره تېروتنې کړي ترڅو په بله طرحي مشاعره او دنوروشعرونوپه ليکلوکې ورته توجه وکړو او راڅخه تکرار نشې .
.
شېرزاد جانه سلام.
والله که رېښتيا راباندې وايې نو هغه تېر خوند دې نشته.
مصروف يې که زړه دې د ليکنو نه موړ شو.
فورم ته مياشت وروسته راځې او بيا په بل چا سپارښتنه کوې عابد جان خو خپل وار تېرکړو اوس وار ستاسو دی.
ګوره اشنا چې يوازې مو پرې نږدې ځکه چې تاسونه ډېرې طمعې لرو.
ګوره چې خوا راڅخه بده نکړې.
___________
هادي جانه سلام .وروره هېڅ درک دې نشته. |
|
بېرته سر ته |
|
 |
کټوازی ستوري

دغړيتوب نېټه: 21 جولاي 2005 ليکنې: 411
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اپريل 20, 2006 10:45 am عنوان : |
|
|
يارانو سلامونه مو منئ !
له ټولو ملګرو څخه پۀ بيا ،بيا مننه چې زموږ ګوډ مات نقد يې دخپل دروند خوی له مخې ادبي او پۀ زړۀ پورې وبالۀ او هم يې د خپلو شعرونو پر مطلب موږ ورساوۀ ، خو يوې خبرې ته به بيا هم پام لرو ، چې شعر يوازې دمطلب ځايولو ته نه وايي او نه هم مقصديت د شعريت ځای نيسي ، که يوازې مطلب مراد وي ، نو مطلب خو پۀ نثر کې لاښۀ بيانېدای سي ، بلکې شعر د فن او تکنيک نوم دی ، چې شاعر خپل خيال او مشاهده د فن او تکنيک پۀ ژبه کې تر نورو رسوي ، نو ورته شعر ويل کېږي !
خو پۀ هرصورت ، سهار صاحب ته يي بايد ورپۀ ياد کړم چې د ټوکو ټکالو پاڼې ته مو ځکه راسره بيولاست ، چې ټوکه به مو هم ترمنځ ازاده وي ، ځکه نو خواشيني کېږئ مه !
او څرنګه چې تاسو انګېرله ،خدايسته چې داسې مو نه ويل !
او س نو هيوادجان خو هم جواب راکړ ، له عابدجان څخ ه هيله لرو چې د شعر داسمان پر لور خپل وزر ورپوي !
پۀ همدې هيله ! |
|
بېرته سر ته |
|
 |
داود فايز
دغړيتوب نېټه: 19 فروري 2006 ليکنې: 91 ځای: متحدة عربي إمارات
|
د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 22, 2006 3:20 pm عنوان : |
|
|
وروڼو او خويندو
السلام عليكم ورحمة الله
ما چي ستاسو شعرونه وليدل نو له ځانه سره مي ووي چي راشه ته هم يو شعر وليكه كه خوښ يي نه شو نو درته لږ خو به مو وخندوم
كوښښ به وكړمه چي شعر وليكم
كه مي شعر وليك شاعرانو سره سيال به شمه
تر چا كم نه يم خو زه شعر نه ليكم
كه مي شعر وليك بيا به پير دلوي (كاروان) زه شمه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 23, 2006 11:04 am عنوان : |
|
|
خوږو يارانو سلامونه مې ومنئ.
که څه هم ما د خپلې طرحې د ايښودو وار تير کړی خو چې دا پيټی بيا زما په اوږو ګران شيرزاد بار کړی او ګران صميم جان يې تاييد کړی دی نو زه د دوی دواړو د مينې پر وړاندې د انکار له وسلې نه کار نه شم اخيستی او ستاسې د ټولو پر وړاندې يوه طرحه وړاندې کوم هيله ده چې ستاسې خوښه شي او انځوريز شعرونه پرې وليکئ.
هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي __ عابد
ګرانو ورونو که څه هم مطلع مې د زړه په زور ليکلې ده خو کيدای شي تاسې پرې ډېر ښه افاقي شعرونه وواياست
ستاسې ورور عابد |
|
بېرته سر ته |
|
 |
داود فايز
دغړيتوب نېټه: 19 فروري 2006 ليکنې: 91 ځای: متحدة عربي إمارات
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اپريل 23, 2006 2:23 pm عنوان : |
|
|
وطن وايي كه زما خواته ته راغلي عابد جانه
په والله چي ددي ښكلو حال به هير وي
الله أعلم چي ځرنګه شعر دي كه يي اصلا كولي شي اصلاح يي كړي |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 24, 2006 7:25 am عنوان : |
|
|
ابوعمر ورور په ورکړل شوې طرحه لاندې بيت ليکلی دی او د سمونې هيله يې هم کړې ده اول خو ابوعمر ورور ته وويل شي چې په شعر کې دې وزن او قافيه دواړه سم نه دي نو راځه چې ستا مطلب په موزونه توګه درته وليکم. خو ګوره چې خپه نه شي
وطن وايي كه زما خواته ته راغلي عابد جانه
په والله چي ددي ښكلو حال به هير وي __ ابوعمر
که يو ځلې د وطن ښکلا ته تم شي
عابدجان به بياله ښکليو توبه ګار وي ___ عابد
زه فکر کوم چې د ابو عمر ورور مطلب به همدا وي، که څنګه ابو عمر صاحب؟ |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اپريل 24, 2006 10:50 pm عنوان : |
|
|
سلامونه عابد صاحب ابو عمر ورور او نورو ملګرو ته. عابد صاحب د دوهمې طرحي مشاعرې له پيل څخه مو ډېره مننه . ستاسې خبره يو شعرګوټی به دروشغوم .
هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي .... عابد
که يو ځلې د وطن ښکلا ته تم شي
"عابد" جان به بياله ښکليو توبه ګار وي .... ابوعمر، عابد
ورته ناست يم، ورته ګورم، ورته ژاړم
ګوندې تللی مې جانان پر دغه لار وي ..... هيواد شېرزاد
که دغه د ابوعمر ورور بيت چې عابد صايب سم کړی د مشاعرې په اخر کې د مقطع پر ځای راشي، هم بده به نه وي (زما نظر). |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Abid
دغړيتوب نېټه: 26 ميئ 2003 ليکنې: 72 ځای: کابل
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اپريل 25, 2006 9:17 am عنوان : |
|
|
شيرزاد صاحب او ابوعمر صاحب او نورو يارانو چې لا تر اوسه مو په طرحي مشاعره کې پته نه لګي، ټولو ته سلامونه.
دا چې شيرزاد صاحب بيا هم زما له شعريته پريوتې مطلع استقبال کړې ده يوه نړۍ مننه ترينه کوم دا دی تر هغې چې نور ياران بيا د شعر لوبغالي ته را ودانګي،.
يارانو راشيوه شئ پرې کنه.
ستاسې ورور عابد
وروستی ځل بدلون Abid په ٣ شنبه اپريل 25, 2006 11:11 am
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پاچاخوستي
دغړيتوب نېټه: 23 مارچ 2006 ليکنې: 30 ځای: اديسه
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اپريل 25, 2006 10:57 am عنوان : |
|
|
ګرانووروڼوهريوهيواد شېرزاد،عابد،ابوعمرنوروټولوته دوستانو سلامونه وايم خداي دوکړي
چې دصيحت څښتانان وي ګرانه محترمه وروره عابد،موږهمدلته يو
ماويل چې لمړي دهيوادشېرزاد،اوصميم ګټوازي دګډون وکړي بياموږ درځوخوپه
هرصورت يومات ګوډبيت مې وليکله خداي دوکړي چې تاسويي پوره حساب کړي
هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
په والله چې د څو ښکليو انتظار وي .... عابد
که يو ځلې د وطن ښکلا ته تم شي
"عابد" جان به بياله ښکليو توبه ګار وي .... ابوعمر، عابد
ورته ناست يم، ورته ګورم، ورته ژاړم
ګوندې تللی مې جانان پر دغه لار وي ..... هيواد شېرزاد
دادانتظارلارې دپريږده نوره
امکان شته دي مروردرڅخه ياروي ٠٠٠٠پاچاخوستي
وروستی ځل بدلون پاچاخوستي په ٤ شنبه اپريل 26, 2006 10:27 am ورکړی دی , د تغير شمېره 2 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|