د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وزیري
01.08.2013

حذیفه صاحب، ستا ټولو نیوکو ته به زه ډیر په سړه سینه ځواب درکړم
خو ته اول مهربانی وکړه زما اته واړه دلایل بیا وګوره او په هر یو باندي خپله تبصره وکړه.

ترڅو چی زما په لیکنه کی بی ځوابه پاتي شوی دلیل موجود وی نو زه بل دلیل راوړو ته ضرورت نلرم.
هیله ده چی ځان تیر نه کړي، او په موضوع باندي په عدالت سره بحث وکړي.

والسلام


حذيفه
01.08.2013

ِِښاغلی وزيري صیب!
زه هغه مهال بوخت وم او تلوار مي وو، خو چي تا غوښتنه کړې نو زه هم ان شاء الله ستا پر ليکنه منصفانه نظر کوم، حق به دي ومنم او ناحق به تنقيد کړم، زیاتې اوږدې نه کوم راځم ستا ليکنې ته:
[quote:c1016fdc20="وزیري"]د تراویحو او تهجدو په منځ کی فرق:

تراویحو ته قیام رمضان او تهجدو ته قیام الیل ویل کیږی. ددی لپاره لاندي دلایل وګورئ:

اول: مشهور غیرمقلد علامه وحیدالزمان چی لیکی: واما قیام الیل فهو غیرقیام رمضان. یعنی قیام الیل له قیام رمضان نه جدا ده. (نزل الابرار، صفحه ۳۰۴)

دوهم: د تراویحو او تهجدو وخت جدا جدا ده. فتاوی علماء حدیث لیکی چی د تراویحو وخت د عشاء له لمانځه بعد په اوله حصه د شپی کی ده او تهجد په اخیره حصه د شپی کی دي. (فتاوی علماء حدیث، شپږم جلد، صفحه ۲۵۱)
مولانا ثناء الله امرتسری غیر مقلد لیکی: د تهجدو وخت د سحر له ختو نه لږ مخکی ده او تهجد په اوله حصه د شپه کی نه کیږی. (فتاوی ثنائیه، اول جلد، صفحه ۴۳۱)
بل غیرمقلد مولوی، مولانا صلاح الدین یوسف لیکی: د تهجد مفهوم د شپی په اخیره حصه کی نفل کول دي. (تفسیر حواشی قرآن مجید، صفحه ۷۸۹، مطبوعه شاه فهد قرآن مجید پنټنګ پریس سعودی عرب)
[/quote:c1016fdc20]
وزيري صيب! دا د خلګو خبرې دي ما ته له دليل پرته ارزښت نه لري، د دوئ فکر همدغه دئ او زما اند ترې بېل دئ، له دې امله يې خبره چندا وزن نه لري.
ما په مخکي ليکنه کي د عائشې حدیث تر کړی وو هغې د روژې لمونځ او نور يو لمونځ بالی او له همدې عائشې دا هم نقل دي چي رسول الله د شپې له اولې برخې بيا تر اخيرې برخې لمونځ کاوی، نو اوس په اول وخت کي چا منعه کړل او په اخير کي چا؟
تهجد دئ رسول الله يې وخت همدومره پراخ کړی دئ، اوس دوئ په کوم دليل د هغه وخت چېنجوي؟
له ځانه يې خبرې کړې دي.
[quote:c1016fdc20="وزیري"]
دریم: په تراویحو او تهجدو کی بل فرق دا ده چی تراویح بالاتفاق سنت مؤکده دی او تهجد د هیچا په نزد هم سنت مؤکده ندي بلکی غیرمؤکد یا مستحب دي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره تهجد واجب وه. (جامع الرموز، اول جلد، صفحه ۹۵) (المغنی، ابن قدامه، اول جلد، صفحه ۸۰۲)
[/quote:c1016fdc20]
دا د موکد او نه موکد ځای يې په قران يا سنت کي چرته دئ؟ ابن قدامه پر دې څه دليل راوړی چي هغه موکد دئ او دا بل بيا نه دئ موکد؟ د موکد او نه موکد مسله دي په حديثو تشريح کړه د خلګو خبرې زه نه سم منلای؟

[quote:c1016fdc20="وزیري"]
څلورم: بل فرق یی دا ده چی تهجد به قرآن ثابت دی (ومن الیل فتهجد به نافلة لک) او تراویح په حدیث ثابت دی (ان الله تبارک وتعالی فرض صیام رمضان و سنة لکم قیامه) (سنن نسائی، اول جلد، صفحه ۳۳۹)
[/quote:c1016fdc20]
تهجد یا قيام اللیل دواړه په قران ثابت دي او هم يې په سنتو کي یاد راغلی، خو د دې برخلاف تراويح نه په قران کي سته او نه په سنت کي، بلکي يو بدعي نوم دئ چي خلګو د الله او رسول پر نوم بسنه نه ده کړې او نوري پېپړې يې هم پسي تړلې دي.
ستا حدیث ما په مخکي ليکنه کي تنقيد کړی، هلته يې په سړه سينه وګوره او بيا کمزوري روايات زما مخې ته مه راوړه، له دې روايت څخه نو ستا تراويح څنګه ثابت سو؟ دا خو قيام رمضان سو، نه تراويح؟ دا خو يو ډول را واخلې زما دليل دي راوړی او ځان دي ورته تړلی دئ؟
زه دي له سره روايت په حدیثي بڼه منم نه او ته استناد پرې کوې؟
بل دليل يې چرته په يو کونجک منجک کي ګوره!
[quote:c1016fdc20="وزیري"]
پنځم: بل فرق یی داده چی کتابونه لیکی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم تراویح دری شپی په مدینه منوره کی اداء کړی او بیا یی ددي به خاطر پریښودلي چی په امت باندي یی فرض نشی لیکن د تهجدو فرضیت له دینه مخکي به مکه معظمه کی منسوخ شوای دي. له بی بی عائشه رضی الله عنه روایت ده چی: ان الله عزوجل افترض قیام الیل فی اول هذه السورة فقام نبی الله صلی الله علیه وسلم و اصحابه حولا و امسک الله تعالی خاتمها اثنی عشر شهر فی السماء حتی انزل الله فی آخر هذه السورة التخفیف فصار قیام الیل تطوعا بعد الفریضة. (صحیح مسلم، کتاب القراءة).
نو که تهجد او تراویح یو وای نو د تهجدو فرضیت خو مخکی په مکه کی منسوخ شوای وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا ولي به مدینه کی د تراویحو په څلورم شپه د فرضیت نه د ویري به خاطر را ونه وته؟؟؟ نو معلومه شوه چی تراویح او تهجد جدا جدا لمونځونه دي.
[/quote:c1016fdc20]
د مسلم په حواله روايت دي ما په تېره ليکنه کي تنقيد کړی، هلته يې وګوره او بيا يې ځواب راوړه!
د يوه شي يوځل منسوخېدا پردې دلالت نه کوي چي هغه نو بل وخت هم نه سي مشروع کېدای، يو وخت په کي خفت وکړي خو چي خلګ خپله هغه پر ځان لازمي کړي نو الله يې هم پرې لازمي کوي، دلته خبره همدا ده چي د الله له لوري د دې لمانځه فرضيت نه وو ورته ټاکل سوی خو د خلګو مېنې او شوق ته په کتلو که معامله همداسي وای کېدای سوای چي لازمي سوی وای او خلګ به يې په تکليف کي اچولي وای، ځکه د همدې تکلیف له امله الله ترې ختم کړی وو.


وزیري
01.08.2013

ښه صاحبه نور وړاندي پری ورشه او هغه څلور نور دلایل هم وغږوه.

مننه.


حذيفه
01.08.2013

سمه ده ملګرې ور ځم ان شاء الله! مازي ته غم مه کوه او د مجلس په منځ کي را خېژه مه، مننه!
د پنځم توپير ليږ خبره پاتې ده، ما ته ميلمانه راغلل او خبره مي پوره نه کړه.
د دې خبرې زه بل مثال هم در کوم څو خبره ښه روښانه سي، صيغه یا متعه دوه ځله يقيني او ان درځلې د يو شمېر کسانو په وينا منعه سوې او بيا بېرته مشروع سوې، راسه دا يو څو مثاله ولوله:
عَنْ إِيَاسِ بْنِ سَلَمَةَ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: «رَخَّصَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَامَ أَوْطَاسٍ، فِي الْمُتْعَةِ ثَلَاثًا، ثُمَّ نَهَى عَنْهَا»
(مسلم ح: 1405)
روايت وايي درې ورځې يې د اوطاس د غزا په کال اجازه ور کړې او بيا منعه ترې سوې.
عَنِ الرَّبِيعِ بْنِ سَبْرَةَ، أَنَّ أَبَاهُ، «غَزَا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَتْحَ مَكَّةَ» ، قَالَ: " فَأَقَمْنَا بِهَا خَمْسَ عَشْرَةَ - ثَلَاثِينَ بَيْنَ لَيْلَةٍ وَيَوْمٍ - فَأَذِنَ لَنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مُتْعَةِ النِّسَاءِ،(مسلم ح: 1406)
دا د مکې د فتحې ورځې دي، رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا د متعې اجاره ور کړې.
په دې روايت کي دي:
فَلَمْ أَخْرُجْ حَتَّى حَرَّمَهَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ "
دا ګوره بيا وايي له مکي لا وتلي نه وو چي بېرته يې منعه ترې وکړه.
يو بل روايت دئ:
فَقَامَ فِينَا خَطِيبًا، فَحَمدَ الله وَأثْنى عَلَيْهِ، ثمَّ نهى عَن الْمُتْعَة،(الناسخ والمنسوخ د حازمي)
دا د تبوک پېښه ده:
يَقُول جَابر بن عبد الله: خرجنَا مَعَ رَسُول الله، صلى الله عَلَيْهِ وَسلم إِلَى غَزْوَة تَبُوك.
لکن فیه مقال، اعني ضعيف.
په مرقاة کي علي قاري وايي:
قَالَ النَّوَوِيُّ: الْمُخْتَارُ أَنَّ الْحِلَّ وَالْحُرْمَةَ كَانَا مَرَّتَيْنِ كَانَتْ حَلَالًا قَبْلَ خَيْبَرَ ثُمَّ حُرِّمَتْ يَوْمَ خَيْبَرَ ثُمَّ أُبِيحَتْ يَوْمَ فَتْحِ مَكَّةَ وَهُوَ عَامُ أَوْطَاسٍ لِاتِّصَالِهِمَا ثُمَّ حُرِّمَتْ بَعْدَ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ مُؤَبَّدًا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ اه، يَعْنِي أَنَّ يَوْمَ الْفَتْحِ وَعَامَ أَوْطَاسٍ وَاحِدٌ لِأَنَّهُ بَعْدَ الْفَتْحِ بِيَسِيرٍ(مرقاة باب اعلان النکاح والخطبة ۵/ ۲۰۶۸)
فَقَالَ: يَا أَيُّهَا النَّاسُ إنِّي كُنْتُ أَذِنْتُ لَكُمْ فِي الِاسْتِمْتَاعِ مِنْ النِّسَاءِ وَإِنَّ اللَّهَ قَدْ حَرَّمَ ذَلِكَ إلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ، فَمَنْ كَانَ عِنْدَهُ مِنْهُنَّ شَيْءٌ فَلْيُخَلِّ سَبِيلَهُ وَلَا تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا»(مسلم واحمد)
دا يې هم د فتحي مکې توري دي.

عَنِ الرَّبِيعِ بْنِ سَبْرَةَ،عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: " نَهَى رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ نِكَاحِ الْمُتْعَةِ "(مسند احمد ح: ۱۵۳۵۰)
د مسند حميدي په روايت کي دي:
«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ نِكَاحِ الْمُتْعَةِ عَامَ الْفَتْحِ»
یعنی د فتحې توري په کي اضافه دي.
دا اضافه د دارمي په مسند او د سعيد بن منصور الجوزجاني په مسند کي هم شته.
نو له دې بيلا بېلو رواياتو معلومه سوه چي يو شی کله يو وخت منسوخ سي خو بل وخت يې بيا داسي غوښتونکی پيدا سي چي مشروعيت ور کړي، ښه بېلګه يې همدا د متعې ده.
[quote:31f3009a3e="وزیري"]
شپږم: رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله له تراویحو نه بعد تهجد کړید. وګورئ: عن انس رضی الله عنه قال کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی فی رمضان، فجئت فقمت الی جنبه و جاء رجل فقام ایضا حتی کنارهطا، فلما احس النبی صلی الله علیه وسلم انا خلفه جعله یتجوز فی الصلاة ثم دخل رحله فصلی صلوة لا یصلیها عندنا. (مسلم شریف)
[/quote:31f3009a3e]
دا روايت ستا دليل څنګه کېږي؟ رسول الله يوازي لمونځ کاوی او خلګ ور سره ودرېدل نو دا خو پرتاسو رد دئ چي خلګ ورته را غواړئ، لوډ سپېکر وي، حافظ مو مقرر کړی وي، څوک چي يې ونه کړي هغه زجر کېږي؟
رسول الله همدا د تهجد لمونځ کاوی له انس سره کړی لمونځ يې هم د تهجد دئ او وروسته لمونځ يې هم، په دې کي خو دا نه دي ويل سوي چي هغه يې تهجد سو او دا يې تراويح؟
نو ته اې عاقله له دې د توپير استدلال څنګه کوې؟
دا خو داسي ده لکه په دې روايت کي:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: بِتُّ فِي بَيْتِ خَالَتِي مَيْمُونَةَ بِنْتِ الحَارِثِ زَوْجِ النَّبِيِّ صلّى الله عليه وسلم وَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عِنْدَهَا فِي لَيْلَتِهَا، فَصَلَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ العِشَاءَ، ثُمَّ جَاءَ إِلَى مَنْزِلِهِ، فَصَلَّى أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ، ثُمَّ نَامَ، ثُمَّ قَامَ، ثُمَّ قَالَ: «نَامَ الغُلَيِّمُ» أَوْ كَلِمَةً تُشْبِهُهَا، ثُمَّ قَامَ، فَقُمْتُ عَنْ يَسَارِهِ، فَجَعَلَنِي عَنْ يَمِينِهِ، فَصَلَّى خَمْسَ رَكَعَاتٍ، ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ نَامَ، حَتَّى سَمِعْتُ غَطِيطَهُ أَوْ خَطِيطَهُ، ثُمَّ خَرَجَ إِلَى الصَّلاَةِ.(صحیح البخاري کتاب العلم باب السمر فی العلم ح:۱۱۷)
ژباړه: ابن عباس وايي: ما د خپلې خاله ميمونې په کور کي شپه تېره کړه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم مېرمن وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې شپه له دې سره وو، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د ماخستن لمونځ وکړ بیا خپل کور ته راغی، څلور رکعته لمونځ يې وکړ بیا ويده شو وروسته پورته شو ويې ويل: هلکی ويده شو او يا دې ته ورته کليمه يې وويله، بیا ولاړ شو او زه ولاړ شوم ګېڼ بغل ته يې ودرېدم، ده راسته بغل ته کړم، نو پنځه رکعته لمونځ يې وکړ بیا يې دوه رکعته(د سهار) لمونځ وکړ بیا ويده شو، ان چي ما يې خرهار واورېد بیا د سهار لمانځه ته ووتی.
اوس د رسول الله تراويح اول څلور رکعته دي او که وروسته پنځه؟
اول يې يوازي کړي دي نو که دا تراويح وي نو ته يې ولي په جماعت کوئ، که وروسته يې تراويح وي نو تاسو يې ولي د شپې په اول کي کوئ؟ لکه په دې روايت کي چي نه ده په ډاګه سوې چي اول يې تهجد دئ او اخير يې تراويح، همدارنګه د مسلم په روايت کي هم نه ده په ډاګه سوې. نو ستا دليل له کومه سو؟ که په هغه دليل نيسې نو يوځل د بخاري دې روايت ته هم بيا ځواب ور کړه چي کوم دي تهجد دئ او کوم دي تراويح؟

[quote:31f3009a3e="وزیري"]
نو له دینه معلومه شوه چی هغه لمونځ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په رمضان کی له انس او یو بل صحابی سره وکه تروایح وی او هغه لمونځ چی بیا یی په خپله حجره کی وکه تهجد وه. ځکه چی بی بی عائشه رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به تهجد په خپله حجره کی کول. کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی من الیل فی حجرته (بخاری).
[/quote:31f3009a3e]
له دې چا ويل چي معلومه سوه دا تهجد وو او هغه يې تراويح؟ دا خو د حديث په الفاظو کي نه سته، ته له ځانه دا خبره مه کوه ځکه بيا د تهجد په لمانځه کي داسي را وګرزې، راسه نو ته چي له کومه روايته تراويح له اوله پيله ثابتوې هغه دي هم په حجره کي وو، روايت دا دئ:
عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اتَّخَذَ حُجْرَةً فِي المَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ، فَصَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيهَا لَيَالِيَ حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ لَيْلَةً، فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ، فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ، فَقَالَ: «مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِي رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ، حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ، وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ، فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِي بُيُوتِكُمْ، فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ المَرْءِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا الصَّلاَةَ المَكْتُوبَةَ»(صحیح البخاري باب ما یکره من کثرة السوال ح: ۷۲۹۰)
ژباړه: له زیده روايت دئ چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجد کي له پزي حجره جوړه کړه څو شپې يې په کي لمونځ وکړ ان چي خلک ورته راغونډ شول، بیا يې يوه شپه د ده اواز ونه موند، دوئ ګومان وکړ چي ويده شوی دئ، ځينو يې غاړې تازه کولې څو ورته راووزي، بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم (سهار) ورته وويل: ما ستاسو حالت ليدی ان چي وډار شوم درباندي فرض به شي او که درباندي فرض شو نو ادا کولای به يې نه شئ، اې خلکو! په خپلو کورونو کي لمونځ کوئ، ځکه د يو شخص غوره لمونځ د ده په کور کي دئ نه فرض لمونځ.
د دې روايت په يوه بله طریقه کي ويل شوي چي دا د روژې میاشت وه:
وَذَلِكَ فِي رَمَضَانَ (بخاري ح: ۱۱۲۹)
ترجمه: دا(په جماعت لمونځ) په روژه کي وو.
اوس خو دا ستا تراويح هم په حجره کي ثابت سو نو اوس يې تهجد بولې که تراويح؟ که تهجد په حجره کي وو نو رسول الله خو دا دئ په حجره کي دئ او خلګو لمونځ ور سره کړی دئ، د مسلم په حواله مي مخکي روايت در کړی دئ چي رسول الله دا لمونځ د شپې په نيمايي(جوف اللیل) برخه کي کړی دئ، ستا هغه خبره هم په ردېږي چي وايې تراويح د شپې په اوله برخه کي ادا کېږي او تهجد په اخيره کي، تاسو د تراويح لپاره همدا تر ټولو ستر دليل بولئ چي دا دي رسول الله درې ورځې تراويح کړې، نو دا خو يې په اخيره وخت کي کړې، ستا د قاعدې موافق خو دا تراويح نه دي تهجد دئ ځکه چي (من جوف الليل ) ادا سوی دئ.
او ستا روايت هم پر تا رد دئ، ځکه دا روايت د هغه برخه ده چي د شپې لمونځ رسول الله خلګو ته په جماعت ور کړی ټول روايت داسي دئ:
عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي مِنَ اللَّيْلِ فِي حُجْرَتِهِ، وَجِدَارُ الحُجْرَةِ قَصِيرٌ، فَرَأَى النَّاسُ شَخْصَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَامَ أُنَاسٌ يُصَلُّونَ بِصَلاَتِهِ، فَأَصْبَحُوا فَتَحَدَّثُوا [ص:147] بِذَلِكَ، فَقَامَ اللَّيْلَةَ الثَّانِيَةَ، فَقَامَ مَعَهُ أُنَاسٌ يُصَلُّونَ بِصَلاَتِهِ، صَنَعُوا ذَلِكَ لَيْلَتَيْنِ - أَوْ ثَلاَثًا - حَتَّى إِذَا كَانَ بَعْدَ ذَلِكَ، جَلَسَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمْ يَخْرُجْ، فَلَمَّا أَصْبَحَ ذَكَرَ ذَلِكَ النَّاسُ فَقَالَ: «إِنِّي خَشِيتُ أَنْ تُكْتَبَ عَلَيْكُمْ صَلاَةُ اللَّيْلِ»(بخاري ح: ۷۲۹)
ګوره وايي رسول الله د شپې په خپله حجره کي لمونځ کاوی(يصلي من الليل فی حجرته) د خونې دېوال کوچنی وو او خلګو د رسول الله شخص وليد، نو دوئ هم د ده په لمانځه پسي لمونځ وکړ سهار يې نور هم خبر کړل په دويمه شپه نورو هم وکړ دا کار دوې یا درې شپې وسو(بلکي درې وسو ځکه د مسلم په روايت کي همداسي دي) بيا رسول الله کښېناستی سهار يې خلګو ته هغه بیان وکړ.
نو وزيري صيب! خبره کوې خو ور پام دي نه دي چي خپل ځان ملامتوم، رسول الله د تهجد لمونځ په حجره کي کاوی، ښه سمه ده، نو دا ته چي يې په تراويح کي دليل راوړې دا لمونځ خو هم په حجره کي سوی، ایا اوس منې چي تهجد دئ او تراويح نه دي، دا تراويح خلګو له ځانه ورته ټاکلی نوم دئ، ګرانه د دې هيڅ یادونه په قران وسنت کي نه سته نو ته تراويح ته ولي ټېنګ يې؟
[quote:31f3009a3e="وزیري"]
علاوه له دینه، د حضرت انس رضی الله عنه له دی الفاظو نه (یصلی صلوة لا یصلیها عندنا) په صراحت معلومیږی چی د حجري لمونځ د باندي لمانځه نه جدا وه.
[/quote:31f3009a3e]
ښه چي جدا وو نو هغه لمونځ چي درې ورځې يې په حجره کي په جماعت ور کړی هغه به هم جدا وي نو بيا ته تراويح په څه ثابتوې، چي وايي رسول الله هم درې ورځې کړې؟ ته خو يې هم د دې حجرې په لمانځه ثابتوې؟ ګرانه يوځل پام کوه بيا خبره!
[quote:31f3009a3e="وزیري"]
اووم: بل فرق یی دا ده چی ټول د حدیثو آئمه کرام د تراویحو او تهجدو په مغایرت باندي قائل وه. دا له دینه معلومیږی چی مشهورو محدثینو په خپلو کتابونو کی د تراویحو لپاره بیل باب قائم کړی او د تهجدو لپاره یی بیل باب قائم کړیده. وګورئ بخاری، مسلم، ابوداؤد، ترمذی، نسائی، ابن ماجه، موطا، مصنف ابن ابی شیبه، بیهقی، سنن الکبری، دارقطنی، امام بغوی په المصابیح، مشکوة، کتاب الاثار، مسند امام اعظم، بلوغ المرام او داسی نور ډیر.
[/quote:31f3009a3e]
يوځل خو دا دليل نه دئ چي محدث که د خپل اجتهاد له مخې څه فهمولي وو هغه به موږ هم کوو، زه يې بيا نه فهموم، خو بيا هم ستا د تسليت لپاره به زه کتابونه وګورم او تاته به يې حوالې هم درکړم:
25 - بَابُ التَّرْغِيبِ فِي قِيَامِ رَمَضَانَ، وَهُوَ التَّرَاوِيحُ(مسلم، نووي همدا باب ايښی)
اوس يې راسه حدیث يې کوم راوړی، له څه يې ثابتوي؟
عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَّى فِي الْمَسْجِدِ ذَاتَ لَيْلَةٍ، فَصَلَّى بِصَلَاتِهِ نَاسٌ، ثُمَّ صَلَّى مِنَ الْقَابِلَةِ، فَكَثُرَ النَّاسُ، ثُمَّ اجْتَمَعُوا مِنَ اللَّيْلَةِ الثَّالِثَةِ، أَوِ الرَّابِعَةِ فَلَمْ يَخْرُجْ إِلَيْهِمْ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمَّا أَصْبَحَ، قَالَ: «قَدْ رَأَيْتُ الَّذِي صَنَعْتُمْ، فَلَمْ يَمْنَعْنِي مِنَ الْخُرُوجِ إِلَيْكُمْ إِلَّا أَنِّي خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ» ، قَالَ: وَذَلِكَ فِي رَمَضَانَ.(مسلم ح: ۷۶۱)
دا اوس ته په انصاف فيصله وکړه چي تراويح دئ که تهجد دئ؟ که همدا تهجد دئ خو خلګو له ځانه نور نومونه ورته ټاکلي دي؟
بخاري داسي ليکي:
كِتَابُ صَلاَةِ التَّرَاوِيحِ.
بيا يې د عمر فاروق روايت هم راوړی چي خلګ يې د ابی پر لمانځه را جمع کړل او وروسته يې داسي توري ويلي:
قَالَ عُمَرُ: «نِعْمَ البِدْعَةُ هَذِهِ، وَالَّتِي يَنَامُونَ عَنْهَا أَفْضَلُ مِنَ الَّتِي يَقُومُونَ» يُرِيدُ آخِرَ اللَّيْلِ وَكَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ أَوَّلَهُ(بخاري ح: ۲۰۱۰)
ژباړه: عمر فاروق وويل: دا ښه بدعت دئ، هغه چي خلګ ترې بيدېږي تر هغه ښه دئ چي خلګ يې کوي، د ده هدف د شپې اخير وو او خلګو د شپې په اوله برخه کي کولې.
اوس فکر وکړه، عمر فاروق يې هم يو شی بولي، وايي: د خلګو تر دې لمانځه چي وزيري ته يې تراويح بولې هغه لمونځ غوره دئ چي خلګ يې د شپې په اخير کي ادا کړې، ستا د قاعدې موافق خو د شپې اخيرنی لمونځ تهجد دئ نو اوس څه په کي وايې؟
محقق يې پرې ليکلي:
(ينامون عنها) أي إذا ناموا ولم يصلوا التراويح ثم قاموا آخر الليل فصلوا فهو أفضل].
ابن حبان ليکي:
فَصْلٌ فِي التَّرَاوِيحِ.
بيا يې همغه د درو ورځو په جماعت د تهجد د لمانځه حدیث راوړی او همدا تراويح بولي.
(حدیث نمبر: ۲۵۴۲)
بیا هم ابن حبان وايي:
ذِكْرُ الْخَبَرِ الْمُدْحِضِ قَوْلَ مَنْ زَعَمَ أَنَّ صَلَاةَ النَّاسِ التَّرَاوِيحَ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ لَيْسَتْ سُنَّةً
2545 - أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْحَسَنِ بْنِ قُتَيْبَةَ، قَالَ: حَدَّثَنَا حَرْمَلَةُ بْنُ يَحْيَى، قَالَ: حَدَّثَنَا ابْنُ وَهْبٍ، قَالَ: أَخْبَرَنَا يُونُسُ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عُرْوَةُ بْنُ الزُّبَيْرِ، أَنَّ عَائِشَةَ أَخْبَرَتْهُ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ فِي الْمَسْجِدِ، فَصَلَّى رِجَالٌ بِصَلَاتِهِ، فَأَصْبَحَ النَّاسُ يَتَحَدَّثُونَ بِذَلِكَ، فَاجْتَمَعَ أَكْثَرُ، فَخَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي اللَّيْلَةِ الثَّانِيَةِ، فَصَلَّوْا بِصَلَاتِهِ، فَأَصْبَحَ النَّاسُ يَتَذَاكَرُونَ ذَلِكَ، فَكَثُرَ أَهْلُ الْمَسْجِدِ مِنَ اللَّيْلَةِ الثَّالِثَةِ، فَخَرَجَ يُصَلِّي بِهِمْ، فَصَلَّوْا بِصَلَاتِهِ، فَلَمَّا كَانَتِ اللَّيْلَةُ الرَّابِعَةُ عَجَزَ الْمَسْجِدُ عَنْ أَهْلِهِ، فَلَمْ يَخْرُجْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى خَرَجَ لِصَلَاةِ الْفَجْرِ، فَلَمَّا قَضَى الْفَجْرَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ، ثُمَّ تَشَهَّدَ فَقَالَ: «أَمَّا بَعْدُ، إِنَّهُ (2) لَمْ يَخْفَ عَلَيَّ شَأْنُكُمُ اللَّيْلَةَ، وَلَكِنِّي خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ صَلَاةُ اللَّيْلِ فَتَعْجِزُوا عَنْهَا».
باب ته يې يوځل وګوره او بيا راسه روايت ته پام وکړه، په څه يې ثابتوي؟ ایا د شپې په اول کي دئ که په نيمايي کي؟ بيا ورته وايي د شپې لمونځ به درباندي فرض شي، د شپې لمونځ خو همدا تهجد دئ، ځکه الله تعالي وايي:
وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَكَ.(السراء : ۷۹)
دلته وينې چي الله رسول الله ته د شپې د لمانځه امر کوي، دا به رسول الله کله د شپې په اول کي وکړ، کله په اخير کي او کله په نيمانيي کي.
ابن حبان وايي:
ذِكْرُ تَفَضُّلِ اللَّهِ جَلَّ وَعَلَا بِكَتْبِهِ قِيَامَ اللَّيْلِ كُلِّهِ لِمَنْ صَلَّى مَعَ الْإِمَامِ التَّرَاوِيحَ حَتَّى يَنْصَرِفَ.
روايت يې د ابو ذر راوړی چي د مقالې په اول پيل کي تېر سوی خو وروستي توري يې دا دي:
ثُمَّ لَمْ يُصَلِّ بِنَا حَتَّى بَقِيَ ثَلَاثَةٌ مِنَ الشَّهْرِ، فَقَامَ بِنَا فِي الثَّالِثَةِ، وَجَمَعَ أَهْلَهُ وَنِسَاءَهُ، فَقَامَ بِنَا حَتَّى تَخَوَّفْنَا أَنْ يَفُوتَنَا الْفَلَاحُ قُلْتُ: وَمَا الْفَلَاحُ؟ قَالَ: «السَّحُورُ».(صحیح ابن حبان: ۲۵۴۷)
اوس راسه د شپې اول دئ که اخير؟ تهجد دئ که تراويح؟ او که همدا تهجد ته خلګو همدا نوم ور کړی؟
بس همدا بيلګي کفايت کوي.


حذيفه
01.08.2013

د دې مقالې کتل در ته ګټور دي:
http://islamqa.info/ar/ref/143240

السؤال: بارك الله فيك له سؤال آخر هذا المستمع الذي رمز لاسمه بـ ع. م. يقول أيهما أكثر ثواباً صلاة القيام أم صلاة التراويح وهل لا تعتبر الصلاة صلاة قيام إلا إذا نام المرء ثم استيقظ وهل تختلف في صفاتها عن صلاة التراويح فهل هي مثنى مثنى وآخرها ركعة أفيدوني بذلك؟

الجواب

الشيخ: هذا السائل يعتقد أن هناك فرقاً بين التراويح والقيام، والحقيقة أن لا فرق بينهما.

فالتراويح من قيام الليل ولهذا نعتبر المسلمين قائمين لرمضان من أول ليلة وأن قوله صلى الله عليه وسلم من قام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه يشمل التراويح فإنها من القيام بلا شك لكن جرى عرف الناس أن ما أطيل فيه القراءة والركوع والسجود فهو قيام وما خفف فهو تراويح . وهذا مفهومٌ عرفي وليس مفهوم شرعي بل المفهوم الشرعي أن القيام والتراويح شيء واحد كلاهما قيامٌ لليل لكن القيام المعروف عند الناس يطال فيه الركوع والسجود لأنه غالباً يقع في آخر الليل وآخر الليل ينبغي فيه الإطالة ليتمكن الناس من الدعاء بما يريدون فإن آخر الليل وقت الإجابة لقول النبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم (ينزل ربنا إلى السماء الدنيا حين يبقى ثلث الليل الآخر فيقول من يدعوني فأستجب له ومن يسألني فأعطيه ومن يستغفرني فأغفر له حتى يطلع الفجر).

وقول السائل أن القيام ما كان بعد النوم نقول هذا السؤال مبنيٌ على ما سبق من أن السائل يظن أن هناك فرقاً بين التراويح والقيام فإذا قلنا أن القيام هو الصلاة في الليل ويشمل التراويح لم يرد علينا هذا السؤال.

http://www.ibnothaimeen.com/all/noor/article_3563.shtml
دا هم وګوره ښايي ورته فکر دي سي، دلته وايي توپير نه لري بلکي دواړه يو شی دئ(والحقیقة ان لافرق بين هما)
http://www.mktaba.org/vb/showthread.php?t=7425
http://forum.sedty.com/t632592.html


حذيفه
01.08.2013

الفرق بين القيام والتراويح ؟ .
صلاة التراويح هي من قيام الليل وليستا صلاتين مختلفتين كما يظنّه كثير من العوامّ ، وإنما سميّ قيام الليل في رمضان بصلاة التراويح لأنّ السّلف رحمهم الله كانوا إذا صلّوها استراحوا بعد كلّ ركعتين أو أربع من اجتهادهم في تطويل صلاة قيام الليل اغتناما لموسم الأجر العظيم وحرصا على الأجر المذكور في قوله صلى الله عليه وسلم : " مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ . " رواه البخاري رقم 36 ، والله تعالى أعلم .
الإسلام سؤال وجواب
الشيخ محمد صالح المنجد
اسلام سټوری.
دلته بايد پوه سې چي دا خلګو له دې امله ور کړی لکه شيخ چي ويلي او نور يې ته او فکر؟


حذيفه
01.08.2013

اوس بايد وزیري دا پوښتنې ځواب کړي:
اوله: د مسلم حدیث دي د سند له مخې ضعيف دئ بل په صحیح سند لرې که همدا یوازي ضعيف در پاتې دي؟
د نسائي روايت دئ هم سخت ضعيف دئ، همدا لرې که بل هم درته سته؟
د روايت په کومو تورو چي ته استناد کوې هغه له راوي وهم سوی، حوالې مي په اول مضمون کي در کړې.
دويمه:
د ابو داؤد په حواله روايت کي مي درته ثابته کړه چي دا د تهجد لمونځ وو، ځکه وايي: حتی خشينا ان یفوتنا الفلاح، ان د پېشلمي پر تېرېدلو وډار سول، ستا په قاعده د اخير وخت لمونځ تهجد دئ، نو دا هم په روژه کي سوی، اوس تهجد دئ که تراوي؟
وروسته مي د بخاري په حواله د عائشې حدیث در کړ چي وايي رسول الله نه په روژه او نه په غير روژه کي تر ۱۱ رکعته زيات لمونځ کاوی، ایا دا پر دې ښکاره دليل نه دئ چي رسول الله که به د شپې په هره برخه کي لمونځ وکړ هغه قیام الليل یا تهجدوو؟ البته که تر خوب وروسته وي نو تهجد يې بولي او که نه قيام الليل خو په روژه کي قيام رمضان دئ.
درېيمه:
د کور لمونځ افضل دئ، تاسو ولي د رسول الله امر نه عملي کوئ، روايت کي داسي توري دي:
فَعَلَيْكُمْ بِالصَّلَاةِ فِي بُيُوتِكُمْ، فَإِنَّ خَيْرَ صَلَاةِ الْمَرْءِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا الصَّلَاةَ الْمَكْتُوبَةَ.مسلم.
یا داسي:
فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِي بُيُوتِكُمْ، فَإِنَّ أَفْضَلَ الصَّلاَةِ صَلاَةُ المَرْءِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا المَكْتُوبَةَ»(بخاري)
دا دوه امرونه دي چي وجوب فايده کوي، که يې وجوب نه منې نو افضل خو دي نو تاسو ولي افضل ایله کوئ او غیر افضل کوئ؟
څلرمه:
خلګ ولي د رسول الله اولی عمل کوي او وروستی يې ایله کوي، ځکه په روايت کي دا هم ور سره سته:
فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ، ثُمَّ كَانَ الأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ فِي خِلاَفَةِ أَبِي بَكْرٍ، وَصَدْرًا مِنْ خِلاَفَةِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا.بخاری.
رسول الله وفات سو او خبره همداد کور پر لمانځه وه، د ابو بکر په خلافت کي هم د عمر فاروق د خلاف په اول وخت کي هم .
نو ولي هغه عمل نه کوئ چي تر عمر دوو افضلو (رسول الله او ابو بکر) کاوی؟
پنځمه:
رسول الله خو د شپې کولې، یا به يې اوله ورځ په ثلث الليل کي وکړې او بيا به يې اخير ته کړې تاسو يې ولي د ماخستن تر لمانځه وروسته سمدستي کوئ. په روايت کي داسي دي:
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، خَرَجَ مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ فَصَلَّى فِي الْمَسْجِدِ، فَصَلَّى رِجَالٌ بِصَلَاتِهِ.(مسلم)
او دا هم دي چي رسول الله متصل نه کاوی، ځکه روايت کي داسي دي:
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اتَّخَذَ حُجْرَةً - قَالَ: حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ مِنْ حَصِيرٍ - فِي رَمَضَانَ، فَصَلَّى فِيهَا لَيَالِيَ.(بخاري)
وايي: حجره کي يې لمونځ کاوی، نو تاسو يې ولي هيئت نه ور بدلوئ؟ وايي: څو شپې يې لمونځ په کي وکړ، که له ماخستن سره سمدستي وايي نو خلګو اوله شپه هم ليدی، له دې معلومېږي چي رسول الله به يوځل ولاړ بيا به ورته راوتی همدا وجه وه چي اصحابو له اولې شپې ونه ليدی، که نه نو اوله شپه يې هم عبادت ور سره کاوی. تاسو يې اتصال ته څه دليل لرئ؟
شپږمه:
له رسول الله په دې احاديثو کي هيڅ تعداد نه دئ نقل سوی، نو تاسو شل له کومه ځایه کړل؟ د شلو تعين رسول نه دئ کړی، نو تاسو يې ولي هغه ډول نه کوئ لکه رسول الله چي کړې دي، هغه خو يې د رکعتونو تعداد نه دئ ټاکلی، بس لمونځ يې کاوی، که يې د نورو حدیثو په رڼا کي تشريح کړو نو له ۳ رکعته واخله بيا تر ۱۳ يې کړی دئ او دا ترې ثابت دي.
اوومه:
ستا په اند که تراويح او قيام الليل سره بېل وي نو بيا خو تاسو له تراويح سره يوځای وتر هم په جماعت کوئ، ایا دا مو د شپې لمونځ بيا نه منعه کوي، ځکه رسول الله وايي:
«اجْعَلُوا آخِرَ صَلاَتِكُمْ بِاللَّيْلِ وِتْرًا».بخاري
یعني اخيرنی لمونځ مو په شپه کي وتر کړئ.
اوس رسول الله امر کوي چي اخير لمونځ بايد وتر وي، نو تاسو خو داسي نه کوئ، اخير ولي؟
که نور لمونځ کوئ هم يوازي هغه به کوئ چي له رسول الله څخه ثابت وي، ځکه چي عبادت ثبوت غواړي، له رسول الله تر وترو وروسته یوازي دوه رکعته په ناسته ثابت دي او بس.
تر بيا


وزیري
01.08.2013

محترم حذیفه صاحب ډیره زیاته مننه چی خپل نظریات مو له مونږه سره شریک کړل. په موضوع باندي ډیر ښه بحث وشو او دلایل هم ښه ډیر په کی وویل شول. هر دلیل مونږه سره کومک کوي چي موضوع خپل عُمق ته کیباسي خو په څنګ کی یی بیا همدا دلایل موضوع په ښاخو هم ویشي. چی موضوع را لنډه او عام فهمه کړمه نو راځم یو څو خبري کوم او ستاسو جدي توجه هم ورته غواړم.
اول: د مسلم شریف کوم حدیث چی تاسو د امام حاکم صاحب په قول جرحه بولي کومه جرحه نده. امام حاکم صاحب فقط دومره ویلي چی مدلس ده او نور رد یی نده پري کړی. که ته ریښتیا هم په حدیثو پوهیږی نو تدلیس په حدیثو کی په دي معنی نده چی حدیث به په هیڅ وجه صحت ته ونه وځي.
د قتاده د ثقه توب لپاره همدومره بس ده چی بخاري او مسلم شریف ترینه روایت کړیده. بیا هم وایم چی قتاده د بخاري او مسلم شریف راوي ده نو همدغه ثقه توب یی بس ده. د مسلم شریف حدیث خو یی تاسو وینئ او په بخاري شریف کی ترینه دا روایت شویده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه.
نو ته اوس قبلې ته مخ کړه او په ایمان سره ووایه چی د بخاري او مسلم راوی وي او امام حاکم ورته مدلس ویلي وی نو حدیث یی باید رد شی؟؟؟ هیڅکله هم داسی نده. بناء د مسلم شریف حدیث په ثقه توب کی د یوه حرف په اندازه شک هم نشته. دا محض یوه فتنه ده چی اوس د بخاری او مسلم په روایتو پسی را اخستل شویده.
نو کله چی په دي کی شک پاتی نشو چی د مسلم شریف حدیث صحیح ده نو تهجدو فرضیت په مکه کی منسوخ شوای وه بیا په مدینه کی د فرض کیدو ویره یی نه وه. هغه ویره د تراویح د لمانځه وه.
بیا دی د متعي بحث را اخیستی او د دا دي په کی ویلي چی یو شی یو پیرته منسوخ شی بیا هم روا کیدای شی او بیا هم منسوخیدای شی. منم بالکل منم او په متعه کی همداسی شویدي. خو که فکر دي وي د متعی د هر کرت حلالیدلو او حرامیدلو لپاره ځانته ځانته حدیثونه شته، بی حدیثه خو یی نه منو. پس د تهجدو د فرضیت لپاره هم که د متعي په شان تکراري منسوخیدل او فرض کیدل شوي وی نو مهرباني وکړه یو حدیث خو یی پیش کړه.
دا زه درته وایم چی نشته. هماغه یو دفعه یی فرضیت ساقط شه او په هماغه حال پاتي شوه.
خلاصه: د مسلم شریف حدیث بالکل صحیح ده. د تهجدو فرضیت په مکه کی منسوخ شویدا، بیا یی په مدینه کی د فرض کیدو ویره له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بالکل نه وه. هغه ویره چی رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وه د قیام رمضان یا تراویحو فرضیت وه. نو د موضوع د عنوان په حروفو قیام رمضان یا تراویح بیل او قیام الیل یا تهجد بیل بیل لمونځونه دي.

دوهم: ما لیکلي وه چی بل فرق یی دا ده چی ټول د حدیثو آئمه کرام د تراویحو او تهجدو په مغایرت باندي قائل وه. دا له دینه معلومیږی چی مشهورو محدثینو په خپلو کتابونو کی د تراویحو لپاره بیل باب قائم کړی او د تهجدو لپاره یی بیل باب قائم کړیده. په جواب کی یی حذیفه صاحب غټه نا انصافی کړیده او د خپلي خیټي نه یی لیکلی چی: يوځل خو دا دليل نه دئ چي محدث که د خپل اجتهاد له مخې څه فهمولي وو هغه به موږ هم کوو، زه يې بيا نه فهموم.
حذیفه صاحب ته وګوره چی ته څومره غټه اشتباه کوي چی په زرګونو مجتهدینو ته د غلط فهمولو اشاره کوي. دا خو په دی معنی ده چی ته له دي ټولو محدثینو نه ښه پوهیږی.
حقیقت خو داسی ده چی هغه احادیث چی ما او تا خالي په کتابونو کی لیدلي ده، هغه ددوي متنا او سندا په یادو یاد وه او په حدیثو کی استادان وه نو دا بیا څنګه امکان لري چی هغوي ټول دي په دي ځای کی خطا شوي وی چی د تهجدو او تراویحو په مغایرت نه پوهیدل او له خپله ځانه یی ورته بابونه کیښودل. حذیفه صاحب لږ د خپل نفس له تورو پردو را ووځه او د محدثینو علم کم مه فهموه او د هغو صداقت ته د خیانت په سترګه مه ګوره. زه درته اوس لږ نوره تشریح هم کوم چی دا درته واضحه کړمه چی کومو محدثینو بیل بیل بابونه ایښې دي او په څه نامه دي:
د کتاب نوم - باب تهجد - باب تراویح
صحیح بخاری - باب فضل قیام الیل - باب فضل من قام رمضان
صحیح مسلم - باب صلوة الیل - باب الترغیب فی قیام رمضان وهو التراویح
سنن ابی داؤد - باب فی صلوة الیل - باب قیام شهر رمضان
سنن ترمذی - باب فی فضل صلوة الیل - باب ما جاء فی قیام شهر رمضان
سنن نسائی - کتاب قیام الیل - ثواب من قام و صام
سنن ابن ماجه - باب ما جاء فی قیام الیل - باب ما جاء فی قیام شهر رمضان
موطا امام مالک - باب فی صلوة الیل - باب فی قیام رمضان
موطا امام محمد - باب فی صلوة الیل - باب قیام شهر رمضان
مشکوة شریف - باب فی صلوة الیل - باب قیام شهر رمضان
ریاض الصالحین - باب فضل قیام الیل - باب استحباب قیام رمضان وهو التراویح
صحیح ابن حبان - فصل قیام الیل - فصل فی التراویح
مجمع الزوائد - باب فی صلوة الیل - قیام رمضان
سنن کبری للبیهقی - باب فی صلوة الیل - باب فی قیام شهر رمضان
جمع الفوائد - صلوة الیل - قیام رمضان والتراویح وغیرذالک
قیام الیل للمروزی - باب فی صلوة اللیل - قیام رمضان
بلوغ المرام - صلوة التطوع - قیام رمضان

حذیفه صاحب اوس وګوره چی مغایرت نور څه رقم وي. دا چی ته قصدا سترګی پټوی نو زه څه وکړم. د امت ټول محدثین او مجتهدین یوه خواته او ته بله خواته.
نورو وروڼو نه هم هیله کوم چی خپل درانه نظریات له مونږه سره شریک کړی. مننه

والسلام


وزیري
01.08.2013

د بی بی عایشی رض د حدیث په رابطه درته دا وعده درکوم چی مفصل بحث به درته په کی وکړم.
دا به درته په واضحو ټکو روښانه کړم چی دا د ۸ رکعته تراویحو لپاره هیڅکله هم دلیل کیدای نشی.
خو ددي په خاطر چی موضوع ډیره شواړه نشی، نو لږ وقفه په کی کوم.
او که په بله کړکۍ کی یی خلاصوې هم ستا خوښه. (د بی بی عایشې رض حدیث او اته رکعته تراویح)

مننه


وزیري
01.08.2013

پاتی شوه دا نور اخیري خورد او ریزه سوالونه دي نو اول خو زه په دی مجبوره هم نه یم چی دي سوالونو ته جوابونه ووایم ځکه چی زما او ستا بحث لا په هماغه اولو خبرو کی بند ده. خو په هر حال، سوالونه دي دومره مهم هم ندي او زما په تیرو لیکنو کی جواب شوي هم دي خو ته همیشه دا کوشش لري چی خبره بار بار تکرار کړي او نور یی هم جنجالي کړی.

ما درته لیکلي دي چی شل ولي دي او په جمعه ولی دی. شل خو ځکه دي چی حضرت عمر رضی الله عنه امر پري کړیده او آیا دا بس نده چی مونږه په دي اکتفاء وکړو چی حضرت عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه له ما او تانه ښه خبر وه او نورو صحابه کرامو هم ورسره منلي وه.
په جمعه ځکه دي چی حضرت عمر رضی الله عنه پري امر کړیده او آیا ته دا نه مني چی:
د خلفاء راشدین جاری کرده طریقو ته هم سنت وایی. په دی باره کی حافظ ابن تیمیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث راخلی چی د خلفاء راشدینو سنت هم سنت دی. دی لیکی: فلما کان عمر رضی الله عنه جمعهم علی امام واحد وهو ابی بن کعب الذی جمع الناس علیه بامر عمر بن الخطاب و عمر هو من خلفاء الراشدین حیث یقول صلی الله علیه وسلم علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ یعنی اضراس لانها اعظم فی القوة وهذا الذی فعله هو السنة (فتاوی ابن تیمیه ۲۲/۲۳۴ بحواله نماز پیمبر صفحه ۲۵۴)

او په اول وخت کی کول او یا اخیر وخت کی کول خو ستاسو غیرمقلدین وایی. مونږ خو نه وایو. مونږ خو صرف د حضرت عمر رضی الله عنه سنت په ځای کوه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږه ته ددوي د سنتو د پیروی ویلې دي. ستاسو غیرمقلدین وایی:
د تراویحو او تهجدو وخت جدا جدا ده. فتاوی علماء حدیث لیکی چی د تراویحو وخت د عشاء له لمانځه بعد به اوله حصه د شپی کی ده او تهجد په اخیره حصه د شپی کی دي. (فتاوی علماء حدیث، شپږم جلد، صفحه ۲۵۱)
مولانا ثناء الله امرتسری غیر مقلد لیکی: د تهجدو وخت د سحر له ختو نه لږ مخکی ده او تهجد په اوله حصه د شپه کی نه کیږی. (فتاوی ثنائیه، اول جلد، صفحه ۴۳۱)
بل غیرمقلد مولوی، مولانا صلاح الدین یوسف لیکی: د تهجد مفهوم د شپی په اخیره حصه کی نفل کول دي. ټوله شپه قیام الیل کول د سنت خلاف دي. نبی علیه السلام به د شپی په اوله حصه کی خوب کاوه او په اخیره حصه کی به یی تهجد کول، او همدا سنت طریقه ده. (تفسیر حواشی قرآن مجید، صفحه ۷۸۹، مطبوعه شاه فهد قرآن مجید پنټنګ پریس سعودی عرب)

دا ستا خبره ده په ما یی مه راتپه.
بل نفل په کور کی بهتره دي په دي هرڅوک پوهیږي خو تروایح ځکه په جمعه بهتره دي چی حضرت عمر رضی الله عنه پري امر کړیده.
نو اوس دی چی کله حضرت عمر رضی الله عنه نفس ته په مقابله کی ودریده نو دا شک هم درکي نشته چی حضرت عمر رضی الله عنه ته به دي په زړه کی ګړ بړ هم راغلی وي ځکه چی د نفس خاصیت هم همداسی وی.

که حضرت عمر رضی الله عنه نه مني او یا دا حدیث نه منی چی علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ نو بیا هغه ستا خپله اشتباه ده او زما جدا نده درته خوښه.

والسلام


وزیري
01.08.2013

یو جواب دي بل هم را باندي پاتي ده چی وتر باید اخیر لمونځ وګرځول شی. ښه خبره کوي. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک ده چی: اجعلوا آخر صلوتکم باللیل وترا.
ټول امامان د فقهي په دی باندی متفق دي چی: فان کان له تهجد جعل الوتر بعده استحبابا لقوله صلی الله علیه وسلم اجعلوا آخر صلوتکم باللیل وترا، وان لم یکن له تهجد جعل الوتر مع الامام لینال له فضیلة الجماعة. یعنی که څوک له تراویح نه بعد د تهجدو نیت لري نو مستحب خبره داده چی وتر له تهجدو نه بعد اداء کړی ځکه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دی چی وتر خپل اخیري لمونځ وګرځوی، او که څوک د تهجدو نیت نلري نو وتر دي په اخیر د تراویحو کی له امام سره په جمعه اداء کړی چی د جمعي فضیلت یی په نصیب شی. (الفقه الاسلامی و ادله، دوهم جلد، صفحه ۷۵)
اوس نو عوام کله ټول تهجد کوي چی وتر ورته اخیر کړی، د دوي غریبانانو همدا تراویح اخیر لمونځ وی خو هو که څوک د تهجدو قصد لري نو بیا ورته په کار ده چی وتر له تراویحو نه وروسته له امام سره ونه کړی.

والسلام


حذيفه
02.08.2013

مننه!
نن جمعه هم ده او زه د جمعې لمانځه ته هم تياري کوم، خير بحث به وروسته هم جاري ساتو او له احساساتو به په کي کار نه اخلو، زه ستا دې خبرو ته بيا هم راځم، ان شاء الله! البته يوه خبره دي ستا په خپله خوله درته ذکر کوم:
[quote:6c2d6036a9="وزیري"]
په هر حال، کوم احادیث چی په پورتنی لیکنه کی د رفع الیدین لپاره د ثبوت په څیر راوړل شویدي یو څه مشکل لري. مطلب می د ابن عمر رضی الله عنه احادیث دی، له کومو نه چی رفع الیدین ثابتیږی.

کیداي شی چی اوس به دی یا خو ویښته زیږه شوی وی او یا به خندا درغلي وی چی د بخاری شریف حدیث لا څنګه مشکل لري.

اول چانس به تا ته درکړمه چی په دی حدیثو څه شویدی؟ هسی خو هم په علم حدیث کی مچ په پوزه نه پریږدی.

که ونه توانیدي نو بیا به زه درته د ابن عمر په احادیثو او نورو ورته احادیثو باندی پوره تبصره وکړمه. ان شاء الله له دی بعد به ته هم رفع الیدین ونه کړی. [/quote:6c2d6036a9]
دا ستا هغه خبرې دي چي تېر کال دي کړې، کېدای سي وزيري صیب! روژه ده او ستا د حافظې له هندارې به روژه ستا دا خبرې ليرې کړې وي، ته اوس وايې د بخاري و مسلم روايات صحیح دي، خو تېر کال دي د بخاري روايت چي د صحت ټول شرايط په کي پوره ول رداوی او بيا ونه تونېدې.
ښاغلی وزيري! زه د اصولو له مخې يو شی رد وم او بيا يې هم ردوم، اوس هم زه د مسلم روايت تر هغو نه منم چي ته يې تصريح را نه وړې، دا خو ستا فکر دئ چي د مسلم روايت صحیح دئ، ما درته وليکل چي قتاده مدلس دئ او د مدلس عنعنه نه منل کېږي، پر دې موضوع بيا هم خبره کوم چي د قتاده عنعنه بخاري هم مضره بولي او په بخاري کي هر ځای چي د ده عنعنه راغلې بيا يې تصريح هم کړې او يا يې بل سند ور سره راوړی، دې موضوع ته به هم راسم که دې خوښه وه، خو لومړی ستا یو انصاف در یادوم چي ولي دي تېر کال د خپل موقف مخالف د بخاري روايت نه منئ؟
په دې هم پوهېدې چي د بخاري روايت رد ول عجيب کار خو دئ، لکن تا بيا هم وکړ ځکه چي ستا له دريځ سره متصادم وو؟
نو که تا تېر کال داسي کړي او يوازي د خپل مذهب د تاييد په خاطر نو زه يې د اصولو په رڼا کي ولي ونه کړم؟
دا يوه يادونه دي و بس، که نه دا موضوع څېړل غواړي خير وروسته هم پرې ږغېږو.
اوس همدومره
تر بيا!


وزیري
02.08.2013

---- ګرانو لوستونکو! متن اګر چه لږ لوي ده خو په لوستلو حتما ارزي، مهرباني وکړي ټول ولولئ چی په دي وپوهیږی چی خلک وچو دیوالو ته څنګه لمدې خټي ورتپي ------

حذیفه صاحب ډز دي کړیده خو نښه دي نده ویشتي، سهوه شولې. الحمدالله حافظه می بالکل جوړه ده او د رفع الیدین بحث می داسی یادیږی لکه همدا نن ورځ.
زه اوس هم وایمه چی د بخاري او مسلم ټول راویان ثقه دي. هغه حدیث چی د رفع الیدین په بحث کی ما جرحه کړی وه جرحه په راوي نه وه بلکی په متن چی اضطراب په کی وه او حدیث مرفوع هم نه وه. اوس هم وایم چی د هغه حدیث راوی حضرت عبدالله بن عمر رض په سلو کی دری سوه فیصده ثقه ده خو د حدیث په متن کی اضطراب هم شته او مرفوع والی کی هم غټ شک لري، شک خو لا څه کی چی په یقیني طور سره موقوف ده. او په څنګ کی یی دا هم واضحه ده چی حدیث په خپله د ابن عمر رض له فعل سره هم مخالف ده. تفصیل یی لاندي وګوره.

په لنډو د هماغه بحث خلاصه راخلم چی لوستونکي هم وپوهیږی زما جرحه او ستا جرحه څومره فرق لري. دا هم مه هیروه چی ستا جرحه د مسلم په راوی ده نه په متن. که په متن کی څه مشکل لري یا مرفوع نه وي نو مهرباني وکړه او تشریح یی کړه.

ما لیکلې دي:
د سیدنا عبدالله ابن عمر رضی الله عنه نه چی کوم روایتونه راغلي دی نو په هغي کی سخت اضطراب موجود ده. یعنی د رفع الیدین ثابت ځایونه نه دی معلوم.
د ابن عمر رضی الله عنه په یو حدیث کی د رکوع نه وروسته رفع الیدین نشته او په بل کی د رکوع نه وروسته رفع الیدین شته. په بعضو روایاتو کی دریم رکعت ته په جیګیدو کی رفع الیدین نشته او په بعضو روایاتو کی هر رکعت ته په جګیدو کی رفع الیدین شته. دا احادیث که په غور ولوستل شی نو دا به په کی ضرور ووینئ چی یو حدیث کی رفع الیدین په یو قسم دی او په بل حدیث کی بیا بل قسم دی.

د رفع الیدین په دي احادیثو کی دا اختلاف هم موجود ده چی آیا دا احادیث موقوف دی او که مرفوع؟ ددي پوښتني په جواب کی زه دا خبره په وضاحت سره کوم چی د علماؤ ترمنځ ددي احادیثو د مرفوع والی په باره کی اتفاق نظر نشته. ددي روایتونو له نقل کولو نه بعد امام بخاری رحمة الله علیه لیکی:
رواه حماد بن سلمة عن ایوب عن نافع عن ابن عمر عن النبی صلی الله علیه وسلم و رواه ابن طهمان عن ایوب و موسی بن عقبة مختصرا (صحیح البخاری، اول جلد، صفحه ۱۰۲)
یعنی دا روایت څوک مرفوع بیانوی او څوک یی مختصر بیانوي. چی مختصر بیانول یی په خپله په موقوفوالی باندی دلالت کوی او امام بخاری رحمة الله علیه هم پری خبر ده.

دوهم: حافظ ابن حجر رحمة الله علیه دي اختلاف ته اشاره کړي او دا یی ویلي دی چی ددي حدیث له مرفوع والی سره عبدالله بن ادریس او عبدالوهاب ثقفی مخالفت کړیده او حدیث یی موقوف شمیرلی (فتح الباری، دوهم جلد، صفحه ۱۷۷)

دریم: امام بیهقی رحمة الله علیه لیکی:
و عبدالاعلی ینفرد برفعه الی النبی صلی الله علیه وسلم. (سنن کبری، دوهم جلد، صفحه ۱۳۷) یعنی عبدالاعلی یواځینی نفر ده چی دا حدیث یی مرفوع بیان کړیده. یعنی باقی نورو ټولو راویانو مرفوع نه ده بیان کړی.

څلورم: زرقانی شرح موطاء امام مالک لیکی:
لان سالما و نافعا لما اختلفا فی رفعه و وقفه. (زرقانی، اول جلد، صفحه ۱۵۷) یعنی سالم او نافع ددی حدیث په مرفوع والی او موقوف والی کی اختلاف کړیده.

پنځم: د امام بخاری رحمة الله علیه شاګر امام ابوداؤد رحمة الله علیه خو نیغه فیصله پری کړیده چی:
الصحیح قول ابن عمر لیس بمرفوع (ابوداؤد، کتاب الصلاوة، باب افتتاح الصلوة) یعنی صحیح خبره دا ده چی د ابن عمر دا قول مرفوع نه ده.

شپږم: امام ولی الدین عراقی رحمة الله علیه هم د امام ابوداؤد قول را نقل کړی. (طرح التثریب، صفحه ۲۶۲)

اووم: غیرمقلد ستر محدث ناصرالدین البانی هم د امام ابوداؤد د قول ملاتړ کړی. (ضعیف سنن ابی داؤد، صفحه ۷۲ برقم ۱۵۲)

اتم: قاضی شوکانی هم د امام ابوداؤد قول را نقل کړی. (نیل الاوطار، دوهم جلد، صفحه ۲۰۴)

نهم: امام عقیلي هم حدیث ابن عمر عن نافع را نقل کړی او په واضحو الفاظو یی لیکلی:
ددی روایت موقوف والی ډیر بهتره ده. (ضعفاء الکبیر، دوهم جلد صفحه ۶۸)

لسم: امام محمد له امام مالک نه دا حدیث موقوف بیان کړیده. (موطا امام محمد، صفحه ۸۹)

یوولسم: امام مالک رحمة الله دا حدیث له نافع نه موقوف روایت کړیده. (موطا امام مالک، صفحه ۶۱)

دولسم: د وهابیانو بزرګ قاضی شوکانی په نیل الاوطار کی لیکي:
حکی الدارقطنی فی العلل الاختلاف فی رفعه و وقفه. (نیل الاوطار، دوهم جلد، صفحه ۲۰۴) یعنی امام دارقطنی په کتاب العلل کی ددی روایت په موقوف والی او مرفوع والی کی اختلاف بیان کړیده.

نو، اوس چی دا حدیث مرفوع نه ده نو وهابیان یی څرنګه دلیل نیولای شی. او د خیر خبره خو په کی لا دا ده چی وهابیان موقوف حدیث دلیل نه مني. وګورئ، فتاوی نذیریه اول جلد صفحه ۳۴۰، دلیل الطالب صفحه ۶۱۷ او درایت تفسیری صفحه ۱۶.

دریمه مسئله: امام مالک رحمة الله علیه په دی حدیث کی ددی دومر اضطراب په لیدلو سره په دی حدیث باندی له عمل کولو نه انکار کړیده او دا یی ویلي دی چی رفع الیدین صرف د لمانځه په شروع کی شته او بس. امام زرقانی د امام مالک رحمة الله په باره کی لیکی:
لم یأخذ به مالک. (زرقانی شرح موطاء، اول جلد، صفحه ۱۵۷) یعنی امام مالک په دی عمل نه ده کړی.

همدارنګه حافظ ابن رشد مالکی لیکی:
امام مالک رحمة الله علیه د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او حضرت براء بن عازب رحمة الله علیه د ترک رفع الیدین احادیث خپل کړی وه ترڅو د اهل مدینه د عمل موافقت وشی. یعنی اهل مدینه هم په هغه وخت کی د ابن عمر رضی الله عنه په حدیث عمل نه کاوه. (هدایة المجتهد، اول جلد، صفحه ۱۳۶)

علامه عبدالرحمن جزری لیکی:
د مالکیانو په نزد غیر له اول رفع الیدین نه نور ټولو ځایونو کی رفع الیدین مکروه ده. (الفقه علی المذاهب الاربعه، اول جلد، صفحه ۲۵۰). دا د امام مالک رحمة الله علیه مشهور روایت ده چی رفع الیدین یی مکروه بللي دی. وګورئ: شرح مسلم (امام نووی) اول جلد، صفحه ۱۶۸، امام کرمانی په شرح د بخاری پنځم جلد صفحه ۱۰۷ او قاضی شوکانی په نیل الاوطار دوهم جلد صفحه ۲۰۱.
علامه ماردینی وایی چی قرطبی د مسلم په شرح کی وایی چی د امام مالک مشهور قول د رفع الیدین ترک ده. (الجواهر النقی، دوهم جلد صفحه ۷۶)

همدارنګه د امام مالک شاګرد ابن القاسم لیکی: کان رفع الیدین عند مالک ضعیفا الا فی تکبیرة الاحرام. (المدونة الکبری، اول جلد صفحه ۶۷)

به بل ځای کی خپله امام مالک رحمة الله علیه فرمائی:
لا اعرف رفع الیدین فی شئ من تکبیرالصلوة لا فی خفض ولا فی رفع الا فی افتتاح الصلوة. (المدونة الکبری، اول جلد صفحه ۶۸) یعنی زه د لمانځه په شروع کی رفع الیدین نه غیر نور د لمانځه په هیڅ ځای کی رفع الیدین نه پیژنم.

د حضرت ابن عمر رضی الله عنه خپل عمل:
په صحیحو سندونو سره دا ثابته ده چی حضرت عبدالله ابن عمر رضی الله عنه هم په لمانځه کی صرف یوځل رفع الیدین کول. د بخاری او مسلم استاد امام ابن ابی شیبه رحمة الله علیه لیکی:
حدثنا ابوبکربن عیاش عن حصین عن مجاهد قال ما رأیت ابن عمر یرفع یدیه الا فی اول ما یفتح. (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۲۳۷) یعنی امام مجاهد وایی چی ما ابن عمر رضی الله عنه لیدلای ده چی په لمانځه کی به یی صرف یو ځل رفع الیدین کاوه. ددی روایت ټول راویان د بخاری او مسلم مرکزی راویان دی.

همدارنګه په دغو کتابونو کی هم عیني روایات راغلی دی. موطاء امام محمد، صفحه، ۹۳: نصب الرایة، اول جلد، صفحه ۴۰۰: طحاوی شریف، اول جلد، صفحه ۱۴۷.

د رفع الیدین په باره کی د ابن عمر رضی الله عنه فتوی:
ابن عمر رضی الله عنه په لمانځه کی غیر له اول رفع الیدین نه نور ټول رفع الیدین بدعت بللئ ده. دی مبارک وایی: رأیتکم و رفع ایدیکم فی الصلوة والله انها لبدعة. (میزان الاعتدال، اول جلد، صفحه ۳۱۵، ترجمه نمبر ۱۱۹۰) یعنی ما تاسو او ستاسو رفع الیدین لیدلی ده. په الله قسم چی دا بدعت ده.
دا روایت د الکامل لابن عدی په صفحه ۹ کی هم موجود ده. همدارنګه دا روایت امام احمد بن ابوبکر بن اسماعیل البوصیری په خپل کتاب اتحاف الخیرة المهرة صفحه ۳۶۹، باب رفع الیدین غیر الرکوع و ترکه کی ذکر کړیده.

امام شعبی رحمة الله علیه د حضرت ابن عمر رضی الله عنه څو کاله شاګر پاتی شویدی (بخاری، دوهم جلد، صفحه ۱۰۷۹) ده په دی دومره دوره کی غیر له اول رفع الیدین نه بیا په لمانځه کی رفع الیدین نه ده کړی (مصنف ابن ابی شیبه، اول جلد، صفحه ۲۳۶)
همدارنګه امام شعبی رحمة الله علیه له ۵۰۰ صحابه وو سره ملاقات کړیده (اکمال برمشکوة صفحه ۶۰۰)

نو د پورتني معلوماتو نتیجه داسی را ووته چی د حضرت ابن عمر رضی الله عنه پیش کرده روایات سخت اضطراب لری نو په داسی حالت کی یو حدیث ته هم ترجیح نشو ورکولای. او پخپله د ابن عمر او د هغه د شاګردانو او د بخاری د راویانو موقف هم ددی روایت په خلاف ده.

نو اوس دي لوستونکي په دي فیصله وکړی چی ما د بخاری په راوي باندي جرحه کړیده او که د حدیث په متن او په نه مرفوع والي باندي؟

حذیفه صاحب، هیله کوم چی بحث بله خواته مه وړه او د تراویح او قیام الیل په موضوع باندي بحث وکه. زه پوهیږم چی نوره لاره درنه ورکه ده او اوس زاړه بحثونه را تازه کوي او ځان باسي. که ځي هم تلای شي، مخه دي چا نده نیولې، خو بحث مه بی مسیره کوه.
والسلام


حذيفه
03.08.2013

ښاغلی وزيري بيا هم ښې چارې!
[quote:38014dd374="وزیري"]
اول: د مسلم شریف کوم حدیث چی تاسو د امام حاکم صاحب په قول جرحه بولي کومه جرحه نده. امام حاکم صاحب فقط دومره ویلي چی مدلس ده او نور رد یی نده پري کړی. که ته ریښتیا هم په حدیثو پوهیږی نو تدلیس په حدیثو کی په دي معنی نده چی حدیث به په هیڅ وجه صحت ته ونه وځي.[/quote:38014dd374]
د مسلم پر حدیث دي ما جرحه کړې وه او اوس يې هم پر کوم، امام حاکم مفسره جرحه پرې وکړه چي قتاده مدلس دئ او تدليس له هر چا کوي، له دې امله نو روايت تر هغو نه منل کېږي تر څو مدلس راوي د سماع(اورېدنې) تصريح نه وي کړې، دا ته له کومه وايې چي په حدیثو کي تدليس په دې معنی نه دئ چي حدیث به هيڅ لامل صحت ته نه رسي؟ دا خو دي د ځان خبره ده او په دې کومه اصولي قاعده تا په پام کي نيولې ده؟
د صحت يوه وجه يې دا ده چي يا مدلس راوي تصريح وکړي او يايې بل سند وموندل سي، له دې پرته بله چار نه لري که وي ته يې راوړه چي دا يې هم د صحت لار ده.
يو څو حوالو ته دي پام غواړم:
لَا نَقْبَلُ مِنْ مُدَلِّسٍ حَدِيثًا حَتَّى يَقُولَ: سَمِعْتُ أَوَ حَدَّثَنِي.(المحدث الفاصل بين الراوي والواعي: ۱/ ۴۰۵)
په دې کي ښاغلی رامهرمزی وايي چي مدلس تر څو (حدنثي او سمعت) الفاظ ونه وايي تر هغو يې حدث نه منل کېږي.
د قتاده تدليس يوازي حاکم نه دئ ثابت کړی:
ولم يرفعه عن الشعبي غير قتادة مدلس(الإلزامات والتتبع للدارقطني ۱/ ۱۶۳)
دا ګورې چي وايي دارقطني هم قتاده مدلس بالی.
لأَنا مَتى قبلنَا خبر مُدَلّس لم يبين السماع فِيهِ وَإِن كَانَ ثِقَة لزمنا قبُول المقاطيع والمراسيل كلهَا لِأَنَّهُ لَا يدرى لَعَلَّ هَذَا المدلس دلّس هَذَا الْخَبَر عَن ضَعِيف يهي الْخَبَر بِذكرِهِ إِذا عرف اللَّهُمَّ إِلَّا أَن يكون المدلس يعلم أَنه مَا دلّس قطّ إِلَّا عَن ثِقَة فَإِذا كَانَ كَذَلِك قبلت رِوَايَته وَإِن لم يبين السماع وَهَذَا شَيْء لَيْسَ فِي الدُّنْيَا إِلَّا سُفْيَان بن عُيَيْنَة وَحده.(السنن الابین ۱/ ۱۵۱)
په دې متن کي وينې چي وايي د مدلس روايت نه منل کېږي ځکه کېدای سي چي له ضعيف راوي څخه يې تدليس کړی وي، د مدلس راوي خبر هغه وخت منل کېږي چي د اورېدنې تصريح وکړي.
فَقُلْنَا لَا نقبل من مُدَلّس حَدِيثا حَتَّى يَقُول فِيهِ حَدثنِي أَو سَمِعت انْتهى(النکت علی مقدمه ابن الصلاح ۲/ ۴۲)
په النکت کي يې هم ليکلي چي د مدلس راوي حدیث نه منل کېږ مګر که يې پورتني الفاظ وويل.
نقل ابْن السَّمْعَانِيّ أَيْضا بل هُوَ ظَاهر نَص الشَّافِعِي فِي الرسَالَة فَإِنَّهُ قَالَ فَقُلْنَا لَا يقبل من مُدَلّس حَدِيثا حَتَّى يَقُول فِيهِ حَدثنِي أَو سَمِعت هَذَا كَلَامه.النکت.
دا عبارت وايي چي ابن السمعاني او امام شافعي هم د مدلس حدیث تر هغو نه مانی چي حدثني او سمعت یعني د اورېدنې تصريح ونه کړي.
من طريق قتادة عن أبي حسان وليس بالصحيح عن عائشة لأن قتادة مدلس(الأنوار الكاشفة لما في كتاب "أضواء على السنة" من الزلل والتضليل والمجازفة۱/ ۱۷۳)
دا وينې چي د قتاده د تدليس امله يې روايت رد کړ، د روايت صحت د همده پر تدلیس او نه تدلیس موقوف سو.
اوس بايد پوه سې چي زه دي تر هغو روايت نه منم چي تر څو يې د سماع تصريح رانه وړې، ستا په هغو او دغو خبرو زه نه خطاوزم او نه دا ډول موضوع حل کوم.
ته هر وخت چي بند سې نو بيا په همدې غورزو پرزو لاس پوري کوې.
ما چي کوم دلايل در کړي، بيا مي پوښتنې درته ايښې هغه جدي پاملرنه غواړي او يا به يې سم ځواب وايي په دې معنی چي زما ليکنه به کاپي کوې بيا به يې لاندي ځواب وايې که نه نو خبرې دي ما ته يوازي د وخت ضايع کول دي او بس.
[quote:38014dd374="وزیري"]
د قتاده د ثقه توب لپاره همدومره بس ده چی بخاري او مسلم شریف ترینه روایت کړیده. بیا هم وایم چی قتاده د بخاري او مسلم شریف راوي ده نو همدغه ثقه توب یی بس ده. د مسلم شریف حدیث خو یی تاسو وینئ او په بخاري شریف کی ترینه دا روایت شویده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه.
[/quote:38014dd374]
ما هم نه دي ويلي چي قتاده ثقه نه دئ، توثيق يو شی دئ او تدليس بېل، ډېر داسي ثقه محدثين سته خو مدلسين هم وي، لکه سفيان ثوري، یحیی بن ابي کثير، ابو زبیر مکي، محمد بن اسحاق او داسي نور، د دوئ روايت هغه مهال منو چي یا صراحت وکړي او یا هم بل سند ور سره مل وي.
زه دا نه وايم چي له قتاده په بخاري و مسلم کي روايات نه سته، سته خو که يې تدليس وکړ نو هلته يې بيا نه منو.
[quote:38014dd374="وزیري"]

نو ته اوس قبلې ته مخ کړه او په ایمان سره ووایه چی د بخاري او مسلم راوی وي او امام حاکم ورته مدلس ویلي وی نو حدیث یی باید رد شی؟؟؟ هیڅکله هم داسی نده. بناء د مسلم شریف حدیث په ثقه توب کی د یوه حرف په اندازه شک هم نشته. دا محض یوه فتنه ده چی اوس د بخاری او مسلم په روایتو پسی را اخستل شویده.
[/quote:38014dd374]
ما مخکي در ته وويل چي امام حاکم يوازي نه دئ، بلکي څو محدثينو مدلس بللی او دا قاعده ده چي د مدلس راوي روايت له تصريح پرته نه منل کېږي، ته ولي خپلې ملايۍ ته دب يې چي همدا خپل زوړ فکر په موږ هرو مرو منې؟
زه درته حوالې در کوم قاعده و اصل درته بيانوم او ته يوازي د نس خبرې کوې؟
له دې پورتني عبارت څخه دي داسي معلومېږي چي د حديثو په فن کي دومره نا بلده يې چي الف ته يې په ډانګ وايې.
حدیث ته د ثقه توب وصف نه استعمالېږي، بلکي حدیث صحيح یا ضعيف وي، ثقه د راوي وصف دئ او يوازي راوي ته استعمالېدای سي.
دې فتنې ته خو تا او ستا مشرانو هم اوږه ور کړې وه، د رفع اليدين په بحث کي دي ولي د ابن عمر روايت ردا وی؟
ایا هغه د بخاري روايت نه وو او که هغه مهال په دې فتنه خبر او پوه نه وې؟
د اصولو موافق که څوک د بخاري روايت رد کړي هم پروا نه لري او که د مسلم وي هم، ځکه امام بخاري او مسلم هم انسانان ول او تېروتنه ترې کېدای سي.
امام حاکم خپله خبره په دليل او صراحت سره کړې له دې امله که يوازي د حاکم خبره وي هم بايد ومنله سي، خو ته هيڅ وخت په دې نه سي توانېدای چي د دې روايت تصريح راوړې له دې امله د پروتو لغتې وهې، زه په اصولو روايت در دروم او هيڅ وخت هغه روايت نه منم چي د محدثينو له اصولو سره سم ضعيف وي، له ما سره په بحث کي ته بايد دې ټکي ته پاملرنه وکړې، ما مخکي هم خپل موقف روښانه کړی دئ او ته په خبر هم يې.
[quote:38014dd374="وزیري"]

نو کله چی په دي کی شک پاتی نشو چی د مسلم شریف حدیث صحیح ده نو تهجدو فرضیت په مکه کی منسوخ شوای وه بیا په مدینه کی د فرض کیدو ویره یی نه وه. هغه ویره د تراویح د لمانځه وه.
[/quote:38014dd374]
نو دا د مسلم حدیث چا ويل چي صحیح سو؟ تا کوم لاسوند راوړی چي روايت دي صحیح کړ؟
ته به روايت هغه مهال صحیح کوي چي یا د قتاده د سماع تصريح راوړې یا بل شاهد ورته ومومې.
بيا هم درته وايم چي تهجد او تراويح يو لمونځ دئ، که تر خوب مخکي وي نو قيام رمضان یا قيام الليل ورته وايي چي ته يې تراويح بولې او که تر خوب وروسته وي نو هغه تهجد دئ.


حذيفه
03.08.2013

[quote:49967b0936="وزیري"]

پس د تهجدو د فرضیت لپاره هم که د متعي په شان تکراري منسوخیدل او فرض کیدل شوي وی نو مهرباني وکړه یو حدیث خو یی پیش کړه.
[/quote:49967b0936]
حديث يې همدغه د زيد بن ثابت او عائشې روايات دي چي رسول الله ورته ويلي وډار سوم چي درباندي فرض نه سي.
دا روايت په ډاګه کوي چي که اصحابو په همدې مينه او رغبت لمونځ کړی وای نو کېدای سوای چي دا لمونځ پرې فرض سوی وای.
که ستا خبره ومنو چي د تهجد فرضیت په مکه کي منسوخ سوی وي نو دا روايت لکه د متعې په شان بيا دا روښانه کوي چي په مدينه کي يې فرضيت يوځل بيا را ګرزېدی خو رسول الله اصحابو و پوهول چي داسي ونه کړي که نه نو فرضيت يې بېرته راګرزېدای سي.
[quote:49967b0936="وزیري"]

دا زه درته وایم چی نشته. هماغه یو دفعه یی فرضیت ساقط شه او په هماغه حال پاتي شوه.
[/quote:49967b0936]

ته وايې؟ دا خو ستا خبرې دي او دليل دي نه سته نو له ځانه سره يې پټې وساته!!!
[quote:49967b0936="وزیري"]

خلاصه: د مسلم شریف حدیث بالکل صحیح ده. د تهجدو فرضیت په مکه کی منسوخ شویدا، بیا یی په مدینه کی د فرض کیدو ویره له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بالکل نه وه.
[/quote:49967b0936]

د مسلم حديث نه بيخي صحیح دئ او نه يې ته دليل لرې، ما درته په دې اړه پوره بحث وړاندي کړی هملته بايد روښانه کړې چي روايت څنګه صحیح دئ، قتاده تصريح کړې او که دي بل شاهد راوړی.
دا شونې ده چي د يوه شي منسوخيدل يوځل ثابت سي او بل ځل بيا مشروع سي، مثال يې همدا د قيام الليل لمونځ دئ.
بل مثال يې هم در کړی دئ چي دوه ځله متعه روا سوې او بيا منسوخه سوې.
[quote:49967b0936="وزیري"]

هغه ویره چی رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وه د قیام رمضان یا تراویحو فرضیت وه. نو د موضوع د عنوان په حروفو قیام رمضان یا تراویح بیل او قیام الیل یا تهجد بیل بیل لمونځونه دي.
[/quote:49967b0936]

ښه نو دا خو دي د خپلې قاعدې مخالفت هم کړی، همدا لمونځ چي ته يې تراويح بولې دا خو د شپې په اوله برخه کي نه دي سوې، بلکي د شپې په نيمايي کي يې سوې او ان تر سهاره، ته اوس خپله قاعده رد وې او که دي په خبره سر نه خلاصېږي؟
ستا په ليکنه کي دي دوهم دليل وګوره:
[quote:49967b0936="وزیري"]

دوهم: د تراویحو او تهجدو وخت جدا جدا ده. فتاوی علماء حدیث لیکی چی د تراویحو وخت د عشاء له لمانځه بعد په اوله حصه د شپی کی ده او تهجد په اخیره حصه د شپی کی دي.
[/quote:49967b0936]

ته چي له کوم روايت څخه تراويح ثابتوې هغه دي په نيمايي شپه کي سوی لمونځ دئ، نو اوس په انصاف ووايه چي همدا تراويح تهجد نه دئ؟ ستا لمونځ خو ته په اوله شپه کي کوې او دا خو رسول الله په جوف الليل کي کړې.
د دې لپاره کوم لاسوند هم لرې چي دا دوه لمنځونه سره بېلوې؟ د روژې د ډېر اهتمام له امله يې قيام رمضان بولي او په عامو وختونو کي يې قيام الليل بولي، په عامه اصطلاح کي همدې د قيام رمضان لمونځ ته ته قيام الليل هم ويل کېږي، ځکه چي دا هم په شپه کي درېدل دي او هغه هم، نو پر همدې بنسټ ويلای سو چي قيام رمضان همدا قيام الليل دئ او زه يې په پوره دلایلو سره ثابتوم هم.


حذيفه
03.08.2013

د قتاده د تدليس په اړه د الباني دا توري هم د غور وړ دي:
الثالث: أن قتادة مدلس معروف التدليس وقد أورده فيهم الحافظ برهان الدين ابن العجمى (ص 12) من " التبيين " , وقال: " إنه مشهور به ". وكذلك صنع الحافظ ابن حجر فى " طبقات المدلسين " وسبقهم إليه الحاكم فى " المعرفة " لكن ذكره فى " المدلسين الذين لم يخرجوا من عداد الذين تقبل أخبارهم ".
غير أن ثبوت كونه مدلسا فى الجملة مع ما قيل من عدم صحة سماعه من عبد الله بن سرجس مما لا يجعل القلب يطمئن لاتصال السند , فيتوقف عن تصحيحه حتى نجد له طريقا أخرى , والله أعلم.(ارواء الغلیل)
الثالث: أن قتادة مدلس معروف التدليس وقد أورده فيهم الحافظ برهان الدين ابن العجمى (ص 12) من " التبيين " , وقال: " إنه مشهور به ". وكذلك صنع الحافظ ابن حجر فى " طبقات المدلسين " وسبقهم إليه الحاكم فى " المعرفة " لكن ذكره فى " المدلسين الذين لم يخرجوا من عداد الذين تقبل أخبارهم ".
غير أن ثبوت كونه مدلسا فى الجملة مع ما قيل من عدم صحة سماعه من عبد الله بن سرجس مما لا يجعل القلب يطمئن لاتصال السند , فيتوقف عن تصحيحه حتى نجد له طريقا أخرى , والله أعلم.(ارواء الغلیل)
قلت: وإسناده صحيح إلا أن قتادة مدلس.
فإن قتادة قد روى الحديث عن خالد بن دريك عن عائشة فلا يمتنع أن يكون أسقط خالدا وعائشة فذكر الحديث مرسلا إذ أن قتادة مدلس
كذا قال العدوي في " حجابه " (ص 72) وتبعه العنبري في كتيبه (ص 25)(الرد المفحم ۱/ ۸۶)


کامیاب
03.08.2013

ټولوملګروته السلام علیکم:‏
وروسته : زه وښاغلی حذیفه ته وایم:‏
چی ستاسر خوپه دلائلو نه خلاصیږی نه هم دچا سره ته دلیل منی، خودونه درته وایم: چی ته ‏فکروکړه چی دزمانی څخه دحضرت عمررضی الله تعالی عنه بیاتر 1200 هـ ق پوری په ‏ټوله عالم اسلام کی شل رکعته تراویح په جمعه باندی علنا کیدلی چی بیاوروسته پکی ځینو ‏علماؤ اختلاف کړئ دئ، اوس ته ووایه چی دزمانی څخه دحضرت عمررضی الله تعالی عنه ‏بیاتر 1200 کال پوری هیڅ عالم اوصحابی اویابعی عملی اختلاف ندئ کړئ، آیا دوی ته ‏درسول اکرم صلی الله علیه وسلم پراحادیثوباندی علم نه ووحاصل؟ آیادوی ترتا په احادیثو او ‏درسول اکرم صلی الله علیه وسلم په سنت ښه نه پوهیدل؟ کله چی حضرت عمررضی الله ‏تعالی عنه خلګ پرابی بن کعب باندی راټولول دداسی ډیرو صحابه وو په وجود کی ولی چا ‏مخالفت ندئ کړئ؟ آیا دوی دحضرت عمررضی الله تعالی عنه څخه ویریدل؟ اوکه یی دشیعه ‏ګانو اوستاسو غوندی(نعوذ بالله) تقیه کول؟ آیا دغه دونه محدثین اوعلماء چی په شل رکعت ‏باندی قائل دی، پرخطادی؟ اودغه د دوه قرنه څخه راپدی خوا ځینی خلګ چی دزمانی څخه ‏درسول اکرم صلی الله علیه وسلم لیری هم دی، پرصواب دی؟ دغه ته انصاف وایی؟ اوکه ‏دغه ته رښتینی مسلمانانی وایی؟ قرآن ، تفسیر، حدیث اوفقه ټول دهماغه علماؤ څخه په ‏وساطت رانقل دی کوم چی نن یی ته خبره نه منی، اوپرهغوی باندی دناپوهانو فاسد ګمان ‏کوی، اوس ته ووایه! دغه ستادعصر په اصطلاح کامپیوټری پوهانو اوستاڅخه څه مخکی ‏ځینی ستاهمفکره خلګوته دغه په اصطلاح حقیقت اوتحقیق دکوم ځایه حاصل شوئ دئ؟ شاید ‏ته به ووایی چی داصولوڅخه! ښه دا اصول دکوم ځایه شوه؟ تاجوړکړل؟ مخکی نوه؟ که ‏مخکی وه نو ددوولس قرنه علماء پدی اصولو باندی نه پوهیدل بس تنها ته په پوهیږی؟ ‏صحابه نه په پوهیدل ته په پوهیږی؟ تابعین، تبع تابعین ، مجتهدین علماء نه په پوهیدل ته په ‏پوهیږی؟ مکوه هلکه په غټوکارونو باندی ګوتی مه وهه، پداسی مسائلو کی څیړنه زما ‏اوستاداستعداد څخه لیری خبره ده، پدی مسائلو کی دکوم وقت څخه چی اختلاف پیداسوئ دئ ‏علماؤ غټ غټ کتابونه لیکلی دی چی په هغوی کی یی شل رکعته تراویح صراحتا ثابتی ‏کړیدی، دا ستااوږد اواطول په اصطلاح تحقیق دهغوی دیوه سطر پشان علمی حیثیت اواعتبار ‏نلری، هسی ټایپینګ دی زده کړئ هرشئ چیدی ګوتو ته راځی لیکی یی، او داخبره می هم ‏واوره چی ته راته ډیر بی ادبه ښکاری ځکه چی ته دصحابه نومان داسی اخلی چی لکه ‏ستاشاگردان چی وی، که ته وایی: خومحدثینو هم دغسی اخیستی دی. نوګوره ستا اودمحدثینو ‏ترمینځ دآسمان اومځکی غوندی واټن دئ، هغوی جید اوعاملین علماء، دپیغمبرپه احادیثو باندی ‏حفظا اودرسا پوهان، په قرآن پوهنه کی رسوخ ته رسیدلی، زړه یی پاک اوخوله یی پاکه وه.‏
اوته عالم نه یی هسی یو کامپیوټرکاریی چی په کامپیوټرکی دپلټنی اوسرچ کولو مهارت لری ، ‏په قرآن اواحادیثو باندی نه پوهیږی ، په منفی تقلید اوتنقیدی افکارو کی ترغوږو غرق یی، ‏زړه دی مردار، خوله دی مرداره ده، اهل هوی اودنفس دغوښتونو غلام یی.‏
اوس ته ځان دهغوی سره مقایسه کوی؟؟؟
اووزیری صاحب!‏
ستاسوټوله دلائل پر رښتینولۍ او مثبتو اصولوباندی ولاړدی، او ټولو حقانی علماؤ ته دقبول ‏وړدی، آفرین سل ځلی آفرین ستاسو پرقلم، ستاسو پرګوتواوستاسو پرپوهنه او ادراک، الله دی ‏ستاسو په پوهه کی نوره هم برکت کیږدی چی دغسی ښکلی دلائل ووایاست.آمین
خوګوره وزیری صاحب!‏
سره ددی چی تاسو ډیر ښه دلائل ویلی دی، خوحذیفه ته یی منل ځکه ګران دی، چی حقه ‏خبره موکړیده، دحذیفه دغه عادت دئ چی حق به دهیچاسره نه منی، که یوځای ملامت راسی ‏نوبیا بلی خواته ځغلی، دئ په ټول افغان کی ټولو پیژندلئ دئ، تاسو ولیدل چی پروسږکال یی ‏څه وکړل؟ دمظهری صاحب سره یی داجتهاد پرمسئله بحث راپورته کړئ، دعوه یی داجتهاد ‏کول، خوچی کله یی دثابتولو څخه عاجزپاتی شو، نویی دفقه شریفی دبدنامولو هڅه وکړه چی ‏هغه هم الله داسی وشرموئ چی ترقیامته بیی هیرنشی، داستاسو سره په بحث کی وګوره چی ‏ملامت شو بیایی ځغاستلی هغه درفع الیدین دحلیمی صاحب خبره د" مغالی " خبره یی ‏راپورته کړیده.‏
دنورو ملګرو څخه په خاصه توګه دحلیمی صاحب،طیب زابلی صاحب، اومظهری صاحب ‏څخه هم هیله کوم چی پدی بحث کی مداخله وکړی اوخپل نظریات دی ولیکی، ګوندی مفید ‏تمام شی اومسلمانان تری استفاده وکړی.‏
په درنښت.‏


وزیري
03.08.2013

السلام علیکم:

کامیاب صاحب ډیري ښې خبري دي کړیدي. ستا د خبرو په تائید به صرف همدومره ورزیات کړم چی دا خلک نه صحابه مني، نه تابعین مني، نه تبع تابعین مني، نه مجتهدین مني، نه محدثین مني، نه فقهاء کرام مني، نه مفسرین مني، نه نور جید علماء مني، نه د صحابه کرامو او نه د امت اجماع مني او په خداي که نه په آیت پوهیږی او نه په حدیث. بس هسی یوه لوبه یی روانه کړیده.

حقیقت خو داسی ده: که صحابه مني نو د حضرت عمر رضی الله عنه په امر ټولو صحابه کرامو شل رکعته په جمعه کړي خو ته یی هم وکړه. که مجتهدین او محدثین مني نو ټولو ورته جدا جدا بابونه ایښي او وایی چی شل رکعته دي او په جمعه یی وکړي. که نور تابعین او تبع تابعین مني نو هغوي هم دا وایی چی شل رکعته دي او په جمعه یی وکړي. که مذاهب مني خو هغوي هم وایی چی شل رکعته دي او په جمعه یی وکړي. که اجماع د امت منی نو هغه هم وایی چی شل رکعته دي او په جمعه یی وکړي. که مکه مني نو هلته هم شل دي او په جمعه یی کوي. که مدینه مني نو هلته هم شل دي او په جمعه یی کوي. که حدیث مني نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم وایی چی: علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ. د تاکید لپاره حدیث د کلکو نیولو ذکر هم کوي. که د الله جل جلاله مني نو هغه هم درته وایی چی: وما اتکم الرسول فخذوه وما نهکم عنه فانتهوا. نو که مني یی نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره واخله کنه چی د خلفاء راشدینو سنت محکم کړه.
عجیبه خو یی لا داده چی په خپلو منځو کی هم یو په بل خولې لګوي. غیرمقلد د خپلو اکابرو خبره هم نه مني. که منې یی نو هغوی هم وایی چی شل دي او په جمعه دي او له تهجدو نه فرق کوي.

دي ټولو صحابه کرامو، محدثینو، مجتهدینو او فقهاء کرامو د تراویحو نه علاوه دشپی تهجد هم جدا کړیدي او په دي قائل دي چی تهجد جدا او تراویح جدا شی دي.

ځه الله جل جلاله دي هدایت ورته وکړي.

والسلام


مومن مهاجر
03.08.2013

ټولو لوستونکو په ځانګړي ډول ښاغلو حذیفه او حمید هڅاند صیب ته ګېډۍ-ګېډۍ سلامونه او پېروزینې وړاندي کوم. هیله ده نېکمرغه روژه به مو په خیر او خوښۍ تېرېږي.
د قیام رمضان او یا قیام اللیل په اړه روان بحث خورا جالب او په زړه پوري دئ. خو له بده مرغه کوم کسان چي د علم او عقل په ماهیت نه پوهېږي نو تل د پوهي په نړۍ کي هغه څه ته پنا وړي چي سالم عقل او وجدان یې هیڅکله منلای نه شي.
ښاغلي حذیفه چي د موضوع په اړه کوم دلایل، منطق او تحلیل وړاندي کړی هر د انصاف خاوند به یې په وړاندي سلامي کوي او مني به یې. خو څوک چي په زړه کي زیغ لري، علم نه پېژني، وچ مقلد وي، نفسیات یې له لاسه ورکړي وي او د پوهي ذره هم ورسره نه وي هغوئ به په تشو پوچو بهانو ځانونو ته کاذب ډاډ ورکوي. مګر که څوک انصاف، عدالت او پوهه ولري هغوئ پوهېږي چي څوک د دلیل پر بنسټ ږغېږي او څوک اوتي بوتي وايي.
وزیري هر ځای د عوه کوي چي د عمر رضی الله عنه په وخت کي شل رکعته شوې دي نو ته نر شه او په صحیح سند ثابته کړه چي هغه مهال شل رکعته د ماخوستن په لمانځه پسي متصل وشوې؟ دا یې ګز او دا هم میدان! واچوه چي ته څومره ټوپ وهې؟
او بله خبره دا ده چي د رفع الیدین په موضوع کي دي سل په سل کي ماته وخوړه د عوې دي وکړي، خاوري دي باد کړې خو څه په لاس در نغلل. هغه موضوع نوره ختمه شوې ته پکي مات اعلان شوی یې اوس یې دلته د راکشولو هڅه مه کوي. په ټول افغان کي دا سي بحث نه دئ شوی چي تا پکي څرګنده، غوڅه او برالا ماتي نه ده خوړلې. دا ستا د تاریخ حتمي برخلیک دئ .


وزیري
03.08.2013

مهاجر صاحب، که می دا درته ثابته کړه چی حضرت عمر رضی الله عنه په شل رکعتو تراویحو باندي امر کړیده نو بیا به ته او حذیفه دا په دي فورم کی ولیکئ چی:
تراویح شل رکعته دي
باید په جمعه وشی
او تهجد جدا او تراویح جدا دي
؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


مومن مهاجر
03.08.2013

اول خو زه په پوره ډاډ درته وایم چي نه یې شي ثابتولای خو بالفرض والمحال که یې ثابته هم کړې نو بیا به ته چېري دا اعلان وکړې چي حج تمتع نه شته او د هغه چا لپاره تیمم نه دئ صحیح چي غسل پرې اوښتی وي؟


وزیري
03.08.2013

وا وروره دا ته څه لکه لاټو څرخکونه خوري. زما او ستا خبره په ۲۰ رکعته تراویح کی ده چی حضرت عمر رضی الله عنه پري امر کړیده، نه حج او غسل.
حج او غسل دي خپل کار ده که یی کوي او که نه یی کوي. نه درته اعلان کوم او نه می دا موضوع ده. اعلان به ته راته کوی او ښه په زغرده به وایی چی تراویح شل رکعته دي، په جماعت سره باید وشی او تهجد له تراویحو نه بیل لمونځ ده. حذیفه به یی هم وایی.

نور یی ماته پریږده چی زه یی څرنګه ثابتوم. تا یو اړخ لیدلای ده او پنځه نور دي ندي لیدلي.

والسلام


مومن مهاجر
03.08.2013

ځه! نو څه ته ګورې. په کره اصولي او مسلم سند ثابته کړه چي د عمر رضی الله عنه په وخت کي شل رکعته د ماخوستن په لمانځه پسې متصلې کېدلې. یاره موږ به همدلته اعلان وکړو چي وزیر وګټله تراویح شل رکعته دي کوئ یې.


وزیري
03.08.2013

ښه صاحبه، شروع خو به هغه وخت وکړم چی دوه کاره وشی. اول دا چی زه پوهیږم چی په اخیر کی به ته په همدي ټکي جنجال کوي چی ما خو درته لیکلي وه چی دا به راته ثابتوي چی دا شل رکعته تراویح د (ماخوستن په لمانځه پسې متصلې کېدلې). د ماخوستن په لمانځه پسې د متصلو ذکر نشته خو شل رکعته تراویح به ثابتوم.

دوهم، حذیفه صاحب دي هم حاضري ورکړي او هوکړه دي وکړي چی که شل رکعته دي ثابتي کړي اعلان به کوي چی تراویح شل دي، په جماعت باید وشی او تراویح له تهجدو نه جدا لمونځ ده.

والسلام


مومن مهاجر
03.08.2013

وزیري اوس دي لا لینګي رېږدي، کله پر یوه خوا ځې او کله پر بله په حذیفه زه کار نه لرم. زما او ستا بېل بحث دئ او ستا و د حذیفه بېل. ته پوهېږي او هغه . خو خیر یوازي دا ثابته کړه چي له عمر رضی الله عنه څخه شل رکعته په کره او فني سند ثابتې دي. شروع کوه!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more