د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

pattang
15.05.2007

[color=brown:a776f5e1ef]داهم داسې بېنا موسه ګوډاګی دی لکه دانوريې نو داڅه مانا لري
لمر په ګوتو نه پټېږي٠ [/color:a776f5e1ef]

[code:1:a776f5e1ef]دا هم و لولی
ښاغلی هلال سمسور لیکي:

د بوډۍ جلاد!

دويم مسعود!
هغه مهال دادالله د اي اس اي زړه خپل او نازونه يې د ځان پر لوري جلب كړل، چې په يوه او يا بل نامه يې بېوزله افغانان په ډله ييزه توګه ووژل او يا يې په ټانګونو باندې باسكيل سواره وهل.
پاكستاني بوډۍ چې كله د دادالله دا بې رحمي وليده نو يې د خپل ناز پيمانه هم و لويه كړه، دا اجازه يې هم وركړه، چې له خپل امير څخه هم سرغړونه كولاى شې.
له كله نه چې په طالبانو ورځ سره شوه، شل زره پاك زړي ځوانان د ۵۲ الوتكو او دوستمي او نورو حيوان زړليو او بې رحمانو لاس ته ورغلل، په هغو كې هم د دادالله پوره ونډه وه، په هغه سودا كې يې هم پوره انعام ترلاسه كړ. د هغو ځوانانو ډېره برخه پدې ارمان كې د تورو خاورو مېلمانه شول، چې كاشكې د ځانكندن يوه سلګۍ يې په آرامه اخستې واى!!! خو بوډۍ مور ملا داد الله په هغه ځاى كې هېر نكړ، بلكې تر كندهاره يې چې په هر چل وو، خو ژوندى يې راورساوه!!
ملا دادالله د پاكستانۍ بوډۍ لخوا نور هم وروزل شو او پدې پنځو كلو كې يې د بوډۍ په غېږ كې ډېر چلونه او ولونه زده كړل. له لوى امير څخه يې نوموړى ډېر ذكي او عاقل وباله، كېداى شي دا يې هم څو ځله په غوږ كې ورته ويلي وي، چې يار!! د ((اميرۍ)) حق خو ستا وو، خو هغه مهال موږ ته نه پېژندې!!
په هر ولايت كې يې دادو ته ځان ته كومندانان وټاكل، دده دسترخوان يې هم ور بېل كړ، لارښوونكي او ملګري يې هم ورزيات كړل، نور په هر ځاى كې يې د پاك زړو ځوانانو لپاره دامونه وركړل، بس را جلبول يې او روزل يې، د حورو او غلمانو په پلمه يې نوموړى ځوان او يو درجن نور مظلوم افغانان هم له منځه پرې يوړل!!!

ملا دادو دېته تيموجين غوندې دا نه كتل، چې دا څوك او څه دي، بس بايد له منځه لاړ شي، ان چا چې په پاخه سړك هم پل اېښى وي، بايد مړ شي، د ملا دادو ګروپ ته به چې ورغلې او به دې ليدل: زياتره نه بلكې ټول داسې سرپ آميان وو، چې په هېڅ خبر نه وو، په قاموسونو كې يې يوازې يو څو ټكي وو: امريكايي + خارجى+ پوليس + ملي اردو+ موسسه + هرڅوك = جنت (بلكل جنت+ حورې او غلمان).
ملا داد الله ته لوى ملا صيب هم له قهره خوټېده، خو له زړې بوډۍ سره نه كېږي، شل چلونه يې زده دي او چې يو ځل يې څوك له لومو كې را ښكلېل كړ، بيا نو نر دى، چې ترې ووځي، بيا به همغه لار تعقيبوې اګر سل په سل كې ته ورسره موافق هم نه وې!!

ملادادو!
نقشبندي كه هر څو غټ جاوسوس وو بيا هم له اېټالوي څخه بد نه وو! هغه دې د كومې محكمې او كوم قاضي په امر له ژونده محروم كړ؟؟ كه افغان حكومت درته لاسپوځى ښكارېده او افغان ته يې دومره ارزښت نه وركاوه، تا خو به دغه ولس ته ښوولې وه، چې (ماته له ايټالوي څخه افغان محترم دى، ايتالوى مې كه د چا په بدل كې خوشي كړ، خو افغانى مفت پرېږدم!!!)
دادو دا سره او شنه كافران چې دلته ګرځي، كورونه نړوي، افغانان وژني دا هم ستا او ستاسې د عقل كمال دى!! اوس چې يوازې پښتنې سيمي تر اور لاندې دي دا هم ستا د مهربانۍ بېلګه ده؟ دا چې د سهيلي سيمو با غيرته افغانان د بمباريو ښكار كېږي، پدې هم ښه پوهېږي؟

ملادادو!
دومره خو به دې سر خپل ګريون ته كاوه، چې آيا دا دومره افغانان چې كړوم، مېرمنې كونډې او ماشومان يتيمانان كوم، هغه څه ارزي چې زه يې ورته راوړم؟!
دا دومره افغانان دې د څه لپاره وكړول؟ په خپل وخت كې د خلكو ته كومه ښېرازي او سوكالي ور په برخه كړه؟ ستا راتلونكي پلانونه دومره ارزي، دومره بېوزله افغانان د څو كلو راهيسې كړوې؟ بيا ستا پلان څه وو، دغه بېوزله ملت ته تا څه وړاندې كول؟ ملت خو ستاسې له وژنو، قتلونو او ربړونو پرته نور هېڅ نه پېژني!!!
نه پوهېږو، چې ته څه دې ملت وړاندې كوې؟؟
ملا دادو دا واوره چې په پاك نامه شوم اهداف نه شي ترلاسه كېداى، كه څوك غواړي، چې له پاكو نومونو څخه په استفادې سره شوم اهداف ترلاسه كړي، لومړۍ بېلګه به يې مسعود او دويمه بېلګه به يې ته وې، هغه هم د خارجيانو د ايستلو په نامه د بل چا مزدوري كوله او تا هم د خارجيانو د ايستلو په نامه د بوډۍ خدمت كاوه، خداى جل جلاله دې هم ستا او هم له مسعود څخه د بې وزله افغانانو انتقام واخلي آمين!!!
هلال سمسور
helalsamsor@gmail.com
[/code:1:a776f5e1ef]


Anonymous
15.05.2007

پرون يو پاکستاني سره په ام اس ان راته ويل چي اي اس اي د ملا دادالله پر وژني سخت ګوزار خوړلي دئ او نصير الله بابر دومره غمژون دئ چي شپه ورځ شراب څشي او بي هوشه وي
هغه راته ويل چي څلور مياشتي هاخوا د اي ايس اي او ملا دادالله ترمنځ يو مهم تړون شوي وو او اي ايس اي افغانستان کي د ملا دادالله په لاس د عالمانو - پوهانو - داکترانو - انجينرانو - ژورنالستانو - هنرمندانو - معلمانو د وژلو لپاره ملياردونه دالر په لار اچولي وو


جواب

پښتون زلمی
15.05.2007

[quote:77134e3a63="khan jan"]پرون يو پاکستاني سره په ام اس ان راته ويل چي اي اس اي د ملا دادالله پر وژني سخت ګوزار خوړلي دئ او نصير الله بابر دومره غمژون دئ چي شپه ورځ شراب څشي او بي هوشه وي
هغه راته ويل چي څلور مياشتي هاخوا د اي ايس اي او ملا دادالله ترمنځ يو مهم تړون شوي وو او اي ايس اي افغانستان کي د ملا دادالله په لاس د عالمانو - پوهانو - داکترانو - انجينرانو - ژورنالستانو - هنرمندانو - معلمانو د وژلو لپاره ملياردونه دالر په لار اچولي وو[/quote:77134e3a63]

خانجانیه، د پښتنو دښمنه: خلک حقیقت پیژني، واښه نه خوري، نور څه چټیات او دروغ نشته چی ویی لیکي، اول ته خپله ثقه نه يي، او بیا له یوه مجهوله نقل کوي، کوه څومره چټیات چی دی په زړه راځي راوباسه یی، ځکه چی مریض نه شي.، دلته څه لیکونکی چی لیکل کوي د هغوي هغه لیکل قبلیږي کوم چی مستند او دلیل ولري، او که نه د هیچا خبره د قبول وړ نده، مګر هغه څوک چی دهغه ثقتوب معلوم وي نو بیا دهغه خبره دمنلو وړ وي، ته او ستا د ام اس ان ملګری دواړ ه مجهول یاست، او بیا لاسپوڅي د ډالرو په خاطر له هیڅ رنګه درواغو دریغ نه کوي.


Anonymous
15.05.2007

کاکو کيسه دا ده چي يو ملا له يو هلک سره پر دا ناولي کار نيول شوئ و چا پوشتنه تر وکړه چي ته ملا صحب يي ګرده ورځ و موژ ته نصيحت کوي بيا ته پخپله داسي ولي کوي- هغه په ځواپ کي ورته ويل د ملا قول ته ګوره عمل ته مه ګوره
موخه مي داده چي ته نو مجهول او نامجهول څه کئ خو دا فکر وکا چي ايا ملا دادالله همدغه کارونه کول که يه- په کندهار و زابل و هلمند و ارزگان و نيمروز کي له ژورنالستانو سرونه چا غوڅ کړل - مکتبونه چا سوځول - داکتران چا تشتول او بيا وژل- انجينران چا پر راکټو ويشتل دا خو درواغ ندي
که يي درواغ ګڼي نو ته بيا ډير بي خبره يي يا پخپله له همدغي ترهګري ډلي سره تړاو لري
او که زه درواغ وايم نو دغه ليک وګوره

ملا دادالله په كوټه كې د پاكستان دپارلمان له يوه غړي مولانا شېراني سره مخالفت پيدا كړ. مولانا شېراني د ملا دادالله او د طالبانو د اوسنيو چارو پر ضد تبليغات كول. دادالله اخوند د خپل مشر په امر د مولانا شېراني وژنې ته ملا وتړله او دغه كار ددې لامل شو، چې هغه په پاكستان كې په غيابي عمري قيد محكوم شي. [color=white:8bf8876133]ويل كيږي د مولانا شېراني په وژنه كې له ملادادالله سره د پاكستان د څارګرې ادارې د يو شمېر غړو ملاتړ هم و، ځكه هغه د ددغې ادارې له ملاتړ پرته په پښتون اباد او كاكړو كې فعاليتونه نشواى كولاى. [/color:8bf8876133]
په پېښور او كوټه كې د طالبانو په خپرو شويو سي ډيګانو كې ډېر داسې زلميان ترسترګو كيږي، چې ملا دادالله اخوند د [color=red:8bf8876133]ځانمرګو بريدونو په بدل كې د جنت پاڼې وركوي[/color:8bf8876133]. دغه سي ډيګانې د هغه د ځانمرګو بريدونو يوه يتره تبليغاتي وسله وه. دغه وسيله اوس هم كارول كيږي او ډېرى زلميان، چې ځانمرګو بريدونو ته چمتو كيږي لږ ترلږه ۵۰ سلنه يې همدغه ويډيويي تصويرونه هڅوي.

كله، چې پر ۲۰۰۰ ز كال د ارزګان په يوه غار كې د طالبانو څو ملاتړي د هزاره ګانو له خوا ووژل شول، ملا دادالله له دغو خلكو سره كينه پيدا كړه، همدا،چې طالبان پر باميانو ورمات شول، [color=white:8bf8876133]ملا دادالله په سيمه كې پر ګڼو وژنو لاس پورې كړ[/color:8bf8876133]. هغه په همدغه تور د ملامحمد عمر په امر له دندې ګوښه او بې وسلې شو، خو ورو ورو هغه يوځل بيا د طالبانو د جنګي قوماندان په توګه راڅرګند شو
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=12135

ملا داد الله څو ځلي د طالب جنګياليو له لورې په خپرو شويو ويډيويي پټو كې په داسې حال كي ليدل كېږي چې له يو شمېر افغان ځوانانو څخه په دې تور چې امريكايي پوځيانو ته يې جاسوسي كوله په يوه وړه چاړه باندي سر پرې كوي، [color=blue:8bf8876133]آن تر دې چې په دې وروستيو كې د افغان خبريال نقشبندي پر سر پرې كولو هم داد الله پړ وبلل شو.[/color:8bf8876133]
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=12134


جواب

پښتون زلمی
15.05.2007

خانجانیه : مخکی له دی چی ته دا لیکنه رانقل کړی ، هغه ما لوستلی ده، دغه لیکنه به هم د هزاره ګانو یو لاسپوڅی لیکلی وي، اوس خو نو هزاره ګان پیسی هم ډیر لري.

[quote:38cdedbb08="khan jan"]کاکو کيسه دا ده چي يو ملا له يو هلک سره پر دا ناولي کار نيول شوئ و چا پوشتنه تر وکړه چي ته ملا صحب يي ګرده ورځ و موژ ته نصيحت کوي بيا ته پخپله داسي ولي کوي- هغه په ځواپ کي ورته ويل د ملا قول ته ګوره عمل ته مه ګوره
.[/color]
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=12134[/quote:38cdedbb08]

خانجانه خفه کیږه مه : په عربی کی یو متل دی وايي : المرء یقیس علی نفسه، وايي چی انسان د هر چا قیاس په خپل ځان کوي، که ته دکوم ملا صاحب له لاسه یا ..... ځورول شوی یی، نو هغه ملا صاحب نه دی، کیداي شي چی پر سترګو به دی پردی پرتی وي، او بیا اوس خو نام خدا غټ شوی یي، دا حلق دی اوسه پوری نو ولی تریخ دی، ګوره فکر کوه، چی دا کار دی صحت ته تاوان لري.


hotak
15.05.2007

هلکوبياسلام!
نقاده که زماپرخبرو دي خوابده وي نوبښنه غواړم که څه هم په ډیموکراسۍ کي دغه دبښني دله ګي نه وي خو ته  مشر اوبل نازدانه يې ٠ زه پښتون يم ځکه مي دټوکواوعادي فورم ژبه یوه ده.پاتي شوه دهغو نورودله ګانوخبره چي دلته يی دسمسورليکنه رااخستي ده نوزه په قرآن لاس ږدم اوسوګندکوم چي دغه سمسورپخپله لغمان ته دتګ لپاره له ملادادالله نه پیسې اخستي دي خواوس چي هغه مړدی دغه نمک حرامه حرامیتوب پیل کړ. دملادادالله دکره اوناپييلي پیژندني لپاره دغه ليکنه وګورۍ چي دټول افغان دمقالوپه برخه کي هم خپره شويده:

ليکونکی  : عنایت الله کاکړ

[color=white:8b7ab3a638]د ملا دا دالله اخند وژنه اودطالب خوځښت په راتلونکي يې اغېزې[/color:8b7ab3a638]

زما اودملادادلله پیژندګلوي: له ملادادالله سره زماپیژندګلوي په ۱۹۹۵ کال کي وشوه. نوموړی هغه مهال کراچۍ ته دخپلي پښې ددرملني لپاره چي په ۱۹۹۴ کال کي ددلآرام په جګړه کي پرې شوي وه،د درملنې لپاره راغلی وو او زه په یوه اردو ژبي اونیزه کې په کاربوخت وم. ددغې اونیزې دهغه وخت مدیرماته له ملادادالله سره دمرکې کار راوسپاره. نوموړی هغه مهال په کراچۍ کي دطالبانوپه دفترکې ميشت و. ماپه ټیلیفون ورنه وخت واخيست اوبل سهار دوخته يې ليدلوته ورغلم. ماګومان کاوه ملادادالله به هم دنوروجنګي ډلو دقومندانانوپه څیر پنډ خېټه ورسړی وي چې زماغوندې له خوارو ژورنالستانوسره به په سمه خوله خبرې هم نکوي. زه په همدې نمت خونې ته ورننوتلم.هلته له ناستوټولوطالبانو سره مې یوډول روغبړ وکړ اودخونې په یوه کونج کې پدې تمه کيناستم چې دطالبانو ددفترکوم کارمندبه مااوس دملادادالله ځانګړې خونې ته بوزي.
خوزه هغه مهال هک پک شوم چې دخونې له هغه بله ګوټه راباندې يوه توربخنه ګوډ سړي غږ وکړ:
-ملاعنايت الله اخند خداي دې راوله.
ماهم دکندهاريانوپرچم ورغبرګه کړه خداي دي نيکان اوصالحان درولي.
خوراپه مينه يې روغبړراسره وکړ اوترښايسته ډیره وخته يې رانه دخپل مسلک اوپه کراچۍ کي دژوند اوکارپوښتنې کولې. زه هم پدې تمه چي اوس اویاهم څوشيبې وروسته به کوم طالب راشي اوراباندي غږبه کړي چي ملادادالله اخند دې مرکې ته غواړي، له دغه ګوډ طالب سره په ګپ شپ خورابوخت پاتې شوم.
څوشيبې وروسته يی رانه وپوښتل چې زه دې څه خدمت کولای شم؟ ماورغبرګه کړه چې زه ملادادالله اخندته انتظارکوم.له هغه سره مې دمرکې لپاره وخت اخستی. ده راته وويل چي ته ملادادالله پیژنې؟ ماورته ځواب ورکړ: نه والله تراوسه مې ندی ليدلی. ده راته وويل چي زه پخپله ملادادالله يم. راځه نوچې خپل کارسره پیل کړو
له دغې ناستې وروسته زه پخپلوکارونو دومره بوخت شوم چې ملادادالله مې بيخي له ياده ووت. يوه ورځ په خپل دفترکې ناست وم چې تلفون وشرنګيده. آپريټر راته په اردو ژبه وويل چې دعبادالله په نامه کوم څوک له کندهاره خبرې کوي. کله چي لاین تروشو نوکه ګورم ملادادالله اخند دی اوله کندهاره يې راته زنګ وهلی دی.
ملادادالله داځل هم خوراپه مينه راسره روغبړ وکړ اودکار اوژوندپه اړه يې رانه پوښتنې وکړې. داځل ملادادالله ماته کندهارته دورتګ بلنه هم راکړه. ماهم ورسره هوکې وکړه.
ځه موده وروسته زه دګڼوپاکستاني اوباندنیوژورنالستانو په ملتيا دافغانستان په حالاتوباندې دکارکولولپاره کندهارته رهي شوم. که څه هم مادپاکستاني مطبوعاتولپاره موادبرابرول خو ددې ترڅنګ مي دباندنیوژورنالتسانو دژباړي دنده هم په غاړه وه.
په کندهارکې په قول اردو اوکمندوکې دملادادالله اخندقرارګاه ته ورغلو خوله بده مرغه هغه نه وو. انډیوالانويې راته وويل چې هغه په غزني کې دی خوکله چي موږغزني ته ورسيدو نوموړی ترچارآسیابه رسیدلی وو. له غزني نه موپه مخابره کي ورته خپل دراتګ موخه بیان کړه. په خوراورين تندي يی راته لومړیوکرښوته دورتګ بلنه راکړه. ماچي کله باندنيو ژورنالستانو ته ددغي بلني يادونه وکړه نوهغوي هم ډیرخوښ شول او يوځای لومړی میدان ښار اوله هغه ځایه چارآسیاته لاړو.
هلته موملادادالله اخند وليدچي خورازیات بوخت وو.ديوې لويي مخابرې ترشابه ناست وو اوپه لومړیوکرښوکي پرجګړه بوختوخپلوجنګياليوته به يی له ځمکنیوحقایقوسره سمي لارښووني کولې. دغه مهال درباني حکومت وسله وال خلک نژدې ووچي په چارآسیاب ننوزي.ډیری طالب قومندانان به ملادادالله ته راغلل اودغه وضعيت به يی ورته بیان کړ.ملادادالله ددې پرځای چي وارخطاشي اوياهم اعصاب له لاسه ورکړي هغوي ته په يی ويل ماته یوساعت وخت نور راکړي.ماامادګي نيولي ده. شروفساد (درباني حکومت ملیشوته دطالبانو لخواايښودل شوی نوم وو)چي کله په بازار ننه وزي پیايی تماشه کوۍ. په ښکاره دهيچاهم داتمه نه وه چي طالبان دي دحکومتي ځواک په وړاندي نورپه چارآسیاب کي ټیکاو وکړي.ځکه هغوي ريښتياهم بازار ته ننوتل اوډزي آن دملادادالله دقوماندې له ځايه په درې سوه مترۍ کي اوريدل کیدلې.
خوملادادالله اخند دغه مهال په خپله لاسي واکي ټاکي باندي دفرقان په نامه چاته غږ وکړ.هغه ورته بلې وکړ اوده ورنه داحضاراتو پوښتنه وکړه.هغه ورته په شفرونوکي څه معلومات ورکړل او ده له دې خوا ورته دکاغ‍‍ذ له مخي په شفرکي څه وويل. ملادادالله موږته مخ راواړاوه او ويل يی اوس يی ګورۍ!!!
شل دقيقې لا نه وې تيري چي دکابل حکومت دقومندانانو په مخابروکي یوه بل ته ښکنځلي پیل شوې.دچارآسياب قومندانانوکابل ته ويل چي هله ژرکړۍ موږ يی دچارآسياب په بازارکي محاصره کړي يو.يوڅه وکړۍ کنه والله که یوهم ژوندی ووزو. پوره یوساعت وروسته حکومتي ځواکونه آن له بیني حصارنه هم تيرشول.
دلته ماومنله چي دجنګ په ډګرکي نوم ګټل هم څه آسانه اودټوکو کارندی. اوداچي هرهرڅوک هم ملادادالله کيدای نشي. له دې وروسته له ماسره دملادادالله پيژندګلو نوره هم پخه شوه.
په کال ۱۹۹۷ کي ملادادالله یوځل بياکراچۍ ته ددرملني لپاره راغی.دغه مهال طالبان په کابل واکمن وو اوملادادالله دقرغې داتمي فرقې دقومندان په بڼه په رسمي ډول پاکستان ته راغلی وو.که څه هم پاکستاني حکومت دهغه داوسيدلولپاره خورا آرام اوهوسا میلمستون ځانګړی کړی وو خوملادادالله اخند دخپل درويشانه خوي اوطالبي طبيعت له امله هلته نه اوسيده بلکي دکراچۍ دنمايش په سيمه کي به دطالبانو په نمایندګۍ کي له معیوبوطالبانو سره پروت وو.
یوه ورځ چي دکراچۍ دهغه مهال دقول اردو قومندان جنرل مطفرحسين عثماني ميلمه وو،دپاکستاني پوځ دولسي اړیکو دفتر موږخبريالان هم هلته ورغوښتي وو. هلته يی ملادادالله ته دپاکستان دسمندري ځواکونو وسلې او وسيلې ورښودلې. ملادادالله ته چي کله داګوستا اوبتل اوهمدا راز بوفورډوله بحري توپونه وروښودل شول نو هغه جنرل عثماني ته مخ ور واړاوه اوورته ویل يی چي ددومره ډیرو وسلواووسيلو په لرلو سره يی تاسي بياهم هند ته ټیټه وایاست؟ والله که طالبانوته ددې لسمه وسله په لاس ورشي که په نړۍ کي يودښمن هم ورته پښې ټينګي کړي. ماهغه مهال له ځان سره فکرکاوه چي دغه ساده طالب لاښايي دنړيوال سياست په رمزونو ندی پوه. ډیرهیوادونه اتمي بمونه لري خو پردښمن يی نه کاروي.
له ملادادالله سره زما وروستۍ ليدنه کتنه په کابل کي په ۱۹۹۸ کي هغه مهال وشوه چي زه يوځل بيا د۲۵ نورو ژورنالتسانوپه ګډون دافغانستان په کتنه بوخت وم. دغه مهال ملادادالله دقرغې دفرقې قومندان اوپه شمالي کي دیوې کرښي مشر وو. هغه داځل هم ټول ژورنالستان خورا ونازول اودقرغې په بندکي دګرځیدالپاره يی راته پوځي کشتۍ په واک کي راکړی.
له ۱۹۹۸ وروسته راته ملادادالله یوځل غالباْله بغلانه زنګ وواهه چي دوی دکندوز دنیولو هڅي کولې.
له هغه وروسته مي بياملادادالله نيغ په نيغه ونه ليدای شوای. یواځې دهغه خبرونه مي لوستل اوکله ناکله به مي په یوه نيمه ويډیويی فلم کي ترسترګوشو.

دملا داد الله ژوند ليک: ملادادالله نژدې څلويښت کاله وړاندي پر ۱۹۶۹ کال کي دارزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کي دکاکړانوپه کلي کي په یوه دين دوسته اوغریبه کورنۍ کي سترګي وغړولې.په قام کاکړ سنځرخيل او پلاريی یو عادي کروند ګر و؛ خوله دین سره يی خورامینه لرله. همدغه له دين سره مینه وه چي دملادادالله په ګډون يی خپل دری واړه زامن دديني زده کړوپه موخه نژدې درس ته داخل کړل.
دغه مهال په هیوادباندي شورويانو یرغل کړی وو اوافغانانويی پرخلاف سخت مقاومت کاوه. دارزګان په ولايت کي دشاوخوا درسونوطالبانو له شورويانوسره دجنګ په موخه خپل ځان ته ګروپ جوړکړی وو چي طالبان به يی په نوبتي ډول دجګړې ډګرته وړل. ورته ګروپونه دغزني،زابل اوکندهارپه سیموکي هم طالبانو جوړکړي وو اوپخپلو منځونوکي يی خوراښه انسجام سره درلود.په زابل کي دغه ډله دشهیدملامدد خان کوچي اوپه کندهارکي دملامحمدرباني (چي وروسته دطالبانو دواکمني شورامشرهم وو) ترمشرتابه لاندي فعاله وه. په ارزګان کي دطالبانو دغه ډله دملاشفيق اخند ترمشرۍ لاندي په جګړه یوخته وه. ملادادالله چي دجهادپه لومړیوکي يی عمرکم وو په عملي جګړه کي برخه وانه خستلای شوه خو له ۱۹۸۵ راپديخوا چي ملادادالله په هډپوخ شو دملاشفيق ډلي ته ورغی اودارزګان،هلمند اوآن کندهارپه ګڼومحاذونوکي يی دشورویانو اودهغوي دنوکرانوپرخلاف په عملي جګړه کي برخه واخستله. څنګه چي کندهاردغه مهال دجهادخورالوی مرکز ووځکه نوشورویانو اوکابل حکومت دواړو دلته دولس دځپلولپاره خپل ټول ځواکونه اچولي وو.
ملادادالله دغه مهال ددرس له نورو همځولوملګرو سره وسله وال جهادته ملاوتړله. څه موده وروسته دده څوانډیوالان دزنګاوات په سیمه کي ټپیان شول چي ددرملني لپاره يی کوټي ته راوړل.ملادادالله هم له هغوي سره یوځای کوټي ته راغی.دکوټي دچاپیريال په ليدلوسره هغه همدلته پاتي شواوله کوټي ښاره دباندي يی ددوسيټه په کلي کي په مدرسه کي دخپلوپاتي زده کړو دبشپړولوتابياوکړه.خودی به بيا هم کله ناکله له انډیوالانوسره دسنګرخواته اوښت. دغه مهال هغه دسنګ حصار له ملامحمدعمراخند(چي وروسته دطالبانو دحکومت مشرشو)،دکندهاردښارله ملامحمدرباني(چي وروسته دطالبانو دحاکمي شورامشرشو) ملامحمدغوث(چي هغه مهال دطالبانو دیوه چریکي ګروپ قومندان وو او وروسته دباندنیوچاروتروزارته ورسيد.دطالبانو اوجنرال مالک په روغه کي دده نقش خورا ارزښتمن وو.) اوهمدا راز دطالبانو دعدلیې له وزیر ملامحمدغوث سره وپيژندل. ملادادالله دخپل ازادطبيعت له مخي ددغو ټولو مشرانو په ګروپونوکي جهاد ته ادامه ورکړه.په کال ۱۹۹۱کي دکمونستي رژیم له سقوطه او ورسره جوخت دمجاهدينو دبيلابيلو ډلوټپلو ترمنځ دواک پرسر دجګړې له پیله راوروسته ملادادالله یوځل بياکوټي ته راغی اوپه هماغه مدرسه کي په درس بوخت شو.خوکله چي په کال ۱۹۹۳ کي ملامحمدعمراخوند دخپلوڅو نوروملګروپه مرسته په سنګِ حصاراوشاوخواسيموکي دپاټکوالو اوغیرمسولوټوپکیانوپرخلاف خوځښت پیل کړنوملادادالله هم ورسره له هماغه پیله ملګری شو. دطالبانوله تحريک سره دملادادالله دملګرتيالامل داوو چي دهغه دجهادنژدې ټول انډیوالان پدغه نوي جوړښت کي سره راټول شوي وو.
ملادادالله دتحريک دپیل دخبرله اوريداسره سم افغانستان ته ولاړ اوهلته يی دطالبانو دیوې ډلي دمشرتابه چاري په غاړه واخستې. دکندهاراوشاوخواسيمو له نیول کیدو وروسته نوموړی دهرات په لوري سوق کړای شو اوهلته ددلآرام په سيمه کي دلومړۍ کرښي قومانده وروسپارل شوه. دهرات والي اسماعيل خان دخپل جنګي تکتيک له مخي ددلآرام په سيمه کي دسړي په سر لس ماینونه خښ کړي وو.طالبانو ددغوماینونو له امله هيڅ پرمختګ نشوای کولای.یوه ورځ ملادادالله له دغه حالته تنګ شو.ملګري يی راټول کړل اوپه ویناکي يی ورته وویل:٫٫ترڅوبه موږتاسي دلته دانتظارشپې ورځي سباکوو.هرڅومره چي موږځنډیږو دښمن ته دهغه ترولکې لاندي په ښکیلوخلکوباندي دظلم اوتجاوزشيبې وراوږدوو. نه به اسماعيل خان دغه ماینونه لري کړي اونه به موږله دغو کرښووروړاندي شو.
که تاسي په ريښتياپه ځمکه کي دخدای دکلمې دلوړوالي لپاره راوتلي ياست نوبياراځۍ چي دنیايی ارام ته شاکړو اوآخرت په مخه واخلو.دخدای په لاره کي شهادت دانسان ترلوړو لویه مرتبه ده اوشک نشته که موږپدغه جګړه کي مروشهيدان به یو٬٬
له دغي ويناسره سم ملادادالله لومړی کس وو چي دماینونوپه کرونده وروخوت. دملادادالله په ليدلوسره دهغه په سلګونو انډیوالانو دتکبيرپه ویلوسره داسماعيل خان د لښکروپه خواورمخه کړه. هماغه وو چي لومړۍ کرښي ماتي شوې اودهرات دفتحي امکانات برابرشول.پدغه جګړه کي ملادادالله خپله یوه پښه هم له لاسه ورکړه.

له کابله وروسته: طالبان د۱۹۹۶ کال دسپټمبرپه مياشت کي په کابل وروختل. ملادادالله دغه مهال دطالبانوپه ليکوکي دیوه خورا زړور اوتکړه جنګي قومندان نوم ترلاسه کړی وو.دهغه دوسله والوملګرو شميره تراتو زرو اوښتي وه اودلسګونو شوبلو،توپونو،هوايي ضدتوغندي ويشتونکو او نورودرنو اوسپکووسلو له پلوه پرځان پوره بسیاوو. دملادادالله په اړه داخبره هم خورامشهوره وه چي هغه هیڅکله هم دطالبانوله ډیپوګانو نه وسلې او وسیلې نه دي اخستي بلکي خپله ټوله وسله اومهمات يی په بیلابیلوجګړوکي له خپلومخالفانو نه په غنیمت نیولي وو. داخبره تریوه بريده ريښتياځکه وه چي دکندهاردفتحي پرمهال دهغه له ګروپ سره ټول اته بایفورموټر اویوه دوميله وه.خوکله چي هرات ونیول شو یوازي دلوڅولنډکروزرانوشميره تردوه نیم سوه واوښتله. دوميلې څلويښتوته وختې اوڅلويښت ميلې هم دولس عرادې شوې.دکلاشنکوفونو شمیره يی اته زره وه.میګاروف اوټي ټي توپانچي يی دوه نیم زره دانې اوپیکاوي يی هم په سلګونو شوې.
دکابل له سوبي وروسته ملادادالله ته لومړی په شمالي او وروسته هم په شمالي افغانستان کي دنده وروسپارل شوه.دغه مهال ملادادالله دملامحمدعمراخند دیوه فرمان له مخي دقرغې داتمي فرقې قومندان وټاکل شو.
ملادادالله دخپل بېساري شهامت،اودسړو اووسلوله پلوه پرځان بسیا والي یوڅه خپل سری هم کړ.اوهغه داسي چي په شمالي افغانستان کي يی پخپل سردجګړولړۍ پیل کړه چي له تکتيکي پلوه يی دطالبانو تیزپرمختګ له رکود سره مخامخ کړاوبله داچي دلوی درستيځ ملامحمدفاضل مظلوم(چي دامهال په ګوانټاموکي دی) خفګان يی راوپاراوه. هغه مهال به خلکوداويل چي ملافاضل اوملادادالله دیوه بل له قضده جګړې کوي اوداچي ملادادالله دفاضل اوفاضل ددادالله په جکړوکي برخه نه اخلي. ددوو تکړه قومندانانو دغي سرزورۍ طالبانوته دسړو.وسلو اوتکتيک له پلوه خورا درانه زیانونه ورسول اوهغه داسي چي یواځي دتاشقرغان دتنګي په جګړوکي طالبان اته ځله په شاراغلل اوپه هرځل شاتګ کي يی سلګونه سړي له منځه ولاړل.
همداسي کله چي په ۱۹۹۸ کال کي طالبان دمزارترخولې ورسيدل اونژدې وه چي دغه ښارلاندي کړي، ملافاضل دشاتګ امروکړچي له امله يی ګڼ طالب جنګیالي په مخکنیوکرښوکي دمخالفینولاس ته ولويدل.
له بله پلوه دمزار،تاشقرغان اوباميانوپه جګړوکي دملادادالله خپل سري دهغوي دمشرغوسه راوپاروله اوپدې ډول ملادادالله نه یواځي داچي دقرغې دفرقې اودلومړیوليکو له مشرتابه ګوښه کړای شو بلکي په پوره ډول خلغ سلاح شو تردې چي دهغه دغاړي توپانچه اوآن دسپرلۍ موټرهم ترې وګرځول شو.
ملادادالله دغه مهال په کندهارکي ليدل کيده چي له څلورو انډیوالانوسره به په پښودخرقې شريفي خواته روان و.دغه مهال طالبان له یوې خواپه شمالي اوله بلي خوادکندهارپه شمال کي دعبدالحکيم جان دبغاوت له امله له سختوستونزوسره مخامخ وو.ملادادالله دغه مهال دمولوي اخترمحمدعثماني (چي هغه مهال دکندهاردقول اردوقومندان اودطالبانودانتقالاتومسوول وو)په خوله له ملامحمدعمره وغوښتل چي هغه ته دي دمخالفینو دځپلولپاره لومړنیوکرښوته دتګ اجازه ورکړل شي. خوملامحمدعمرله دې امله دغه غوښتنه ونه منله چي ملادادالله به هلته په تګ سره بياخپل سري پیل کړي اوبې له اجازې به دخلګووژل پيل کړي.
خوپه وروسته کي کله چي طالبان دسړیو له کمښت سره مخامخ شول ملادادالله ته یوځل بيادپوځي چارو واګي وسپارل شوې.څنګه چي هغه مهال په شمالي افغانستان کي طالبان دخپلومخالفینوپرخلاف په جګړه بوخت وو ځکه نوملادادالله هم هلته وليږل شو.لکه چي مخکي ورته نغوته وشوه ملادادالله په مزارکي وجنګيد.دمزارله بياسقوطه وروسته ملادادالله هلته محاصره پاتي شو خوبغلان ته له راتګه وروسته دځايی پښتنوپه مرسته کندز ته واوښت. د۲۰۰۱ کال دنومبرپه مياشت کي په افغانستان باندي دامریکاله بریده راپدیخوا ملادادالله په شمال کي دملافاضل ترڅنګ دطالبانومشرپاتي شو.خوڅومره چي هلته پوځي حالات سختیدل هلته دميشتوطالب مشرانو حوصله هم مخ په کمیدا وه.په پای کي حالت دې ځای ته راورسيده چي ټولي سيمي دوستمیانو،هزاره ګانو اودشمالي ټلوالي نوروډلو ونیولې اويواځي کندزښااومزارښارونه له طالبانوسره پاتي شول.څنګه چي طالبان هلته په پوره ډول کلابندپاتي شول ځکه نوطالب مشرتابه ځايي قومندانانوته له حالاتوسره سم دپریکړي اختیارورکړ.لوی درستيځ ملافاضل اومزار والي ملانورالله نوري(دواړه اوس په ګوانټاناموکي دي) غوښتل چي دخبرواترولپاره خپل اودزرګونو طالبانو ژوند وژغوري خوملادادالله ورسره خبره ونه منله او ورته په ډاګه يی کړه چي زمالپاره پرون هم له دوستم سره ناسته له زغمه وتلي وه اونن هم.تاسي چي هرڅه کوۍ اختیارلرۍ ماپريږدۍ چي خپل کاروکړم. هماغه وو چي ملادادالله له صحنې ورک شو اوداسي خبرونه راغلل چي هغه له ملافاضل سره یوځای ددوستم لاس ته لویدلی.دغه مهال کندهارهم دامريکایانوپه لاس سقوط وکړاوپه افغانستان کي يوځای هم دهغوي په ولکه کي پاتي نه شو.
ملادادالله دمزارښارته څیرمه دیوه پښتون میلمه پال کره پناه اخستي وه اوددې لپاره چي ماتي خوړلوطالبانوته نوي حوصله ورکړي له مزاره يی بي بي سي ته زنګ وواهه او ورته ويی ويل چي زه کندهارته ورسيدم اوداچي اوس به امريکایان وګوري په افغانستان بريددوي ته څومره ګران تماميږي.
خوحقیقت داوو چي ملادادالله له دغي مرکې دوه مياشتي وروسته کندهارته ورسيد.له سقوطه وروسته ملادادالله لومړی کس وو چي دطالبانو مشرملامحمدعمرته يی په یوه آډیوکسيټ کي خپل بیعت تازه کړاوهغه ته يی دهرډول قربانۍ ډاډ ورکړ.ملامحمدعمرهم په خپله ځوابي کسيټ کي دلس کسیزي شورا په ترکيب کي ملادادالله ته ځای ورکړاونورومشرانوته يی توصیه وکړه چي دامریکایانوپرخلاف په جګړه کي دملادادالله په ګامونوګام کیږدي.
ملامحمدعمراخند وخت په وخت په خپلوپیغامونوکي طالب مشرانوته امرکاوه چي ملادادالله ته دجګړې لپاره په ځانګړي ډول پوره امکانات برابرکړي ځکه ملادادالله دهغه په آندخوراښه روان وو.

اوږدې پښې اولنډه کمبله: له بده مرغه ملادادالله دلته هم دملامحمدعمراخوند دسپارښتنو اوخپلوکړنوترمنځ توازن ونه ساتلای شوای اویوځل بيايی ځيني داسي کارونه ترسره کړل چي دشورادنورو غړو نارضايتونه يی راوپارول اوپدې ډول یوځل بيادملادادالله تجرید اوګوښه کیداهڅي پیل شوې.خوڅنګه چي دشورا غړیوترشاکلک پوځي ملاتړ نه درلودځکه يی نودملادادالله په وړاندي سکه ونه چليدله.له بله پلوه ملادادالله دغه مهال له القاعده سره هم خپلي اړيکي له سره تازه کړې اودخپلو ملګروپه روزنه کي يی دهغوي له تخنيکي اوتکتيکي پوهي نه پوره کارواخيست.دالاڅه بلکي دموسی کلاپه سيمه کي پرامریکایانوباندي لومړنی ځانمرګی بريدهم یوه عرب ځوان ترسره کړ.عربانوهم دملادادالله زړورتوب اوپه جګړه ایزو چاروکي جديت په کتلوسره له مالي اوتخنيکي پلوه دهغه پوره ملاتړوکړ اوپدغه برخه کي يی له هغه نه هيڅ څه هم ونه سپمول.هماغه ووچي ملادادالله دوسلو،وسيلواوپيسوله پلوه يوځل بیاپرځان بسیاشو.له دښمن سره دجګړې په ډګرکي اوله ډګره دباندي ملادادالله اخندځيني داسي کارونوته لاس واچاوه چي دطالبانوپه ليکوکي ورته تفرد اوتمرد ویل کیده اویاهم هغه له کمپلي نه دپښوپه اوږدولوتعبیریده.خوڅنګه چي ملادادالله ته ماتي ورکول یواځي دورته پوځي چاروداجراء له لاري شوني وو،اوله بده مرغه داڅه دنوروطالب مشرانو له لاسه پوره نه وو ځکه نوهغوي دملادادالله ددغو تفرداتو په مخنیوي کي پاتي راغلل. ددغوتفرداتوپه ډله کي یوهم دځينوخلکوتښتول او وژل وو چي توجیه کول يی پخپله دطالبانو دویاندلپاره هم ګران کاروو. دايټالوي ژورنالست تښتونه اوداجمل نقشبندي وژنه اوهمداراز په هلمندکي امريکايانوته دجاسوسۍ په تورپه یوځايي ډول دلسګونوخلکو حلالول اودهغودويډیوګانو خپرول داسي څه وو چي ښايي طالب شورايی هم پدغسي ډول دترسره کيداپلوي نه وه. بل لوري ته دمرکزي ویاندنه پرته دځان لپاره دځانګړي وياندټاکل هم له مرکزيته دهغه دتيښتي بله بيلګه وه. ملادادالله همداراز دخپلوجنګي عملیاتو اوکړنو ويډیوګاني هم دطالبانودميډيادکمیسیون پرځای له خپلي خوا تلویزوني چينلونوته ورواستولې چي سانسورشوي نه وې اودطالبانودمرکزي پاليسې پرخلاف ځیني داسي موادپکي خپاره شول چي دګټي پرځای يی تاوان ډیر وو.له بله پلوه په دغوسي ډي ګانوکي دملادادالله دشتون سيمي هم په خورا اسانۍ سره تشخیصیدای شوای چي کيدای شي اړوندو استخباراتي شبکوترې دهغه په ميندلو او وژلوکي پوره مرسته اخستي وي.
دملادادالله یوه بله اجتهادي خطاداهم وه چي ځای بېځایه به يی ژورنالستان ځان ته وربلل اونه یواځي مرکې به يی ورسره کولې بلکي دهغودخپریدا اویاهم نه خپریدالپاره به يی پخپله ټلیفوني تماسونه نیول چي دې څه هم دادالله په یوه تل ترلاسه کيدونکي بدل کړ.اوپه ميډیاپوري تړلي هرللوپنجوبه له هغه سره داړیکونه ګټه اخیستله.

پایله: که دملادادالله له ځینوځاني تفرداتو اوکړنو نه ورتيرشو هغه یو زړور اوپه انډیوالۍ کلک ولاړ سړی وو.هغه له خپلي موخي اومشرسره یو وفادارعسکروو.دادالله هغه مهال چي پوره زمينه ورته برابره وه هم له خپل مشرسره وفادارپاتي شو.له سقوطه وروسته يی هم په نیت کي بدلون رانغی اوداکبرآغاپه څیردځانته ډلي ټپلي جوړولوپرځاي یی دملامحمدعمرترمشرۍ لاندي کارغوره وګاڼه.نه یواځي دابلکي په کال ۲۰۰۳ کي کله چي دطالبانوترمنځ دکرزي له حکومت سره دخبرو اتروپرسر دژورواختلافاتو اوازوسرراپورته کړ نو ده دشوراغړي سره راټول کړل او ورته څرګنده يی کړه چي زه له خدایه غواړم همدومره چي تاسي تحريک پریږدۍ اوتسلیم شۍ. اوس به زموږاوتاسي په منځ کي پریکړه ټوپک کوي اوبس!
هماغه ووچي له کرزي سره دناستي ولاړي پلویانو (ملاعبدالرزاق،ملانورالدین ترابي اونورو) خپله مخه ونیوله اوتحريک یوموټی پاتي شو.
پاتي شودطالبانوپه راتلونکي باندي دملادادالله دوژل کيدا اغیزه نوشک نشته چي دهغه وژل کیدل په اوس مهال کي دطالبانولپاره یوملاماتوونکی ګوزاربلل کیږي. دملاعبیدالله اخند له نیول کیدو اودملااخترمحمدعثماني له وژل کیدا وروسته دڅومیاشتوپه موده کي دادریمه لویه ضربه ده چي طالبانو وخوړله.خودملاعبیدالله اوعثماني په پرتله دملادادالله وژل کیدل داغیزوله پلوه طالبانوته خوراګران تمامیدای شي.
که څه هم بازخانه له بازه نه خالي کیږي،کیدای شي نړۍ دملادادالله دځاي ناستي په بڼه بل ترهغه جنګي طالب وويني خوپه اوس مهال کي د دادالله له وژل کيدا سره رامنځته شوي تشه ډکول ګران کاردی.
پای

عنایت الله کاکړ


محمد علم
28.05.2007

محترم حاجي صاحب هوتک ته سلام!
ستاسو لیکني مي خوښي دي خودغه لیکنه مو څه ناڅه متضاد مفاهم لري اودپه کره کښي موهم ستونزه سته

quote="hotak"]هلکوبياسلام!
نقاده که زماپرخبرو دي خوابده وي نوبښنه غواړم که څه هم په ډیموکراسۍ کي دغه دبښني دله ګي نه وي خو ته مشر اوبل نازدانه يې

۱ . تاسو یوه پلا وایاست : هلکوبياسلام!
اوبیا ښاغلئ استاد نقاد مشر هم بولئ ؟؟

۲. زه پښتون يم ځکه مي دټوکواوعادي فورم ژبه یوه ده.

په اسلام کښي خو اماکن مقدسه له نوروسره اوهم داسي فرد تر فرد پوري اعتباري حقوق لري اودااصل په اسلام کښي سته لکه
د مشرانواحترام پر کوچنیانو شفقت .............
تاسي پښتون ګلوي اواسلام ځله بېل بولئ ؟

دملادادالله دکره اوناپييلي پیژندني لپاره دغه ليکنه وګورۍ چي دټول افغان دمقالوپه برخه کي هم خپره شويده:
په زابل کي دغه ډله دشهیدملامدد خان کوچي اوپه کندهارکي دملامحمدرباني (چي وروسته دطالبانو دواکمني شورامشرهم وو) ترمشرتابه لاندي فعاله وه.
عنایت الله کاکړ[/quote]

۳. ددې ډلي مشرحا جي ملامحمدرباني اخند نه بلکي لومړی سرغنه یی حاجي عبدالله خان اکا وچي خپل ډېرجایدادیی په مصرف کئ کله چي نوموړئ له منځه ولاړئ حاجي عبدالرازق مشرسو(رسمي غوندي) دده مرستیال چي په حاجي معاون صاحب یی شهرت درلودئ خپله وظیفه یی د شهادت تر وخته پوري سرته رسوله چي له هغه وروسته حا جي ملامحمدرباني اخند د قومندان عبدالرازق دمعاون په توګه دنده تر پایه سرته رسوله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more