د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حمید هڅــاند
13.05.2012

یو ځلې بیا سلامونه؛
په لنډو ټکو کې ــ
پتوال صیب؛ خبره دي پوره په تول تللې ده. علماؤ څخه زما موخه هم یواځي ملایان نه دي. زما له انده خو اړینه ده چې زموږ دیني عالمان د ساینس، ارټس او کامرس له عالمانو سره یوځای کار وکړي؛ په دې توګه به زموږ ډېرې ستونزې( لکه یو له بله پردی توب) حل شي.
او پتوال صیب، د شریعت او قانون په اړه ستاسو خبرې بل څه را په زړه کوي؛ لکه دا اوسني د ethics پوهنې پلویان چې وایي: اتیکس یواځې د قانون په پلي کېدو باندي محدود نه دی خو ټول قانون په اتیکس کې شامل دی. مطلب دا چې اتیکس تر قانون پراخ دی.خیر؛
لکه څنګه چې زه له پیله د شورا پلوی یم ، همدارنګه د خیر ښیګړو په ټولو کارو او مشورو کې دشورا په اصل باندي باور لرم. پتوال صیب ستونزه داده چې موږ اسلامي لارښوونې په ټوله مانا درک کړې نه دي. شورا دي د ښه لپاره کار وکړي خو د اسلام د لارښوونو په رڼا کې! پتوال صیب؛ زه د اقتصاد علم شاګرد پاتي شوی یم. زما ډېری ملګري په دې باور دي چې د دیني عالم یې له اقتصادي او سوداګریزو مسائیلو سره څه! ستونزه داده چې زموږ زده کوونکي چې کله په اصطلاح عصري علومو بوخت شي نو دیني هغه ځینې پاتي شي او هغوي چې په دیني زده کړو بوخت شي نو عصري ورته د وخت ضایع کېدل برېښي!! زه به د اقتصاد په اړه وغږېږم او اوسنی اقتصاد او صنایعو وزرات او مالیه به مثال درکړم. داسې هیڅ برخه زه نشم پیداکولی چې هلته دي د اسلام د لارښوونو په غیاب کې قانون جوړ کړای شو او په اصطلاح شورا چې هرڅه خوښه شوه ویې کړي؛ بیا یې تکراروم هیڅ برخه هم نه شم پیدا کولی!!! خو باالعکس؛ داسې بې شمېره برخې درته ښوولای شم چې هلته د اسلام له لارښوونو موږ په بله تللي یو؛ له مایکروفایننسنګ څخه یې درواخله بیا تر انشورنس او نورو پوري.......خو اوس که یو انجنیر وایې چې اسلامي شریعت کې دا نشته چې یوه ودانۍ چې مثلا څلویښت پوړه وي باید اساس کې کوم ډول مقاومتي مواد و کاروو!! ګورئ؛ لکه څنګه چې ساینس پوهان وایې؛ قران کې تر زرو زیات ایتونه د ساینس په اړه دی خو بیا هم قران د ساینس کتاب نه دی بلکې د ایتونو کتاب دي (Qura'an is not the book of Science but the book of signs) داسي یو انجنیر ته هم زه وایم چې قران د انجنیري کتاب نه دي بلکې تاته د لارښوونو، نښو او په سمه لاره د تګ او رڼا کتاب دی. یوڅوک چې داسې یوه ودانۍ جوړوي نو د نورو مسلو ترڅنګ اړینه ده وکتل شي چې ایا داسي یوکار څومره اړین دی؛ ایا بل لومړیتوب نه شته؛ فایننسنګ یې په روا لاره کېږي، د ګاونډي حقوق پکې تر پښو لاندې کېږي او نور......لنډه داچې داسي کسانو ته په کار ده چې اول د خپلې دننۍ ناروغۍ درملنه وکړي او د اسلام مطالعه وکړي. د ولسواکي توری بیا بیا کاروئ او تاسې خو پوهېږئ چې زه ورسره څومره حساسیت لرم او پتوال صیب؛ تاسو ته هم همدا وایم چې دا توري دومره په سخا مه کاروئ!!

په خورا درنښت

سره له دې چې لا له وړاندي مې غوښتل دغه بحث نور پای ته ورسوو؛ خو بیا هم راڅخه اوږد شو. ښه به داوي چې نور یې پای ته ورسوو. هو؛ د یوې ځانګړې موضوع په ډول یې بل ځای کې مطرح کولی شئ. دلته د سر موضوع یوه ده خو موږ لسګونه نورې خبرې پکې شاربو.


پتوال
13.05.2012

دروند ورور هڅاند صاحب ته سلامونه او نیکې هیلې !

اوس دې ډاډ راباخښه چې تاسو یواځې شریعت نه ، بلکې ور سره ټول اسلام ، او یواځې اسلام نه بلکې تر څنګ يې
طبیعي او بشري علوم هم منئ او همدا سمه لار ده !
یوه ونه له ریښو، ډډ ، ښاخونو اوڅانګو څخه جوړه ده، خو ونه پاڼې هم لری او سیوری جوړوي او میوه هم لري چې خوړل کیږي!
نو دا به کورټ غلطه وي چې یو سړی میوه لکه زردالو، مڼې ، بادام او مالټې مني او ګټه ترې اخلي خو ددغو میوو له ونو ، ګل او پاڼو له موجودیت څخه منکر وي، یا ګلان ، پاڼې او د فوتو سنتیز پروسه یې پیژني له سیوري څخه یې ګټه هم اخلي خو پخپله ونه، څانګې،
ډډ او ریښې یې نه مني او یا ددې ټولو بیلو بیلو برخو بیلې بیلې دندې او فنکشنونه او نوعیت نه مني (!)
مهمه دا ده چې ددې ټولو بیلو بیلو برخو ، دندو او فنکشنونو ترمنځ وحدت یا د ونې کلیت وپیژنو او په رسمیت یې ومنو،
که نه په عملی نقضولو سره د ونې ژوند له منځه ځي یا وده نه کوي او یا بې حاصله او بې نتیجې پاتې کیږي . ټولنیز ژوند هم لکه ونه یو ژوندی ارګانیزم لري، چې له معنوي اړخه یې ریښې، ډډ، ښاخونه او څانګې دین (مثلا سپېڅلی اسلام ) دی ، پاڼې او ګلان یې ملتپالنه او میوه يې د نوموړي دین امت واکي( اسلامي ولسواکي) او نور طبیعي او بشري علوم ګرځي! د شورایت او ټولټاکنو اصل علمي هم دی، اسلامي هم دی او ولسواکیز هم ، نو که د اسلام ، ملي ګټو او [color=red:d30cff46d0]اسلامي[/color:d30cff46d0] ولسواکۍ وحدت او کلیت خوندي کړو ددندو او فنکشنونو اهمیت یې یو له بل سره په ارګانیک تړاو کې سره وپیژنو ، ویې منو او ویې ساتو نو زمونږ افغاني ټولنه
به ژوندۍ، په زور او قوت کې غښتلې او میړنۍ پاتې شي او په وده او پرمختګ کې به ډیره ګړندۍ شي!
دا ستاسې غوندې ویښو ځوانانو رسالت دی چې په بشپړ مسولیت او خلاقیت سره یې سرته ورسوئ ! و من الله اتفیق!


مسلم قلموال
14.05.2012

اجازه راکړﺉ چې زه هم څو کرښې تورې کړم
زما په اند د ښاغلي پتوال صیب او ښاغلي حمید هڅاند صیب په اندونو کې لږ څه توپیر دی او د یو بل په تفاهم کې لږ کمی دی۰
زما په اند د ښاغلي حمید هڅاند صیب مدعی دا ده چې اسلام یو بشپړ سیاسي اقتصادي او اجتماعي نظام دی، د ټولنې او سیاست ټول اړخونه ځان کې رانغاړي نو اړتیا نشته چې اسلامي نظام د نورو نظامونو سره خلط کړو، یا د اسلام سیاسي او اجتماعي نظام ته نور نومونه واخلو۰
او د ښاغلي پتوال صیب دریځ دا دی چې هو اسلام یو جامع او کامل دین دی ، په اسلام کې د ولسواکۍ او ملتپالنې مفاهیم او اساسات وجود لري، نو باید دغه مفاهیمو او اساساتو ته دومره وسعت ورکړل شي چې ولسواکان او ملتپالان هم ځان سره په غیږ کې ځاي کړی شي او ولسواک و ملتپال خلک د دغو مفاهیمو په پیژندلو او درک کولو سره چې د ولسواکۍ او ملتپالنې بنیادات په اسلام کې شته اسلامي نظام خپل کړي او پدې توګه باید د اسلامي نظام د هراړخیزتوب او جامعیت څخه ګټه پورته شي۰
نو د اسلام دغه جامع نظام خپله اسلامي امت واکي یا اسلامي ولسواکي شوه، که مونږ یې پرې ونوموو او کنه خو ماهیت او اصلیت یې دغه مفهوم او معنی په ځان کې رانغاړي.
ایا همداسې ده او کنه زه تېروتنه کوم؟


پتوال
17.05.2012

[quote:c7364b9c11="مسلم قلموال"]اجازه راکړﺉ چې زه هم څو کرښې تورې کړم
زما په اند د ښاغلي پتوال صیب او ښاغلي حمید هڅاند صیب په اندونو کې لږ څه توپیر دی او د یو بل په تفاهم کې لږ کمی دی۰
زما په اند د ښاغلي حمید هڅاند صیب مدعی دا ده چې اسلام یو بشپړ سیاسي اقتصادي او اجتماعي نظام دی، د ټولنې او سیاست ټول اړخونه ځان کې رانغاړي نو اړتیا نشته چې اسلامي نظام د نورو نظامونو سره خلط کړو، یا د اسلام سیاسي او اجتماعي نظام ته نور نومونه واخلو۰
او د ښاغلي پتوال صیب دریځ دا دی چې هو اسلام یو جامع او کامل دین دی ، په اسلام کې د ولسواکۍ او ملتپالنې مفاهیم او اساسات وجود لري، نو باید دغه مفاهیمو او اساساتو ته دومره وسعت ورکړل شي چې ولسواکان او ملتپالان هم ځان سره په غیږ کې ځاي کړی شي او ولسواک و ملتپال خلک د دغو مفاهیمو په پیژندلو او درک کولو سره چې د ولسواکۍ او ملتپالنې بنیادات په اسلام کې شته اسلامي نظام خپل کړي او پدې توګه باید د اسلامي نظام د هراړخیزتوب او جامعیت څخه ګټه پورته شي۰
نو د اسلام دغه جامع نظام خپله اسلامي امت واکي یا اسلامي ولسواکي شوه، که مونږ یې پرې ونوموو او کنه خو ماهیت او اصلیت یې دغه مفهوم او معنی په ځان کې رانغاړي.
ایا همداسې ده او کنه زه تېروتنه کوم؟[/quote:c7364b9c11]
قلموال صیب بالکل ټیک وايې، خو په دې ټینګار او ږور غورځول په کار دي چې د شورایت او بیعت اصلونه په اسلام کې
د ژوندون د چارو د سمون ، تنظیم او ادارې له پاره ځانګړي شوي او بالکل د عصري دموکراسۍ په وړاندې برلاسې
تر لاسه کولی شي! هو، جبري بیعت چې یزید او ځینې نورو کارولو له منځه ځي او آزاد بیعت د ولسمشرۍ او ملي شورا د شفافو ټولټاکنو په توګه تعمیم او پلی کیږي په دې توګه په سلو کې سل رایو ګټلو ته هم اصولا لار پرانیستلې پاتې کیږي!
داچې له خلفاو راشیدینو وروسته سیاسی انحافات ډیر شول او تر نن ورځې پورې د اسلام دغه زرین اصلونه
تر پښو لاندې شول د شورایت د قراني اصولو او خلافتي لارو د ضعف یا نیمګړتیا دلیل نشي ګڼل کېدلای!
والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more