د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پتوال
05.05.2012

[quote:72bb606af1="Musaferjan"]پتوال صيب:
د ديکتاتورۍ ګراف مو دومره لوړ دی، چې د مخلوقاتو د کارونو په
شمول د الله جل شأنه په کارونوکې هم ګوتې وهئ۰[/quote:72bb606af1]
ښاغلی او منلی مسافر جان اغا ته سلام !
یو خو دې دا نوم له فارسی څخه پښتو ته واړه وه اویا د جان وروستاړی ېې په خان بدل که، زیږ بښتون مې نه دی لیدلی او ځان ته جان او قریان ویل مې نه دي لیدلي! او مونږ هم مجبوروې چې جان ته د صیب پر ځای اغا ولیکو، ځکه چې د جان سره خو صیب هم نه جوړیږي!

قرانی صیب هم درته لیکلی و چې هغه ایت چې د کفارو په اړه نازل شوی و تا د مسلمانانو په برخه کې کارولی ، یعنط اسلامی معلومات دې سخت نیمګړي دي، او دلته دې ماته هم لیکلي چې د دیکتاتورۍ په غندلو زه د خدای په کارونو کې ګوتې وهم یعنې دیکتاتوري د خدای او رسول لاره بولې !
په یو لک ۲۴ زره پیغمبرانو او په راشدینو خلیفه ګانو کې څوک دیکتاتور یا کودتاچي تیر شوی دی؟؟؟
دیکتاتوري د شیطاني جذباتو کار دی نه د عقل او عاقلانو ، د اصحابو او پیغمبرانو خو هیځکله کېدای نشي !
هغه نظریات هر چاته باطل او شیطاني ثابت شول چې دیکتاتورۍ ته یې نه یواځې جواز ورکولو بلکي اړینه او مترقی يې هم بلله ( لکه پرولتري دیکتاتوري(!)، د زیار کښانو دیکتاتوري (!) ، د ملي دموکراتانو ؟؟؟؟ دیکتاتوري ؟؟؟؟(!!!!) او داسې نورې غمیزې... )

زما په قاموس کې کودتاچیان او په نامشروع لارو قدرت غصبونکي ملی خاینان او جنایتکاران دي
[quote:72bb606af1]نامشروع يعنې څه؟؟[/quote:72bb606af1]

مشروع یعنې د ۵۰ ٪ +۱ څخه تر ۱۰۰٪ پورې هیواد والو په آزادو انتخاباتو کې ټاکلی یا تایید کړی وي! نامشروع هغه رژیم دی
چې دداکثریت د رایو له ګټلو پرته په زور حکومت کوي!
[quote:72bb606af1]قاعده دې په سياسي اصولو نه ده برابره، هر کودتاچي ملي خاين او جنايتکار نه دی،[/quote:72bb606af1]
هر سیاست اصول نه لري، سیاست پخپله باید اصولي وي چې اصول ولري، دداصولي سیاست په اصولو کې دیکتاتوري نشته !
د یو غیر اصولي یعنې دیکتاتوري رژیم پر ضد هم کودتا هغه وخت جواز لري چې سمدلاسه ولسواکي رامنځته کړي
او دیکتاتوري ختمه کړي!
په افغانستان کې هر کودتاچي خاین ثابت شوی دی آن د داود خان په شمول !
[quote:72bb606af1]همدا ډول هر غاصب د قدرت ملي خاين او جنايتکار نشي بلل کېدی، او ډېر کله غاصب د [color=darkred:72bb606af1]امن په راوستلو [/color:72bb606af1]سره مشروعيت حاصلوی شي، او د غصب کلمه ترې پورته کيږي۰ [/quote:72bb606af1]
له امن څخه په شلمه او ۲۱ پیړۍ کې ولسواکي ده، دیکتاتوري پخپله ناامني ده نو مشروعیت هم نشي لرلی!
دیکتاتور په خپل ولس تکیه نه لري، تل په یوه بهرني قدرت تکیه کوي ( داود هم په خبل ملت نه ، بلکې
شوروي پوځي مشاورینو تکیه کړې وه ) نو له دې کبله په ملي خیانت اخته وي!
[quote:72bb606af1]قوت په سلطه کې معتبر څيز دی۰[/quote:72bb606af1]
ولسي قوت ، نه پردی ، نه د پردیو په ملاتړیا پردیپال قدرت ! نو اعتبار هم باید دخبل ولس له باره ولری نه د پردیو له پاره اعتبار !

[quote:72bb606af1="پتوال"]
نامشروع دیکتاتوران زما په قاموس کې ټول په اعدام محکوم دي او ژوند یې د ملت په وړاندې د جنایت ادامه ګڼم ! له داود نه تر کرزي او له کرزي نه تر راتلونکو دیکتاتورانو پورې د افغان ملت قاتلین بولم ، که دوی هر څومره د ملت په ګټه هم تمام شي، [/quote:72bb606af1]
دا درته تکرار تاییدوم ، خو دنامشروع قید له پامه مه غورځوه !

[quote:72bb606af1]فکر کوم په افغانستان کې له ديکتاتورۍ پرته نشي تنفيذېدی۰ مثالونه يې ستاسې په وړاندې دي۰ دواد، ترکی، امين، نجيب، رباني...[/quote:72bb606af1]
بیا هم زما خبره دې تایید کړه : داود، تره کيي ، نجیب رباني .... نامشروع دیکتاتوران وو او په اولس یې تکیه نه لرله
نو یو بل يې سره چپه هم کړل !

[quote:72bb606af1="پتوال"]او بیا سیاستوال هر افغان ته تورن دی [/quote:72bb606af1]
بیا یې هم تکراروم. خو د تورن قید د مجرم معنی نه لري !
او بیا په افغانی دیکتاتور رزیمونه خو بې له دې هم د مجرمینو رزیمونه وو ، په ولسواکئ کې د پارلمان کنترول په حکومت د همدې له پاره وي چې حکومت ته تقریباً د «تورن » په سترګه کتل
کیږي، که برې ثبوت شی له قدرته یې ګوښه کوي!

[quote:72bb606af1]چې هر انسان تر هغې بېګناه دی، تر څو يې جرم په اثبات ورسيږي[/quote:72bb606af1]
بیا نو مجرم دی، نه تورن ، تر جرم مخکې هر سړی تورن کیدای شی، او ما صرف سیاستوال تورن کړي دي څو محاکمه شی، که فعلی رزیم محاکمه سي څه فکر کوې څو فیصده به برائت تر لاسه کړي؟؟؟؟
سياستوالو ته
[quote:72bb606af1]پوچې ښکنځلې کول، او غليظه عورات يې خوله کې اړول راړول د ادب منافي کار دی[/quote:72bb606af1] ۰
نامشروع سیاستوالو چې څومره ولس غولونکی ژوند لنډ شی ښه ده، که په شفاهی توګه وغندل شی او که بر ضد یې ولسواک
پاڅون وشي حق دی، او نور يې په عملي توګه غلیظه عورات په خوله کې نیول او سټل بیا ستاسو کار دی ، غاښونه به دې
اوس پرې وتی او ورۍ به دې وینې شوي وي!

[quote:72bb606af1]آيا د يوه الماني تبعه په حيث د المانيانو په مجلس کې دانجيلا مېرکل شرمګاه ښکنځلی شې؟ [/quote:72bb606af1]
د هیټلر د ښځې ښکنځل خو جایز عمل و، ولې په مشروع او ولسواک رژیم کې جایز نه دی، په دې خو هر ماشوم پوهیږي، که څنګه؟؟؟

نامشروع رژیمونه د مشروع رژیمونو اقدار نه لري که هر څویې يې ورپسې زړه ډیر سولیږي هم !
حاکمیت باید تل هغه قانون ولري چې د اولس منتخبو استازو تصویب کړی اوسي او بس! بل هرډول حاکمیت
ناقانونه = نامشروع حاکمیت دی او منل یې هم نامشروع دي!
په درناوي


عادل عادل
05.05.2012

[quote:74c12db74f]السلام علیکم ورحمة الله،
دا چې د بحث هیڅ یوه خوا سره د تنبیه بیاهم ادب او احترام نه مراعت کوي او نه ورته اصول او قانون کوم اهمیت لري او نه هم ځان اسلام او افغانیت ته مسؤل بولي، نو ویلاي شو چې له بده مرغه په افغانانو روان ناورین ددوي خپل ناوړه اعمال دي. (اعمالکم عمالکم)
تاریخي پس منظر ته چې وګورو نو هم جوتیږي چې افغانان د انسانیت او اسلامیت په هیڅ یوه برخه کې قرار نه لري، فلهذا د افغانانو څخه د اصلاح طمع ډیره لرې ده ځکه دغه اعمال ددوي د فطرت او طبیعت سره لازم او ملزوم ګرځیدلي.
نو پدې اساس د فورم د مدیریت څخه د استعفی ترڅنګ د افغانستان او افغانانو څخه هم لاس پریمینځم.
مونږ یې همداسې ښه! تاسې دې خداي جوړ کړي! آمین

ماافغانان ډیر مطالعه کړل، تاریخ مې د دوي هم ډیر وپلټلو، بغیر د پردیو د مزدورۍ مې پکې بل څه بیانه موندل، هغه جنګونه یې چې کړي هم په پردو مټو او د پردو لپاره یې کړي پشمول د روس خلاف او دا اوسنی هم.
هیڅوک او هیڅ شی هم ندي، خوشې لاپې ولي.
[color=white:74c12db74f]په تیرو ۲۵ یا ۳۰ کلو کې مې د پاکستانیانو څخه ډیر څه زده کړل، خپل ملیت او ملي هویت پیژني،ملي منافعو ته ژمن دي.[/color:74c12db74f]
خو افغانانو خپل هویت ورک کړی، باید پدې ورکو او اغیار پالو خلکو کې ځان ورک نه کړو او د داسې چا لار ونیسو چې یو څه هویت ، ارزښت او خپلواکي خو لري.
عادت بدلیږي خو فطرت نه بدلیږي، جنګ، تخریب، منفي سوچ او منفي کارونه د افغانانو فطرت دی.
والسلام.....په مخه مو ښه!!![/quote:74c12db74f]

محترم مبارز صاحب،،، زه خو ستا او پتوال صاحب په پاکستاني ضد موقف باندې ویاړم او روحیه پرې اخلم،،،،

خو دا وېره راسره شته چې کله هم یرغلګرو زمونږ له وطن څخه ورک شي او له پاکستاني محکوم وولس سره د دوی د طاغوتي انګریزي نظام په راپرځولو کې د افغانستان په ګټه د افغاني مرستې او ملاتړ وخت راشي، نو ویرېژم چې د خاصه دارانو په توګه مو د دوی په خړو صفونو کې ونه ګورم:)

تر پرونه مو خپلواک بحث کوونکي په ای-اس-آی باندې تپل او دادی نن مو د پاکستاني فرهنګ او ملیت په مدح خوله پرانسته؟؟؟

کوم فرهنګ ؟؟؟ ،،،،،،، کوم ملیت یادوې؟؟؟


Tofan Khan
05.05.2012

[quote:ebd5d0de8c]محترم مبارز صاحب،،، زه خو ستا او پتوال صاحب په پاکستاني ضد موقف باندې ویاړم او روحیه پرې اخلم،،،،

خو دا وېره راسره شته چې کله هم یرغلګرو زمونږ له وطن څخه ورک شي او له پاکستاني محکوم وولس سره د دوی د طاغوتي انګریزي نظام په راپرځولو کې د افغانستان په ګټه د افغاني مرستې او ملاتړ وخت راشي، نو ویرېژم چې د خاصه دارانو په توګه مو د دوی په خړو صفونو کې ونه ګورم

تر پرونه مو خپلواک بحث کوونکي په ای-اس-آی باندې تپل او دادی نن مو د پاکستاني فرهنګ او ملیت په مدح خوله پرانسته؟؟؟

کوم فرهنګ ؟؟؟ ،،،،،،، کوم ملیت یادوې؟؟؟[/quote:ebd5d0de8c]
عادله خانه
د قرانی صیب موقف د پنجابیانو په خلاف دی خو د پاکستان په خړو خاسه دارو ملیشو یانی طالبانو کی تا ګورو چی د افغانستان په راپرځولو لګیا دی قرانی صیب د فرهنک مرهنک په باره کی څه نه دی ویلی دومره ویلی دی چی پاکستانیان ډیره پوهه او سیاست لری خپل وطن ته وفادار دی او د وطن مفادات بل چا د پاره نه قربانی کوی او د افغانانو پشان ندی چی د خپل وطن خلاف د بهرنی دشمنانو ته مزدوری کوی او خپل قوم او وطن ته کار نه کوی


پتوال
05.05.2012

عادل صیب سلامونه !

[quote:f583ebd435]محترم مبارز صاحب،،، زه خو ستا او پتوال صاحب په پاکستاني ضد موقف باندې ویاړم او روحیه پرې اخلم،،،، [/quote:f583ebd435]

باوری یم چې د ملتپالنې لوښه لرې ، نو ځکه پرې روحیه هم اخلې ، تر څو بورې چې د ملي ګټو او ملي مصالحو دفاع وي
اسلام هم له ملتپالنې سره هېڅ تناقض نه لري . مونږ خو ځکه د اسلام او ملي ګټو تړاو تاییدوو او له دواړو څخه
مشتق شوې امت واکي د هیوادونو په جغرافیوي چوکاټ کې ملی اسلامي ولسواکي بولو! او دا کار د صلیبیانو او اشغالګرو
پر ضد د اسلام او مسلمانانو دسیاسی او پوځي دفاع له پاره کوو!
د اسلام هجوم د ۱۸ پیړۍ تر پایه پورې او د اسلام دفاع
په ۲۰ او ۲۱ پیړۍ کې د اسلامی شورایت او اسلامي امت واکۍ پواسطه ممکن و او دی او بس!
[quote:f583ebd435]خو دا وېره راسره شته چې کله هم یرغلګرو زمونږ له وطن څخه ورک شي او له پاکستاني محکوم وولس سره د دوی د طاغوتي انګریزي نظام په راپرځولو کې د افغانستان په ګټه د افغاني مرستې او ملاتړ وخت راشي، نو ویرېژم چې د خاصه دارانو په توګه مو د دوی په خړو صفونو کې ونه ګورم [/quote:f583ebd435]
عادل صیب که د چتکي لاپې دې ومنم ، نو کله چې ټول رالوېدلی اسمان په دوه پښو ټینګولی شې بیا څه فرق کوي
که زما وزن هم پرې دپاسه سربیری شي؟؟؟؟ زه خو وایم تا دې خدای په دې لاپو رښتیا هم کامیاب کړي که زه دې بیا
د ملي خیانت په خړو صفونو کې وموندلم لومړی راکټ زما په سر وچلوه !!!!! او که پوهیږې چې پتوال خو والله که د ملی خاینانو په ډله کې پیدا کړې نو بیا :
لږ څه د خپل مظلوم افغان ولس او بیچاره ، اندغریبه خو شکر ایماندار پښتون قام له پاره د اسلامي شورایت یا ملی امتواکۍ په اړه یو څه ژور فکر ته ملا وتړه او د غلام په غلامۍ غولېدلو
ساده ګانو سره مرسته وکه څو پوه شی چې د ISI لار د حق او حقیقت لار نه ده او د افغان ملت له پاره خو بالکل زهرو ګنډیر دی!
والسلام !


Musaferjan
05.05.2012

عادل عادل صيب:
که خو يې په دواړو کې پيدا کړې۰ :roll: :roll: :roll: خو نن سبا اليکټرانيک جګړه
هم ځانته څه وايي۰ نو د دې صف مسؤوليت ورپه غاړه کړه۰

[quote:4c6f6a5b4a]
د ملي خیانت په خړو صفونو کې وموندلم لومړی راکټ زما په سر وچلوه !!!!![/quote:4c6f6a5b4a]

په درناوی


پتوال
05.05.2012

[quote:3bc0597962]که خو يې په دواړو کې پيدا کړې .....نو د دې صف مسؤوليت ورپه غاړه کړه۰ [/quote:3bc0597962]

ولې عادل صیب اوس ددې ټولو صفوفو سروال ګڼې چې کولی شی هر صف ته بیل بیل مسول وټاکي؟؟؟ زه خو پرې
دومره بدګمانه نه یم
لکه دا ته چې پرې شاهدي ورکوې ، آخر دا له غرض ډکه شاهدي دې څوک مني؟؟؟؟


عادل عادل
06.05.2012

السلام علیکم

[quote:81dcc409a9]ولې عادل صیب اوس ددې ټولو صفوفو سروال ګڼې چې کولی شی هر صف ته بیل بیل مسول وټاکي؟؟؟ زه خو پرې
دومره بدګمانه نه یم
لکه دا ته چې پرې شاهدي ورکوې ، آخر دا له غرض ډکه شاهدي دې څوک مني؟؟؟؟[/quote:81dcc409a9]

دروند پتوال صاحب

خدای ج دې د ټولو مسلمانانو په تېره بیا افغانانو تر منځ دا د صفونو تعدد یوه او واحد ته راټیټ کړي، په ډېرو صفونو کې مو هویت بدل او قوت او روحیه مو سست شول، او پاته شوه د سروالی خبره نو لکه څنګه چې ښاغلي مسافر جان ورور د الکټرانیک خبره کړې، زه هم ستاسو په شان له صحنې بهر یو اهل نظر او د یو بې وسه افغان په توګه یوازې خپل خدای راکړي ماغزه کاروم،،

ښاغلي مسافر جان ورور هم ماشاالله د بحث ښه استعداد او حوصله لري، فورم ته یې که خدای کول څه نه څه سا بښلې ده،،، ډاډه یم چې له تاسو څخه به زړه تنګی نشي خو ستاسو د تاییدونکو په منځ کې ځنې تبلیغاتي چرګان هم شته چې د بحث تر څنګ یې باید وخت په وخت له خپل درانه مجاورت څخه کړې کړی،،،، نه دا چې په کوټ کوټ یې من من غوښې واخلی:)


پتوال
06.05.2012

عادل صیب !
تاسو لیکلی وو چې
[quote:eb734cc264]نو ویرېژم چې د خاصه دارانو په توګه مو د دوی په خړو صفونو کې ونه ګورم[/quote:eb734cc264]
او مسافر خان بیا د همدغو خړو ضدملی صفونو په اړه تاسې ته توصیه کوي چې پتوال او قراني صیب بیا هغه وخت
د همدې ضد ملي صفونو د مسولینو په توګه وټاکه ! وایی ډوله چیرې دې وهم چیرې غږیږې ؟ مونږ ددې مظلوم ملت
د برخلیک له غمه طالب ورونو ته چغې وهو او اپیلونه ورته کوو چې د امریکایی اشغالګرو پرضد داسې مقاومت وکړئ
چې د افغان ملت سرنوشت د ISI په لاس ورنکړئ او له باران څخه یې له ځانه سره ناوې ته ونه دروئ !
طالبان باید د امریکایی اشغالګرو پر ضد پوځی او د هغه غلام د غلامۍ پر ضد سیاسی مبارزې ته اولویت ورکړي !
خو مسافرجان دې د پیت پوزو او چیت پوزو پر ضد وآخته تر پتنګ ډیر بدتر د تور سنټو غلاملامانو غلامۍ ته تن ایښی دی !
لهجه یې هم دومره د خوشال خپله کړې چې سړی پرې که چیرې یې نامه ته ونه ګوري بالکل د خوشال ګمان کوي!
فرق يې صرف دادی چې په خوشال کې الحمد لله اپورچونیزم نشته او دده غوندې هر ډول ته چې غږ يې په نورو ډولو جیګ شي نه ګډیږي! او که نه باید د طالب د دورنما به توګه ثابته کړي چې
آیا د ISI او القاعدې په مشرۍ طالبان په اسلامي نړۍ د پښتنو اسلامي خلافت رامنځته کولی او افغانستان د داراخلافه (مرکز) په توګه ساتلی شي؟؟؟؟
[color=blue:eb734cc264]او که نه ، نو دا بیزو خو په دې ځنځیر نه ارزي![/color:eb734cc264]


khoshalkhan
06.05.2012

له ناندريو څخه څه نه جوړيږي !
ستراتيژيک تړون دشورايې نظار دغلو اودصليبي متحدينويې يوګډعمل
دپښتون وژنې،سپکونې او رټنې لپاره جوړ شوی چې يولوبغاړی يې
راپوزي زوړدوښمن کرزی دی ٠ که دبهرنويو دمداخلې لپاره وي خو دکرزي
له څنګه فهيم ،عطااومحقق دايران استازي ناست دي !
دکرزي ارګ ته ايران پيسې ورکوي ، ټول تلويزونونه په ايراني لهجه خبرې
کوي، دايران کلتور په سرعت روان دی نونوره مداخله به څرنګه وي !


پتوال
06.05.2012

خوشاله ناندرۍ خو ته او ستا انډیوالان وهي، او که نه ددغو ناخوالو د غځولو له پاره چې ته ترې سر ټکوې په طالب له بري پرته جګړه تحمیلیږي ، او له بري پرته طالب جګړې له پاره ستراتیژیک تړون هم رامنځته شوی دی . ددې پر ضد یواځې ړنده وسله واله جګړه نه ، بلکې پراخه سوله ییز سیاسی مقاومت هم اړین دی ، خو دا هغه تشه ده چې ډکون ته یې ISI هیڅکله هم
طالبان نه پریږدي، څو د مقاومت سیاسی مشري د ISI له لاسه لاړه نشي. او ددې تشي له ډکون پرته هم د طالبانو بری ناممکنه دی ، مګر داچې مشر بادار یې د مستقیمو کابلی غلامانو پر ځای د خپل پنجابي غلام غلامانو ته د قدرت لیږد ومني!

[quote:7b394b96c4="khoshalkhan"]له ناندريو څخه څه نه جوړيږي !
ستراتيژيک تړون دشورايې نظار دغلو اودصليبي متحيدينويې يوګډعمل
دپښتون وژنې،سپکونې او رټنې لپاره جوړ شوی چې يولوبغاړی يې
راپوزي زوړدوښمن کرزی دی ٠ که دبهرنويو دمداخلې لپاره وي خو دکرزي
له څنګه فهيم ،عطااومحقق دايران استازي ناست دي !
دکرزي ارګ ته ايران پيسې ورکوي ، ټول تلويزونونه په ايراني لهجه خبرې
کوي، دايران کلتور په سرعت روان دی نونوره مداخله به څرنګه وي ![/quote:7b394b96c4]


Musaferjan
06.05.2012

[quote:26417eb3e9="پتوال"]
او مسافر خان بیا د همدغو خړو ضدملی صفونو په اړه تاسې ته توصیه کوي چې پتوال او قراني صیب بیا هغه وخت د همدې ضد ملي صفونو د مسولینو په توګه وټاکه ! وایی ډوله چیرې دې وهم چیرې غږیږې ؟
[/quote:26417eb3e9]
پتوال صيب: غټه اشتباه کردي، د مبارز صيب سره خو دا ګپ نه لرم، ځکه چې يو ډېر
جدي سړی دی، اما ستاسې په اړه مې ويلي وو، چې د ملي صفونو د الکترونيکي
دفاع سنګر وروسپاره۰پوهېږم چې ملت سره مينه لرې، خو اسلامي پاک مقاومت
سره لږ نه، ډېر زياتۍ کوې۰د قيامت ورځ دې پر وړاندې ده۰
http://www.youtube.com/watch?v=62_dQVUijcQ
http://www.youtube.com/watch?v=L-AIVrJfYlI&feature=relmfu
په درناوی


پتوال
06.05.2012

ښاغلی مسافر خان صاحب!

زه خو په ژوند کې له مشکلاتو څخه نه یم تښتېدلیدلی، مګر کله چې د پردیو له یوه لاسپوڅي رژیم سره مخامخ شم
نو په هره ممکنه لار به ترې ځان وباسم! دې ته له محض مشکل څخه تېښته نه وايي، بلکې د خپلې فکري عقیدې سره سم
پلان شوی ، یوځلیز لکه پېښوریا تدریجي لکه اروپا ته مهاجرت وايي
نو که ما دا دواړه کړي وي نو دا له مشکلاتو څخه تېښته ګڼل
بالکل نا سم دي .والسلام
[quote:8bd04daffb]خپلځانته دې کله سوچ کړی دی، چې
د لږې سختې په راتګ سره مو له صحنې 8000 کيلومټره منډه في ساعت ۱۰۰۰ کيلومټره سرعت کې ووهله۰
[/quote:8bd04daffb]


پتوال
06.05.2012

[color=blue:9b649d7429]مبارز قراني صاحب ته سلامونه او درناوی!

ټولې خبرې دې پرځای او در سره یې منم ، خو دا یوه دې نشو منلای :
استعفا !
تاسو خپلې لیکنې د ټول افغان د لیکونکو له پاره نه، بلکې د ټول افغان د لوستونکو له پاره کوئ او هغوی د فیسبوک په شمول
اوس نام خدا ښه ډیر دي او ټول ترې ګټه پورته کوي! دا خو تاسوته له هرچا ښه ترا معلومه ده چې تر هرې ایدیالوژۍ
حقیقت زیات اغیز په خلکو لری، نو بیا څه غم کوئ، ستاسې لیکنې د حقیقت په رسولو او تبلیغولو کې بې ساري دي، دغه دوه درې
د ګوتو په شمار که در سره مخالفت لري ، له مخالفت څخه يې لوستونکي ډیر عبرت اخلي او لږ پند، خو ستاسې د لیکنو په تړاو په سلګونو او زرګونو کسان درباندې د خدای رحمت وایی
او ملایکې به پری امین کوي! وايي ښه وکړه او په اوبو کې یې وغورځوه اوبه یې نه وړي، نو انسانان به یې ولې تلف کوي او پند به ترې نه اخلي؟؟؟

دالړۍ بهانده او سپانده وساتئ او له الهي اجرونو څخه یې برخمن پاتې شئ ! ومن الله التوفیق[/color:9b649d7429]


Musaferjan
06.05.2012

بې نياز څه خبر له نازه، چـــــــې ناز څه دی
[size=24:606991a375] [color=white:606991a375]ستا د سترګو بلا واخــــــــــلم ناز په ما کــــړه[/color:606991a375] [/size:606991a375]
مبارز قرآني صيب به خپله فيصله ضرور اخلي، په دې که چېرې په ټولو افغانانو کې
پتوال صيب يواځينی هغه کس وي، چې مبارز صيب سره مينه لري، ناز يې وړي،
نو د مينې په سلسله کې حبيب او محبوب يو بل لپاره وينه هم تويوي، پاتې ليکل۰ ولې سوچ کوم، چې له پتوال صيب پرته قرآني صيب ډېر نور مينه وال هم لري۰
په درناوی

[quote:606991a375="پتوال"][color=blue:606991a375]مبارز قراني صاحب ته سلامونه او درناوی!

ټولې خبرې دې پرځای او در سره یې منم ، خو دا یوه دې نشو منلای :
استعفا !
تاسو خپلې لیکنې د ټول افغان د لیکونکو له پاره نه، بلکې د ټول افغان د لوستونکو له پاره کوئ او هغوی د فیسبوک په شمول
اوس نام خدا ښه ډیر دي او ټول ترې ګټه پورته کوي! دا خو تاسوته له هرچا ښه ترا معلومه ده چې تر هرې ایدیالوژۍ
حقیقت زیات اغیز په خلکو لری، نو بیا څه غم کوئ، ستاسې لیکنې د حقیقت په رسولو او تبلیغولو کې بې ساري دي، دغه دوه درې
د ګوتو په شمار که در سره مخالفت لري ، له مخالفت څخه يې لوستونکي ډیر عبرت اخلي او لږ پند، خو ستاسې د لیکنو په تړاو په سلګونو او زرګونو کسان درباندې د خدای رحمت وایی
او ملایکې به پری امین کوي! وايي ښه وکړه او په اوبو کې یې وغورځوه اوبه یې نه وړي، نو انسانان به یې ولې تلف کوي او پند به ترې نه اخلي؟؟؟

دالړۍ بهانده او سپانده وساتئ او له الهي اجرونو څخه یې برخمن پاتې شئ ! ومن الله التوفیق[/color:606991a375]
[/quote:606991a375]


khoshalkhan
06.05.2012

[quote:42d7a85444]خوشاله ناندرۍ خو ته او ستا انډیوالان وهي، او که نه ددغو ناخوالو د غځولو له ....................[/quote:42d7a85444]

ماته، دازور اکوي چې حقيقت نه پېژنې ،نارې وهې خوعمل دې نشته ولې داسې
لېونتوب کوې!!!!!!!!!!!!!!!
زماملګري به ناندرۍ وهي خو پوچې کنځلې لکه ستاملګري نه کوي !
تاولې له دالاندې عمل ځخه ځان ګوښه او غوږونه دې کاڼه واچول ايادداسې خلکو
په خبرو څوک باورکولی شي !! خوسياسي ملګري به يې هم داعتبار وړنوي .
http://www.youtube.com/watch?v=h01C07qqvWo
.............
[quote:42d7a85444]اره چې ته ترې سر ټکوې په طالب له بري پرته جګړه تحمیلیږي ، او له بري پرته طالب جګړې له پاره ستراتیژیک تړون هم رامنځته شوی دی [/quote:42d7a85444].
دادې بل لېونتوب!
دپښتنو له کونې خوبه تروريستان نه پيداکېږي چې صليبي اشغالګر داسې
قراردادونه ددالرو په زورپرې امضاکوي ? دادطالب له شته والي سره
هيڅ ربط نلري ،پلمه يېغوښته او دخپلې قوي ميدياپه زريعه يې ستاغوندې
خلک يې هم خپل پلويان کړي دي !
د isi خبره خو هغه بله خواده !
دڅه دپاره داتړون ?? ولې حمله په پاکستان نکوي داخلک ،القاعده خو ټول هلته دي اوژونديې کاوو !! ولې زمونږخوارملت مادي اومعنوي دځان غلام ګرزوي ??

[quote:42d7a85444]ددې پر ضد یواځې ړنده وسله واله جګړه نه ، بلکې پراخه سوله ییز سیاسی مقاومت هم اړین دی[/quote:42d7a85444]
دا به څوک کوي په نس وږي پښتانه اوکه خرڅ شوي روڼ اندي يې !!

[quote:42d7a85444]، خو دا هغه تشه ده چې ډکون ته یې ISI هیڅکله هم
طالبان نه پریږدي، څو د مقاومت سیاسی مشري د ISI له لاسه لاړه نشي[/quote:42d7a85444].
دادې لوی تهمت دی !

[quote:42d7a85444]او ددې تشي له ډکون پرته هم د طالبانو بری ناممکنه دی [/quote:42d7a85444]
هوتاريخ مالومه کړې چې بېله خارجي مرستې يودازادي جريان هم ندی موفق شوی،که وي نوراپه ګوته يې کړه !!!!!!!!!!!

[quote:42d7a85444="khoshalkhan"]له ناندريو څخه څه نه جوړيږي !
ستراتيژيک تړون دشورايې نظار دغلو اودصليبي متحيدينويې يوګډعمل
دپښتون وژنې،سپکونې او رټنې لپاره جوړ شوی چې يولوبغاړی يې
راپوزي زوړدوښمن کرزی دی ٠ که دبهرنويو دمداخلې لپاره وي خو دکرزي
له څنګه فهيم ،عطااومحقق دايران استازي ناست دي !
دکرزي ارګ ته ايران پيسې ورکوي ، ټول تلويزونونه په ايراني لهجه خبرې
کوي، دايران کلتور په سرعت روان دی نونوره مداخله به څرنګه وي ![/quote:42d7a85444][/quote]


عادل عادل
07.05.2012

السلام علیکم

یار مې له نازه غصه وکړه په دې تمه چې زه
ناز به یې اخلم خو حالات یې نادیده ونیول

ښاغلی مبارز قراني صاحب!

تاسو ته خواست کوم چې په ښکلو، مثبتو، سازنده او سالمو لیکنو پیل وکړی، داسې لیکنې چې ګټه یې اسلام شموله او افغان شموله وي، نه دا چې مونږ لوستونکي او ګډونوال د جنوبي وال او مشرقي وال په تفکیک باندې پوه کړی،، ځکه چې دا به زمونږ لپاره پوهه نه بلکه بیماري وي چې له تاسو څخه مونږ ته سرایت کوي،،، مونږ ته ښایي چې په خپلو لیکنو سره یو تر بله د یو نیم جوړ فکري وقایه او د بیمارو هم فکري تداوي وکړو،،، نه دا چې په موجوده زخمونو کې ککړې ګوتې ووهو او یو بل په لوی لاس ځنکدن ته سم کړو،،،،

او که مو په فورمونو کې د مدیریت چوکی د لیکنو خنډ کیژي نو بیا له دې مدیریت څخه تېر شی او د لوستونکو په خاطر سرشاره لیکلو ته د خدای ج په توکل اړم شی.

که مو خدای مکړه خیال دا وي چې یوازې د واک/مدیریت په صورت کې لیکنې کول غواړی نو دا به بیا سرشارې نه بلکه سرسوارې لیکنې وي،،،

که نور نه وي نو د پتوال صاحب خاطر ومنی

ستاسو د بیا حضور په هیله
-----------------------------

راځم اصل مطلب ته

زما په نظر خو ستراتیژیک تړون د القاعدې د پیل شوي نړیوال جهاد په غبرګون کې امضا شو!! داسې ښکاري چې امریکا لا هم غواړي چې جګړه وغزیژي، نه پوهېژم د افغانانو تباهي غواړي او که د امریکا؟؟

د اسامه بن لادن له شهادت څخه پوره یو کال وروسته د اوباما په لاس یاد ناولي تړون لاسلیکول هسې تصادف نه بلکې بې شمېره پوښتنې راولاړوي؟؟

کرزی که په رښتیا هم لاسپوڅی نه وي، نو ایا دا سوال ورسره پیدا نشو چې د یاد بدمرغه تړون لاسلیک د اسامه بن لادن د شهادت له کلیزې سره څه تړاو لري؟

پداسې حال کې چې افغانان نه پخوا او نه هم اوس د افغانستان له جغرافیایي محدودې څخه بهر هیڅ چاته ګواښ ندي جوړ شوي، بلکه خپل حق او خپلواکي غواړي،،، او دا حقیقت د یرغلګرو په ګډون ټولو نړیوالو ته په دې تېرو لسو کلونو کې ښه ثابت هم شو،،،


پتوال
07.05.2012

یاره! یارانو ! زه څه خبر چې مبارز صیب په تاسو کې دومره زړه چولی چې له تش نوم څخه یې هم تښتئ او وطنونه پناه کوئ !
نو په استعفا به یې ضرور ګوړې ماتوئ او ایساکی اختر به پرې کوئ !
د پتنګ صرف یو عذر معقول دی ، خو زما هغه کنځل نه و تر سترګو شوي چې دلته یې ښودلي، که نو رڅه نه وای ړنګې کړې
خو به مې حتما وې، ولې د توفان اخراج ته یې فکر نه دی شوی چې د پتنګ په ضد يې د پوچو الفاظو له کبله کډه ور بار شوه!
د ړنګولو دنده د هر مسول په غاړه وه ، نو ځکه یې وطنمل پوښتنه نه کوله، متاسفانه چې یو مسول خپله دغه اړینه دنده هم
نه اجرا کوله. تر څو چې له همدې کبله ټولو مسولینو ته جبري رخصتي ورکړل شوه!
خوشال لیکی:
[quote:899fcc6b4c]دپښتنو له کونې خوبه تروريستان نه پيداکېږي چې صليبي اشغالګر داسې قراردادونه ددالرو په زورپرې امضاکوي ? دادطالب له شته والي سره هيڅ ربط نلري [/quote:899fcc6b4c]
که هدف یې په سیمه تسلط او افغانستان په زور سره په شتراتیژیکې دوستۍ کې ساتل هم دي، د زورچلونلو پلمه طالب او القاعدې
د سپتمبر په ۱۱ سره ورکړې وه ، اوس خو به د يې د ناوړو عواقبو له مخې طالبانو هم په دې منښته کړې وي
چې دغه ګوزار د ۲۱ پیړۍ سیاست نه ، بلکې د قبل المیلاد د دورې یوه خرګري وه ، که څنګه؟؟؟؟؟
که ته وایې چې
[quote:899fcc6b4c]ولې حمله په پاکستان نکوي داخلک ،القاعده خو ټول هلته دي اوژونديې کاوو !! [/quote:899fcc6b4c]
نو دا پوښتنه ته او طالبان ولې له پاکستان (ISI) څخه نه کوئ چې ګوزار تا او القاعدې وکړ او امریکا ته دې مونږ په خوله ورکړو ، ولې؟؟؟؟
او که طالب مشرتابه ویریږي چې و به وایی : آیا هغه وخت اسامه بن لادن او ترورستان یې ټول په افغانستان کې نه وو؟؟؟؟
په هر صورت ددې خبرط سپیناوی طالب مشران باید له خپل بادار
(ISI) سره یا کړي وي او یا یې ورسه وکړي، چې البته که کړي یې وي باید وړاندې یې کړي ، او که یط نه وي کړې نو دا ددې حقیقت یوبل ثبوت دی چې دوی د ISI حلقه به ګوش غلامان دي !
[quote:899fcc6b4c]دڅه دپاره داتړون ??[/quote:899fcc6b4c]
دا خو منې چې جګړه له اول څخه
په طالبانو تحمیل شوې و، طبعا هغسې جګړه چې طالبان یې و نه ګټي ، بلکې صرف وغځیږي څو په افغانستان او سیمه کې ددوی
شتون پرې وغځیږي او ددوی د وتلو په صورت کې افغانستان دې ته اړباسي چې د طالب د جګړو او ګاونډیانو د مداخلو له ویرې
ستراتیژيک تړون ورسره لاسلیک کاندي او د خپل جیو پولیتیک هدف ته د رسیدو له پاره پرې
دطالب مخه [color=red:899fcc6b4c]هم [/color:899fcc6b4c]ونیسي نو طالب په قصدي ډول هغه کارونه کوي چې ISI يې ترې غواړي
خو په غیر شعوري توګه هغه کارونه کوي چې CIA یې غواړي!
داچې طالبان د وسله والط تر څنګ سوله ییږه سیاسی مبارزه نه کوي یو مهم علت یې دادی چې ISI يې هیڅکله هم ورته
نه پریږدي، څو د مقاومت سیاسی مشري د ISI له لاسه لاړه نشي
. دا دلیل دې بې دلیله
[quote:899fcc6b4c]دادې لوی تهمت دی ! [/quote:899fcc6b4c]
ګڼلی (!!!!!!) ، دا ته په ISI تهمت ګڼې ؟؟؟؟ که په طالبانو ، او دلیل هم ورته نه لرې !
[quote:899fcc6b4c]هوتاريخ مالومه کړې چې بېله خارجي مرستې يودازادي جريان هم ندی موفق شوی،که وي نوراپه ګوته يې کړه !!!!!!!!!!! [/quote:899fcc6b4c]
دا ډول مرستې یا له لیرې هیوادونو څخه او یا له ګاونډیو دوستانو څخه اخیستل کیږي ، نه له تاریخي دوښمنانو لکه پاکوستان څخه !!!!!
او په سوله ییزو سیاسی پاڅونو کې د ولسو مرسته هم نه ده شوې لکه د هند په آزادۍ کې د ګاند ي په مشرۍ او د ایران په انقلاب کې د خمیني په مشرۍ !

په درنښت !


حمید هڅــاند
07.05.2012

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پتوال صیب لیکي:

مشروع یعنې د ۵۰ ٪ +۱ څخه تر ۱۰۰٪ پورې هیواد والو په آزادو انتخاباتو کې ټاکلی یا تایید کړی وي!

پتوال صیب وړاندي لیکي:

له امن څخه په شلمه او ۲۱ پیړۍ کې ولسواکي ده، دیکتاتوري پخپله ناامني ده نو مشروعیت هم نشي لرلی!

پتوال صیب په زړه پوري ټکي ته اشاره کړې ده؛ نن ورځ ولسواکي (democracy) د سیاستوالو او ټولیزو رسنیو خورا ګرم توری (buzz word) دی. نه غواړم دلته له پتوال صیب سره په دې اړه بحث وکړم خو دومره غواړم و لیکم چې ولسواکي، ټاکنې، مظاهرې، له لګښته ډکې ټاکنیزې منډې ترړې، پنځوس سلنه جمعه یوه او ورتې اصطلاح ګانې په ظاهر کې خورا زړه راښکونکې او پام اړونکې دي خو له بده مرغه د نړیوال زبېښاک او ښکیلاک د دام له ځواکمنو او غولونکو لومو څخه دي.
د تړون په اړه:
ــــــــــــــــــــــــــــ
دا تړون په ټوله مانا غیرقانوني او د نه منلو وړ دی. که مو په یاد وي د سولې مشورتي جرګه راوغوښتل شوه او دې ډلې غلامانو په هغو ورځو کې منښته وکړه چې ستراتیژیک تړون دي لاسلیک شي او داچې دا کار د دې خاورې په ګټه دي. دغو غلامو څېرو اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په شا اړولو سره ټول ملت ته دوکه ورکړه.
د هغې مشورتي جرګې په اړه درې پوښتنې لا اوس هم زما په مغزو کې پاتي دي:
۱) ایا په دې جرګې کې استازي د افغانانو رښتینې استازي ول؟؟
۲) ایا د دوي فیصلې افغانانو خپلې فیصلې بللې؟
۳) ایا د دوی فیصلو ته امریکایانو احترام درلود او ورته ژمن پاتي کېدای شول؟؟
ځواب نه نه او نه ؤ.
دا هغه کسان ول چې د فیل زړه یې لرلی هم کلیو او بانډو ته نه شوای تلل او نه اوس تللی شي؛ نو څنګه به زموږ رښتیني استازی ول؟
د دوی فیصلو ته زما په ګډون زما په شاوخوا ټولو هغو افغانانو چې ما پېژندل احترام نه درلود او نه یې د ځان بللې!
د امریکایانو ژمنتوب او احترام خو دغو فیصلو ته ټولو په سرسترګو ولید!!

او د دې جرګې په لومړۍ ورځ مې د حامد کرزي وینا هم په یاد ده. په یوه برخه کې یې دغه ښاغلې په مکاره لهجه وویل:
افغانستان د یوه ځنګله په څېر دی او افغانان د دغه ځنګله زمریان دي.
دغې جملې یې ډېری ساده زړي وغولول خو لومړي پوښتنه چې زما مغزو ته راغله او له درده مې وخندل دا وه چې که رښتیا افغانستان ځنګل او افغانان زمریان وي نو بیا ولي د دې ستراتېژیک تړون په مټ ځان له شاوخوا او ځنګله نه بهر ګرځیدونکو ګېدړو او شغالانو نه خوندي ساتي. زمری به څنګه له ګېدړه ډارېږي؟؟؟
او اوس........
همدغه مکار ولسمشر له اوباما سره دا تړون لاسلکیک کړ او په راتلونکې دویمه ورځ یې ډرامه بیا ګرمه کړه:::

کرزي په اوونیزه وینا کې وویل چې د امریکا ځیني سناتوران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او داچې موږ دې کار ته اجازه نه شو ورکولی!!
زه دې ته حیران یم چې موږ ساده ګان یو او که کرزی ساده دی چې په موږ یې د ساده ګانو ګمان کړی دی!!! ایا په دغې یوې مکارې خبرې ده دې ټول ملت ته دومره په اسانۍ باور ورکولی شوی چې موږ لا هم خپلواک او د خپلې خبرې یو!!! اوس هم کرزی د خپلې خبرې دی!!!

درنښت


پتوال
07.05.2012

هڅاند صیب په حقه وایی چې
[quote:f3c85c5ab5]غواړم و لیکم چې ولسواکي، ټاکنې، مظاهرې، له لګښته ډکې ټاکنیزې منډې ترړې، پنځوس سلنه جمعه یوه او ورتې اصطلاح ګانې په ظاهر کې خورا زړه راښکونکې او پام اړونکې دي خو له بده مرغه د نړیوال زبېښاک او ښکیلاک د دام له ځواکمنو او غولونکو لومو څخه دي[/quote:f3c85c5ab5].
له دې کبله مونږ غربی او د غربیانو د تسلط لاندې دموکراسي نه غواړو ، بلکې خپله ملی اسلامي ولسواکي د آزادۍ او استقلال سره غواړو ، فکر کوم تاسو به هم دغسې ولسواکي تاییدوئ!
د تړون په اړه مو هم نظرونه سره ډیر نږدې دي!
والسلام


سلامونه

tandar
07.05.2012

سلامونه اوعذتونه هريوه ته لکه غرونه
زه يواځي دټوکو په خونه کي نه يم زه ستاسو ټولو ليکني لکه مفتش دښونځي لولم او ارزيابي کومه ې چه چا څه ليکلي او څه نظر لري؟
خو پس له ارزيابي نه دټولو نظر يو دي خو په مختلفو کلمو سره
دټولو نظر دادي
ا، استقلال او تماميت ارضي غواړو
٢،د افغانانو دکلتور سره سمه ازادي او ديموکراسي غواړو
٣، هيڅ خارجي دولت ته حتي تر همسايه ګانو پوري اجازه نه ورکوو چه زمونږ په کورنيو چارو کي لاس ووهي
٤، دا خاوره دامريکايانو او غربيانو داډو ځاي نه و او نه دي بايد داخاوره ژر تر ژره خوشي کړي
٥،مونږ دلته نه د kgb نه isi او نه cai او نه خوميني لاس وهنه غواړو ،
دافغانانو دازادي ،ناموس او ميلمه پالني صفت ټول جهان ته معلوم دي ،ددغو صفاتو په احترام سره حتي افريقايان هم ښه راغلي دي ،داشغال په صورت سره به انشاالله په خوله سوک وخوري لکه هره ورځ ې چه خوري
٦، ګرزي اصلا دملت نماينده ګي نشي کولي ،دي په خپله دcai يو اګينټ دي نو دده امضاګاني او تړونونه هم افغان اولس ته کوم اعطبار نه لري
٧، که کرزي افغان او واقعادملت مشر وي ؟ يو ه ورځ خو دي په ازاده توګه په غير له اشغالګرو دملت په مينځ کي دي ور ګډ شي؟
٨، پس څه بايد وشي چه دا بدبخته ملت نن له دغو بدختيو خلاص شي ؟
٩،که دملت نماينده ګانو دکرزي لاس ليک هم تائيد کړو پس دوي هم خرڅ شوي انسانان دي تري توقع په کار نه ده
دحل لاره ې ځه ده؟
زما په نظر يوالي او يو مردمي ملي قيام بله چاره نه شته ،نن فرد فرد ته قرباني په خپلي خاوري او ملي ناموس په کار ده چه ې ورکړي
داشغالګرو او وطنفروشانو په سر تندر


پتوال
07.05.2012

- د هیواد دیني عالمان مخته کول ، ملي شخصیتونه په دویم او ولسواکان په دریم صف کې سره مخې کول !

- د هیواد د آزادۍ او ملی ناموس ددفاع له پاره سوله ییزې مبارزې او سوله ییز مقاومت کمټې جوړول

- په هر بهرني هیواد په مرکز کې د جوړو شویو کمیټو یو رهبری کونکی مرکز جوړول

- د هیواد په هر ولایت او ولسوالیو کې هم د سوله ییز مقاومت ولایتي کمېټې او سیمیزې جرګه ګۍ رامنځته کول !

- په بهرنیو هیوادونو کې له کیڼ لاسه ګوندونو سره خبرې کول او د افغانستان د سوله ییز او وسله وال مقاومت سره
ترې سیاسی ملاتړ او په رسمیت پېژندنه غوښتل!

- پراخې غونډې او لاریونونه اړتالونه په داخل او خارج کې تر سره کول او غڅول يې!

تندر صیب څه ښه لیکلي :
[quote:c24412ef2d]دټولو نظر دادي
ا، استقلال او تماميت ارضي غواړو
٢،د افغانانو دکلتور سره سمه ازادي او ديموکراسي غواړو
٣، هيڅ خارجي دولت ته حتي تر همسايه ګانو پوري اجازه نه ورکوو چه زمونږ په کورنيو چارو کي لاس ووهي
٤، دا خاوره دامريکايانو او غربيانو داډو ځاي نه و او نه دي بايد داخاوره ژر تر ژره خوشي کړي
٥،مونږ دلته نه د kgb نه isi او نه cai او نه خوميني لاس وهنه غواړو ،
دافغانانو دازادي ،ناموس او ميلمه پالني صفت ټول جهان ته معلوم دي ،ددغو صفاتو په احترام سره حتي افريقايان هم ښه راغلي دي ،داشغال په صورت سره به انشاالله په خوله سوک وخوري لکه هره ورځ ې چه خوري
٦، ګرزي اصلا دملت نماينده ګي نشي کولي ،دي په خپله دcai يو اګينټ دي نو دده امضاګاني او تړونونه هم افغان اولس ته کوم اعطبار نه لري
٧، که کرزي افغان او واقعادملت مشر وي ؟ يو ه ورځ خو دي په ازاده توګه په غير له اشغالګرو دملت په مينځ کي دي ور ګډ شي؟
٨، پس څه بايد وشي چه دا بدبخته ملت نن له دغو بدختيو خلاص شي ؟
٩،که دملت نماينده ګانو دکرزي لاس ليک هم تائيد کړو پس دوي هم خرڅ شوي انسانان دي تري توقع په کار نه ده
دحل لاره ې ځه ده؟
زما په نظر يوالي او يو مردمي ملي قيام بله چاره نه شته ،نن فرد فرد ته قرباني په خپلي خاوري او ملي ناموس په کار ده چه ې ورکړي
داشغالګرو او وطنفروشانو په سر تندر[/quote:c24412ef2d]


Musaferjan
07.05.2012

داسې ښې ښې خبرې کوه، په مقاومت پسې تبليغات مه کوه۰
مقاومت ته که چېرې د مسلح جنګ تر څنګ د سولييزې مبارزې مشوره هم ورکوې،
او په واضحو ټکو ورته د تطبيق وړ ميکانېزم په مخ کې ږدې؛ نو هم بده خبره نه ده... خو تبليغات دې نور په خدای که رنګ راوړي۰

[quote:4d509556c1="پتوال"]- د هیواد دیني عالمان مخته کول ، ملي شخصیتونه په دویم او ولسواکان په دریم صف کې سره مخې کول !
[/quote:4d509556c1]
دغه تقسيم دې ګونګ دی۰

په درناوی

[quote:4d509556c1="پتوال"]- د هیواد دیني عالمان مخته کول ، ملي شخصیتونه په دویم او ولسواکان په دریم صف کې سره مخې کول !

- د هیواد د آزادۍ او ملی ناموس ددفاع له پاره سوله ییزې مبارزې او سوله ییز مقاومت کمټې جوړول

- په هر بهرني هیواد په مرکز کې د جوړو شویو کمیټو یو رهبری کونکی مرکز جوړول

- د هیواد په هر ولایت او ولسوالیو کې هم د سوله ییز مقاومت ولایتي کمېټې او سیمیزې جرګه ګۍ رامنځته کول !

- په بهرنیو هیوادونو کې له کیڼ لاسه ګوندونو سره خبرې کول او د افغانستان د سوله ییز او وسله وال مقاومت سره
ترې سیاسی ملاتړ او په رسمیت پېژندنه غوښتل!

- پراخې غونډې او لاریونونه اړتالونه په داخل او خارج کې تر سره کول او غڅول يې!

تندر صیب څه ښه لیکلي :
[quote:4d509556c1]دټولو نظر دادي
ا، استقلال او تماميت ارضي غواړو
٢،د افغانانو دکلتور سره سمه ازادي او ديموکراسي غواړو
٣، هيڅ خارجي دولت ته حتي تر همسايه ګانو پوري اجازه نه ورکوو چه زمونږ په کورنيو چارو کي لاس ووهي
٤، دا خاوره دامريکايانو او غربيانو داډو ځاي نه و او نه دي بايد داخاوره ژر تر ژره خوشي کړي
٥،مونږ دلته نه د kgb نه isi او نه cai او نه خوميني لاس وهنه غواړو ،
دافغانانو دازادي ،ناموس او ميلمه پالني صفت ټول جهان ته معلوم دي ،ددغو صفاتو په احترام سره حتي افريقايان هم ښه راغلي دي ،داشغال په صورت سره به انشاالله په خوله سوک وخوري لکه هره ورځ ې چه خوري
٦، ګرزي اصلا دملت نماينده ګي نشي کولي ،دي په خپله دcai يو اګينټ دي نو دده امضاګاني او تړونونه هم افغان اولس ته کوم اعطبار نه لري
٧، که کرزي افغان او واقعادملت مشر وي ؟ يو ه ورځ خو دي په ازاده توګه په غير له اشغالګرو دملت په مينځ کي دي ور ګډ شي؟
٨، پس څه بايد وشي چه دا بدبخته ملت نن له دغو بدختيو خلاص شي ؟
٩،که دملت نماينده ګانو دکرزي لاس ليک هم تائيد کړو پس دوي هم خرڅ شوي انسانان دي تري توقع په کار نه ده
دحل لاره ې ځه ده؟
زما په نظر يوالي او يو مردمي ملي قيام بله چاره نه شته ،نن فرد فرد ته قرباني په خپلي خاوري او ملي ناموس په کار ده چه ې ورکړي
داشغالګرو او وطنفروشانو په سر تندر[/quote:4d509556c1][/quote:4d509556c1]


حمید هڅــاند
08.05.2012

پتوال صیب لیکي:
[quote:c6e9a921b2]بلکې خپله ملی اسلامي ولسواکي د آزادۍ او استقلال سره غواړو[/quote:c6e9a921b2]
فرض کړئ چې افغانستان کې حالات داسي راځي چې موږ خپلې خوښې ته پرېښول کېږو چې څنګه یې غواړو هغسې یې وډنګوو. نو د ولسواکي او دیموکراسي لاره تلونکي او ډېری زده کړي کسان به د ټاکنو غوښتنه کوي او په اصطلاح زموږ ملي ولسواکي ته به لاره هواره کېږي. خو دا لاندې ښکارندې باید له پامه ونه غورځولې شي:
۱) امریکایانو په اوسني حکومت کې ښکیل کسان په دومره فساد اخته کړل چې اوس ورته ملي ارزښتونه هیڅ ارزښت هم نه لري؛
۲) اولس تر ډېره نالوستی دی؛
۳) پرګنپالنه، ژبپالنه او سمت پالنه خورا په درز کې روانه ده؛
۳) څنګلوري هیوادونه په ډاډه زړه خپل شوم اهداف په مخ وړي؛
۴) ټولیزې ټاکنې به لوی کچ کې کېږي یانې scale یې لوی دی. د دغه لویوالي او زموږ کمزورۍ دې ته لاره هواروي چې درغلۍ رامینځته شي.
او نور...

حقایقو ته په پام سره، زما په اند، د افغانستان حالات د دې غوښتنه نه کوي چې دومره چړپېدونکې کاسه دي په لاس کې ونیوله شي. پرځای یې د پوهو، په اسلام مینو، هیواد مینو او نیکو کسانو یوه شورا جوړه شي چې په پوره تدبیر سره هرڅه په سمه توګه په سم لوري برابر کړي.....دا چې دا شورا دي څنګه جوړه شي او په څه ډول، هغه بیلي خبرې دي؛ خو دداسي یو کار کول به ترډېره له تدبیره ډک وي، وخت به کم و نیسي او لګښت به یې زغمونکی وي.

درنښت


عادل عادل
08.05.2012

السلام علیکم

[quote:8e6fc4dcb9]مشروع یعنې د ۵۰ ٪ +۱ څخه تر ۱۰۰٪ پورې [/quote:8e6fc4dcb9]

ګران ورور هڅاند صیب خوښ یم چې لیکنې مو لولم،

د ښاغلي پتوال صاحب دا پورته فرموده بابېځه تېرول به ښایي دوی په خپل اند کې نور هم باوري کړي،،

زما وړاندیز دادی چې دلته مشروع توری مه کاروی، ددې پر ځای ولیکی چې ګټونکي = 50٪ + 1

دیموکراسي د ابوجهل په وخت کې هم موجوده وه، مشرکینو به رسول الله صلی الله علیه و سلم ته همدا وړاندیزونه کول چې اې محمده، یو کال ته حکومت کوه او یو کال به یې مونږ کوو!!

دیموکراسي بېل او مجزا دین دی، د اسلام ځای نیسي خو ورسره ګډیژي نه!

که مونږ ته د مشروعیت معیار 50+1 وي نو مانا دا چې دا اصل مو ومانه چې که په 50-1 کې راغلو نو د 50+1 د شوق سره سم به غاړه وړوو !! په داسې مواردو کې سړی له ایمان څخه سم دم خلاصیژي!! ولو که 50+1 او 50-1 دواړه د شریعت د تطبیق ټټر هم ووهي،،،، والله اعلم

په ورته نازکو مسایلو کې زمونږ د عزتمندو دینپوهانو مسوولیت دی چې په دې اړه لازم توضیحات وړاندې کړي،،،


Musaferjan
08.05.2012

هڅاند صيب:
متأسفانه چې پتوال صيب پرته له هغه نظامه چې هغه يې پورته شکل وړاندې کړی )50+1(، بل هر نظام ته نامشروع او ديکتاتوري نظام وايي۰
د افغانستان ټولنيز حالت، قبيلوي جوړښت، د خلکو سواد، د وطن فرض استقلال،
د ولس آزادي، دا يو هم مد نظر نه نيسي، دغه ښاغلی دې لرې نه ځي، تېرو سلو
کلونو کې چې هر کله چې له تلوار څخه کار اخيستل شوی؛ او ياد شوي څيزونه مد
نظر نه وي نيول شوي؛ نو پايلې يې ناسمې ختلي۰ د امريکا او پتوال صيب شنډه
ديموکراسي خدای خبر که په افغانستان کې بچي وځېږوي۰
په درناوی

[quote:e34fd5173b="حمید هڅــاند"]پتوال صیب لیکي:
[quote:e34fd5173b]بلکې خپله ملی اسلامي ولسواکي د آزادۍ او استقلال سره غواړو[/quote:e34fd5173b]
فرض کړئ چې افغانستان کې حالات داسي راځي چې موږ خپلې خوښې ته پرېښول کېږو چې څنګه یې غواړو هغسې یې وډنګوو. نو د ولسواکي او دیموکراسي لاره تلونکي او ډېری زده کړي کسان به د ټاکنو غوښتنه کوي او په اصطلاح زموږ ملي ولسواکي ته به لاره هواره کېږي. خو دا لاندې ښکارندې باید له پامه ونه غورځولې شي:
۱) امریکایانو په اوسني حکومت کې ښکیل کسان په دومره فساد اخته کړل چې اوس ورته ملي ارزښتونه هیڅ ارزښت هم نه لري؛
۲) اولس تر ډېره نالوستی دی؛
۳) پرګنپالنه، ژبپالنه او سمت پالنه خورا په درز کې روانه ده؛
۳) څنګلوري هیوادونه په ډاډه زړه خپل شوم اهداف په مخ وړي؛
۴) ټولیزې ټاکنې به لوی کچ کې کېږي یانې scale یې لوی دی. د دغه لویوالي او زموږ کمزورۍ دې ته لاره هواروي چې درغلۍ رامینځته شي.
او نور...

حقایقو ته په پام سره، زما په اند، د افغانستان حالات د دې غوښتنه نه کوي چې دومره چړپېدونکې کاسه دي په لاس کې ونیوله شي. پرځای یې د پوهو، په اسلام مینو، هیواد مینو او نیکو کسانو یوه شورا جوړه شي چې په پوره تدبیر سره هرڅه په سمه توګه په سم لوري برابر کړي.....دا چې دا شورا دي څنګه جوړه شي او په څه ډول، هغه بیلي خبرې دي؛ خو دداسي یو کار کول به ترډېره له تدبیره ډک وي، وخت به کم و نیسي او لګښت به یې زغمونکی وي.

درنښت[/quote:e34fd5173b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more