د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتوال
23.11.2013

د اسلام د نزول په وخت د راشدینو خلفاو په وخت بورې په اسلام کې سیاسی
اختلاف چا نه پیژانده او نور ټولنیز او فردي اختلافات به ایت، حدیث ،قیاس او اجماع ته د رجوع له لارې حلیدل، نو په اسلام کې د سیاسی ستونزو د حل لار نه وه ټاکل شوې. د ساري په توګه د معاویه او حضرت علي (رض) اختلافات لاینحل پاتې شول چې وروسته یې شیعه ایزم هم وزیږاوه . همدغه تشه ددې عامل او لامل شوه چې خلافت په قومي یا پوځي او میراثي سلطنتونو او شاهی رژیمونو واوختل ، چې یو یې هم د اسلامي واکمنۍ بڼه نه وه. که څه هم په اسلام کې هغه مقدمات موجود وو چې په بنسټ يې یو بشپړ معیاري نظام جوړېدای او قایمیدلای شو، خو دا کار د خلافت په خایسته ښه اوږده دوره کې چا ونکړ چې د راتلونکې له پاره يې په میراث پریښی وای او وروسته سلاط‌ینو د خپل قدرت د ساتلو پر ضد ګڼل چې یو د معتبر سیاسی نظام طرحه او تیوري دې رامنځته او روی کار شي. نو له دې کبله ټول سیاسی اختلافات دزور زیاتي له لارې د تورې په خرپ حلیدل او دیکتاتوري یواځینۍ لار وه چې تر نن ورځې پورې ترې کار اخیستل کیږي.د قدرت د انتقال له پآره تر نن ورځې پورې په اسلامي هیوادونو کې لار او امکانات نشته. په تیره بیا پښتانه چې نه په سیاست او نه هم په اسلام [ندان پوهیدل، په جګړو کې د قوم په بیدریغه فداکاریو او قربانیو ځان ته په پردیو هیوادونو لکه فارس او هندوستان کې په لنډمهاله توګه قدرت ته لار ویستله ، خو په خپله خاوره کې دسیاسی قدرت فکر هم ورسره نه پیداکېده او مشرانوبه يې د فارس یا هند په دربار یا لښکرو کې پرې تجارت کاوه.
د لومړي ځل له پاره احمد خان له یو خاص تاریخي فرصت څخه سیاسی ګټه پورته کړه او په خپله خاوره کې یې د پښتنود خپلې امپراطورۍ اساس کیښود
او د سیمي د سنی مذهبو مسلمانانو په یو موټی کولو په زور سره یې یوه ستره امپراتوري جوړه کړه چې له مرګ وروسته يې ورو ورو رژیدله ، شړېدله او ړنګیدله ان تر دې چې د انګلیسي استعمار په وړاندې یې ډیرې پښتنې سیمې هم له لاسه ورکړې چې نن ورځ دغه توریالی او غیرتي خو بې خبره قوم بالکل ددوه غرونو په منځ کلکه بیړا نارې وهي(!). یوې خواته په ددغه بیړا غاړې ته ISI غړوندي ورغورځولي په خپل اخور يي تړي او بلې خواته يې CIA په خپل وندر تړي. دا دوه وندر تړلې ډلې د شپې له خوا د آرام پر ځای د بادار له اخوره یو بل ته د کنځلو رمباړې وهي او د ورځې له مخې یې د جګړې ډګر ته یو د بل پر ضد سره راباسي. دوی یو اړخ هم په دې فکر نه راځي چې د بادارانو وندر وشلوي، خپلو کې سره یو موټي شي او د تل له پاره دواړو بادارانو لاسونه له خپلې خاورې څخه لنډ کړي!
دوی به تر هغې بورې د غلامئ او اثارت په دغه دوزخ کې پاتې وي تر څو پورې چې د وتلو په دهڅې په وخت کې یو بل له پښو څخه نیسي او بیرته يې د نفاق اوجنګ جګړې د اور منځ ته راکش کوي.
یوه خوا يې د اسلام له نامه څخه د ناوړې سیاسی استفادې په ګناه د جګړې په دوزخ کې سوزي او بل اړخ يې د اسلام پر ضد د نړۍ د شیطاني ځواک امریکاسره د ملګرتیا له امله د جګړې په دوزخ کې سوزي.
[color=blue:e2c1edd550]نو رښتیا هم له ملي سولې پرته د افغان په تیره د پښتنو د نجات لاره نشته، خو د مخه د سولې او سیاسی اختلافاتو د حل په لاره باید هوکړې ته سره ورسیږو او بیا سوله پلې کړو ![/color:e2c1edd550]

د لومړي ځل له پاره د احمد خان په مشرۍ

[color=blue:5d0acd4bc1]نو رښتیا هم له ملي سولې پرته د افغان په تیره د پښتنو د نجات لاره نشته، خو د مخه د سولې او سیاسی اختلافاتو د حل په لاره باید هوکړې ته سره ورسیږو او بیا سوله پلې کړو ! هیڅکله په کومه غولونکې سطحي او تصادفي حل لاره قناعت ونکړو. تر څو پورې چې دا لاره ناممکنه بولو تر هغې پورې به د وروروژنکي جنګ جګړې لارې ته تسلیم او د استعماري او پنجابي بادارانو په غلامۍ کې ښکیل باتې یو.

[/color:5d0acd4bc1]، [color=yellow:5d0acd4bc1]والسلام
[/color:5d0acd4bc1]

م . ق
24.11.2013

http://www.tolafghan.com/posts/24238

سیاسي اراده
غفور لیوال
26.02.2012 10:05

دجمهوریت د منطق پر بنسټ ، دټولنې اکثریت یا دحساب وړ خلک هاغه دي ، چې خپله سیاسي اراده کاروي . په بله مانا، له ټولو وګړیو څخه سیاسي جمهور ( دحساب وړ اکثریت) دسیاسي ارادې خاوندانو ته وايي . په هره ټولنه کې چې دسیاسي ارادې کاروونکي ډیر وي هلته جمهوري بنسټونه او ولسواکي پیاوړې وي او په کومه ټولنه کې چې سیاسي اراده دیوه ځانګړي قشرله خوا کاریږي ،نو هلته همدغه شمېر خلک پر نورو بې ارادې وګړیو حاکمیت چلوي او که دخلکو له غبرګون څخه ونه ډار شي، نو هغه ډول واک چلوي ،چې زړه یې وي .

موږ افغانان په شکایت کولو کې تر ټولو تکړه خلک یو ، شکایت مو دادی چې په وطن کې ټول امتیازات ټوپکوال ، زورواکي ، زر واکي او فاسد وګړي اخلي ، ولې دوی پر موږ رحم نه کوي او لاموهم په دې او هغه نامه وژني ؟ ددې شکایت او پوښتنې ځواب دادی ،چې دغه لږ ه کی ( اقلیت ) زورواکي او ټوپکوال تر نورو تکړه دي ، ځکه خپله سیاسي اراده کاروي او واک چلوي ، دا بېله خبره ده ،چې دوی خپله سیاسي اراده په منفي بڼه کاروي ، خبره په ښه یا بده اراده کې نده ، زموږ بحث پرارادې والا او بې ارادې وګړیو ده ، په هغه ټولنه کې چې اته ویشت میلیونه بې ارادې وګړي د څو سوو ، یا ورځه څو زرو، ارادې والا خلکو پر وړاندې په ګونډو شي او دغه څوزره کسان یوازې دخپلې ګټې اوځواک په اړه فکر کوي ، حالت به همداسې وي. زموږ یوه ملي ستونزه داده چې زموږ خلک دخپلې سیاسي ارادې پرکارونه یا سمه کارونه ندي خبر ، یا یې پروړاندې بې تفاوته دي ، یاهم نه پرېښودل کیږي او یا …
حاشا او باخبر ! چې سیاسي اراده دې ته نه وايي ،چې سوټی یا توره راواخله او وینې وبهوه ، څه کوې چې سیاسي اراده کاروم . نه ! هوښیار ملتونه خپله سیاسي اراده په سوله ییزه او د خپلې ټولنې د وګړیو دانساني ژوند دښه کولو لپاره کاروي .
ښه ، زموږ بحث ورو ورو یوې په زړه پورې پایلې اخیستنې ته ورنږدې کیږي او هغه دا چې له دغه ټولنیز ناورین ( جګړې ، بې وزلۍ ، پردیو لاسوهنو ، استبداد، فساد او پاشلي وضعیت ) څخه هغه وخت ځان خلاصولای شو ، چې خلک دسیاسي ارادې کارولو ته وهڅوو ، دسیاسي ارادې کارولو ته په مثبته ، ژغورونکې او رغښتیزه ( اصلاحي ) روحیه ، هڅوونه د روښانفکرانو ټولنیز مسئولیت دی .
سیاسي اراده څنګه کارول کیږي ؟ ډیره سخته نده ، له اسانه چارو یې پیلوو ، دبېلګې په توګه :
هر افغان دې دخپل کور مخه پاکه کړي ،
هر افغان دې خپل اولاد ښوونځي ته ولیږي ،
هر افغان دې درایې مرکز ته ولاړ شي او دخپل ژوند دژغورلو لپاره دې (ښه ) کاندید ته رایه ورکړي ،
( زه ددې کرښې په ځاي لیکم چې :هر افغان دې سیاسي مبارزه وکړي او د رایې پر ځاي دې خپل غږ پورته کړي. م . ق)
هر افغان دې ، په خپل ورځني ژوند کې د فساد مخه ونیسي او هر افغان دې دهر منفي حرکت په وړاندې دپولیس دنده تر سره کړي .
هر افغان دې ددې مخه ونیسي چې څوک یې دهېواد ملي ګټې پر نورو وپلورلای شي .
او هر افغان دې له خپل سیاسي حق څخه دکار اخیستلو پریکړه همدا نن وکړي ، همدادی چې جمهور ( ښه او مثبت اکثریت ) به پر لږشمیر انحصارګر پوړ بریالی شي او هېواد به وژغورل شي .
تاسو به وایاست چې دا خو اسانه کار ندی ، او زما کرښې به د بېغمه زړه نصیحت درته ښکاره شي ، دا به هم عجیبه درته ښکاري ، چې داسې غوښتنه نو څنګه له یوه لرې پراته، بې خبره او نالوستي کلیوال افغان څخه کولای شو ؟ مګر یو څه تم کېدل پکار دي ، دسیاسي ارادې دکارولولپاره داکثریت راویښول او پوهول ، عمل ته راوستل او سمه پایله اخیستل باید له یوځایه پیل شي ، یوڅوک یې پیل کړي او همدا نن یې ښایي پیل کړو ، له لږه کي مستبد پوړ څخه دخلاصون جمهوري لاره همداده .
په ریښتینې مانا سیاسي ګوندونه همدا کارکوي ،خلک ،د مثبت بدلون لپاره، پرخپلې سیاسي ارادې کارولوته قانع کوي او هڅوي یې . موږ ګورو چې د یوه هېواد او ټولنې ژغورل او پرمختګ وربښل نه کوډې دي او نه هم ناشونی کار، له همدې ځایه پیل کیږي .
داپه یاد ولرئ : هربې ارادې اکثریت دباارادې اقلیت ترمرییتوب لاندې راځي ،نن سبا شمېر پر سرونو نه دی ، پر شعور او ارادې دی .
وړاندیځ :
روښانفکره ، ژمن او زړه سوانده نسل ، چې وکړای شي دخلکو باور خپل کړي ، ښایي دخلکو دسیاسي ارادې د کارولو لپاره، پر افغاني لیدلوریو او روشونو ولاړفکري او عملي میکانیزمونه طرحه کړي او بالاخره دملي ژغورنې او اصلاح هغه کار اوس پیل کړي، چې باید ډیر پخوا مو پیل کړی وای .[color=red:95a15f97ca][/color:95a15f97ca]

میرویس
26.11.2013

م.ق. او پتوال صاحب، السلام علیکم
ګرانو وروڼو، ستاسې په بحثونو، نطریاتو، تجویزونو، د ولس د بې ارادګۍ د عواقبو په خبرداري او نورو جزاوتامونو چې تاسې راسپړلي دي، د یوه پښتون افغان په حیث ویاړم. تر ټولو مهمه بیا داده چې ستاسې په ګوګلونو کې د وطنپرستو پښتنو زړونه ټوپونه وهي، او په هیڅ صورت نه پریږدئ چې خپل ټاټوبئ چا ته ور پریږدئ، او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې دفاع کوئ. یو پښتون افغان دې لدې صفاتو نه کم نه وي.

وروڼو، که مې غلطه کړې نه وي، ستاسې نتیجه یاوروستۍسپارښتنه دا شوه چې، موږ باید د ځان د وژلو په عوض، د عقل او درائت نه کار واخلو. د جنګ په لمبو تیل ونه پاشو، بلکه خاوره پرې واړوو چې مړ شي. باید د جنګ پرعوض دیپلوماسي زده کړو. یعنې څه چې سوله او مجرب سیاست کولای شي، جنګ او تشدد یې نشي کولای.

زه دا ټولې خبرې درسره منم. ما چې دا بحٍث پیل کړ، مقصد مې همدغه ستاسې انکیرنه وه. خو اصلي مشکل په هغه ځای کې دئ چې ما ددې بحث په عنوان کې ګوته ورته نیولې ده. ښه طالب او بد طالب. ښه طالب په اسلام مرصع دئ ، بد طالب په پیسو اخیست شوئ، غولول شوئ او ترټولو بده، خطرناکه او مضره خو داده چې جګړه مار طالب، دیني جنون په سر اخیستئ، او خپل دوست او دښمن نه پیژني. ترڅوچې لیوني طالب ته دین ور ونه ښودل شي، سیاسي او متمدن شعور ورنکړل شي، دا وړۍ به شړۍ نشي.

د افغانستان غمیزې ته د پای د ټکې د اېښدلو لنډه لار داده چې پر طالب باندې د وسلو او مالي تمویل منابع وچې شي.
دپښتون شمله دې تل تر تله جګه وي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more