د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
09.05.2010

.

دزغم پایله

درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی په یوه سیمه قحط سالی راغله ده دهغو خلکو دمرستی له یوه یهودی تاجر نه یوڅه دینار په قرض واخیستل دایهودی تاجر زیدبن سعنه نومیدی هغه ته یی وویل چی په فلانۍ نیټه به تاته ددی دینارو په عوض کی مالومی کجوری درکوو په دی باندی پریکړه وشوه .

کومه نیټه چی له زیدبن سعنه سره ټاکل شوی وه له هغی څو شپی مخکی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او دخپلو کجورو غوښتنه یی وکړه او دا غوښتنه یی په ډیره ترخه لهجه وکړه دا مهال درسول الله پر وږو باندی یوه شړۍ پرته وه او دی یهودی رسول الله له شړی نه ونیو او را یی کاږه چی زما قرض ولی نه راکوی ؟!
په خدای قسم زه د عبد المطلب او لاد ټول پیژنم دوی ټول په سمه توګه پور نه پریکوی

په دی موکه حضرت عمربن الخطاب هم موجود و هغه یهودی ته وویل چی ای دخدای دښمنه دا ته څه وایی ؟؟ایا ته له دی نه ویریږی چی اوس به دی سر له تنی بیل کړم خو رسول الله صلی الله علیه وسلم نشو په غوسه حتی چی یهودی ته یی دا هم ونه ویل چی ته ولی له خپلی ټاکلی نیټی دخپل قرض غوښتنه کوی او ددی په ځای یی عمرته وویل چی : عمره ! ما او دی یهودی یوه بل شی ته اړتیا لرله او هغه دا چی تا ماته ویلی وای چی پور په خپل وخت پریکوه او ده ته دی ویلی وی چی دپور غوښتلو په مهال نرمی کوه له دی وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ومړ چی زید بن سعنه ته خپلی کجوری ورکړئ او داچی عمر هغه ته سختی خبری کړی وی دهغو په بدل کی ۲۰ صاعه زیاتی کجوری ورکړی زید بن سعنه چی درسول الله دا غوره چلند ولید په اسلام کی دا خل شو

دا هغه وخت و چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینی منوری پاچا و او کولی یی شوی له زید بن سعنه سره یی چی څه زړه غوښتلی هغه وکړی خو له دی سره یی دزید بن سعنه د ناسم چلند په مقابل کی زغم غوره کړ دا درسول الله دلوړو اخلاقو یوه هغه بیلګه ده چی ددی په برکت سره یی خپل دښمنان غلامان ګرځولی دی او دا بیلګی موږ ته راښیی چی غوره اخلاق کمزوری نه بلکی هوښیاری او حکمت ده او دغوره اخلاقو په برکت موږ کولی شو په ټولنه کی ښه او هوسا ژوند تیرکړو


رښتینی
24.05.2010

دووه وږی لیوان

هر څوک دمال او متاع مینه لری هرانسان دخپل شرف او عزت
دزیاتولو هڅی کوی خو دا مینی او لیوالتیاوی هلته ښی او ګټوری
بلل کیږی چی له اسلامی حدودو اوټاکلیو پولو سره برابری وی
او له دی حدودوتیرۍ نه وی پکی شوی
که موږ دمال مینه ونلرو نو مال اوشتمنی به څنګه ترلاسه کوو او په نتیجه
کی به ددنیا ژوند څنګه پرمخبیایو طبعا دمال اوشتمنی مینه موږ ژوند ته
هڅوی او ژوند دژوندیو حق دی دخپل حق له پاره لاس پښی وهل محمود
او غوره کاردی

خوموږ وویل چی دا مینه باید په هغو پولو ور وانوړی کومی چی داسلام
سپیڅلی دین دمسلمانانو له پاره ټاکلی دی اوخدای مکړه که داسی وشی
بیا نو په انسانی ټولنه کی دبشر په شکل لیوان پیدا شی او دا لیوان بیا
په مردارو او حلالو غوښونه وی تړلی او دانسانانو دوینو څښل یی محبوبه
بوختیاوی او قارونی صفته کاپیټالیستان دخپلو ګټو له پاره دانسانانو
دخولی ډوډۍ هم راشوکوی او دانسانانو په وینو نه مړیږی

او په انسان کی دحرص زیاتوالۍ او داسلام له ټاکلیو پولو نه ددی حرص اوښتل
او ددنیا له شرافت او عزت سره بی حده مینه دمسلمان دین او ایمان ته لوی ضرر
او زیات تاوان رسوی او دادواړه مینه دخدای ستر پیغمبر له دوو وږیو لیوانوسره
پرتله کړی دی په حدیث کی راځی :

ماذئبان جائعان ارسلا فی غنم بافسد لها من حرص المرء علی المال
والشرف لدینه
دا حدیث امام احمد په خپل مسند او نسائی په خپل سنن او ترمذی يه خپل
جامع او ابن حبان په خپل صحیح کی راخیستی دی او صحیح حدیث دی

ژباړه : دووه وږی لیوان چی په میږو کی خوشی شی دومره د میږو له پاره
ضرری نه دی لکه د مال او دنیوی عزت حرص او مینه چی دانسان ایمان
او دین ته ضرر رسوی .

دمال او دنیوی عزت او واک مینه دخدای ستر پیغمبر صلی الله علیه
وسلم له دوو وږو لیوانو سره پرتله کړی دی او ددی حدیث په یوه روایت
کی راغلی چی دا لیوان په داسی وخت کی په میږو ګډ شی چی دمیږو
څښتن هم نه وی موجود دا یو مهم او خورا ستر مثال دی چی حضرت
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته بیان کړی دی او په دی حدیث
باندی امام ابن رجب الحنبلی ځانګړی رساله لیکلی ده


رښتینی
29.05.2010

.

دلیکنی دوه ډولونه

یوډیرلوی شاعر می ولیدچی یوه غزل یی لیکله دده دغزلی وروستی توری )انسان (ودکاغذپرڅنډه یی دانسان په وزن نور ډیر توری لیکلی و لکه رحمان ،سلطان،حیران،جانان او داسی نور…داهر یو توری به یی په نوبت سره را اخیست اوله هغه سره دبرابر مضمون په اړه به یی سوچ کاوه کوم مضمون به چی له دی ردیف او قافیی سره برابر شو هغه به یی ورسره ونښلاوه په دی توګه لیږ ځنډ وروسته دهغه له پاره دا خبر اسانه شوه چی په مشاعره کی اعلان وشو چی دفلانی خوږژبی شاعر غزل تیاره ده

ماهغه شاعر ته وویل چی تاسو ته خدای جل جلاله ډیر ښه صلاحیت او وړتیا درکړی ده او په ډیرو ژبو باندی پوهیږی ته باید نثر هم ولیکی او دا شاعری ستاسو له شان سره دومره خوند نه کوی هغه راته کړه چی ته رښتیاوایی خو په نثر کی لیکنه مطالعی او څیړنو ته اړتیا لری او هغه زما له وسه نه کیږی که له ژوری مطالعی او څیړنی پرته کومه نثری لیکنه وشی نو کیدی شی یوه ادبی ټوټه تیاره شی خو داسی کتاب نشی کیدلی چی د نن په نړۍ کی ارزښت ولری

داد شعر لیکنی یوه بیلګه وه اوس راشئ وګورو چی یو کتاب څنګه لیکل کیږی

یوه امریکایی لاری کولنسlarry collins اویوه فرانسوی ډومینک لیپری dominiqye lapierreپه ګډه سره د هند په ازادی یو کتاب لیکلی و چی دنیمی شپی ازادی
(freedom at midnight)نومیږی ددی کتاب په تیارولو کی ددوی دواړو له څلوروکلونو زیات وخت ولګیددوی دلندن په ورځپاڼه ټایمز کی اعلان خپور کړ په اعلان کی راغلی و چا چی د۱۹۴۰ او ۴۷ کلونو په موده کی په هند کی کار کړی وی هغوی دی موږ ته خپلی پتی را ولیږی په ځوااب کی دووه زره لیکونه ورته ورسیدل دوی دی ټولو خلکو ته خپل ټیمونه ولیږل له هغوی سره یی مرکی وکړی او له هغو مرکو نه یی یو رپورټ تیارکړدوی هند ،پاکستان اوبرتانیی ته دری ځلی سفرونه وکړل او له مختلفو خلکو سره یی ولیدل او دولس زره مرکی یی برابری کړی

له دی وروسته دوی دکتاب پر لیکنه پیل وکړنیمه برخه یی کالنس په انګلیسی کی ولیکله او نیمه لیپری په فرانسوی ژبه ولیکله هر یوه به دبل لیکنه کتله او بی رحمانه نیوکی به یی پری کولی کله چی دواړه په خپلو لیکنو مطمئن شول نو دکتاب نسخه یی دیوه سیمئیز دهقان ښځی ته دلوستلو له پاره ورکړه کله به چی د دهقان میرمنی وویل چی په دی ځای زه ښه پوهه نشوم نو دوی به وویل چی په دی ځای کی لا غلطی شته او هغه به یی سمه کړه وروستی کال دوی دواړو هره ورځ اتلس ساعته کار وکړ اوپه دی توګه یی خپل کتاب تیار کړ یوه لیکوال یی دکتاب له تیارولو وروسته یوه خبریال ته په مرکه کی وویل : موږ د راهبانو په څیر ژوند تیر کړ او اخر مو
)دنیمی شپی ازادی (تیار کړ


رښتینی
30.05.2010

،
،

په الله توکل اوتدبیر

(موږپه بحرظلمات کی اسان ځغلولی دی )

دادیوه مسلمان شاعر دشعریوبند دی چی دمداین سوبی ته نغوته پکی شوی ده موږلومړی ددی سوبی لنډه یادونه کوو بیا دشاعرخبره ارزیابی کووپه کال ۱۶هــ کی دسعدبن وقاص رضی الله عنه په قیادت کی اسلامی لښکر دعراق سیمی فتحه کولی کله یی چی بهره شیر نومی ځای فتحه کړاومخته روان شول نو ددجلی سیندیی مخی ته راغی له دجلی هاخوادایرانیانو مهم ښار مداین واوپه هغه کی دایرانیانو یوه مزبوته کلاوه ایرانیان چی له بهره شیر نه وتښتیدل په لاره کی یی د دجلی پل ونړاوه اوداسلامی لښکر دمخی د ډب کولو په موخه یی د دجلی په غاړو شاوخوا کشتی هم پری نښودلی دمسلمانانو لښکر چی دجلی ته راورسید او حالت یی ولید نو ددوی مشر حضرت سعدبن وقاص رضی الله عنه خپل اس را مخته کړدا کامات یی وویل : نستعین بالله ونتوکل علیه حسبنا الله ونعم الوکیل ولاحول ولاقوة الا بالله العظیم یعنی له الله نه مرسته غواړو او پرهغه توکل کووهغه زموږ کافی او ښه کار چلوونکی دی له هغه لوی ذات نه پرته بل هیڅ قوت زموږ له پاره نشته . ددی کلماتو په ویلو سره حضرت سعدرضی الله عنه خپل اس د دجلی په سیند ورګډ کړ

کله چی نور لښکر دی ولید ټولو خپل اسان په سیند ورګډ کړل اوپه سیند کی یی لامبو پیل کړه دوی چی دسیند نیمایی ته رسیدل ایرانی لښکر دسیندپه بله غاړه ورته پټ وو اودغشوباران یی پری پیل کړپه سیند کی دلامبو په حالت کی اسلامی لښکر ددی مصیبت مقابله نشوی کولی نو بیا څه شی و چی دا لښکریی له هلاکت نه وژغوره ؟داتشه جذبه او جذبیی اقدام نه وبلکی ددی اقدام له پاره مخکی پوره تدبیر سنجول شوی واوڅه چی وشول هغه ټول دهماغه تدبیر له مخی وشول چی مخکی په پوره دقت سره سنجول شوی و

په سیند باندی له ورګډیدلو مخکی سعدبن وقاص رضی الله عنه له خپلو ملګرو سره مشوره وکړه حضرت سعد لکه څرنګه چی دالله په مرسته باور لاره داراز یی په سیند کی له ګډیدلو مخکی دحالاتو پوره جائزه هم اخیستی وه او دراتلونکو ستونزو له پاره یی تدبیر نیولی وتاریخ لیکی سعد بن وقاص چی خپل اس په دجله ګډاوه له هغه مخکی یی خپلو لښکریانوته وویل :

په تاسو کی کوم داسی مشر شته چی خپله ډله له ځانه سره کړی او موږ له سیند نه دپوریوتلو پرمهال د دښمن له ممکنه حملی نه وژغوری ؟ حضرت عاصم بن عمر ټټر وواهه چی دا کاربه زه وکړم خپل شپږسوه ملګری یی له ځانه سره کړل اویوی داسی لوړی ته وختل چی وکولی شی له هغه ځای نه دخپل لښکر دفاع اوساتنه وکړای شی کله چی ایرانی لښکر په سیند کی دلامبو په حالت کی په اسلامی لښکر برید پیل کړدخضرت عاصم لښکر په پوره ځواک سره ایرانیان ترخپلو حملو لاندی راوستل ایرانیان له حملی نه په شا شول او دخپل ځان په دفاع بوخت شول اخر ګڼ شمیر ایرانیان مړه اوټپیان شول او تیښتی ته مجبورشول په دی توګه اسلامی لښکر له سیند نه پوریووت او په ایرانی لښکر یی حملی پیل کړی ترڅو یی دمداین
ښار فتحه کړ

له دی کیسی نه موږ ته شاعر لالا یواځی دفخر او ویاړ ټکۍ راخیستی دی او داسلامی لښکرد دژغورنی او دفتحی دترلاسه کولو راز یی له ځانه سره پټ ساتلی دی متأسفانه چی ډیرۍ شاعران همداسی سطحی نظره وی دلته موږ پوهیږو چی شاعر له دی کیسی پوره خبر دی که ده دحضرت عاصم بن عمر د دفاعی کارنامی یاد حضرت سعد دتدبیرنیونی په باره کی یو دووه شعره ویلی وی هغه به ډیر ګټور وو ددی په ځای چی یواځی یی زمو دویاړ او فخر دغریزی دتسکین له پاره غوړی جملی سره تړلی دی زه چی زموږ دځینی ولسی اونورو شاعرانوشعرونه اورم او دهغوی ځینی پوچی خبری او نګه دروغ واورم نو هغه ددوی دسورت (سورت شعراء)دا ایت می راپه یادشی….والشعراء یتبعهم الغاوون ……په خدای سوګند چی له شاعر نه به دهرتوری پوښتنه کیږی (مایلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید )که یوه جمله یی دروغ تړلی وه نو دګناه کبیره مرتکب دی او الله به سزا ورکوی


watanmal
01.06.2010

محترم حامد صيب او ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

حامد صيب په حقيقت كى دى پخي خبرى ليكلى هيله لرم
چى دا لړۍ دوام داره وه ساتى.
حامد صيب نن مى په يو كتاب كى د [color=blue:0f3616fbae]== درى شيان ==[/color:0f3616fbae] تر عنوان لاندى
څو جملى ولوستى نو ستاسى او لوستونكو سره به يى شريكى كړم:

[color=darkred:0f3616fbae]درى شيان حاصل كړه:[/color:0f3616fbae]
===== == == علم ، اخلاق ، شرافت.
[color=brown:0f3616fbae]له درى شيانو څخه ځان ساته:[/color:0f3616fbae]
===== == == درواغ ، غيبت ، بد اخلاقى.
[color=darkred:0f3616fbae]درى شيان په فكر اوچتوه:[/color:0f3616fbae]
===== == == قسم ، قدم ، قلم.
[color=brown:0f3616fbae]درى شيانو لپاره تيار اوسه:[/color:0f3616fbae]
===== == == د نعمت زوال ، مرګ ، نصيحت.
[color=darkred:0f3616fbae]درى شيان نه شى راګرځېدلى:[/color:0f3616fbae]
===== == == له بدن نه وتلى روح ، له ژبى وتلې خبره ، له ليندۍ نه وتلى غشى.
[color=brown:0f3616fbae]درى شيان لږ مه ګڼه:[/color:0f3616fbae]
===== == == قرض ، مرض ، اور.
[color=darkred:0f3616fbae]د درى شيانو د زياتولو كوښښ كوه:[/color:0f3616fbae]
===== == == عقل ، همت ، محبت.
[color=brown:0f3616fbae]درى شيان پاك ساته:[/color:0f3616fbae]
===== == == جسم ، لباس ، خيالات.
[color=darkred:0f3616fbae]د درى شيانو احترام كوه:[/color:0f3616fbae]
===== == == والدين ، قانون ، استاذ
[color=brown:0f3616fbae]درى شيان په واك كى ساته:[/color:0f3616fbae]
===== == == غصه ، زړه ، ژبه.
[color=darkred:0f3616fbae]درى شيان مه هيروه :[/color:0f3616fbae]
===== == == مرګ ، احسان ، نصيحت.
[color=brown:0f3616fbae]درى شيانو ته په غټه سترګه ګوره :[/color:0f3616fbae]
===== == == ايمان ، رښتون ولى ، نيكى.
[color=darkred:0f3616fbae]د دريو شيانو څخه پرهيز كوه:[/color:0f3616fbae]
===== == == بد اخلاقى ، غيبت ، درواغ.
[color=brown:0f3616fbae]درى شيان انسان په هلاكت كى اچوى:[/color:0f3616fbae]
===== == == حرص ، كينه ، غم.
[color=darkred:0f3616fbae]درى شيان حافظه قوى كوى:[/color:0f3616fbae]
===== == == روژه ، مسواك ، د قران كريم تلاوت.
[color=brown:0f3616fbae]د درى شيانو نيشه ډيره تيزه وى:[/color:0f3616fbae]
===== == == دولت ، علم ، حسن.
[color=darkred:0f3616fbae]د درى شيانو دوستى تاوان دى :[/color:0f3616fbae]
===== == == نفس ، ژوند ، مال.
[color=brown:0f3616fbae]درى شيان د محبت د زيات والى وسيله ده:[/color:0f3616fbae]
===== == == سلام اچول ، په مجلس كې چاته ځاى پريښودل ، مخاطب په ښه نوم سره يادول.
[color=darkred:0f3616fbae]درى شيان انسان ذليل كوى :[/color:0f3616fbae]
===== == == غلا ، درواغ ، د دوو كسانو په مينځ كى شيطانت.
[color=brown:0f3616fbae]درى شيان خوښ كړه :[/color:0f3616fbae]
===== == == شفقت ، خلوص ، په زړه كى رحم.
[color=darkred:0f3616fbae]له دريو شيانو څخه نفرت كوه :[/color:0f3616fbae]
===== == == ظلم ، غرور ، حرص .
[color=brown:0f3616fbae]له درى شيانو كار واخله :[/color:0f3616fbae]
===== == == عقل ، همت ، صبر.
========================================
------------------------------------------- وطنمل


رښتینی
01.06.2010

وطنمل صاحب مننه چی زما لیکنی دی خوښی کړی او غوره
زیاتونه دی ورپوری نښلولی ده خودا ووایه چی داډیره موده
ولی غائب وی ؟

ولا ستاسو لیکنی او نظرونه ډیر ګټور او زه شخصا ستاسو
دنطر تر ډیره حده تائیدوونکی وم خو ته اوس بیخی نه لیدل کیږی؟؟


watanmal
02.06.2010

حامده وروره
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

چى ځما ليكنه د خوښه كړى مننه، اباد او خوشحاله اوسى.
روره ځما د غايب كيدو وجوهات شته خو دلته د ئى بيان كول مناسب نه ګڼم ،
ټول افغان او پكى خواږه ليكوالان مى هيڅكله له ياده نه دى وتلى او
ترڅو چى په كور كى وم نو خپلى ليكنى به كوم او د موضوعاتو په اړه به
خپل نظرونه څرګندوم ، [color=darkblue:26f2ec1e38]اوس به درته د يوځوان او طبيب قيصه وليكم:[/color:26f2ec1e38]
واى د عراق د بصرى په ښار كى يو طبيب ته يو ځوان راغلو د منتظرينو
په صف كى كښيناستيدو چى نمبر ئى راورسيدو طبيب يى د نظم
كتلو لپاره لاس ونيوه ، ځوان ورته وويل چى [color=white:26f2ec1e38]طبيب صيب داسى دوايى لرى
چى ګناهونه ووينځى او د روح مرضونو ته شفا وركړى؟[/color:26f2ec1e38]
طبيب له لږ فكر څخه ورسته ورته وويل چى هو صيب ، د دوا اجزا او
د جوړولو او خوړلو طريقه به ئى درته وه ښيمه نو دوايى تياره كړه
د استعمال څخه ورسته به دى مرضونه ختم شى:
[color=darkblue:26f2ec1e38]د فقر او تواضع د ونو ريښى د توبى له اريړى سره يو ځاى
د رضا په آونګ ( كوټالى) كى د صبر په كاڼى وټكوه ،
بيايى د تقوى په لوښى كى د حيا په اوبو كى د محبت
په اور جوش وركړه ، چى ښه جوش شوه نو د شكر
په پياله كى يى واچوه او د اميد په باد يى يخه كړه ،
له يخيدو ورسته يى د حمد په قاشوقه وڅښه [/color:26f2ec1e38]
نو د روح ټول مرضونه به دى جوړ شى.

[color=white:26f2ec1e38]اوريدلى مى دى چى :[/color:26f2ec1e38]
============== ژبه توره نه ده ، خو له تورې څخه ډېره تېره ده.
============== خبره غشى نه دى ، خو له غشى څخه ډېر زخمى كول كوى.
============== غصه زمرى نه دى ، خو له زمرى څخه ډېره وېره وونكى ده.
============== نېشه مار نه دى ، خو له مار څخه ډېره خطرناكه ده.
============== ګناه زهر نه ده ، خو له زهرو څخه ډېره هلاكونكې ده.

[color=white:26f2ec1e38]يو عالم وايى چى د الله تعالى څخه وېره امن دى
او د هغه څخه نه وېرېدل كفر دى ،
خو له مخلوق څخه نه وېرېدل ازادى ده
او د هغه څخه وېريدل غلامى ده.[/color:26f2ec1e38]

============================================== =
--------------------------- وطنمل


رښتینی
22.07.2010

دالړۍ به بیرته رانښلوو که مسول پاڼه چلوونکی
لطف وکړی اوبیرته دا موضوع مهمه وګرځوی


رښتینی
20.04.2011

ددی لړۍ می څو نوری لیکنی هم تیاری کړی دی
او په لنډ وخت کی به یی پرلیکه کړم باذن الله تعالی


رښتینی
20.04.2011

(26)

دحقيقت اعتراف

دقرانكريم په 43 نمبر سورت كي په یوه ایت کی یوالهی قانون بیان شوی دی ددي ايت ژباړه داسی ده : ايادا خلك ستاد رب رحمت ويشي
ددنیاپه ژوندکی ددوي روزي موږ ویشلی ده , اوموږهغوی یوپربل باندی لوړګرځولی دي څویوله بل نه کار واخلی
(الزخرف32)
په دنيا كي چی څوک څه ترلاسه کوی هغه دانعام په توګه ندی بلكي هغه څه یوچاته دامتحان په توګه رسیږی د بیلګی په توګه
شتمني , شهرت , واك اونورو... كي دبرابري (equality)اصول ندي مراعت شوي بلكي د فرق (difference) اصول دي دافرق او دیوه بل په منځ کی توپیرىازمويني په موخه رامنځته شوی دی كه ده خلكوپه منځ کی توپیر نه وای اوټول یوبرابروای نوامتحاني حالت نشواي رامنځته کیدلی اود انسانانو دخلقت موخه دهغوي ازموينه او امتحان و نو دتوپیرحالت رامنځته کول لازمي دي اود همدي الهي توپیراوفرق
په اساس په دنیایی معاملاتوكي څوک لوړ وی اوڅوکلاندی

ددي توپیرمنلوته دحقيقت اعتراف وايي اودحقيت په منلوسره په انسان کی مثبت اندود ياطرزفكر پیداکیږی ,په هغه کی مثبت اخلاق وده كوي ,په هغه کی مثبت شخصیت رامنځته کیدلی شی
اوڅوک چی دحقیقت اعتراف نشی کولی هغه دمنفي نفسياتوښکار ګر
ځی
په دي نړۍ کی دحقيقت اعتراف كوونكي هغه خلك دي چی ټولی مثبتی ګټی به ددوی په برخه وی له دي كبله انسان كه څه هم دحقيقت منلوته نه وي تيار خو په عملی توګه دحقیقت منلوته اړکیږی اوڅوک چی دمجبوری لامله عملا حقيقت مني اوپه خوله باندي دهغه اعتراف ته نه وي تيار دي عمل ته منافقت وايي او څوک چی په زړه کی دمنافقت ناروغی لری هغه دحقیقت اعتراف نشی کولی اوپه دي كي شك نشته چی په دي نړۍ کی له منافقته لوي بد شي نشته
موږدالله جل جلاله په نړۍ کی اوسو نه په خپله نړۍ کی او دهغه سترځواک په نړۍ کی چی اوسواو کارونه له خپلی خوښی سره سم کوو
دا ترټولو لویه بداخلاقي ده .


رښتینی
21.04.2011

.
.

(27)

لعنت څه ته وایی ؟

دبني اسرائلو كومو خلكوچی کفروکړپه هغوی باندی لعنت وشو,
د داود اوعيسي بن مريم په ژبه , ځکه هغوی نافرمانی وکړه اوله حده یی تیرۍ وکړ, هغوي چی بدکارونه کول له هغونه یی یوبل نه منعه کاوی , هغوي ډیربدکارکاوه .(المائده 79_78)

دا په قران کی دیهودو په اړه دلوی څښتن خبری دی اودا دهر هغه قوم په باره کی دی چی کتاب ورکړل شوی وی له دي ايت نه په ښکاره توګه داخبره معلومه شوه چی په کومه ټولنه کی بدکارونه کیږی او پرهغو څوک بد نه وایی او هغه بدکاره خلک له خپلو بدو نه منعه کوی نوهغوي د لعنت مستحق او وړ دی په دی اړه چی دلعنت کومه خبره په قران کی راغلی ده دا په مختلفوحدیثوکی هم راغلی ده
په يوه حديث كي راغلي : تاسو به خلک له بدو منعه کوئ اوكه مو دا كار ونکړنوتاسوبه هم داسي دلعنت وړ وګرځئ لکه لهتاسومخکی اهل کتاب چی دلعنت مستحق او وړ ګرځیدلی وو,

(سنن أبي , كتاب الملاحم , باب الأمروالنهي)

لعنت څه ته وایی , د الله جل جلاله له رحمت نه ليري كيدلوته لعنت وايي يعني له خير نه ليري كيدلوته لعنت وايي ( الإبعادعن الخير) دکوموخلکوله زړونونه چی نرمی لری اوسختی او قساوت پکی پیداشی نو دا خلک په دنیا کی له خیره لیری شوی , او په اخرت کی له خیر نه لیری کیدل به داسی وی چی په الهی عذاب به اخته وی
له خير نه ليري کړل شوی خلک به په دنیا کی دبی حسی په ناولی ناروغی اخته شی هغوي به ى حق او ناحق په اړه خپل حساسیت له لاسه ورکړی اوپه دی توګه به هغوی دیوه بی احساسه حیوان په څیر وګرځی او ىخير جذبه يي ختمه شي , په دنیا کی یی ذلت او په اخرت کی یی الهی عذاب په برخه وی او د الله جل جلاله دا قانون د وروستيو اهل كتابو له پاره هم داسی دی لکه د مخکی اهل کتابو له پاره په دی کی کومه استثنا نشته


رښتینی
22.04.2011

(28)

لويه فتنه

رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : دهرامت له پاره یوه فتنه وی اوزما دامت له پاره مال اوشتمنی فتنه ده

(مسنداحمدڅلرم ټوک مخ :160)
دلته يوه پوښتنه رامنځته کیږی هغه دا چی مال خو په هره زمانه کی فتنه و نود محمدي امت په زمانه کی ولی مال په ځانګړی توګه لویه فتنه بلل شوی دی ؟
ددي پوښتنی ځواب دادی چی سمه ده مال هر وخت فتنه و خو دمحمدی امت په زمانه کی مال ځکه لویه فتنه دی چی د محمدى امت زمانه ان ترصنعتي زماني (industrial age) زماني پوری غځیدلی ده او له د ي كبله دده په امت کی مال لویه فتنه بلل شوی ده

دمال اهمت دپیرنی اوپلورنی دسامان په اعتبار سره وی له موجوده صنعتي دور نه مخکی دپیرنی اوپلورنی سامانونه ډیر کم ووله دی کبله هغه مهال دمال اهمیت هم دنن په نسبت کم و خوپه نوی صنعتی دور کی دپیرنی او پلورنی دسامان (consumer goods) شمار بيخي زيات شوي دي داراز ددی سامانونو په ښکلا اوو زرق اوبرق کی هم بیخی زیات توپیر رامنځته شوی دی او دپخوا دسادګی په پرتله نن داهرڅه دښکلا او تنوع اوج ته رسیدلی دی له دي كبله دنن په صنعتی دور کی مال ترټولولویه فتنه ګرځیدلی دی

په تيره زمانه كي په ساده توګه دمال دمینی او محبت خبره وه خو اوس مال اوشتمنی دنمانځنی درجی اوپوړته رسیدلی ده نن دانسان ټول ژوند مال غوښتنه ګرځیدلی دي اوس دمال مينه دومره زياته شوي ده چی دهرچا لومړۍ او وروستی موخه مال ګرځیدلی دی

.

نن هرچاخپل ټول وخت اوځواک دمال اوشتمنی ترلاسه کولو ته وقف کړی دی د هرچا له پاره مال معبود ګرځیدلی دی ددی زمانی ترټولو لویه فتنه مال او دمال مینه ده او څوک چی ځان ته ریښتونی مومن وایی هغه باید له دی فتنی ځان وژغوری مال ته په خپلوژوندچاروکی د دویمی درجی مقام ورکړی او دین اودینی غوښتنوته دلومړیتوب حق ورکړی


رښتینی
23.04.2011

(29)

صبراو تقوي نه شكايت

زموږمشرانوچی وس اوقدرت پیدا کړی دی نودشاوخواپه مختلفوسیمویی تیرې کړی دی اوموږنن دهغوی په دی کارونوفخر او ویاړکووددي خبري مطلب دادي كه موږدانن قدرت پیداکړونوخامخابه د سيمي پرولسونویرغلونه پیل کوواوهغوی به له کنترول لاندی راولو اوزموږ دننی عصرله ډیرومشرانوداډول خبری اوریدل شوی دی خواوس چی موږلږځواکه اوبیسیکه یونوطبعابه دنوروله یرغلونواوتاړاکونولاندی راځو

د داسي كمزوري اودبل د واك اويرغل لاندي حالت كي په انسان مختلف حالات ورځی او دانسان روحیات اونفسی حالت نورمال نه وی هغه دخپل عقل کنترول هم سم په لاس کی نلری او ډیرداسی کارونه کوی چی هغه دعقل په تله نه وی برابراوله دی سره ډیرداسی کارونه هم کوی چی هغه دده دمذهب او دین برخلاف وی

دپردیوله واک اوځواک لاندی حالت ډیربوږنونکی وی په داسی حالت کی انسانی ذهن ډیرمحدودکارکوی اودمحرومیت اومظلومیت له احساسه ډک وی نوخپلی او د دښمن ټولی ګرمې په دښمن ورتپی او ځان مظلوم ښکاره کوی خو په دی ځای کی دایوه تیروتنه داسی ده چی انسان له نوروستونزو سره هم مخامخ کوی اوهغه خپلوتیروتنواوکړموته نه متوجه کیدل دی په داسی حالت له یرغله لاندی ولس خپلی ټولی ګرمی دیرغلګرو پر وږو تپی اوپه دی توګه له خپلو نیمګړتیاو او کمزوریونه خپلی وږی سپکوی
اوبله لويه بيلاري داده چی په داسی حالت کی دا انسان په شکایتونواوسرشکونوسرشی اوپه مامولی خبره شکایتونه کوی خوحقیقت دادی
چی شکایت دهیڅ درد درمل ندی بلکی شكايت د يوه انسان دعمل ځواک فلج کوی اودانسان ډیری قواوی له ماتی سره مخامخ کوی شکایتی مزاج هغه بدمرغه خوی دی چی انسان په خپلوعیبونوړندوی اوخپلی کمزوياني هم دنورو پر وږو تپی
اود شكايت اوسرشكونو په صورت کی انسان خپل دښمن ته هم سپک ښکاری او هغه دده له دی حالت نه خوند اخلی دښمن دمسلمانانوپه بده ورځه خوشاله کیږی او په ښه حال يي خپه کیږی نوپه داسی حالت کی څه کول په کار دی ؟

د داسي ستونزو پر مهال موږددی ستونزو دحل ډیر ښکلی او پخی لاری چاری لټولای شو او کولای شو ددی له پاره دحل یوه کره لاره بیاموموخوپه دی شرط چی خپل سپیڅلی کتاب قرانکریم ته پاملرنه وکړو او له هغه نه رهنمایی ترلاسه کړو ددی ستونزوټول حل په قران کی پروت دی راځی دالاندی ايت تلاوت كوو ځانونه پری پوهوواو دخپلوستونزوله پاره حل لاره پکی غواړو

إِنْ تمسسْكم حسنةً تسؤهم وإن تصبْكم سيِّئَةً يفرحوبها وإن تصبروا
وتتقوا لايضركم كيدهم شيئا إن الله بمايعملون محيط .
(ال عمران 120)


ژباړه: كه تاسو ته ښه ورسیږی یعنی که تاسو په ښه حالت کی وئ پرهغوی (کافرانو)بده لګیږی اوكه تاسو په بدحالت کی وئ هغوي پری خوشالیږی , او كه تاسو صبر وکړئ اوتقوی غوره کړئ ددوی چلونه اودسیسی به تاسوته هیڅ ضرر ونه رسوی او الله دکافرانوپه ټولو کړنو خبردی اوعلم پری لری

نن چی مسلمانان په خپلوکی سره اخته شی او دیوه بل پروینوبهولوخپلی يني يخي کړی
نو وایی چی دا زموږپه منځ کی زموږدښمن اختلافات واچول اوموږیی له یوه بل سره اخته کړوداډول شخړی او دهغوله پاره داسی ناقص منطق موږ ډیرځله لیدلی او اوریدلی دی اوداډول شكايتونه هروخت اوریدل کیږی !!

موږداډول كارونه ځکه کوو چی نه صبرلرو اونه له خدایه ویره موږدخپل ورور دوینی په حرمت سترګی پټوواوبیا شکایتونه هم له دښمن څخه کوو چی داد دښمن دسیسی يعني دلوړایت پرخلاف موږشکایتونه کوواو ددښمن له چلونواوپریبونونه ژاړو اودصبراوتقوی غوره صفتونوته موشاکړی ده كوښښ کووخپل ویراوغمونه اوبده ورځ نړیوالوته ورسووچی به دی سره زموږ دښمن خوشاله شی
اودا کار دلوړ ی قرانی لارښوونی سراسر خلاف او ضد عمل دی


رښتینی
24.04.2011

(30)

په خبرو کنترول

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دمعراج په سفر کی مختلفی پیښی دجزا اوسزا دتمثیل په توګه مخته ورغلی وی له هغونه یوه پیښه داسی وه : مَرَّبثورٍ عَظِيمٍ , يَخْرُجُ من ثَقْبٍ صَغِیرٍ , يُرِيدُ أَنْ يَرْجِعَ فَلاَيَسْتَطِيعُ - قَالَ : هذا الرجُلُ يَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ فَيَنْدِمُ فَيُريدُ أّنْ يَرُدُّهاَ فلاَ يَسْتَطيعُ (رواه الطبراني والبزار )
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم دمعراج په مهال یولوی غویئ ولید چی له یوه کوچنی غار څخه راووځی ، دا غویئ غواړی بیرته دی غار ته ننوځی خو نشی ننوتلی ،
جبریل وویل : دا دهغه چا مثال او بیلګه ده چی یوه خبره وکړی بیا په هغه خبره پښیمانه شی اوغواړی چی بیرته یی واخلی خو نه یی شی اخیستلای .

دا دهغه انسان بیلګه ده چی په بی مسئولیته توګه دیوچا پرخلاف یوه منفی خبره وکړی بیا دی ووینی چی دده له دی خبری یوه لویه فتنه جوړه شی اوس دی غواړی خپله خبر بیرته واخلی خو هغه نشی اخیستلای ده په خپله خبره یوه لویه فتنه راپیدا کړی وی داسی چی ددی خبري دکولو په مهال به دده په فکر کی هم دا نه وچی دده له خبری به دومره لویه فتنه جوړیږی

ددی حدیث موخه داده چی انسان باید دخبرو په مهال ډیر اتیات وکړی او په خپلو خبروباید کنترول ولری .مثبتی خبری کومه ستونزه نه راولاړوی ولی منفی خبری داسی ندی ، منفی خبره ډیر ژر خپره شی او دخپریدلو په وخت کی په هغه کی نور زیاتوالی هم راشی په پیل کی که څه هم هغه یوه کوچنی خبره وی خو دخلکو په منځ کی له خپریدلو وروسته له هغی نه یوه لویه فتنه جوړه شی او په سبب سره یی د خلکو په منځ کی نفرتونه اوکرکی راپیداشی نو په داسی وخت کی انسان ته په کار دی چی هغه دخبرو په مهال باید دخپلو خبرو پر پایلو سوچ وکړی .


حمید هڅــاند
25.04.2011

دروند او محترم حامد وروره؛
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
سلامونه او احترامات مې ومنئ، هیله لرم روغ او خوښ به یاست.
د پخو خبرو لړۍ مې ډېره زیاته خوښه شوه. دا یوڅو ورځي کېږي چې ازمویني لرم او د خپل هوډ له مخې نیټ ته ډېر کم راځم، ځکه خو مې د پخو خبرو لړۍ ته پام نه ؤ شوی ؤ، او نه ورسره پخوا مخامخ شوی وم. خو باور وکړئ وروستۍ دوې لیکنې مې همدا اوس وویلې او بې حده زیاتي مې خوښې شوې؛ له ځان سره مې وویل چې هره ورځ باید یوه لیکنه ځینې ولولم. الله پاک دي یې تاسو ته لوی اجر درکړي.
د بریالیتوب غوښتونکی مو
حمید

په درنښت


رښتینی
25.04.2011

حمید صاحب مننه الله مو ښاد لره خدای دی وکړی راسره پاتی شی
اوله دی لړې نه مستفید شی الله دی په ازموینوکی بریالی او
سرلوړی لره

په مینه


رښتینی
25.04.2011

(۳۱)

دیوه جاپانی ماشوم کیسه

څو ورځې مخکې می دیوه جاپانی الاصله ویتنامی یوه کیسه یوځای
ولوستله هغه دجاپان په تیرو زلزلوکی جاپان ته تللی و او په خیریه کارونو
کی یی برخه لرله دخپلو ورځنیوبوختیاو په اړه خپل یوه ملګری ته په ایمیل
کی داسی کاږی : موږ په څلرویشت ۲۴ ساعته کی شل ۲۰ساعته کارکوو
خو کاش چی شپه او ورځ اته څلویښت ۴۸ساعته وای څو موږ کولای شوای
ډیر کار مو کړی وای . موږ یوځل بیځایه شویو او اغیزمن شویو خلکوته خوراک
ورکاوه دخوراک دترلاسه کولو له پاره اوړد کتار ولاړ وو زما سترګی په دی
کتار کی په یوه ماشوم ولګیدلی چی دکتار په اخر کی ولاړ و زه هغه ته ورنږدی
شوم هغه په تن یواځی یوپتلون او نرۍ شرټ لرل ، یخ نیولی واوله یخه یی ژامی
کړپیدلی ،له هغه نه می پوښتنه وکړه چی څه در پیښ شوی دی ؟ده راته وویل:
زه په مکتب کی وم شاوخوا دسیلاب اوبه راغلی وی ماته می پلار راغی زه په
دریم چت کی وم چی بهر می دده موټر ولیدپه دی وخت کی اوبه رازیاتی شو ی
او ماورته کتل چی دپلار موټر می اوبولاهو کړ ، یوه خور اومور می سیند
ته نږدی اوسیدل هغوی خو به په هیڅ صورت روغ نه وی پاتی .

جاپانی الاصله ویتنامۍ لیکی : په دی ماشوم زما زړه وخوږیدی خپل یو
کوټ کی هغه ته ورکړ چی ځان پکی وساتی وروسته می فکر وکړ چی دی د
کتار په اخر کی دی کله چی ده ته نوبت رسیږی نوخوراک به ختم شی . ولاړم
دخوراک یوپیکټ می راډک کړ او دی ماشوم ته می ورکړ ماشوم له کتار نه
ووت او ما نو فکرکاوه چی اوس به کوم ځای دخوراک دخوړاو له پاره کینی
خو هلک دخوراک ځای ته ورغی ما ورته کتل چی دخوراک پیکټ یی د
خوراک په لوی لوښی کی تش کړ اوبیرته راغی په کتار کی په خپل ځای
ودرید زه هک حیران پاتی شوم او ورغلم پوښتنه می ورنه وکړه چی زما
په تا زړه وخوږیدی ته یوکمزوری او وږی ماشوم راته ښکاره شوی اومرسته
می درسره وکړه خو تاداسی کار وکړ لکه زمامرسته چی دی رد کړی وی ؟!

ده راته وویل : ته دا اوږده کتار ته ځیر شه !
په دی کتار کی به له ما وږی او کمزوری خلک هم وی !!

درنو وروڼو اوخوندو! موږ داسی پیښی خامخا لوستلی دی خو لیدلی مو ندی
موږ دقرانکریم دځینی ایتونو دنزول په لامل پیښوکی داسی څه اوریدلی دی
وَیُؤْثِرُونَ عَلی اَنْفُسِهِمْ وَلَو کَانَ بِهِمْ خَصَاصَه .
اويامو دصحابه كرامو دغوره ټولی په ژوندپیښوکی داسی هیښوونکی
کیسی اوریدلی دی خونن په مسلمانه ټولنه کی هغه اخلاق او شرافت
اودانسانی کرامت پیژندنه کمزوری شوی ده چی هغه زمو دمذهب
لارښوونی دی او زموږ داسلافولاره ده په داسی حال کی چی په غربی
ټولنوکی موږ دانن هم ددی لوړو اخلاقو بیلګی وینو !!


رښتینی
26.04.2011

۳۲

شخصیت جوړونه

دقران په ۹۰ م سورت کی راغلی دی : بیشکه موږ انسان په سختی (toil)کی پیدا کړی دی لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ . قرطبی ددی ایت په تفسیر کی دانسان دژوند دسختیو اوږد تفصیل راخیستی ده لکه له پیدایښت سره سره دهغه دنو(ناف)پریکیدل ، بیایی دزخم دتړلودردونه، بیا دتې رودلو او له تې پریکولو ستونزی آن تر سپینږیرتوب اومرګه اوبیا له حساب اوکتاب پوری یی اوږده لړلۍ راخیستی ده

مطلب داده چی انسان به په ژوندکی خامخا له ستونزو او دژوند په لارکی
له ربړو سره لاس اوګریوان وی په دی کی شک نشته چی همدا ستونزی اوسختی
هغه کورسونه دی چی دانسان شخصیت جوړوی اوهڅی او کوښښ هغه څه دی چی ژوند تهخوند وربښی سهولت اوبیکاری اوبی مسئولیته ژوند دانسان ډیری
وړتیاوی اوصلاحیتونه فلج کوی اوداسی انسان نه دځان
په ښمر کیدلی شی او نه دنورو.

انسان په پیل کی دخامی اوسپنی په څیر وی له همدی اوسپنی چی ماشین جوړیږی هغه دکار څو مراحلوته اړتیالری داور له بټیواوله نورومختلفومراحلو
تېریدلو وروسته ددی وړ شی چی مشین ورنه جوړ کړل شی انسان هم داوسپنی په
څیر دی په پیل کی هغه له لوړو وړتیاوسره لوی څښتن پیدا کړی خو دا فطری
وړتیاو ی هلته دکار اخیستنی وړ وګرځی چی دژند له سختو اوترخو مراحلوتېری
شی په دی مراحلو کی په انسان کی ذهنی لوړتیا او پوخوالی (maturity)پیدا
شی دژوند له دی سختو مراحلوچی څو ک تیرنشی هغه دانسانی شخصیت لوړ صفات نشی ترلاسه کولی په دنیا کی هره ستونزه یوچیلنج دی اوله دی چیلنجونوسره له ډغرو وهلو وروسته انسان دبریالیتوب لوړ مقام ترلاسه کولی شی


رښتینی
03.05.2011

۳۳

دذهنی ودی غوره لار

ابودرداء عویمر بن مالک الانصاری رضی الله عنه یومشهور صحابی دی دی په مدینه کی زیږیدلی او په شام کی په کال ۳۲هـ (۶۵۲م) وفات شوی دی رسول الله صلی الله علیه وسلم دده په اړه وایی : عویمر حکیم أمتی . یعنی عویمر زما دامت یوهوښیار انسان دی امام ابن الجزری رحمه الله تعالی دده په اړه لیکی : كان من العلماء الحكماء (الأعلام للزركلي 5:98) يعني ابودرداء له هوښیارو پوهانو نه و .

دابودرداء یوه ینا را اخلو او خپله موضوع پری غځوو دی وایی : لاتفقه كل الفقه حتي تمقت الناس في جنب الله , ثم ترجع إلي نفسك فتكون أشد لها مقتا.
(مصنف ابن أبي شيبه رقم الحديث 36726)
یعنی تر هغو پوری ته پوهه انسان نشی کیدلی څو دالله جل جلاله په باره کی دخلکو پرخلاف سخت مخالفت اونارازی ښکاره نکړی ، بیا چی کله ته ځان ته را وګرځی نو دخپل ځان اونفس په خلاف له دی زیات مخالفت او نارازی ښکاره کړی .

دمومن دا دنده ده چی کله په یوچا کی کومه بیلاری ووینی نو هغه نشی زغملای دی به په هغه بیلاری نیوکه کوی او ددی ناسم کار سخت مخالفت به کوی مومن باید په دی توګه دنورو محاسبه وکړی او دهر چا بیلاری ته په زغرده ګوته ونیسی او له دی سره باید په مومن کی دځان احتسابی (self-introspection) جذبه هم په لوړه پیمانه شتون ولری هغه باید د ځان په اړه له نورو سخت وی او که داسی نه وی نو بیا دلوی څښتن هغه له قهره ډک اسلوب ورته متوجه دی چی وایی : ولی هغه خبری کوئ چی تاسو یی په خپله نکوئ ، څوک چی یوه خبره چا ته کوی او په خپله یی نکوی هغوته الله جل جلاله ډیر زیات په غوسه کیږی (قران).

دا خود احتسابی دیوه انسان له پاره د ذهنی ودی ترټولو غوره لاره ده په دی سره د هغه په ذهن کی نوی لاری پرانستل شی ، د هغه په عقل او پوهه کی زیاتوالی راځی ، دده ذهن ته دپوهی داسی لاری پرانستل شی چی هغه تراوسه تړلی پرتی وی او له دی سختی خود احتسابی پرته دیوچا له پاره ذهنی وده ناشونی ده .


رښتینی
08.05.2011

۳۴
ترټولولوی حکمت

هرانسان غواړی له نورو ځان لوړ کړی ، اوهرانسان غواړی له هرچادی دی پوهه ، هوښیار
اوپه هرحه کی مخکی وی ، یوه فارسی ژبی شاعرخو لاویلی دی چی له هرانسان سره فرعونی
نفسیات شتون لری خوفرعون وس او واک لاره نو دخدایی دعوه یی هم وکړه او هرڅوک خو دومره
وس نلری :
نفس ماراکم تر ازفرعون نیست = لکن اوراعون ماراعون نیست
او له همدی کبله موږ هروخت داختلاف او خپل منځی شخړو ښکارشوی یو ، دیوه بل خبری
منلوته نه یو تیار، له کبراوغرور نه ډک یو دیوچا حق خبری ته تسلیمیدل دځان کمی بولو ، چی
دنفس دټیټوالی ویره احساس کړو نوډیرځله حق ته شاکوو ، اعاذنا الله ،په خبرو اوبحثونو کی
دهمدی کمی او ټیټ انسانی خوی له کبله تل په ډیره سرټمبګی سره دحق خبری منلوته نه یو تیار
اودانسانی شرافت اوغوره اخلاقو خپلولو پرځای دیوه بل دسپکولو اوترټلو هڅی کوو اواخرمو
خبری بوینی او له اخلاقو ولویږی .

دانسان ددی فرعونی خوی درملنه اوداختلاف له سپیره او شرموونکی عمل نه دځان ژغورنی یواځنی
لار له الله نه ویره ده پوهان وایی کله چی په انسانانو کی دالله ویره وی نو درایو ډیروالی له منځه ځی دوی ددی
یوه بیلګه داسی بیانوی : کله چی څوکسان په لاره کی مړ مار ومومی نو هریو مختلی رایی وړاندی کوی یو وایی
دا وژل شوی مار دی ، بل به وایی داپلاستیکی مار دی اوبیابه دپلاسټک په صنعت خبری اوږدوی ، بل به
وایی نه دا دمارپه څرمن کی بل څه اچول شوی دی اوداسی نور... خوکه داخلک ژوندی مار ووینی نو دلته دوی
له ویری سره مخامخ شی او بیا نو مختلفی رایی ختمی شی ټول به په یوه خوله وایی : مار دی ماردی .

داراز له چا سره چی دالله ویره وی دهغوی په منځ کی اختلاف نه وی دهغوی ټولو یواځنی موخه حق موندل
او حق ته تسلیمیدل وی هغوی ډیری خبری اومختلف نظریات وړاندیکول اوپه هغو د دلایلو امبارونه جوړول
حکمت اوپوه نه بولی هغوی له الله نه ویره سترحکمت اوغوره پوهه بولی اوحق ته تسلیمی یی موخه وی
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : له الله نه ویره ترټولو سترحکمت اوښه پوهه ده : راس الحکمه مخافه الله


رښتینی
09.05.2011

۳۵

دانسان زړه یوه معجزه

دانسان په زړه کی خورا ډیر ارګانونه یانظامونه دی چی ددی ټولو په سم کار سره انسان ژوندی وی اوکه دا ارګانونه سم کار ونکړی انسان ژوند نشی کولی په دی ارګانونوکی یو هم زړه دی دایو عجیب ارګان دی په بدن کی د وینی جریان روان لرل
دزړه کار دی .
دزړه نظام خورا پیچلی نظام دی دی په پلپسی توګه په حرکت کی وی اودده حرکت دانسان دعمر په لحاظ کم او زیات وی دیوه بالغ انسان زړه په اوسط توګه په یوه منټ کی ۸۰ ځله غورځی
د زړه حرکت شپه او ورځ په پرلپسی توګه اتوماتک جاری وی که فرضا داسی وی چی انسان د خپل زړه پمپ په خپل لاس سره وهلی نو په دی توګه ژوند ناشونی و
ځکه له دی کار سره انسان نشوی کولی بل کار وکړی بلکی شبه او ورځ په برلپسی توګه دزړه پمپ چلول هم دانسان له سیکه وتلی خبر ده ځکه په دی دول هغه دشپی له مخی خوب هم نشوای کولی ځکه دژوند دروان لرلو له پاره دشپی له مخی هم دزړه پمپ وهل ضروری دی .
په دی ډول نور ډیر فطری نظامونه دی چی دانسان په بدن کی دننه او دهغه له بدنه دباندی په پلپسی توګه په کار بوخت دی او ددی نظامونو له کار وروسته دځمکی په کره دانسان ژوند شونی ګرځیدلی دی او دا نۍامونه دومره ډیر دی انسان هغه شمیرلی هم نشی .
که انسان په دی اړه ښه ژور سوچ وکړی هغه به هروخت له ځانه سره دالله دشکر احساس ولری اوپه پوره توګه به دغرور او سرکشی له نفسیاتو لاس واخلی هغه به یوکامل عاجزی کوونکی انسان وګرځی هغه به دتکبر او بی اعارلفی تحمل نشی کولی او همدی ته معرفت وایی او له ځانه سره ددی معرفت شعور پیداکول له انسان نه مطلوب انسان جوړوی او دا ډول انسان قرانکریم ربانی انسان بللی دی .


رښتینی
10.05.2011

36

دمعرفت په زړه پوری بیلګه

عبدالله بن ابی مُلیکه وایی چی ماته دعائشی رضی الله عنها خادم وویل :
یوه ورځ عبدالله عباس رضی الله عنه راغی او غوښتل یی له عائشی سره ووینی
زه هغی ته ورغلم او ورته ومی ویل : عبدالله بن عباس اجازه غواړی ؟ دا وخت
ددی وراره عبدالله بن عبدالرحمن هم له دی سره ناست وهغه وویل دا عبدالله بن
عباس دی او دلته دراتګ اجازه غواړی .دا وخت عائشه رضی الله عنها دمرګ
په حالت کی وه او ویی ویل : عبدالله بن عباس پریږدئ.
عبدالله وویل : موری ! هغه ستاپه اولاد کی ډیر صالح انسان دی هغه ستا
پوښتنی ته راغلی او له تاسره لیدل غواړی دی ورته وویل چی ستاخوښه ده
نو رادی شی .
عبدالله بن عباس راغی ، کیناست او ویی ویل : تاته زیرۍ درکوم چی له رسول الله
او دهغه له ملګروسره دملاقات له پاره دومره وخت پاتی دی چی ستا روح له بدنه
ووځی ، ته هغه میرمن یی چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی ترټولو ډیره
ګرانه وی او په دی کی شک نشته چی رسول الله له پاکی روح سره مینه لرله دابواء
په شپه ستا امیل لویدلی و ، رسول الله په هغه شپه له هغه ځایه روان شو څو سهار
منزل ته ورسید ، هغه وخت له خلکو سره اوبه نه وې ، نو الله پاک دتیمم په باره
کی د المائده شپږم ایت نازل کړ، داستا په برکت سره وشول ،په دی توګه امت ته
درخصت حکم نازل شو،اوستا د پاکی له پاره جبریل له اووم اسمان نه راښکته شو
اوستادپاکی په اړه نازل شوی ایتونه په ټولو جماتونوکی سهار اوماښام تلاوت
کیږی .

دعبدالله بن عباس له دی خبرو وروسته عائشی رضی الله عنها وویل :
دعنی منک یا ابن عباس ،فو الذی نفسی بیده لوددت آنی کنت نسیا منسیا،
دعباس زویه ماپریږده ! په هغه ذات می دی سوګند وی چی زما روح یی په لاس
کی ده ماته داخوند راکوی چی زه یومخ هیره کړل شوی وای .

( الطبقات الکبری لابن سعد دابن الجوزی دکتاب احکام النساء په حواله )


(شپون)
12.05.2011

رښتینی صاحب ډیره مننه خورا په زړه پوری لیکنی دی
خدای خو دی اجرونه درکی او دنورو داسی لیکنو په امید


رښتینی
12.05.2011

۳۷

دقناعت اونه قناعت فارمولا

دانسان پیدایښ په داسی توګه شوی دی چی دهغه ژوند په دوو دورونو ویشل شوی دی یوه دور ته دنیا وایی او بل ته اخرت ،اوس به انسان په دی لومړی دور (د دنیادور)کی د دواړو دورونو (دنیا او اخرت) دودانولو کار کوی یعنی په کومه دنیا کی چی دی اوسی ددی جوړول او ودانول هم ضروری دی او هغه اخرت چی انسان ور روان دی دهغه ودانی او تعمیر هم ضروری دی .
اوس پوښتنه داده چی د دی دواړو غوښتنو په منځ کی موافقت په څه ډول پیداکړل شی اوڅه ډول نقشه باید تیاره کړل شی چی د دی دواړو دورونو د ودانی رعایت پکی شوی وی . ددی مهمو پوښتنو په ځواب کی یواځی یوه د عمل وړ فارمولا وړاندی کولی شو او هغه دا چی د دنیا په اړه باید له قناعت او داخرت په اړه له نه قناعت نه کار واخیستل شی .
انسان ته ورکړل شوی صلاحیت او وړتیا ته که ځیرشو نو معلومه به شی چی انسان نشی کولی دواړو ته یوډول اهمیت ورکړی یعنی هغه نشی کولی دنیا ته هم پوره توجه وکړی او اخرت ته هم پوره توجه وکړی اودا دانسان له سیکی وتلی ده . نوباید انسان
یوه لوری ته ترجیح ورکړی یعنی یوه ته دلومړۍ درجی (primary) اهمیت ورکړی او بل ته دثانوی درجی(secondary) اهمیت ورکړی .
ددی فارمولی موخه داشوه چی انسان باید د دنیا په باره کی دقناعت contentmentلاره غوره کړی او داخرت په باره کی دنه قناعت discontentmen
لاره غوره کړی یعنی د دنیا دشیانو په باره کی دهغه فکر داسی وی چی کوم شی په داسی طریقه ترلاسه کیدلی شی چی اخرت ته تاوان نه رسوی هغه بس او کافی بولی او په هغه باندی قناعت کوی او نوره ټوله توجه اوفکر یی داخرت لورته متوجه وی او داخرت دګټی په کارونو قناعت ونکړی څومره ځواک چی یی په بدن کی وی او څومره ډیر ښه چی ترلاسه کولی شی خپل ځواک باید ونه سپموی ، د دنیا په باره کی به په کم شی راضی کیږی او داخرت په باره کی یی چی څومره وس کیږی اوڅومره ښه ترلاسه کولی شی ویی کړی او په دی باره کی دقناعت په نوم څه ونه پیژنی .


پښتون:
12.05.2011

رښتینی صاحب ډیري په زړه پوری لیکنې دي.
الله ج دی د دې اجرونه درکړي او ستاسو دنورو همداسی با ارزښته لیکنو په هیله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more