د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مومن مهاجر
20.08.2013

ښاغلی هڅاند او دروند قلموال صاحب! سلامونه او ښې چاري!
محترم او دروند قلموال صاحب خورا په زړه پوري، ګټوري او د وخت له اړتیا سره سمې موضوع ته ګوته نیولې ده.
راځئ د اسلامي وحدت په ښودلو ټول هغه څه پرېږدو چي د الله په کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیحو احادیثو نه وي ثابت. راځئ د ډلو ټپلو پر ځای د الله د کتاب په دې وینا عمل وکړو چي ټول د الله په رسۍ منګولي ولګوئ او ډلې-ډلې مه کېږئ. راځئ !د الله په دې وینا عمل وکړو چي په اسلام کي پوره دا خل شئ د شیطان د پلونو پيروي مه کوئ! هغه مو څرګند دښمن دئ.
د اسلامي امت یو والي هغه وخت رامنځ ته کېدای شي چي ټولې ډلې خپل مسلکونه، مذهبونه، شخصي اندونه، د اسلافو بې دلیله افکار، د فقهې بې ځایه نکته چینۍ او بي بنسټه مسایل خوشي کړي. یوازي او یوازي د الله پر کتاب او کره نبوي سنتو منګولې ټینګې کړي.
موږ الحمد لله د دیني علومو تر څنګ په ساینس، اقتصاد، ادبیاتو، تاریخ، فلسفه، ټولنه پوهنه او اروا پوهنه کي هم تر خپله وسي هڅې کوو او په دې اړه مو د خپل توان په اندازه مسولیت ترسره کړی. ښه بېلګه یې زموږ ویب پاڼه سمون آنلاین ده، ویې ګوره! د ګڼو دیني موضوعاتو تر څنګ به د پورتنیو موضوعاتو په اړه هم ګڼ مطالب ووینې. په درنښت او ټوله مینه


اکرم
20.08.2013

ټولو درنو ورنوته سلامونه اودرناوی!

مومن مهاجر لیکلي:
[quote:ee3844e83f]د اسلامي امت یو والي هغه وخت رامنځ ته کېدای شي چي ټولې ډلې خپل مسلکونه، مذهبونه، شخصي اندونه، د اسلافو بې دلیله افکار، د فقهې بې ځایه نکته چینۍ او بي بنسټه مسایل خوشي کړي.[color=darkblue:ee3844e83f] یوازي او یوازي د الله پر کتاب او کره نبوي سنتو منګولې ټینګې کړي[/color:ee3844e83f].[/quote:ee3844e83f]

بیا همغه زړې خبرې !
د الله جل جلاله دسپیڅلي کتاب او دنبوي کره سنتو سره خو اجماع،قیاس او اجتهاد هم کله کله یادوه کنه! :wink:

مننه


مسلم قلموال
21.08.2013

[quote:972d5d235c]ههههههه
چې نورې لارې درباندې ودرېږي، بیا نو د حق غږ د پټولو وروستی کوشش مو همدا وي. د دین رښتینې څېره خلکو ته څرکندول مذهبي تعصب نه بلکې د نبیانو نه راپاتې میراث دی، که یې ته نه شې کولی، ځه خپل کار دې کوه، تاسې خو نه دین زده کړ، او نه مو د ساینس او علم درنښت زده کړ. کاشکي د یوې خوا خو وای چې بل ته مو ورښودلي وای .[/quote:972d5d235c]

هڅاند صیب ماباندې کومې لارې ودرېدې؟ زه خو حنفي نه یم او نه مې د حنفیت دفاع کړې، تاسو نوي سلفیان یئ ځکه ډېر په جوش او خروش کې یئ خو ما دیرش کاله پخوا د سلفیت په زانګو کې زنګلي، تاسو لا د سلفیت په ډیرو لوړو جورو نه یاست خبر خو مونږ دا هر څه زاړه کړي.
د حق غږ دا دی چې فقهي اختلافات شاته وغورځول شي او د صلیبیانو او یهودانو په مقابل کې په یو صف کې ودریږو.
هریو دا وايي چې زما مذهب د دین رښتینې څېره ده خو د امامانو څخه رانیولي تر اوسه پورې چادا ثابته کړې چې دوي د دین اصلي څیره ده بلکه اختلاف یې نور هم زیات کړي او دومره نفرت ته یې رسولی چې اوس د صلیبیانو په مقابل کې هم په یو صف کې ودریدلو ته تیار نه دي.
تاسو خو هم پینځم مذهب رامینځته کړی، تاسو هم مقلدین یاست خو فرق دادی چې ستاسو امامان متعدد دي. زه یوې خوا ځکه نه ودریږم چې بیا به مقلد شم.
مسلمانان د ستر صلیبي یرغل لاندې دي،دا وخت ددې خبرو نه دی، چې اسلام مو ویجاړ شي او د نړئ د مینځه ورک شي بیا به نه حنفیت درپاتې شي او نه سلفیت. وګورئ دغې مذهبي اختلاف د سعودي حکومت دې ته مجبور کړی چې د ایرانیانو په مقابل کې د امریکا او انګلیس غلامي وکړي، او د مسلمانانو په خوار او زار حالت چپه خله ونیسي دا یې لا څه چې د مصر شوشلستانو ته د اخوانیانو د حکومت په راپرځولو مبارکي وايي، دا د مذهبي اختلاف ارمغان نه دی نور څه دي؟؟؟
د ترکیې تیر تاریخ ته راشئ، هلته د اسلامي نړۍ ستر عثماني خلافت وو، نیمه اروپا د ترکانو د پوندو لاندې وه، استمبول د اسلام ستره قلعه د حنفي مذهب مدارسو مفتیانو او تصوف لویه زانګو وه، د ترکانو د حملو څخه روسیه خوندې نه وه، دومره کتابونه مفتیان او علماء وو چې شمیر یې نه وو، هغه ټول څه شو؟ هغه ټول د انګریز په دسیسه د عربو او عجمو په اختلاف راپیدا کولو، د حنفي او وهابي ترمینځ په جنګولو او په ساینس او ټکنالوژۍ کې د روسته پاتې کیدلو په وجه لاړل سیند ویوړل، د پیړیو پیړیو زوړ عثماني خلافت نوم صرف په تاریخ کې پاتې شو، هماغه ترکان نن د صلیبیانو په لښکر کې په ناټو کې د مسلمانانو خلاف جنګیږي، ښه وګورئ که هغه وخت عربانو د عربیت او وهابیت په وجه د ترکانو مخالفت نه وی کړی نن به مسلمانان په دې حال وو؟؟ د هماغې ورځې څخه د مسلمانانو زوال شروع شو او نن دې حالت ته رارسیدلی، سبابه تردې هم بدتر وي او بله ورځ به د اسلام نوم او نښان نه وي، نه به حنفیت پاتې وي او نه سلفیت،د اختلافاتو څخه ډک دغه د فقهي کتابونه به یو ځل بیا د دجلې او فرات سیند خوراک شي.
او ټول مسلمانان به داسې ډیموکراتان شي لکه د نن ترکان چې پرون یې نیکونه د حنفیت لوي مفتیان وو.
لنډ دلته په افغانستان او پاکستان کې وګورئ څومره عیاشي او فحاشي روانه ده، ښځې د کناټو بربنډلو لپاره یو بل سره سیالي کوي او نوي تخنیکونه ورته راوباسي، ځوانان په شرابو او سیکسي فلمونو او زناګانو اخته دي، اسلام او ایمان څوک پیژني هم نه، دا ولې؟ دا ځکه چې دیموکراسي مسلطه ده او مونږ کې دومره توان نشته چې د اسلام په زور د دیموکراسۍ مقابله وکړه ځکه چې اسلام خو مونږ پخپله ټوټه ټوټه کړي، په ډلو او ټپلو مو ویشلی.
تاسو او خداي چې ددې حالت مسؤل علماء او ملایان نه دي نور څوک دي؟؟؟ تاسو د یهودو او بني اسرایلو د احبارو تاریخ راژوندی کړو چې اسرایلیات او اختلافي روایات یې په دین کې ورننه ویستل نو په خپل مینځ کې یې سره وخوړل او نږدې وو چې د نړۍ د مخ نه ورک شي خو بیا خپل وحدت راژوندي کړل، اختلافات یې پریښودل او نن په ټوله نړۍ حکومت کوي، او د خپل تاریخ زړه تجربه د مسلمانانو سره تکراروي.

والسلام.


مسلم قلموال
21.08.2013

اصل خبره دا ده چې تاسو د اسلام په درد نه یاست درمند، د مسلمانانو په زبون حالۍ او وینو تویدلو مو هیڅ چورت نه دی خراب، په مزو او چړچو کې ډوب یاست، د کمپیوټر ترشا ناست یاست فقط ساعت تیري کوئ او مفتې خبرې کوئ خو وربه شئ خبر به شئ، الله به یې درنه پښتنه وکړي چې د دا دومره وسايل او اسانتیاوې مو ولې د مسلمانانو لپاره په کار وانه چولې.
الله د هغه چا د حالت څخه هم ښه خبر دی چې په خوارۍ او فقیرۍ د ګټلو پیسو په ذریعه تر لرې ځایه د موټر کرايي ورکوي ترڅو انټرنیټ ته د لاس رسي د لارې مسلمانانو ته د یووالي غږ ورورسوي.

الله په مونږ رحم وکړې او د مسلمانانو په زړونو کې هم رحم واچوې.

محمد رسول الله والذین امنوا معه اشداء علي الکفار رحماء بینهم.
واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا.

افقر العباد الی الله: م . ق


وزیري
21.08.2013

قلموال صاحب خبري دي بالکل لکه طلا داسی دي، د مسلمان لپاره دا وخت هغه مبارزه په کار ده چی کومه تا ذکر کړیده. دین خو هسی هم تکمیل شویده او مسائل ټول حل شوي په کتابونو کی پراته دي.
دا وخت باید اختلافی مسائل ذکر نه شی، خو په ډیره خواشینی سره باید دا ووایم چی دا ټول مشکل همدي نویو سلفی، وهابي، مودودي، پنچپیري او نورو خوارجو ډلو شروع کړیدي.

د سلګونو کاله را پدیخوا په بیلیونونو مسلمانانو د همدي څلورو مذاهبو پیروي را شروع کړیده او اوس هم په میلیونونو خلک لري خو دا بدبخته سلفیان او وهابیان دا دین داسی متحد او بی شبهی نه پریږدي. همیشه یی مسلمانانو ته په دین کی شکونه اچولي دی.
که د مذاهبو پیروي کفر وی خو بیا په دوی لازمه وه چی دا غږ یی پورته کړی وای خو که دا پیروي کفر نه وي نو بیا خو مصلحتا هم د داسی اختلافی مسائلو نه شاربل د اسلام دین په فاید دي. خو قلموال صاحب او نور مسلمانان وروڼه دي په دي باندي بالکل اګاه اوسیږي چی همدا سلفیان او وهابیان دي چی د کفارو د پلانونو ملاتړي دي او همیشه یی د کفر منحوس پلانونه په اسلامی نړی کی کامیابه کړیدي.

دا د اسلام دین په مقابله کی ځانته حزبونه دي او ډیری مشران یی هم ډالر خوري او هم دینار او ریالونه. دوی خرڅ شوي غلامان دي او هیڅکله به هم دا دین داسی په آرامه پرینږدي.
د دلیل لپاره یی همدومره کافي بولمه چی وګوره اکثره بحثونه په همدي ټول افغان ویبسایټ کی همدوی شروع کړیدي.

وګوره همدغه بحث چی اوس زه او ته پري لیکنه کوو د تراویحو او تهجدو په باره کی همدي سلفی او وهابی حذیفه شروع کړیده. ښه هلکه که غم درکي نه وي نو ولي داسی اختلافی مسائل میدان ته راغورځوي او مسلمانانو ته شکونه پیداکوي او په همداسی فروعی مسائلو کی یی اخته ساتي ترڅو ستا د کفارو د پلانونو د عملي کیدو لپاره مسلمان غافله پاتي شی.

خو قلموال صاحب دا ددوي واک نده، په دوي باندي د نورو مشرانو همدا کلنګ ده چی دین به شکمن کوی او خلک به مصروفه ساتی.
دوی ځانته بودیجه لري، تلویزیونونه لري، را ډیوګاني لري، ویبسایټونه لري، مجلې لري، اخبارونه لري او لکه تبلیغیان په مسجدونو کی د دورة التفسیر او دورة الحدیث غونډي لري.
ته او خداي په یوه هفته کی د قرآن تفسیر او د حدیثو دوره کیږي چی په کابل کی د اصلاح دفتر په هر مسجد کی شروع کړي وي؟؟؟؟
خو نه، دوی په دی یوه هفته کی په قرآن او حدیثو کی هغه مشابه مشابه ځایونه خلکو ته وایی او د خلکو ماغزه اړوی او شکونه ورته پیدا کوي.

مونږه او تاسو پوهیږو چی علماء او طلباء په جامعه کی یوه ډیره فقیره طبقه ده او د علم په یادولو او رسولو کی یی ټول عمر مصرفیږی. ددي په خاطر چی په دین کی مصروفه دي نو تجارت او نور کاروبار ته دومره وخت نلري نو په همدي اساس فقیر پاتي دي او خپل کور هم نشی چلولای. نو که حقه خبره کوی نو دا راته ووایه چی داسی عالم او طالب به دا دومره پیسې له کومه کوي چی هم دي تلویزیون ولري هم دی رادیو ولري هم دی ویبسایټ ولري هم دي غونډی جوړوي او هم دی اخبارونه او مجلې ولري؟؟؟

هو مخلصه خلک شته چی اسلام سره کومک کوي خو داسی دوامداره او د میلیونونو ډالرو مرسته هیڅوک هم نه کوي. په هر حال که یی کوې نو ولې یی مذهبي علماؤ سره نه کوي چی همدا سلفیان او وهابیانو سره یی کوي؟؟؟
معلومه ده چی ځانته هدفونه لري او هغه هدفونه یی هم مونږه وینو چی د اسلام جرړی باسل دی.

والسلام


حمید هڅــاند
21.08.2013

ښاغلی قلموال صیب! ټول افغان کې ستا له لیکنو او اندو فکر نه زه ښه ترا خبر یم، زما موخه دا نه وه چې له کوم ځانکړي فکر او مذهب نه د دفاع په مهال په تاسې بله لاره درېدلې بلکې هدف مې داؤ چې کله هم د دین د اصلي څېرې د ښکاره کولو خبره کېږي، نو یوه نه بهانه د یو او بل لوري له خوا رامینځته کېږي. اوس مهال د صلیبیانو په وړاندې مقاومت هم څه نادرې بهانې کوي. که موږ دلته د بدعتونو ملاتړ کې لیکنې کولای، بیا خو به ټولو ویل چې ځه پرواه نه لري خلک دې غلط کړي، خو چې څوک خوا بدي نه شي!.
بله خبره داده چې زه سلفي نه یم، سلفیت هم مذهب دی او زه پرې باور نه لرم. څومره چې زه حنیفیانو ته وایم چې راځئ فرقه پالنه پرېږدئ او قران او ثابتو احادیثو ته تسلیم شئ، هغومره سلفیانو ته هم وایم چې راشئ تر سلف پالنې د رسول الله د ثابتو احادیثو پالنه ښه، بلکې یواځېنی پرځای کار دی.

ښاغلی قلموال! یو چا ته د الله او رسول رښتینې لاره ښوول اختلاف پيدا کول نه بلکې حل کول دي. کنه هسې دې نو له شیعه کانو، او سلکونو نورو ډلو ټپلو سره اتحاد وشي او پرې دې ښوول شي چې د الله او رسول پر خبرو ملنډې ووهل شي ( نغوذ باالله).

درنښت


وزیري
21.08.2013

قلموال صاحب خبري دي بالکل لکه طلا داسی دي، د مسلمان لپاره دا وخت هغه مبارزه په کار ده چی کومه تا ذکر کړیده. دین خو هسی هم تکمیل شویده او مسائل ټول حل شوي په کتابونو کی پراته دي.
دا وخت باید اختلافی مسائل ذکر نه شی، خو په ډیره خواشینی سره باید دا ووایم چی دا ټول مشکل همدي نویو سلفی، وهابي، مودودي، پنچپیري او نورو خوارجو ډلو شروع کړیدي.

د سلګونو کاله را پدیخوا په بیلیونونو مسلمانانو د همدي څلورو مذاهبو پیروي را شروع کړیده او اوس هم په میلیونونو خلک لري خو دا بدبخته سلفیان او وهابیان دا دین داسی متحد او بی شبهی نه پریږدي. همیشه یی مسلمانانو ته په دین کی شکونه اچولي دی.
که د مذاهبو پیروي کفر وی خو بیا په دوی لازمه وه چی دا غږ یی پورته کړی وای خو که دا پیروي کفر نه وي نو بیا خو مصلحتا هم د داسی اختلافی مسائلو نه شاربل د اسلام دین په فاید دي. خو قلموال صاحب او نور مسلمانان وروڼه دي په دي باندي بالکل اګاه اوسیږي چی همدا سلفیان او وهابیان دي چی د کفارو د پلانونو ملاتړي دي او همیشه یی د کفر منحوس پلانونه په اسلامی نړی کی کامیابه کړیدي.

دا د اسلام دین په مقابله کی ځانته حزبونه دي او ډیری مشران یی هم ډالر خوري او هم دینار او ریالونه. دوی خرڅ شوي غلامان دي او هیڅکله به هم دا دین داسی په آرامه پرینږدي.
د دلیل لپاره یی همدومره کافي بولمه چی وګوره اکثره بحثونه په همدي ټول افغان ویبسایټ کی همدوی شروع کړیدي.

وګوره همدغه بحث چی اوس زه او ته پري لیکنه کوو د تراویحو او تهجدو په باره کی همدي سلفی او وهابی حذیفه شروع کړیده. ښه هلکه که غم درکي نه وي نو ولي داسی اختلافی مسائل میدان ته راغورځوي او مسلمانانو ته شکونه پیداکوي او په همداسی فروعی مسائلو کی یی اخته ساتي ترڅو ستا د کفارو د پلانونو د عملي کیدو لپاره مسلمان غافله پاتي شی.

خو قلموال صاحب دا ددوي واک نده، په دوي باندي د نورو مشرانو همدا کلنګ ده چی دین به شکمن کوی او خلک به مصروفه ساتی.
دوی ځانته بودیجه لري، تلویزیونونه لري، را ډیوګاني لري، ویبسایټونه لري، مجلې لري، اخبارونه لري او لکه تبلیغیان په مسجدونو کی د دورة التفسیر او دورة الحدیث غونډي لري.
ته او خداي په یوه هفته کی د قرآن تفسیر او د حدیثو دوره کیږي چی په کابل کی د اصلاح دفتر په هر مسجد کی شروع کړي وي؟؟؟؟
خو نه، دوی په دی یوه هفته کی په قرآن او حدیثو کی هغه مشابه مشابه ځایونه خلکو ته وایی او د خلکو ماغزه اړوی او شکونه ورته پیدا کوي.

مونږه او تاسو پوهیږو چی علماء او طلباء په جامعه کی یوه ډیره فقیره طبقه ده او د علم په یادولو او رسولو کی یی ټول عمر مصرفیږی. ددي په خاطر چی په دین کی مصروفه دي نو تجارت او نور کاروبار ته دومره وخت نلري نو په همدي اساس فقیر پاتي دي او خپل کور هم نشی چلولای. نو که حقه خبره کوی نو دا راته ووایه چی داسی عالم او طالب به دا دومره پیسې له کومه کوي چی هم دي تلویزیون ولري هم دی رادیو ولري هم دی ویبسایټ ولري هم دي غونډی جوړوي او هم دی اخبارونه او مجلې ولري؟؟؟

هو مخلصه خلک شته چی اسلام سره کومک کوي خو داسی دوامداره او د میلیونونو ډالرو مرسته هیڅوک هم نه کوي. په هر حال که یی کوې نو ولې یی مذهبي علماؤ سره نه کوي چی همدا سلفیان او وهابیانو سره یی کوي؟؟؟
معلومه ده چی ځانته هدفونه لري او هغه هدفونه یی هم مونږه وینو چی د اسلام جرړی باسل دی.

والسلام


مومن مهاجر
21.08.2013

که کولای شئ د روان بحث په اړه مستقیم مالومات او اندونه راسره شریک نو مهرباني. موضوع ته نور کونجونه مه ورکوئ! د هغو کونجونو وضاحت مو په تېره لیکنه کې درته وړاندي کړ. مننه


مسلم قلموال
25.08.2013

ښاغلي وزیري صاحب لیکلي:
خو په ډیره خواشینی سره باید دا ووایم چی دا ټول مشکل همدي نویو سلفی، وهابي، مودودي، پنچپیري او نورو خوارجو ډلو شروع کړیدي

ښاغلي وزیري صاحب، نورې ټولې خبرې دې سمې دي خو دغې تقسیم بندۍ ته دې حیران یم چې دغه ټولې ډلې دې په خوارجو کې شمیرلې دي، پنجپیریان او مودودیان خو کلک احناف دی او حنفي فقه یې مسلک دی، ایا د دیوبندي علماؤ دومره زیات تعصب او تنګ نظري چې د خپل مذهب ډلې هم خوارج بولي په اختلاف او نفاق راپیدا کولو او د اسلامي امت په ټوټه کولو کې لوي رول نه لري؟ که ته بل نه منې بل تا څنګه ومني؟ باید هریو د خپل موقف څخه یو څه تنازل وکړي.

ښاغلي هڅاند صیب لیکلي:
ښاغلی قلموال! یو چا ته د الله او رسول رښتینې لاره ښوول اختلاف پيدا کول نه بلکې حل کول دي. کنه هسې دې نو له شیعه کانو، او سلکونو نورو ډلو ټپلو سره اتحاد وشي او پرې دې ښوول شي چې د الله او رسول پر خبرو ملنډې ووهل شي ( نغوذ باالله).

الله او رسول ته د رسیدلو لپاره هر یو ځانته بیله لار او تګلاره لري ځکه خو ورته مذهب وايي، که هغه ستا تګلاره نه مني او په خپلې تګلارې باندې اصرار کوي نو ته پرې زور نه شې کولاي البته هغه هم حق نه لري چې ستا تګلارې ته چې د قرآن او سنت څخه مآخوذ وي باطله ووايي.
نورو ټولو هغو ډلو سره اتفاق کیدلی شي چې په اصولو کې سره موافق وي، دلته په دې مسله کې اختلاف یو فرعي اختلاف دی، د فرعي اختلاف د وجې نه ته څوک د اسلام د لوي دایرې څخه نه شې ویستلاي.

ټولو ته زما توصیه داده چې اعتدال څخه کار واخلئ، په خپل فکر کې افراط او تشدد مه کوئ، اسلام لویه پراخه سینه لري، د اسلام دایره مه راتنګوئ، تاسو به په خله باندې ډیر مسلمانان کافر، مشرک یا خوارج کړئ خو تر اوسه مو یو کافر مسلمان کړی؟؟؟ پدې باندې لږ فکر وکړئ.[/quote]


وزیري
26.08.2013

---


وزیري
26.08.2013

قلموال صاحب هر سور ږیری خو ملا شاګل نه وي کنه. خالي د احنافو له نامه نه په استفادي سره خو سړی حنفی کیدای نشی. مودودیانو یو پیغمبر هم نده پریښی، په ټولو باندي یی د ګناهونو ټاپي لګولي. حنفی داسی وی؟

ته یقین وکه چی په لسګونو صحابه کرامو باندي یی داسی خوله ورخلاصه کړی چی ته به وایی دده یو مزدور ده. احناف داسی وی؟

پاتی شوه د دیوبندي خبره، نه دیوبندي یمه او نه دیوبندي کوم مذهب یا مسلک بولم، دیوبند یوه مدرسه ده او یو تعداد علماء دی هم ښه لري هم بد، خو زه یی په ډله ټپله کی ځان نه ورګډوم.

الله جل جلاله دي ټول مسلمانان د سمي لاري پیروان او په خپل منځ کی متفق او متحد وګرځوي


حمید هڅــاند
26.08.2013

قلموال صیب! چې پر ځان د صحابیانو د ډلې نوم کېږدې هم، اول به یې نوم ور ردوم او بیا به یې ټولې هغه کړنې چې له قران او سنت سره ټکر ولري. اسلام خو څه سلاته نه ده چې پياز به هم وي پکې، بانجان هم، مرچکي هم...... هیله ده له دې بې ځایه نصیحت نه دې لاس واخلې.

درنښت


مسلم قلموال
26.08.2013

[quote:a90203ff09="حمید هڅــاند"]قلموال صیب! چې پر ځان د صحابیانو د ډلې نوم کېږدې هم، اول به یې نوم ور ردوم او بیا به یې ټولې هغه کړنې چې له قران او سنت سره ټکر ولري. اسلام خو څه سلاته نه ده چې پياز به هم وي پکې، بانجان هم، مرچکي هم...... هیله ده له دې بې ځایه نصیحت نه دې لاس واخلې.

درنښت[/quote:a90203ff09]

ښه نو بیا تکړه شه په څلور واړه مذهبونو د کفر فتوی ولګوه کنه!
اسلام سلاته نه ده خو بیوټي پارلر هم نه دی چې هر کس به په کې د خپلې خوښې مطابق ځان جوړوي او نه دچا شخصي مال دی چې د خپلې خوښې مطابق به په کې تصرفات کوي، د قرآن او سنت چابي تاته چاته درکړې. ګوره زه خبره ورانوم نه بلکه جوړوم یې، د سننو او احادیثو لویو امامانو او محدثینو هم په ډیرو احادیثو کې اختلاف کړی دی نو ایا هغوي ترینه سلاته جوړه کړیوه؟
او وزیري صاحب که ته کولاي شې د څلورو مذاهبو نه پرته نور مذاهب او ډلې د اسلام څخه وباسې نو لطفا بیا په هغه چا هم د کفر فتوی ولګوه چې د دې څلورو مذاهبو څخه مخکې موجود وو او یا د دوي په وخت کې موجود وو.

که یو بل د اسلام څخه ویستلاي نشئ او د کفر فتوی پرې لګولای نشئ بیا نو هماغه زما خبره ده چې ټول مسلمانان دي او په اصولو کې سره موافق دي اما فرعي اختلافات د هرې ډلې د امامانو د اجتهاد په بنیاد دي، او دغه اختلافات د صحابه کرامو په وخت کې هم موجود وو.

اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه.


حمید هڅــاند
26.08.2013

د مذاهبو رامینځته کول سیاسيونو او دولتي چارواکو کړې ده، نه امام صاحبانو. امام صاحب خو پخپله مذهب نه دی جوړ کړی چې تاسې یې اوس پرې تپۍ. زه په زغرده وایم چې څوک د قران او صیحیح حدیث پرځای په سیاسي اسلام (مذهبو) پسې لاس نېسي، بې لارې دي.

درنښت


وزیري
27.08.2013

قلموال صاحب د څلورو مذاهبو په رابطه ما په نن ډاټ کام کی یوه لیکنه کړی وه چی همدلته یی رانقلوم. وګوره چی زه او د څلورو مذاهبو پیروان څه نظر لرو او دلایل مو څه دي. یو څه اوږده لیکنه ده خو په لوستلو حتما ارزی.

محترمینو! په آئمه اربعه کي د یو امام تقلید باندی د امت اجماع شویده. د امت اجماع دوه صورته لری:
اول دا چه د امت قابل قدر علماء اتفاق وکړي او دا ووایی چی دا فلانۍ مسئله باندي چی تعلق یی قول سره ده زمونږه اجماع ده او که د مسئلي تعلق له فعل سره وي نو په هغه فعل باندی عمل شروع کړي.
دوهم صورت یی داسي ده چی د امت بعضي غټ عالمان په مذکوره طریقه اجماع سره وکړي او نور قابل قدر علماء سکوت وکړي او کوم رد پری ونه کړي، دغه اجماع ته اجماع سکوتی وایی. دا دواړه صورته معتبر دی.

په نور الانوار، صفحه ۲۱۹ کي یی لیکلي دی:
رکن الاجماع نوعان: عزمة: وهو التکلم منهم بما یوجب الاتفاق أی اتفاق الکل علی الحکم بأن یقولوا أجمعنا علی هذا ان کان ذلک الشئ من باب القول أو شروعهم فی الفعل ان کان من بابه. ورخصة: وهو أن یتکلم أو یفعل البعض دون البعض و سکت الباقون منهم ولا یردون علیهم بعد مضي التأمل وهی ثلاثة أیام و مجلس العلم و یسمی هذا اجماعا سکوتیا وهو مقبول عندنا.

کله چی علماء کرامو دا درک کړله چی د تقلید نه منکر کسان په مثال د بی مهاره اوښانو دي او د خپلو خواهشاتو مطابق ژوند تیروی نو د آئمه اربعه وو په تقلید باندی یی اجماع وکړله. اګرچه ددوی دا اجماع په یوځای کی په متفق ډول کی نه ده شوی ولي د ټول علماء کرامو په تقلید کی ژوند تیرول او په نه تقلید باندي یی نکیر دا اجماع منعقده کړیده لکه په پورتنی د اجماع په صورتونو کی چی أو شروعهم فی الفعل ان کان من بابه ویل شویدي. همدارنګه په دی سلسله کی ډیر غټ غټ علماء کرامو په عدم تقلید باندی د خپلو آراء اظهار کړیدی او امت یی د عدم تقلید په مفاسدو باندی خبر کړیدي چی لاندي یی یوڅو مسالونه وړاندي کوم:

اول: مشهور محدث او مفسر قاضی ثناء الله پانی پتی رحمه الله فرمایی:
فان أهل السنة والجماعة قد افترق بعد القرن الثلاثة أو الأربعة علی أربعة المذاهب، ولم یبق فی فروع المسائل سوی هذه المذاهب الأربعة فقد انعقد الاجماع المرکب علی بطلان قول من یخالف کلهم.
یعنی له دریمي یا څلورمي صدی نه بعد په فروعی مسئلو کی د اهل السنت والجماعة څلور مذاهبه پاتی شول او پنځم نشته. نو ګویا په دی امر باندي اجماع شویده چی هر هغه قول چی ددي څلورو مذهبونو خلاف وی باطل ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد، صفحه ۸۰ بحواله تفسیر مظهری، دوهم جلد، صفحه ۶۴)

دوهم: حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی رحمه الله فرمایی:
وهذه المذاهب الأربعة المدونة المحررة قد اجتمعت الأمة أو من یعتد بها منها علی جواز تقلیدها الی یومنا هذا.
یعنی دا څلور مذهبه چی ترتیب شویدی، ټول امت یا د امت معتمدو څیرو د ددي څلورو مذهبونو په تقلید باندی د جواز اجماع کړیده او دا اجماع تر ننه پوری باقی ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد، صفحه ۷۵ بحواله حجة الله البالغه اول جلد صفحه ۳۶۱)

دریم: علامه ابن همام رحمه الله فرمایی:
وعلی هذا ما ذکر بعض المتأخرین منع تقلید غیر الأربعة لانضباط مذاهبهم و تقلید مائلهم و تخصیص عمومها ولم یدر مثله فی غیرهم الآن لانقراض اتباعهم وهو صحیح.
یعنی او په همدی خاطر د ائمه اربعه ؤ تقلید تعین شویده نه د نورو امامانو، دا ځکه چی د ائمه اربعه ؤ مذاهب مکمل منضبط شویدی او په دی مذاهبو کی مسائل تحریر شویدی او د نورو امامانو په مذاهبو کی دا شی نشته، د هغوی متبعین هم ختم شویدی او تقلید په دی څلورو امامانو کی منحصر کول صحیح ده.
(فتاوی رحیمیه، اول جلد صفحه ۷۹ بحواله التحریر فی اصول الفقه، صفحه ۵۵۲)

څلورم: علامه ابن نجیم مصری رحمه الله فرمایی:
وما خالف الأئمة الأربعة فهو مخالف للاجماع.
یعنی: د ائمه اربعة په خلاف فیصله د اجماع په خلاف فیصله ده.
(الاشباه، صفحه ۱۳۱)

پنځم: شیخ احمد المعروف بملاجیون په تفسیرات احمدیه کی لیکی:
قد وقع الاجماع علی أن الاتباع انما یجوز للأربع الخ.
یعنی په دی باندی اجماع شویده چی اتباع به صرف د څلورو امامانو جائز وی. وړاند ورپسي لیکي: وکذا لا یجوز الاتباع لمن حدث مجتهدا مخالفا لهم. یعنی نو بناء که کوم نوی مجتهد را پیدا شی او د هغه مذهب ددی څلورو مذاهبو خلاف وی نو د هغه اتباع جائز نه ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد صفحه ۷۹)

شپږم: امام ابراهیم سرخسی مالکی رحمه الله فرمایی:
و أما فی ما بعد ذلک فلا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة.
یعنی له اول دور نه را پدیخوا د څلورو امامانو نه ماسوی د بل چا تقلید جائز نه ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد صفحه ۸۰ بحواله التوحات الوهبیه، صفحه ۱۹۹)

اووم: محدث ابن حجر مکی رحمه الله فرمایی:
أما فی زماننا فقال أئمتنا لا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة: الشافعی و مالک و أبی حنیفة و أحمد رضوان الله علیهم أجمعین.
یعنی زمونږ په زمانه کی به د مشائخو دا قول وه چی د څلورو امامانو نه غیر د بل چا تقلید جائز نه ده.
(فتاوی رحیمیه، اول جلد، صفحه ۸۰ بحواله فتح المبین: صفحه ۱۶۶)

اتم: د مسلم شریف شارح علامه نووی رحمه الله فرمایی:
أما الاجتهاد المطلق فقالوا اختتم بالأئمة الأربعة الخ.
یعنی د مطلق اجتهاد په باره کی علماء کرام فرمایی چی په څلورو امامانو ختم شویده. حتی چی ټولو علماء کرامو تقلید یو له دی څلورو امامانو نه په امت باندی واجب ګرځولای ده او امام الحرمین په دی باندی اجماع نقل کړیده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد صفحه ۸۱ بحواله نورالهدایة، لسمه صفحه)

نهم: سید احمد طحطاوی په فرقه ناجیه کی د شامیلیدو تاکید کوی او وایی چی فرقه ناجیه کوم خلک دی. دی لیکی:
وهذه الطائفة الناجیة قد اجتمعت الیوم فی المذاهب الأربعة هم الحنیفیون و المالکیون والشافعیون والحنبلیون و من کان خارجا من هذه المذاهب الأربعة فی ذلک الزمان فهو من اهل البعدة والنار.
یعنی او دا نجات والا ډله نن جمعه شویده په دی څلورو مذهبونو کی چی هغه حنفیان، مالکیان، شافعیان او حنبلیان دی. هر هغه څوک چی په دی زمانه کی له دی څلورو مذاهبو نه خارج ده هغه له اهل بدعت او اهل نار نه دي.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد، صفحه ۸۲ بحواله طحطاوی علی الدر المختار، ۴/ ۱۵۳)

والسلام


اکرم
27.08.2013

[quote:22100d4249]د مذاهبو رامینځته کول سیاسيونو او دولتي چارواکو کړې ده، نه امام صاحبانو. امام صاحب خو پخپله مذهب نه دی جوړ کړی چې تاسې یې اوس پرې تپۍ. زه په زغرده وایم چې څوک د قران او صیحیح حدیث پرځای په سیاسي اسلام (مذهبو) پسې لاس نېسي، بې لارې دي. [/quote:22100d4249]

حمید هڅانده وروره، اول سلامونه او درناوی په عرض رسوم او یبا هیله ده چې تکړه اوهڅانده وسی.

ددغې خبرې : [quote:22100d4249]د مذاهبو رامینځته کول سیاسيونو او دولتي چارواکو کړې ده، نه امام صاحبانو. امام صاحب خو پخپله مذهب نه دی جوړ کړی چې تاسې یې اوس پرې تپۍ.[/quote:22100d4249] څخه مو داسې مطلب افاده کیږي چې ګوندی تاسو د مذهب دلغوي او اصطلاحي داوړو معنی او مفهوم د درک سره ستونځه لرئ ! که دا سې نوي مهربانی وکړئ مذهب لغتاُ اواصطلاحاً تعریف کړئ چې دا پورتنۍ خبرې مو دفهم وړشي ، کنه بیا به دا عاجز دمذهب داوړه لغوي اواصطلاحی تعریف درته وړاندی کړي . او بیا به دا پورته لایُفهم خبرې بیرته اصلاح کړي .

دتیرو غټو خبرو ځواب مو( چې زما له سو[color=red:22100d4249]ي[/color:22100d4249]ې غټې دي) قلموال صاحب ویلی.

خیریوسئ

[quote:22100d4249]قلموال صیب! چې پر ځان د صحابیانو د ډلې نوم کېږدې هم، اول به یې نوم ور ردوم او بیا به یې ټولې هغه کړنې چې له قران او سنت سره ټکر ولري.[color=indigo:22100d4249] اسلام خو څه سلاته نه ده[/color:22100d4249] چې پياز به هم وي پکې، بانجان هم، مرچکي هم...... هیله ده له دې بې ځایه نصیحت نه دې لاس واخلې. [/quote:22100d4249]


مسلم قلموال
27.08.2013

[quote:824cdf1508="وزیري"]قلموال صاحب د څلورو مذاهبو په رابطه ما په نن ډاټ کام کی یوه لیکنه کړی وه چی همدلته یی رانقلوم. وګوره چی زه او د څلورو مذاهبو پیروان څه نظر لرو او دلایل مو څه دي. یو څه اوږده لیکنه ده خو په لوستلو حتما ارزی.

محترمینو! په آئمه اربعه کي د یو امام تقلید باندی د امت اجماع شویده. د امت اجماع دوه صورته لری:
اول دا چه د امت قابل قدر علماء اتفاق وکړي او دا ووایی چی دا فلانۍ مسئله باندي چی تعلق یی قول سره ده زمونږه اجماع ده او که د مسئلي تعلق له فعل سره وي نو په هغه فعل باندی عمل شروع کړي.
دوهم صورت یی داسي ده چی د امت بعضي غټ عالمان په مذکوره طریقه اجماع سره وکړي او نور قابل قدر علماء سکوت وکړي او کوم رد پری ونه کړي، دغه اجماع ته اجماع سکوتی وایی. دا دواړه صورته معتبر دی.

په نور الانوار، صفحه ۲۱۹ کي یی لیکلي دی:
رکن الاجماع نوعان: عزمة: وهو التکلم منهم بما یوجب الاتفاق أی اتفاق الکل علی الحکم بأن یقولوا أجمعنا علی هذا ان کان ذلک الشئ من باب القول أو شروعهم فی الفعل ان کان من بابه. ورخصة: وهو أن یتکلم أو یفعل البعض دون البعض و سکت الباقون منهم ولا یردون علیهم بعد مضي التأمل وهی ثلاثة أیام و مجلس العلم و یسمی هذا اجماعا سکوتیا وهو مقبول عندنا.

کله چی علماء کرامو دا درک کړله چی د تقلید نه منکر کسان په مثال د بی مهاره اوښانو دي او د خپلو خواهشاتو مطابق ژوند تیروی نو د آئمه اربعه وو په تقلید باندی یی اجماع وکړله. اګرچه ددوی دا اجماع په یوځای کی په متفق ډول کی نه ده شوی ولي د ټول علماء کرامو په تقلید کی ژوند تیرول او په نه تقلید باندي یی نکیر دا اجماع منعقده کړیده لکه په پورتنی د اجماع په صورتونو کی چی أو شروعهم فی الفعل ان کان من بابه ویل شویدي. همدارنګه په دی سلسله کی ډیر غټ غټ علماء کرامو په عدم تقلید باندی د خپلو آراء اظهار کړیدی او امت یی د عدم تقلید په مفاسدو باندی خبر کړیدي چی لاندي یی یوڅو مسالونه وړاندي کوم:

اول: مشهور محدث او مفسر قاضی ثناء الله پانی پتی رحمه الله فرمایی:
فان أهل السنة والجماعة قد افترق بعد القرن الثلاثة أو الأربعة علی أربعة المذاهب، ولم یبق فی فروع المسائل سوی هذه المذاهب الأربعة فقد انعقد الاجماع المرکب علی بطلان قول من یخالف کلهم.
یعنی له دریمي یا څلورمي صدی نه بعد په فروعی مسئلو کی د اهل السنت والجماعة څلور مذاهبه پاتی شول او پنځم نشته. نو ګویا په دی امر باندي اجماع شویده چی هر هغه قول چی ددي څلورو مذهبونو خلاف وی باطل ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد، صفحه ۸۰ بحواله تفسیر مظهری، دوهم جلد، صفحه ۶۴)

دوهم: حضرت شاه ولی الله محدث دهلوی رحمه الله فرمایی:
وهذه المذاهب الأربعة المدونة المحررة قد اجتمعت الأمة أو من یعتد بها منها علی جواز تقلیدها الی یومنا هذا.
یعنی دا څلور مذهبه چی ترتیب شویدی، ټول امت یا د امت معتمدو څیرو د ددي څلورو مذهبونو په تقلید باندی د جواز اجماع کړیده او دا اجماع تر ننه پوری باقی ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد، صفحه ۷۵ بحواله حجة الله البالغه اول جلد صفحه ۳۶۱)

دریم: علامه ابن همام رحمه الله فرمایی:
وعلی هذا ما ذکر بعض المتأخرین منع تقلید غیر الأربعة لانضباط مذاهبهم و تقلید مائلهم و تخصیص عمومها ولم یدر مثله فی غیرهم الآن لانقراض اتباعهم وهو صحیح.
یعنی او په همدی خاطر د ائمه اربعه ؤ تقلید تعین شویده نه د نورو امامانو، دا ځکه چی د ائمه اربعه ؤ مذاهب مکمل منضبط شویدی او په دی مذاهبو کی مسائل تحریر شویدی او د نورو امامانو په مذاهبو کی دا شی نشته، د هغوی متبعین هم ختم شویدی او تقلید په دی څلورو امامانو کی منحصر کول صحیح ده.
(فتاوی رحیمیه، اول جلد صفحه ۷۹ بحواله التحریر فی اصول الفقه، صفحه ۵۵۲)

څلورم: علامه ابن نجیم مصری رحمه الله فرمایی:
وما خالف الأئمة الأربعة فهو مخالف للاجماع.
یعنی: د ائمه اربعة په خلاف فیصله د اجماع په خلاف فیصله ده.
(الاشباه، صفحه ۱۳۱)

پنځم: شیخ احمد المعروف بملاجیون په تفسیرات احمدیه کی لیکی:
قد وقع الاجماع علی أن الاتباع انما یجوز للأربع الخ.
یعنی په دی باندی اجماع شویده چی اتباع به صرف د څلورو امامانو جائز وی. وړاند ورپسي لیکي: وکذا لا یجوز الاتباع لمن حدث مجتهدا مخالفا لهم. یعنی نو بناء که کوم نوی مجتهد را پیدا شی او د هغه مذهب ددی څلورو مذاهبو خلاف وی نو د هغه اتباع جائز نه ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد صفحه ۷۹)

شپږم: امام ابراهیم سرخسی مالکی رحمه الله فرمایی:
و أما فی ما بعد ذلک فلا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة.
یعنی له اول دور نه را پدیخوا د څلورو امامانو نه ماسوی د بل چا تقلید جائز نه ده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد صفحه ۸۰ بحواله التوحات الوهبیه، صفحه ۱۹۹)

اووم: محدث ابن حجر مکی رحمه الله فرمایی:
أما فی زماننا فقال أئمتنا لا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة: الشافعی و مالک و أبی حنیفة و أحمد رضوان الله علیهم أجمعین.
یعنی زمونږ په زمانه کی به د مشائخو دا قول وه چی د څلورو امامانو نه غیر د بل چا تقلید جائز نه ده.
(فتاوی رحیمیه، اول جلد، صفحه ۸۰ بحواله فتح المبین: صفحه ۱۶۶)

اتم: د مسلم شریف شارح علامه نووی رحمه الله فرمایی:
أما الاجتهاد المطلق فقالوا اختتم بالأئمة الأربعة الخ.
یعنی د مطلق اجتهاد په باره کی علماء کرام فرمایی چی په څلورو امامانو ختم شویده. حتی چی ټولو علماء کرامو تقلید یو له دی څلورو امامانو نه په امت باندی واجب ګرځولای ده او امام الحرمین په دی باندی اجماع نقل کړیده.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد صفحه ۸۱ بحواله نورالهدایة، لسمه صفحه)

نهم: سید احمد طحطاوی په فرقه ناجیه کی د شامیلیدو تاکید کوی او وایی چی فرقه ناجیه کوم خلک دی. دی لیکی:
وهذه الطائفة الناجیة قد اجتمعت الیوم فی المذاهب الأربعة هم الحنیفیون و المالکیون والشافعیون والحنبلیون و من کان خارجا من هذه المذاهب الأربعة فی ذلک الزمان فهو من اهل البعدة والنار.
یعنی او دا نجات والا ډله نن جمعه شویده په دی څلورو مذهبونو کی چی هغه حنفیان، مالکیان، شافعیان او حنبلیان دی. هر هغه څوک چی په دی زمانه کی له دی څلورو مذاهبو نه خارج ده هغه له اهل بدعت او اهل نار نه دي.
(فتاوی رحیمیه: اول جلد، صفحه ۸۲ بحواله طحطاوی علی الدر المختار، ۴/ ۱۵۳)

والسلام[/quote:824cdf1508]

محترمه، تقلید بیل او جلا بحث دی، په دواړو خواو، تقلید او عدم تقلید کې په سلګونو دلایل او د علماؤ اقوال موجود دي د مثال په ډول د امام طحاوي چې لوي حنفي امام دی چا ورڅخه د تقلید په باره کې پوښتنه وکړه نو هغه وفرمایيل وهل یقلد الا غبي او عصبي خو زه نه غواړم چې بیا په دغه اختلافي مسايلو کې لتاړ شم پداسې حال کې چې د امت لویو امامانو همداسې اختلاف پریښی دی، که د اجماع خبره شي نو اجماع باندې هم اجماع نه ده شوې بلکه د دغې اجماع څخه مخالف خلک په هماغه قرن کې هم موجود وو.
په هر صورت تقلید د هغه چا لپاره ښه دی چې په قرآن او احادیثو نه پوهیږي خو زه ټول هغه خلک ګناهګار بولم چې په عصري علومو او تجارتونو ښه پوهیږي خو په قرآن او احادیثو ځان نه پوهوي.
ښه که تاسو زما خبره نه منئ نو بیا په همدې میدان کې یا خپل دریځ په دلایلو ثابت کړئ اویا بل ته تسلیم شئ او کنه نو بیا دا ومنئ چې ټول مسلمانان دي او فرعي او مذهبي اختلافات نشي کولای څوک د اسلام له دایرې څخه وباسي.


حمید هڅــاند
28.08.2013

ښاغلی اکرم !
خبرې به نه زیاتوو، زما مطلب له څلورو مذاهبو نه دی چې سیاسیونو رامینځته کړي دي. تعریف معریف ته زه اړتیا نه لرم.

قلموال صیب! تاسې هم عجیب موقف لرئ!.
په دین کې اصل او فرع دې له کومه پیدا کړل؟؟؟
په کوم دلیل یو شي ته اصل وایي اوبل ته فرعه؟؟
انډېواله، رسول الله یو کار یو ډول کړی وي، ته یې بل ډول کوې بیا روایت ورکوې چې دا فرع ده، دا نو له دین سره د مسلمان په جامه کې ستره جفا ده.
زه تاسې ته والله چې حیران شم کله کله.
نورې خبرې نه لیکم، ځکه غوسه کې یم، هسې نه بل څه رانه ولیکل شي.

درنښت


اکرم
29.08.2013

[quote:9b1a6f6cef]ښاغلی اکرم !
خبرې به نه زیاتوو،[color=indigo:9b1a6f6cef] زما مطلب له څلورو مذاهبو نه دی چې سیاسیونو رامینځته کړي دي.[/color:9b1a6f6cef] تعریف معریف ته زه اړتیا نه لرم.[/quote:9b1a6f6cef]
ګران هڅاند صیب!
بښنه غواړم زما « خپل » هدف په هیڅ وجه تا په غصه کول ندي.

اصلی خبرې ته:
زه په دې پوهیږم چې ته دمذهب تعریف معریف ته اړتیا نه لري!!!
خو که اوس مهربانی وکړې او دا را ته ووایې چې دا څلور واړه دینی مذ اهب ( دینی تګلارې) دامام ابوحنیفه، امام مالک، امام شافعی او امام احمد بن حنبل ، ددې څلورو اړو څخه پرته ، دکوم بل ستر سیاسی عقل زیږنده او ترویج دي؟
ما به ډیر خوشحاله کړې .

په مینه اومننه


حمید هڅــاند
31.08.2013

ټولو ښاغلیو ته سلامونه، په ځانکړې توکه ښاغلي اکرم ته!

ښاغلی اکرم، هیله ده لاندې خبرې په ځیر ولولئ، ان که پیلیزې (مقدمه یي) درته ښکاره شي هم!:
الله جل جلاجله قران په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل کړ او موږ ته یې په همدې قران کې وویل چې رسول الله ستاسو معلم او ښوونکی دی او دین به له همده نه زده کوئ او داچې دی له ځانه څه نه وایي بلکې خبرې یې زموږ (رب) له خوا وي. یانې د دین په اړه د ده ټولې خبرې وحیه دي.
قران چې کله تکمیل شو، له وروستیو وحیو یې داوه چې (الیوم اکملت لکم دینکم ...) یانې په هماغه ورځ دین مکمل شو. الله پاک دا هم ویلي دي چې دین اسانه دی او پېچلی نه دی. د مسلمان د عقیدې ځواکمنه برخه دا هم ده چې همدا مکمل له نقصان او کمي نه لیرې دین به د اخرت تر ورځې همداسې مکمل او له هر ډول کمي نه پاک او بری وي.
خلک وایي چې کله چې اسلام خپور شو او بیابیل هیوادونه یې په لمن کې راغلل نو دوه کارونه وشول:
۱) نوي اولسونو له عربي ژبې سره هیڅ یا کمه اشنایي لرله.
۲) په دې کلتورونو کې داسې خبرې او مسلې رامینځته شوې چې باالکل نوې وې او د رسول الله په وخت کې نه وې پېښې شوې او دا چې دې مسلو ته باید اسلامي حل او تشریح پیدا شوې وای.
دعوه شتون لري دا چې همدا دوې خبرې لامل شوې چې د فقهې علم پرمختک وکړي او شننې زیاتې شي او د رایو کثرت رامینځته شي او بیا داچې د رایو کثرت د مذاهبو رامینځته کېدلو ته لاره هواره کړه او اجماع امت مسلمه کې څلور مذاهب رامینځته شول او پسې تلل واجب وبلل شول.
هېره دې نه وي چې دا اجماع د عباسیانو په وخت کې رامینځته شوه.

ښاغلی اکرم! زه هڅه کوم خبرې مې زیاتې کمې کړم، په لنډو او سکښتو خبرو کې به دومره ووایم چې:
۱) ان اوس داسې دیني مسله نشته چې نوې دې وي او قران او سنت دې ورته حل ونه لري، نو په هغه وخت کې یې شتون سراسر بکواس او چټي خبرې دي.
یوې خبرې ته دې پام اړوم چې دلته موخه دیني مسلې دي، نه دونیوي، په دونیوي غیر ضروري مسلو کې موږ ته اجازه ده او خوښه یې موږ ته راکړې چې څنکه وکړو.

۲) د عربي ژبې نه زده کړه هم یو بې ځایه دلیل دی، ځکه د قران او حدیث لوستل ټولو کولی شوای، مانا او تفسیر ته یې اړتیا وه. دا خو څه ناممکن کار نه ؤ چې بېلابېلې ډلې ټپلې دې له ناچاره نو جوړې شي!.
بله خبره داده چې نوي اولسونه، که هغه افغانان ول، که ایرانیان، که هندیان او نور،،، د ټولو څېړونکو عربي ژبه زده کړې وه او همدا عربي د هغه وخت په اصطلاح نړیواله ژبه وه. د مسلمانانو علمي پرمختک یو لامل هم داؤ چې دوئ د هغه وخت له مدنیتونو نه (هندیان، خراسانیان، ایرانیان، او اروپا لور ته رومیان) عالمان را ټول کړل، په یوه ژبه یې بلد کړل او د ټولو له دماغونو نه یې هممهاله کار واخیست. په دې توکه دوئ نوي شیان کشف، اختراع او وپېژندل.
راځم د مذاهبو په اړه:
د رایو کثرت او اختلاف طبیعي خبره ده، خو حل یې دادی چې له الهي وینا سره سم بیرته قران اوسنت ته رجوع وشي، او سم یې ومنل شي. صحابه وو به هم همدا کول، یانې ان هله هم اختلاف رامینځته کېدی. خو ناجایزه داده چې اختلافات پرته له دې چې د قران او سنت په تول وتلل شي، ټولو ته د روا والي اجازه ورکړای شي!!!. هوکې، دا اجازه نه امام صاحب ورکړې او نه نورو امامانو، بلکې د هغه وخت کرزیانو دا کار وکړ او اختلاف یې له مینځه وا نه خیست، بلکې ویې زېږاوي. به دې اړه تاریخي شواهد خورا زیات شته.
د حنیفیانو مذهب د امام صاحب شاکرد، چې د ده د مړینې په وخت کې یې عمر تر د پنځه لس کالو شاوخوا ؤ، جوړ کړی دی... چې د امام صاحب له مړینې خورا وروسته یې مذهب جوړ شوی دی.
حنیفیان به د اخرت په ورځ د امام صاحب قرضداره ځکه وي چې یو خو یې مذهب پسې تړلی دی، او بل یې زرکونه داسې خبرې پسې تړلې دي چې د امام صاحب نه دي. په دې توکه دوئ د امام صاحب بهتان ویونکي دي.

د امام صاحب اصلي لاره تلونکي به هغه وي چې قران اوسنت ومني، ځکه امام صاحب ویلي چې صحیح حدیث زما لاره ده، نو د خلکو لاره هم باید قران او صحیح حدیث وي.

که رسول الله یوه خبره کړې وي، او خلکو په امام صاحب پسې بله تړلې وي، او بیا یو کس وایي چې زه د رسول الله د خبرې پرځای د امام صاحب خبره را اخلم ( لکه دا اوس چې حنیفیان همداسې کوي) دا نو بیا په رسالت کې د امام صاحب کډول دي بلکې تر رسول الله هم لوړه درجه ورکړل دي.

درنښت


مسلم قلموال
04.09.2013

[quote:3973ab7968="حمید هڅــاند"]
قلموال صیب! تاسې هم عجیب موقف لرئ!.
په دین کې اصل او فرع دې له کومه پیدا کړل؟؟؟
په کوم دلیل یو شي ته اصل وایي اوبل ته فرعه؟؟
انډېواله، رسول الله یو کار یو ډول کړی وي، ته یې بل ډول کوې بیا روایت ورکوې چې دا فرع ده، دا نو له دین سره د مسلمان په جامه کې ستره جفا ده.
زه تاسې ته والله چې حیران شم کله کله.
نورې خبرې نه لیکم، ځکه غوسه کې یم، هسې نه بل څه رانه ولیکل شي.

درنښت[/quote:3973ab7968]
انډیواله غصې مه کوه، غوصې اسانه دي مونږ یې هم کولاي شو، دلته دلایل وایه!
په دین کې اصل او فرعه پخپله موجوده ده، ما پکې نه ده ایجاد کړې، اصل او فرع د طبیعت په هر شي کې موجود وي.
په دین کې اصل لمونځ او فرع رفع الیدین دي، اصل روژه او فرع قیام اللیل یا تراویح دي، اصل حج او فرع یې طواف، اصل زکاة او فرع یې مثلا د سرو زرو نصاب.......
په اصولو کې ټول موافق دي خو په فروعو کې مختلف دي چې بعضې یې په یو کیفیت کوي او بعضې یې په بل کیفیت کوي.
په دغو اصولو او فروعو هغه څوک پوهیږي چې په دین کې تفقه لري، او تفقه داسې حاصلیږي چې څوک د علماؤ شاګردي وکړي او علم په روایت سره زده کړي.
تفقه په دین کې ثابته ده، ابن عباس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دعا چې اللهم فقه في الدین وعلمه التآویل، همدارنګه بل حدیث، من یرد الله به خیرا یفقه في الدین،،،،امامانو ته دغه تفقه حاصل وو،،،او د هغه روایتونو په بنیاد چې هغوي ته رسیدلي وو په فروعي مسایلو کې د یو بل سره مختلف وو.
که څوک دغه ټولو اختلافاتو ته غلط وايي نو بیا دې ددغه امامانو او محدثینو له کتابونو څخه ټول هغه احادیث وباسي چې یو نه یو امام پرې استدلال کړی وي،او یا دې په دې ټولو احادیثو باندې د غلط او باطل ټاپه ولګوي ځکه اختلافات خو ټول د همدغه احادیثو په بنیاد دي.
او که ته وايي چې نه مونږ خو د احادیثو لپاره خپل غورچاڼ یا scanner لرو او په هغې کې یې چاڼوو،،نو ځان پوه کړه چې د هر چا لپاره خپل چاڼ موجود دی، یو یې صحیح کوي او بل یې ضعیف کوي، یو یې حسن کوي او بل یې متروک کوي. الباني په یو کتاب کې یو حدیث صحیح کړي په بل کې یې بیا ضعیف کړي.
نو پداسې حال کې خو هر یو خپلې رايې او نظر ته اسلام او سنت وايي.
پدې روانه مسئله کې که تروایح نه قیام اللیل یې ومنو، نو ایا په روژه کې په یو معین مقدار قیام اللیل کول ناروا دي؟ ایا په جمع کول یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت نه دي؟ نو بیا څنګه د خپلې خوښې طریقې ته د رسول الله د طریقې نوم ورکوې؟ د دین سره جفا هغه څوک کوي چې په احادیثو کې د خپلې خوښې مطابق تصرفات کوي.
یا به ټول احادیث منې، یا به د ټولو څخه منکريږې او ټولو امامانو او علماؤ ته به ګمراه وایې چې ستا په مخالفو روایتو یې استدلال کړی.


حمید هڅــاند
07.09.2013

قلموال صیب! خپه کېږه مه رانه، ستا سره بحث د وخت ضایع کېدل او د اعصابو خرابېدل بولم ځکه هر ځل یو نه یو بکواس پسې به نښتی یې.
درنښت


حذيفه
09.09.2013

هڅاند صیب!
سلامونه
زما په ګومان ښه موقف دي غوره کړی، څوک چي له کوم دليل پرته ادعی کوي نو د بحث پر ځای نه بحث ښه وي، که زور د خبرو حل وي نو بس ده وګټله او که واقعيتونو ته پام وي نو له سره پرې پوه سوی نه دئ، دين په يوازي خبرو او د ترخو خبرو په کولو نه ثابتېږي او نه داسي چا کړي دي، هر څوک حق دي او هر څه چي کوي حق دي، په هر کیفيت؟؟؟
دا نو له خپلې خوښې سره د دين جوړ ول دي، نه دا چي خپل خوهشات د دين تابع کړل سي.
په الله کتاب کي يو ارزښتمن اصل دا دئ:
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ.(المومنون: ۷۱)
ژباړه: که حق د دوئ د خواهشاتو تابع سي نو اسمانونه، ځمکه او په کي موجود شته به هرو مرو فاسد سي.
دا د الهي دين اصل دئ، دا قانون دئ او دا يوه قاعده ده، الله دين د ډيري، کمي نه تابع کوي، نه الله د خلګو پوهاوي او نه پوهاوي ته ګوروي چي د هغو له مخې يې يو شمېر په نيم دين مکلف کړي او نور بيا په ټول دين، هر څوک که هر عمل کوي بايد تر شا يې قوي دليل ولري، نه دا چي خلګ وايي، مور و پلار يې کوي، فلان دئ او فلان، دا نه دين دئ او نه د عاقل سړي خبرې.
که وي په کره دلايلو يې وړاندي کړئ که نه وي نو زور د شي د ثبوت ذريعه نه سي کېدای، زرو پر خپل ځای او دليل پر خپل ځای، هر ځای د ښکنځلو هم نه وي او نه د تروش تندي.


مسلم قلموال
10.09.2013

[quote:a9ffcc8901="حذيفه"]هڅاند صیب!
سلامونه
زما په ګومان ښه موقف دي غوره کړی، څوک چي له کوم دليل پرته ادعی کوي نو د بحث پر ځای نه بحث ښه وي، که زور د خبرو حل وي نو بس ده وګټله او که واقعيتونو ته پام وي نو له سره پرې پوه سوی نه دئ، دين په يوازي خبرو او د ترخو خبرو په کولو نه ثابتېږي او نه داسي چا کړي دي، هر څوک حق دي او هر څه چي کوي حق دي، په هر کیفيت؟؟؟
دا نو له خپلې خوښې سره د دين جوړ ول دي، نه دا چي خپل خوهشات د دين تابع کړل سي.
په الله کتاب کي يو ارزښتمن اصل دا دئ:
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ.(المومنون: ۷۱)
ژباړه: که حق د دوئ د خواهشاتو تابع سي نو اسمانونه، ځمکه او په کي موجود شته به هرو مرو فاسد سي.
دا د الهي دين اصل دئ، دا قانون دئ او دا يوه قاعده ده، الله دين د ډيري، کمي نه تابع کوي، نه الله د خلګو پوهاوي او نه پوهاوي ته ګوروي چي د هغو له مخې يې يو شمېر په نيم دين مکلف کړي او نور بيا په ټول دين، هر څوک که هر عمل کوي بايد تر شا يې قوي دليل ولري، نه دا چي خلګ وايي، مور و پلار يې کوي، فلان دئ او فلان، دا نه دين دئ او نه د عاقل سړي خبرې.
که وي په کره دلايلو يې وړاندي کړئ که نه وي نو زور د شي د ثبوت ذريعه نه سي کېدای، زرو پر خپل ځای او دليل پر خپل ځای، هر ځای د ښکنځلو هم نه وي او نه د تروش تندي.[/quote:a9ffcc8901]

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
لومړی خو دا راته ووایاست چې دا د (سلامونه) لفظ په اسلام کې شته؟
غصه مانه ده کړې بلکه هڅاند صیب ویلي وو چې زه غصه یم.
ما چې کومه ادعی کړې د هغې لپاره مې عقلي او نقلي دلایل وړاندې کړي، خو دا بیله خبره ده چې تاسو ته خپلې خبرې دلایل ښکاري او د نورو درته هسې پوچې، او همدې کار ته د خواهشاتو تابعداري وايي، زور هم تاسو کوئ.
ما دغه ادعی کړې چې شل رکعته جایز دي او ۵۰ هم جایز دي ځکه چې دا قیام اللیل دی او قیام اللیل خاص حد نه لري.
که ته وايې چې شل حرام دي نو بیا دلیل راوړل پر تا لازم دي.
تر ټولو لویه ادعی زما دا ده چې په مسایلو کې فرعي اختلاف باید مسلمانان جدا نه کړي.
دلایل یې په قرآن کې موجود دي، ما مخکې هم ذکر کړي دي.
واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا
محمد رسول الله والذین معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم
تردې اخوا مې عقلي دلایل هم وړاندې کړي دي، ځکه چې انسان په خپل عقل مکلف دی.
او که ته دلایل دې ته وايې چې د مخالف حدیث خامخا په شین زور ضعیف کړم او خپل هغه قوي کړم، نو دا رقم اسلام دې پر تا درمبارک وي.
ښکنځلې ما چیرته کړي، دروغ ولې وايې؟
اختلافات د یهودو کار وو او څوک چې په دین کې اختلافات راولاړوي، د هغوي باره کې دا ایتونه نازل شوي دي.
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ

ژباړه: دا ځکه چې الله پاک کتاب په حق سره نازل کړی او څوک چې په دغه کتاب کې اختلاف کوي خامخا په ډیره لویه بدبختۍ کې اخته دي.

إن الذين فرقوا دينهم وكانوا شيعا لست منهم في شيء إنما أمرهم إلى الله ثم ينبئهم بما كانوا يفعلون
ژباړه: بې شکه هغه خلک چې دین کې یې فرقې جوړې کړې او وو دوي ډلې ډلې ته د هغوي سره په هیڅ شي کې نه یې(او نه هغوي تاسره په دین کې شامل دی) د دوي کار الله ته حواله دی بیا به دوي ته خبر ورکړي په هغه کارونو چې دوي کول.

شرع لكم من الدين ما وصى به نوحا والذي أوحينا إليك وما وصينا به إبراهيم وموسى وعيسى أن أقيموا الدين ولا تتفرقوا فيه
ژباړه: تاسو ته یې د دین څخه هغه څه شریعت ګرځولی چې په هغې یې نوح علیه السلام ته امر کړی وو او تا ته یې پرې هم وحې کړې ده او هغه څه چې مونږ پرې ابراهیم، موسی او عیسی ته امر کړی وو چې دین قایم کړئ او تفرق او اختلاف پکې مه کوئ.
اوس ووایاست د هغه چا ګناه او وبال لوي دی چې دین ټوټه ټوټه کوي او که د هغه چا ثواب ډیر دی چې اسلامي امت متحد کوي؟
اوس دا دلایل دي او که د زور خبرې؟؟
دغه لاندې ادعی ما نه ده کړې، څوک چې د خبرو او دلایلو څخه سم فهم او اخذ نه شي کولاي، هغه به په دلایلو څه پوه شي، یوازې جرح او تعدیل خو څه علم نه دی.
[quote:a9ffcc8901] هر څوک حق دي او هر څه چي کوي حق دي، په هر کیفيت؟؟[/quote:a9ffcc8901]
دا خبره دې بیرته درواخله، او زما ټولې لیکنې بیا بیا وګوره!
هغه اهلحدیثتوب به څه کړې چې د بخاري او مسلم یو څو حدیث دې نیولي او د قرآن لوي مفاهیم دې پریښې دي، اسلام خو څه په بخاري او مسلم کې راغونډ نه دی.

نور بیا انشاء الله......


حمید هڅــاند
11.09.2013

ښاغلی حذیفه! ښې چارې.

قلموال صیب پر ما کران دی، خو دلته څه عجیب غوندې غږېږي. کله ایت شریف ناسم ځای کې استمالوي او کله یې بیا پرځان عریضه کړې وي. ته وکوره هغه د فرقو په اړه یې سند هم مخته کړی دی، هغه خو یې پر ځان عریضه ده :) . او د تراویحو په اړه دی لا اوس هم شله دی، ته به وا بحث یې بیخي لوستی نه دی. ښه اوس زه ته وخاندم که وژاړم.

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more