د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ


27.04.2007

هلکه دا تاسو څه وایاست ؟
دین دعقل تعقل او معقولیت داسې لوړ او داسې ټینګ نچوړ او فشرده شکل دی چې د انسان عقل یې سیوری ته هم نشي رسیدای او یواځې د درک کولو او پوهیدلو له پاره یې هسې کولی شي . ددین کوم حکم، کوم اصل ، کوم فرض ، واجب ، سنت یا کومه اخلا قی غوښتنه اوکومه توصیه یې د عقل او معقولیت لوړ ترین اوبهترین شکل نه دی ؟ او کوم اسمانی دین بشر ته آن خارق العاده خدمتونه نه دی کړي (؟ ) کوم خدمتونه چې دهیڅ عاقل ځواک له لاسه نه و پوره خو ادیانو په خپل وخت کې په معجزوی توګه ترسره کړي دي . په درنښت



ع کريم حليمي
28.04.2007

درنو او قدرمنو او دانشمندي خورکۍ ، استاد ځواکمن صاحب ، د سترګو 
تور مي صافي صاحب ، منلي پتنګ صاحب ، سلام صاحب او درنو لوستونکو 
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته ! 
استاد ځواکمن ليکلي چه :
 [quote:81c74e7ef4]زما پراند دا د عقل بيوسي ده چې مافوق طبيعي پوښتنې نشي ځوابولی نو ځکه يې احساس ته پريږدي . او که نه تاسو څه فکر کوئ . [/quote:81c74e7ef4]
هو ! ستاسو خبره ډېره تر يوحده سمه ده ، اماعقل و مافوق طبيعي او عقيدوي 
سوالونوته همېشه جواب ويلی ، د ادم او حواء خلقت ته ئې پوره جواب ويلی 
ډيرو انسانانو(رسولانو) زمانه پر زمانه د ادم د خلقت تصديق کړي
او د سر د سترګو ليدلی حال ئې و موږ ته په صحيح دلائلو واضع کړی ٠
چه تر نن ورځي فلاسفوو داسي شواهد نه کړه پيدا چه د انبياؤ د سر د سترګو 
ليدلي ور رد کړي ٠ 

  د عقل ناوسي او بېوسي او ناپوهي : دا ده چه پر  تجربوي اوطبيعي علومو 
(ساينس ) پوهه نه لري ، اول د هر عنصر څه چه د انرژۍ کار اخلو ، تقريبا 
٨٠ % ئې بېهوده تلف کيږي د عقل له بېوسۍ ، هستوي انرژي مو پيدا کړه 
اما د عقل له بېوسۍ  د لاسه د فضله موادو علاج ئې نکيږي ، چه څه په وکړو !!
موټر جوړه وو او د کاربون مونو اوکسايډ  علاج  ئې دعقل له بېوسي رډي 
سترګي ورته ګورو ، 

لنډه ئې دا هر عنصر او ماده چه تر اخره مطالعه او په تجربه زده کړي په اخره کي 
بيا بې ځوابه ناست يوو ، نو اکثره د ساينسي علومو ډاکتران په اخره کښي 
ږغ کړي چه دومره پوه شوو چه نه پوهېږو ٠ 

هر انسان يا هر سړی په طبيعي علومو نه پوهيږي ، نو د ساينس پوهانو په 
خبرو اعتمادکوي 
نو همدارنګه په روحانی حالتونو هم هر انسان نسي پوهېدلی نو موږ اعتماد 
او باور کوو په خپلو رسولانو 

څرنګه چه ساينس پوهان خپله پوهه په تجربه ثابتوي و موږ ته 
نو هم دا رنګه رسولان و موږ ته معجزې ښکاره کړي ،او ساينس ګوته په غاښ 
نسي ، هغه رښتني پيغمبران  وه چه د مافوق طبيعي  شيانو حالت او کيفيت ته
ئې ځوابونه ويلي ، او ساينس پوهان دي چه د انبياوو په پېشګويانو پسي 
روان دي او تر دغه عصر پوري راورسېدل ، مبارک وو چه جسم ئې انرژي سو 
او له مکې څه تر المسجد الأقصى  پوري و لاړ او بيا اسمانونو ته ولاړ 
چه سابنس ئې هم تصديق کوي (E=mc² )

الهي وحي خبر راکوي چه : اخره ورځ به زلزله کيږي 
ساينس ئې هم تصديق کوي 
الهي وحي خبر راکوي چه : اوبه به پر مځکه راپورته سي 
ساينس ئې هم تصديق کوي  
الهي وحي خبر راکوي چه : پسله مرګه بيا راژندي کېږۍ 
ساينس هم دا مني چه ماده له منځه نشي تللی ، لکه څرنګه چه ژوندي  سولو 
نو په يوشکل د اشکالو به بيا راوندي کيږو ٠ 


salam
28.04.2007

حملیمی صیب سلامونه:
تاسو لیکلی چې ( ګه چه ساينس پوهان خپله پوهه په تجربه ثابتوي و موږ ته
نو هم دا رنګه رسولان و موږ ته معجزې ښکاره کړي ،او ساينس ګوته په غاښ
نسي ، هغه رښتني پيغمبران وه چه د مافوق طبيعي شيانو حالت او کيفيت ته
ئې ځوابونه ويلي ، او ساينس پوهان دي چه د انبياوو په پېشګويانو پسي
روان دي او تر دغه عصر پوري راورسېدل ، مبارک وو چه جسم ئې انرژي سو
او له مکې څه تر المسجد الأقصى پوري و لاړ او بيا اسمانونو ته ولاړ
چه سابنس ئې هم تصديق)
ساﺉنس چې څومره تجربی کړی هغه هر انسان مشاهده کولﺉ اوتجربه کولﺉ شی اما معجزه دغه خاصیت نهء لری ولی ؟ هغه دانسانانو دپاره نهء دی ؟
او کهء دی نو انسان تری ولی محرومه دﺉ?



ع کريم حليمي
28.04.2007

سامي صیب
[quote:6275dbf8ff]ساﺉنس چې څومره تجربی کړی هغه هر انسان مشاهده کولﺉ اوتجربه کولﺉ شی اما معجزه دغه خاصیت نهء لری ولی ؟ هغه دانسانانو دپاره نهء دی ؟
او کهء دی نو انسان تری ولی محرومه دﺉ?[/quote:6275dbf8ff]

هر انسان چه تذکيه دنفس وکړي ،ممکن ده چه شمس تبريز بشي
 (د رومي کتابونه به درياب وغورځوي او مولانا جلالالدين رومي   نعرې 
کړې چه دا دي څه وکړه !  شمس تبريز  درياب لاس ور اوږد کړ  او کتابونه 
ئې وچکلک راوايستل )
فضائل، مناقب ، کرامات (خصال حميدة ) به پيدا کړي او پر کائناتو به ئې داسي
امر چليږي لکه د روح چه زموږ پر خاورين بدن امر چليږي 

تاسو پوهېږي چه علم ، تذکيه نفس ساده او اسانه کارنه دی
که د علم پيداکيدل اسانه کار وای نو نن به افغانستان هم يو پر مخ تللی
ملک وای ، هو ! تاسو په واياست چه ابرقدرته ملکونه نه غواړي چه
افغان پوهه پيدا کړي ، نو وروره ! داشيطان هم نه غواړي چه ما او تا غوندي
خلک تذکيه د نفس وکړي ، لکه دا همسايه ملکونه چه زموږ ملک اباد نه غواړي٠

زما او ستا خو هستوي انرژي نه زده، او نه تذکيه د نفس
هو ! که هستوي انرژي که څوک زده کوي ١٩ کاله تعليم ته ضرورت او لس
کاله تجربوي کار ته ضرورت لري ، او بيا هم ګرنټي نسته چه خامخا به
هستوي انرژي په لاس درځي

نو دا سلک او طريقت (روحانيت ) هم شل کاله تذکيې ته ضرورته لري چه د اولياؤ په شان خصال حميدة (فضائل، مناقب ، کرامات ) پيدا سي 

له علماؤ څخه مي اورېدلي چه 
 هر څوک چه ٤٠ ورځي له دروغو لاس واخلي ، او خپل فرض عبادت ، په اخلاص
سره وکړي ، خصال حميدة ضرورپه انسان کښي پيدا کيږي ،خوګرنټي نسته 

 د زړه هنداره چه پاکه سي نو بيا مکه شريفه ستاسو مخ ته په تشريفاتي ډول 
درځي ، هو ! معجزه که ونه کړو ، [color=cyan:6275dbf8ff]کرامات او خواص خارق العاده له انسان څه
صادريږي [/color:6275dbf8ff]، ګرنټي نسته ، لکه په ساينسي علومو کښي چه دا ګرنټي نسته 
چه هر د ساينس ډاکتر به اتومي انرژي پيدا کوي ، هو ! که څو کسه همکاري 
سره وکړي نو بيا ٩٩ % امکان سته 

نو خصال حميدة چه څوک په ځان کښي پيدا کوي ، نو لاس نيوی به کوي 
او که د[color=cyan:6275dbf8ff] فرد [/color:6275dbf8ff]په شکل ئې غواړي هم امکان سته 

[quote:6275dbf8ff]ساينس چې څومره تجربې کړي هغه [color=red:6275dbf8ff]هر انسان [/color:6275dbf8ff]مشاهده کولی اوتجربه کولی شی [/quote:6275dbf8ff]
[u:6275dbf8ff]نه داستاسو لويه اشتباه ده، [/u:6275dbf8ff]هيڅ فاسق روحانيت نه سي احساس کولی !!!
او هيڅکله بې سواده نه شي کولی چه دطبيعي علومو تجربي په لابراتوار کښي 
وکړي ٠ تقدس د علميت ، او رښتينو ، صادقو او اصيلو روحانينو ته مي سلام دی 



29.04.2007

سبحن الله !
لوی استاد حلیمي صاحب السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
همدغسې ده !، الله تعالی دې مونږ ټولو ته هدایت او توفیق را په برخه کړي چې د نفس تذکیه الله تعالی ته په رجوع او عبادت سره وکړو. څومره مو چې د نفس تذکیه په ریاضت سره پخیږي هومره مو پر خپل ژوند او چاپیریال باندې تسلط او برلاسی ډېریږي ، حرکات مو هومره له برکاتو ډکیږي او همغومره مو له دنیا څخه استغنی هم زیاتیږي . ماشاالله ، اسلام څه سپېڅلی دین ، تقوا او ریاضت څه سپېڅلې لار ده !!! آلله تعالی دې ترې څوک بی برخې نکړي او تاسو ته دې الله تعالی ددې زرینو هدایاتو نامحدود اجرونه درکړي  آمین ، آمین ، ثم امین


Ajab
04.05.2007

[quote:63613b71e9="ک حليمي"]له علماؤ څخه مي اورېدلي چه 
 هر څوک چه ٤٠ ورځي له دروغو لاس واخلي ، او خپل فرض عبادت ، په اخلاص
سره وکړي ، خصال حميدة ضرورپه انسان کښي پيدا کيږي [color=white:63613b71e9]،خوګرنټي نسته [/color:63613b71e9]
 [/quote:63613b71e9]
مولوي صيب عقل دلته دا پوښتنه کوي چې په دغومره عبادت کولو سره د خصال حميده ګرنټي نشته نو د جنت ګرنټي څنګه شته؟
بل دا چې د کوم شي ګرنټي نه وي د هغه باره کې خامخا دا شک کېږي چې جعلي به وي
[quote:63613b71e9="ک حليمي"]تاسو پوهېږي چه علم ، تذکيه نفس ساده او اسانه کارنه دی
که د علم پيداکيدل اسانه کار وای نو نن به افغانستان هم يو پر مخ تللی
ملک وای ، [/quote:63613b71e9]
د ښاغلي سلام په خبرو کې خو ما دا ونه ليدل چې ويلي يې وي چې دا اسانه کار دى. خو برعکس په مذهب کې د اسانۍ څخه کار اخيستل شوى دى لکه کله چې په لره پښتونخوا کې د متحده مجلس عمل اسلامي حکومت له ناکامۍ سره مخ شو نو ويې ويل چې دا خو تقدير دى، مونږ تقدير نه شو بدلولى او څوک چې له تقديره انکار کوي هغه کافر دى
يعنې د حکومت ناکامي تقدير وبلل شوه. دا د اسانۍ تر ټولو ټيټ مثال دى


صافی
16.06.2007

عجب خان ورورته دې سلامونه اونیکې هیلې چې هر چیرته دﺉ ورسی، اوخدای دې وکړی چې دیوې ګیډی ګلونوسره بیرته سر را ښکاره کړي!
عجب صاحب !تاسو لیکﺉ :
مولوي صيب عقل دلته دا پوښتنه کوي چې په دغومره عبادت کولو سره د خصال حميده ګرنټي نشته نو د جنت ګرنټي څنګه شته؟
بل دا چې د کوم شي ګرنټي نه وي د هغه باره کې خامخا دا شک کېږي چې جعلي به وي
-----------------
ګرنتی ځکه نشته چې زما اوستاسو په نیت اوباطن په انسانی دنیا کې یواځې
زه اوتاسو پوهیږو نو ددې ګرنتی توقع به څنګه له بل انسان څخه ممکنه وي؟ هو که ظاهر اوباطن په یو غږ او یوشانتې شول، بیا ګرنتی هدف نه وي ،بیا هغه سیده اویوه ستوې کړنه دښو او نېکو عواقبو او راتلو ضمانت دﺉ، داضمانت یواځې په فردی توکه محسوسیږی بل څوک یې ضامن نه دﺉ.
تاسو لیکﺉ :
بل دا چې د کوم شي ګرنټي نه وي د هغه باره کې خامخا دا شک کېږي چې جعلي به وي
-------------------------------------
دلته شک نسبی موضوع ده ، دهر فرد دشخصی تجروبې او وجدانی هندارې انعکاس دﺉ ، چې نیت او عمل او یا ظاهر او باطن یو شانتې نه وي خامخا انسان په دوه لارو درومې او په هر څه کې به د شک سره مخا مخ وي. ( شک په سایکالوجې کې ویره ده)څومره چې انسان په خپلو شخصی کړووړو حاکمه وي ،د نفس اوسلوک واګې یې په ارادی اختیار کې وي ( چې اسانه کار نه دﺉ)
همغومره یې دشک اوتردید، او یا د ویرې کچه یې هم کمه وي.( دا نه وایم چې زما کمه ده)مګر ویل کیږی چې دایې یوه لار ه ده.

تاسو لیکﺉ:
د ښاغلي سلام په خبرو کې خو ما دا ونه ليدل چې ويلي يې وي چې دا اسانه کار دى. خو برعکس په مذهب کې د اسانۍ څخه کار اخيستل شوى دى لکه کله چې په لره پښتونخوا کې د متحده مجلس عمل اسلامي حکومت له ناکامۍ سره مخ شو نو ويې ويل چې دا خو تقدير دى، مونږ تقدير نه شو بدلولى او څوک چې له تقديره انکار کوي هغه کافر دى
يعنې د حکومت ناکامي تقدير وبلل شوه. دا د اسانۍ تر ټولو ټيټ مثال دی
----------------------------
که مو پام وي دلته بحث په سیاست کې نه دﺉ. داچې متحده مجلس عمل څه کړی او څه کوي او څه وایی دهغوی کار دﺉ ، دا بحث بل چیرته دﺉ.


pattang
17.06.2007

صافی صيب سلا مونه !
عجب خان خو ملامت ندی ، بيايې هم کور ودان چې له اوکرا ئين څخه يې
,سره له خپلو نويو مصروفيتونو زړو يارانو ته ځان را ښکاره که ٠
زه ګمان کوم چې دتورې بحيرې مشهورو ( کن يا کو ) غټ تاسير
پرې کړی وې او دمځکې په سر د عياشي په باغو کې چکرې وهي ٠
عجب ورور مو خمار دی ، دارو د شي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more