د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

کامیاب
03.08.2013

السلام علیکم
وزیری صاحب!‏
مامخکی وویل: چی داخلګ داسی عادت ‏لری چی په یوه بحث کی بند راشی بیانو ‏ځغلی بله خبره کوی، ښاغلی مهاجر چی ‏هغه خپل په مغالی کی ماتی وخوړه او ‏وشرمید، اوس غواړی دلته هغه خپل پرشرم ‏باندی پرده وغوړوی، خوزه وایم دلته دده ‏مقصد دادئ چی خپل ده مرجع تقلید او ‏رخبرحذیغه څخه لږ بارسپک کی ، ځکه ‏چی دئ هم پوهیږی چی نورنوکه حذیفه عقل ‏ولری ورته بله هیڅه لاره پاتی نده غیرلدی ‏څخه چی تسلیم شی، نویی را ودانګل ‏اودخپلی مغالی خبری یی دلته مطرح کړی.‏
بیاهم سره ددی دئ ددی مدعی دئ چی موږ ‏دسند اودلائلوسره خبری کوو.‏
خوارسی پدی چپه چپه خبرو باندی، یاروژه ‏نه نیسی اویادی هم رهبرانو ډالردرباندی ‏بندکړیدی چی داسی دروحی ناروغانو پشان ‏ګډی وډی خبری کوی،
تاسو اودلائل؟؟؟ تاسو کومه خبره دلیل ‏دئ؟؟؟ تاسو کله دلیل زده وو؟؟؟ تاسو خپله ‏کومه خبره په دلیل باندی ثابته کړی؟؟؟ تاسو ‏دچاسره په مناظره کی بریالی شوی ‏یاست؟؟؟ په ټوله نړۍ کی همداتاسو څونفره: ‏حذیفه، وصیل بیروز، حمیر هڅاند، میرمن ‏مهاجر، یاست چی دټولو مسلمانانو سره مو ‏مخالفت ته لیڅی نغښتی، کومه خبره چی ‏دمسلمانانو ورباندی اتفاق کړیوی هغه تاسو ‏نه منی، بس تل ټول مسلمانان یوه خواته ‏اوتاسو څونفره بلی خواته یاست.‏
بس ددی خبری مصداق یاست
من شذ شذفی النار. څوک چی تنهاشی ‏اودمسلمانانو دټولۍ څخه ووځی داغسی تنها ‏به جهنم ته ورځی، دابه ستاسو عاقبت وی.‏


حمید هڅــاند
04.08.2013

کامیاب! تا خو یا بحث نه دی کتلی او یا دې سر نه دی پرې خلاص شوی او که ویې کورې هم، ستا له دا پورته خبرو ښکارې چې بیا به دې هم سر نه شي پر خلاص. نو یاره د دوئ د بحث مخه خو مه نیسه، هسې دې خپل وخت ضایع کړی دی. هیله ده بحث اخلال نه کړئ.
درنښت


وزیري
04.08.2013

حذیفه صاحب حاضري ورکه او زما په شرط خپل نظر څرګند کړه. اصلي بحث خو
زما او ستا ده، مومن مهاجر خو هسي ستا د ناکامیدو له ډاره میدان ته را ولویده.

مننه


حذيفه
04.08.2013

وزيري صيب!
وايم پرتا دي افرين وي، که د بحث په دوران کي هر څومره پوښتنې دي بې ځوابه ايله کړې، ځان دي په يوه او بله ترې تېر کړی، خو ښکنځل نه کوې، څوک چي بې ضميره، بې علمه، بې ادبه، په څه نه پوهېدونکی، بې انصافه او نور... وي نو هغه به ستا د دې بل کس په شان وي چي کله په يوه نوم ناروا او غلطه لار اخلي او کله بيا په بل نوم.
ستا د تېر کال بحث هم پروت دئ، نړۍ وليد، خلګو دومره در باندي وخندل چي تر نن به هم چا نه وي خندلي، د الله په ذات قسم کوم چي په ټول بحث کي دي ستا د فقهې يوه مسله په حدیث يا ایت نه ده ثابته کړې، نو ته اوس دلته غورزي پرزي کوې، وزيري پر شا ټپوې، د پښتو يوه ښه متل دئ چي همدا اوس را ياد سو:
وايي پوز پرې کړی که شرمېدای نو د چاړې نوم به يې نه اخيستی. بس همدا ستا بس دي.
وزيري صیب!
ته پوهېږي ستا د عمر فاروق پر تراويح زه راځم هلته در يادونه کوم، زما بحث خلاص نه دئ، ما پوښتنې کړې دي، ستا روايات مي رد کړي دي، ستا تګلاره مي غلطه کړې ده، ستا ټول دلايل مي له يوه سره چڼلي دي او اوس چي خبره ستا د ثابتولو ده نو ته بيا بل بحث ته ځان کاږې!!!
يوځل دي د عائشې پر حدیث د اته رکعته خبره وکړه چي له دې اته نه ثابتېږي، که هر ډول دئ خو هغې ستا له فهمه جلا څه فهمولي دي، ما دا نه دي ويلي چي تراويح اته دي، بلکي له درو(۳) څخه تر (۱۳) دومره په اختيار عملا له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه ثابتې دي، اوس په همدې روايت عائشه وايي چي رسول الله نه په روژه او نه په غېر روژه کي تر ديرلس رکعته زيات لمونځ کاوی، دا خو يې سره ګډ کړل، د روژې لمونځ او د غير روژې لمونځ خو د نبي صلی الله علیه وسلم په زمانه کي خلګو ان د ده بي بي هم يو بالی، نو ښاغلی وزيري! ته د کوم دليل پر بنياد وايې چي دا دوه جلا لمنځونه دي؟
ته به په دې وخت کي ضرور دا ثابتوې چي رسول الله تر هغه درې ورځې لمانځه وروسته هم نور لمونځ بيا کړی دئ، که داسي نه وي نو همدا يې د شپې لمونځ هم دئ او ستا په وينا تراويح هم.
لکن وزيري!
دوئ خبرې په ياد لره!
که په رښتيا د الله پر کتاب ايمان لرې، نو دا دوه ځايه يې په خاصه توګه له پامه مه باسه:
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ(المائده:۸)
او د يوه قوم دښمني دي تاسو پر دې باعث نه کړي چي عدل ونه کړئ، عدل کوئ دا عدل تقوا ته نژدې دئ او له الله څخه وډار سئ بې شکه الله ستاسو په اعمال ښه خبر دئ.
بل دا:
وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا(الانعام: ۱۵۲)
او چي کله وينا کوئ نو عدل کوئ.
داسي مه کوه چي زه حقه خبر کوم او ته بيا هم د مقابلې له امله ځان په هغه او دغه تېر کړې او بحث همداسي بې پايلې پاتې سي، له بد ردو ويلو، ښکنځلو، يو بل ته د سپکو نومونو په کارولو بايد ډډه وسي، البته که دي يوه ادبي ګپ مپ کاوی کوم باک نه لري.


حذيفه
04.08.2013

[quote:8d85c8d8e6="وزیري"]

حذیفه صاحب ته وګوره چی ته څومره غټه اشتباه کوي چی په زرګونو مجتهدینو ته د غلط فهمولو اشاره کوي. دا خو په دی معنی ده چی ته له دي ټولو محدثینو نه ښه پوهیږی.
[/quote:8d85c8d8e6]

ګوره وزيري صيب!
نه په دې مسله کي زرګونه مجتهدين سته او نه ما زرګونو ته همدا نسبت کړی، ما ليکلی د محدث اجتهاد، ایا دا محدث جمع ده ټولو ته شموليت کوي او که مفرد دئ؟
دا معنی ايستل يې نو ستا کار دئ، چي دا نو دا معنی چي ته ښه پوهېږې، زه په دليل شی منم نور که هر ډول مي ته بولې.
ما درته ويلي دي چي قيام الليل يې په عمومي ډول نوم دئ، خو د روژې د هميت له امله يې په روژه کي د همدې قيام الليل نوم قيام رمضان ايښی، دا ځکه چي يوځل خو قيام الليل تر نورو نوافلو هسي هم زيات ثواب لري، بيا د روژې په وجه يې ثواب نور هم اضافه کېږي، له دې امله يې خاص نوم ور کړی دئ.
[quote:8d85c8d8e6="وزیري"]

حقیقت خو داسی ده چی هغه احادیث چی ما او تا خالي په کتابونو کی لیدلي ده، هغه ددوي متنا او سندا په یادو یاد وه او په حدیثو کی استادان وه نو دا بیا څنګه امکان لري چی هغوي ټول دي په دي ځای کی خطا شوي وی چی د تهجدو او تراویحو په مغایرت نه پوهیدل او له خپله ځانه یی ورته بابونه کیښودل.
[/quote:8d85c8d8e6]

زه منم چي روايات يې یاد وو، سندونه يې تر عميق نظر تېرول، استاذان وو، خو له دې ټولو سره هغوئ يوازي همدا کړي چي د روژې د اهميت له امله يې پر قيام رمضان خاص بابونه ايښي، ځکه د دې د ارزښت په اړه ځانګړي روايات راغلي ول، له دې امله يې خاص بابونه ورته ايښي دي، نور يې نه دا ويلي دي چي دا قيام الليل دئ او نه دا چي دا قيام رمضان يا تراويح دي، نو له دې بيا دا څنګه ثابته سوه چي هغوئ يې په مغايت قايل دي؟
د حدیثو په کتابونو کي داسي ډېر مثالونه سته چي د يوه شي د اهميت له امله يې په عمومي توګه نه يادوي بلکي خاص يې يادوي، لکه د الله تعالی دا وينا:
حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ(البقره: ۲۳۸)
په دې ځای کي وينې چي الله تعالی يوځل ټول لمنځونه ياد کړي او بيا يې د الوسطی د نوم په ور کولو د مازګر لمونځ په خاص ډول یاد کړی، نو يا دا د مازګر لمونځ اوس په (الصلوات) توري کي داخل نه دئ؟ نه هيڅکله داسي نه ده، بلکي داخل دئ البته اهميت يې اضافه دئ.
نبوي وينا ده:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " الكَبَائِرُ: الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ، وَعُقُوقُ الوَالِدَيْنِ، وَقَتْلُ النَّفْسِ، وَاليَمِينُ الغَمُوسُ "
(بخاري ح: ۶۶۷۵)
يعني له الله سره شرک، د والدينو نو نافرماني، د نفس وژل او غموس قسم ستر ګناهونه دي؟
نه بلکي ستر ډېر دي، نور هم سته او يې به، خو دا یاد سوي يې د الله رسول ته ډېر ارزښتمن وو چي یاد يې کړي څو خلګ ځانونه ترې وساتي، نو دا په دې معنی نه دي چي نور کبائر نه سته، يا کبائر په همدې کي راحصر دي، له دې هاخوا څوک کبائر نه سي موندلای.
[quote:8d85c8d8e6="وزیري"]

حذیفه صاحب لږ د خپل نفس له تورو پردو را ووځه او د محدثینو علم کم مه فهموه او د هغو صداقت ته د خیانت په سترګه مه ګوره.
[/quote:8d85c8d8e6]

ملګرې!
زه د نفس په پردو کي څنګه يم؟ د يوه انسان تېروتنه که وي هغه به تېروتنه نه بولم؟ په دې خطا سره د محدث علم ولي کم سو؟ چا ويل؟ د خيانت توري دي بيا ولي راوړي، مخکي خو د دې هيڅ يادونه نه ده سوې، نو ايا دا به ستا غيټوي وي او که زما؟
دا وروسته تشريح دي هم د ځان لپاره ده، له دې نو مغايرت څه دول معلوموې؟
د دې يوه لمانځه همدا درې نومونه دي، نو ايا سره مغایر سول؟
لکه د څاښت لمونځ، ایا دا د څاښت لمونځ او د اشراق لمنځونه سره بېل دي؟ که په نوم يو شي بدلېږي نو ته يې مثال راکړه چي د يوه شي درې نومه دي که يوه یاد سي نو بيا داسي کېږي که په بل یاد سي نو بيا بل ډول کېږي؟!!!
[quote:8d85c8d8e6="وزیري"]

حذیفه صاحب اوس وګوره چی مغایرت نور څه رقم وي. دا چی ته قصدا سترګی پټوی نو زه څه وکړم. د امت ټول محدثین او مجتهدین یوه خواته او ته بله خواته.
[/quote:8d85c8d8e6]

ښاغلی وزيري!
دا خو هيڅ مغايرت نه سو، د رمضان د ډېر اهميت له امله يې بېل نوم ور کړی، رسول الله خلګ په عمومي ډول عبادت ته هڅول، خو د روژې د اهميت او ارزښت له امله يې بيا په خاص ډول ورته هڅولي، نو ايا عبادات سره بېل سول؟
زه نه قصدا سترګې پټوم او نه دا کار زما عادت دئ، د محدث باب د دې ښکارندويي نه کوي چي هغه ورته په مغايرت هم قايل وو، نه ټول مجهدين يو لورته دي او نه زه ترې بېل يم، هغوئ که داسي ويلي چي دا يو لمونځ دئ او هغه بل نو بيا زه منم چي د محدث يوه لار ده او زما بله.
په دې ځای کي چېلنج در کوم چي د کومو کتابونو نومونه تا نقل کړي له هغو څخه دا نه سې ثابتولای چي هغوئ دي دا دوه لمنځونه سره بېل بللي وي، خو يوازي بېل باب هيڅکله د دې استازيتوب نه کوي چي هغوئ واقعا بېل هم بلل، که دا تګلاره د يو چا وه نو ضرور به يې بل ځای تصريح هم کړې وي، نو ته يې داسي يوه تصريح راته په ګوته کړه!.
نور بيا


حذيفه
04.08.2013

[quote:08e3f9dee6="وزیري"]

د بی بی عایشی رض د حدیث په رابطه درته دا وعده درکوم چی مفصل بحث به درته په کی وکړم.
دا به درته په واضحو ټکو روښانه کړم چی دا د ۸ رکعته تراویحو لپاره هیڅکله هم دلیل کیدای نشی.
خو ددي په خاطر چی موضوع ډیره شواړه نشی، نو لږ وقفه په کی کوم.
او که په بله کړکۍ کی یی خلاصوې هم ستا خوښه. (د بی بی عایشې رض حدیث او اته رکعته تراویح)

مننه
[/quote:08e3f9dee6]

ښه وزيري صيب!
موږ به دې بحث ته سترګې په لار يو، ښه علمي، منطقي او ژور تحليل وکړه، موږ به دي هم څار کوو او هم به يې در سره لولو ان شاء الله!
هو! همداسي وکړه هرو مرو، دا ښه واضحه کړه چي سلفيان څنګه له دې روايت څخه اته رکعته تراويح ثابتوي؟ او اصلي حقيقت يې څنګه دئ؟
لکن ښاغلی وزيري! ته او انصاف که په خپه کېږې! په پښتو کي شواړه نه سته بلکي شاړه توری دئ، نو ته په عين بحث کي له ما څخه ليږ څه زده کوه هم هسي نو وخت مه ضايع کوه چي بس يوازي د نورو له کتابونو نقل کوې، زده کوونکی هم سه چي تش لاس ولاړ نه سې، پرون مي هم يوه مهمه اصولي قاعده در وښوده چي ثقه د راوي وصف دئ نه د حديث، نو ځکه ته بايد بل وخت نه وليکې چي دا حدیث ثقه دئ او نه بايد په يوه مجلس کي ووايې، ځکه په دې سره به دي ډول ملایان شرمولي وي.
هو! وقفه ضرور وکړه، که په لائبريري کي در څخه ورک وي را پيدا يې کړه، چي ما د دې ورځې لپاره را وړی وي او ته اوس په کتابونو کي راڅخه نادرکه يې!.
بله کړکۍ يې هم تر تا اړه لري، زه خو نه د يوازي د اته رکعته قايل يم او نه د شلو، بلکي دا لمونځ رسول الله صلی الله علیه وسلم بېلا بېل رکعتونه کړی دئ او پر همغه طريقه يې بايد وکړو.
ته که بحث پرې کوې، بله کړکۍ خلاصوې، اصلي حقيقت روښانه کوې نو هغه ستا خوښه ده خو که دي بې انصاف وکړه موږ به دې تنقيد کوو او بس.
زه خپل بحث په همدې ځای کي کوم او دلايل يې راوړم، ته به يوځل غورزي پرزي نه کوې، له بحثه ځان کاږې، يوه او بله خوا ته منډې وهې چي که يوه خلاصه کړکۍ وموندل سوه چي بهر ته ووزې خو زه داسي نه کوم که ستا بحث ته زړه نه کېږي نو ته ما تړلی نه يې، بلکي الحمد لله ازاد انسان يې او هيڅ کس دي لازما بحث ته نه سي را کاږلای، زه خپل بحث بشپړوم او لوستونکو ته مواد چمتو کوم.


حذيفه
04.08.2013

[quote:fe41641a3b="وزیري"]

پاتی شوه دا نور اخیري خورد او ریزه سوالونه دي نو اول خو زه په دی مجبوره هم نه یم چی دي سوالونو ته جوابونه ووایم ځکه چی زما او ستا بحث لا په هماغه اولو خبرو کی بند ده.
[/quote:fe41641a3b]

ته ولي په دې مجبور نه يې؟ بحث ايله کوې، که داسي وي نو بس سمه ده ته ولاړ سه او دا پوښتنې به هغه څوک ځوابوي چي همدا عمل کوي.
که بحث کوې نو چي زه ستا پر ليکنه نظر کوم او دليل دي را اخلم ته بيا ولي داسي نه کوې چي زما هره نيوکه کاپي کړې او بيا يې په لاندي کرښو کي ځواب ووايې؟
اولې خبرې کومې دي؟ ما خو له اوله سره همدا تګلاره وه او د زبیر افغان په ليکنه کي هم دا ټکي ټول په ګوته سوي، نو تا له هغو څخه يو شی را واخيست چي دا لمنځونه توپير سره و بس، زما په ګوما پر دا نورو شيانو يې لکه چي د کوم مذهبي عالم کتاب نه لرې، چي ترې کمپوز يې کړې نو ځکه دي سترګې پرې پټې کړې.
[quote:fe41641a3b="وزیري"]

خو په هر حال، سوالونه دي دومره مهم هم ندي او زما په تیرو لیکنو کی جواب شوي هم دي خو ته همیشه دا کوشش لري چی خبره بار بار تکرار کړي او نور یی هم جنجالي کړی.
[/quote:fe41641a3b]

مهم ولي نه دي؟ ټوله موضوع له همدې څخه پېښه ده او ته يې لا مهم نه بولې؟ له دې معلومېږي چي يا خو يې په وزن نه پوهېږي او یا عارفانه تجاهل کوې څو لوستونکي وغولوې چي ګني دا دومره د ارزښت وړ توکي نه دي.
ستا په ليکنو کي چي ځواب سوي نو ته زما يو – يو سوال کاپي کوه او ستا تېر ځوابونه ور سره ږده نو به خلګ وپوهېږي چي واقعا وزيري صیب ځواب کړی لکن حذيفه بي انصافي کوي، که داسي نه وي نو هسي يو هوايي توپ دي ايله کړی.
له دې څخه نو خبره جنجالي کېږي ولي، زه لا هڅه کوم چي بحث پر يو څو مهمو ټکو را جوخت کړم او ته يې سره پراخوې، نو زه د جنجالي کېدلو هڅه کوم که ته؟
بيا – بيا تکرار يې ښه دئ څو خلکو ته ور ياد سي چي د بحث محوري ټکي همدا ياد يا ليکل سوي دي، دا نو جنجال ولي دئ، که رښتيا بحث کوې نو مډې در بډ وهه او لاس په کار سه ځواب يې کړه که نو هسي وخت دي له غاړې دئ ضايع کوې يې.
[quote:fe41641a3b="وزیري"]

ما درته لیکلي دي چی شل ولي دي او په جمعه ولی دی. شل خو ځکه دي چی حضرت عمر رضی الله عنه امر پري کړیده او آیا دا بس نده چی مونږه په دي اکتفاء وکړو چی حضرت عمر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه له ما او تانه ښه خبر وه او نورو صحابه کرامو هم ورسره منلي وه.
[/quote:fe41641a3b]

ښه دلته دوه شيان مهم دي:
اول: ایا تا ته دا کافي نه ده چي د رسول الله په ژوندي سنت عمل وکړې، له رسول الله څخه په هيڅ حدیث کي دا نه ده ثابته چي رسول الله شل رکعته کولې، بلکي له درو تر ديرلسو ترې ثابت دي، که يې روايات غواړې نو زه به يې له حوالې سره در کړم ته مازي غوښتنه وکړه.
نه له عمر فاروق څخه په کره سند دا ثابتولای سې چي عمر خلګ په شلو امر کړي دي، دا ته او دا دي شل رکعته تراويح، ميدان ته سه او له عمر څخه په کره سند شل رکعته تراويح ثبوت کړه.
[quote:fe41641a3b="وزیري"]

په جمعه ځکه دي چی حضرت عمر رضی الله عنه پري امر کړیده او آیا ته دا نه مني چی:
د خلفاء راشدین جاری کرده طریقو ته هم سنت وایی. په دی باره کی حافظ ابن تیمیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث راخلی چی د خلفاء راشدینو سنت هم سنت دی. دی لیکی: فلما کان عمر رضی الله عنه جمعهم علی امام واحد وهو ابی بن کعب الذی جمع الناس علیه بامر عمر بن الخطاب و عمر هو من خلفاء الراشدین حیث یقول صلی الله علیه وسلم علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ یعنی اضراس لانها اعظم فی القوة وهذا الذی فعله هو السنة (فتاوی ابن تیمیه ۲۲/۲۳۴ بحواله نماز پیمبر صفحه ۲۵۴)
[/quote:fe41641a3b]

ښه په جمع د عمر سنت دي، بيا وايې چي د خلفاؤ سنت زموږ لپاره رسول الله مشروع کړي، نو د ابو بکر سنت دا دي چي په کور کي يې کولې هغه ولي نه عملي کوې؟
د عمر اولنی عمل هم د ادئ چي په کور کي يې کولې هغه ولي نه عملي کوې؟ او په دې وروسته کي هم ورته وايي چي د کور لمونځ مو افضل دئ، دا يې ولي نه عملي کوې چي د مسجد هغه يې کوې؟
د رسول الله او ابو بکر عملي سنت دا دي چي کور يې کولې، د عمر فاروق په اول خلافت کي هم دا سنت دي او شخصا بيا هم عمر فاروق د جماعت پر مهال په کي ګډون نه کاوی، بلکي په اوله ورځ هم له عبد الرحمن بن عبد القاري سره ولاړ دئ خبرې کوې او په دويمه ورځ چي خلګ په ابي بن کعب پسي لمونځ کوي دی بيا هم ولاړ دئ او خبرې کوې، نو د عمر شخصي سنت ولي نه کوي چي دا نورو ته يې جوړېدلی يې؟
او د خلفاؤ پر حدیث به وروسته خبره کوو، يوځل به دا موضوع وشنو.
په روايت کي خلفاء راغلي خليفه نه دی ياد سوی چي ته د عمر فاروق عمل دليل نيسې، خلفاء جمعه ده او د روايت په تورو که عمل کوې نو چي کله ټول خلفاء راجمع سول يو عمل يې وکړ بيا يې ته کوه که نو د يوه خبره درته دليل نه ده، که وي نو ابو بکر تر عمر افضل دئ هغه ولي نه کوې؟.
نوربيا


وزیري
04.08.2013

ښه صاحب چی داسی ده نو اول خو دا مهاجر صاحب درونیسه چی بحث نه مختل کوي. دوهم په دي اخیرو څو لیکنو خو دي زه بیخی پوه هم نشوم ځکه چی ټولې خبري دي له خیټي کړیدي کوم دلیل او ثبوت نلري خالی خپل نظر دي څرګند کړیده. دریم که دا لیکنې دي لږ لنډي، موضوع ته برابري او په دلیل کړی نو ډیره به ښه وي.

مننه.


مومن مهاجر
04.08.2013

ټول انصاف درلودونکي لوستونکي پوهېږي چي د جهالت په کرغېړن ډنډ کي څوک تر خولې ډوب دئ، څوک له عقله کار نه اخلي، څوک یوازي اوتي بوتي وايي، څوک یوازي اټکلونه کوي او باټي ولي. سپیناوي ته یې اړتیا نه شته لوستونکي زموږ لیکنې تعقیبوي او هر چا ته چي عقل، وجدان، ایمان او ضمیر ولري معلومه ده چي څوک پوه او څوک نا پوه دئ، څوک دلیل وايي او څوک هسي بې مفهومه، د ګرامري قوانیو خلاف یو څو پښتو ګډوډې جملې لیکې چي نه یې سر معلوم دئ او نه بر.
وزیري! خپل بحث ته دوام ورکړه تا او حذیفه په خپل منځ کي اصولي بحث وکړئ. موږ مداخله نه کوو. دا هم ته او دا هم حذیفه!


وزیري
05.08.2013

مهاجر صاحب ته خو لا ښه وي دومره خو دي وویلې چی که د حضرت عمر رضی الله عنه ۲۰ تراویح دي ثابتي کړي نو اعلان به وکړي او مسئله به خلاصه شی.
حذیفه صاحب سره خو اوس بحث سرته رسول ناشونی ښکاري. هغه داسی چی، که د حضرت عمر رضی الله عنه شل تراویح ورته ثابتي کړم نو دی به حتما وایی چی دا د حضرت عمر رضی الله عنه خپل فهم وه او زه په دي نه یم مجبور چی باید د هغه پیروي وکړم. که د علیکم بسنتي وسنة الخلفاء ..... حدیث ورته وایی نو وایی چی دا خو خلفاء یادوی خلیفه خو نه یادوي.

که د مسلم شریف حدیث چی صحیح ده بیا هم دده په شرائطو ورته ثابت شی نو بیا به وایی چی د یو شي فرضیت په یو دفعه منسوخیدو بالکل له منځه نه ځي.

که د بی بی عایشې رضی الله عنها د ۸ رکعتو حدیث ورته تهجد ثابت کړی او یا تراویح یی ورسره ومني نو بیا هم وایی چی د تراویحو صحیح تعداد نشته او زه یی نه منم.

که ورته وایی چی صحابه کرامو تراویح په جمعه کړیدي یا یوه یا لس یا شل نو بیا وایی چی دا د هغوی خپل شخصی عمل ده زه له هغوی نه په دي کی ډیر تکړه یم چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره ومنم فَعَلَيْكُمْ بِالصَّلَاةِ فِي بُيُوتِكُمْ.

که ورته وایی چی په دي شی باندي د امت اجماع شویده او له ۱۳۰۰ کاله نه را پدیخوا اکثریت د امت دا رایه خوښه کړیده نو بیا درته وایی چی زه امت څه کوم، زه پخپله مجتهد یمه.

که ورته وایی چی ستا اکابر چی هغه هم غیرمقلدین وه تراویح شل مني او په جمعه یی کوي حتی له تهجدو سره یی په مغایرت قائل دي نو بیا درته وایی چی زه نه اکابر پیژنم او نه یی منم، یو انسان وه اشتباه شویده.

بس ټول من من ده. محدث هم دی ده، فقیه هم دی ده، مجتهد هم دی ده، مفسر هم دی ده، متقی هم دی ده او فهیمی هم دی ده.

نو اوس ته ووایه چی له داسی شخص سره به بحث څه نتیجه ولري. یو سړی که یوه اصول ته هم پابند وي نو یو کار کیږی، دی خو ...... بس الله دي پري ورحمیږي.

والسلام


کامیاب
05.08.2013

وزیری صاحب!‏
زه خووایم داسړئ نه محدث دئ، نه مفسردئ، نه عالم دئ، ‏نه فقیه دئ، نه مجتهد دئ، نه متقی دئ، نه دالله څخه ‏ویریږی، نه دپیغمبرصلی الله علیه وسلم احترام لری، نه ‏دصحابه رضی الله عنهم احترام لری، نه دتابعینورضی الله ‏عنهم احترام لری، نه مجتهدینورحمهم الله احترام لری، نه ‏دعلماؤ احترام لری. بس لیڅی رانغښتی په هرچاپسی خبری ‏کوی.‏

دده په هکله راته دځینوملګرو ټولی وړاندوینی روښتیا ‏ښکاری، چی هغو به ویل: دغه سړئ موږ مستشرق ښکاری.‏
په رښتیاچی دده تګلاری ته وګوری ټولی علامی دمستشرق ‏په ده کی راټولی دی لکه:‏
‏1.‏ په قرآن کی خلګوته شبهات پیداکوی.‏
‏2.‏ په احادیثو کی خلګوته شبهات پیداکوی.‏
‏3.‏ په فقهه کی خلګوته شبهات پیداکوی.‏
‏4.‏ پرقرآن، حدیث، فقه اوتفاسیروباندی دخلګو ‏باورکموی.‏
‏5.‏ پرصحابه، تابعینو اومجتهدینو علماؤ ‏دخلګوباورکموی.‏
‏6.‏ دعلماؤ اوعاموخلګو ترمینځ واټن اوفاصله پیداکوی.‏
‏7.‏ دڅوارلس سوه کاله اسلام ته دخطا اوګمراهی په ‏نظرګوری.‏
‏8.‏ دځانه څخه په قرآن اواحادیثوکی غلط توجیهات کوی.‏
‏9.‏ دټولو موجوده مسلمانو څخه مخالف کوی.‏
‏10.‏ ‏ په قطعی مسائلوکی خلګوته شکونه او تردیدونه ‏پیداکوی.‏
‏11.‏ ‏ صحابه ، مجتهدین،علماء اوفقه ته بد بد ناروا نسبتونه ‏کوی.‏
‏12.‏ ‏ حق نه منی، که څه هم دلمر غوندی روښانه او ‏واضح وی.‏
‏13.‏ ‏ خپل دریځ ورته دهرڅه مهم ښکاری، که څه هم ‏پرغلطه اوناروا باندی روان وی.‏
‏14.‏ ‏ دمسلمانانو په مینځ کی بی اتفاقی اوتفرقه ایجادوی.‏
‏15.‏ ‏ دهرعامی اوبیسواده لپاره په قرآن اوحدیث کی دبحث ‏اومباحثی کولو زمینه مساعده کوی.‏
اوس ته ووایه، دغه کارونه دمستشرق ندی؟؟؟

دټول افغان درنو اوګرانو لووستونکو!‏
تاسو دغه سړئ(حذیفه) ښه پیژنئ چی دلته په ټول افغان ‏کی یی هرڅه لیکنی کړیدی، ټولی یی دمذهب، علماء، فقه، ‏تفاسیر، اوملی ارزښتونو پرخلاف دی.‏
یوه ورځ یی داسی لیکنه نده کړی چی هغه دی په ‏هراړخیزه توګه دیهودو اونصاری او دتنصیر اوتبشیر ‏پرخلاف وی، یوه ورځ یی داسی لیکنه نده کړی چی هغه ‏دی دمجاهدینو په تأیید اویرغلګرو پرخلاف وی، یوه ورځ ‏داسی لیکنه نده کړی چی مسلمانان اتفاق او اتحاد ته را ‏وبولی، یوه ورځ یی داسی لیکنه نده کړی چی په مسلمانانو ‏کیدی داسلامی خلافت احیاء او داستکبار اواستعمار ضد ‏مفکوره راپیداشی، یوه ورځ یی داسی لیکنه نده کړی چی ‏په هغی کیدی مسلمانان جهاد اومسلح مقاومت ته راوبلل ‏شی.‏
اوس تاسو ووایاست آیا زموږ پخوانی وړاند وینه دده په ‏هکله درسته نده؟؟؟


حذيفه
05.08.2013

ِِښاغلی وزيري!
زه نه پوهېږم چي ته څه ډول بحث غواړې؟
له اصولو وتلی يم، ښکنځل مي کړي دي، ضعيف حديث مي راوړي دي، ترجمې د اياتونو او رواياتو ناسمې کوم، څه چم مي کړی چي ته وايې بحث ور سره کول ناشونی دئ؟
هر بحث او موضوع څو اړخونه لري، هر اړخ يې بايد وسنجول سي، ټولو ته ژوره کتنه وسي او بيا يې په اړه پرېکړه وسي، ما ته درته ثابته کړه چي راوړي روايات دي ضعيف دي، دا مي له ځانه نه دي ويلي، بلکي د هرې خبرې حواله مي در کړې او د محدثينو له اصولو سره سم مي نقد کړی، هيڅ ځای مي له ځانه خبره نه ده کړې مګر دا چي لاسوند يې لرم.
بيا مي د خپلې موضوع اړوند روايات بې شمېره راوړي، که ضعيف په کي وي نو راته په ګوته يې کړه زه د الله په ذات قسم کوم چي له پوهي سره د الله رسول صلی الله علیه وسلم ته ضعيف حديث نه منسوبوم، مګر که پرې خبر نه سم نو نور به مي وس نه وي او د الله په قانون کي به مجرم هم نه يم.
دا مي درته ثابته کړه چي رسول الله درې ورځې قيام الليل کړې چي ته يې تراويح بولې کړې او هغه يې هم د شپې په نيمايي کړي، نو ته که په دې روايت دليل نيسې نو همداسي کوه، په عباداتو کي قاعده دا ده چي کوم څه له رسول الله څخه ثابت وي پر همغه به کفايت کېږي او له ځانه به نور شيان نه پرې قياسېږي، ځکه که يوځل دا دروازه خلاصه سي نو هر سړی به بيا له ځانه عبادت ته شيان ور ګډوي چي اخير به د عباداتو اصلي څېره بيخي له خلګو ورکه سي.
د بخاري و مسلم په حديث مي درته ثابته کړه چي رسول الله خلګو ته امر کړی چي لمونځ کور کوئ، همدا د تهجد لمونځ او نور نوافل، يوازي فرضي لمونځ په مسجد کي افضل دئ نور به کور غوره وي، نو دا ولي نه عملي کوې، ایا د رسول الله په ژوند کي چي کوم عمل کېدی دا به د دې وړ وي چي پيروي يې وسي که به د ده تر زمانې وروسته؟
په روايت کي دا هم سته چي رسول الله وفات سو او خبره همداسي وه چي خلګو کور لمنځونه کول، د ابو بکر په زمانه کي همداسي ول، د عمر فاروق په زمانه کي همداسي مګر ليږ وروسته حالت تغير وکړ خو عمر فاروق بيا هم خپل لمونځ کور کاوی، خلکو ته يې په خوله هم ويلي چي کور د شپې اخيرنی لمونځ مو پر همدې افضل دئ، د دې خبرو ټولي حوالې مي مخکي در کړې، نو بيا ته په څه سر يې چي لا پړ ما ګڼې؟
د خلفاؤ روايت خو همداسي دئ لکه زه چي وايم، په روايت کي د جمعې توري دي نه د افراد، نو ته ثابته کړه چي ټولو خلفاؤ تراويح کولې، ابو بکر صديق په کور کي کولې، د بخاري روايت مي مخکي در کړی او همدا يادونه په کي سوې، اوس ثابته سوه چي د خلفاؤ په حديث هم ته عمل نه کوې، ځکه هغه يو مفهوم ور کوې او ته بل، نو څوک بحث جنجالي کوي؟
ولي ناشونی دئ او له ماسره؟
بحث خو ته خراوبې کله يو خوا ته ځې او کله بل، په ټول مضمون کي دي همدا يو ټکی له نظره مخالف وو، پوره مضمون دي ایله کړ او يوازي يوه ټکي ته جوړېدلی يې، بيا کله اته رکعته ردوې، کله شل ثابتوې، کله تراويح و تهجد سره بېل بولې او کله بيا ضعيف روايات راوړې خو بيا منې هم نه چي دا ضعيف دئ.
نور نو کله د اصولو موافق بحث کوې را مخ ته سه ما تاته مخکي هم ويلي چي ضعيف حديثونه منم، له قران وسنت پرته نور څه نه منم، دين مکمل بولم او د رسول الله په زمانه کي چي کوم دين وو هغه بس دين ګڼم او نوري اضافې پرې نه منم، بيا هم که د خلفاؤ پر حديث بحث کوې را ډګر ته سه چي تاسو تر کومه عمل په کړی او تر کومه صحت لري؟
خو که دا ټول در ته د منلو وړ نه وي نو زه بيا څه در سره وکړم؟
نور به نو زه تاسو ته څه ووايم، ټول محدثين پر اصولو سره موافق دي او تاسو يې نه منئ، د رسول الله عمل يو شی دئ او تاسو په عمر پسي روان یاست، د ابو بکر عمل له عمر څخه بېل دئ او د رسول الله حديث يې په دليل کي ور سره سته هم خو تاسو د هغه خليفه عمل سنت نه بولئ او يوازي عمر فاروق درته کفايت کوي، ته وايې دا بس نه ده چي عمر فاروق دا عمل کړی، خو زه درته وايم چي ایا دا بس نه ده چي رسول الله او ابو بکر دواړو همدا عمل کړی، څوک غوره او هغه کسان درته وړاندي کوي چي پيروي يې وسي؟
د محدثينو د توهين تور دي لګولی وو، ايا دا يې توهين نه دئ چي د هغو وضع سوېو اصولو ته پام نه کوې او هر وچ و ګنده شيان د حديث په بڼه راوړې؟
ايا دا له رسول الله سره جفا نه ده چي په کتاب کي هره عربي جمله ده صلی الله عليه وسلم ته د حديث يا د ده دوينا په توګه منسوبوې؟
په داسي حال کي چي ده ويلي: ما ته که چا داسي خبره منسوبه کړه چي ما نه وي ويلې هغه دي ځای په اور کي جوړ کړي.متفق عليه
اوس له دې سره زه بې انصافه يم که ته، زه هيڅ داسي حديث له خپل وس سره سم رسول الله ته نه منسوبوم چي شک په کي وې مګر ته هر وخت داسي کوې؟
خو له دې ټولو سره ځيني بې علمه، بې عمله، جاهل، متعصب، کينه کښ، حاسد، ځان خوښوونکی، بې دينه او نور... داسي هم سته چي پر دې ټولو سترګې پټوي او په هيڅ ډول منصفانه فيصله نه کوې، د الله پر دې اقوالو له يوې مخې ايمان نه لري:
وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا.(الانعام: ۱۵۲)
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ(المائده: ۸)
تر بيا


pattang
05.08.2013

اسلام عليکم وروڼو !
زه خو په ديني علومو کې مالومات نلرم خو زه خبر يم او شاهدي
و رکوم چې اشغالګرو صليبيانو داسې خلک تربيه کړي دي چې هغوی
د اسلام په جامه کې د اسلام په خلاف خبرې کوي او له اسلامه ورو
ورو داسي دين جوړوي لکه ننی عيسوي مذهب چې د سرمايې او
فحشاپه چوپړ کې بخت دی .
ګورۍ ديني عالمانو بيدار شۍ ليکنې کوۍ وعظونه کوۍ چې خپل
دين مو پاک وساتل شي او دليبرالې ديموکراسي په لومه کې بنذ نشي!!
په صليبي جنګو کې به يې مسلمانان هم جسما وژل او عيسويت ته
به يې اړول خو نن ورځ دترور په نوم مسلمانان وژني او دين يې
په دالري ملايانو ضعيفه کوي او ټولنه يې د ګمراهي خواته بيايې!!


مومن مهاجر
05.08.2013

زموږ لویه ستونزه دا ده چي له رواني پلوه یوازي احساسات او توند غبرګون د ستونزې حل بولو. له تعقل، فکر، انساني برخورد او علمي چلنده هیڅکله کار نه اخلو. که څوک زموږ یا زما د نظر مخالف وي سمدستي یوه ټاپه ورته ګورو او بیا یې د ولو په منځ کي وروهو.
په ټول افغان کي د بېلا-بېلو اړخونو تر منځ د بحثونو کلونه وشول خو موږ تر پایه د بحث کولتور او اصول ونه پېژندل راځئ هر بحث د دې لپاره وکړو چي حق ته ورسېږو. که یو څوک له موږ سره مخالف وي خپل دریځ په منطقي ډول ورته وړاندي کړو، د یو بل متقابل احترام وساتو، د یو بل درناوی وکړو او د الله لپاره په هر څه کي له انصافه کار واخلو چي په دې ډول به مو دنیا او اخرت سمسور شي.
دلته هره ورځ یو پر بل د سپکاوي ټاپي دا ښيي چي زموږ بحثونه حق ته د رسېدو په موخه نه دي بلکي یوازي د خپل مخالف د پرزولو په هڅه کي یو.


حمید هڅــاند
05.08.2013

وزیري! خبرې به ښکته پورته نه کوې!. که دلایل لرې، راځه، که یې نه لري، بیا نو هسې د خلکو وخت مه ضایع کوه!.
ــ هره خبره به دې په ایت او صحیح ثابت حدیث ولاړه وي، اټلکونه دې نه منل کېږي!.
ــ د هر عالم، ملا، پیر، شیخ، اخوند، ملک او... خبره به دې په هیڅ صورت له صحیح ثابت حدیث سره ټکر نه کوي. که یې وکړي او ته وایي چې دا خو تر موږ ټولو غټ محدث، مجتهد او فقیه دی، نو واوره ماما! رسول الله تر ټولو زیات په اسلام ښه پوهېدی، همده موږ یواځې قران اوسنت ته رابللي یو او بس. که ستا د کتاب لیکوالانو خبرې د رسول الله له خبرو سره ټکر کوي، هغه کتابونه دې په جیب کې ساته او حجره کې یې تدریسوه، دلته پرې استناد نه شې کولی!.
اوس که دې خبرې زده وي، او د حق پلوی یې، بیا نو راشه او تښته مه. نورې خبرې مه کوه، اصولي بحث وکړه. که یې نه شې کړای، بیا نو بکواس مه لیکه!. موږ به پوی شو چې نه خو بحث کړای شې او نه حق ته غاړه اېښودای شې.

درنښت


مومن مهاجر
05.08.2013

هو! وزیري صاحب باید له ښاغلي حذیفه سره پيل کړی بحث ترپایه په منطقي، معقول او اصولي ډول مخ ته یوسي څو موږ ته وروستۍ پایله په لاس راشي. پلمې او بهانې دي نه لټوي.


hewad
07.08.2013

اسلام اعليکم
ښاغلی حذيفه تاسو د ښاغلي وزيري د دې څرګندونې پۀ اړه څۀ وايی.
(په جمعه ځکه دي چی حضرت عمر رضی الله عنه پري امر کړیده او آیا ته دا نه مني چی:
د خلفاء راشدین جاری کرده طریقو ته هم سنت وایی. په دی باره کی حافظ ابن تیمیه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث راخلی چی د خلفاء راشدینو سنت هم سنت دی. دی لیکی: فلما کان عمر رضی الله عنه جمعهم علی امام واحد وهو ابی بن کعب الذی جمع الناس علیه بامر عمر بن الخطاب و عمر هو من خلفاء الراشدین حیث یقول صلی الله علیه وسلم علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدیین من بعدی عضوا علیها بالنواجذ یعنی اضراس لانها اعظم فی القوة وهذا الذی فعله هو السنة (فتاوی ابن تیمیه ۲۲/۲۳۴ بحواله نماز پیمبر صفحه ۲۵۴) )

ايا دا يو صحيح حديث دی؟ کۀ دا صحيح حديث وي نو تاسو تراوېح بيا ولې نۀ منئ؟

ښاغلی وزيري
ښاغلی حذيفه پۀ تکراري ډول ليکلي چې محمدرسول الله ويلي يواځې فرض مونځ پۀ جماعت ترسره کړئ او نور منځونه پۀ کور کې افضل دي ٠کۀ دا خبره سمه وي نو حضرت عمر او نورو اصحابو د څۀ شي پۀ اساس د تراوېح مونځ يې پۀ جماعت تر سره کاوۀ؟


وزیري
08.08.2013

السلام علیکم او اختر مو مبارک شه!

هیواد صاحب محترم ډیري ښایسته پوښتنې دی کړیدي. دا خبره بالکل صحیح ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی تاسو لمونځونه په کور کی وکړي، ځکه چی بهتره لمونځ د یو سړي په کور دده کی ده غیر له فرض لمانځه نه.
هیواد صاحب، دا استحبابي امر ده یعنی دا مستحب خبره ده چی سړی نفلي لمونځ په کور کی وکړي او استحبابي امر اجباري نه وی خو بهتره یی دا وي چی مستحب پرځاي شی. اوس پوښتنه دا ده چی ولي صحابه کرامو او ټول امت محمدي صلی الله علیه وسلم یی په جماعت سره کوي.
اول ځواب خو یی داسی ده چی د تراویحو په جماعت سره د اداء کولو شروع پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم کړیده. حدیثونه پورته ذکر شول چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دري شپي تراویح صحابه کرامو ته په جماعت ورکړلي او د څلورمي شپي نه هاخوا ځکه راونه وته چی په فرض کیدلو یی وډار شه. عقل سلیم داسی تقاضا کوي چی که د فرضیت ډار نه وای نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ټولي تراویح په جمعه ورکړی وای. (خشیت أن یکتب علیکم ولو کتب علیکم ما قمتم به)
له هغه نه را بعد بیا حضرت عمر رضی الله عنه ځکه بیرته جمعی ته را وګرځولي چی حضرت عمر رضی الله عنه په دي پوهیده چی اوس یی د فرضیت هیڅ امکان نشته، ځکه چی فرض د پیغمبر له طریقه د وحی په ذریعه به راځي نه د صحابي یا بل چا په خبره یا عمل. علامه ابن حجر رحمة الله علیه همدا خبره داسی لیکی: استنبط عمر ذلک من تقریر النبی صلی الله علیه وسلم من صلی معه فی تلک اللیالی وأن کان کره ذلک لهم فانما کرهه خشیة ای یفرض علیهم... لما مات النبی صلی الله علیه وسلم حصل الامن من ذلک ورجح عند عمر ذلک ... والی قول عمر جنح الجمهور. (فتح الباري، شرح صحیح البخاري: څلورم جلد، صفحه، ۳۲۰)
که چیرته دا لازمي امر وای چی هر نفل دي باید په کور کی وشی نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به دري ورځي د تراویحو جماعت نه ورکاوه او له هماغي اولي ورځي نه به یی صحابه کرامو ته ویلي وای چی دا نوافل دي او په کورو کی یی کوي.
هرڅوک چی د استحبابی او واجبی امر په فرق نه پوهیږی دا مونږه ته په ښکاره دا را ښايی چی دا خلک هسی ځانته اهل الحدیث وایی خو د حدیث شریف په یو حرف هم نه پوهیږی.
هیواد صاحب په دي ځای کی که لږ له عقل نه کار واخلو نو په دي آیت شریف به مو عمل کړی وی چی فاعتبرو یا اولی الابصار. آیا دا حدیث شریف صحابه کرامو بالخصوص حضرت عمر رضی الله عنه نه وه اوریدلای چی په جمعه یی تراویح کولي؟ آیا دا حدیث شریف د امت دي ټولو علماء کرامو نه ده لیدلای چی په خپلو کتابونو کی د تراویحو په بحث کی لیکی چی وانها فی الجماعة افضل یعنی بیشکه چی تراویح په جماعت سره افضلي دي. وګوره په څلورو مذاهبو کی چی د هر مذهب کتاب ګوري همدا به درته وایی چی په جماعت بهتره دي. پدي باندي د غرب او شرق اجماع شویده چی په جمعه افضلې دي. او له ټولو نه کره او مستند دلیل خو پخپله همدا ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په جماعت ورکړلې.

والسلام


اکرم
13.08.2013

ټولو درنو لوستونکو او لیکونکوته سلام اودرناوی!
په تیره بیا دښاغلی وزیری ورور له ټول زیار څخه په مننه اود محترم ورور له دې معقوله
شرحې څخه نوموړي ته له لو څیښتن تعالی نه نیک پا داش غواړم. نه یواځې دلته بلکې په ډیرو نورو دینی مسایلو کې وزیری صاحب تل په ډیر ې حوصلې اوپراخه سیني
د اهل سنتو کړنلاره په قاطع دلایلو ثابته کړي اود مخاف لوري کمزوره دلایل یې ور په ګوته کړي.
او دهیواد صاحب پوښتنو ته یې چې کوم ځوابونه ویلي باید دهیواد صاحب له خوا ترې مننه شوی وی خو داسې ښکاری چې هیواد دې بل هیواد تللی وي!!!

وزیری صاحب کور مو ودان !


حذيفه
18.08.2013

ښاغلی هيواد!
ما وزيري ته بلنه ور کړې وه چي د خلفاؤ د روايت په اړه به خبره سره وکړو، لکن وزيري را مخ ته نه سو، دا روايت د سند له مخې ډېري ستونزې لري همدارنګه په متن کي هم مشکلات سته، خو د وزيري په شان کس چي په دې ميدان کي حديث ته ثقه وايي( او الف ته يې ډانګ) نو دا به د رواياتو په تلفیق، تطبیق او موافقت څه پوه سي؟
رسول الله تراويح کور کړې، ټول عمر يې همدا عمل وو، وروستی عمل يې همدا دئ، له روژې پرته يې هم دا لمونځ کاوی او په جماعت ترې ثابت هم دئ، بيا ابو بکر الصديق رضی الله عنه هم د رسول الله طريقه کوله ان چي وفات سو، بيا عمر فاروق رضی الله عنه هم په لومړي وخت کي داسي کول، خو کله چي خلک خپله راوتل او په مسجد کي يې بېل او متفرق لمنځونه کول نو عمر فاروق دا وپتېله چي تر دې متفرق لمانځه يوځایي لمونځ ښه دئ، خو خپله يې بيا هم نه دئ کړی، په خوله يې هم ويلي چي د شپې اخرينی لمونځ افضل دئ.
اوس پوښتنه دا ده چي يوازي په روژه کي يې ولي کوئ، رسول الله خو نور وختونه هم کاوی او په جماعت سره؟
د کور لمونځ افضل دئ او تاسو افضل نه کوئ غير افضل ته مو ملاتړلې؟
د ابو بکر الصديق سنت ولي نه عملي کوئ چي د رسول الله عمل يې لاسوند هم دئ چي د عمر فاروق و سنت ته دب يې؟
لومړی دي خبره پر دې را پورته کړه چي تراويح او تهجد يا قيام الليل سره بېل دي او اوس بيا له هغې موضوع په تېښته سوې.
د رواياتو په اړه دي هيڅ ځواب نه سته او نه يې ستا په شان يو زر کسان نور هم را وړای سي ځکه ټول صحيح او له موضوع سره پوره تړلي هم، نو که يې څوک نه مني مخالفت يې کوي هغه به لازمي د رسول الله پر طریقه نه وي.
ته تل هڅه کوې چي پر خلګو خبره ګډوډه کړې او بيا له موضوع پښې سپکې کړې، تر اوسه دي په يوه موضوع کي هم ميدان نه دئ وړی، د تقليد تاريکيو دي پر عقل داسي توره پرده غوړولې چي هيڅ وخت به هم د خپل مسلک خلاف حقيقت ته د حقيقت په عينکو کي ونه ګورې.
د اختر رخصتۍ وې او موږ هم له خپلو رخصتيو په ګته اخيستلو پر دې او دې ته ورته موضوعاتو نور ځايونه هم ډېري خبرې او مباحثې وکړې، چي لله الحمد ډېرو حقيقت خوښونکو په ورين تندي دې معلوماتو ته لبيک ووایه، زه د وزيري خبرو او بحث ډېر مايوسه کړی وم، فکر مي کاوی چي څوک د مسلک خلاف حقيقت ته سر نه خم کوي خو کله چي مي دا نور کسان په اختر کي وليدل او زما حقيقت لوڅونکې خبرې يې واورېدې، دلايل يې وکتل او احادیث يې تر نظر تېر سول نو ټول همدې خبرې ته سرونه ټيټ کړل او په دې سره يې زما حوصله نوره هم اوچته کړه.
وزيري! د اسحباب خبره دي کړې، تېر کال دي هم يو ځل د واجب موضوع پورته کړې وه چي تعريف کي دي ويلي ول چي په انکار يې څوک نه کافر کېږي او په مثال کي دي وتر راوړي ول، خو بيا دي هلته هم له ميدان تېښته وکړه او موضوع دي همداسي ناحل ايله کړه، دا اصطلاحات زه هم پېژنم او د حدیثو په اړه چي زه کومه مطالعه کوم نو ته يې فکر هم نه سې کولای، ستا په دې ګډوډ ذهن دا کار ستا له وړتيا لوړ دئ، ما د دې بحث په سر کي ګڼې پوښتې در څخه کړې که بحث په سالم او دقيق ډول کوې نو زما هره پوښتنه کاپي کړه او بيا يې کښته ځواب کړه او که ته هلته او دلته غورزي پرزي کوې نو زه وخت ضایع کولای نه سم خپله کار دي کوه او خپل کار کوم، نه دي بحث زده دئ او نه يې کولای سې، هسي د خلګو په سترګو کي د خارو اچولو هڅه کوې و بس.
د اجماع خبره دي هم کړې، ته پوهېږې چي ما ته اجماع اهميت نه لري، نه يې منم او نه په ټول ژوند کي چا ثابته کړې، هسي دروغ دي او د خلګو پر خولو اوښتي دي چي اوس يې ايله کولو ته تيار نه دي.
حافظ عراقي په طرح التثريب کي د مسلم د تراويح تر روايت وروسته ليکي:
وَبِهَذَا قَالَ مَالِكٌ وَأَبُو يُوسُفَ وَبَعْضُ الشَّافِعِيَّةِ وَحَكَاهُ ابْنُ عَبْدِ الْبَرِّ عَنْ الشَّافِعِيِّ وَرَوَى ابْنُ أَبِي شَيْبَةَ فِي مُصَنَّفِهِ عَنْ ابْنِ عُمَرَ وَابْنِهِ سَالِمٍ وَالْقَاسِمِ بْنِ مُحَمَّدٍ وَعَلْقَمَةَ وَإِبْرَاهِيمَ النَّخَعِيّ أَنَّهُمْ كَانُوا لَا يَقُومُونَ مَعَ النَّاسِ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ وَعَنْ الْحَسَنِ الْبَصْرِيِّ أَنَّهُ سُئِلَ عَنْ ذَلِكَ فَقَالَ تَكُونُ أَنْتَ تَفُوهُ بِالْقُرْآنِ أَحَبَّ إلَيَّ مِنْ أَنْ يُفَاهَ عَلَيْك بِهِ وَعَنْ ابْنِ عُمَرَ تَنْصَبُّ كَأَنَّك حِمَارٌ وَعَنْ إبْرَاهِيمَ النَّخَعِيّ لَوْ لَمْ يَكُنْ مَعِي إلَّا سُورَةٌ أَوْ سُورَتَانِ لَأَنْ أُرَدِّدَهَا أَحَبُّ إلَيَّ مِنْ أَنْ أَقُومَ خَلْفَ الْإِمَامِ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ(طرح التثریب فی شرح التقریب حدیث صلی رسول الله... ۳/ ۹۴)
يعني په دې ليکنه کي چي کوم کسان یاد شوي د هغو ټولو مسلک دا وو چي په روژه کي يې په جماعت تراويح نه کولې او نه يې دا کار غوره بالی.
اوس بايد پوه سې چي په دې اړه د اجماع دعوه ښکرور دورغ دي، نه اجماع سوې ده او نه په دې اړه کېدای سي، وزيري! ته له خپل اصل څخه خبر هم نه يې په دې اړه له رسول الله څخه درې درزنه روايات سته نو د اجماع په کي څه اړتيا ده؟
تاسو په اجماع هغه څه ثابتوئ چي په اړه يې په قران او سنت کي څه ونه مومئ، نو بيا د دې دروغو و کړۍ ته لاس کوئ، اوس خو دي د رواياتو په شتون کي هم دا دروغجن اصل ته ترويج ور کړ؟
تر بيا


وزیري
18.08.2013

حذیفه صاحب ټوله لیکنه دي فقط د خیټي یو غږ ده او بس.
صرف دا یوه خبره دي لږ ښه کړیده خو په دي هم نه یی پوه شوی. هغه دا چه:

اوس پوښتنه دا ده چي يوازي په روژه کي يې ولي کوئ، رسول الله خو نور وختونه هم کاوی او په جماعت سره؟

هو دا سمه ده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم په روژه او بی روژي کړیدي خو د عقل مریضه هغه تراویح نه دي تهجد دي.

د بی بی عایشي رضی الله عنها په حدیث کی چی کوم یوولس رکعته لمونځ ذکر شویده
او د روژي او بی روژی یادونه په کی ده له هغی نه مطلب تهجد دی،

دا زه نه وایم بلکي حافظ ابن حجر عسقلانی شارح بخاری ددی حدیث لاندي لیکي.
وظهر لی الحکمة فی عدم الزیادة علی احدی عشرة ان التهجد والوتر مختص بصلوة اللیل ....

ددي په باره کی نور هم ډیر دلایل شته خو چاته به یی ووایم، څوک چی د خپل نفس
بنده وی هغه سره خبري څه په کار. او ریښتیا حافظ ابن حجر صاحب خو ستا
په شاګردانو کی هم نه رازی نو ته به ولي د هغه مني؟

والسلام


مومن مهاجر
18.08.2013

وزیري صاحب! ته خو داسي چل کوې، لکه کوچنی چي لوبي کوي. یو ځل خاندي بل ځل ژاړي. هغه پښتو متل دئ وای وهم دي چيري ډبا دي چيري خیژي؟ خبره پر یو څه روانه ده او تابل ځنګون ګیرولی. اصلا باید د بحث مرکزي موضوع وڅېړل شي چي ایا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په روژه کي ستا د دودیز لمانځه په څېر لمونځ ثابت دئ که نه؟ که نه وي ثابت ته یې ولي کوې ؟ او که ثابت وي لاسوندونه یې راوړه. که ته وايې چي عمر رضی الله عنه کړې دي، نو زه یې هم کوم، ځکه رسول الله د دوئ سنت هم سنت بللی نو بیا خو اول باید پر همدغه حدیث بحث وشي او د هغه تر ثبوت وروسته پر دې بحث وشي چي ایا عمر رضی الله عنه په رښتیا هم شل رکعته تراوې کولې او که نه؟ دا پوښتنې باید هره یوه په جلا- جلا ډول داسي وڅېړل شي چي په منځ کي یې نور مواد ګډوډ نه شي.


حمید هڅــاند
20.08.2013

فکر کوم ښاغلی وزیری په لوی لاس رښتیا ویلو ته غاړه نه ږدي خو بده داده چې دی نور هم تېر باسي. زه فکر نه کوم چې تاسې دي پایلې ته وشئ رسېدای، ځکه وزیری نه خو دلیل ته کوري او نه د حق او ناحق توپیر ته.

درنښت


مسلم قلموال
20.08.2013

هاي هاي افسوس! سره د علم دومره جهل؟؟؟
کله چې تاتاریانو د هلاکو خان په مشرۍ د عباسي خلافت مرکز بغداد د اسونو د پوندو لاندې کولو نو حنفیان، شافعیان، مالکیان وغیره په ډېرو معمولي مسایلو کې په مناظرو بوخت وو، هماغه وو چې نه د بغداد خلافت پاتې شو او نه د بغداد لویې مکتبې.
په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د وینو سیلابونه بهیږي او تاسو دلته لګیا یئ چې شل رکعته دې کوي که اته؟ که چا شل وکړل هم کفر نه دی او که چااته وکړل هم کفر نه دی او که چا بیخي ونه کړل هم کفرنه دی، ددې پرځاي چې ځان پورې د نړۍ کفار وخندوئ ولې کم از کم دلته د اسلامي وحدت مظاهره نه کوئ؟ د کفارو نماینده ګان دلته سرې سترګې ډانګ په لاس ګرځي او ستاسو هغوئ ته ملا ماته ده او خپل مینځ کې یو بل ته مو بډې راوهلي، آفرین ډېر ښه ښکارئ، ډېر تکړه یاست.
مرګ پداسې مذهبي تعصب او فرقییز حسد
فکر نه کوم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې به ځواب ولرئ
خلک بیخې لمونځ نه کوي د الله څخه منکر دي، ددې په ځاي چې هغوي مسلمانان کړئ لګیا یئ خپل مسلمانان تحقیروئ
کتابونه مو ټول د فقهي اختلافاتو نه ډک دي، ایا د سائنس او ټکنالوژۍ په باره کې مو کوم کتاب لیکلی، کوم تحقیق مو کړی؟ د کفارو مقابله په شامي او حمد الله کوئ؟؟ او که د ابن تیمیه او ابن قیم په کتابونو؟؟؟
ځئ مردو!!! مسلمانان خو همدا ستاسو د لاسه ذلیل دي.


حمید هڅــاند
20.08.2013

ههههههه
چې نورې لارې درباندې ودرېږي، بیا نو د حق غږ د پټولو وروستی کوشش مو همدا وي. د دین رښتینې څېره خلکو ته څرکندول مذهبي تعصب نه بلکې د نبیانو نه راپاتې میراث دی، که یې ته نه شې کولی، ځه خپل کار دې کوه، تاسې خو نه دین زده کړ، او نه مو د ساینس او علم درنښت زده کړ. کاشکي د یوې خوا خو وای چې بل ته مو ورښودلي وای :).


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more