د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مسلم قلموال
11.09.2013

[quote:fa5d6919de="حمید هڅــاند"]ښاغلی حذیفه! ښې چارې.

قلموال صیب پر ما کران دی، خو دلته څه عجیب غوندې غږېږي. کله ایت شریف ناسم ځای کې استمالوي او کله یې بیا پرځان عریضه کړې وي. ته وکوره هغه د فرقو په اړه یې سند هم مخته کړی دی، هغه خو یې پر ځان عریضه ده :) . او د تراویحو په اړه دی لا اوس هم شله دی، ته به وا بحث یې بیخي لوستی نه دی. ښه اوس زه ته وخاندم که وژاړم.

درنښت[/quote:fa5d6919de]
انډیواله ما ځان کومې فرقې ته نه دی منسوب کړی او نه مې د کومې فرقې څخه دفاع کړې ده، هرڅوک چې د یو فرقې د یو څو مسایلو څخه دفاع کوي، او تر هغې اخوا بله نه مني، هغه اهل فرق دي او د همدې ایتونو د حکم لاندې راځي، تا او الله چې د اهلحدیثو یو څو مسایل نه دي چې ټولو نیولي؟ خو همدغه تقلید شو او د فرقو جوړول شو, زه د اهلحدیثو ټول مسایل نه منم ځکه چې مقلد نه یم.
ما سره د ټول اسلام غم دی او تاسو سره د خپل اهلحدیثتوب.
داسې اهلحدیث مې لیدلي چې په کابل کې د امریکایانو سره کار کوي، کورنی ماحول یې ټول غربي کلچر ځپلی او بیا ځان ته اهلحدیث وایي.
نور بحث درسره نه کوم،،،، لکم دینکم ولی دین.....لا اکراه فی الدین قد تبین الرشد من الغی.


حمید هڅــاند
11.09.2013

سلفیانو ته خلک اهل احادیث وایي، زه نه سلفي یم نه اهل حدیث. تر کومه چې له حذیفه نه مالومات لرم، نو دی هم نه سلفي دی او نه اهل حدیث. تا ته چې ما لس ځله یادونه کړې، چې زه اهل حدیث نه یم، خو بیا هم هماغه لیکې، نو یاره ستا ټول بحث همداسې دی، هر ځل خپله زړه خبره تکراروې، که هر څو موږ بله درته وکړو هم.
درنښت


حذيفه
11.09.2013

قلموال صيب! ګومان کوم چي خبره د ق برخلاف ده.
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
ما دغه ادعی کړې چې شل رکعته جایز دي او ۵۰ هم جایز دي ځکه چې دا قیام اللیل دی او قیام اللیل خاص حد نه لري.
که ته وايې چې شل حرام دي نو بیا دلیل راوړل پر تا لازم دي.
[/quote:f5bd9a3dc6]
ستا دا ادعی چي ۲۰ روا دي يا ۵۰ ده کوم دليل له مخې، قيام الليل چا ويل چي حد نه لري، که له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په عملي توګه تر ۱۳ اضافه ثابتې وي نو بيا دي ادعی پر ځای ده که نه نو بيا دي ادعی لکه تا چي نوم ور کړی پوچې خبرې دي.
څوک چي د رسول الله پر عملي تګلاره بسنه نه کوي هغه به داسي وي لکه د دې زمانې نور مبتدعين چي اوس له خپلو بوجونو څخه په تکلیف دي.
زه وايم څومره چي رسول الله کړې بس همغه بايد وسي تر دې اضافه ولي کوو؟ ايا هغه به ثواب لري چي رسول الله په خپل ټول ژوندي کي کاوی او که هغه چي رسول الله په خپل ټول ژوند کي نه وي کړی؟
که دا دليل نه وي نو بيا يو متعصب مقلد يې چي له خپلې ناسمې ادعی کله هم نه پشا کېږې.
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
تر ټولو لویه ادعی زما دا ده چې په مسایلو کې فرعي اختلاف باید مسلمانان جدا نه کړي.
[/quote:f5bd9a3dc6]
دا خبره دي له هغه ايت سره ټکر ده ده چي ليکلي دي ول:
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
إن الذين فرقوا دينهم وكانوا شيعا لست منهم في شيء إنما أمرهم إلى الله ثم ينبئهم بما كانوا يفعلون
ژباړه: بې شکه هغه خلک چې دین کې یې فرقې جوړې کړې او وو دوي ډلې ډلې ته د هغوي سره په هیڅ شي کې نه یې(او نه هغوي تاسره په دین کې شامل دی) د دوي کار الله ته حواله دی بیا به دوي ته خبر ورکړي په هغه کارونو چې دوي کول.
[/quote:f5bd9a3dc6]
ته چي کوم امت را ټولوې هغه په خپله په همدې حالت کي ولاړ دئ، دا حنفيت، ديوبنديت، برېلويت، پجپېريت، سلفيت، حزبيت، وهابيت، شافعيت، حنبليت، مالکيت، شعيت او اهل سنت والجماعت چي په دين کي ډلې نه دي نو څه دي؟ دوی دين نه دئ وېشلی؟ ډلې او ټپلې نه دي؟ نو که دا هم فرقوا دينهم و کانوا شيعا نه وي نو بيا څوک دي؟ يوازي يهود؟ که دا امت هم؟ لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَنْ قَبْلَكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ.
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
او که ته دلایل دې ته وايې چې د مخالف حدیث خامخا په شین زور ضعیف کړم او خپل هغه قوي کړم، نو دا رقم اسلام دې پر تا درمبارک وي.
[/quote:f5bd9a3dc6]
د دې خبرې لپاره دي کومه بېلګه هم وړاندي کړې ده؟ که د اصولو له مخې يو شی ضعيف وي او زه يې له دې امله ضعيف نه کړم چي قلموا صیب پرې دليل نيسي نو دا اسلام دي بيا تا ته مبارک وي!
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
ښکنځلې ما چیرته کړي، دروغ ولې وايې؟
[/quote:f5bd9a3dc6]
زه به يې يو مثال در کړم چي بيا نو درواغ زه وايم که ته؟
هڅاند وايي زه اهل حدیث نه يم او دا چي ته هغه ته هر څل همدا لفظ کاروې نو دا ښکنځل نه دي څه شی دئ؟
او که ته وايي چي ښکنځل دا دي چي ستا مور څه او څه؟ نو دا غو يې شډل دي او دا خو به يو څارايي هم نه کړي ته خو لا قلموال يې!!!هههه
او ستا د درواغو يو بېلګه:
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
په اصولو کې ټول موافق دي خو په فروعو کې مختلف دي.
[/quote:f5bd9a3dc6]
دا په کوم کتاب کي دي چي په اصولو کي موافق دي؟ تا د عقايد کتابونه لوستي دي که نه؟ هلته به د عقايدو په اړه دومره اخلاف ووينې چي هک پک به سې.
دا عقيده فرعه ده که اصل؟
په حرام او حلال کي اختلاف دئ، حرمت او حلت ستا په اند فرع دي که اصل؟
د نکاح په کېدلو او نه کېدلو کي اختلاف، بيا هم څه فکر کوئ؟
دا يې يوازي څو مثاله دي.
دا د دين مسايلو ته چي رفع اليدين فرع ده او لمونځ يې اصل، دليل چېري دئ؟ دا نوم الله ور کړی، رسول ور کړی او که تا ورته استنباط کړی؟
داسي دي دا نور شيان هم.
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
اختلافات د یهودو کار وو
[/quote:f5bd9a3dc6]
او دا کسان چي اوس يې امت په لسګونو ډلو وېشلی دئ هغوئ د همدې يهودو پر لار ور روان دي.
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
یوازې جرح او تعدیل خو څه علم نه دی.
[/quote:f5bd9a3dc6]
دا هم يو علمي فن دئ او نور هم سته، ما نه نور نفې کړي دي او نه مي ويلي چي دا نور يې بې ګټې دي.
خو دا هم يو مهم علمي فن دئ، چي په دې ډول بحثونو کي يې خورا مهم زيات دئ.
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
هغه اهلحدیثتوب به څه کړې چې د بخاري او مسلم یو څو حدیث دې نیولي او د قرآن لوي مفاهیم دې پریښې دي، اسلام خو څه په بخاري او مسلم کې راغونډ نه دی.
[/quote:f5bd9a3dc6]
نو لکه تا چي تر دې پورته جملې ليږ مخکي کښلي ول چي دا ادعی دي واخله نو اوس ته هم دا ادعی واخله، ځکه ما نه يوازي بخاري او مسلم د حديثو کتابونه بللي بلکي ټول د حدیثو کتابونه منم او تل ترې روايات هم راوړم، خو د قران مفاهيم مي هم له پامه نه دي اچولي، هغو ته په پام ليکنه کوم که مفاهيم پاتې وي او موږ په اړونده ليکنه کي نه وي مرعات کړي ، نو ته مثال راوړه چي دا مفهوم پاتې دئ او تاسو داسي ليکلي دي.
[quote:f5bd9a3dc6="مسلم قلموال"]
نور بیا انشاء الله
[/quote:f5bd9a3dc6]
قملوال صيب!!!!!!
دا جمله دي هم ګرامري تېروتنه لري، دا قراني توری دي ناسم ليکلی، کله چي د قران توري د خپلې ليکنې برخه ګرزوې نو په املا کي يې له احتياط څخه کار اخله، داسي ګډوډ يې مه ليکه لکه ستا د نوري عامې ليکنې.
اوس دي قراني فهم هېر کړی که نه؟ ته په دې نه پوهېږي چي بېله کلمه ده او شاء بېله؟ نو دا څنګه يو ځای سره ليکې؟
تر بيا


مسلم قلموال
11.09.2013

ځوابونه دې په ما قرض،،،د هرې خبرې ځواب دې لرم،،،فقط لږ صبر وکړه چې زه وزګار شم.


مسلم قلموال
13.09.2013

[quote:44efa407f8="حذيفه"]قلموال صيب! ګومان کوم چي خبره د ق برخلاف ده.

ستا دا ادعی چي ۲۰ روا دي يا ۵۰ ده کوم دليل له مخې، قيام الليل چا ويل چي حد نه لري، که له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په عملي توګه تر ۱۳ اضافه ثابتې وي نو بيا دي ادعی پر ځای ده که نه نو بيا دي ادعی لکه تا چي نوم ور کړی پوچې خبرې دي.
زه وايم څومره چي رسول الله کړې بس همغه بايد وسي تر دې اضافه ولي کوو؟ ايا هغه به ثواب لري چي رسول الله په خپل ټول ژوندي کي کاوی او که هغه چي رسول الله په خپل ټول ژوند کي نه وي کړی؟[/quote:44efa407f8]
السلام علیکم ورحمة الله،
وروره خبره د ق یعنې قرآن مجید بالکل مطابق ده، قرآن ورکې شرط او قید نه دی لګولی چې څومره به کوې،
ایتونه وګوره:
۱.ومن اللیل فتهجد به نافلة لک.
۲. کانوا قلیلا من اللیل ما یهجعون.
۳.قم اللیل الا قلیلا، نصفه او انقص منه قلیلا، او زد علیه ورتل القرآن ترتیلا.
ان ربک یعلم انک تقوم ادنی من ثلثی اللیل ونصفه وثلثه وطایفة من الذین معک.

ددې ټولو مبارکو ایتونو څخه ثابته شوه چې قیام اللیل کې خاص حد نشته بلکه د زیادت اجازه هم ورکړل شوې ده او دا هم وئیل شوي چې دا ټول نفل دي.

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه خاص حد نقل وي نو زمونږ لپاره سنت دی،خو د سنت معنی دا نه ده چې د هغې څخه مونږ زیات نفل نه شو کولی پداسې حال کې چې قرآن مجید اجازه راکړې ده.
بله خبره داچې تا خپله ددې موضوع په لومړۍ لیکنه کې پدې اقرار کړی او وئیلي دې دي:

[quote:44efa407f8]بل روايت دئ:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ: أَنَّ رَجُلًا، جَاءَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ يَخْطُبُ، فَقَالَ: كَيْفَ صَلاَةُ اللَّيْلِ؟ فَقَالَ: «مَثْنَى مَثْنَى، فَإِذَا خَشِيتَ الصُّبْحَ فَأَوْتِرْ بِوَاحِدَةٍ، تُوتِرُ لَكَ مَا قَدْ صَلَّيْتَ»(صحیح البخاري باب الحلق والجلوس فی المسجد ح: ۴۷۳)

ژباړه: له ابن عمره روایت دئ چي رسول الله ته يو کس راغی او ده وینا کوله، وې ويل: د شپې لمونځ څنګه دئ؟ ده وويل: دوه - دوه(رکعته دئ) کله چي پر سهار وډار شې نو يو رکعته وتر وکړه کړی لمونځ به دي درته وتر کړي.

له دې روايته معلومېږي چي د شپې د لمانځه هيڅ کميت نه دئ معلوم، خو هرو مرو به يې په پای کي طاق کوي، البته د اداينې طریقه يې دا ده چي دوه دوه رکعته به کېږي.[/quote:44efa407f8]
بیا دې د همدغې لیکنې په اخر کې داسې نتیجه ګیري کړې ده چې:
[quote:44efa407f8]په دې کي د رکعتونو تعداد معلومول زما په فکر ښه نه دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کړی دئ لکن تعداد يې نه دئ معلوم ځکه نو اته رکعته او شل هيڅ معنا نه لري او په دې اړه د خلګو اندونه غلط اوبې ځایه دي.[/quote:44efa407f8]
ښه اوس زه یو متعصب مقلد یم او که ته یو متجاهل مقلد یې؟
[quote:44efa407f8]که دا دليل نه وي نو بيا يو متعصب مقلد يې چي له خپلې ناسمې ادعی کله هم نه پشا کېږې.[/quote:44efa407f8]
زه خو په ډیرو ځایونو کې د خپلې خطاء اقرار کوم او هم ورڅخه تیریږم مګر ته مې نه یې لیدلی چې کله د خپل شین خر څخه راکوز شوی یې.

بیا دې لیکلي:
[quote:44efa407f8]ته چي کوم امت را ټولوې هغه په خپله په همدې حالت کي ولاړ دئ، دا حنفيت، ديوبنديت، برېلويت، پجپېريت، سلفيت، حزبيت، وهابيت، شافعيت، حنبليت، مالکيت، شعيت او اهل سنت والجماعت چي په دين کي ډلې نه دي نو څه دي؟ دوی دين نه دئ وېشلی؟ ډلې او ټپلې نه دي؟ نو که دا هم فرقوا دينهم و کانوا شيعا نه وي نو بيا څوک دي؟ يوازي يهود؟ که دا امت هم؟ لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَنْ قَبْلَكُمْ شِبْرًا بِشِبْرٍ، وَذِرَاعًا بِذِرَاعٍ.[/quote:44efa407f8]
زه خو وایم چې همدوي دي چې دغه دین يې ټوټه ټوټه کړی، او هرڅوک چې د دغه ډلو پسې ځي هغوي هم د یهودو په نقش قدم روان دي.
زما ستاسو په شمول دې ټولو ته دا بلنه ده چې په حبل الله باندې راټول شئ.
بیګا مې یوه ویډیو وکتله چې د دیوبندیانو او اهلحدیثو مناظره وه په مساله د وسیله بذات فاضل، مناظره ډیره اوږده وه، خو یو هم خپل موقف صحیح ثابت نه کړی شو، بلکه د هر یو کوشش دا وو چې مقابل پړ او ملامت کړي که هغه په هره طریقه وي، اخر هم مناظره په جدل ختمه شوه. نو دا خو اسلام نه شو بلکه د اسلام بدنامول او کمزوري کول شو.

بیا دې ارشاد فرمایلی:
[quote:44efa407f8]د دې خبرې لپاره دي کومه بېلګه هم وړاندي کړې ده؟ که د اصولو له مخې يو شی ضعيف وي او زه يې له دې امله ضعيف نه کړم چي قلموا صیب پرې دليل نيسي نو دا اسلام دي بيا تا ته مبارک وي![/quote:44efa407f8]
ستا هره جرح یې بیلګه ده، هر هغه حدیث چې ستا د موقف خلاف وي ته پرې جرح کوې.
چې د اصولو له مخې پرې لویو ایمؤ او مجتهدینو استدلال کړی وي او هم یې حسن کړی وي، نو زه یې له دې امله پریږدم چې ولې دا خو د امام حذیفه صیب د مذهب خلاف دی؟

په همدې ترتیب نورې ملغلرې دې داسې پیېلي دي:
[quote:44efa407f8]زه به يې يو مثال در کړم چي بيا نو درواغ زه وايم که ته؟
هڅاند وايي زه اهل حدیث نه يم او دا چي ته هغه ته هر څل همدا لفظ کاروې نو دا ښکنځل نه دي څه شی دئ؟[/quote:44efa407f8]

افرین که چاته اهلحدیث ویېل ښکنځل وي نو بیا خو ټول اهلحدیث ځان ته پخپله ښکنځلې کوي، او تاسو یې هم ځان ته پخپله کوئ ځکه که ځان ته دغه نوم نه ږدئ نو بیا هم ټول سروکار، استدلال او استنباط مو په حدیثو دی او همدې ته اهلحدیث وايي.
ورپسې دې داسې اقوال زرین کاږلي:
[quote:44efa407f8]او که ته وايي چي ښکنځل دا دي چي ستا مور څه او څه؟ نو دا غو يې شډل دي او دا خو به يو څارايي هم نه کړي ته خو لا قلموال يې!!!هههه[/quote:44efa407f8]

هو څارايي ځناور خو ښکنځلې نه شي کولی ځکه چې نطق نه لري خو بعضې الله سره د نطق او کتابه په خپل ضد او جهل کې انسان ډوله حیوانان کړي دي.
لکه لقمان حکیم چې ویېل:
بنی ان من الرجال بهیمة....في صورة الرجل السمیع المبصر

بیا دې یو ډیر غټ خیز وهلی خو ویالې ته غورځیدلی یې!
[quote:44efa407f8]او ستا د درواغو يو بېلګه:
دا په کوم کتاب کي دي چي په اصولو کي موافق دي؟ تا د عقايد کتابونه لوستي دي که نه؟ هلته به د عقايدو په اړه دومره اخلاف ووينې چي هک پک به سې.
دا عقيده فرعه ده که اصل؟
په حرام او حلال کي اختلاف دئ، حرمت او حلت ستا په اند فرع دي که اصل؟
د نکاح په کېدلو او نه کېدلو کي اختلاف، بيا هم څه فکر کوئ؟
دا يې يوازي څو مثاله دي.
دا د دين مسايلو ته چي رفع اليدين فرع ده او لمونځ يې اصل، دليل چېري دئ؟ دا نوم الله ور کړی، رسول ور کړی او که تا ورته استنباط کړی؟[/quote:44efa407f8]

دا د الله پاک په کتاب کې دي او که ته د الله پاک کلام ته د دروغو بیلګه وايې نو بیا دې ایمان تازه کړه او کلمه ووایه!
اصل کلمه ده او همدغه عقیده ده!
دلیل: قال الله تبارک وتعالی:
( ألم تر كيف ضرب الله مثلا كلمة طيبة كشجرة طيبة أصلها ثابت وفرعها في السماء ( 24 ) تؤتي أكلها كل حين بإذن ربها ويضرب الله الأمثال للناس لعلهم يتذكرون.
تفسیر ابن کثیر ددې ایت په تفسیر کې وايي:
قال علي بن أبي طلحة ، عن ابن عباس في قوله : ( مثلا كلمة طيبة ) شهادة أن لا إله إلا الله ، ( كشجرة طيبة ) وهو المؤمن ، ( أصلها ثابت ) يقول : لا إله إلا الله في قلب المؤمن ، ( وفرعها في السماء ) يقول : يرفع بها عمل المؤمن إلى السماء .
وهكذا قال الضحاك ، وسعيد بن جبير ، وعكرمة وقتادة وغير واحد : إن ذلك عبارة عن المؤمن ، وقوله الطيب ، وعمله الصالح ، وإن المؤمن كالشجرة من النخل ، لا يزال يرفع له عمل صالح في كل حين ووقت ، وصباح ومساء .

الله اکبر! اصل ایمان فروع یې اعمال صالحه.
د عقایدو او فقهې کتابونه سیند ته وغورځوه او د الله کتاب ونیسه!
جمیع العلم في القرآن لکن....تقاصر عنه افهام الرجال

ښه بیا دې دا رنګ ............................................ګلان دوړولي.
[quote:44efa407f8]خو د قران مفاهيم مي هم له پامه نه دي اچولي، هغو ته په پام ليکنه کوم که مفاهيم پاتې وي او موږ په اړونده ليکنه کي نه وي مرعات کړي ، نو ته مثال راوړه چي دا مفهوم پاتې دئ او تاسو داسي ليکلي دي.[/quote:44efa407f8]
مثال یې واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا دی کنه.
او دا یې هم مثال دی: محمد رسول الله والذین معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم.
تاسو تفرق کوئ، اعتصام بحبل الله نه کوئ، رحماء علی الکفار او اشداء علی المؤمنین یاست.

او دلته خو داسې بې ځایه چورلیدلی یې لکه یتخبطه الشیطان من المس.
[quote:44efa407f8]قملوال صيب!!!!!!
دا جمله دي هم ګرامري تېروتنه لري، دا قراني توری دي ناسم ليکلی، کله چي د قران توري د خپلې ليکنې برخه ګرزوې نو په املا کي يې له احتياط څخه کار اخله، داسي ګډوډ يې مه ليکه لکه ستا د نوري عامې ليکنې.
اوس دي قراني فهم هېر کړی که نه؟ ته په دې نه پوهېږي چي بېله کلمه ده او شاء بېله؟ نو دا څنګه يو ځای سره ليکې؟[/quote:44efa407f8]
چې بل ځاي دې د اعتراض کولو او توهینولو پیدا نه کړو نو اوس پدې خپل زړه یخوې.
دا ګرامري غلطي نه ده بلکه د ټایپنګ خطاء ده، زما د کیبورډ سپیس سم کار نه کوي، خو که چیرته د یو سپیس پریښودل دومره غټه غلطي وي نو داسې غلطیانې خو تا په زرګونو کړې دي،لنډ په همدې موضوع کې یې تعقیب کړه، دا خو یې لا څه چې کله دې الف پریښی دی او کله دې بې ځایه ځاي کې اضافه کړی دی.
ته وايې زما لیکنې ګډې وډې دي، هغه به څه کړې چې معیاري لیکدود یې هم سم نه وي، شو ته سو وايي ، دي ته دئ او کولو ته کاوي وايي.ههههههههه او دا دې د هههه ځواب!
بله داچې ته ماته قرآني فهم رایادوې او وايې چې قرآني الفاظ باید د عامې لیکنې په ډول ونه شي نو ته په دې کوم حدیث دلیل لرې؟ او کنه دلته دې بیا حدیثي فهم کار نه کوي؟؟؟

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله واصحابه اجمعین.


حمید هڅــاند
15.09.2013

یاره قلموال صیب! نن چې ټول افغان ته راغلم، بیا مې پر زاړه دریځ کلک پیدا کړې. خیر،،،
د رکعتونو په اړه به حذیفه صیب پخپله ځواب درکړي، خو دا نورې خبرې دې بیرته در د ځان کړه.
تاسې لیکلي:
[quote:ab1b8071dc]زه خو وایم چې همدوي دي چې دغه دین يې ټوټه ټوټه کړی، او هرڅوک چې د دغه ډلو پسې ځي هغوي هم د یهودو په نقش قدم روان دي.
زما ستاسو په شمول دې ټولو ته دا بلنه ده چې په حبل الله باندې راټول شئ.
بیګا مې یوه ویډیو وکتله چې د دیوبندیانو او اهلحدیثو مناظره وه په مساله د وسیله بذات فاضل، مناظره ډیره اوږده وه، خو یو هم خپل موقف صحیح ثابت نه کړی شو، بلکه د هر یو کوشش دا وو چې مقابل پړ او ملامت کړي که هغه په هره طریقه وي، اخر هم مناظره په جدل ختمه شوه. نو دا خو اسلام نه شو بلکه د اسلام بدنامول او کمزوري کول شو. [/quote:ab1b8071dc]
موږ هم خلک حبل الله ته را بولو، خو حبل الله به اول پېژنې. حبل الله هدا قران او حدیث دي. همدې حبل الله ته موږ خلک را بولو. ایا ته دې کې کومه ستونزه وینې. ما دلته ټول افغان کې هم په ځلونو ویلي چې زموږ موخه د یو بل پړ ثابتول نه بلکې د حق پیغام روښانه کول دي.

تاسې لیکئ:
[quote:ab1b8071dc]ستا هره جرح یې بیلګه ده، هر هغه حدیث چې ستا د موقف خلاف وي ته پرې جرح کوې.
چې د اصولو له مخې پرې لویو ایمؤ او مجتهدینو استدلال کړی وي او هم یې حسن کړی وي، نو زه یې له دې امله پریږدم چې ولې دا خو د امام حذیفه صیب د مذهب خلاف دی؟ [/quote:ab1b8071dc]
کله چې خبره د دین اړونده کېږي، دلیل باید د اصولو له مخې ترسره شي. یو شخص که څوک تعدیلوي، په داسې حال کې چې جرح پرې شتون ولري، هغه به د دلیل، برهان او اصولو له مخې کوي. د خلکو نظریات تر هغې د منلو وړ نه دي، تر څو دلیل ورسره مل نه وي. که ستا کومه خبره کې دلیل ومومم، زه به یې منم، ان هله هم چې د پنډو پنډو کتابونو لیکوالانو د خبرې خلاف وي هم.
خلاصه دا چې:
د اشخاصو نظر او خبره تر هغې د منلو وړ نه ده چې دلیل شتون پکې ونه لري. هغه که ستا وي، زما وي، حذیفه وي او یا بل هر کس، ان که ستر امام وي هم.
بیا دې لیکلي:
[quote:ab1b8071dc]افرین که چاته اهلحدیث ویېل ښکنځل وي نو بیا خو ټول اهلحدیث ځان ته پخپله ښکنځلې کوي، او تاسو یې هم ځان ته پخپله کوئ ځکه که ځان ته دغه نوم نه ږدئ نو بیا هم ټول سروکار، استدلال او استنباط مو په حدیثو دی او همدې ته اهلحدیث وايي. [/quote:ab1b8071dc]

ما ته که څوک اهل حدیث وایي، پر ما ښه نه لکېږي، په ورته توکه که راته حنفي وایي هم را باندې ښه نه لکېږي. نو ته یې ولې تکراروې. دا که زما لپاره ستا له خوا ښکنځلې نه کېږي، څه دي. ته که یو چا ته په خپل نوم نه، د بل کس په نوم په لوی لاس خطاب کوې، د هغه لپاره ښکنځل ده. ستا سره به موږ په ساده خبرو کې هم دلایل وایو او مثالونه به درکوو؟
[quote:ab1b8071dc]دا د الله پاک په کتاب کې دي او که ته د الله پاک کلام ته د دروغو بیلګه وايې نو بیا دې ایمان تازه کړه او کلمه ووایه!
اصل کلمه ده او همدغه عقیده ده!
دلیل: قال الله تبارک وتعالی:
( ألم تر كيف ضرب الله مثلا كلمة طيبة كشجرة طيبة أصلها ثابت وفرعها في السماء ( 24 ) تؤتي أكلها كل حين بإذن ربها ويضرب الله الأمثال للناس لعلهم يتذكرون.
تفسیر ابن کثیر ددې ایت په تفسیر کې وايي:
قال علي بن أبي طلحة ، عن ابن عباس في قوله : ( مثلا كلمة طيبة ) شهادة أن لا إله إلا الله ، ( كشجرة طيبة ) وهو المؤمن ، ( أصلها ثابت ) يقول : لا إله إلا الله في قلب المؤمن ، ( وفرعها في السماء ) يقول : يرفع بها عمل المؤمن إلى السماء .
وهكذا قال الضحاك ، وسعيد بن جبير ، وعكرمة وقتادة وغير واحد : إن ذلك عبارة عن المؤمن ، وقوله الطيب ، وعمله الصالح ، وإن المؤمن كالشجرة من النخل ، لا يزال يرفع له عمل صالح في كل حين ووقت ، وصباح ومساء .

الله اکبر! اصل ایمان فروع یې اعمال صالحه. [/quote:ab1b8071dc]

ماما! کلمه وایه، خو حلال ته حرام ووایه، بیا به سره کورو چې په کومه ځې. د کلمې حق و پېژنه او په مانا یې سر خلاص کړه. ټول قران او احادیث وکوره چې یواځې کلمه ویل اصل کېږي که نه. کلمه خو خوارجو هم ویله ماما!.
درنښت


حذيفه
15.09.2013

قلموال او هڅاند صیب! هيله ده چي روغ رمټ به ياست!
تا ليکلي
((
السلام علیکم ورحمة الله،
وروره خبره د ق یعنې قرآن مجید بالکل مطابق ده، قرآن ورکې شرط او قید نه دی لګولی چې څومره به کوې،
ایتونه وګوره: ))

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته
لومړی خو په دې کي غلط يې چي له ق څخه زما هدف څه وو؟ په ق زما اشاره ستا لقب ته وه نه قران ته، زما موخه دا وه چي لقب دي قلموال دئ چي په عملي ميدان کي يو سوټی اخلې او بل ږدې.
دويمه خبره دا ده چي دا قران الله خپل رسول ته نازل کړی، هغه ته يې امر کړی چي د دې تفسير وړاندي کړي، رسول الله په خپل عمل، وينا او تقرير د دې کتاب تشريح وکړه او خلګ يې پرې پوه کړل.
الهي وينا ده:
وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ.(النحل: ۶۴)
که قراني ايت ته متوجې سې او د رسول الله عملي، تقريري او قولي سنتو و حدیثو ته پام ونه کړې نو په داسي سمندر به لاهو سې چي د تاريکيو به يې پای ونه مومې، د انکار حدیث فتنه له همدې ټکي سرچينه اخلي، چي د رسول الله په عمل، قول او تقرير قراني عموم ته خصوص نه ور ولي، ملطق يې مقيد کوي نه او له مستثنی منه يې استثنا نه کوي، ځکه نو تاته وصیت دا کوم چي قران خپله رسول الله ته ايله کړه چي څه ډول يې تفسیر او تشريح کړ بس همغه کفايت کوي.
وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ.(الاعراف: ۲۰۴)
په دې ايت کي هم عام حکم شوی چي کله قران ويل کېږي نو غوږ سئ وا يې ورئ، نو د دې بې قيده حکم ته په کتلو نه بايد فاتحه ولوستله سي او نه خو بايد په اول پيل کي چي کله امام قراءت پيل کړی وي او مقتدي را سي لومړی تکبير ووايي چي په دې ډول له دې قراني حکم څخه سر غړونه کېږي، لکن رسول الله يې داسي تفسير نه دئ کړی، هم يې تکبیر ترې بېل کړی او هم يې فاتحه.
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ.(المائده:۳)
په دې قراني حکم کي ميته ملطقه ذکر سوې که د هر ځای ميته وي، بر او بحر يې نه دي سره بېل، لکن اسلام ته په منسوبو مذهبونو کي يو هم تر اوسه د دې ايت پر عموم نه دئ تللی، بلکي مقيد يې ګڼي، د سمندر ميته ترې بېلوي او په دې اړه يې ترمنځ اختلاف هم سته لکن عموم ته تر تا پوري يوه هم نه ده ايله کړی، نو دلته هم بايد د قران عموم په نظر کي ونيول سي.
دې ته ورته مثالونه ډېر دي، يو يې دا هم:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ.(المائده: ۶)
په دې ايت کي الله بې قيده امر کوي چي کله لمانځه ته ولاړېږئ نو اودس به کوئ، اوس همدې امر ته په کتلو بايد هر لمانځه ته بېل اودس وسي او څو لمنځونه په يوه اوداسه ادا نه کړل سي، خو همدا ته به د دې برخلاف عمل کوې هم او جواز به يې هم ور کوې په داسي حال کي چي ستا له اصولو سره اړخ نه لګوي، د دې تشريح چي د رسول الله هغه حدیث ونه کړې چي يوه اودس يې څو لمنځونه وکړل او يا د ده په زمانه کي اصحابو همداسي کول او ته ورته څه نه دي ويلي نو بيا امر همداسي وو، خو رسول الله په عملي او تقريري حدیث موږ ته د دې ايت تفسیر وړاندي کړ او موږ ومانی.
د اودس لپاره دلته څور شيان ذکر سوي دي نور يې نه سته لکن ته به هم داسي اودس ونه کړې چي لاس ونه مينځې، خوله پزه، د غوږونو مسح ونه کړې، په دې ايت کي د يوه وار مينځلو، دوه او درې يادونه نه سته تشریح ته به يې بيا هم د رسول الله عمل راوړې.
نو چي په دې مثالونو کي د رسول الله عمل، قول او تقرير د قراني ايت تشريح بولې، ملطق يې په مقيد کوې، عموم ته يې خصوص په ور کوې او د استثنا معامله يې همداسي کوې، د تهجد په ځای کي بيا څه در سوي دي؟
دا اياتونه پر رسول الله نازل سوی او هغه په ټول عمر کي همداسي تفسير کړي، له رسول الله څخه د دې عملي تفسير داسي دئ:
۳، ۵، ۷، ۹، ۱۱ او ۱۳ رکعتونه، اوس که يو څوک همدا عمل کوي نو بيان سوې طریقه به کوي، تر دې به اضافه نه کوي او نه داسي کوي چي: ۲، ۴، ۶، ۸، ۱۲ او ۱۴ رکعتونه وکړي، دا ولي؟
قران خو د تهجد لمونځ عام ياد کړی نو جفت ولي نه سي کېدای، ته سمدستي د رسول الله حدیث ته حواله ور کوې، نو ياره! دا بيا څنګه معامله ده چي په يوه حدیث يې قيد ور ولې او بل بيا بې اعتباره بولې، رسول الله وايي: زه تر تاسو له الله ډېر ډرېږم هم او هم پرې تر تاسو ډېر علم لرم، نو چي رسول الله دې مقام سره دومره عبادت کاوی، ما تا بيا څوک يو چي د رسول الله پر عملي سنت اکتفا ونه کړو؟
ما د دې ليکنې په پيل کي هم ويلي چي د رکعتونو شمېر ورته ټاکل چي دومره دي له دې به نه کم کېږي او نه زيات غلطه خبره ده، له رسول الله چي هر څومره رکعتونه نقل دي بس موږ هغه ټول کولای سو، يوه ورځ ۳ کوم، بله ورځ ۵، يو وخت بيا ۱۳ کوم، خو بل وخت بيا ۱۱ کوم، کله ناکله ۷ کوم البته يوه ورځ بيا پياوړی يم او تر دې زیات ۹ کوم، نو زما له پیله همدغه موقف دئ خو تا بحث پوره نه دئ کتلی او همداسي په بې خبري کي دي رامنډه کړه.
بيا وايې:
((
ښه اوس زه یو متعصب مقلد یم او که ته یو متجاهل مقلد یې؟ ))

نه ته يو متعصب مقلد! ځکه چي ما وړاندي ليکلي ول:

((شپږمه:
له رسول الله په دې احاديثو کي هيڅ تعداد نه دئ نقل سوی، نو تاسو شل له کومه ځایه کړل؟ د شلو تعين رسول نه دئ کړی، نو تاسو يې ولي هغه ډول نه کوئ لکه رسول الله چي کړې دي، هغه خو يې د رکعتونو تعداد نه دئ ټاکلی، بس لمونځ يې کاوی، که يې د نورو حدیثو په رڼا کي تشريح کړو نو له ۳ رکعته واخله بيا تر ۱۳ يې کړی دئ او دا ترې ثابت دي. ))
دا شپږمه پوښتنه د همدې بحث په اوږدو کي ما له وزيري صيب څخه وکړه او هلته مي دا مطلب تشريح کړی، خو تا هغه ځای نه دئ کتلی او راغلې نيوکه دي وکړه، نو له دې وضاحت سره لا ملامت هم زه يم او د تجاهل نغوته ما ته کوې؟.
بيا هم کاږې
((
زه خو په ډیرو ځایونو کې د خپلې خطاء اقرار کوم او هم ورڅخه تیریږم مګر ته مې نه یې لیدلی چې کله د خپل شین خر څخه راکوز شوی یې.))

ښه الله دي نور هم توفيق در کړي چي حق ومنې او خپله تېرونه تسليم کړې، لکن بې انصافي دي په دې ځای کي کړې چي د همدې تور ګوته دي زما لوته سيغه کړې، که ته له مظهري صيب سره زما د تېر کال بحث وګورې چي وزيري صيب او هڅاند صيب تر پایه تعقيب کړ نو هلته به د تېزي مباحثې پر مهال وګورې چي کله مظهري صيب ما ته زما غلطي را په ګوته کړه نو ما هم منلې ده، يو ځل مي د عبارت ترجمه ناسمه کړې وه او وروسته مظهري صيب پرې پوه کړم او بل ځای عبارت را څخه غلط کمپوز سوی وو چي ياد سوي ملګري ورته اشاره وکړه او ما ومنله، که يې غواړې زه اوس هم هغه مثالونه درته وړاندي کولای سم خو تا د دې خپلې ادعا کوم ثبوت نه دئ وړاندي کړی.
خو قلموال صيب! ګيله مي در څخه په دې ځای کي ده چي په ليکنه کي مو ليږ بې ادبي او تندې ښکاري، د خره پر ځای بل مثال په دې نړۍ کي ودرېد چي تا خر یاد کړی؟ که دي ليکنه همداسي دوام وکړي نو خبره بې خونده کېږي او د بحث ګډونوال به راباندي بد وايي او له دې ځایه به خپه ستنېږي.
بيا زياتوئ
((
زه خو وایم چې همدوي دي چې دغه دین يې ټوټه ټوټه کړی، او هرڅوک چې د دغه ډلو پسې ځي هغوي هم د یهودو په نقش قدم روان دي.
زما ستاسو په شمول دې ټولو ته دا بلنه ده چې په حبل الله باندې راټول شئ. ))

هو! ښاغلې همدې خلګو دين ټوټې کړی او پر لار يې تلونکي هم په دې ګروپ کي شمار دي، خو زه له دې ډلو او همدې حالته پنا غواړم.
زه دي توصيې ته لبيک وايم، ان شاء الله هيڅ وخت به مي ونه ګورې چي له الهي کتاب او نبوي سنتو پرته بل لور يا ګوند ته بلنه کوم.
وړاندي داسي وضاحت کوئ
((
بیګا مې یوه ویډیو وکتله چې د دیوبندیانو او اهلحدیثو مناظره وه په مساله د وسیله بذات فاضل، مناظره ډیره اوږده وه، خو یو هم خپل موقف صحیح ثابت نه کړی شو، بلکه د هر یو کوشش دا وو چې مقابل پړ او ملامت کړي که هغه په هره طریقه وي، اخر هم مناظره په جدل ختمه شوه. نو دا خو اسلام نه شو بلکه د اسلام بدنامول او کمزوري کول شو. ))

دا شخړې مي خپله نه دي خوښې خو کله چي له چا سره بحث کوم نو لومړی لا ورته وايم چي نه به خپه کېږې او نه به بد و رد سره وايو، مړه به نه سره ښکنځو او يو د بل تګلاره په دلايلو داسي ثابته وو چي ناسمه ده، که نه نو بحث مو بې ګټې دئ.
په دې ځای کي زه در سره ملګری يم، بس همداسي وګڼه چي دا شيان زما هم نه دي خوښ.
يوځل بيا داسي رڼا اچوئ:
((
ستا هره جرح یې بیلګه ده، هر هغه حدیث چې ستا د موقف خلاف وي ته پرې جرح کوې.
چې د اصولو له مخې پرې لویو ایمؤ او مجتهدینو استدلال کړی وي او هم یې حسن کړی وي، نو زه یې له دې امله پریږدم چې ولې دا خو د امام حذیفه صیب د مذهب خلاف دی؟ ))

ګوره ښاغلی قلموال صيب! له خبرې سره دي ثبوت بیا هم نه سته، نو ته فکر وکړه ستا خبره به څومره وزن ولري؟
ښاغلې! د حدیثو په کتابونو کي داسي حدیث ډېر سته چي اصلا ضعيف وي خو ځينو محدثينو ورته ضعيف ويلي وي، که ته د امام ترمذي رحمه الله ترمذي وګورې نو هلته به داسي احاديث ومومې چي ښاغلی امام به يې حسن صحیح بولي، لکن امام الباني به ورته ليکلي وي چي ضعيف، په ضعيفه نومي کتاب کي که يې وګورې نو پوه به سې چي پرې امامانو د حدیث هغه علت مخفي سوی وي چي له امله يې روايت ضعيف وي، خو هغه محدث پرې اطلاع نه وي ترلاسه کړې، نو دا پر موږ حجت نه سي کېدای چي که امامانو په يوه حدیث دليل نیولی وي موږ به يې هم هرو مرو منو، امام ابو حنيفه د فاتحې په نه ويلو کي په دې حديث استدلال کړی چي: من کان له امام فقراءة الامام قراءة له.
خو هغه په دې نه دئ خبر سوی چي دا روايت د دې راوي له امله ضعف لري، البته يو شمېر حديث پوهان په پوه سول او په دې روايت استدلال يې ايله کړ، نو د امام صيب تېروتنه پر موږ حجت نه ده او نه کېدای سي.
الله دي وکړي چي خبره دي مغزو ته ننوتې وي.
بيا هم ته:
((
افرین که چاته اهلحدیث ویېل ښکنځل وي نو بیا خو ټول اهلحدیث ځان ته پخپله ښکنځلې کوي، او تاسو یې هم ځان ته پخپله کوئ ځکه که ځان ته دغه نوم نه ږدئ نو بیا هم ټول سروکار، استدلال او استنباط مو په حدیثو دی او همدې ته اهلحدیث وايي.))

زه يې د ځان لپاره ښه نه بولم دا چي اهل حدیث ښکنځل بولي که نه نو دا د هغوئ کار دئ پوښتنه ترې وکړه.
هو! د رسول الله کار هم له قران سره وو خو ځان ته يې کتابي نه ويل، د اصحابو کار له همدې سنت و کتاب الله سره وو خو هيڅ صحابي ځان ته اهل حدیث يا اهل کتاب نه دي ويلي، امامانو له همدې څخه اجتهادونه کول خو د يوه امام قول مي تر اوسه نه دئ تر لاسه کړی چي ځان يې اهل حدیث يا اهل کتاب وایی، الله وايي تاسو ته مي د مسلمان نوم خوښ کړی، نو زه بس پر همدې بسنه کوم، الله قران کي د ايمان په خاوندانو نومولي يو نو همدا کفايت کوي، په مسند احمد او ابن حبان کي صحیح روايت دئ چي رسول الله د همدې دوو نومونو په غوره کولو امر کوي، نو که څوک بل نوم ځان ته غوره کوي د الله په نوم يې بسنه ونه کړه او هم يې د رسول الله له امره سرغړونه وکړه، دې کسانو ته داسي ګوت څنډنه سوې:
فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ.(النور:۶۳)

نور بيا


حذيفه
15.09.2013

په تېر پسي:

[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
هو څارايي ځناور خو ښکنځلې نه شي کولی ځکه چې نطق نه لري خو بعضې الله سره د نطق او کتابه په خپل ضد او جهل کې انسان ډوله حیوانان کړي دي.
[/quote:908fc4b0cf]
ښاغلې! د زیاتې غوسې له امله زما په ګومان په خبر نه يې پوه سوی او کومه بله ستونزه ده چي په عامه فهمه پښتو نه يې پوه سوی.
له څارايي څخه مي کوچي، پونده يا د څارا هغه کسان هدف دي چي رمې لري او په خيمو کي اوسي، داسي کسان عموما له ښاريي تمدن څخه ناخبره او نااشنا وی، خو څه چي تا فهمولي هغه د ليکنې پر وخت زما په فکر کي هم نه ول.
لکن سم عبارت بد لور ته وړل د ضدي کسانو کړنه وي، ما عبارت سم ليکلی لکن ته د خپل تل پاتي ضدي عادت له مخې هر وخت خبره د بدۍ لور ته وړې، دا هم ستا د تعصب يوه ښه بېلګه ده چي مخکي دي په ليکنه کي د خره مثال راوړی وو او دا ځل دي سم د حيوان خطاب وکاراوی، تر دې که ليږ نور هم ور تېر سې کېدای چي ښه شډل يې را مخ ته کړې، له دې امله که دي را تلونکې ليکنې همداسي له بد اخلاقۍ او عناده ډکې وې نو زما ځواب به دي په وړاندي داسي وي:
وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا(الفرقان: ۶۳)
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
لکه لقمان حکیم چې ویېل:
بنی ان من الرجال بهیمة....في صورة الرجل السمیع المبصر
[/quote:908fc4b0cf]
اښه دا د لقمان خبره دي په کوم سند تر لاسه کړه، په بايبل مايبل کي دي ومونده که هسي په کتابي بڼه په يو کتاب کي دي ليدلې او بيا دي همدې مومن انسان ته له کوم غور او فکر پرته منسوبه کړې!!!
له دې څخه دا جوتېږي چي ستا نوري ادعاوې هم په دې بڼه دي او په واقعه کي کوم ثبوت نه لري او نه يې سته.
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
دا د الله پاک په کتاب کې دي او که ته د الله پاک کلام ته د دروغو بیلګه وايې نو بیا دې ایمان تازه کړه او کلمه ووایه!
اصل کلمه ده او همدغه عقیده ده!
[/quote:908fc4b0cf]

الله چيري اعمال او عقيده په اصل او فرع تقسيم کړې؟ او که رسول الله دا کار کړی؟ مثال يې سته؟ دا راوړی ايت يو تمثیل دئ او دا په عربي ژبه کي ډېر دي له دې امله الله هم د هغوئ له محاورې سره سم کتاب نازلوي څو هغوئ پرې پوه سوي.
نو چي اصل کلمه يا عقيده ده نو بيا خو دي سېء الحفظه خپله خبره په خپله رد کړه:
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
په دین کې اصل او فرعه پخپله موجوده ده، ما پکې نه ده ایجاد کړې، اصل او فرع د طبیعت په هر شي کې موجود وي.
په دین کې اصل لمونځ او فرع رفع الیدین دي، اصل روژه او فرع قیام اللیل یا تراویح دي، اصل حج او فرع یې طواف، اصل زکاة او فرع یې مثلا د سرو زرو نصاب.......
[/quote:908fc4b0cf]

دلته خو بيا بله سرنا ږغوې! يو ځای وايې عقيده اصل ده خو بل ځای بيا وايې چي لمونځ اصل دئ، روژه اصل ده، حج اصل دئ او زکاة اصل دئ، نو ياره! دومره کمزورې حافظه مي نه وه ليدلې، لوړ عبارت دي وګوره عقيده اصل بولې خو په دې کښته عبارت کي دي اعمال هم ور ګډ کړي. یا عجبا للعقل!!!
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
دلیل: قال الله تبارک وتعالی:
( ألم تر كيف ضرب الله مثلا كلمة طيبة كشجرة طيبة أصلها ثابت وفرعها في السماء ( 24 ) تؤتي أكلها كل حين بإذن ربها ويضرب الله الأمثال للناس لعلهم يتذكرون.
تفسیر ابن کثیر ددې ایت په تفسیر کې وايي:
قال علي بن أبي طلحة ، عن ابن عباس في قوله : ( مثلا كلمة طيبة ) شهادة أن لا إله إلا الله ، ( كشجرة طيبة ) وهو المؤمن ، ( أصلها ثابت ) يقول : لا إله إلا الله في قلب المؤمن ، ( وفرعها في السماء ) يقول : يرفع بها عمل المؤمن إلى السماء .
وهكذا قال الضحاك ، وسعيد بن جبير ، وعكرمة وقتادة وغير واحد : إن ذلك عبارة عن المؤمن ، وقوله الطيب ، وعمله الصالح ، وإن المؤمن كالشجرة من النخل ، لا يزال يرفع له عمل صالح في كل حين ووقت ، وصباح ومساء .
الله اکبر! اصل ایمان فروع یې اعمال صالحه.
[/quote:908fc4b0cf]
ته چي وروسته کاږې: د عقايدو او فقهې کتابونه دي سيند ته وغورزوه.
نو زه به هم درته ووايم چي ابن کثير تفسیر هم داسي ايله کړه، قران پر ابن کثير نه دئ نازل سوی او نه هم پر یاد کسانو، دا پر امي نبي نازل سوی کتاب دئ او هغه هيڅ ځای نه دي ويلي چي په قران يا سنتو کي اصل و فرع هم سته، ټول دين دئ، که نفل دي هم دين دئ او که فرضي لمونځ دئ هم دين دي، دا چي د ځينو مرتبه پر نورو کښته ده دا د شارع خپل کار دئ نور په کي دخل نه لري.
دا کوم شيان چي تا په اصل ياد کړي نو دا الله ويلي دي او که رسول؟ او که داستا خپل فکر دئ نو په خپل تخرګ کي يې پټ کړه چي بل ځای يې د ښکاره کولو کوښښ ونه کړې، نړۍ به وخندوې!!!
ستا په دې مثال يا تمثيل سر نه دئ خلاص سوی، دا د الله دين دئ ، قراني نظريه ده الله وايي چي د دې پیاوړتوب داسي دئ لکه دا ونه او له هرې زمانې سره داسي موافقه راځي لکه چي ويلي يې دي: توتی اکلها کل حين باذن ربها. د قران نظريه اوس هم نړۍ چېلنجوي، تر نن هم چا د رد کرښه پرې ونه کښله، خو په مقابل کي يې د ډارون، مارکس او نورو ډېرو مشرکانو نظريې رد سوې او هيڅ استقرار يې نه وو، خپله کافران يې هم اوس نه مني، نو له قران څخه خړوبېدونکې نظريه او عمل همداسي مثال لري لکه الله چي بيان کړی خو په مقابل کي يې هره نظريه او عمل داسي دئ چي نه قرار لري او نه اصل(صحیح ماخذ) له دې امله يو په بل پسي ردېږي.
د قران همدې تمثيلي ژبې ته که پام وکړې نو همدا ترې جوتېږي دا چي ته د خلکو په خبرو پسې مښتی يې نو نه پوهېږم چي زما خبرې به دي د زړه کندې ته کښته سي که نه؟
که همدا مثالونه داسی تشريح کوې لکه همدا نور بيا خو رسول الله اسلام يو کور بللی دئ، صوفي به وايي چي اسلام ظاهر او باطن لري، لکه د سرای چي ښکاره او پټ سته، يا لکه سرای چي دننه او بهر لري، لکن دا يو تمثيل وي په دې کي دخلکو پوهاوی هدف وي نه دا چي کوم شی ياد سوی هغه هو بهو په دين کي په همغه بڼه شتون لري.
ستا د فارمول موافق: رسول الله يو صحابي درې ځله لمانځه ته امر کړ چي وې کړي، دې صحابي قومه او جلسه سمه نه کول او نه يې د رکوع و سجدې چندان خيال ساتی، له دې امله رسول الله ورته وويل:
«ارْجِعْ فَصَلِّ، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ»(بخاری ح: ۷۵۷)
ترجمه: ور سه لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دئ کړی.
په دې حدیث کي وينې چي د فرعې له امله يې اصل رد کړ؟ دا څنګه اصل دئ چي فرعې رد کړ، دا ولي داسي فرع ده چي اصل لا له منځه وړي. رسول الله ولي ورته وايی تا لمونځ نه دئ کړی، اصل يې ایله کړی دئ که فرع؟ او که ټول دین دئ رسول الله ته يې هر جز دومره مهم دئ چي کله د ده پر طریقه ادا نه سي نو همداسي ځواب به ور کوي، له دې امله يې په عمومي توګه امر کړی وو:
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي(مسند الشافعي ۱/ ۵۵)
د عربي محاورې له مخې په قران کي داسي تمثيلي ژبه نور ځايونه هم کارېدلې ده:
وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنْفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ.(المائده:۶۴)
د الله لاسونه تړلی سوی دي که د يهودو؟ نه له دې جملې څخه يو کس هم نه وايې چي د يهودو لاسونه بند دي، بلکي هدف يې دا دئ چي نفقه نه کوي، خيراتونه نه کوي او بخیلان دي، الله چي د ايت په وروستۍ جملې کي ورته اشاره کړې همدا هدف له مخکينۍ جملو څخه هم مراد دئ.
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا عَبْدًا مَمْلُوكًا لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَمَنْ رَزَقْنَاهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَجَهْرًا هَلْ يَسْتَوُونَ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ (75) وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا رَجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَى شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَى مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّهْهُ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَنْ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ(النحل: ۷۵، ۷۶)
دلته چي الله تعالی د تمثيل په ژبه کومې خبرې کړې ايا د دې به هم داسي حقيقت اخلې لکه په همغه ايت کي؟
الله په دې ډول خلګ پوه کوي، چي لکه دا دوه کسان چي تاسو هم په خپل فکر سره برابر نه ګڼئ نو مسلمان او د الله و د رسول د امر منونکی هم هيڅ وخت سره برابرېدای نه سي.
خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ(الانبياء: ۳۷)
ايا دلته به هم حقيقت اخيستل کېږي، انسان له تلوارې پيدا سوی، که به وايې چي نه اصلا په عربي کي دا اصل دئ چي کله يو سی په مبالغه يادوي نو دا او دې ته ورته مثالونه وايي.
انسان په هر کار کي تلواره کوي نو همدې مفهوم ته په اشارې الله وويل چي انسان له تلوارې پيدا سوی.
ستا راوړی مثال هم داسي يو تمثيل دئ چي ستا خبره په هيڅ ډول ترې نه ثابتېږي، که ثابته کړو نو بيا ووايه چي کوم شيان اصل دي او کوم فرع رسول الله يې تفسير په دې ټوګه کړی، که اصل او فرع د دين برخه وايي نو رسول الله به هرو مرو تشريح کړې وایي او هر عمل چي اصل وايي هغه به يې د اصل په کتار کي درولی او چي فرع وايي نو هغه به يې تر فرعي چتر لاندي راوستی وای.
خو دا د خلګو له ځانه جوړ سوی اصطلاحات دي چي اوس د هر کس و ناکس په خوله کښېوتي دي.
يو بل مثال:
وَعَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا وَعَنْ جَنَبَتَيِ الصِّرَاطِ سُورَانِ فِيهِمَا أَبْوَابٌ مُفَتَّحَةٌ وَعَلَى الْأَبْوَابِ سُتُورٌ مُرَخَاةٌ وَعِنْدَ رَأْسِ الصِّرَاطِ دَاعٍ يَقُولُ: اسْتَقِيمُوا عَلَى الصِّرَاطِ وَلَا تَعْوَجُّوا وَفَوْقَ ذَلِكَ دَاعٍ يَدْعُو كُلَّمَا هَمَّ عَبْدٌ أَنْ يَفْتَحَ شَيْئًا مِنْ تِلْكَ الْأَبْوَابِ قَالَ: وَيْحَكَ لَا تَفْتَحْهُ فَإِنَّكَ إِنْ تَفْتَحْهُ تَلِجْهُ ". ثُمَّ فَسَّرَهُ فَأَخْبَرَ: " أَنَّ الصِّرَاطَ هُوَ الْإِسْلَامُ وَأَنَّ الْأَبْوَابَ الْمُفَتَّحَةَ مَحَارِمُ اللَّهِ وَأَنَّ السُّتُورَ الْمُرَخَاةَ حُدُودُ اللَّهِ وَأَنَّ الدَّاعِيَ عَلَى رَأْسِ الصِّرَاطِ هُوَ الْقُرْآنُ وَأَنَّ الدَّاعِيَ مِنْ فَوْقِهِ وَاعِظُ اللَّهِ فِي قَلْبِ كُلِّ مُؤم(رواه احمد)
په دې حدیث کي هم رسول الله د پوهاوي لپاره د اسلام، قران، محارمو، الهي حدودو او د هر مومن پر زړه ناست واعظ تمثيلي بڼه ذکر کړې څو خلګ پرې پوه کړي، اوس څوک نه سي ويلای چي په دين کي فلانی عمل دروازه ده، فلان لار، فلانی پردې او فلانی فلانی شی دئ، ځکه دا يو تمثيل دئ او هيڅکله يې د دې حقيقي بڼه هدف نه وي.
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
مثال یې واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا دی کنه.
او دا یې هم مثال دی: محمد رسول الله والذین معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم.
تاسو تفرق کوئ، اعتصام بحبل الله نه کوئ، رحماء علی الکفار او اشداء علی المؤمنین یاست.
[/quote:908fc4b0cf]
دا بېلګي په کومه ليکنه کي نه وې مرعات سوی؟ داسي يوه ليکنه چي دا مثالونه ترې اړه ولري او موږ دوی له پامه غورزولي وي، داسي يوه ليکنه دي ولي نه کړه په ګوته، او که ته وايې چي نور بحثونه کوئ ولي دا نه رامخ ته کوئ نو داسي خور ډېر مسايل پاتې دي چي موږ نه دي څېړلي بس نو دا د قراني مفاهيمو څخه مخ اړول دي؟.
نو تفرق خو ته هم کوې، دا يو وخت کي د بحث پر مهال د افغانستان اسلام امارت د افغانستان اسلام حمارت ليکی، ايا دا تفرق ته لمن وهل وو که اتحاد ته؟
تر دې چتر لاندي عرب وو عجم د مختلفو فکرونو خلک راغونډ دي او ته ورته د خرو اصطلاح کاروې، نو دا ستا اتحاته بلنه داسي وي؟ د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد ته دي د ردوغج خطاب کاوی په دې ټوګه ته ټوب امارتيان نه خپله کوې، زه خو نه د امارت غړی يم او نه وم، لکن خبره ستا د اتحاد ته چي ته امت راټولوې، نو تګلاره دي داسي ده، خو که زه د یو چا عمل غندم نو تا ما په تفرق تورنوې، او وایي پر مومنانو سختي کوې، نو دا خو ته هم يې، ته ولي په دې فهرست کي نه يې داخل، طالبان مومنان بولې که مشرکان؟ د امارت تر کومنده لاندي ټول کسان تر نظر مومنان در ځي که کافران؟ يوځل دا پوښتنې هم ځواب کړه بيا به د تفرق موضوع نوره هم وشاربو.
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
او دلته خو داسې بې ځایه چورلیدلی یې لکه یتخبطه الشیطان من المس.
[/quote:908fc4b0cf]
دا کلماتې ستا د تعصب، حسد، کرکې، نفرت، غوسې، قهر او بالاخره د ړانده جاهله استازيتوب کوي، دا قراني ايت د چا او پر څه ډول موکه استعمال سوی او تا څومره بې مورده کارولی دئ.
ما درته سمه مشوره در کړه، په عربي ګرامر مي پوه کړې، قاعده مي درته بيان کړه او ته د دې پر ځای چي شکر ادا کړې، مننه وکړې نور دي سرکښۍ زور واخيست، ما تاته مخکي وويل چي ته که هر څومره ملامت هم سې نو له خپله دريځه نه تېرېدونکی يې.
تېر کال همدا تېرونه مظهري صيب هم کړې، خو کله چي ما ورته په ګوته کړه نو شيطان داسي لمسون ته ونه هڅاوی لکه ته، بلکي خبره يې ومنله او راتلونکی يې ډډه ترې وکړه.
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
چې بل ځاي دې د اعتراض کولو او توهینولو پیدا نه کړو نو اوس پدې خپل زړه یخوې.
دا ګرامري غلطي نه ده بلکه د ټایپنګ خطاء ده، زما د کیبورډ سپیس سم کار نه کوي، خو که چیرته د یو سپیس پریښودل دومره غټه غلطي وي نو داسې غلطیانې خو تا په زرګونو کړې دي،لنډ په همدې موضوع کې یې تعقیب کړه، دا خو یې لا څه چې کله دې الف پریښی دی او کله دې بې ځایه ځاي کې اضافه کړی دی.
ته وايې زما لیکنې ګډې وډې دي، هغه به څه کړې چې معیاري لیکدود یې هم سم نه وي، شو ته سو وايي ، دي ته دئ او کولو ته کاوي
[/quote:908fc4b0cf]
زما هدف ستا د سترې تېروتنې اصلاح وه، ما درته وليکل چي ان حرف او شاء فعل دئ، نو د ګرامر له مخې بايد هر يو بېل وليکل سي، لکن تا د ځان توهين وبالی، که واقعا ته پرې خبر وايي يوازي همدا جمله دي بس وه چي کمپوزي غلطي وه نور زما سر پرې خلاص دئ، لکن تا چي بد پرې يو وړل هر کس در پوهېږي چي کومه ګورېزي په کي تېروې.
صايبه! تا ما ته وايې چي معياري ليکدود دي نه دی زده، خو زه يوازي ستا له همدې پورته اقتباس څخه ستا معیاريتوب در ښکاره کوم چي ته په معيار پوه يې که زه:
[quote:908fc4b0cf="مسلم قلموال"]
او کله دې بې ځایه ځاي کې اضافه کړی دی.
[/quote:908fc4b0cf]
په دې پورته اقتباس کي وينو چي ښاغلي قلموال(...) يوازي په دې يوه جمله کي څو له معياري ليکدود څخه تېروتنې کړې دي، اضافه مونث دئ، خو قلموال صیب حکم په مذکر پرې کړی، د ده جمله بايد داسي وای: او کله دي بې ځایه اضافه کړې ده.
زما پورته جمله او د ده جمله که هر په ليکدود پوه انسان وګوري نو سمدستي پوهېږي چي څوک خطا او څوک پر معيار دئ، زما ګرانه ته لا په دې ډکر کي ماشوم يې، په دې ميدان کي د پوهانو ترمنځ په ژور نظرياتي اخلاف لا خبر نه يې، د معيار معياريت دي هم تر اوسه نه دئ پېژندلی، له ما سره په دې اړه يو شېمر کتابونه سته چي ډېر مخالف نظريات په کي شتون لري، تر کومه ځایه چي ليکنه په معياريتوب پوري اړه لري نو زه په اکثره ځايونو کي د جنوب لوېديځو پوهانو له نظر سره موافق ځم او له همدې معيار سره سمه ليکنه کوم، خو په ځينو اختلافي ځايونو کي يې تابع نه يم او له دوئ سره زه هم اختلاف لرم.
د سو او شو مسله له ډېره وخته اختلافي ده، اوس خو په دې اړه کتابونه هم ليکل سوي، ګڼ شمېر پوهان پر همدې سو له دې امله هم ټينګار کوي چي د اوس د همدې برخې اکثريت وګړي په عامه محاورو کي د شو پر ځای سو وايي، نو بايد په ليکنه کي هم سو ورته وليکو، پوزه ورته پزه ليکي، مازګر يې له مازيګر څخه تبديل کړ او داسي نور.
د(ځاي) کوم توری چي دي ليکلی نو هغه د معياري ليکدود له مخې داسي ليکل کېږي:(ځای) يعني تر الف وروسته ياء يې دوه پراته ټيکي نه غواړي او نه يې څوک د کوم ليکوال په معياره ليکنه کي مثال وړاندي کولای سي.
ستا پورته جمله هم ثقيله، درنه، له زائدو تورو سره مله او بالاخره دي پر مونث د مذکر حکم په کولو په دې ميدان کي د تش لاسي توب ډېر غوره، اعلی، دلچسپ او په زړه پوري ثبوت خپله وړاندي کړی دئ.
تا ليکلي: د دي پر ځای دئ ليکې.
خو ګرانه! دي او دئ ډېر توپير سره لري، دئ مذکر مفرد دئ او دي جمع ده، نو د جمعې لپاره د کارېدونکي توري پر ځای به ولي او په څه خاطر څوک د مذکر مفرد ضمير راوړي.
زه د (دی) چي پر ياء يې همزه نه وي داتوری(دئ) ليکم او په دې اړه ډېری پوهان زما همنظره دي.
بيا دي د کولو او کاوی خبره کړې، خو په دې کي هم د لویې تېروتنې ښکار سوی يې، د کولو او کاوی د استعمال موارد سره بېل دي او زموږ ژب پوهان يې کاروي لکن خو هر يو پر خپل مقام، داسي نه ده چي دا بې استعماله توري دي او يوازي زما په ليکنه کي يې څرک تر سترګو کېږي، که په دې اړه ليکل سوي کتابونه تر نظر تېر کړې نو پر خپلو همدې نيوکو به زيات پښېمانه او هم به ډېر له دې امله خپله سې چي بيخي تش په نوم معلومات په دې اړه در سره دي!.
تر بيا



ع کريم حليمي
18.09.2013

درنو او قدرمنو وړونو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

زه د هیڅ فرد طرفدارۍ او مخالفت کی لیکنه نه کوم ، او یو اخلاقي مسؤلیت لرم چه ستاسو د فکر توجه راجلب کم دې خبري ته چه :
تاسو حق لری چه یو او بل ته شکست ورکړي ، که خدای ناخاسته که یو او بل ته بد الفاظ وکاروی ، موږ شرعأ حق نه لرو چه تاسو ته څه ووایو !!!! موږ ته یوازي دا ښایی چه مجلس در پرېږدو او بس

او هر کله چه زموږ د مقدس ناموس ( قران مجید) ایاتونه د ښکنځلو په عوض کښي کاروی ، دا کار حرام دی ، او موږ ئې مخالفت کوو

هو په عرف کښي جهل ضد د علم دی او اما هر کله چه په کلام الله کښي جهال کلمه راغلې (مشرکین )ته اشاره کیږي ، رب العزت و بې علمه او ناپوه مسلمانانو ته هیڅ کله په جاهلون خطاب نه دی کړی
[quote:ae2ae42bbc] نو زما ځواب به دي په وړاندي داسي وي:
وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا(الفرقان: ۶۳) [/quote:ae2ae42bbc]

نو زما په دین وروره حذيفه صاحب ، ستاسي ته په جدي او ټنګه توګه وایم چه د مسلمان ورور له پاره ، دغه ایة شریف د طعنې او ښکنځلو په شان مه کاره وه !!!!
هو ! جاهل لغت کارواخله ، خو په صیغه او ترتيب د کلام الله ئې نسې استعمالولی !!!!! حق نه لرې

او که عرفي جاهل ته هم دا ایات شریف واوروې ، نو هم بد اخلاقي ده ، د د اسي طعن حق له رب العزت سره سته تاته نسته ، د دغه سلاما مطلب دا نه دي چه ته ایاتونه ورته ووایه ،‌ یعني په خوږو او ښو خبرو ور څخه تېر سه

پورته ایة شریف یوه طعنه ده ، د رب العزت له طرفه و مشرکینو تــــــه ، لَمَّا ذَكَرَ جَهَالَات الْمُشْرِكِينَ وَطَعْنَهُمْ فِي الْقُرْآن وَالنُّبُوَّة ذَكَرَ عِبَاده الْمُؤْمِنِينَ أَيْضًا وَذَكَرَ صِفَاتهمْ

درنښت


مسلم قلموال
22.09.2013

حذیفه، انډیواله ما سره ستا د اوږدو پړپړو د لیدلو او ځوابولو وخت او مالي توان نشته ځکه چې زه موبایل انټرنیټ کاروم کنه د هرې خبرې ځواب کول زما لپاره سخت کار نه دی خو زما هدف د ځان څخه دفاع نه بلکه د حق څخه دفاع ده.
که کولاي شې د ۱۳ رکعتونو څخه د زیاتو نفلونو کولو په حرمت او عدم جواز باندې د قرآن مجید کوم ایت یا یو حدیث چې منع پکې راغلي وي پېش کړې نو لطفا زمونږ څخه یې مه سپموه! چې مونږ ته هم حق او حقیقت معلوم شي او کنه بغیر د ثبوت څخه بیا هم په خپلې خبرې ټینګ یې او ورڅخه شاته کیدل درته شرم ښکاري نو دا بیا ستا د ضد او عناد ثبوت دی او ضد او عناد د علم سره منافي دی او دا قاعده ده چې (تعرف الاشیاء باضدادها) نو څوک چې د علم په ضد باندې متصف وي نو هغه به څه وي؟.............
جناب حلیمي صاحب چې څرنګه ویېلي ایت به د خپلو شخصي ضدونو او ذاتیاتو لپاره نه استعمالوو.
الله رب العالمین دې مونږ او تاسې ټولو ته د حق قبلولو، فرقییز تعصب او ذاتي ضد څخه د تېرېدلو اهلیت او ظرفیت راکړي.

إن أريد إلا الإصلاح ما استطعت وما توفيقي إلا بالله عليه توكلت وإليه أنيب


حمید هڅــاند
28.09.2013

قملوال! خپله کوه یاره، هسې عبث د خلکو وخت مه ضایع کوه. حذیفه به خپل کارونه لري، زما که مني، پر تا دې خپل وخت نه ضایع کوي.
درنښت


اکرم
28.09.2013

هڅاند صاحب، سلامونه اودرناوی وړاندي کوم!
وروره ! حق باید وویل شي، قلموال صاحب په حقه دی. دحذیفه صاحب خبرې ضعیفه دي.
وچ افغانی عناد نتیجه نه ورکوي.

په درنښت


حمید هڅــاند
28.09.2013

زما سلامونه او متقابل درنښت هم ومنئ ښاغلی اکرم.
ورور مې یې، ولي د تعصب له مخې فیصله کوې؟ نور نو ستاسې خوښه.

درنشت


مسلم قلموال
28.09.2013

[quote:312b5a3d5f="حمید هڅــاند"]قملوال! خپله کوه یاره، هسې عبث د خلکو وخت مه ضایع کوه. حذیفه به خپل کارونه لري، زما که مني، پر تا دې خپل وخت نه ضایع کوي.
درنښت[/quote:312b5a3d5f]

هڅاند صیب، وخت خو ته ضایع کوې، چې د بل نه په هرشي کې د قرآن او حدیث دلیل غواړې او خپله بیا دلیل نه وړاندې کوې.
ما فکر کولو چې ته ډیر پوه او مدبر یې، خو په خطاء وم، دوه ځل ما درباندې سلام واچولو خو تا د سلام ځواب رانه کړو، هغه حدیث دې نه دی اوریدلی چې یو مسلمان په بل مسلمان پینځه حقوق لري، یو پکې د سلام ځواب دی، ته خو هرځاي کې د قرآن او سنت خبرې کوې، اوس نو ولې په دې حدیث عمل نه کوې؟
تر پرونه چې مې ستا دریځ تایدولو نو ملګری دې وم خو چې نن مې په یوه خبره کې ستا مخالفت وکړو، نو دومره ضد او دښمني دې راواخیسته دا ولې؟
وروره خبره به نه اوږدوو، زه د حق او د دلیل تابع یم که همدا اوس دې داسې ایت یا حدیث راوړو چې په قیام اللیل کې د ۱۳رکعتونو څخه د زیاتو نفلو کولو څخه پکې منع راغلي وي او ناجایز ګرځول شوي وي نو زه درته په همدې ځاي کې تسلیم یم او مننه به هم درڅخه وکړم چې حق ته رسېدو کې دې راسره مرسته وکړه!

والسلام


حذيفه
29.09.2013

السلام علیکم!
ښه خبره يوازي د منعې وي، نو ته راوښيه چي په يوه وخت کي دي رسول الله له دوو اذانو منعه کړې وي؟
زه پر يوه وخت کي دوه اذانه کوم، درې ځلې جماعت ته اقامت کوم، ته راوښيه چي رسول الله دي منعه کړې وي؟
زه د ابو محذوره اذان کوم خو اقامت د بلال د ر وايت هغه کوم، ته ما ته راوښيه چي له دې کاره دي منعه سوې وي؟
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ .(احزاب: ۲۱)
پر دې اصل ولاړه شه او نور مشکلات مه پيدا کوه، د رسول الله عمل زموږ لپاره بس دئ، دا ايت پر ده نازل سوی دئ، چي قيام اللیل کوه، همده ته د تشريح امر سوی دئ نو ځکه چي څنګه رسول الله تشريح کړې وي هغه بس ده، په دې ايت ته ښه پوهېږې که د الله رسول؟
ته تقوا لرونکی يې که د الله رسول؟
ته په الله زيات علم لرې که د الله رسول؟
تاته د شريح امر سوی دئ که رسول الله ته؟
نو چي په دې ټولو خبرو پوه سوې بيا نو عناد مه کوه او څه چي رسول الله کړي وي هغه کوه تر هغو چي د خصوصيت دلیل يې نه وي راغلی.


مسلم قلموال
29.09.2013

[quote:8475219e6d="حذيفه"]السلام علیکم!
ښه خبره يوازي د منعې وي، نو ته راوښيه چي په يوه وخت کي دي رسول الله له دوو اذانو منعه کړې وي؟
زه پر يوه وخت کي دوه اذانه کوم، درې ځلې جماعت ته اقامت کوم، ته راوښيه چي رسول الله دي منعه کړې وي؟
زه د ابو محذوره اذان کوم خو اقامت د بلال د ر وايت هغه کوم، ته ما ته راوښيه چي له دې کاره دي منعه سوې وي؟[/quote:8475219e6d]
وعلیکم السلام، انډیواله قیاس مع الفارق مه کوه، په قیام اللیل کې تعدد شته، او په اذانونو او اقامتونو کې تعدد نشته! فلهذا دا قیاس دلته نه چلیږي.

[quote:8475219e6d="حذيفه"]لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ .(احزاب: ۲۱)
پر دې اصل ولاړه شه او نور مشکلات مه پيدا کوه[/quote:8475219e6d]
که پدې اصل ځې نو ۱۳ سنت او اسوه حسنه ده تردې زیات نفل کول جایز دي، خبره په جواز او عدم جواز کې ده، ظاهرا د زیاتو نفلو کولو څخه منع نه ده راغلې، که څوک یې ناجایز او حرام بولي نو دغه ایت چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی (ومن اللیل فتهجد به نافلة لک) هغه پرې ښه پوهېدو بیایې هم د زیاتو نوافلو کولو څخه منع نده کړې اوس يې چې څوک د خپلې خیټالوژي څخه ممنوع ګرځوي نو هغه کس: په دې ايت ښه پوهېږي که د الله رسول صلی الله علیه وسلم؟
هغه تقوا لرونکی دی که د الله رسول صلی الله علیه وسلم؟
هغه په الله زيات علم لري که د الله رسول صلی الله علیه وسلم؟
هغه ته د شريح امر شوی دی که رسول الله صلی الله علیه وسلم ته؟

نو چي په دې ټولو خبرو پوه شوې بيا نو ضد او عناد مه کوه او څه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وي منع کړي هغه د ځانه بې ثبوته ناجایز مه ګرځوه تر څو چې منع ترېنه نه وي راغلي.

ستا عبارت مې تاته درواپس کړو ددې لپاره چې خپله احساس کړې چې دا رنګه خبرې کول کومه مثبته اغیزه نه لري ترڅو چې د یو بل احترام، ادب، اخلاص او خیرخواهي موجوده نه وي.
وما علینا الاالبلاغ


حذيفه
30.09.2013

ښاغلې!
په قیام اللیل کي هم تعداد سته، دا خو ستا وینا ده چي تعداد نه سته، که داسي وي نو بيا په قران کي د لمانځه رکعتونه هم نه دي ډاکل سوي، زه د ماپښين شپږ رکعته فرض کوم، اته رکعته يې سنت کوم، د مازګر اته رکعته فرض کوم، د ماښام پنځه رکعته کوم، داسي ماخستن او هم د سهار.
که ته وايي چي رسول الله همداسي کړي نو زه وايم چي رسول الله په تهجد کي تر ۱۳ رکعته اضافه هم نه دي کړي نو ته يې ولي کوې؟
دا چي ته د بل خبره قیاس مع الفارق بولې نو دا ستا ضد دئ او نور هيڅ هم نه سي تعبيرېدای.
په قران کي د زياتو شيانو لپاره حدود نه دي ټاکل سوي خو رسول الله په خپل عمل هغه شی تشريح کړی لکن منعه يې نه ده کړې نو داسي نه ده چي له هغه عملي ژوندي سنت څخه به ته مخالفت کوې.
که الله له تا پوښتنه وکړي چي ولي دي اضافه کول؟ نو ته به ځواب ور کوې چي په قران کي کوم خاص تعداد نه وو ټاکل سوی، نو که الله درته ووايي چي د دې ايت تشريح رسول الله په عمل ژوندي کي نه وه وړاندي کړې ستا ځواب به يې په وړاندي څه وي؟


مسلم قلموال
30.09.2013

محترم حذیفه! زه نه پوهیږم چې ته ولې ځان نه پوهوې.
زما خبره دې بالعکس رانقل کړې ده، ما داسې نه دي ویلي چې تعداد نه سته! بلکه داسې مې ویلي چې په قیام اللیل کې تعدد شته یعنې د رکعتونو ډیروالی اما په اذانونو او اقامتونو کې تعدد نشته،نو ځکه یو پربل نه قیاس کیږي، هیله ده زما تیره لیکنه بیا وګورې!
ته چې اوس خبره بل خوا بوځې او وايي چې په قرآن کې د فرضي لمونځونو عدد نه دی راغلی بلکه په حدیثو کې راغلی همدارنګه په قیام اللیل کې هم عدد په حدیثو کې ذکر دی نو ځکه مونږ زیات نشو کولاي، نو ستا دغه استدلال پدې دلیل مردود دی چې په حدیث کې خپله نبي صلی الله علیه وسلم څخه چې کله د قیام اللیل په باره کې پوښتنه وشوه نو ویې فرمایل چې صلاة الیل مثنی مثنی، دلته وګوره خپله نبي علیه الصلاة والسلام هم د قیام اللیل لپاره عدد نه دی ذکر کړی حالانکه د هغه څخه د قیام الیل په هکله پوښتنه شوې وه همدارنګه په تعداد کې د نبي صلی الله علیه وسلم څخه هم مختلف روایات نقل دي ۱۱ هم نقل دي او ۱۳ هم نو دا پدې دلالت کوي چې یو خاص حد نه دی ټاکل شوی، که ټاکل شوی وی نو خامخا به د صحابه کرامو څخه هماغه عدد نقل وو او هغوي به پرې التزام کولو او د هغې څخه به یې تجاوز نه کولو.
د مزیدو معلوماتو لپاره درته دغه لاندې عبارت نقلوم هیله ده دغه ټول عبارت ولولې، دا د یو سوال په ځواب کې فتوای ده.

الحمد لله
لا نرى أن يتعامل المسلم مع المسائل الاجتهادية بين أهل العلم بمثل هذه الحساسية فيجعل منها سبباً لحصول الفرقة والفتن بين المسلمين .
قال الشيخ ابن عثيمين رحمه الله عند الكلام على مسألة من يصلي مع الإمام عشر ركعات ثم يجلس وينتظر صلاة الوتر ولا يكمل صلاة التراويح مع الإمام :
ويؤسفنا كثيراً أن نجد في الأمة الإسلامية المتفتحة فئة تختلف في أمور يسوغ فيها الخلاف ، فتجعل الخلاف فيها سبباً لاختلاف القلوب ، فالخلاف في الأمة موجود في عهد الصحابة ، ومع ذلك بقيت قلوبهم متفقة .
فالواجب على الشباب خاصة ، وعلى كل الملتزمين أن يكونوا يداً واحدةً ومظهراً واحداً ؛ لأن لهم أعداءً يتربصون بهم الدوائر .
" الشرح الممتع " ( 4 / 225 ) .

وقد غلا في هذه المسألة طائفتان ، الأولى أنكرت على من زاد على إحدى عشر ركعة وبدَّعت فعله ، والثانية أنكروا على من اقتصر على إحدى عشر ركعة وقالوا : إنهم خالفوا الإجماع .
ولنسمع إلى توجيه من الشيخ الفاضل ابن عثيمين رحمه الله حيث يقول :
وهنا نقول : لا ينبغي لنا أن نغلو أو نفرط ، فبعض الناس يغلو من حيث التزام السنة في العدد، فيقول : لا تجوز الزيادة على العدد الذي جاءت به السنَّة ، وينكر أشدَّ النكير على من زاد على ذلك ، ويقول : إنه آثم عاصٍ .
وهذا لا شك أنه خطأ ، وكيف يكون آثماً عاصياً وقد سئل النبي صلى الله عليه وسلم عن صلاة الليل فقال : مثنى مثنى ، ولم يحدد بعدد ، ومن المعلوم أن الذي سأله عن صلاة الليل لا يعلم العدد ؛ لأن من لا يعلم الكيفية فجهله بالعدد من باب أولى ، وهو ليس ممن خدم الرسول صلى الله عليه وسلم حتى نقول إنه يعلم ما يحدث داخل بيته ، فإذا كان النبي صلى الله عليه وسلم بيَّن له كيفية الصلاة دون أن يحدد له بعدد : عُلم أن الأمر في هذا واسع ، وأن للإنسان أن يصلِّيَ مائة ركعة ويوتر بواحدة .
وأما قوله صلى الله عليه وسلم " صلوا كما رأيتموني أصلي " فهذا ليس على عمومه حتى عند هؤلاء ، ولهذا لا يوجبون على الإنسان أن يوتر مرة بخمس ، ومرة بسبع ، ومرة بتسع ، ولو أخذنا بالعموم لقلنا يجب أن توتر مرة بخمس ، ومرة بسبع ، ومرة بتسع سرداً ، وإنما المراد : صلوا كما رأيتموني أصلي في الكيفية ، أما في العدد فلا إلا ما ثبت النص بتحديده .
وعلى كلٍّ ينبغي للإنسان أن لا يشدد على الناس في أمر واسع ، حتى إنا رأينا من الإخوة الذين يشددون في هذا مَن يبدِّعون الأئمة الذين يزيدون على إحدى عشرة ، ويخرجون من المسجد فيفوتهم الأجر الذي قال فيه الرسول صلى الله عليه وسلم " من قام مع الإمام حتى ينصرف كُتب له قيام ليلة " رواه الترمذي ( 806 ) وصححه الألباني في صحيح الترمذي ( 646 ) ، وقد يجلسون إذا صلوا عشر ركعات فتنقطع الصفوف بجلوسهم ، وربما يتحدثون أحياناً فيشوشون على المصلين .
ونحن لا نشك بأنهم يريدون الخير ، وأنهم مجتهدون ، لكن ليس كل مجتهدٍ يكون مصيباً .
والطرف الثاني : عكس هؤلاء ، أنكروا على من اقتصر على إحدى عشرة ركعة إنكاراً عظيماً، وقالوا : خرجتَ عن الإجماع قال تعالى : { ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى ويتبع غير سبيل المؤمنين نوله ما تولى ونصله جهنم وساءت مصيراً } ، فكل من قبلك لا يعرفون إلا ثلاثاً وعشرين ركعة ، ثم يشدِّدون في النكير ، وهذا أيضاً خطأ .
" الشرح الممتع " ( 4 / 73 – 75 ) .

أما الدليل الذي استدل القائلون بعدم جواز الزيادة في صلاة التراويح على ثمان ركعات فهو حديث أبي سلمة بن عبد الرحمن أنه سأل عائشة رضي الله عنها : " كيف كانت صلاة رسول الله صلى الله عليه وسلم في رمضان ؟ فقالت : ما كان يزيد في رمضان ولا في غيره على إحدى عشرة ركعة يصلي أربعا فلا تسل عن حسنهن وطولهن ثم يصلي أربعا فلا تسل عن حسنهن وطولهن ثم يصلي ثلاثا فقلت يا رسول الله أتنام قبل أن توتر قال يا عائشة إن عينيَّ تنامان ولا ينام قلبي " .
رواه البخاري ( 1909 ) ومسلم ( 738 ) .
فقالوا : هذا الحديث يدل على المداومة لرسول الله في صلاته في الليل في رمضان وغيره .
وقد ردَّ العلماء على الاستدلال بهذا الحديث بأن هذا من فعله صلى الله عليه وسلَّم ، والفعل لا يدل على الوجوب .
ومن الأدلة الواضحة على أن صلاة الليل ومنها صلاة التراويح غير مقيدة بعدد حديث ابن عمر أن رجلا سأل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن صلاة الليل فقال رسول الله عليه الصلاة والسلام : " صلاة الليل مثنى مثنى فإذا خشي أحدكم الصبح صلى ركعة واحدة توتر له ما قد صلَّى " .
رواه البخاري ( 946 ) ومسلم ( 749 ) .
ونظرة إلى أقوال العلماء في المذاهب المعتبرة تبين لك أن الأمر في هذا واسع ، وأنه لا حرج في الزيادة على إحدى عشرة ركعة :
قال السرخسي وهو من أئمة المذهب الحنفي :
فإنها عشرون ركعة سوى الوتر عندنا .
" المبسوط " ( 2 / 145 ) .
وقال ابن قدامة :
والمختار عند أبي عبد الله ( يعني الإمام أحمد ) رحمه الله ، فيها عشرون ركعة ، وبهذا قال الثوري ، وأبو حنيفة ، والشافعي ، وقال مالك : ستة وثلاثون .
" المغني " ( 1 / 457 ) .
وقال النووي :
صلاة التراويح سنة بإجماع العلماء ، ومذهبنا أنها عشرون ركعة بعشر تسليمات وتجوز منفردا وجماعة .
" المجموع " ( 4 / 31 ) .
فهذه مذاهب الأئمة الأربعة في عدد ركعات صلاة التراويح وكلهم قالوا بالزيادة على إحدى عشرة ركعة ، ولعل من الأسباب التي جعلتهم يقولون بالزيادة على إحدى عشرة ركعة :
1- أنهم رأوا أن حديث عائشة رضي الله عنها لا يقتضي التحديد بهذا العدد .
2- وردت الزيادة عن كثير من السلف .
انظر : المغني ( 2 / 604 ) ، والمجموع ( 4 / 32 )
3- أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يصلي إحدى عشرة ركعة وكان يطيلها جداً حتى كان يستوعب بها عامة الليل ، بل في إحدى الليالي التي صلى فيها النبي صلى الله عليه وسلم صلاة التراويح بأصحابه لم ينصرف من الصلاة إلا قبيل طلوع الفجر حتى خشي الصحابة أن يفوتهم السحور ، وكان الصحابة رضي الله عنهم يحبون الصلاة خلف النبي صلى الله عليه وسلم ولا يستطيلونها فرأى العلماء أن الإمام إذا أطال الصلاة إلى هذا الحد شق ذلك على المأمومين وربما أدى ذلك إلى تنفيرهم فرأوا أن الإمام يخفف من القراءة ويزيد من عدد الركعات .
والحاصل : أن من صلى إحدى عشرة ركعة على الصفة الواردة عن الني صلى الله عليه وسلم فقد أحسن وأصاب السنة ، ومن خفف القراءة وزاد عدد الركعات فقد أحسن ، ولا إنكار على من فعل أحد الأمرين .
قال شيخ الإسلام ابن تيمية :
والتراويح إن صلاها كمذهب أبي حنيفة ، والشافعي ، وأحمد : عشرين ركعة أو : كمذهب مالك ستا وثلاثين ، أو ثلاث عشرة ، أو إحدى عشرة فقد أحسن ، كما نص عليه الإمام أحمد لعدم التوقيف فيكون تكثير الركعات وتقليلها بحسب طول القيام وقصره .
الاختيارات ص ( 64 ) .
قال السيوطي :
الذي وردت به الأحاديث الصحيحة والحسان الأمر بقيام رمضان والترغيب فيه من غير تخصيص بعدد ، ولم يثبت أن النبي صلى الله عليه وسلم صلى التراويح عشرين ركعة ، وإنما صلى ليالي صلاة لم يذكر عددها ، ثم تأخر في الليلة الرابعة خشية أن تفرض عليهم فيعجزوا عنها . وقال ابن حجر الهيثمي : لم يصح أن النبي صلى الله عليه وسلم صلى التراويح عشرين ركعة ، وما ورد أنه " كان يصلي عشرين ركعة " فهو شديد الضعف .
الموسوعة الفقهية ( 27 / 142 – 145 )
وبعد فلا تعجب أخي السائل من صلاة التراويح عشرين ركعة وقد سبقوا من أولئك الأئمة جيلا قبل جيل ، وفي كلٍّ خير .

والله أعلم .



ع کريم حليمي
30.09.2013

تاسي تولو ته سلامونه وايم ( السلام علیکم و رحمة الله و برکاته )

موږ له دغو لیکنو نه دې نتیجې ته رسیږو چه اوس !! نو هر عقلاني او منطقي او مفکر د حق طالب انسان کولائ سي چه حق لاره ومومي

رب الغزت دي تاسي ته اجرونه در کړي

او له تاسو نه [color=cyan:e4dac31a08]آرزو [/color:e4dac31a08] لرو چه : یو بل همداسي علمي بحث مطرح کړئ ، او مونږ لوستونکي ستاسو له علمي بحثونو نه مستفید سو، او تاسو علماء له پاره یو ځل بیا لاس لپه کوم ، د الله جل جلاله د دربار څخه په دارینو کې اجرونه درته غواړم

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more