د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نوروز خان
12.03.2011

السلام علیکم
[quote:0241e88788]
عادل صيب په ويډيو کې خو هيڅ د وژلو کومه نښه نه وه[/quote:0241e88788]

وایي کوم چالاکه سړي له افغانستان نه هند ته کورت وړي وه ، هلته یې لږ مات مات کړي وه ، او دسرک په غاړه یې د کومې مفیدې دوا په نامه خرڅول او ډیر زیات تعریفونه یې کول ، په دې کې یو افغان پرې ورپیښ شوی وه ، کله یې چې څکلي وه ، نو دغه چالاکه ته یې سترګې مخامخ کړې وې او ورته ویلي وه ، چې دروغ ولې وایې چې داداسې دوا ده ،دا خوکورت دي ، له کورت خرڅوونکي چې ځواب ورک شوی وه ، نوپه جنجال یې په دې سړي ورخیز وهلي وه ، چې [color=darkred:0241e88788]په قرآن که یې راچه کورت کړې !![/color:0241e88788]نو لاروی صیب هم چې په دې بحث کې دیوال ته ورسیده خود به دانکار په غونډۍ کیني او وایي چې زه خویې په خدای کې وینم :lol:


larghonay laraway
12.03.2011

السلام عليکم!
نوروز صيب تاسو زما له ليکنې څخه يوازې همغه جمله را اخيستې چې غواړئ خپله ادعا قوي کړئ خو ما په همدې بحث کې څو ځله دوه تحليله ليکلي دي:
لومړی خو دا چې طالبانو خپل امام کرنيل نه دی وژلی بلکې د زړه سکته يې کړې
دويم : که چېرته يې وژلی وي نو اکثره وخت جواسيس همداسې وژل کېږي ځکه چې اړوندې ادارې وېرېږي چې ګډې وډې ونه وايي او د دوی رازونه ونه سپړي. که فکر دې وي ځينې کسان چې زاړه شي هرهرڅه وايي او مونږ او تاسو پښتانه ورته (کوټه) هم وايو.
د ويډيو په هکله به دومره ووايم چې دغه ډول ويډيوګانې مصنوعي هم جوړيدی شي ځکه کرنيل امام له ډز سره سم پرېووت خو نه د وينې درک ؤ او نه د خينجتو!
او له دې هر څه چې تېر شو نو نوروز صيب ټوکه دې ډېره نوې او ظريفه وه
مننه
ستاسو لاروی


عادل عادل
12.03.2011

السلام علیکم

لاروی صاحب تاسو چې کورتو ته ظریف وایی نو ظریف څیزونه خو اصلا خدای خبر که د ذره بین په زور هم حس یا ووینی :wink:

ستاسو د خبرې په ارتباط ویلی شم چې د تېر جهاد په مهال د یوه قاتل د قصاص د تنفیذ په صحنه کې چې زما په ګډون په سلهاوو ولسي خلک حاضر وو، ننداره کوله، قاتل چې د مقتول د ورثه له خوا د شا له لوري په ګولیو وویشتل شو، د پروت په توګه په مخ نه بلکه پر شا پرېوت، هیڅ ډول حرکت او یا غږ ترې ظاهر نشو، چې کله نږدې ورغلو د ګولیو په سبب یې شلیدلي زخمونه تک سپین تښي وو او هيڅ وینه پکې نه ښکارېده، .... الله دې یې په خپل فضل سره وبښي.

کرنیل امام هم داسې درواخله ....


larghonay laraway
13.03.2011

سلام!
عادل صيب کورت به ظريف نه وي خو ټوکه ظريفه وه او په ښه انداز کې ليکل شوې وه چې بايد ترې زده يې کړو!
پاتې شوه د کرنيل امام خبر نو زما خو همدا دوه تحليله وو او په دې اړه نور څه نه لرم خو که تاسو ته کره معلومه وي چې کرنيل امام د طالبانو ټريننګ او نويو دستورونو ته نه ؤ ورغلی او رښتيا هم اختطاف او وژل شوی دی نو کاشکې دا هم وليکئ چې د طالبانو له خپل امام کرنيل سره په څه خبره اختلاف راغی؟
ځکه چې تاسو خو ورسره نږدې اړيکې لرئ او د راز او نياز خلک يې يئ هسې نه چې بيا څوک پر طالبانو د بې وفايئ ټاپه ولګوي.
مننه
لرغونی لاروی


نوروز خان
13.03.2011

السلام علیکم
لاروی صیب نور یې نو باید ومنې ،
که په خپله حافظه دې باور نه وي ، نو ریورس ولګوه او خپله داخبره دې یوځل بیا ولوله چې [quote:abd1c5afbd]
قريش خانه زه بيا هم وايم چې کرنيل امام وژل شوی نه دی بلکې مړ شوی دی او ملاعمر به تر هر چا ډېر پرې خپه وي ځکه چې روزونکی او جوړوونکی يې ؤ![/quote:abd1c5afbd]
او ستادپوښتنې په ځواب کې هم خپل وړاندینی وضاحت راغبرګوم
[quote:abd1c5afbd]

کرنېل امام دپاکستان داستخباراتو دهغو لاپواوسپین سترګو افسرانو له جملې نه وه ، چې دافغانستان دتیر سپيڅلي جهاد دبې بها افغانی قربانیو له ویاړونو یې په ډیره نامردۍ غلا کوله او دافغانانو په وینو ګټل شوی جهاد یې ځان ته منسوباوه ، نوموړي دپخواني جهاد له یوشمیر بې ضمیره قومندانانو سره نږدې یارانې درلودې چې په دې جمله کې دتورن اسماعیل خان هم ټینګ آشنا وه ، دهمدې یارانې له برکته کرنېل امام په ۱۳۷۳ کال کې په هرات کې دپاکستان په کونسلګرۍ وټاکل شو .
کرنېل په وروستیو کې دیوه بل متقاعد نصیرالله بابر غوندې په دې روږدی وه ، چې دنړۍ له خوا دطالبانو داستادۍ وړیاور له غاړې شوې ویاړونه په ګومه کې هضم کړي ، او خپل شهرت طلب هوس پرې سوړ کړي ، نوموړي له همدې امله په بیا بیا ویل چې طالبان له امریکایانو سره خبرو ته کینولی شي داکولای شي او ها کولای شي ، خوخدای ته دامنظوره وه چې دادروغجن لاپو دین په دنیا خلکو ته وشرموي .
نوموړی یې دخپل یوه بل ورته ملګري سره یوځای دطالبانو ترپنجې ورساوه ، او بالاخره دادی دطالب دچړې دتېرو په څکلو سره ورمعلومه شوه ، چې دطالب په سر دسودا او داستادۍ بې ځایه غورځې اولاپې کومه بیه لري .
کرنېل دده دپخواني ملګري غوندې دوزیرستان په میرعلي کې دهغو وزیرو طالبانو لخوا په مرګ وسپارل شو ، چې دملاصیب ترقومنده لاندې په میاشتو میاشتو په افغانستان کې نوبتونه تیروي
[/quote:abd1c5afbd]
په درسته مینه


larghonay laraway
15.03.2011

سلامونه!
نوروز صيب تاسو زما له ليکنې يوازې يوه جمله راخيستې ده! که تکليف نه وي درته نو په همدې بحث کې زما ګڼې ليکنې وې چې ما په تکرار تکرار سره ويلي چې د ميډيا په حواله په کرنيل امام د زړه سکته راغلې او مړ شوی دی خو دا چې ځينې وايي وژل شوی نو د جواسيسو مړينه په همداسې بده او مرموزه توګه وي.
ولې راځه اوس په همدې ارتباط ووايه چې طالبانو ولې خپل امام کرنيل وواژه ، په څه يې ورسره اختلافات راغلي وو، ځکه چې د دوی خو ډېرې ژورې اړيکې وې!


ډاکټر څپاند
15.03.2011

که کرنېل پخپل مرګ مردار شوې وي،الله ج دې ونه بښي٠
که دې کوزې پښتونخوا طالبانو مردار کړی وي،لوی خدای ج دې هغو ته توفيق
ورکړي چې دې لړئ ته دوام ورکړي٠

خوکه دې ملا عمر طالبانو وژلی وي نو دې جاسوس مړينه ،واقعا همداسې کېدی شي٠


م افغان
15.03.2011

[quote:291d149e1b="subat sabit"]
‎که کرنېل پخپل مرګ مردار شوې وي،الله ج دې ونه بښي٠
که دې کوزې پښتونخوا طالبانو مردار کړی وي،لوی خدای ج دې هغو ته توفيق
ورکړي چې دې لړئ ته دوام ورکړي٠‎‏‎

خوکه دې ملا عمر طالبانو وژلی وي نو دې جاسوس مړينه ،واقعا همداسې کېدی شي٠[/quote:291d149e1b]‎‏
سوبات صیب د وزیرستان مجاهدینو مردار کړ.
اوس پکې څه وایې؟


نوروز خان
15.03.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لاروي صیب داهم غنیمت ده چې اوس مو ومنله چې طالبانو وژلی .
ستاسو دپوښتنې په ځواب کې باید څرګنده کړم ، چې دکرنېل دوژلو بشپړه ویډیو دلته نه ده راوړل شوې ، بلکې دلته یوازې دویشتلو صحنه وړاندې شوې ده ، دکرنېل د وژلو بشپړه ویډیو چې ښایي په یوټیوب کې هم وموندل شي ، ما له خپل یوه ملګري سره په کمپیوتر کې ولیدله ، هلته لومړی دوزیرستان دطالبانو ځایي مشر حکیم الله مسود تقریر کوي ، او دکرنېل جنایات یو یو شماري ، په دې لړ کې نوموړی دپاکستان داستخباراتي منافقینو له جملې بولي ، چې په ظاهره یې په مطبوعاتو کې دطالبانو او افغان جهاد دپلوۍ ادعاګانې کولې ، خو دپردې ترشاه یې په افغانستان دامریکا دبرید په مهال امریکایانو ته کوردینات ورکول ، دغه راز حکیم الله مسود کرنېل امام او او دده زوی کرنېل نعمان چې دنوموړي په وینا په ټل کې دپاکستان دپوځي چاوڼۍ مشر وه ، په دې مجرم بولي چې په کورمه کې یې له امریکایي یرغل څخه راتښتیدلي ، عرب او افغان مجاهدین نیولي او في نفر یې په څلور زره ډالره په امریکایانو خرڅ کړي دي ، زما په ګومان خو دحکیم الله دا خبرې خورا مهمې دی چې دکرنېل دکړنو په اړه تازه انکشافات رابرسیره کوي ، زه خو خپله په یوټیوب کې خورا نابلده یم او ډیره علاقه مې ورسره نشته ، او نه مې دنټ پیاوړتیا دا ایجابوي چې یوټیوب وګورم ، په دې برخه کې دفورم دویډیوګانو دراپیداکولو دبرخې له متخصص ښاغلي شهیر نه هیله ده چې دکرنېل داعدام بشپړه ویډیو درته راپیدا کړي ترڅو مو سبڼه پرې وشي .
په درنښت


larghonay laraway
15.03.2011

سلام!
نوروز صيب زه سل په سلو کې دا نه شم منلی چې طالبانو دې د دوی خپل امام کرنيل وژلی وي ځکه چې ميډيا وويل د زړه سکته يې کړې او طالبانو ويډيو راوويسته نو دا دواړه زما فرضيې دي چې که طالبانو وژلی وي نو خامخا به يې تر منځ اختلافات پيدا شوې وي ځکه چې د طالبانو او د ISI په ځانګړې توګه کرنيل امام نږدې اړيکې له هيچا هم پټې نه دي!
بله دا چې داسې فرض کړئ چې طالبانو کرنيل امام وواژه نو تاسو بايد زما په څېر يوټيوب ته په تمه نه شئ ځکه چې په اوسني تخنيک کې خو مصنوعي قتلونه او فلمونه هم جوړیدلی شي. تاسو بايد دقيق معلومات ورکړئ چې د طالبانو او د کرنيل امام اختلافات څه وو. ځکه چې تاسو د طالبانو کلکه دفاع کوئ او حتی له هرڅه يې ځان خبر بولئ نو تاسو ولې يوټيوب ته په تمه يئ؟
هيله ده چې کره معلومات وړاندې کړئ
په همدې هيله
لرغونی لاروی


نوروز خان
15.03.2011

السلام علیکم
لاروی صیب زما دښکاره او رسا خبرو په اړه عارفانه تجاهل ، ځان غولونه ، او نور غولونه دې کټ مټ دکوچنیانو هغه تعامل ته پاته کیږي چې یو ورته ښکنځل وکړي ،خوچې کله مقابل پرې رابرګ شي ، ښکنځل کوونکی وایي ، څه ،تاته خو نه وایم دغه دیوال ته وایم .
زما وړاندینی وضاحت ټول دخرنېل د قتل عوامل او لوامل ( جمع دلامل ) وه ، چې دحکیم الله له خولې مې درته رانقل کړل ،نور ته وایي له طالبانو سره یې څه اختلافات راغلي وه چې ویې واژه ؟ وروره اختلاف دایتلاف فرعه ده ، دلته ایتلاف نه وه ، نو اختلاف ته به څه ځای پاته شي .
(کرلي یې وه ویې ریبدل )
نور که دبحث چینجی درکې ګرځي کومه بله سکالو غوره کړه داپه اضافه دودولو نه ارزي
خفه نه شې :lol:


larghonay laraway
16.03.2011

ګوره نوروز خانه!
کاشکې دې سپکه خوله نه وای ښورولې ځکه چې زه يې ځواب نه شم درکولی!
پاتې شوه د بحث خبره. وروره تاسو ځان د طالبانو استازی او مدافع وکيل ګڼئ نو ځکه همدا نوې سکالو له تاسو سره شريکوم او غواړم په خپله يې روښانه کړئ چې د طالبانو او د دوی د امام کرنيل تر منځ په څه شي اختلافات راغلل چې د مړينې لامل شوه.
بله دا چې تاسو د ائتلاف او اختلاف خبره کړې نو زما په نظر اصل عارفانه تجاهل خو همدا دی چې د کرنيل امام او طالبانو په اړيکو او ائتلاف سترګې پټې شي.
د حکيم الله خبرې ما نه دي اوريدلي او تاسو هم نه دي ليکلي بلکې یوازې اشاره مو ورته کړې ده . زه يوټيوب نشم کتلی او غواړم له همغه چانه يې واورم چې د طالبانو ملاتړ او استازيتوب کوي!
راځه په همدې نوې سکالو سره وغږېږو چې د طالبانو او کرنيل تر منځ اختلافات په څه شي راغلل چې د مړينې سبب شول؟
مننه


نوروز خان
16.03.2011

لاروي صیب ستا دهمدې خبرو ځواب خو مې یوځل په پښتو کې درته ولیکه او بل ژبه زما نه ده زده ، چې زما په خبره نه پوهیږې چاره ته راوښیه


Re: کرنل امام....

قادر خان
16.03.2011

[quote:4dfe03bae2="چپرهاری"]السلام علیکم ورحمةالله !
ډیرښه وشو چي دا اسلام دښمنه شیعة کافر خو مردار شو الله جل جلاله دي نه بښي او دبښني هم نه وو .[/quote:4dfe03bae2]

ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم،

چپرهاری صیب ته څه غواړی چی ووایی؟
آیا ته دا وایی چی زمونږ د امیرالمومنین لارښود یوه شیعه وو؟
زما هدف دغه سړی ندی، خو زما اصلی مقصد د مسلمانانو ترمینځ نفاق اچول دی.
آیا ته هم د اسلام د قسم خوړلی دښمنان په شان ددوی پلانونه ته عملی کول غواړی؟
دا یو واضحه خبره ده چی زمونږ سپیڅلی دین (اسلام) ډښمنان ډیر دغسی فعالیتونه کړیدی او اوس هم کوی.
د قرآن پاک او زمونږ د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د ارشاداتو په رڼا مونږ د یو مسلمان په صفت باید چی د مسلمانانو تر مینځ یو والی او ورورګلوی راوړو، نه دا چی خدای مکړه اسلام ته نور هم ضعیف او بد نام کړو.
په نړی کی ډیر خلک دی چی ددوی اصلی مقصد او یا وظیفه یی دا دی چی زمونږ مقدس دین په خلاف ولیکی او یا خبری وکړی. زما هیله دا دی چی مونږ افغانان په دغه راځ شیطانی اعمالو سره خپل ایمان تباه نکړو.

و السلام،
قادر خان


chaparharay
17.03.2011

دی ځای نه می ړنګه او د ناندرو فورم ته می کاپی کړه.
چپرهاری


نادر
17.03.2011

[quote:0879cf0484]چې د طالبانو او د کرنيل امام اختلافات څه وو. [/quote:0879cf0484]
هر څوک چې د امریکا ملاتړ کوي طالبان یې سر داسې ورپرې کوي لکه د یو امریکايي سر چې ورپرې کوي، افغان وي که پنجابي وي که امریکايي وي او که هرڅوک وي......
اوس څه وایې؟؟؟


قادر خان
18.03.2011

[quote:c0d75d1b6d="nadir"][quote:c0d75d1b6d]چې د طالبانو او د کرنيل امام اختلافات څه وو. [/quote:c0d75d1b6d]
هر څوک چې د امریکا ملاتړ کوي طالبان یې سر داسې ورپرې کوي لکه د یو امریکايي سر چې ورپرې کوي، افغان وي که پنجابي وي که امریکايي وي او که هرڅوک وي......
اوس څه وایې؟؟؟[/quote:c0d75d1b6d]

ټولو ګرانو هیوادوالو ته سلامونه وړاندی کوم،

نادر خانه که مونږ دغه راځ هوایی او لیونییانو غندی احساساتی (مفت) خبرو ته ادامه ورکړو، او یو بل ته ښکنځل وکړو نو امریکاییان خو پریږده حتی د نړی ډیری کمزوری هیوادونه زمونږ د بربادی او تباهی پلانونه لکه پخوا وکاږی، او کامییاب هم شی. ولی مونږ لومړی دغسی یو بد عادت لرو چی تل خپل خلک ته سړیتوب او یا خپل نادرسته غیرت وښیو.
دلته په (ټول افغان) کی مونږ باید یواځی د یو پوه او عاقل انسان په صفت خپل خبرو ته ولیکو، مفت قیصه هیڅ څوک ته خوښ نه راځی. د ISI
په باره کی نه مونږاو نه زمونږ ساده او ایماندار ولس پوهیږی. هغویی
یو ورځ طالبان جوړوی او بل ورځ هغوی ته ووژنی، یو ورځ عربانو ته د خپل ورونو په شان ځای ورکړی او بل ورځ هغوی ته بمباری کوی.
د سیاست په ژبه باید چی خپل ځانونه پوه کړو، تر څه وخته پوری یواځی زمونږ بیګناه خلک تباه او برباد شی؟؟؟
که د پاکستان مزدوران دی او د نورو ممالکو او په هر نوم چی راشی نو اوس (انشأ الله) زمونږ ولس دویی وپیژنی.
مننه،
قادر خان


پښتون.
09.04.2011

د کرنیل امام د وژلو پوره ویډیو!
http://www.youtube.com/watch?v=pY5w-DPB4uU
[quote:638fc36d0e="larghonay laraway"]
د ويډيو په هکله به دومره ووايم چې دغه ډول ويډيوګانې مصنوعي هم جوړيدی شي ځکه کرنيل امام له ډز سره سم پرېووت خو نه د وينې درک ؤ او نه د خينجتو!
او له دې هر څه چې تېر شو نو نوروز صيب ټوکه دې ډېره نوې او ظريفه وه
مننه
ستاسو لاروی[/quote:638fc36d0e]


نوروز خان
09.04.2011

[quote:b1ad7a5a12="پښتون."]د کرنیل امام د وژلو پوره ویډیو!
http://www.youtube.com/watch?v=pY5w-DPB4uU
[quote:b1ad7a5a12="larghonay laraway"]
د ويډيو په هکله به دومره ووايم چې دغه ډول ويډيوګانې مصنوعي هم جوړيدی شي ځکه کرنيل امام له ډز سره سم پرېووت خو نه د وينې درک ؤ او نه د خينجتو!
او له دې هر څه چې تېر شو نو نوروز صيب ټوکه دې ډېره نوې او ظريفه وه
مننه
ستاسو لاروی[/quote:b1ad7a5a12][/quote:b1ad7a5a12]
محترم او ګران پښتون صیب
صحت دې غواړم
دکمزوري نیټ له برکته مي ويډیو ونه کتلای شوه ، که تاسو یې لږ تشریح هم کړئ چې په ویډیو کې څه دي ؟
په درناوي
نوروز


پښتون.
09.04.2011

ښاغلې نوروز خان ،مننه ستاسي لپاره هم ښه روغتیا غواړم.
پدی ویدیو کې د لاروی صیب د اِدا برعکس د کرنیل امام وژنه د حکیم الله مسعود د وینا نه نیولې تر د کرنیل امام چې په تمانچه یي ویشتلو او بدن یې ورته سوری سوری کړ. وروسته په وینو کې لت پت او د زنکندن په حالت کې وي چې مخ یې له نږدی ښکاره کوی او بیا یي دکوم چا لاس نیولی وي اوساه ورکړی.
دا ویډیو نن په ډیرو ځایونو کې خپره شوی ده.


نوروز خان
10.04.2011

مننه ښاغلی پښتون
ما لاروی صیب ته دهمدې ویډیو یادونه کړې وه ، چې دیوه ملګري سره مې په کمپیوتر کې لیدلي وه ، خو لینک یي راسره نه وه ، ښه شوه چې تاسو راپیدا کړه ، دا که هماغه وي رښتیا هم ډیره واضحه ده ، او مهمه داچې دکرنېل دجنایاتو او داعدام دوجوهاتو په اړه هم په کي ویل شوي دي .
دې ویډیو ته په پام سره ښه به داوي چې کرنېل امام او دپاکستان استخباراتي سازمان له سره تعریف شي .


بیلال
10.04.2011

[quote:f811c1813f="نوروزخان"]مننه ښاغلی پښتون
ما لاروی صیب ته دهمدې ویډیو یادونه کړې وه ، چې دیوه ملګري سره مې په کمپیوتر کې لیدلي وه ، خو لینک یي راسره نه وه .[/quote:f811c1813f]‎
تاسو دواړه می سلامونه ومنۍ،
نوروزخان صیب چه کرنیل دلاروی په وړاندی حلال كړی هم والله که یې لاروی ومنی . ‏‎ ‎


larghonay laraway
13.04.2011

السلام عليکم!
ياره بېلال صيب ډېر قسمخور سړی يې!
په (والله) دې قسم کړی خو دا بحث دې پوره نه دی لوستی!
ما له لومړي سره ليکلي دي چې يا خو د ميډيا خبره ده چې د سړه سکته يې کړې او يا د طالبانو دعوه چې وژلی يې دی. خو دا مې هم ليکلي وو چې که د طالبانو خبره سمه شي نو د جواسيسو وژنه همداسې مرموزه او ناوړه وي.
ورپسې مې دا پوښتنه کړې وه چې د طالبانو او کرنيل امام خو ډېرې نږدې او پياوړې اړيکې وې نو هغه کسان چې له طالبانو سره تړاو لري او کلک ملاتړ يې کوي بايد روښانه يې کړي چې د طالبانو او د دوی دامام کرنيل اختلافات په څه شي وو چې د هغه د وژنې سبب شول.
که څه هم په دې اړه ښاغلي نوروز د يوټيوب د لينک په حواله د مسعود خبرې سبب ښودلی خو يو څه سطحي دی . نو ګرانه که تاته معلومه وي د کرنيل امام د وژنې دقيق عوامل او اختلافات راوښيه!
نور نو بې ځايه قسمونه مه خوره چې حانث کېږې!


قادر خان
26.04.2011

[quote:7b47c90b11="پښتون."]د کرنیل امام د وژلو پوره ویډیو!
http://www.youtube.com/watch?v=pY5w-DPB4uU
[quote:7b47c90b11="larghonay laraway"]
د ويډيو په هکله به دومره ووايم چې دغه ډول ويډيوګانې مصنوعي هم جوړيدی شي ځکه کرنيل امام له ډز سره سم پرېووت خو نه د وينې درک ؤ او نه د خينجتو!
او له دې هر څه چې تېر شو نو نوروز صيب ټوکه دې ډېره نوې او ظريفه وه
مننه
ستاسو لاروی[/quote:7b47c90b11][/quote:7b47c90b11]

بسم الله الرحمن الرحیم،

ټولو عزتمندو افغانان ته خپلی نیکی هیلی او سلامونه وړاندی کوم،
ګران ورور لاروی صیب، زه هم د ستا د نظرطرفداره یم. خلک د قدرت او شهرت د لاس ته راوړلو لپاره هر کار ته تیار دی.
خو مونږ د یو مسلمان په صفت دا حق لرو چی دوی سره دا پوښتنه وکړو. چی حکیم اله محسود څنګه کرنیل امام ته ونیوله او آیا د خپل امیر ملا محمد عمر اخند څخه د کرنیل امام د قتل په باره کی پوښتنه کړی وو، او آیا امیر المومنین هغی ته دا امر ورکړی وو او که نه؟؟؟؟
او یا دا چی حکیم اله محسود د دغه راځ اعمالو په کولو سره غواړی چی ځانته د طالبانو امیر المومنین خطاب کړی؟؟؟

والسلام،
ستا سو ورور قادر خان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more