د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حمید هڅــاند
08.05.2012

دروند پتوال صیب؛ ښکاري چې بحث مو په بله اوړي خو بیا هم؛؛؛
عادل عادل ورور به پرېږدم چې خپلې برخې ته ځواب ووایې؛ زه به خپلې ته:
راځئ دیموکراسي تعریف کړو:
لکه نور توري ( مثلا تروریزم)، دا توری هم روڼ او ټولمنلی تعریف نه لري خو تفسیر یې هماغه پښتو ویی دی چې ورته ولسواکي وایي. یانې د ولس واک پر ولس. په بله وینا؛ ولس د دې حق لري چې څه ځانته خوښ کړي هغه خوښ کړي. ټول ولس د قانون په وړاندي برابر حقوق لري او داچې هر وګړی حق لري چې د ټاکنو له لاري د واک په ډول او چلند کې ونډه واخلي. د دغه سیستم غوره بیلګه پارلماني سیستم دی. مثلا؛ که چیري پنځوس سلنه جمعه یو خلک رایه ورکړي چې اعدام کول په اصطلاح غیر انساني کړنه ده نو د دغه سیستم له مخې باید اعدام په هیڅ صورت و نه شي او .....

[quote:cf7b4d48c6]الف : د دموکراسۍ په لومړنس لسیزه کې په ټولټاکنو کې حکومت دومره مسلط او له بیاوړو اشخاصو څخه جوړ شوی و
چې ټولټاکنې په کم مصرف او نسبتاً ډیر شفافیت تر سره کېدلې . [/quote:cf7b4d48c6]

د دیموکراسۍ لومړۍ لسیزې نه مو موخه کوم مهال دی. زما د مالوماتو له مخې د دیموکراسۍ غربپیژاندې بېلګې له ډېر پخوا بیا تر منځینو پیړیو، اتلسمه پېړۍ کې د فرانسې انقلاب پوري شتون لري؛ نولسمه او شلمه پيړۍ بیا طلایی پیر دی او یوویشتمه پېړۍ کې دا سیستم یو د یوه شعار، بشپړ ټولنیز او سیاسي شعار رنګ اخلي او.... اوس نو لومړۍ لسیزه کومه یوه شوه؟؟ ایا د افغانستان په اړه غږېږئ که د نړۍ؟؟

[quote:cf7b4d48c6]ب : په یو ملي اسلامي او ولسواک حاکمیت کې ګاونډیان او داخلی مفسدین لاسوهنه نشی کولای ! [/quote:cf7b4d48c6]
په رښتیني اسلامي، ملي او ولسواک حاکمیت کې مالومه خبره ده چې غرضلرونکي زیاته لاسوهنه نه شي کولی او په دې اړه زموږ ټولو رایه درسره ده؛ خو پوښتنه داده چې رښتینی ملي، اسلامي او ولسواک حاکمیت به څه ډول رامینځته کېږي؟؟ په اوسنیو حالاتو کې ټولټاکنې او د وخت او پیسو له پلوه د نه زغم فعالیتونه حالات یواځي پیچلي کوي، په بله یې بیایي او د کاسې اوبه په ښورېدو راولي. لنډه داچې، تاسې د یوه داسي حکومت یادونه کوئ چې جوړ وي، خلک ورباندي باور ولري، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي، په ځان بسیا او پیاوړی وي او نور.....خو د داسي یو ډول حکومت رامینځته کول منظم، سنجول شوی، په تول برابر او له تدبیر ډک پیل start ته اړتیا لري نه داچې را ولاړ شو او نارې سورې جوړې کړو چې ټولټاکنې کوو، هر څوک حق لری چې ځان کاندید کړي، له هرډول رښتیا او دروغو کارواخلي او په نورو پسې پروپاګند وکړي، څومره پیسې یې چې زړه وغواړي ولګوي، سیاسي چال بازي او مکاري وکړي، له دوه مخې میډیا کار واخلي، حکومت خپل کړي د ډرامو له لارې د پنځوس سلنې جمعه یوه لومه بیا وکاروي او څه چې وغواړي هغه وکړي....
پتوال صیب؛ که دغسي حالت ته اجازه نه ورکوې نو بیا به دغې ډول ولسواکي ته به نه امریکا ولسواکي ووایي، نه روسیه، نه هند، نه ایران، نه پاکستان، نه بې بې سې، نه سې ان ان او....لاسوهنې به په خپله وکړې پړه به په تا واچوي، کیسه به رسوایی ته وزي او......او که بیا هندوانو ته هم په رایو کې حق ور نه کړې نو بیا خو به ستا ولسواکي ته هند او لویدیځ ښه دیموکراسي ووايي :)

[quote:cf7b4d48c6]په انتقالي حکومت کې به هم ۳۳٪ دینی عالمان ، ۳۰ ٪ ملت بالونکي او ۳۰٪ ولسواکان او ټول بیطرفه مشران حکومت کوي او شفافیت به تامینوي!
[/quote:cf7b4d48c6]
ټوکه دي پکې وي؛ ستا کابینه هم ۹۳ سلنه شوه، دا اوه سلنه لکه چې په استخباراتو کې دي که څنګه چې کسان یې نه مالوموې؟
د ملت پالونکو او ولسواکانو توپیر بیا په څه کې دي، یانې ملت پالونکي به څوک وي؟ چې هزاره هزاره ته کار کوي او بس؟ زما له انده خو ملت پالونکي هغه دي چې د ملت ښه غواړي، بیا نو دا ولسواکان څوک شول؟؟ دوی خو هم د ولس واک غواړي! زه خو مو د دغو دؤ ویشنو ترمینځ( چې هره یوه یې ۳۰ سلنه ده) په توپیر کې ورک کړم.

درنښت



ع کريم حليمي
08.05.2012

[quote:5474fbff82] دیموکراسي بېل او مجزا دین دی، د اسلام ځای نیسي خو ورسره ګډیژي نه! [/quote:5474fbff82]

داسي نه ده غلط شوی يي! تاسو یو شئ لیدلی او هغه بل ! شئ مو ندی لیدلی ، څه ښه ئې ویلي چه (....................... آن کدو را چون ندیدی ای حریص

نبي علیه السلام پاچاهي او حکومت نه کاوه ، د نبي مقام تر حکومت کولو ډېر لوړ وو او دئ ، ابو بکر حکومت کاوه ! او ویلي ئې وه چه : نحن الأمــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــراء وأنتم الوزراء .

او د اکثریت په رایه د أمیریت پر مصله کښېناست ( له سعد بن عبادة څخه ئې د اکثریت په بیعت سره وګټل ) ، نو ویلای شو چه سیاست (خدمت ) يې په مصلحة کاوه ، قضاء (قضاوت ) د حلال او حرام ، او د حد جاري کېدل يې په الهي احکامو کوله

نه دین ډېمکراسي ده !! او نه ډېمکراسي دین دي ( دا دوه اړیکي لري خو په ځان کي سره جدا او مجزا دي‌)

درنښت


پتوال
08.05.2012

سلام او درناوی !
له محترم استاد حلیمي صاحب څخه ډیره مننه چې له اړین ځواب سره یې آن په لومړی خلافت کې لا د انتخاباتو (=بیعت) اصل په ګوته کړ !

زه خپله لیکنه دلته له لږ سمون سره رانتقالوم :

۱- عادل صاحب !

الف :
اسلام او شریعت مافوق حکومت ، مافوق پارلمان او ما فوق دیموکراسي دی او په مافوق ډول به چلیږي ! پارلمان او حکومت په کې لاسوهنه نشي کولی! دیموکراسی د حکومت توګه ده ،
نه کوم دین، دا توګه انتخاباتي توګه ده چې د خلافت او شورایت
اساسی رکن دی، د ابوبکر (رض) ګټل او د سعد بن عباده بایلل په بیعت(=انتخاباتو) کز یې ښه نمونه ده !

ب : د شورایت مساییل دعملي ژوند هغه ساحه ده چې شریعت ایت او حدیث نه دی پیشبینی کړي نو قران او
احادیثو شورایت ته سپارلي دي! دا شورایت دامت واکۍ ساحه ده ، امت واکي د ملت په حدودو کې اسلامي ولسواکي ده ،
په دې شرط چې غیر مسلم کسان په کې د رایې حق و نه لري ! مونږ افغانان به هم هندوانو او یهودو ته دا حق ورنکړو، خو نور
اجتماعی تامینات به یې ورزیات کړو !

۲- هڅاند صیب !

الف : د دموکراسۍ په لومړنۍ لسیزه کې (۱۹۶۳ - ۱۹۵۳) په ټولټاکنو کې حکومت دومره مسلط او له
پیاوړو اشخاصو څخه جوړ شوی و
چې ټولټاکنې په کم مصرف او نسبتاً ډیر شفافیت تر سره کېدلې .

ب : په یو ملي اسلامي او ولسواک حاکمیت کې ګاونډیان او داخلی مفسدین لاسوهنه نشی کولای !

هځاند صیب له ګډون څخه مو مننه او مننه چې لیکئ :

[quote:71a4786847]په رښتیني اسلامي، ملي او ولسواک حاکمیت کې مالومه خبره ده چې غرضلرونکي زیاته لاسوهنه نه شي کولی او په دې اړه زموږ ټولو رایه درسره ده؛[/quote:71a4786847]

په همدې اصل لږ زیات فکر وکړئ او په رښټینوالی کې یې د هیواد د ټولو ستونزو د حل رښتینې لار او کنجي ولټوئ ،
انشالله چې ډیر ژر به یې پیدا کړئ!
اوس نو راځو یوې انتقالي دورې ته چې د حکومت په راس کې یې د بیطرفو دیني، ملي او ولسواکو شخصیتونو یوه کمېټه
خای په ځای شوې اوسي :

۳۴ ٪ دیني عالمان چې ملتپالنه او ولسواکۍ ته هم ژمن اوسي !

۳۳٪ ملتپال شخصیتونه چې اسلام او اسلامي ولسواکئ ته ژمن وي

۳۳٪ ملی اسلامي ولسواکان چې اسلام او ملتپالنې ته ژمن وي !

ډلې او ګوندونه به له ۳کلنې انتقالی دورې وروسته د ټولټاکنو له لارې قدرت ته رسیږي او یا به پارلمانی او غیر پارلماني
اپوزیسیون ته مخه کوي!

د انتقالی دورې د مشرتابه کمېټه او ستاسز په دغه شورا کې نور فرق نشته، صرف هلته وخت ۳ کاله او د غړو هویت او تناسب
معلوم دی، او دلته نه دی ، نور مو د انتقالي دورې له پاره وړاندیز پر ځای او ارزښتمن بولم :
[quote:71a4786847]د پوهو، په اسلام مینو، هیواد مینو او نیکو کسانو یوه شورا جوړه شي چې په پوره تدبیر سره هرڅه په سمه توګه په سم لوري برابر کړي.....دا چې دا شورا دي څنګه جوړه شي او په څه ډول، هغه بیلي خبرې دي؛ خو دداسي یو کار کول به ترډېره له تدبیره ډک وي، وخت به کم و نیسي او لګښت به یې زغمونکی وي. [/quote:71a4786847]

هڅاند صیب له دومره ترخو او ( د اساسي قانون د لسیزي د خوږو) تجربو سره سره چې په هډوکو او پوستکو مو حس کړي
د یو داودخان له سرتمبه حماقته بیرته د قبل المیلادي پیړیو (= د طالبانو ) سطحې ته نشو ستنېدلای ، صرف د اسلام رغنده ،
سوله ییز او مترقي رول باید په بشپړه توګه زیات شي او طالبان ورونه او حزب اسلامي مو باید په ملي اسلامي ولسواکۍ کې څان مدغم کړي، نه داچې برعکس هېواد دافغانستان ماقبل تاسیس دورې ته په څټ وغورځوو ، اوس ۲۱ -مه پیړۍ ده نه ۱۸- مه !
والسلام


حمید هڅــاند
08.05.2012

محترم حلیمی صیب؛ درنښت او سلامونه مې ومنئ؛
فکر نه کوم چې په پوتني بحث کې دي چا ویلي وي چې په اسلامي نظام کې یو کس خپله رایه په نورو تپي. د راشدو خلیفه ګانو ټاکل د رایو له مخې شوې دي، دا هم ټولمنلې خبره ده؛ خو د پام ټکی دادی چې څه ډول رایه؟؟؟ اوسنۍ ټاکنې او د هغه مهال هغه څنګه پرتله کوئ؟؟ له ابوبکر صدیق رض وروسته او بیا له حضرت عمر رض وروسته که چېري اوسنیو ټاکنو ته ورتې ټاکنې شوې وای ایا زیاتې به اغېزمنې وای؟؟
پتوال صیب لیکي:
[quote:625dd27ff5]

په همدې اصل لږ زیات فکر وکړئ او په رښټینوالی کې یې د هیواد د ټولو ستونزو د حل رښتینې لار او کنجي ولټوئ ،
انشالله چې ډیر ژر به یې پیدا کړئ![/quote:625dd27ff5]
زه له پیله په دې نظر یم چې ريښتیني اسلامي نظام زموږ د دردونو یواځیني درمل دي. په دغه اصل کې خو زه یواځینۍ کونجي ګورم.
زما یوې بلې پوښتنې ته ځواب ووایاست ځکه زه ستاسو په دریځ لاهم نه پوهېږم:
انتقالي دوره به څنګه رامینځته کېږي. همدا سلنیزه وېشنه چې تاسې کړې ده؛ له کومې لارې رامینځته کېدونکې ده؟ ټاکنې؟ که څه ډول؟

درنښت


پتوال
08.05.2012

سلام په تاسو !

[quote:4eb087a69d]انتقالي دوره به څنګه رامینځته کېږي. همدا سلنیزه وېشنه چې تاسې کړې ده؛ له کومې لارې رامینځته کېدونکې ده؟ ټاکنې؟ که څه ډول؟ [/quote:4eb087a69d]
دروند ورور هڅاند صیب ، لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده انتقالی دوره د سولې له پاره رامنځته کیږي او سوله
د مشروعیت د رامنتخته کولو له پاره . ځینې داسط فکر کوي چې سوله رامنځته کول د مشروعیت رامنځته کول دي،
خو دا له سختو نه سخته تیروتنه یا لا بهتره ویلې: [color=red:4eb087a69d]تیرایستنه ده![/color:4eb087a69d] چې پوځي ، مذهبي افراطیون او فاشستي دیکتاتوران او اشغالګر یې په لوی لاس کوي!
د جنګ ادامه پخپله د انتقالي حکومت ، سولې او ولسواکۍ نفې کول او له ناکامۍ سره مخامخ کول ديؤ ځکه خو تر اوسه پورې
دا ټولې هڅې له ماتې سره مخ شوې دي!
نو اول په ملی سوله سوله توافق اړین دی، او د سولې د ټینګښت له پاره انتقالي دوره او ددواړو له پاره د هیواد د آزاد ۍ
او استقلال تړون ته رسیدل اړین دي ! داچې دې [color=darkred:4eb087a69d]شرایطو [/color:4eb087a69d]ته څنګه رسیږو باید په بیل بحث کې یې وڅیړو !
خو ستاسې پوښتنه راته زیاته د انتقالي حکومت د جوړولو د تخنیکي
امکاناتو په اړه بریښي.
له دې جهته انتقالي حکومت په دوه ډوله وي :
۱- د بیطرفو ملي اسلامی او ولسواکو اشخاصو په مشرۍ چې زمونږ په روان بحث کې مطرح شوې لار ده !

که جګړه مار اړخونه په دې سره سلاشی او یا سلا ته اړباسل شي( مثلا د سولې د غورځنګ یا پوځي بمبس پواسطه) چې
د بېطرفو (په اصطلاح منځګړی) انتقالي حکومت رامنځته شي نو
د هیواد له بیطرفو شخصیتونو څخه پوه کسان ،
چې پیژندل ،موندل او دې مقدسې دندې ته حاضرول يې کوم سخت کار نه دی ګومارل کیږي!

۲- د جګړه مارو له خوا د یوه ګډ پراخ بنسټه حکومت په جوړولو سره توافق کیږي، چې د جګړې ټولې ذیدخله ډلې په کې
ګډون کوي ، انتقالی حکومت جوړوي او ددې دورې په پای کې آزادو ټولټاکنو ته سره وځي !

کله چې د اشغالګرو او ګاونډیو لاسوهنه او شوم اغراض په هیواد حاکم وي داخلي جګړه ماران چې اکثره د همدوی
لاسپوڅي وي تر څو پخبله نه وي مجبور شوي دغسې یوې سولې او د ملي انتقالي حکومت رامنځته کولو ته يې نه پرېږدي .
داچې د کابل لاسپوڅی حکومت صرف د خلکو د تیرایستلو له پاره د سولې محدود او مشروط وړاندیزونه کوي علت یې
خلکو ته روښانه دی ، خو داچې مقاومت هم سولې ، بیطرفهیا پراخ بنسټه انتقالي حکومت ته تن نه ږدي پخپله افغان ملت ته
د کوم پردي قدرت ( ISI ) ګوډاګیتوب ثبوت وړاندې کوي!
دا هماغه ګوډاګیتوب دی چې د شوروي له وتلو سره سره يې له کبله جهادي تنظیمونو هم تل ملي روغه جوړه ردوله او
د بری سره سره یې پرې د خپلمنځي جګړو له لارې خبل وطن د جوړولو پرځای نور هم دړې وړې کړ .
داچې طالبان له بري وروسته هیواد نه ړنګوي
علت یې تر اوسه پورې متاسفانه د نه ماتېدونکي جهالت له امله خپل بادار ته په غیر مستقیم ډول د هیواد سېسره تسلیمول
ښکاري، نه استقلالیت! خدای دې وکړي چې دا زما اشتباه ثابته شی، چې متاسفانه تر اوسه پورې په هېڅ شان او هېڅ توګه هیچا
بیطرفه ته هیڅکله نه ده ثابته شوې او طالب او طالبپلوه دپړماران يې هم په ثبوت کې پاتې راغلي، او په دې نیمګړتیا سره یې
نه یواځې د افغان ولس ځپل هم د اشغالګرو ، هم ګوډاګي حکومت پواسطه او هم پخپله غځولي دي، بلکې
د افغانستان برخلیک يې د روان اشغال تر څنګ له ISI سره یرغمل ساتلی دی!



ع کريم حليمي
08.05.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
ډیر محترم او دانشمند پتوال صاحب ، او مکرم منلې هڅــاند صاحب
زماسلامونه ومنۍ
یوه معترضه خبره ، زه نه غواړم چه ستاسو بحث ته خلل پېښ کړم ، معهذا تاسو چه کوم اصطلاحات سیاسی او مذهبی کار وئ غواړم چه ساده ژبي ته ئې واړوم .
هڅـــــــــــاند صاحب پوښتلي چه [quote:25a6cfeb9d] د پام ټکی دادی چې څه ډول رایه؟؟؟ [/quote:25a6cfeb9d]
خبره په مشروعیت کښي ده ، هره هغه مسایل چه په دین او مذهب پوري تړلي دي باید چه د شرعي مطابق ترسره شي ، د فرد نظر ته اهمیت او احتیاج نشته ( چه وشرعی ته مقبولیت او رسمیت ولري او مورد تأیید يې وي ).
اوبل مشروعیت سیاسي دی : لکه انتخاباتو رایي ، د وکیلانو ټاکلو رایه، د رئیس ټاکني رایه ،
[color=white:25a6cfeb9d] په هره معروفَ [/color:25a6cfeb9d] !! او ښایسته !!!( خلاف منکر ) طریقې سره چه ملت ته مورد تأیید وي ، نو په سیاسي فرهنګ کښي دغه معروف او مشهورو رایه اچوني ته جایز سیاسي او مشرع سیاسي رایه ګیري ویل کیږي او بس

درنښت


khoshalkhan
08.05.2012

[quote:f0eda8ccac]
او طالب او طالبپلوه دپړماران يې هم په ثبوت کې پاتې راغلي، او په دې نیمګړتیا سره یې نه یواځې د افغان ولس ځپل هم د اشغالګرو ، هم ګوډاګي حکومت پواسطه او هم پخپله غځولي دد افغانستان برخلیک يې د روان اشغال تر څنګ له ISI سره یرغمل ساتلی دی! [/quote:f0eda8ccac]

حاجي پتواله !
په سياست کې نن وروريې بله ورځ دوښمن ! څو ک چې په سياست کې سبوت غواړې نوهغه نه يواځې په سياست نه پوهيږي بلکې لېونی هم وي او ګردي غوث
ته دې لاړشي! واوړې را واوړې ISI په قلم راوړې !


پتوال
08.05.2012

دروند ورور خوشالخانه !

سیاست او دیپلوماسی سره فرق هم لري، سیاست یو علم هم دی (تیوري ده) او عمل (هنر) هم . هو ، لکه فزیک او تخنیک، چی وروستنی د لومړني په عمل کې پلي کول دی دغسې د سیاست تیوري د دیپلواسۍ په وسیله پلې کیږي. په سیاست کې سیاست پوهنه، سیاسی ایدیالوژي ، سیاسی تبلیغات او سیاسی کلتور ټول شته، نو دا سمه نه ده چې د یو غورځنګ هرې برخې او هر عمل ته سیاست ووایو او یا يې هره تیوریکي او ایدیالوېیک اړخ ته د سیاسی عمل نوم ورکړو !
کله چې استخباراتي تورونه او ثبوتونه په سړی واردیږي او وړاندې کیږي، د هغې رد په تش انکار نه کیږي، هلته اړینه ده چې
له اړونده استخباراتي تړاوونو څخه خپله بې تړاوي ثابته کړي او که نه نو هغه شواهد به منې تر هغې پورې منې چې
څو یې د رد لایل او شواهد وړاندې نکړای شې! تر څو بورې چې د طالبانو هر عمل او هر حرکت د ISI له غوښتنو
سره مطابق ثبوتیږي او برعکس (هېڅ حرکت او هېڅ څرګندونه) یې د ISI له غوښتنو او دستورونو خلاف نه ثابتیږي تر هغې پورې
یې ورپورې تړل هم بالکل طبیعي خبره ده ! نور خو استخباراتي تړاوونه، دستورونه او اړیکي خو عکاسي کیدای نشي چې
څوک يې درته لکه تور په سپین مخې ته کیږ دي! نور له دې محض انکار څخه څه نه جوړیږي او هسې لمر
په ګوته پټول در سره څوک هم نه مني ! ، نور باید ټول پرې د نر غوندې اعتراف وکړئ او وروسته له دې چې
مونږ یې خطرونه روښانه کړي تاسو یې ګټې لوستونکو ته په اثبات ورسوئ ! باید ثابته کړئ چې د پاکستان د قاید اعظم له فرمودې سره سم که افغانستان خدای مکړه له پاکوستان سره یوځای او په کې مدغم شي نو افغانستان ته به یې ستاسې په اند څه ګټې
ورسیږي ؟؟؟؟

د انپړو طالبانو ورونو دا پر مونږ حق و چې د دبنجابی غلام د غلامۍ له خطرونو څخه یې خبر کړو او د ورورۍ په ژبه
ورته روښانه کړو چې د غیور افغان ملت او تاریخ په وړاندې تر دې بل لوی خیانت او جنایت نشته! نور یط مسوولیت
خپل دی چې ځان ترې خلاصوی او که نه ! داچې رښتیا ویل سخت ترخه دي بتاسو چې دومره بد لږیږي نو په طالبانو خو به
بالکل د ټوپک ډز وي!
[color=red:ad85d121e3]نو نور به یې په ترخو حقایقو نه اخلالوم [/color:ad85d121e3]، دوی به په هرصورت قدرت تر لاسه کړي که ISI ورسره وي اوکه بې له ISI وي :
که پخپله قدرت یواځژ تر لاسه کړي نو دومره به د تاریخ شا ته لاړ شی چې له صفر(۱۷۴۸ ع کال) څخه به یې راپیل کړي
او ۲۶۴ کاله وروسته به د نن کچې ته راورسیږي ، او که د ISI په مرسته قدرت ته ورسیږي نو د افغانستان تاریخ به
له صفر څخه دومره نور هم شاته لاړ شی لکه څومره چې افغانستان له ۱۷۴۸ څخه تر ننه پورې ۲۶۴ کاله پرمختګ کړي
او دولتي پرمختګ به له (۲۶۴- ) څخه راپیل کړي او ۵۲۰ کاله وروسته به دنن کچې ته راورسیږي!


Musaferjan
09.05.2012

دغسې پتوال صيب، سپينې سپينې وايه، اوس ايله په بيله چې د زړه غوټه خلاصه
کړه۰ هغه هم زما په برکت۰ :lol: :lol: :lol: خوښ په دې يم چې تر ډېر وخته به دې د زړه
بوج سپک وي۰ کله چې دې بوج بيا زور کاوه؛ نو دغس0ې يوه بله سپينه ووايه۰
پوښتنه دا ده چې طالب به ولې، او څنګه هېواد 250 کاله شاته بوځي، دليل څه دی،
حل څه دی؟؟؟
په درناوی

[quote:0e5c346297="پتوال"]
که پخپله قدرت یواځې تر لاسه کړي نو دومره به د تاریخ شا ته لاړ شی چې له صفر(۱۷۴۸ ع کال) څخه به یې راپیل کړي
او ۲۶۴ کاله وروسته به د نن کچې ته راورسیږي ،[/quote:0e5c346297]


حمید هڅــاند
09.05.2012

د محترم حلیمي صیب له توضیحاتو نه نړۍ مننه.
پټوال صیب ته له سلامونو وروسته؛

لومړي خو په افغانستان کې دننه بې پرې څوک پیدا کېدای نه شي. هرومرو به یا له طالبانو سره تړلی وي، یا له اسلامي حزب سره، یا حکومت سره او یا له پاتې سلګونو نورو حزبونو سره چې په افغانستان کې شته. د بې پرې ولسواکانو د داسې یوې ډلې چې تاسې د لومړۍ ویشنې په توګه بیله کړي جوړول ستونزمن/ناشونی کار دی ځکه اول خو داسي کسان یا نشته او یا د ګوتو په شمار. او بیا چې دا دګوتو په شمار رامخته شي هم نو منې یې په چا؟؟ طالب وایي ما لس کاله جهاد کړي، اسلامی حزب وایي ما قربانۍ ورکړې، افغان ملت وايي ما رغونې ته کار کړی او دا ټول بیا په یوه خوله وایي چې ته نو بیا څوک یې! خو بیا هم ــ
وبه منو چې داسې یوه ډله دي هم پیدا کړه او په انتقالي حکومت کې ښکېله شوه؛ تر څنګ يې نو بیا دا نورې جګړه مارې ډلې او جنګسالاران هم باید ځای ونیسي، دوستم یې مثال در واخله. باید دا هم ووایم چې په انتقالي حکومت کې که چېري په خپل فورمول باندي ځې نو د دوستم غوندي خلکو او ډلو له ګډون څخه انکار نه شې کولی. یو کال یا دوه کاله یا درې کاله دادی انتقالي حکومت هم تېر کړل. د ښکیلو لورو متجانس توب هم ښکاره دی چې څه ډول دی؛ خو بیا:
ټاکنې باید وشي. هرڅه د خلکو رایې ته پرېښودل کېږي چې څوک ټاکي، څوک نازوي او څوک ملامتوي......زه خو وایم چې د انتقالي حکومت په دریو کلونو کې به ښکلیل لوري یواځې په دې اخته وي چې څنګه په ټاکنو کې پښې ټینګې کړي...سازشونه، رشوتونه، دسیسې، ترورونه، تبلیغات او نور به د انتقالي حکومت لاسته راوړنې وي.....
تاسې چې کوم میخانیکیت وړاندي کوئ، هغه زما له نظره، کمزوری دی او د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې اغیزمن نه شي ثابتېدای. افغانستان لا په هغه پوړۍ کې نه دی چې دومره نازک risky کار ته دي لاس واچول شي.

درنښت


سلامونه

tandar
09.05.2012

سلامونه
په ننګرهار کي دهر صحي مشکل لپاره زيارت معلوم دي ،يعني ګردي غوث زيارت دهغه چا لپاره دي چه د isi ژيړ دال ې ډير خوړلي وي او اخر په ژيړي مرض اخته شوي وي
ههههههههههههههههههههههها
ههههههههههههههههههههههها
ملنګان ې دژيړي مرض بندونه تړي او مريض سړي ته دپيازو غوټه غاړه کي ځوړندوي
يعني دژيړي زيارت دي نه دليونيانو
او پاتي ميالي صيب زيارت شو ، دا بيا دهغه چا لپاره دي چه کله ،مغز،کي خراب وي لکه لاسپوڅي او وطنفروشان ههههههههههههههههههههههها
تربيا

[quote:c3f9ce1332="khoshalkhan"][quote:c3f9ce1332]
او طالب او طالبپلوه دپړماران يې هم په ثبوت کې پاتې راغلي، او په دې نیمګړتیا سره یې نه یواځې د افغان ولس ځپل هم د اشغالګرو ، هم ګوډاګي حکومت پواسطه او هم پخپله غځولي دد افغانستان برخلیک يې د روان اشغال تر څنګ له ISI سره یرغمل ساتلی دی! [/quote:c3f9ce1332]

حاجي پتواله !
په سياست کې نن وروريې بله ورځ دوښمن ! څو ک چې په سياست کې سبوت غواړې نوهغه نه يواځې په سياست نه پوهيږي بلکې لېونی هم وي او[color=red:c3f9ce1332] ګردي غوث[/color:c3f9ce1332] ته دې لاړشي! واوړې را واوړې ISI په قلم راوړې ![/quote:c3f9ce1332]


سلامونه

tandar
09.05.2012

سلامونه
دادټولو تبصيري لکه سړي چه خوب ويني علت ې دملت نا پوهي بي دانشي ده
ددي حزبونو ،ددي ډلو او ټپلو سره يوځاي کيدل او هغه دبي اتفاقي اورونه چه دقومونو تر مينځ ې دشمن بل کړي دي او تر اوسه ې تازه کوو ته پکي وهي له مينځه وړل ې ساده کار نه دي يو پر بل اعتماد له مينځه تللي يو قوم بل قوم ته تن نه ږدي نتيجه به ې تل بدبختي وي
ددي ټولو منفي نقطو دخنثي کولو لپاره بايد په ملي اردو کي يو واقعي وطنفرست او باوجدانه جنرال پيدا چه اول ټول امنيتي امورات تر ټولو وزارتونو ،ولايتونو پوري په جدي توګه ، چه نه خواهرزاده په کي فوقيت و لري او نه برادرزاده په کي فوقيت ولري تر کنطرول لاندي ونيسي او په مرور زمان کار اهل کار ته وسپاري
له هر نوع خيانت سره قانوني جدي برخورد وشي
او دميډيا له لاري فرد فرد ته په غوږ کي ازان وکړي چه وواې زه يو افغان يم خپلي خاوري او خپل ملت ته په پاک وجدان خدمت کوم
په غير له دينه به ددي تيت شوي ملت راټولونه به ډير کلونه وغواړي
يعني افغانستان تر ټولو اول يو نظامي دولت ته ضرورت لري چه په ټول هيواد کي امنيت برقرار کړي او دملت زړه سره له اعتماده په لاس راوړي او هر سرغړونکي او خيانت کار ته دعبرت لپاره په نظامي محکمه کي جزا ور کړي
بيا به وګورو چه څوک زړه دcai ډالرو ته ښه کوي ؟
او يا خيټه دisi په دالو مړوي؟
چه ډب نه وي ادب نه وي
افغانان يو بانفسه باوجدانه او په ابتدا کي يو سم اصلاح کونکي مشر ته ضرورت لري
زه وعهده ورکوم چه کونډي يتيمان او ټول ځپلي ملت په دغسي مشر راټوليږي او داسړي به د٢١ قرن ميرويس خان وي انشاالله
اوبس

[quote:0f033580c9="حمید هڅــاند"]د محترم حلیمي صیب له توضیحاتو نه نړۍ مننه.
پټوال صیب ته له سلامونو وروسته؛

لومړي خو په افغانستان کې دننه بې پرې څوک پیدا کېدای نه شي. هرومرو به یا له طالبانو سره تړلی وي، یا له اسلامي حزب سره، یا حکومت سره او یا له پاتې سلګونو نورو حزبونو سره چې په افغانستان کې شته. د بې پرې ولسواکانو د داسې یوې ډلې چې تاسې د لومړۍ ویشنې په توګه بیله کړي جوړول ستونزمن/ناشونی کار دی ځکه اول خو داسي کسان یا نشته او یا د ګوتو په شمار. او بیا چې دا دګوتو په شمار رامخته شي هم نو منې یې په چا؟؟ طالب وایي ما لس کاله جهاد کړي، اسلامی حزب وایي ما قربانۍ ورکړې، افغان ملت وايي ما رغونې ته کار کړی او دا ټول بیا په یوه خوله وایي چې ته نو بیا څوک یې! خو بیا هم ــ
وبه منو چې داسې یوه ډله دي هم پیدا کړه او په انتقالي حکومت کې ښکېله شوه؛ تر څنګ يې نو بیا دا نورې جګړه مارې ډلې او جنګسالاران هم باید ځای ونیسي، دوستم یې مثال در واخله. باید دا هم ووایم چې په انتقالي حکومت کې که چېري په خپل فورمول باندي ځې نو د دوستم غوندي خلکو او ډلو له ګډون څخه انکار نه شې کولی. یو کال یا دوه کاله یا درې کاله دادی انتقالي حکومت هم تېر کړل. د ښکیلو لورو متجانس توب هم ښکاره دی چې څه ډول دی؛ خو بیا:
ټاکنې باید وشي. هرڅه د خلکو رایې ته پرېښودل کېږي چې څوک ټاکي، څوک نازوي او څوک ملامتوي......زه خو وایم چې د انتقالي حکومت په دریو کلونو کې به ښکلیل لوري یواځې په دې اخته وي چې څنګه په ټاکنو کې پښې ټینګې کړي...سازشونه، رشوتونه، دسیسې، ترورونه، تبلیغات او نور به د انتقالي حکومت لاسته راوړنې وي.....
تاسې چې کوم میخانیکیت وړاندي کوئ، هغه زما له نظره، کمزوری دی او د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې اغیزمن نه شي ثابتېدای. افغانستان لا په هغه پوړۍ کې نه دی چې دومره نازک risky کار ته دي لاس واچول شي.

درنښت[/quote:0f033580c9]


Musaferjan
09.05.2012

حميد هڅاند صيب: بچی دې لوی شه، خو په پتوال صيب يې په خدای که ومنې۰
افغانستان واقعي حلونو ته اړتيا لري۰
داسې واقعي حلول چې زيان يې اسلام، وطن، او ولس ته کم وي، اما له مطلق زيان
څخه تېښته ناممکنه ده۰
په درناوی


پتوال
09.05.2012

هڅاند صاحب داخو عجیبه ده چې د افغانستان خلک ټول له سېلمې ظالم ، خاین او جنایتکار وبلل شی، که داسي وي نو
دا مظلومان ، د خیانتونو او جنایتونو قربانیان څوک او څه شول؟؟؟؟
که مظلومان او قربانیان وجود ونه لري نو بیا خو دا ډیره عادلانه ټولنه او ددنیا په سر جنت دی او څوک يې چې په ضد جنګیږي ټول دوزخیان دي!
نو داسې نه ده !
هو، که دوی له ظالمانو ، خاینانو او جنایتکارانو سره ښکېل وي نو د بیطرفه حکومت پواسطه به راخلاص او آزاد شي!
آیا د هیواد په پوهو کسانو کې دومره بیطرفه کسان نشی موندل کېدای چې شمیر یې د وزیرانو او ريسانو شمیر ته ورسیږي؟؟؟؟
او آیا په دغو ډلو کې ټول خاینان او جنایتکاران دي او که شته باک کسان په کې چې هیواد ته ددولتي دخدمت موقع په لاس ورځي
آن د خپلو ډلو پر ضد راڅرخي او
د سپڅلی خدمت لوړو مسولیته څوکیو ته رادانګی، بې له دې چې زیات مادي امتیازات ولري ؟؟؟؟؟

خاینان په ټول له خپلو څوکیو څخه لیرې کیږي ، ملی پولیس او ملی امنیت به ټول د خاینانو په کنترول مصروف وي، زندانونه به
له جنایتکارانو ډکیږي ! نړیوال به د عربي هیوادونو په پراخه ونډه
د سولې ، ملی اسلامي ولسواکۍ او ترقۍ
له پاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي! نوي له دیکتاتورۍ آزاد شوی عربی هیوادونه به د افغانستان د دې
ملي- اسلامی- ولسواک سولییز انقلاب سره ملاتړ او پیوستون کوي! افغانان به ایله ددې جوګه شی چې په سیمه کې نورو ملتونو ته هم سرمشق او د پند وړ وګرځي ، انشا لله !

اوس به راشو مسافر جان ته :

[quote:2b408d0937]حميد هڅاند صيب: بچی دې لوی شه، خو په پتوال صيب يې په خدای که ومنې [color=red:2b408d0937]۰۰۰ [/color:2b408d0937]افغانستان واقعي حلونو ته اړتيا لري۰
داسې واقعي حلول چې زيان يې اسلام، وطن، او ولس ته کم وي، اما له مطلق زيان څخه تېښته ناممکنه ده۰ [/quote:2b408d0937]

په دې جمله بندۍ کې د سرو ټکو پر ځای صرف «ځکه » ولیکه درسره یې منم او زما ځواب همدا دی :
[color=blue:2b408d0937]حميد هڅاند صيب: بچی دې لوی شه، خو په پتوال صيب يې په خدای که ومني ځکه افغانستان واقعي حلونو ته اړتيا لري۰
داسې واقعي حلول چې زيان يې اسلام، وطن، او ولس ته کم وي .[/color:2b408d0937]
[quote:2b408d0937]اما له مطلق زيان څخه تېښته ناممکنه ده۰ [/quote:2b408d0937]
دا جمله دې ګنګه ده ! څه معنی؟
[quote:2b408d0937]پوښتنه دا ده چې طالب به ولې، او څنګه هېواد 250 کاله شاته بوځي، دليل څه دی، حل څه دی؟؟؟ [/quote:2b408d0937]

دلیل خو دې منلی ، ځکه وایې چې نو: [color=red:2b408d0937]حل څه دی؟ [/color:2b408d0937]
طالبان د سلفی دورې نه پرته بل څشی نه پیژني ، نه یې مني، او هغه دوره هم د پاکوستانیانو او القاعدې په مرسته او رهبرۍ غواړي(!!!!)

[color=blue:2b408d0937]
خو :
که پاکوستاني منافقان او القاعده او نور خارجیان ور سره نه وای، زه ور سره تلم ، ځکه چې د آخرة له پاره تر هغې دورې
بله بهتره جهادي دوره نشته ! والسلام [/color:2b408d0937]


Musaferjan
09.05.2012

پتوال صيب د تناقض ښکار شوی يې.
له يوې خوا وايي چې:
[quote:185b1b3598="پتوال"]
که پخپله قدرت یواځژ تر لاسه کړي نو دومره به د تاریخ شا ته لاړ شی چې له صفر(۱۷۴۸ ع کال) څخه به یې راپیل کړي او ۲۶۴ کاله وروسته به د نن کچې ته راورسیږي ، او که د ISI په مرسته قدرت ته ورسیږي نو د افغانستان تاریخ به
له صفر څخه دومره نور هم شاته لاړ شی لکه څومره چې افغانستان له ۱۷۴۸ څخه تر ننه پورې ۲۶۴ کاله پرمختګ کړي او دولتي پرمختګ به له (۲۶۴- ) څخه راپیل کړي او ۵۲۰ کاله وروسته به دنن کچې ته راورسیږي! [/quote:185b1b3598]

او بيا وايي چې:

[quote:185b1b3598="پتوال"]
[color=blue:185b1b3598]
طالبان د سلفی دورې نه پرته بل څشی نه پیژني ، نه یې مني، او هغه دوره هم د پاکوستانیانو او القاعدې په مرسته او رهبرۍ غواړي(!!!!) خو : که پاکوستاني منافقان او القاعده او نور خارجیان ور سره نه وای، زه ور سره تلم ، ځکه چې د آخرة له پاره تر هغې دورې بله بهتره جهادي دوره نشته ! والسلام [/color:185b1b3598]
[/quote:185b1b3598]

يعنې طالبان به له آی اس آی پرته مو 1400 کاله شاته بوځي :lol: :lol: :lol: :lol: نو بيا ښه نه ده، چې کم نه کم د آی اس آی او القاعدې په مرسته 520 کاله شاته لاړ شو؟؟؟
:roll: :roll: :roll:
دا حسابي ارقام دې له کومه کړي دي۰
مونږ د نن عصر بچي يو، شرعا او عقلا زمونږ ګرځېدل ۱۴۰۰ کاله مخکې حالت ته مستحيل دي۰ دا هسې اوتې بوتې دي۰

په درناوی.


پتوال
10.05.2012

مسافر خانه خبره مه ورانوه :

د آخرت له پاره ۱۴۰۰ کاله شاته تګ ور سره منم خو ددنیا له پاره زه اوس ISI نه منم نو ۵۲۸ کاله وړاندې به یې څنګه ومنم؟؟؟؟

داچې ته د اوس بچی یې شک پکې نه لرم ، لا کطدای شی د سبا یې، خو داچې له ISI او طالبانو سره درومي دا دې
نو له اوس څخه ۵۲۸ کاله پخواني نسل ته رسوي! د ISI په مشرۍ هلته بیا نه دین شته او نه د طالب له لاسه دنیا ،
له دواړو څخه به ووځې ، هسې ددوزخ او جنت په منځ (برزخ )کې به اوسې :lol: :lol: :lol: :lol: او دا هم د یو قومي تعصب ( پښتونیزم ) له لاسه
چې د چیت پوزو او پیت پوزو په وړاندې یې لري!

ای هئ څشو اسلام ، څشوه هغه پوهه، بشردوستي ، ملي ورورولي او مترقي فکر ؟؟؟؟ داسې خو به نه وي چې دا ټول
هسې تش بوس وو چې د قومي تعصب په اور لمبه شول ؟؟؟؟
امریکا او باکستان مصمم دي چې شمال او جنوب یوې پرېکنده جګړې ته سره په لکیو وټپوي او د جګړې د توازن په پلمه
د پوځي هډو تړون هم پرې تحمیل کړي!



ع کريم حليمي
11.05.2012

[quote:affc6c5587="Musaferjan"]
مونږ د نن عصر بچي يو، شرعا او عقلا زمونږ ګرځېدل ۱۴۰۰ کاله مخکې حالت ته مستحيل دي۰ دا هسې اوتې بوتې دي۰[/quote:affc6c5587]
څه کوي څه وايي ! شاته تګ مو مستحیل (محال او ناممکن ) دی ؟
۱۴۰۰ کاله دمخه يې ژوندۍ ښخولې ،او د نن عصر بچانو ! تاسو ئې نن هم وژنۍ ( جهالت کندي ته يې ورغورځوۍ )
او سردار عالم و مونږ او تاسو ته نصیحت کړۍ وو که یا ؟؟چه : أَلَا وَاسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا ، نېکۍ او ښېګني درک مو نسته ، او د کېبلانو وهل مو هغه ښه نېکي وه ، دغه د خدای ورکړي حق (علم )څه مو هم محرومي کړیدي وېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ او دي ( ښوونځۍ ورته تړلي )

تر دغه نو نور شاته تــــــــــــګ نسته او مستحیل :lol: ، کشکي يو څه لا نور شاته تللي وای ، نو دموسیٰ عصر ته به رسېدلي وای هغه به درته ښه وای تر ژوندي ښخېدلو
(له علم نه محرومه کېده هم وژل دي )
درنښت


Musaferjan
11.05.2012

[quote:bec686a71b="پتوال"]
مسافر خانه خبره مه ورانوه :
د آخرت له پاره ۱۴۰۰ کاله شاته تګ ور سره منم خو ددنیا له پاره زه اوس ISI نه منم نو ۵۲۸ کاله وړاندې به یې څنګه ومنم؟؟؟؟
[/quote:bec686a71b]

واه واه څه ځواکمنه مسلمانې لرې !!!

[quote:bec686a71b="پتوال"]
او دا هم د یو قومي تعصب ( پښتونیزم ) له لاسه چې د چیت پوزو او پیت پوزو په وړاندې یې لري! [/quote:bec686a71b]

که څوک ځانته افغان وايي، نو نه تنها چې د ښکېلاګ له دوستۍ به لاس اخلي، بلکه
په وړاندې به يې مقابلې ته هم رادانګي، د ښکېلاګ له ورکېدو سره سره حق بايد حقدار ته وسپارل شي۰ له هغه وروسته له هيچا سره تعصب نه لرو۰

[quote:bec686a71b="پتوال"]
ای هئ څشو اسلام ،[/quote:bec686a71b]

ځواکمنه مسلمانې دې منم، خو دومره نه چې د نورو په مسلمانۍ کې شک وکړې۰

[quote:bec686a71b="پتوال"]
څشوه هغه پوهه، بشردوستي ، ملي ورورولي او مترقي فکر ؟؟؟؟ [/quote:bec686a71b]

زما خو دا لنډې حکيمانه ليکنې ټولې له مترقي افکارو ډکې دي، تاسو ښاغلی زما
کوم مترقي فکر يادوئ؟

[quote:bec686a71b="پتوال"]
امریکا او باکستان مصمم دي چې شمال او جنوب یوې پرېکنده جګړې ته سره په لکیو وټپوي او د جګړې د توازن په پلمه د پوځي هډو تړون هم پرې تحمیل کړي!
[/quote:bec686a71b]

د افکارو تناقضات دې په خدای که هضميږي، ته به خپله ورته هم حيران يې۰

په درناوی


پتوال
11.05.2012

[quote:c3f9eb431e]د ښکېلاګ له ورکېدو سره سره حق بايد حقدار ته وسپارل شي۰ له هغه وروسته له هيچا سره تعصب نه لرو۰ [/quote:c3f9eb431e]

واه واه څه خیالپلو!

افغان ولس ته به داحق څوک ورکړي چې خپل اساسی قانون ،حکومت، او ملي شورا پخپله د آزادو ټولټاکنو له لارې وټاکي ؟؟؟؟

طالبان که ISI ؟؟؟؟ په خپله تیره شپږ کلنه دوره کې طالبانو کومې ټولټاکنې وکړې؟؟؟؟؟؟

ښځو ته به د د تعلیم حق، د کار حق او له نارینه و سره برابر سیاسی اجتماعي ، کلتوري او دکورنۍ حقونه څوک ورکوي ؟؟؟؟
طالبان که ISI ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په خپله تیره شپږ کلنه دوره کې طالبانو کوم سیاسی، اجتماعي، کلتوري او کورنیز حقوق ښځو ته ورکړي وو ؟؟؟؟؟؟؟

او یایې اقلاً منلي وو؟؟؟؟

ښځې خو لا څه کي د ا اوس په سوونو ښونځي چا تړلي او یا په بمونو الوځولي دي ؟؟؟؟؟
آیا طالبانو + ISI نه دي الوځولي او نه یې دي تړلي؟؟؟؟

او د ISI د دې الوځونو او ځانمرګي بریدونو مسولیت تل طالب په غاړه نه دی اخیستی ؟؟؟؟؟؟؟

له دې امله له هر افغان سره د جنرال حمیدګل له ادعا سره سم دا سوال پیدا دی چې ددې ټولو ګډو وحشتونو
او ترهګریو سیاسی هدف پرته له دې چې افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه وګرځوي بل څه کیدلای شي؟؟؟؟

ټیک هغه صوبه چې د جهالت او پاکستان د مرداریو غوجل به ورته وایی !


حمید هڅــاند
12.05.2012

سلامونه؛
[quote:815b9f0216]هڅاند صاحب داخو عجیبه ده چې د افغانستان خلک ټول له سېلمې ظالم ، خاین او جنایتکار وبلل شی، که داسي وي نو
دا مظلومان ، د خیانتونو او جنایتونو قربانیان څوک او څه شول؟؟؟؟
که مظلومان او قربانیان وجود ونه لري نو بیا خو دا ډیره عادلانه ټولنه او ددنیا په سر جنت دی او څوک يې چې په ضد جنګیږي ټول دوزخیان دي!
نو داسې نه ده ! [/quote:815b9f0216]
پتوال صیب زه هم پوهېږم او تاسو هم چې زموږ هیواد له لسیزو راپه دېخوا د کورنیو جګړو ډکر دی. موږ یو د بل په وړاندي درېدلي او جنګېدلي یو. په هیواد کې دننه هغه کسان چې لوستي دي او په صحنه کې ښکېل دي؛ بیا یې تکراروم هغه کسان چې په صحنه کې ښکیل پاتي شوي دي هغوي ناپېیلي نه دي! هو کرونده ګر، ځینې سوداګر او کاروباریان تر ډېره بې پرې دي. خو د دې پورته خبرو په کولو باید تاسو دې نتیجې ته ونه رسېږۍ چې ګواکي زما موخه داده چې دلته مظلوم نشته! زما موخه داده چې زموږ هیواد کې د مظلوم او ظالم ترمینځ توپیر کول ګران شوي دي. د خبري د زبات لپاره یواځي یوه بېلګه ستاسو په وړاندي ږدم:
ــ شمال میشتي ازبک او تاجک وایي موږ جهاد او مقاومت کړی دی. مطلب یوځل د روس د ظلم په وړاندي او بیا د طالبانو د ظلم په وړاندي؛ دا د دوی دعوه ده.

څوک به یې ثابته کړي چې دوی رښتیني مظلومین ول که د ظلم یوه برخه.
ستونزه داده چې موږ یو بل نه شو منلی. زما لپاره رشید دوستم له جنایته ډکه څېره ده خو زما د تولو هغو ازبک ملګرو لپاره چې ما ورسره وخت تېر کړی دا څېره د انصاف، ملاتړ او ساتنې څېره ده!! زه دې ته ګنګس یم چې ستا ۳۳ سلنه ولسواکانو ته به څوک ولسواکان، مظلوم، د اولس خواخوږي او رښتیني کسان ووایي؟

[quote:815b9f0216]خاینان په ټول له خپلو څوکیو څخه لیرې کیږي ، ملی پولیس او ملی امنیت به ټول د خاینانو په کنترول مصروف وي، زندانونه به
له جنایتکارانو ډکیږي ![/quote:815b9f0216]
پتوال صیب؛ دغه زموږ ټولو ارمان دی. زه هم وایم چې د یوه منظم پلان شوي او له تدبیره ډک داسي نظام په رامینځته کولو چې په ټوله مانا اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي موږ د دې جوکه شو چې دا خاینان د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د انصاف په تله وتللو او ستاسو خبره زندانونه پرې ډک کړو.
او پتوال صیب؛
کله چې د رښتیني اسلامي نظام یادونه کوو نو فکر نه کوم چې دا نورو اصطلاحاتو ته دي پکې ځای وي. د دې نړۍ د پیدا کوونکي ذات ټولو اوامرو ته غاړه ايښودل د اسلام مانا کېږي. نو کله چې موږ ټولو د هغه عالم او عادل ذات په اوامرو او رالېږل شویو لارښوونو باندي عمل وکړو نو هیڅ ستونزه نه پاتې کېږي. زما په اند خو د رښتیني اسلامي نظام په ویلو سره دغو نویو غربپیداکړو اصطلاحاتو( ولسوالکي، ملي ولسواکي اونور) ته هیڅ اړتیا نه لرو ځکه:
ــ د دې تورو په زیاتولو سره یواځي یو هدف شونی ده ویې لرو او هغه داچې خپل نظام بشپړ وښیو؛ اسلام له اره بشپړ نظام دی!

درنښت


پتوال
12.05.2012

[quote:b6f77ae06a]پتوال صیب ...د دې پورته خبرو په کولو باید تاسو دې نتیجې ته ونه رسېږۍ چې ګواکي زما موخه داده چې دلته مظلوم نشته! زما موخه داده چې [color=red:b6f77ae06a]زموږ هیواد کې د مظلوم او ظالم ترمینځ توپیر کول ګران شوي دي.[/color:b6f77ae06a] د خبري د زبات لپاره یواځي یوه بېلګه ستاسو په وړاندي ږدم:
ــ شمال میشتي ازبک او تاجک وایي موږ جهاد او مقاومت کړی دی. مطلب یوځل د روس د ظلم په وړاندي او بیا [color=darkred:b6f77ae06a]د طالبانو د ظلم په وړاندي؛[/color:b6f77ae06a] دا د دوی دعوه ده. [/quote:b6f77ae06a]
هڅاند صیب سلامونه مې ومنه او په بحث کې ستاسې له ملتیا څخه مننه :
ګرانه کله چې مشوړې انجړې شي نو تنسته اوبدل به پریږدې اول به مشوړې صافوې، مونږ هم اړ یو چې ظالم او مظلوم پرېږدو
لومړی ظلم او مظلومیت تعریف او ددواړو تعریفونه دقیق او بشپړ کړو او وروسته یې محکمې ته وسپارو چې له مخې یې
ظالم او مظلوم تشخیص کړي.
ددې تعریفونو د بشپړتیا او دقیق کولو له پاره مونږ اسلامی اساساتو، ملي اساساتو او دولسواکۍ اساساتو ته اړمن یو !
داچې ددوه وروستنیو ډیره برخه په اسلام کې شته دا زمونږ کار لا را اسانه کوي او ستونزه نه پیدا کوي، ځکه چې افغانان
الحمد لله اسلام ته اولویت ، ملت ته ثانیت او ولسواکۍ ته ثالثیت ورکوي .
دا درجوي وېش افغانانو په عمل کې منلی ځکه خو دا درې سیاسی ډلې موجودې دي، ولې بده او د مشوړې انجړ والی په
دې کې دی چې هره ډله ځان مطلقوي او نورې دواړه ردوي! څنګه چې افغان ولس ددریواړو اساساتو وحدت غواړي
نو یواځې په یوه نه راټولیږي، له دې کبله د هر اساس اړونده سیاسی ډله د ملت په وړاندې له زور څخه کار اخلي،
او داچې په ملت یې خپل زور نه رسیږي نو د بهرنیانو مرستې ته د خپل ملت پرضد رجوع کوي! هغه ملت چې ددریواړو
اساساتو تو وحدت او د ټول ملت سوله غواړي ددوی او بهرنیانو له ظلم و ناتار سره مخ کیږي او په حقه سره
له ډیر انزجار څخه په دغو خاینو ،ګوډاګیو ډلو ټپلو لعنت او نفرین وایی!
هڅاند صیب په اسلام کې هرڅه شته، خو اسلام په مسلمانانو کې نشته، اسلام او مسلمانان سره یوشی نه دي!
فرض او واجب د قران ۲۰٪ هم نه تشکیلوي، خو مسلمان صرف همدغه ۲۰٪ ته ځان ژمن بولي اونور ۸۰٪ قران چې
ټول اخلاقیات دي نه پلي کوي !
په تیره بیا ملاصاحب چې د قدرت او اقتدار په وخت کې ورته ددنیا د نعمتونو او خوندونو دروازه خلاصه شي نو بیا ټول
اسلام د همدې د خپل د نیوي قدرت په دفاع کولو راټول او محدود کاندي او یو قدم د اخلاقي، انساني ، فردي او اجتماعي
حقوقو په لاره کې نه پورته کوي، که څه هم په وعظونو کې پرې غږیږي، ولې د قدرت ملا اکثرا بیا وعظ هم نه کوي!
لذا هر ملا باید تر څو چې یو نړیوال اسلامي خلافت منحته راځي ملتپالنه وبیژني، ویط لري او مراعات یې کړي!
او هر ملا او مولوي باید د ولسواکۍ اسلامي اساسات لکه انتخابیت د ولسمشر د آزادو رایو (بیعت ) او ټولټاکنو له لارې،
د ژوند په هره برخه کې د نرینه او ښځینه مسلمانانو د حقونو برابري او فعاله ونډه ، د تنقید او مطبوعاتو کامله آزادي او نور .... ومني او تعمیم یې کړي! دا اړخ د خلافت په رامنځته کیدلو نور هم وده کوي!

همدارنګه په پښتو او دري د اسلامی علومو ټول اثار ، مدرسې او څیړنیز مرکزونو موجودیت تضمینول حتمی دي!
ولسواکان باید تر ټولو ښه مسلمانان شي، ملایان صاحبان تر ټولو ښه ولسواکان شی او ملتپالان ښه مسلمانان او ښه ولسواکان اوسي!
هله به جنایتونه ختم او ټول نظام به د الله تعالی نظام وګرځي! ومن الله التوفیق !


حمید هڅــاند
12.05.2012

پټوال صیب یوځل بیا سلامونه او نیکې هیلې؛

پتوال صیب؛ د PD په یو لوست کې راته استاد وویل چې د فکر ډول تغیر کوي. کېدای شي په دې اړه زما او ستاسو د فکر ډول یو له بل په تغیر کې وي؛ تاسو به خپل دلایل لرئ او زه خپل. فکر هم نه کوم چې یو بل ته دي قناعت ورکړای شو؛ زه په دې بحث کې د وروستي ځل لپاره دا لاندي کرښې غواړم تورې کړم:
[quote:6a843b0112]افغانان
الحمد لله اسلام ته اولویت ، ملت ته ثانیت او ولسواکۍ ته ثالثیت ورکوي .[/quote:6a843b0112]
که هر نوم راته اخلې؛ بنسټپال، سخت دریځه یا بل هرڅه؛ زه په دې نظر یم چې افغانان اسلام ته اولویت ورکوي. دلته ثانیت او ثالثیت نه پکې ځایېږي ځکه په اسلام کې دا هرڅه شته او بس!!

[quote:6a843b0112]دا درجوي وېش افغانانو په عمل کې منلی ځکه خو دا درې سیاسی ډلې موجودې دي، ولې بده او د مشوړې انجړ والی په
دې کې دی چې هره ډله ځان مطلقوي او نورې دواړه ردوي[/quote:6a843b0112]

کاشکې درې سیاسي ډلې وای!! دلته د ناروا دموکراسي له برکته(شره)، سلګونه احزاب او ډلې جوړې شوې دي. ستاسو دې دیموکراسي هر چاته اجازه ورکړې چې که پلویان ولري او که نه خو چې له داخل او بهره یو څو پیسې واخستلای شي او په دروغو یو څو کارتونه جوړ کړي نو حزب جوړ کړي ترڅو د افغانانو په برخلیک چې وغواړي هماغسي لوبې وکړي. هوکې؛ دا مه وایه چې موږ د غربي دیموکراسي په اړه نه غږېږو بلکې د اسلامي ملي دیموکراسي په اړه خبرې کوو!!!!! ځکه که دي موخه دا وي چې موږ به د اسلام د لارښوونو په رڼا کې عمل کوو بیا نو صاف ووایه چې اسلام زموږ اولیت دي چې له ځان سره هم ملت پالنه لري، او هم ولسواکي!! دلته بیا ثانیت او ثلاثیت څه مانالري؟؟ او اسلامي ولسواکي بیا کومه درنه پله لري؟؟؟
[quote:6a843b0112]هڅاند صیب په اسلام کې هرڅه شته، خو اسلام په مسلمانانو کې نشته، اسلام او مسلمانان سره یوشی نه دي![/quote:6a843b0112]
د نښي مینځ مو ویشتی دی، پتوال صیب. دلته تاسو بشپړ اقرار کوئ خو کاشکي چې دا ولسواکي او دیموکراسي نغارې مو بیا نه ورسره یوځای کولای!! چې په اسلام کې هرڅه شته نو بیا ولي دې نورو پردو تورو ته دي اړتیا پېښېږي؟؟ پتوال صیب وروسته بیا څومره ښه وایاست چې اسلام په مسلمانانو کې په پوره مانا نشته. ګورئ د دې مانا دا نه ده چې ګواکي اوس دي نو ووایو چې یواځي اسلام زموږ د ستونزو حل نه دی بلکې ولسواګې یا دیموکراسي ته هم اړتیا لرو!! وطندوستي هم غواړو. ولي دومره په اسانئ دا خبره کوئ پتوال صیب؛ ایا اسلام کې وطندوستي نه شته؟؟ ایا د ولسواکي تشه دي اسلام کې لېدلې؟؟؟ وبښئ؛ زه ځکه دا پوښتنې درنه دومره جدي کوم چې متوجه شئ؛ که خپه کېږئ او که نه!!!

[quote:6a843b0112]د نرینه او ښځینه مسلمانانو د حقونو برابري او فعاله ونډه[/quote:6a843b0112]

څه ډول فعاله ونډه؟؟ خدای پاک نارینه او ښځینه ته یو ډول ځانګړتیاوې نه دي ورکړې. هر یو بیلې ځواکمنتیاوې capabilities لري ځکه خو د دوي دواړو د ژوند او مسولیتونو ډول هم توپیر کوي چې دا د دوی د طبیعت غوښتنه هم دده. پورتنۍ جمله باید روښانه شي ځکه دهغه انډول او ازادۍ نارې چې غربیان یې وهي؛ زه یې په پوره مانا مخالف یم!!
[quote:6a843b0112]د تنقید او مطبوعاتو کامله آزادي[/quote:6a843b0112]
د تنقید او مطبوعاتو کاملي ازادي ته هم په اسلام کې جواز نه شته. په اسلام کې هر څه ته حد ټاکل شوی دی. په دې اړه د نورو مالوماتو لپاره د لویو پوهانو لکه ډاکتر ذاکر نایک لکچرونه واوره. اوسني میډیا خو هرڅه وایې؛ دروغ، بهتان، پروپاګند، د حقیقت پټونه او نور....
... او دا په دې بحث کې، په دغې موضوع باندي زما وروستی ځواب وبولئ.

په خورا درنښت


پتوال
12.05.2012

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
هخاند صیب باور لرم چې نور دلایل به هم لرې، نو ساتل یط په کار نه دي باید له لوستونکو سره یې شریک کړئ!
[quote:b555fee0c7] که هر نوم راته اخلې؛ بنسټپال، سخت دریځه یا بل هرڅه؛ زه په دې نظر یم چې افغانان اسلام ته اولویت ورکوي. دلته ثانیت او ثالثیت نه پکې ځایېږي ځکه په اسلام کې دا هرڅه شته او بس!! [/quote:b555fee0c7]
وروره زه په چا نوم نه ږدم، او که اوسې نو بنسټپال خو څه وړوکی نوم نه ، بلکې ویاړلی نوم دی، شرط یې دادی چې منطق
او ځمکني حقایق هم له پامه ونه غورځوي :
ما خو مخکې او تا سې هم راسره منلې وه چې په اسلام کې هرڅه شته خو په مسلمان کې نشته .
د لومړیو درې نسلونو سلفی مسلمانانو کې هم هر څه وو، ولې له هغوی راوروسته تر دې دمه اسلامي
امت واکي مسلمانانو تر پښو لاندې کړه او بیا یې نوم وانخیست !

آیا ننني اسلامستان او طالبان له سېلمي آزادې او شفافې ټولټاکنې نه ردوي؟؟؟؟ طالبانو کومې ټولټاکې وکړې؟؟؟؟
یا اقلا ویې منلې چې دا به په اولین فرست سره کوو یا داچې دغربی دموکراسۍ نه ډیر پخوا اسلام د آزادو، مخفي، عامو او شفافو رایګیریو اساس ایښی دی!
د مطبوعاتو له مکملې آزادۍ څخه مطلب د تنقید کامله آزادي ده، نه نور څه، خو له کاملې آزادۍ څخه دوه شیان مصون دی :
د چا شخصي او یا د مقام توهین يې، او بل د اسلامي نصوصو تنقید !
آزادي یو عام نعمت دی او د بل د آزادۍ نفې کول
او خپله آزادي ساتل امکان نه لري! په خپله آزادۍ پښئ ایښودل د هر چا خپل واک دی، خو د بل په آزادۍ تش سیوری غورځول هم
ناروا کار دی او حق يې هیڅوکم نه لري!

[quote:b555fee0c7]کاشکې درې سیاسي ډلې وای!! دلته د ناروا دموکراسي له برکته(شره)، سلګونه احزاب او ډلې جوړې شوې دي
[/quote:b555fee0c7]

دا ټولې په درې نوموړو چوکاټونو کې کلاسیفیکیشن موندلی شی، یا به ځینې ګوندونه ځانونه زیات دموکراتان بولي، یاډیر ملتپال
او یا ډیر بنسټپال !
د اسې ډله نشته چې اساسی پنسټ یې په دې درې اساساتو کې و نه موندل شي، که نومونه یط هر څومره په نورو کلماتو کې
رانغښتي هم وي!

[quote:b555fee0c7]څه ډول فعاله ونډه؟؟ خدای پاک نارینه او ښځینه ته یو ډول ځانګړتیاوې نه دي ورکړې[/quote:b555fee0c7]
د تعلیم او تحصیل حق، د توان برابر کار کولو حق، سیاسی حقوق لکه په رایګیریو کې ونډه اخیستل او یوه مقام ته کاندید کېدل ،
په تدریسي، علمي، تحقیقی، طبي ، اداري ، کلتوري او خدماتي چارو کې دندې سرته رسول او نور ، [color=red:b555fee0c7]خو هر څه د اسلامي حجاب
نارمونو په ساتلو سره !!![/color:b555fee0c7]
نو هغه ډلې چې دا ټول حقوق ردوي همغه د فرض او واجبو تر پولو پورې مسلمامان دی چې ۲۰ ٪ قران یط منلی، خو نور ۸۰٪ قران نه مني ، چیرې چې د ژوند د مسايیلو حل نغښتی دی
او بورتني حقوق تامینولی شی! والسلام


حمید هڅــاند
12.05.2012

پتوال صیب، بحث هغه مهال ګټور دی چې پایلو ته پکې ورسېږو. زما د ټولې لیکنې (ځواب) موخه یوه وي خو تاسو هغو برخو ته ځواب ووایاست چې هغه په تنها ځان تاسو ته زما ځواب نه وي. مثلا: په افغانستان کې له سلو زیاتو احزابو شتون حقیقي خبره ده؛ دا درسره منم چې ځینې یې لکه زوړ خلق ځانته هیوادپال وایي، او ځیني لکه افغان ملت منځنګړی او بې پرې او ځیني لکه حزب اسلامي بیا اسلام پال. زه منم چې د دې ټولو احزابو ريښه دغو خواوته ځي؛ خو پوښتنه داده چې بیا هم دوی له سلو په شمېر کې اوړي!! ولی؟ ځکه دا دیموکراسي=درغلي دې ته لاره هواره کړې چې هر خپلچاروکی را ځي او خپله ښه کوي!! تاسو هغه مهال هم پوهېدۍ چې زما موخه همدا وه. مطلب موږ دلته له الغاظو سره لوبېږو او بس.
زه په څو ټکو ټینګار کوم او هغه دادي:
ــ اسلامي نظام زموږ د ستونزو یواځیني حل دی؛
ــ اسلامي نظام سره د ولسواکي یا نور توري ګډول ترڅو پوره مانا ورکړي یوه تېروتنه ده؛
ــ د نظام پیل دي په ټولټاکنو نه بلکې د یوې شورا په مرسته منظم پلان او په تدبیر جوړ شي؛
ــ شورا دي له عالمو، پاکو، او دین مینو خلکو نه جوړه شي.

زه فکر نه کوم چې په دې اړه دي موږ یو دبل د الفاظو او جملو په ترتیب او هر پراګراف په اړه ځان ځان ته بحث وکړو؛ هرف هېر کړو او په حاشیه وي خبرو وخت ولګوو. زما دریځ روښانه دی. د شورا لپاره ټول دلایل په یوه جمله کې لنډوم او هغه داچې په داسې کولو هرڅه ښه پلانولی شو او په تدبیر سره مخته تللی شو ځو ټولټاکنې یوه له ریسک څخه ډک کړنه ده چې په پیل کې به هرڅه په بل بوزي. نظام دي په ټوله مانا اسلامي وي، قانون به شریعت وي او انصاف به هم د شرعې له مخې وي. ولسواکي او ورته تورو ته زما په قاموس کې هیڅ ځای هم نه شته. دلیل بیا هم یو دی چې اسلام هغه دین دی چې خدای پاک موږ ته خوښ کړی دی؛ او له تشې خالی دی.

په درنښت


پتوال
12.05.2012

سلامونه !
هڅاند صیب لیکي:
[quote:45616434d8]زه منم چې د دې ټولو احزابو ريښه دغو خواوته ځي؛ خو پوښتنه داده چې بیا هم دوی له سلو په شمېر کې اوړي!! ولی؟ ځکه دا دیموکراسي=درغلي دې ته لاره هواره کړې چې هر خپلچاروکی را ځي او خپله ښه کوي!! [/quote:45616434d8]
واقعیت خو همداسې ښکاري، ولې دا د موکراسۍ ګناه نه ده ، دموکراسي خو لکه شفافې اوبه دی چې هر رنګ اخلي، که چټل ، غله او جنایتکاران یې رامنځته کړي نو هغه د غلو، چټلو او جنایتکارانو دموکراسي وي ، نه د ولس واکمني!
وطن اشغال دی، اشغالګر ، داړه ماران او ملی خاینان په قدرت دي نو ددوی دموکراسي هم د اشغال ، دا ړه مارۍ او
ملي حیانت له پاره کاریږي او د همدې له باره د ۳، ۴ یا پنځو سترو ګوندونو پرځای یې چې کولی شی د ولس واک د ولس په ګټه
وحرخوي له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ یا ۱۵۰ پورې ګوندونه جوړ کړي دي ، څو افغان ولس هېڅکله د اشغالګرو ، فساد ګرو او ګوډاګیو پر ضد په یو آواز او یوه خوله نشي ! زمونږ بحث په دغو جنایتکارانو
او جنایی ډلو ټپلو او غربي دموکراسۍ
نه دی، دغه ګوندونه په آزادۍ او استقلال کې ټول ړنګول او بندول غواړي!
زمونږ بحث په آزادۍ کې د رامنځته کیدونکې ولسواکۍ په اصولو دی او په هغه اصولو دی چې د اسلام د مبارک
دین په لمن کې د قیمتي لعلونو په ډول مړه ، بې ودې یا زندۍ شوي پراته دي او له ۱۴۰۰ کالو څخه په
وروستیو ۱۱۰۰ کالو کې چا نه دي پلي کړي او اسلامي ټولنه ، اسلامي امت او اسلامي هېوادونه یې له رکود،
خمود اوجمود سره مخامخ کړي دي!
[quote:45616434d8]شورا دي له [color=red:45616434d8]عالمو[/color:45616434d8]، پاکو، او دین مینو خلکو نه جوړه شي. [/quote:45616434d8]
که له عالمو څخه مو موخه یواځې دیني عالمان وي نو دا کار نه اوس او نه آن په سلفي دوره ، خلافت او اسلامي
شورایت په زمانه کې هم نه دی شوی.د حل او عقد خاوندان په اسلامي علماو منحصر نه وو ، بلکې ډیر د سیمه ییز نفوذ او تجربو خاوندان او قومی مسلمان مشران هم په شورا کې موجود وو .
پاکوالی هم په دیني عالمانو نشي محدو کیدای، که د مومن ولس له خوا څوک کنترول نشي نشي نو شیطان خو دیني عالمانو ته
هم په لویه لار کې ناست وي، که نه ؟
خو که مطلب مو په عامه توګه عالم او پوه مسلمانان وي چې هم ددیني او هم نور و علومو او لوړ سواد
خاوندان وي نو په هغې صورت کې ممکنه ده چې لږ تر لږه بکلور یا لسانسه ورته شرط و ټاکل شي!
[quote:45616434d8]قانون به شریعت وي او انصاف به هم د شرعې له مخې وي.
[/quote:45616434d8]
قانون به یواځې په شریعت رامحدود نه وي، خو ټول شریعت به قانون وي، او هېڅ قوانون به له سپطڅلي محمدي شریعت
څخه مخالف نه وي، بلکې د اسلام له روحیې سره به برابر هم اوسي، نه لکه دا اوس، بلکې د دې برابرۍ به
کلکه څارنه هم کیږي! د طوند ټول قوانین خو په سپېڅلتیا او تقدس نشی رامحدود کیدلی، بلکې دیني سپېڅلتیا او تقدس (شریعت)
به د ژوندانه د قانون حیثیت ضرور ولري !
[quote:45616434d8]ولسواکي او ورته تورو ته زما په قاموس کې هیڅ ځای هم نه شته. دلیل بیا هم یو دی چې [color=darkred:45616434d8]اسلام هغه دین دی چې خدای پاک موږ ته خوښ کړی دی؛ او له تشې خالی دی.[/color:45616434d8] ][/quote:45616434d8]
پېشکه ! الله (ج) فرمايي : [color=blue:45616434d8]و رضیت لکم اسلام دینا [/color:45616434d8]
خو په دې اسلام کې شورایت هم شامل دی او الله تعالی په دنیوي کارونو کې مونږ ته شورایت خوښ کړی او د شورا
او مشورو يې امر کړی دي! نو ځکه د واقعي شورا نفې کول هم
باید زمونږ او ستاسې په قاموس کې ځای ونه لري
اوکه اسلام د ټولو ستونزو حل ګڼو نو باید اسلامی ولس واکۍ (= د ملت په حدودو کې اسلامي امت واکۍ) ته
په ورین تندي تن کېږدو ! ومن الله التوفیق ! درنښت او سلامونه !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more