د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
18.10.2011

75_حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو أَحْمَدَ الزُّبَيْرِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عِيسَى بْنُ طَهْمَانَ ، قَالَ : أَخْرَجَ
إِلَيْنَا أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ نَعْلَيْنِ جَرْدَاوَيْنِ ، لَهُمَا قِبَالانِ قَالَ : فَحَدَّثَنِي ثَابِتٌ بَعْدُ عَنْ أَنَسُ ، أَنَّهُمَا كَانَتَا نَعْلَيِ
النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم .

ژباړه : عیسي بن طهمان وایې : موږ ته انس بن مالک رضی الله عنه نعلین را واېستلې چې په هغو وېښتان
نه وو اودهرې یوې دوه دوه تسمې وې ، دی وایې له دې وروسته ثابت البناني موږ ته دانس له خولې وویل
چې هغه نعلین درسول الله صلی الله علیه وې .

تشریح :

جَرْدَاوَيْنِ: دا د (جردي) تثنیه ده او (جردي) د( اجرد) مؤنث ده اصلا داد ځمکي صفت ده یعني په کومه ځمکه چې
څه ګیاه او واښه نه وې هغه ته (الارض الجرداء )ویل کیږې خو استعمال یې په نورو ورته څیزونوکې هم راځې او
دلته یې له النعل الجرداء نه مطلب لغړ نعل ده هغه چې وېښتان ونلرې. او یا خو یې دا مطلب هم کیدی شې چې
زړې وې.

قَالَ : فَحَدَّثَنِي ثَابِتٌ بَعْدُ عَنْ أَنَسُ : دعیسي بن طهمان موخه داده چې هغه مهال موږ ته انس ددې نعلینوپه اړه څه
ونه ویل چې داد چا دې خو وروسته د انس شاګرد ثابت البناني موږ ته وویل چې ماته انس وویل چې هغه د رسول
الله صلی الله علیه وسلم نعلین وې او ددې روایت د سند راوي هم مخکینی دی .

التخریج :

أخرجه البخاري في صحيحه كتاب فرض الخمس , باب ما ذكرفي درع النبي صلي الله عليه وسلم وعساه
وسيفه وقدحه وخاتمه (رقم 73107)من طريق عيسي بن طهمان -به .وقداخرجه ابن سعد في الطبقات
(1-2_167) وأبوالشيخ (ص136) من طريق عيسي بن طهمان _ به .


رښتینی
19.10.2011

76
ـ حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مُوسَى الأَنْصَارِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَعْنٌ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَالِكٌ ، قَالَ : حَدَّثَنَا
سَعِيدُ بْنُ أَبِي سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيُّ ، عَنْ عُبَيْدِ بْنِ جُرَيْجٍ ، أَنَّهُ قَالَ لابْنِ عُمَرَ : رَأَيْتُكَ تَلْبَسُ النِّعَالَ
السِّبْتِيَّةَ ، قَالَ : إِنِّي رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَلْبَسُ النِّعَالَ الَّتِي لَيْسَ فِيهَا شَعَرٌ
، وَيَتَوَضَّأُ فِيهَا ، فَأَنَا أُحِبُّ أَنْ أَلْبَسَهَا .

ژباړه :

عبید بن جریج عبدالله بن عمر رضی الله عنه ته وایې : زه تا وینم چې سبتي نعل پښو کوې ،
هغه ورته وویل : مارسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی و داسي نعال یې پښو کولې چې
وېښتان یې نلرل ، په هغو کې به یې اودس هم کاوه نو ماته هم دا نعل پښو کول خوندراکوې .

تشریح :

رَأَيْتُكَ تَلْبَسُ النِّعَالَ السِّبْتِيَّةَ : السبتیه السبت ته منسوب ده او السبت حلق او قطع ته وایې
یعني پریکول او دې نعل ته ځکه سبتیه وایې چې د دوی وېښتان پریکړل شوې وې او یاخو دا
چې السبت نرموالي ته هم وایې او دوی هم په دبغ سره نرمي شوې وې دادهغه مهال یوډول
پیزار ده چې دغوایې له څرمني به جوړې شوې وې او له یمن نه به راوړل کیدلې .

قَالَ : إِنِّي رَأَيْتُ رَسُولَ الله ..... دسائل ددې پوښتني شارحینو دوه وجوهات بیان کړې دې یو
داچې ده داپوښتنه ځکه وکړه چې هغه مهال داډول نعال پښوکول دشتمنو اونازولوخلکو
کارو اوصحابه کرامو داډول شی نه کاراوه او دا خبره دبخاري له یوه روایت نه هم معلومیږې
چې یوه کس عبدالله بن عمرته وویل :زه تاوینم چې څلورداسې کارونه کوې چې هغه زموږ
ملګرونه کول او له دې څلورونه یې یو دسبتي نعالو پښوکول ورته یاد کړل نو عبدالله بن
عمر رضی الله عنه ځواب ورکړ چې داځکه پښوکوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به
داډول نعال پښوکول .
او دپوښتني بله وجه دا هم کیدلی شې چې صحابه کرامویوډول مخصوص لباس یا نعل اویاهم
خواړه ځان ته نه غوره کول خوکه دسنتو دپیروې خبره به وه نو بیا به یې هغه مخصوص شی کاراوه
نوپوښتونکي چې ابن عمر ولید چې په مقیده توګه دا مخصوص نعال کاروې نو فکر یې
وکړ چې ددې به څه لامل وې اوبل دا چې عبدالله بن عمر رضی الله عنه د سنتو په پیروې کې
په صحابه کراموکې مشهور و او ډیر واړه سنت به یې هم عملي کول .

التخریج :
أخرجه البخاري في صحيحه (رقم166) كتاب الوضوء باب غسل الرجلين في النعلين
ولايمسح علي النعلين . وأخرجه مسلم في صحيحه كتاب الحج باب الإهلال من حيث
تنبعث الراحله وأخرجه أبوداود في سننه (رقم 1772)كتاب المناسك باب في وقت
الاحرام وأخرجه النسائي في سننه (رقم117)كتاب الطهارة باب الوضوء في النعل من
طرق عن مالك عن المقبري _به .


رښتینی
20.10.2011

77
حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ ، عَنْ مَعْمَرٍ ، عَنِ ابْنِ أَبِي ذِئْبٍ ، عَنْ صَالِحٍ
مَوْلَى التَّوْأَمَةِ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : كَانَ لِنَعْلِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم قِبَالانِ .

ژباړه :

ابوهریره رضی الله عنه وایې : درسول الله صلی اله علیه وسلم دنعل دوه تسمي وې .
اود حدیث نور تفصیل اوشرحه مخکې تیر شوې دې .

التخريج :

صحيح تفرد به المصنف من هذ ا الوجه وإسناده حسن رجاله ثقات غيرصالح بن نبهان
مولي التوأمه فهو ثبت اختلط وقال ابن عدي وغيره لابأس برواية القدماء عنه كإبن أبي
ذئب وابن جريج , قلت وهذا منها ويشهد لصحة الحديث ما سبق وماسيأتي .


رښتینی
22.10.2011

78
ـ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ مَنِيعٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا أَبُو أَحْمَدَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سُفْيَانُ ، عَنِ السُّدِّيِّ ، قَالَ : حَدَّثَنِي مَنْ ،
سَمِعَ عَمْرَو بْنَ حُرَيْثٍ ، يَقُولُ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، يُصَلِّي فِي نَعْلَيْنِ مَخْصُوفَتَيْنِ

ژباړه :
عمرو بن حریث رضی الله عنه وایې : ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې په دا سې
نعلینوکې یې لمونځ کاوه چې هغوته دڅرمني ټوټه لګیدلې وه .

تشریح :

نَعْلَيْنِ مَخْصُوفَتَيْنِ : الخصف په یوه څرمن دبلې څرمنې ګنډلو ته وایې اصلا الخصف پټولو ته
وایې لکه په قرانکریم کې د ادم اوحواء علیهما السلام په باره کې راغلې دې : فطفقا یخصفان
علیهما من ورق الجنه .اوپه روایت کز راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلې جامې ،
نعلین او دلوه په خپله ګنډل : عن عائشه رضی الله عنها ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یخیط
ثوبه ویخصف نعله ویرقع دلوه . اخرجه ابن حبان والحاکم .
اوس په دې حدیث کې د شارحینو اختلاف ده ځینی وایې چې له دې نه مراد داده چې درسول الله
صلی الله علیه وسلم د نعلینو تلی دوه پټه واوځیني وایې نه یوپټ و خو ښه خبره داده چې دواړه
ډوله نعلین یې وو او دلته له مخصوفتین نه مراد د تلي پټ نده بلکي دلته مراد داده چې دده
نعلینوته دڅرمنې ټوټه لګیدلې وه .

په نعلینو کې لمونځ

نعلین که پاکې وې نو لمونځ پکې رواده او په ځمکه سره په موښلو باندې هم نعلین پاکیږې
لکه په یوه روایت کې چې راغلې دې :إِنَّ جِبْرِيلَ أَتَانِي فَأَخْبَرَنِي أَنَّ بِهِمَا خَبَثًا ، فَإِذَا جَاءَ أَحَدُكُمْ
الْمَسْجِدَ فَلْيَقْلِبْ نَعْلَهُ فَلْيَنْظُرْ فِيهَا، فَإِنْ رَأَى بِهَا خَبَثًا فَلْيُمِسَّهُ بِالْأَرْضِ ثُمَّ لِيُصَلِّ فِيهِمَا
رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه ولاړ ویوناڅاپه یې نعلین له پښو نه لرې کړې له لمانخه
وروسته یې صحابه کراموته وویل :ماته جبرائیل راغی او راته ویې ویل چې ستاپه نعلینو کې
ګندګې ده نوکله چې تاسو کوم یو جومات ته راځی نعلین په بل مخ اړوئ او ګورئ یې که څه
ګندګې مو پورې ولیدله نو هغه په ځمکه پورې موښئ او بیا لمونځ پکي کوئ .
خو دایو ټکې باید په یاد ولرو چې په نعلینو کې لمونځ لازمې نده خو که څوک یې وکړې پکې
پروا نلرې .

دنعلینوڅرنګوالی

علامه عبدالرؤف المناوي وایې چې د شمائلوشارحینو درسول الله صلی الله علیه وسلم د نعلینو مبارکو مقدار او څرنګوالي په اړه څه نه دې ویلې یواځې الحافظ العراقي دهغو په اړه تفصیل
بیان کړی دی اوپه څو شعرونوکې یې د نعلینو څرنګوالی بیان کړی دی او هغه داسې :

ونعله الكريمه المصونه طوبي لمن مس بها جبينه
لهما قبالان بسير وهما سبتيتان سبتوا شعرهمـــــا
وطولها شبر واصبعان وعرضهامما يلي الكعبان
سبع اصابع وبطن القدم خمس وفوق ذافست فاعلم
ورأسها محددوعرض ما بين القبالين اصبعان اضبطهما

ژباړه :
دده مبارک او پاک نعل نیکمرغه به هغه څوک وې چې په تندې یې ولګوې ، د دوی دواړو نرمي
تسمې وې او هغه دواړه سبتیې وې وېښتان یې پاک کړل شوې وو، یوه لوېشت او دوه ګوتې یې
اوږدوالی و،دبېډیو یا بجلکوخواته یې پلنوالی اووه ګوتې ودپښې دمنځ په اندازه کې یې پلنو
الی پنځه ګوتې و ، او له دې پورته یې پلنوالی شپږ ګوتې ودنعلینو سریې تړل شوی واو د دواړ
تسموپه منځ کې اندازه یې دوه ګوتې معلومه کړل شوې ده .

صحابي اومجهول راوي
ددې روایت په سند کې یو راوې مجهول دی ځکه هلته راغلې دې :قَالَ : حَدَّثَنِي مَنْ ،
سَمِعَ عَمْرَو بْنَ حُرَيْثٍ . دلته السدی خپل استاد ندې یاد کړی نو دا مجهول شو او د
راوي د جهالت په صورت کې روایت کمزوری کیږې خو ځینې شارحین ګومان کوې چې
دا راوې عطاء بن السائب دی او عطاء دعمر پّ وروستیو وختونو کې مریض شوی و او
یاد یې ګډوډ شوی و نو السدی په همدې وخت کې له ده نه روایتونه کړې دې او له همدې
کبله یې دهغه نوم هم ندی اخیستی خو ددې حدیث له پاره شاهد شته نو له دې کبله یې
مشکل له منځه ځې او هغه شاهد یې ابن حبان په خپل صحیح کې روایت کړی دی او هغه
دابوذر رضی الله عنه روایت دی : قال رئیت رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی فی نعلین
مخصوفتین من جلود البقر .
عمر بن حریث رضی الله عنه یو کشر قریشی صحابی دی درسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات
په مهال دده عمر لس یا دولس کاله و ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه په سر هم لاس تېر کړی
دی او دعایې هم ورته کړې ده وروسته دی په کوفه کې اوسیدې او یو وخت دکوفي امیر هم و
له ده نه دده زوی اوځینې نورو روایتونه کړې دې او په کال ۸۵هــ کې وفات شوی دی .

التخريج:

حسن أخرجه النسائي في الكبري كتاب الزينة
وفي إسناده مبهم لم سم ورجاله ثقات غيرإسماعيل بن عبدالرحمن السدي
فهو صدوق يهم ولكنه قد توبع وللحديث طريق اخر وشاهد من حديث أبي ذر
أخرجه ابن حبان وأبو الشيخ كما قدمنا في الشرح .
والحديث أخرجه أحمد (4-307) وابن سعد (1-2-167)وأبوالشيخ (135)من حديث
عمرو بن حريث وفي إسناده المبهم .
وجمله القول أن الحديث بهذه الشواهد حسن او أعلي , والله اعلم .


رښتینی
25.10.2011

79
ـ حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مُوسَى الأَنْصَارِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَعْنٌ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَالِكٌ ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ
، عَنِ الأَعْرَجِ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : لا يَمْشِيَنَّ أَحَدُكُمْ فِي
نَعْلٍ وَاحِدَةٍ ، لِيُنْعِلْهُمَا جَمِيعًا ، أَوْ لِيُحْفِهِمَا جَمِيعًا.
ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ ، عَنْ مَالِكِ بْنِ أَنَسٍ ، عَنْ أَبِي الزِّنَادِ نَحْوَهُ

ژباړه :
ابوهریره رضی الله عنه وایې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلې دې : تاسو کوم یو په یوه نعل
کې هیڅکله تګ مه کوئ یادې دواړه په پښو کوې اویادې دواړه لرې کوې اویاخو یادې نعلین
په دواړوپښو کوې اویادې دواړه پښې بی نعلینو لرې .

تشریح اونحوي څیړنه :

لا يَمْشِيَنَّ أَحَدُكُمْ : په ځینې نسخو کې لایمشي بي له نون دتاکیدنه هم راغلی دی اودا جمله نفی
صوره ده او معنی نهی ده او داډول کنایي نهي له صریح نهي نه قوي او ابلغه وې اوپه یوه نعل کې
تګ هغه وخت مکروه ده چې ضرورت نه وې او که ضرورت وې بیا کراهیت نشته او دا نهي د ارشاد
نهي بلل کیږې .

فِي نَعْلٍ وَاحِدَةٍ : په ځینې نسخو کې في نعل واحد راغلی دی یعنی د صفت ( واحد) په تذکیرسره
دلته او داراز په نورو ځایونو کې دنعل توری کله دتذکیر پّ حالت کې راوړل کیږې او کله دتانیث
ددې لامل داده چې اصلا دا توری غیر حقیقي مؤنث ده نوکه دتانیث په حالت کې راوړل شي بیا
خو کوم مشکل نشته او داراز مذکر راوړل یې هم د ملبوس په تاویل سره کومه ستونزه نه لرې .

لِيُنْعِلْهُمَا جَمِيعًا ، أَوْ لِيُحْفِهِمَا جَمِيعًا : دا کلمه د یاء په ضمه اوعین په کسره سره هم راغلې ده او
داراز د دې دواړو په فتحو او د دویم لام په سکون سره هم راغلې ده او لومړۍ لام دامر او مسکور
ده دلته دا توری دوه معناوې لرې یوه یې نعل او انتعل ده یعني نعل په پښو کول او بل یې دانعل
رجله یعنی البسه په معنا ده یعنی نعل ورپښو کول شارحین لیکي چې د یاء دضمي په صورت
کې د(هما) ضمیر قدمینو ته راجع ده او دفتحي په صورت کې بیا دا ضمیر نعلینو ته راجع ده
او دلته نور احتمالات هم شته .
او دلیحفهما جمله په ځیني نسخو کې لیخلعهما هم راغلی دی او الاحفاء پښولوڅولو ته وایې
چې نه نعل په پښو وې او نه موزه او دلته د جمیعا توری مکرر راغلی دی دا د تثنیي دضمیر
دتاکید له پاره دی .

د نهي لاملونه :

او دا نهی د ارشاد له پاره ده ځکه کله چې یونعل په پښو وې او بل نه وې نوپه دې حالت کې یوخو
لویدلو او ښوئېدلو ویره ده او بل په داسې ډول سره انسان بد ښکاریږې او یوڅو ک باید ځان د
خلکو له خندې نه وژغوري او دا شرعي لارښوونه ده ځکه په دې سره خو یو دانسان عزت النفس
کمیږې اوبل دخلکوپه ګنا ه اخته کولو لامل کیږې اودا کار سم نده لکه په یوه حدیث کې راغلې
دې : څوک چې په لمانځه کې بی اودسه شې نو پوزه دې ونیسې . داځکه چې خلکو ته دا په ګومان
کې ورکړې چې ګواکي پوزه یې وینه شوې ده اوپه دې توګه به خلک په ده کې دخبروکولو له ګناه
نه وژغول شې . داراز په دا ډول تګ سره دبدن توازن برابر نه وې نو دا ډول تګ د بدن له پاره له
طبي نظره هم ښه نده .

دویم سند :
د دویم سند په پآی کې د (نحوه ) توری یاپه نصب سره ده یعني ددې سند متن په معني
کې دهمدې بل حدیث په څیر ده نه په لفظ کې خو ښه خبره داده چې د نحوه ضمیر اسناد ته راجع
وبلل شي یعني دا سند هم دهغه لومړې هغه په څیر ده .

التخریج :

أخرجه البخاري في صحيحه كتاب اللباس باب لايمشي في نعل واحدة( 05855) وأخرجه
مسلم في صحيحه كتاب اللباس والزينة باب استحباب لبس النعل في اليمني أولا ًوالخلع من
اليسري أولا وكراهة المشي في نعل واحدة , وأخرجه أبوداود في سننه كتاب اللباس باب في
الإنتعال (4136)وأخرجه المصنف في جامعه كتاب اللباس , باب ماجاء في كراهية المشي
في النعل الواحدة (1774) وقال حسن صحيح والحديث من طرق عن أبي هريرة -به
وكذلك أخرجه مالك في الموطأ وابن ماجه في سننه والنسائي في سننه من طرق - به
ومثله السند الثاني وهو صحيح .


رښتینی
25.10.2011

80ـ
حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مُوسَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَعْنٌ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَالِكٌ ، عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ ، عَنْ جَابِرٍ ،
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم نَهَى أَنْ يَأْكُلَ ، يَعْنِي الرَّجُلَ ، بِشِمَالِهِ ، أَوْ يَمْشِيَ فِي نَعْلٍ وَاحِدَةٍ

ژباړه :
جابر رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم په چپ لاس له خوراک نه منعه کړې ده
یعني سړی باید په چپ لاس خوراک ونکړې اوپه یوه نعل کې له تګ نه یې هم منعه کړې ده .

تشریح اونحوي څیړنه :

أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم نَهَى أَنْ يَأْكُلَ ، يَعْنِي الرَّجُلَ ، بِشِمَالِهِ : د(یعني الرجل ) جمله دکوم
راوي ده اودې تفسیر ته اړتیا ځکه پیښه شوې ده چې دلته به اوریدونکی ګومان وکړې چې د
( یأکل) ضمیربه جابر ته راجع وې نو ددي تیرتني داصلاح له پاره یې دا تفسیر وکړ چې دلته د
رسول الله صلی الله علیه وسلم مراد جابر نه بلکی یوکس دی چې هغه یاد شوی سړی (الرجل ) دی
خو مراد مکلف ده که هغه ښځه وې که سړی وې ځکه په احکامو کې په ټولیزه توګه یادونه دسړي
کیږې خو مراد دواړه وې یعني ښځه دسړي تابع ده .
په چپ لاس بي له ضرورته خوراک کول مکروه دي ځیني یې مکروه تنزیهي بولی او ډیر علماء یې
مکروه تحریمي بولي دمسلم په یوه روایت کې راغلې دې : أن رجلاً أكل عنده صَلّى الله عَلَيْهِ وَسَلّم
بشماله فقال : كل بيمينك فقال لا أستطيع قال : لا استطعت ما منعه إلا الكبر فما رفعها إلى فيه .
یعني درسول الله صلی الله علیه سره یوسړی ناست و اوپه چپ لاس یې خوراک کاوه نورسول ا لله
صلی الله علیه وسلم ورته وویل : په ښي لاس خوراک کوه ! هغه ورته وویل : زه په ښي لاس دخوراک
توان نلرم . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : داتوان دې ته ونلرې . هغه سړې دتکبر له وجي
په چپ لاس خوراک کاوه او ځکه نورسول الله صلی الله علیه وسلم ښیرا ورته وکړه او هغه سړي
بیا ونشوای کولی خولي ته لاس پورته کړې .

أَوْ يَمْشِيَ فِي نَعْلٍ وَاحِدَةٍ : دلته او د تقسیم له پاره ده نه د شک له پاره نو له او وروسته او مخکې
دواړه منعه کړل شوې دې لکه په قرانکریم کې راځې: ولا تطع منهم آثما او کفورا .اوداد او یمشي
جمله په (یاکل ) باندې عطف ده . او ددې برخي تفصیل په مخکینې حدیث کې تیرشوی ده .

التخریج :

أخرجه مسلم في صحيحه كتاب اللباس والزينة . (2099-70) عن قتيبة عن مالك - به
وأخرجه مسلم ايضا (2099-71), وأخرجه أبوداود (4137)من طريق زهير عن أبي الزبير-به
والحديث في الموطأ في كتاب اللباس , وكذا أخرجه أحمد ( 3 293, 322,327,344, 357
362,367)


رښتینی
26.10.2011

81
حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ ، ح وَحَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مُوسَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَعْنٌ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مَالِكٌ ، عَنْ أَبِي
الزِّنَادِ ، عَنِ الأَعْرَجِ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : إِذَا انْتَعَلَ أَحَدُكُمْ
فَلْيَبْدَأْ بِالْيَمِينِ ، وَإِذَا نَزَعَ فَلْيَبْدَأْ بِالشِّمَالِ ، فَلْتَكُنِ الْيَمِينُ أَوَّلَهُمَا تُنْعَلُ ، وَآخِرَهُمَا تُنْزَعُ .

ژباړه :

ابوهریره رضی الله عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلې دې : کله چې تاسو نعل
په پښو کوئ نوپه ښي لورې پیل کوئ اوکله یې چې کاږئ نوپه چپ لورې پیل کوئ نوپه پښوکولو
کې به ښی لوری لومړی شي او په ایستلوکې به ښی لوری وروستی شې .

تشریح اونحوي څیړنه :

إِذَا انْتَعَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَبْدَأْ بِالْيَمِينِ : ددې عبارت موخه داده چې دنعلینو دپښو کولو په مهال باید
ښی پښه مخکې کړل شي او دایستلوپه مهال باید چپه پښه مخکې کړل شې او دا طریقه
مستحب او سنت ده حافظ ابن حجرالعسقلاني وایې چې قاضي عیاض په دې باندې د امت د
علماو اجماع را نقل کړې ده .دحدیثو لوی شارح امام خطابي ددې الټه عمل ( په پښوکولوکې
دښی پښي مخکېوالی اوپه ایستلوکې وروستېوالې) په اړه وایې : نعل پښو کول دانسان له پاره
کرامت او شرافت ده ځکه په دې سره پښې خوندې اوساتلې وې نو ددې کرامت په کار کې باید
غوره پښه ( ښی پښه) مخکې اوپه ایستلوکې وروسته وې او په دې توګه به ښی پښه ترډیرو د
کرامت په حال کې پاتې وې .
علامه عبدالروف المناوي رحمه الله وایې چې دلته ترټولو غوره خبره هغه ده چې حکیم الترمذي
کړې ده هغه وایې : دشي پښې دمخکې والې لامل داده چې الله ته یمین محبوب دی ځکه خو به
جنتیان دعرش ښي لورې ته ناست وې ، نیکمرغو خلکوته به په اخرت کې عملنامي په ښي لاس
ورکول کیږې ،دنیکیو لیکونکې ملایکه ښي لورې ته ناسته وې او په اخرت کې د اعمالو په تلونکي
تله کې به ښي لورې ته نیک عملونه براته وې .

فَلْتَكُنِ الْيَمِينُ أَوَّلَهُمَا تُنْعَلُ ، وَآخِرَهُمَا تُنْزَعُ : په ځینې نسخو کې فلتکن الیمني راغلې دې خو دا
زموږ نسخه له دوو وجو غوره ده لومړی داچې له فلیبدا بالیمین سره مطابق ده او دویم دا چې د
(اولهما) تکیر هم زموږ له نسخي سره مناسب ده که الیمني شي نو بیا به په (اولهما ) کې تاویل
ته اړتیا پیښیږې یعنی په اعتبار دعصو سره اوکه نه (او لیهما) باید راغلې وی .
اولهما د کان له پاره خبر ده اومنصوب ده له وروستي تنعل سره تعلق نیسی او رفعه یې هم صحی
کیږې ځکه درفعي په صورت کې به دا مبتدا او تنعل به یې خبر شي او داجمله به بیا دکان له پاره
خبر شې .
دحدیثو ځیرک شارح میرک وایې : دحدیثو ځیني نقاد دا جمله له مرفوع حدیث څخه نه بولې
بلکې داد کوم راوې ادراج بولې او دتاکید او دخبرې د پخلې له پاره راوړلشوې ده . والله اعلم .

التخریج :

أخرجه البخاري في صحيحه كتاب اللباس , باب ينزع نعله اليسري , (5856) وأخرجه أبوداود
في سننه كتاب اللباس , باب في الإنتعال (4139) وأخرجه المصنف في جامعه كتاب اللباس
باب ماجاء بأي رجل يبدأ إذا انتعل , وقال : حسن صحيح والحديث من طرق عن مالك بن أنس-به
وأخرجه مسلم (2097- 67) وابن ماجه في سننه (3616) كلاهما من حديث محمد بن زياد
عن أبي هريرة - به

[color=white:16412c6111][/color:16412c6111][size=24:16412c6111][/size:16412c6111]


رښتینی
29.10.2011

82
ـ حَدَّثَنَا أَبُو مُوسَى مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا شُعْبَةُ ،
قَالَ : حَدَّثَنَا أَشْعَثُ هُوَ ابْنُ أَبِي الشَّعْثَاءِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ مَسْرُوقٍ ، عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : كَانَ
رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يُحِبُّ التَّيَمُّنَ مَا اسْتَطَاعَ فِي تَرَجُّلِهِ ، وَتَنَعُّلِهِ وَطُهُورِهِ

ژباړه :
عائشه رضی الله عنها وایې : د رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې ترڅو وس رسیدی نو
تیمن ( په ټولو شریفوچاروکې دښي لورې مخکې کول) به یې خوښاوه ، که به دسر په ږمنځولو
کې و ، که به دنعلینوپه پښو کولو کې و ، که به په اوداسه کې و ،

لنډه تشریح :
دتیرشوې څلور دیرشم حدیث او دې حدیث په منځ کې یواځې یوڅه عبارتي توپیر شته نو
ځکه یې په لنډه تشریح بسنه اوکفایت کوو .
كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يُحِبُّ التَّيَمُّنَ مَا اسْتَطَاعَ : د (ما استطاع ) د جملې دا
راوړلو مطلب دتیمن دغوره کولو تاکید ده اود تیمن دنه پرېښودلو په باره کې مبالغه ده او
دا جمله دتاکید له پاره ډیر ځایه کارول کیږې لکه په قرانکریم کې چې راځې : فاتقوا الله ما
استطعتم .او دا ډول د تاکید له پاره په پښتو کې هم موږ دا جمله کاروولکه چې وایې ترڅو
مې چې وس رسږې په جماعت لمونځ نه پریږدم یالکه :
هیروه مې چې هرکله درپه یاد شم
یادوم به دې ترڅو مې وس رسې .
اویاخو داراز ددې جملي مطلب دا هم کیدی شې چې که به یې وس نه و او ضرورت به و نو بیا
یې تیمن پرې ایښی دی او دضرورت په وخت کې ډیر ناروا شیان روا کیږې .

فِي تَرَجُّلِهِ ، وَتَنَعُّلِهِ وَطُهُورِهِ : داڅو دری څیزونه د حصر له پاره نه دې راوړل شوې بلکې له دې نه
مراد داده چې له سر نه رانیولې ( ترجل) ترپښو پورې په ټول بدن کې یې په هرشې کې تیمن
غوره کاوه ملا علی قاری لیکې چې ډیر خلک د تنعل او نعلین پښوکولو سنت ته توجه نلرې او
په تیره بیا جومات ته د ننوتلو راوتلو په مهال هم ددې سنت مخالفت کیږې او خلک ځان ددې
سنت له پلې کولو بی بیرخې کوې .

التخريج :
سبق تخريجه (رقم 34) وهوصحيح .
وقدأخرجه أحمدفي مسنده ( 6- 94 , 130 , 147 , 178 , 188 , 202 , 210)
وابن سعد (2 - 168) وغيلرهما .


رښتینی
30.10.2011

83

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ مَرْزُوقٍ أَبُو عَبْدِ اللهِ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ قَيْسٍ أَبُو مُعَاوِيَةَ ، قَالَ :
حَدَّثَنَا هِشَامٌ ، عَنْ مُحَمَّدٍ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : كَانَ لِنَعْلِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم
قِبَالانِ وَأَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ ، وَأَوَّلُ مَنْ عَقَدَ عَقْدًا وَاحِدًا عُثْمَانُ رضي الله عنه.

ژباړه :
ابوهریره رضی الله عنه وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم د نعلینو دوه دوه تسمې وې
داراز دابوبکر او عمر رضی الله عنهما دنعیلینو هم دوه دوه تسمې وې اود لومړې ځل له پا
ره عثمان رضی الله عنه دخپلونعلینو له پاره یوه تسمه غوره کړه .

تشریح اونحوي څیړنه :
كَانَ لِنَعْلِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم قِبَالانِ وَأَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ : داعبارت په اصل کې دا سې
پکارو : کان لنعل رسول الله صلی الله علیه وسلم وابی بکر وعمر قبالان .اودلته په اجنبی سره
فصل راغلی دی او دا له کوم ځانګړې موخې پرته نده مناسب په اجنبي سره فصل داسي را
غلی دی چې درسول الله ، ابی بکر اوعمر تورې دنعل (مضاف) معمول دې ځکه په مضاف
الیه اودهغه په معطوفاتو کې مضاف عامل وې او قبالان د کان معمول ده ځکه دکان خبر ده
مخکې موږ دځانګړې موخې خبره وکړه نو دا کار دهماغه ځانګړې موخې له پاره شوی دی اوهغه
داچې دلته باید قبالان تورې ته اهمیت ورکړل شې ځکه چې دا خبره د هغه په اړه ده .

وَأَوَّلُ مَنْ عَقَدَ عَقْدًا وَاحِدًا عُثْمَانُ رضي الله عنه . داخبره ددې له پاره شوې ده چې دا خبره معلومه
کړل شې چې نعل ته یوه تسمه ورکول مکروه کارنده او نه درسول الله او دهغه د ملګرو دمخالفت
معنا لرې ځکه هغوی دا کار دعادت له مخې کاوه نه دعبادت په موخه اودا خبره ثابته ده چې د
رسول الله صلی الله علیه وسلم کارونه په څلور ډووله دې : مباح ، مستحب ، واجب او فرض . نوکه
عثمان رضی الله عنه دا کار نه وی کړې ګومان به کیده چې یوه تسمه غوره کول مکروه دې یا خلاف
اولی ده ځکه دا رسول الله اودهغه دملګرو مخالفت ده خو کله چې عثمان رضی الله عنه یوه تسمه
غوره کړه له دې معلومه شوه چې دا کار رواده نه مکروه .

التخريج :
إسناده ضعيف وهو صحيح : فيه عبدالرحمن بن قيس قال فيه الحافظ : متروك وكذبه أبو
زرعه وغيره ويشهدله حديث أبي هريره عندالطبراني في الصغير(246) بسندصحيح و
قال الهيثمي في مجمع الزوائد : ورجال الطبراني ثقات (5 - 138)


رښتینی
01.11.2011

12ـ
باب ما جاء في ذكر خاتم رسول الله صلى الله عليه وسلم

دباب تشریح :

په دې باب کې هغه روایتونه راوړل کیږې چې د رسول الله صل یالله علیه وسلم د(ګوتې) په
اړه دې (خاتم ) دتاء په زور اوزیر یافتحه اوکسره دواړوسره راغلی ده او خاتم هغې کړۍ ته
ویل کیږې چې غمۍ (فص) ولرې .
امام ترمدي رحمه الله دلته دبابونو دعنوانونو په لړ کې دخپل عادت مخالفت کړی دی ځکه دلته یې د(ذکر) توری زیات کړی دی او داکار یې په نوروبابونو کې ندی کړی نو ددې له پاره ځینې شارحینو داځواب لیکلی دی چی داتوری دناسخینو تیروتنه ده او ښه ځواب هغه ده چې ملا علی القاري کړی دی ځکه هغه وایې چې دا د (ذکر) توری په ډیرو کره او معتمدو نسخو
کې راغلی دی نو دناسخینو تیروتنه بلل یې ښه ندې . دی وایې دا کار یې ځکه کړې دی چې د
دې باب په څیر یوبل باب هم مخکې تیرشوی دی چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ولیو په منځ کې دمهرنبوت په باره کې و : باب ما جاء في خاتم النبوة.
نو دلته یې د ( ذکر ) توری له هغه باب سره دتوپیر په موخه زیات کړی دی .

84 حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، وَغَيْرُ وَاحِدٍ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ وَهْبٍ ، عَنْ يُونُسَ ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ ،
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : كَانَ خَاتَمُ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مِنْ وَرِقٍ ، وَكَانَ فَصُّهُ حَبَشِيًّا .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتې دسپینو زرو وه
حبشې غمۍ یې و یعني دحبشي له معادنونه و یا داچې تور رنګ یې و اویاداچې جوړوو
نکی یې حبشي و.

تشریح اونحوي څیړنه :
كَانَ خَاتَمُ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم مِنْ وَرِقٍ : دورق توری د راء په کسره سره مشهور ده اود
تخفیف له پاره په سکون سره هم ویل کیږې . په قرانکریم کې داصحاب کهف په کیسه کې
راغلې دې : فَابْعَثُوا أَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هَذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنْظُرْ أَيُّهَا أَزْكَى طَعَاماً فَلْيَأْتِكُمْ بِرِزْقٍ
مِنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَداً) (الكهف:19)

وَكَانَ فَصُّهُ حَبَشِيًّا : د(فص) توري په فاء باندې دری واړه حرکات راتلی شې خو ضمه او فتحه
یې مشهور دې او دصاد په تشدید سره او فص په ګوتې کې هغه ځانګړې ځای وې چې هلته یې
دڅښتن نوم یابل څه لیکل شوې وې . او دحبشيا معنا داده چې دا غمۍ دعقیقو یا جزعي نه و او دحبشی او یمن له معادنو څخه و او یاخو یې دا معنا هم صحی ده چې ددې غمي رنګ سور او
تور والي ته مایل و یعنی حبشي رنګ یې و او یاخو داچې جوړوونکی یې حبشي واو یادا چې هغه نقش حبشی پکې کړی و اوپه دې وروستیو احتمالاتو سره ددې حدیث او راتلونکي حدیث په منځ کې ظاهري تناقض هم ختم کړ چې هلته راځې : وفصه منه .یعنی غمۍ له همدې ګوتې نه و.

له دې روایت نه معلومیږې چې دنارینه له پاره دسپینو زرو ګوته استعمالول روا دې او ځینې خو
یې لاسنت هم بولې مناوی لیکې چې دنارینه و له پاره دسپینو دګوتي په جواز دباوري علماو اجماع ده او داهل شام مخالفت دباور وړ نده .ځینې روایات خلک را اخلي چې دعقیق غمۍ مبارک وې او په کارولو سره یې دغریبي مخه نیول کیږې علماو دا روایات صحي ندې بللې
او وایې چې دا خرافات دې او دیاقوتو دغمې په اړه یو روایت راغلی دی چې دطاعون دناروغي له پاره ګټور ده هغه روایت هم ضعیف ده .

التخريج :
أخرجه البخاري في صحيحه كتاب اللباس باب (47) (5868) وأخرجه مسلم في صحيحه كتاب اللباس والزينة , باب خاتم الورق فصه حبشي , وأخرجه أبوداود في سننه كتاب الخاتم باب ما جاء
في إتخاذ الخاتم (4216) وأخرجه المصنف في جامعه كتا ب اللباس باب ماجاء في إتخاذ الخاتم
وقال : حسن صحيح غريب وأخرجه النسائي في سننه وابن ماجه في سننه كلهم من طرق يونس بن
يزيد عن الزهري - به


رښتینی
03.11.2011

85 ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ حَدَّثَنَا أَبُو عَوَانَةَ ، عَنْ أَبِي بِشْرٍ ، عَنْ نَافِعٍ ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى
الله عليه وسلم اتَّخَذَ خَاتَمًا مِنْ فِضَّةٍ ، فَكَانَ يَخْتِمُ بِهِ وَلا يَلْبَسُهُ .

ژباړه :
عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپینو زرو ګوتي
جوړه کړې وه نوپه هغه به یې لیکونه مهر کول او په لاس کوله یې نه .

تشریح :

فَكَانَ يَخْتِمُ بِهِ وَلا يَلْبَسُهُ : په دې باب کې به داسې حدیث راشې چې په هغو کې به راغلې وې چې
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ښي لاس خپله ګوته په ګوته کوله اویادا چې بیت الخلاء ته د
تګ په مهال به یې ګوته لرې کوله نو له هغو حدیثونه به دا خبره ثابته شې چې رسول الله صلی الله
علیه وسلم ګوته په لاس کوله او په دې حدیث کې راغلې دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
به په خپله ګوته په لیکونوباندې مهرونه لګول اوپه لاس کوله یې نه اوس دا حدیث ظاهرا له هغو
نورو سره متناقض بریښې . ددې حدیث او نورو په منځ کې دموافقت راوستلو له پاره شارحینو
څلور وجوهات بیان کړې دې :

(۱) ددې حدیث مطلب دادی چې په لیک دمهر لګولوپه مهال به یې ګوته نه په لاس کوله بلکي
په دې وخت کې به یې له لاس نه ایستله او بیا به یې مهر پرې لګاوه ځکه ګوته چې په لاس وي
اوپه دې حالت کې مهر پرې لګول کیږې داد متکبرو خلکو عادت ده او رسول الله صلی الله علیه
وسلم له داډول عادتونو نه پاک و .

(۲) اویاخو ددې حدیث مطلب دادی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هروخت ګوته نه په لاس کوله یعني کله کله به یې په لاس کوله .

(۳)اویا خو ددې حدیث درواي (ابن عمر) موخه داده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوته د
دې له پاره جوړه کړې وه چې کله به یې دهیوادونو دمشرانو له پاره لیکونه لیږل نو هغه لیکونه بی
له مهرنه نه منل کیدل نو ګوتي یې دهمدې موخي له پاره جوړه وه چې دا لیکونه پرې مهر کړې او
دپه لاس کولوپه موخه نه وه ځکه عرب ګوتي نه په لاس کوې .

(۴) اویا خو ددې حدیثوپه منځ کې دتوافق له پاره دا وجه هم کیدلی شې چې رسول الله صلی
الله علیه وسلم دوه ګوتي لرلې یوه یې هغه وه چې مهرونه به یې پرې لګول او بله هغه چې په
لاس کوله به یې کهڅه هم دا وجه ځینې شارحینو کمزورې بللې ده .

التخریج :
أخرجه النسائي في سننه : كتاب الزينة , باب نزع الخاتم عند دخول الخلاء (5218) ,وإسناده
صحيح رجاله رجال الشيخين .
وقد أخرجخ أحمد في مسنده (2- 68,96,127) وأبو الشيخ (ص 130) كلهم من حديث أبي
عوانى عن أبي بشر - به .


رښتینی
04.11.2011

۸۶ ـ حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلانَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا حَفْصُ بْنُ عُمَرَ بْنِ عُبَيْدٍ هُوَ الطَّنَافِسِيُّ ، قَالَ :
حَدَّثَنَا زُهَيْرٌ أَبُو خَيْثَمَةَ ، عَنْ حُمَيْدٍ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : كَانَ خَاتَمُ رَسُولِ اللهِ صلى
الله عليه وسلم ، مِنْ فِضَّةٍ ، فَصُّهُ مِنْهُ .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : دسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتي دسپینو زرو وه
او غمۍ هم له دې ګوتي نه و .

تشریح او نحوي څیړنه :

كَانَ خَاتَمُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، مِنْ فِضَّةٍ ، فَصُّهُ مِنْهُ . د( منه ) ضمیر الخاتم ته راجع
ده او من دتبعیض له پاره ده یعني غمۍ هم ددې ګوتي یوه برخه او له ګوتي نه واو داسي هم کید
لی شې چې ضمیر (فضه) ته د (ورق) په تاویل سره راجع شې نو مطلب داشو چې درسول الله
صلی الله علیه وسلم دګوتي غمۍ بیل شی نه و بلکې له همدې ګوتی نه و . دابوداود په یوه رو
ایت کې په همدې اسناد سره یو روایت راغلی دی په هغه کې دې چې درسول الله صلی الله علیه
وسلم ټوله ګوتي له سپینو زرو نه وه .

شارحین لیکې چې ښه خبره داده چې درسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتی متعددي وبلل شې نه
یوه ګوته ځکه د ابوداود او نسایی په یوه روایت کې راغلې دې : معیقیب رضی الله عنه وایې در
سول الله صلی الله علیه وسلم ګوتي د اوسپني وه او په سپینو زرو پوښل شوې وه اوکله کله به ما
هو په لاس کوله .ویل کیږې چې معیقیب رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم دګوتي
امین او ساتونکی و .اودې ته ورته ځینې نور حدیثونه هم ابن سعدپه الطبقات کې روایت کړې دې
چې دا حدیث تقویه کوې داراز دابن سعدپه یوه روایت کې راغلې دې چې عمرو بن سعیدبن العاص
له حبشی نه راغی اورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی هغه ورته وویل : سعد! ستاپه لاس کې
دڅه شي ګوتي ده ؟ سعد ورته وویل : دایوه کړۍ ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
څه پرې لیکلې دې ؟ هغه ورته وویل :( محمد رسول الله ) پرې لیکلې دې . ویل کیږې چې له عمرو نه
دا ګوتي رسول الله صلی الله علیه وسلم واخیستله او ترمرګه پورې ورسره وه کله چې دی وفات شو
بیا له ابوبکر رضی الله عنه سره وه او له هغه وروسته بیا له عمر بن الخطاب رضی الله عنه سره وه .

له هغه وروسته له عثمان بن عفان رضی الله عنه سره وه . بیا یو وخت عثمان رضی الله عنه د مدیني
خلکوته کوهۍ جوړاوه دا کوهۍ د (اریس )په نامه سره یادیده او یو وخت یې په غاړه ناست و
نو دا ګوتي په هماغه کوهي کې ورنه ولویدله ویل کیږې چې دده عادت و چې ناست به و نوګوتي
به یې له لاسه ایستله او بیا به یې بیرته په لاس کوله بیا یې هغه ګوتي ډیره وپلټله خو ویې نه موند
له نو کیدی شي دا هماغه ګوتي وې چې حبشي غمۍ یې و ځکه دا سعدبن عمر و له حبشي نه
راوړې وه . اوکوم حدیث چې تیر شو او پکې ویل شوې و چې ګوتي یې له سپینو زرو نه وه دهغه
مطلب داده چې په سپینو زرو پوښلې وه . شارحین وایې چې له عمرو نه رسول الله صلی الله علیه
وسلم دا ګوتي ځکه اخیستې وه څویې درسول الله له ګوتي سره تشبیه رانشې ځکه د دې ګوتي
نقش درسول الله صلی الله علیه وسلم دګوتي له نقش سره یو شی و او وروسته به راشې چې رسول
الله د ده په څیر دګوتي له نقش نه منعه کړې وه .

التخريج :

رواه المصنف في جامعه كتاب اللباس (1740) بسنده ومتنه سواء ورواه البخاري في اللباس
(5870) وأخرجه أبوداود في سننه (4217) والنسائي في كتاب الزينة (8-174) وفي الكبري
(915-916-918)ورواه الإمام أحمد في مسنده وابن سعد في الطبقات وأبو الشيخ في
أخلاق النبي والبغوي في شرح السنة كلهم من طرق عن حميد به نحوه .


رښتینی
09.11.2011

87
ـ حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُعَاذُ بْنُ هِشَامٍ ، قَالَ : حَدَّثَنِي أَبِي ، عَنْ قَتَادَةَ ، عَنْ
أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : لَمَّا أَرَادَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَكْتُبَ إِلَى الْعَجَمِ قِيلَ لَهُ : إِنَّ
الْعَجَمَ لا يَقْبَلُونَ إِلا كِتَابًا عَلَيْهِ خَاتَمٌ ، فَاصْطَنَعَ خَاتَمًا ، فَكَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى بَيَاضِهِ فِي كَفِّهِ .

ژباړه :
انس بن ملک رضی الله عنه وایې : کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اراده وکړه چې د
عجمو مشرانوته لیکونه ولیږې چا ورته وویل چې عجم داسي لیک نه مني چې پر هغه مهر
نه وې وهل شوی ، نورسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتي جوړه کړه راوي وایې :ګواکې زه
اوس دهغي ګوتي سپینوالی دده په لاس کې وینم .

تشریح اونحوي څیړنه :

لَمَّا أَرَادَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَنْ يَكْتُبَ إِلَى الْعَجَمِ : یعني کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیبیي نه
راستون شو نو نیت یې وکړ چې د عجمو مشران او واکمن اسلام ته راوبولي اواسلام ته دبلني له پاره یې هغوی ته د
لیکونو دلیږلولاره غوره کړه . دبخاري له یوه روایت نه داسي معلومیږې چې له عجمونه دروم واکمن مراد دې او دلته
وروسته به دانس یو روایت راشي له هغه نه بیاداسي معلومیږې چې له عجمونه عام عجم مراد دې .

قيلَ لَهُ : إِنَّ الْعَجَمَ لا يَقْبَلُونَ إِلا كِتَابًا عَلَيْهِ خَاتَمٌ : یعني رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یوچا وویل چې دعجمو واکمن په
داسي لیک باور نه کوې چې پرهغه مهراوختم نه وې .داڅوک و چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یې دا خبره وکړهه ؟
ویل کیږې داکوم عجم و چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یې دا مشوره ورکړه او ځیني شارحین وایې چې قریشورسول
الله صلی الله علیه وسلم ته دا خبره وکړه لکه دابن سعدپه یوه مرسل روایت کې هم دقریشویادونه شوې ده په هرصورت شوني
ده چې کوم عجم کس او قریشو دواړو دې داخبره ورته کړې وې .اوعجمو بي مهره لیکونه ځکه نه منل چې بي مهره لیک دوی
دځان سپکاوی باله اویاخودا چې بي مهره لیک باوري نه و ځکه کیدی شي بل چا هم کتلی وې اودوی ته به په خوندي ډول
نه وې رسیدلی .

فَاصْطَنَعَ خَاتَمًا : یعني له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې مهرلرونکي ګوتي دې ورته جوړه کړل شي
په (اصطنع) کې طاء د افتعال دباب د تاء په ځای راغلې ده اودافتعال دباب دفاء په ځای چې صاد راشي بیا یې تاء په
طاء بدلیږې ابن العربي لیکلې دې چې له دې مخکي به یې په نوک باندې مهر لګاوه .

فَكَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى بَيَاضِهِ فِي كَفِّهِ : دراوي له دې خبرې نه دوه موخي دې یو دا چې هغه ګوتي دسپینو زرو وه اوبل دا چې دا خبره
دی ددې روایت د کره والي اوټینګارله پاره کوې او داچې هغه حالت لکه اوس چې هم دی وینې .له دې روایت نه موږ داخبره معلومولی
شو چې داعي باید په ټولیزه توګه له خلکو سره داسي چلند غوره کړې کوم چې هغوی ته مرغوب اوخوښي وړ یې وې او له کوم ډول
چلند نه چې خلک کرکه لرې باید له هغه ه ځان وژغورل شې اوبل د داعي له پاره دا هم ضروري ده چې د شریعت داصولو په ساتلو
سره باید د مدعو او یاهم دښمن مراعت وکړې اوله هغه سره داسي چلند غوره کړې چې دهغه دمیني او خوښي وړ وې .

التخريج :

رواه الترمذي في الإستئذان بسنده ومتنه سواء ورواه البخاري في اللباس (5872-5875)ورواه مسلم
(2097) وأخرجه أبوداود في سننه في الخاتم ( 4214)وكذلك أخرجه ابن سعد في الطبقات والبغوي
في شرح السنة وأبوالشيخ في أخلاق النبي كلهم من طرق عن قتاده به تاما ومختصرا .


رښتینی
11.11.2011

88

ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ يَحْيَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللهِ الأَنْصَارِيِّ ، قَالَ : حَدَّثَنِي أَبِي ،
عَنْ ثُمَامَةَ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : كَانَ نَقْشُ خَاتَمِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم :
مُحَمَّدٌ سَطْرٌ ، وَرَسُولٌ سَطْرٌ ، وَاللَّهُ سَطْرٌ .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : درسول الله صلی الله علیه وسلم دګوتي نقش داسې و
چې یوه کرښه یې (محمد) وه بله یې (رسول) وه اوبله یې (الله ) وه .

تشریح اونحوي څیړنه :

كَانَ نَقْشُ خَاتَمِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم : نقش خاتم رسول الله ... د کان اسم ده او خبر یې
محذوف ده چې هغه : (ثلاثه اسطر) ده دلته ددې جملو په ترکیب کې شارحینو ډیرې خبرې کړې
دې خو دا ترکیب دملاحنفي ده ملاعلي القاري هم دا غوره کړی دی او دا ځکه غوره ده چې دبخاري
روایت ددې ترکیب تائیدکوې هلته راغلې دې : کان نقش الخاتم ثلاثه اسطر .

مُحَمَّدٌ سَطْرٌ ، وَرَسُولٌ سَطْرٌ ، وَاللَّهُ سَطْرٌ : محمد سطر مبتدا او خبر دي او رسول له تنوین پرته مرفوع
ده اورفعه یې مبني په حکایت سره ده اوو په تنوین سره هم مرفوع کیدلی شې ځکه دا مبتدا او سطر
یې خبرده او الله سطر کې هم خبره په همدې ډول ده .

درسول الله صلی الله علیه وسلم د ګوتي دنقش په اړه په ځینې نورو روایاتوکې زیادت راغلی دی
لکه ابو الشیخ په اخلاق النبی کې یو روایت راخیستی دی په هغه کې راغلې دې چې نقش یې :
(لااله الا الله محمد رسول الله ) و. او ابن سعد د ابن سیرین یو مرسل روایت راخیستی دی په هغه
کې راغلې دې چې نقش یې : ( بسم الله محمد رسول الله ) و .
خوو څرنګه چې داد زیادت روایات محدثینو ضعیف بللې دې نو دا خبره سمه دا چې نقش یې همدا
(محمد،رسول، الله) و او ځینې شارحین بیا د ګوتو دتعدد خبره کوې لکه مخکې چې دا بحث تیر
شو نوپه دې صورت کې بیا په روایاتو کې تضاد ختم شو .

پاته شوه د دې کرښو دڅرنګوالي خبره نو هغه لکه له دې روایت نه چې معلومیږې لومړۍ کرښه یې
محمد و دویمه یې رسول و او دریمه یې الله و ،ځیني محدثینو لیکلې دې چې ددې روایت مطلب
باید اسې بیان شې چې دا کرښي دلاندې له لورې ښودل شوې دې یعني لاندینی کرښه محمد له هغه
پورته کرښه رسول او له هغه پورته الله وه او دا تکلف دوی په دې موخه کړی دی چې دوی وایې دالله
نوم باید لوړ راشي خو دا خبره ځکه سمه نده چې په یوه روایت کې واضح راغلې دې چې لومړۍ کرښه
محمد ، دویمه رسول او دریمه الله واو بل په قران کریم کې هم داسي راغلې دې : محمد رسول الله
والذین معه ....

التخريج :

أخرجه المصنف في اللباس (1747) بسنده ومتنه سواء وقال : حسن , صحيح , غريب .
,ووأخرجه البخاري في الخمس (6-31) وفي اللباس (5878) وأبو الشيخ في أخلاق
النبي صلي الله عليه وسلم (ص141)والبغوي في شرح السنة (3136) كلهم من طرق
عن ثمامه به نحوه .


رښتینی
13.11.2011

89 ـ حَدَّثَنَا نَصْرُ بْنُ عَلِيٍّ الْجَهْضَمِيُّ أَبُو عَمْرٍو ، قَالَ : حَدَّثَنَا نُوحُ بْنُ قَيْسٍ ، عَنْ خَالِدِ بْنِ
قَيْسٍ ، عَنْ قَتَادَةَ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَتَبَ إِلَى كِسْرَى وَ
قَيْصَرَ وَالنَّجَاشِيِّ ، فَقِيلَ لَهُ : إِنَّهُمْ لا يَقْبَلُونَ كِتَابًا ، إِلا بِخَاتَمٍ ، فَصَاغَ رَسُولُ اللهِ صلى الله
عليه وسلم ، خَاتَمًا حَلْقَتُهُ فِضَّةٌ ، وَنُقِشَ فِيهِ : مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهِ .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اراده وکړه چې
کسری ، قیصر او نجاشي ته اسلام ته دهغوی دبلني له پاره ؛لیکونه ولیږې نوچا ورته وویل:
هغوی داسې لیک نه مني چې پر هغه مهر نه وې وهل شوی نورسول الله صلی الله علیه وسلم
ګوتي جوړه کړه ، کړۍ یې دسپینو زرو وه اوپه هغه لیکل شوې و : محمد رسول الله یعني محمد
دالله رسول دی .

تشریح اونحوي څیړنه :
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَتَبَ إِلَى كِسْرَى وَقَيْصَرَ وَالنَّجَاشِيِّ : یعني کله چې هغه دې مشرانو
ته دلیکونو د استولو نیت وکړ . کسری د کاف په کسره سره عام ده او فتحه هم ورکول کیږې اودا
دهغه مهال د ایران دواکمنو لقب دی یعني دپراخه هیوادڅښتن ، او قیصر د روم د واکمنو لقب و
لکه (فرعون) چې د مصر دواکمنو لقب و او د(تبع) د حمیر او یمن دواکمنو لقب و او (خاقان) د
ترک دواکمنو لقب و او (النجاشي ) د حبشي د واکمنو لقب و .

کسري ته چې درسول الله صلی الله علیه وسلم لیک ورسیدنو هغه څیرې کړ او رسول الله
صلی الله علیه وسلم ښېرا ورته وکړه هغه و چې واکمني یې له منځه ولاړه او دروم هرقل
درسول الله صلی الله علیه وسلم لیک وساته او واکمي یې خوندي پاته شوه اود نجاشي
په اړه یوڅه خبرې مخکې تېرې شوي دې دده نوم اصحمه و کله چې درسول الله صلی الله
علیه وسلم لیک ورته ورسید نو هغه اسلام ومانه هغه په شپږم هجري کال مسلمان شوی و
او په نهم هجري کال وفات شو چې بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې هم په
غائبانه توګه دهغه دجنازي لمونځ وکړ

فَقِيلَ لَهُ : إِنَّهُمْ لا يَقْبَلُونَ كِتَابًا ، إِلا بِخَاتَمٍ ، فَصَاغَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، خَاتَمًا: په دې
اړه یوڅه تفصیل مخکې هم تېرشوی دی او دلتخ دصیاغت نسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم
ته مجازي او د (بني الامیرالمدینه ) له باب نه ده یعني هغه چاته امر وکړ چې ګوته دې ورته جوړه
کړل شي او اصلی جوړوونکی یې یعلي بن امیه و.

حَلْقَتُهُ فِضَّةٌ ، وَنُقِشَ فِيهِ : مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهِ : یعني دګوتي کړۍ دسپینوزرو وه او له دې نه دا
معلومیږې چې غمۍ یې له بل شي نه و لکه مخکې چې تفصیل تېرشواو د(نقش) صیغه په
معتمدو او کره نسخو کې مجهوله راغلې ده او همدا صحي ده اوځیني شارحین وایې چې معلومه
هم صحي کیدلی شي په دې صورت کې به ضمیر رسول الله ته راجع شي او خبره به د (فصاغ
رسول الله ) په څیر شي او(محمد رسول الله ) به مرفوع شي په حکایت سره .

په یوه روایت کې راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتي په شپږم هجري کال کې
جوړه کړې وه اوپه بل کې راغلې دې چې په اووم کې یې جوړه کړې وه او ددې دواړو روایاتو توافق
داسې راتلای شې چې دشپږم په اخر او داوم په پیل کې یې جوړه کړې وه ځکه رسول الله صلی الله
علیه وسلم دنړۍ واکمنوته لیکونه د حدیبیې له سولي وروسته پیل کړې و او دا سوله دشپږم
کال په ذوالقعده کې شوې وه ، په ذوالحجه کې رسول الله مدیني ته ستون شوی و اوداوم کال په
محرم کې یې دالیکونه پیل کړې و .

التخريج :
أخرجه مسلم في صحيحه كتاب اللباس والزينة باب في إتخاذالنبي صلي الله عليه وسلم خاتما
لما اراد أن يكتب إلي العجم (2092-58)عن نصربن علي الجهضمي عن نوح بن قيس - به
ورواه البغوي في شرح السنة (3132) من طريق المصنف به فذكره .


رښتینی
18.11.2011

90
ـ حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ عَامِرٍ ، وَالْحَجَّاجُ بْنُ مِنْهَالٍ ، عَنْ هَمَّامٍ ،
عَنِ ابْنِ جُرَيْجٍ ، عَنِ الزُّهْرِيِّ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا
دَخَلَ الْخَلاءَ نَزَعَ خَاتَمَهُ .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله بیت الخلاء
ته تلو نوګوتي به یې واېستله .

تشریح اونحوي څیړنه :
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا دَخَلَ الْخَلاءَ نَزَعَ خَاتَمَهُ : یعنی کله به چې رسول الله صلی
الله علیه وسلم بیت الخلاء ته دنوتلو اراده وکړه نو ګوتي به یې لرې کړه ځکه په هغه باندې دالله
جل جلاله نوم لیکلی و نو په داسي صورت کې یې په بیت الخلاء کې له ځانه سره لرل مکروه او
دځیني علماوپه اند حرام دي ،او دشمائأ وتلی شارح وایې : ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم
په ګوته باندې دقرانکریم دیوه ایت یوه برخه لیکلې وه یعنی (محمد رسول الله) دسورت الفتح د
وروستي ایت (۲۹) لومړۍ جمله ده .چې ددې جملې دپیل توری (محمد) دیوه غوره پیغمبرنوم
او دویم توري (رسول) دټولو انبیاو مشترک غوره وصف ده .
دابوداود په روایت کې همداروایت راغلی دی خو د (نزع) په ځای (وضع) راغلی دی یعنی کې به
یې ښودله ددې دواړو توروپه منځ کې ډیر توپیر نشته یواځې دومره توپیر شته چې له (نزع) یعنی
اېستلونه دا معلومیږې چې ګوتي به یې په لاس کوله او (وضع) داسي نده .

التخريج :
أخرجه أبوداودفي سننه : كتاب الطهارة (219) وقال أبوداود : هذا حديث منكروأخرجه
المصنف في جامعه : كتاب اللباس (1746) وقال : حسن غريب ونقل الحافظ المزي قوله
: حسن , صحيح , غريب , وأخرجه النسائي في سننه كتاب الزينة(5213) ونقل المزي عنه أنه
قال : هذا حديث غيرمحفوظ .
وأخرجه ابن ماجه في سننه كتاب الطهارة وسننها (303)كلهم من طريق ابن جريج عن الزهري به
ورجاله ثقات إلا أن عبدالله بن جريج مدلس وقد عنعنه .
وأخرجه الحاكم (1- 187) من طريق يحي بن المتوكل البصري عن ابن جريج عن الزهري مرسلا
والحديث أخرجه ابن حبان في صحيحه (125) من طريق همام بن يحي عن ابن جريج به .


رښتینی
18.11.2011

90
ـ حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ عَامِرٍ ، وَالْحَجَّاجُ بْنُ مِنْهَالٍ ، عَنْ هَمَّامٍ ،
عَنِ ابْنِ جُرَيْجٍ ، عَنِ الزُّهْرِيِّ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا
دَخَلَ الْخَلاءَ نَزَعَ خَاتَمَهُ .

ژباړه :
انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله بیت الخلاء
ته تلو نوګوتي به یې واېستله .

تشریح اونحوي څیړنه :
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا دَخَلَ الْخَلاءَ نَزَعَ خَاتَمَهُ : یعنی کله به چې رسول الله صلی
الله علیه وسلم بیت الخلاء ته دنوتلو اراده وکړه نو ګوتي به یې لرې کړه ځکه په هغه باندې دالله
جل جلاله نوم لیکلی و نو په داسي صورت کې یې په بیت الخلاء کې له ځانه سره لرل مکروه او
دځیني علماوپه اند حرام دي ،او دشمائأ وتلی شارح وایې : ځکه درسول الله صلی الله علیه وسلم
په ګوته باندې دقرانکریم دیوه ایت یوه برخه لیکلې وه یعنی (محمد رسول الله) دسورت الفتح د
وروستي ایت (۲۹) لومړۍ جمله ده .چې ددې جملې دپیل توری (محمد) دیوه غوره پیغمبرنوم
او دویم توري (رسول) دټولو انبیاو مشترک غوره وصف ده .
دابوداود په روایت کې همداروایت راغلی دی خو د (نزع) په ځای (وضع) راغلی دی یعنی کې به
یې ښودله ددې دواړو توروپه منځ کې ډیر توپیر نشته یواځې دومره توپیر شته چې له (نزع) یعنی
اېستلونه دا معلومیږې چې ګوتي به یې په لاس کوله او (وضع) داسي نده .

التخريج :
أخرجه أبوداودفي سننه : كتاب الطهارة (219) وقال أبوداود : هذا حديث منكروأخرجه
المصنف في جامعه : كتاب اللباس (1746) وقال : حسن غريب ونقل الحافظ المزي قوله
: حسن , صحيح , غريب , وأخرجه النسائي في سننه كتاب الزينة(5213) ونقل المزي عنه أنه
قال : هذا حديث غيرمحفوظ .
وأخرجه ابن ماجه في سننه كتاب الطهارة وسننها (303)كلهم من طريق ابن جريج عن الزهري به
ورجاله ثقات إلا أن عبدالله بن جريج مدلس وقد عنعنه .
وأخرجه الحاكم (1- 187) من طريق يحي بن المتوكل البصري عن ابن جريج عن الزهري مرسلا
والحديث أخرجه ابن حبان في صحيحه (125) من طريق همام بن يحي عن ابن جريج به .


رښتینی
23.11.2011

91 ـ حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بْنُ مَنْصُورٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ نُمَيْرٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عُبَيْدُ اللهِ بْنُ عُمَرَ
، عَنْ نَافِعٍ ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، قَالَ : اتَّخَذَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، خَاتَمًا مِنْ وَرِقٍ ، فَكَانَ
فِي يَدِهِ ثُمَّ كَانَ فِي يَدِ أَبِي بَكْرٍ ، وَيَدِ عُمَرَ ، ثُمَّ كَانَ فِي يَدِ عُثْمَانَ ، حَتَّى وَقَعَ فِي بِئْرِ أَرِيسٍ ،
نَقْشُهُ : مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهِ .

ژباړه :
عبدالله بن عمر رشی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم دسپینو زرو ګوتي جوړه
کړه نو دده په لاس به وه ، بیا له ده وروسته د ابوبکر په لاس وه ، بیا دعمر په لاس وه بیا د
عثمان په لاس وه ترهغه وخته پورې چې داریس په کوهي کې ولوېدله او (محمدرسول الله)
پرې نقش شوې و .

تشریح اونحوي څیړنه :
اتَّخَذَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، خَاتَمًا مِنْ وَرِقٍ ، فَكَانَ فِي يَدِهِ : یعنی یاخویې په حقیقی
توګه په لاس کوله اود ښي لاس په خنصره ګوته به یې وه اویاخو مطلب داده چې دده په واک
کې وه اوله ده سره به وه اود اړتیا په مهال به یې د مهر لګولوله پاره کاروله .

ثُمَّ كَانَ فِي يَدِ أَبِي بَكْرٍ ، وَيَدِ عُمَرَ ، ثُمَّ كَانَ فِي يَدِ عُثْمَانَ : یعنی درسول الله صلی الله علیه وسلم له
وفات وروسته بیا د ابوبکر رضی الله عنه په لاس وه یاخو دمهر لګولو له پاره اویاد تبرک له پاره .

حَتَّى وَقَعَ فِي بِئْرِ أَرِيسٍ :
داریس کوهۍ په مدینه منوره کې دقبا خواته دی داصلا دایوه مزرع ده او په هغه مزرع کې دا
کوهۍ ده ماپه خپله دامزرع لیدلې ده خو اوس هغه مزرع بنده ده خلکوته هلته دورننوتلو اجازه
نشته دلته مختلف روایات راغلې دي په ځینوکې راغلي چې له عثمان رضي الله عنه نه ولویدله
اوپه ځینوکې راغلې چې دده له مریی معیقب نه ولویدله په هرصورت دروایاتوپه منځ کې توافق اسانه ده هغه داسي چې معیقب چې عثمان ته ورکوله نوشایدپه دې مهال کې به لویدلې وې او
په دې توګه یې دواړو ته نسبت شونی دی .او که په روایاتوکې دترجیح خبره شي نو بیا هغه
روایات قوي دي چې په هغو کې له عثمان رضی الله عنه څخه دلویدلوخبره راغلې ده ځکه خبره
په متفق علیه روایت کې راغلې ده .
یوراوي وایې چې په دې کوهي کې هغه ګوته دری ورځي وپلټل شوه او دکوهي اوبه به ایستل
کیدلې خو هغه ګوته ونه موندل شوه علماء وایې له دي نه داسي معلومیږې چې دیوه کم شي د
ورکیدلوپه صورت کې بایددهغه شي پلټنه کړل شي لکه دلته چې دګوتي له پلټني څخه داخبره
معلومیږې اوداراز یو وخت یوې غزاته دتګ په مهال پّ لاره کې دعایشي رضی الله عنها
امیل ورک شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول لښکر درولی ووڅو یې هغه امیل پیداکړ

نَقْشُهُ : مُحَمَّدٌ رَسُولُ الله :
نقشه مبتدا اود (محمدسرول الله ) جمله یې خبر ده خو دلته په خبر کې دمبتدا له پاره ضمیر
نشته او داځکه چې دلته داجمله په اعتبار د مفرد سره مراد ده یعنی دهغي ګوتي نقش دا کلمات
وو نوپه دې صورت کې بیا ضمیر ته اړتیا نه لیدل کیږې .
امام النووي وایې له دي روایت نه داسي معلومیږې چې د نیکانوپر اثارو تبرک حاصلول روادي
یعني لکه دهغوی کالي اغوستل اوداراز لکه دهغه وتي په لاس کول اوداراز له دې حدیث نه دا
هم معلومیږې چې درسول الله صلی الله علیه وسلم پاتي مال دهغه د وارثانو حق نه وو بلکي داد
عامو مسلمانانو مال بلل کیده لکه دسرول الله صلی الله علیه وسلم یولوښۍ چې انس رضی الله عنه
ته دهغه دخدمت په عوض کې ورکړل شوی واو هغه کله کله تبرکا اوبه پکې څښلې اوګوتي یې د
وخت له خلیفه سره وه چې هغه به دمسلمانانوپه چاروکې کاروله او څرنګه چې دا ګوتي ډیره مهمه وه نودهغې دساتلوله پاره یې دمعیقب په نامه یو کس ټاکلی و او هغه به له ځانه سره لرله او دضرورت په وخت کې به یې خلیفه ته راوړله .
علماء وایې دنارینه له پاره یواځي دسپینو زرو ګوته کارول روادي اودهرډول اسپني یا سرو زرو
ګوته کارول دنارینه له پآره نده روا او دسپینو زرو دګوتي وزن هم باید له یو ه مثقال نه زیات نه
وې ځکه په یوه روایت کې راغلې دې چې هغه ابن حبان صحیح بللی دی اوهغه داسې دی : رسول
الله صلی الله علیه وسلم دیوه سړې په لاس داوسپني ګوته ولیدله نو ورته ویې ویل : ولې دي د دوزخیانوګاڼه په لاس کړې ده ؟نو هغه وغورځوله او ورته ویې ویل : دڅه شي ګوته په لاس کړم ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : دسپینو زرو خو چې له مثقال نه کمه وې .

التخريج :
أخرجه البخاري في صحيحه (5873) كتاب اللباس . وأخرجه مسلم في صحيحه كتاب اللباس
والزينة (2091- 54).
وأخرجه أحمد (2-22) وأبوداود (4218) والنسائي (5293) والبيهقي في سننه (4_142) كلهم من حديث عبيدالله بن عمر عن نافع عن ابن عمر به .


رښتینی
23.11.2011

(13)

باب ماجاء في تختم رسول الله صلى الله عليه وسلم .

دباب تشریح :

تردې مخکې باب درسول الله صلی الله علیه دګوتي دنقش په اړه واوپه دي باره کې حدیث
پکي بیان شول اوپه دي باب کې مصنف هغه حدیث را اخلي چې درسول الله صلی الله علیه
وسلم دګوتي په لاس کولوڅرنګوالی پکي ښکاره شي او(تختم) دخاتم په لاس کولوته وایې
اوپه ځیني نسخوکې ددې باب عنوان داسي رالی دی : باب في أن النبي صلي الله عليه وسلم
كان يتختم في يمينه .نو له دې نه هم معلومیږې چې ددې باب اوهغه بل ترمنځ توپیر شته او په
دې سره هغه توهم له منځه ولاړ چې مصنف باید دادواړ ه بابونه سره یوکړې وی ځکه دواړه د
ګوتي په اړه دې .

په کوم لاس ګوته په ګوته کول په کار دي ؟

ګڼ شمیر روایات درسول الله صلی الله علیه وسلم دګوتي دپه ګوته کولو دڅرنګوالي په اړه
راغلي دي په ځینوکې راغلې دي چې په ښي لاس به یې په ګوته کوله اوپه ځیني نوروکې راغلي
دي چې په چپ لاس .دا تفصیل موږ را اخلو او دلته دمصنف له صنیع اوچلند نه داسي معلومیږې
چې دی دښي لاس روایاتو ته ترجیح ورکوې ځکه په دي باب کې یې ټول هغه روایات راخیستي
دي چې دښي لاس په اړه راغلي دي او داسي کوم حدیث یې ندی راخیستی چې په هغه کې په
ښکاره توګه راغلي وې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په چپ لاس ګوته په ګوته کوله
مصنف په جامع الترمذي کې وایې : دقتاده ځیني شاګردانو له هغه نه روایت کړی دی چی هغه
له انس نه رویت کړی دی اوپه هغه کې راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په چپ
لاس ګوته په ګوته کوله اودا حدیث صحي ندی نوځکه زیاتو علماو دښي لاس روایات غوره
بللي دي اوملاعلي القاري وایې چې ډیري علماء په دي اند دي چې دښي لاس روایات منسوخ
دي اوباید په چپ لاس ګوته په ګوته کړل شي دانس یو روایت مسلم راخیستی دی په هغه کې راغلې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په چپ لاس ګوته په ګوته کوله اوپه دي حدیث
کې یوڅه ضعف شته .
امام البیهقي وایې چې دښی لاس روایات د سرو زرو دګوتي په اړه دي او دچپ لاس روایات
د سپینو زرو دګوتي په اړه دي او دسرو زرو ګوته خو رسول الله صلی الله علیه وسلم غورځولي وه او صحابه یې هم له سرو زرو نه منعه کړی وو داراز امام البغوي بیا ددي حدیٍونوپه منځ کې دتوافق
په اړه وایې چې په پیل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښي لاس ګوته په ګوته کوله اووروسته
یې په چپ لاس ګوته په ګوته کوله یعني دچپ لاس په ګوته کول یې په اخیري وخت کې وو.

امام النووي وایې : ټول فقهاء په دې خبره متفق دې چې په ښي اوچپ دواړولاسونوګوته په ګوته
کول روادي اوپه یوه کې هم کراهت نشته اوپه افضلیت کې یې هم اختلاف ده امام مالک اوشوافع یې په ښي لاس په لاس کول افضل بولي او ځیني علماء وایې چې یولاس هم افضلیت نلري دواړه
برابر دي او ابوداود هم په خپل سنن کې داخبره غوره کړې ده ځکه ده په دي اړه دیوه باب عنوان
داسي ټاکلی دی : باب التختم فی الیمین والیسار اوبیا یې په دي باب کې مختلف حدیث راوړې
دي اویو ه لوري ته یې هم ترجیح نده ورکړي .


رښتینی
24.11.2011

92 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سَهْلِ بْنِ عَسْكَرٍ الْبَغْدَادِيُّ ، وَعَبْدُ اللهِ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، قَالا : أَخْبَرَنَا
يَحْيَى بْنُ حَسَّانَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ بِلالٍ ، عَنْ شَرِيكِ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ أَبِي نَمِرٍ ، عَنِ
إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ اللهِ بْنِ حُنَيْنٍ ، عَنِ أَبِيهِ ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ : أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه
وسلم كَانَ يَلْبَسُ خَاتَمَهُ فِي يَمِينِهِ .

ژباړه :
علي بن ابي طالب رضي الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به ګوتي دښي لاس
په ګوته کړې وه .یعنی په اکثرو وختونوکې .

لنډه تشریح :
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَلْبَسُ خَاتَمَهُ فِي يَمِينِهِ : په دې اړه تفصیل مخکي تېرشوی
دی اودښی لاس دترجیح له پاره دا عقلي وجه ویل کیږې چې دګوتي کارونه اکثره د تزیین
او ښایست له پاره وې او تزیین اوښایست یوډول شرافت اواکرام دی نو ځکه باید دا شرافت
دښي لاس له پاره وي نه دچپ لاس له پاره .دحنفي مذهب له علماو نه ملاعلي القاري رحمه
الله هم ښي لاس ته ترجیح ورکړې ده او ابن عابدین په الشامي کې وایې چې داحنافو راجح
مذهب یاخو مساوات دی اویا چپ لاس دی یعني یاخو دواړه لاسونه یوډول دي اویا چپ
لاس غوره ده .داراز علماء لیکي چی نارینه باید دلاس په کوچنۍ ګوته ګوتي په لاس کړي
اوپه نورو ګوتوپه لاس کول یې مکروه تنزیهي دي او دښځو له پاره په پنځو واړو ګوتو په
ګوته کول روا دي

التخريج :
صحيح أخرجه أبوداود في سننه كتاب الخاتم (4226)من طريق ابن وهب ,وأخرجه النائي
في سننه كتاب الزينه (5203) وسيأتي هنا الرقم : 93 من طربق يحي بن حسان كلاهما عن
سليمان بن بلال به .
وأخرجه أبوالشيخ في أخلاق النبي صلي الله عليه وسلم (ص126)وقد صححه ابن حبان كما قال
الحافظ في القتح : (10- 326)
ويشهد لصحة الحديث ما يأتي : 95-96-97-98 .


رښتینی
25.11.2011

93
ـ حدثنا أحمد بن منيع , حدثنا يزيد بن هارون , عن حماد بن سلمة , قَالَ رأيت ابن أبي رافع
يتختم في يَمِينِهِ فَسَأَلْتًهً عَنْ ذَلِكَ فَقَالَ : رَئَيتً عَبْدً اللهِ بْنِ جَعْفَرٍ يَتَخَتَّمً فِي يَمِينِهِ وقَالَ
عَبْدِ اللهِ بن جعفر : كان رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يتختم فِي يَمِينِهِ .

ژباړه :
حماد بن سلمه وایې : دابورافع زوی مې ولید په ښي لاس یې ګوته په ګوته کړې وه نو ما په
دې اړه له هغه نه پوښتنه وکړه هغه راته وویل :ما عبدالله بن جعفرلیدلی وچې دښي لاس په
ګوته به یې ګوتي په ګوته کوله اوعبدالله بن جعفر ویلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
به هم دښي لاس په ګوته ګوتي په ګوته کوله .

لنډه تشریح :
یتختم فی یمینه درئیت دمفعول (عبدالله بن جعفر) له پاره حال ده دابورافع زوی خپل شاګرد
حماد ته وایې چې عبدالله بن جعفر مې په داسې حال ولید چې دښي لاس په ګوته یې ګوتي په
ګوته کوې وه .
داروایت ابوالشیخ په اخلاق النبي صلی الله علیه وسلم کې راخیستی دی خویوڅه زیاتونه
ورسره ده او هغه داسي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې وفات شو چې
ګوتي یې په لاس کې وه .

راوي :

دلته دیوه دحدیث په متن کې دیوه کس ذکر شوی دی نوبده به نه وې چې یوڅه یې در وپیژنو
عبدالله بن جعفر رضی الله عنه یو کوچنی صحابی دی دی دجعفربن ابی طالب زوی دی اوپه
حبشه کې زیږیدلی دی . دده مور اسماء بنت عمیس ده کله یې چې پلار شهیدشو نو رسول
الله صلی الله علیه وسلم یې مورته راغلی او روته ویې ویل : ماته زما دورور زامن راوړئ هغوی
واړه واړه وو او ورته رایې وړل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم حلاق ( ډم) راوغوښت او د
دوی سرونه یې ورخېیل او دبرکت دعا یې ورته وکړه بیا یې مور ورته وویل چې یارسول الله
دوی څه نلرې . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : زه د دوی دپلار په ځای یم ده او
عبدالله بن الزبیر له رسول الله سره د اوو کلونوپه عمر کې بیعت کړی دی او ویل کیږې چې دی
خورا زیات شخي او جواد و. دی په ۸۰ م هجري کال کې د اتیا کلونوپه عمر وفات شو ی دی .

التخریج :

حسن , أخرجه المصنف في جامعه (1744) كتاب اللباس بهذا الإسناد سواء وقال : وقال محمد
يعني _ البخاري _ هذا أصح شئ روي في هذا ا لباب , وأخرجه النسائي في سننه (5204) كتاب
الزينة وأخرجه أحمد في مسنده وأبوالشيخ في اخلاق النبي والبغوي في شرح السنة .


رښتینی
27.11.2011

94 ـ حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ مُوسَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ نُمَيْرٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ الْفَضْلِ ،
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مُحَمَّدِ بْنِ عَقِيلٍ ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ جَعْفَرٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ
يَتَخَتَّمُ فِي يَمِينِهِ .

ژباړه :
عبدالله بن جعفر رضي الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ښي لاس ګوتي په
ګوته کوله ، ددې حدیث شرح او تفصیل په مخکیني حدیث کې تېرشوی دی .

التخريج :
حسن بشواهده . أخرجه ابن ماجه في سننه كتاب اللباس : (3647) وأخرجه أبو الشيخ في
أخلاق النبي (ص124) والحديث من هذه الوجوه لاتقوم به الحجة لضعف ولين فيها والطريق
الأول (الرقم 93) أقواها فالحديث بشواهده ثابت .

95ـ حَدَّثَنَا أَبُو الْخَطَّابِ زِيَادُ بْنُ يَحْيَى ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ مَيْمُونٍ ، عَنْ جَعْفَرِ بْنِ
مُحَمَّدٍ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ : أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ يَتَخَتَّمُ فِي يَمِينِهِ .

ژباړه :
جابر بن عبدالله رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ښي لاس ګوتي په
ګوته کوله ، ددې حدیث شرح او تفصیل مخکي تېرشوی دی .

التخريج :
إسناده ضعيف جدا . تفرد به المصنف
ورجاله ثقات غيرعبد الله بن ميمون القداح فهومنكرالحديث متروك وأخرجه أبو الشيخ
في أخلاق النبي صلي الله عليه وسلم (ص129) بسند ضعيف جدا ايضا وجملة القول إن
طرق حديث جابر لاتقوم بها الحجة ولكن متن الحديث ثابت صحيح بماسبق .


رښتینی
28.11.2011

96 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ حُمَيْدٍ الرَّازِيُّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا جَرِيرٌ ، عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ إِسْحَاقَ ، عَنِ الصَّلتِ
بْنِ عَبْدِ اللهِ ، قَالَ : كَانَ ابْنُ عَبَّاسٍ ، يَتَخَتَّمُ فِي يَمِينِهِ ، وَلا إِخَالُهُ إِلا قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى
الله عليه وسلم يَتَخَتَّمُ فِي يَمِينِهِ .

ژباړه :
الصلت بن عبدالله وایې : عبدالله بن عباس رضی الله عنه به په ښي لاس ګوتي په لاس کوله
اوزه ګومان نه کوم چې بل څه به یې ویلې وې همدایې ویلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم
به په ښي لاس ګوتي په لاس کوله .

لنډه تشریح :
وَلا إِخَالُهُ إِلا قَالَ : اخاله دواحد متکلم صیغه ده زیات استعمال یې همزي په کسره سره ده او
همدا افصح ده اوځیني یې دهمزي په فتحه سره هم وایې او دا قیاس هم ده او وایې چې دبنو
اسد لغت هم په فتحه سره ده او ددې جملي معنا : زه ګومان نه کوم یا زه خیال نه کوم .
دا خبره د الصلت بن عبدالله ده اویا له ده نه مخکي دبل کوم راوي ده او په ځیني نسخوکې
داجمله نده راغلي .
اونور تفصیل ته اړتیا نه لیدله کیږې ځکه ددې باب په روایاتوکې همدا یوه خبره په مختلفو
بڼو راځي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به په ښي لاس ګوتي په ګوته کوله .

التخريج :
إسناده حسن . محمدبن اسحاق صدوق يدلس وقدصرح بالتحديث عندأبي داود فحسن حديثه .
وأخرجه الترمذي في جامعه كتاب اللباس (1744)بسنده ومتنه سواء وأخرجه أبوداودفي
سننه كتاب اللباس (4229)وأبوالشيخ في أخلاق النبي صلي الله عليه وسلم (ص129-139)
كلاهما من طريق جرير به فذكره .
قال المصنف : قال محمدبن إسماعيل (البخاري) : حديث محمدبن اسحاق عن الصلت بن
عبدالله بن نوفل حديث حسن صحيح . قلت : محمدبن اسحاق صدوق يدلس وقدصرح با
لتحديث عندأبي داود , فحديثه حسن إذن .


رښتینی
28.11.2011

97 ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ أَبِي عُمَرَ ، قَالَ : حَدَّثَنَا سُفْيان ، عَنْ أَيُّوبَ بْنِ مُوسَى ، عَنْ نَافِعٍ ، عَنِ
ابْنِ عُمَرَ : أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم اتَّخَذَ خَاتَمًا مِنْ فِضَّةٍ ، وَجَعَلَ فَصَّهُ مِمَّا يَلِي كَفَّهُ ،
وَنَقَشَ فِيهِ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهِ ، وَنَهَى أَنْ يَنْقُشَ أَحَدٌ عَلَيْهِ وَهُوَ الَّذِي سَقَطَ مِنْ مُعَيْقِيبٍ فِي
بِئْرِ أَرِيسٍ .

ژباړه :
عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ځان ته دسپینو زرو ګوتي
جوړه کړه او دپه لاس کولوپه وخت کې به یې غمۍ درغوي لورته کړی واومحمدرسو ل الله
پرې نقش و او نورخلک یې له دي نه منعه کړی وو چې په ګوتوباندي دده په څیر نقش جوړ
کړې اودا هماغه ګوتي وه چې له معیقیب رضی الله عنه څخه د( اریس) په کوهي کې ولویدله .

تشریح اونحوي څیړنه :
أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم اتَّخَذَ خَاتَمًا مِنْ فِضَّةٍ ، وَجَعَلَ فَصَّهُ مِمَّا يَلِي كَفَّهُ : یعني دسپینو زرو
کوتي یې ځان ته جوړه کړه او دپه لاس کولوپه مهال به یې غمۍ دلاس ښکاره لوري ته نه و بلکي
دلاس دپټ لوري (رغوي ) ته به وه . د داډول په لاس کولو وجه شارحینو دابیان کړې ده چې د
ګوتي ښکلاپه غمي کې یې اوپه دې ټوګه سره به له تزیین او ښایست نه ځان ژغورل
شوی وي او یاخو داچې په دي توګه سره به دغمي نقش خوندي وې او هغه به نه خبرابیږې .
په دي ډول ګوته په لاس کولوباندي رسول الله صلی الله علیه وسلم کوم امر ندی کړی او کومو صحابه کرامو اوسلفو چې ګوته په لاس کوړې ده هغوی هم دواړه ډوله په لاس کړې ده یعني
غمۍ یې لاندي هم کړی دی اوباندي یې هم کړی دی خو علماء وایې چې افضل یې دغمي لاندي
کول دي ځکه په دي توګه درسول الله صلی الله پیروي راځي .

په ابوداود کې له الصلت بن عبدالله نه یو روایت راغلی دی هغه وایې ما عبدالله بن عباس رضی
الله عنه ولیدچې دګوتي غمۍ یې باندي لورته کړی و او ویلي یې چې رسول الله صلی الله علیه
وسلم به همداسي ګوتي په لاس کوله اوس دابوداو د او زموږ ددي روایت په منځ کې تناقض
شارحینو داسي دفعه کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله غمۍ باندي لورته کاوه اوکله به یې لاندي لورته کاوه نو ابن عباس به دباندي لورته حالت بیان کړی وي او اصلا دلاندي
لورته روایت صحي دی .

وَنَقَشَ فِيهِ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهِ ، : نقش معلومه صیغه ده او محمد رسول
الله جمله په تاویل دمفرد سره یعني دا الفاظ په محل دنصب کې ده ځکه دا دنقش له پاره مفعول
به ده اوکه داصیغه مجهوله شي بیا یې وجه معلومه ده .
شارحین لیکي چې په ګوتي باندي ددې کلماتو (محمد رسول الله ) دلیکلو مطلب یاخو درسول
الله خپل نوم و نوپه دي صورت کې (رسول الله ) صفت ده اوخبر نده او ددي مطلب به داسي شي لکه یوڅوک په یوه کتاب خپأ نوم ولیکي نو موخه یې داوې چې دی ددي کتاب څښتن دی او
دلته به هم ددي جملي له پآره مبتدا محذوفه شي یعني صاحبه و مالکه محمد رسول الله .
او خو ددي کلماتو له لیکلو نه مطلب د شهادت دوه کلمي دي نوپه دي صورت کې به مبتدا
اوخبر شي .

وَنَهَى أَنْ يَنْقُشَ أَحَدٌ عَلَيْهِ : د دا ډول نقش منعه ښکاره خبره ده چې التباس او فساد رامنځته نشي
او داراز مهرونه په اوس وخت کې هم منعه اومحرم دي او که څوک دیوه دولتي مسئول یا اداري مهر جوړکړي نو دا غټ جرم بلل کیږې او داکار له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته دده
خلفاو هم عملي ساتلی و اوترڅو چې له دوی سره دا ګوته وه په همدي ګوته یې مهرونه لګول اوپه خپلونومونو یې ګوتي نه دي جوړي کړې ترهغوپوري چې کله دا ګوتي له معیقیب رضی الله عنه
نه د اریس په کوهي کې ولویدله :

وَهُوَ الَّذِي سَقَطَ مِنْ مُعَيْقِيبٍ فِي بِئْرِ أَرِيسٍ : یعني درسول الله صلی الله علیه وسلم دا ګوتي
هماغه وه چې له عثمان رضي الله عنه پوري له ټولو خلفاو سره وه او بیا دعثمان رضي الله عنه
په وخت کې له معیقیب رضی الله عنه څخه داریس په کوهي کې ولویدله .
الدمیري په شرح المنهاج کې یوه روایت راخیستی دی چې د معاذبن جبل رضي الله عنه په
ګوتي هم محمد رسول الله نقش و کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرشو ویې ویل :
دمعاذ هرشی مسلمان شوي دي حتي ګوتي یې هم مسلمانه شوي ده بیا یې له معاذ نه دا ګوتي
واخیستله او دده په لاس به وه .
دد ي حدیث له پاره ځواب دادی چي دمعاذ دګوتي موضوع یاخو له نهي مخکي پیښه شوی
وه اویا خو دا د معاذ رضی الله عنه خصوصیت بلل کیږې .اویاخو معاذ ته د دا ډول نقش د
ممانعه خبر نه و رسیدلی .

معیقیب رضي الله عنه:
دمیم په ضمه ، دعین په فتحه د دواړو یاګانوپه سکون چې په منځ کې یې قاف مکسوره ده
اوپه پای کې یې باء ده داد معقاب لکه مفضال تصغیر ده دی د ابو فاطمه الدوسي زوی دی
بدري صحابي دی اود سعید بن العاص رضی الله عنه مریئ و په لومړنیو مسلمانانو کې
شمارل کیږې حبشي ته چې دویم ځل مسلمانانو هجرت کاوه دی هم پکې و اوبیا له حبشي نه
مدیني منوري ته راستون شو له ده سره به د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګوتي وه او ابوبکر
، عمر او عثمان رضی الله عنهم دبیت المال مسئولیت ده ته سپارلی و دی په څلویښتم هجري
کال کې وفات شوی دی اوڅوک وایې دعثمان رضی الله عنه د خلافت په وروستیوشپو کې
وفات شوی دی . رضی الله عنه

التخريج :
إسناده صحيح :
رواه البغوي في شرح السنة (3133)من طريق المصنف به فذكره
وأخرجه مسلم في كتاب اللباس (2091) وأبوداود في سننه في الخاتم (4219) والنسائي
في سننه كتاب الزينة (8-178) وفي الكبري (9530) وأخرجه بن ماجه في سننه كتاب
اللباس (3639- 3645) وأخرجه البخاري في خلق أفعال العباد (390) كلهم من طريق
سفيان به نحوه .


رښتینی
06.12.2011

98 ـ حَدَّثَنَا قتيبة بن سعيد , حَدَّثَنَا حاتم بن إسماعيل , عن جَعْفَرٍ بن محمد , عن أبيه , قَالَ : كان الحسن والحسين يتختمان في يسارهما .
ژباړه :
جعفر بن محمد وایې ماته مې پلار ویل : حسن اوحسین رضی الله عنهما به دښیو
لاسونو په ګوتو ګوتې په لاس کولي .

لنډه تشریح :
كان الحسن والحسين يتختمان في يسارهما : مخکې په دي اړه تفصیل تیرشوی دی چې
رسول الله صلی الله علیه سولم زیات وختونه په چپ لاس ګوته په لاس کړې ده اویاخو یې
په اخیري وخت کې د چپ لاس په ګوته ګوته په لاس کوله اوبل دا چې ددې ګوتي اصلي
موخه په لاس کول او تزیین نه و نوپه چپ لاس یې په لاس کول غوره و او دهمدې وجوهاتو
پر اساس درسول الله صلی الله علیه وسلم دواړو لمسیانو : حسن اوحسین رضی الله عنهما
هم دده پیروې کوله اوپه چپ لاس به یې ګوته په لاس کوله . او دوی دواړه لکه دده دکور
خلک وو نو هغوی به دی ډیر ځله داسي لیدلی وې چې په چپ لاس به یې ګوتي په لاس وه
دا اثر دلته منقطع دی ځکه محمدله حسنینو سره نه دې لیدلې او دا اثر دلته دمصنف له باب
سره هم سمون نه خوري نو مصنف ددي له پآره راوړی دی چی دا واضحه کړي چې دا اثر د
استدلال او حجت وړ ندی ،
ابو الشیخ په اخلاق النبي صلی الله علیه وسلم کې ددې جعفر له خپل پلار محمد الباقر نه یو روایت راغلی دی چې هغه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر ، عمر ، عثمان ، علي
حسن او حسین رضی الله عنهم به په چپ لاس ګوتي په لاس کولې .

التخريج :
إسناده ضعيف وهو صحيح . لأن محمدبن علي بن الحسن م يسمع من جده ففيه انقطاع
ورجاله ثقات , رواه المصنف في اللباس (1743) بسنده ومتنه سواء ورواه أبوالشيخ
في أخلاق النبي صلي الله عليه وسلم (ص133) من طريق جعفربن محمد به فذكره إلا أنه
ذكرفيه رسول الله وعمر وعلي قال المصنف : حسن صحيح .
وللحديث شاهد عن أبي داود(4228)وكذلك عندمسلم( 2095) .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more