د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

larghonay laraway
02.02.2011

السلام عليکم!
نورزوخان صيب لږ تر لږه په دې خو بايد پوه شې چې مبارزه، جهاد او مخالفت د يو هدف پر بنسټ وي نو دا چې طالبان کوم هدف نه لري او ګډوله خلک دي او حتی عقيده هم د توحيد نه لري نو بيا جهاد، مبارزه او مخالفت د څه لپاره؟
که کامياب شي نو حتما به بيا په خپلو کې سره خوري؟
ځکه چې دوی خو فکري او عقيدوي وحدت نه لري!
له دې هرڅه معلومېږي چې په خپله اراده او عقيده نه جنګېږي بلکې د دوی دفقيد امام کرنيل د ادارې سره يې مزی دی.
مننه


نوروز خان
02.02.2011

السلام علیکم
چپرهاری صیب او لاروی جانه ، نه پوهیږم ولې مو خبرې له تول او منطقه وزي ،او داحساساتو او کینې رنګ خپلوي ، وروره زه داسې نه وایم چې داسې خبرې مه کوئ ، تاسو هرڅه لیکلای شئ ، نن سبا دنيټ او سخي ټول افغان له برکته هر للو پنجو ژبه میندلې ، اوله کوچنیو حنجرو سترې خبرې راوزي .
خو دا درته وایم چې پوچې خبرې ، په معتقداتو تیری او شخصي تعرضونه یې کله هم نه ګټي ،تنها ستاسو دسړیتوب او شرف ګراف خلکو ته ورښودلای شي ، زه یوځل بیاهم وایم ، چې طالبان هم دافغان اولس غوندې په عموم او اصولو کې مقلدین حنفیان دي ، او اصول ،دستور او لائحه یې هم په حنفي فقهه باندې استواره ده ،دطالبانو هدف معلوم دی چې په افغانستان کې به اسلامي امارت رامنځ ته کوي ،زما په نظر کې تضاد نشته مادرته په شخصي پیغام کې هم لیکلي وه چې طالبان ټول حنفیان دي ( الاماشاء الله ) استثناء همدغه معنی چې غیرمقلدین هم په کې شته خو رهبري اودملاتیر یې حنفي افغانان تشکیلوي ، داچې تاسو دطالبانو حنفي نظریه شرک بولئ ، او له طالبانو نه توحید نفي کوئ بیخي په خپل ذات کې نوی او خندونکې الزام دی ،
لکه څرنګه چې وویل شول طالبان افغانستان شموله ایډیا لري نوځکه توانیدلي دخپل متوازن سیاست په برکت دافغانستان نورې ټولې فرقې هم جلب کړي ، چې دا ددې تحریک یو امتیاز بللی شو ، دطالبانو دکونړ او نورستان مشران اومجاهدین سلفیان دي ،داروزګان اوسنی والي او دنظامي کمیسون پخوانی مشر ملاعبدالرؤف خادم هم داسې ویل کیږي چې په کیوبا کې یې سلفي نظریات خپل کړی ، مګر په امارت کې له پوره درنښت او نفوذ څخه برخمن دی ، دغه رازدطالبانو یو معتبر مشر استاد یاسر هم همداسې درواخله .
خو وروڼو هغه داسې سلفیان نه دي لکه چپرهاری چې دبلې هیڅ اسلامي فرقي لپاره دمرغۍ لار هم په رسمیت نه پیژني ، بلکې دوی پراخ نظر لري او دافغانستان عیني واقعیتونه په سترګو ویني .
چپرهاریه تا دخپلې منحوسې تکفیري نظریې له مخې دطالبانو په حق کې دومره تیری کړی چې که ټکي په ټکی یې ځوابوم کیدای شي ډیر وخت واخلي نو ښه داده ، چې ترې تیر شم ، خو دا درته وایم چې لوړ نظریات او بابولالې دې نه داسلام په ګټه دي نه دسلفیت ، نه دافغانستان او نه دجهاد بلکې یوازې سره کفر ته یې ګټه رسیږي ،که ته یې په تاوان نه پوهیږي په شرط سره له کوم بل ګډونوال نه پوښتنه وکړه
زه نور نه غواړم دطالبانو اړوند دسلفیت او حنفیت موضوع درسره وڅیړم ، آما که دطالبانو دګوډاګيتوب په اړه اسناد لري ، یادې څه په زړه کې درګرځی رامیدان ته یې کړه


عنوان

chaparharay
03.02.2011

دالیکنه اصلاح کیږي


ډاکټرصاحب وطنمل ته!

chaparharay
03.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
ډاکټرصاحی وطنمل! دا ځما لیکنه مو ولی ړنګه کړی دی کی کوم مشکل وو
که د نوروزخان صاحب له مزاج سره سمه نه وه او ړنګه شوه نو دا خو به
له انصاف نه لیری وی
بیا خو دا یو ازاد فورم نشو او د حزب اسلامی یا امارت غوندی یو طرفه شو
څوک به لیکنی پکی نشی کولی فقط لولی به یی !
ځما باور دی لیکنه می دوباره نشر کړی یا را ته په همدی فورم کی غلط ټکی
راپه ګوته کړی ترڅو ځما قناعت هم وشی او نور لیکونکی هم پوه شی چی
هغوی داسی غلطی هم ونه کړی .
ستاسی د مرستی په هیله
چپرهاری
[color=red:75e304bf7d][/color:75e304bf7d]ښاغلی چپرهاری
ستاسو لیکنه ړنګه شوې نه ده ، څنګه چې ډیر نامانوس توري یې درلودل داصلاح لپاره ستاسو په شخصي ایمیل ادرس درواستول شوه ، ترڅویې په سمه توګه ولیکئ ، دبیلګې په توګه هغه دسورة الانشراح او سورة الاخلاص ختم چې دنقشبندیه طریقې معتقد اهل تصوف یې کله ناکله کوي ، تاسو ورته په بیا بیا ( دپچولوبه ) ویلې وه نعوذبالله ، دا دخلکومتعقداتو ته په سپکاوی سربیره دقراني سورتونو او اذکاروپه ختم یوبې ځایه تمسخر ده ، چې ښایي دکوم مسلمان ضمیر یې ونه زغمي
تاسو خپل شخصي ایمیل وګورئ ، چې په موضوع مو سرخلاص شي
نوروزخان


عادل عادل
03.02.2011

سلامونه

محترم چپرهاری صاحب

په ننیو سختو شرایطو کې ستاسو د ډول نیوکې او ګیلې ګیرماندې د افغانانو د متعددو وحشي دښمنانو په واحده ژرنده اوبه برابرول دي او خدای خبر چې ستاسو د ډول په نیوکو کې به ثواب وي.

پاتې شوه د عامو افغانانو راسخه عقیده، نو ستاسو د ډول خلکو لپاره مشوره ده چې د ولس په منځ کې به غوړ ځان ګرزی، ځکه چې په ورته ډول خبرو او تمسخرآمیزه ګستاخ اسلوب سره به خامخا ترې ډبول یا دربیدل یعنې ضربَول خوری.

ستاسو پاسنیو شنلو خبرو ته چې ګورم، نو ستا په نیت او هغو خبرو کې شک دی چې د افغاني عیسویانو )مرتدینو( په اړه مو په مربوطه بحث کې لیکلې دي.

---------------------------------------------------------

ښاغلی لاروی صاحب:-

[quote:e06bce9af3]سلامونه

نوروز خانه زه خو ورته نه خاندم ځکه چې زه په خپل وطن او خلکو ځورېږم او بې شعوره نه ية چې وخاندم! خو واوره:
وايي يو زناکار چارواکی چې ، ډېر زوړ شوی ؤ سترګو يې سم کار هم نه کاوه نو نفرخدمت يې ورته لاسي څراغ نيولی ؤ چې مطلب ځای وويني ، نو دا چې زوړ بوډا ؤ او کار يې نه شو کولی نو نفرخدمت ته په غوسه شو چې :
داڅنګه څراغ نيسې، ته راکړه چې زه يې ونيسم!
نفرخدمت چې تر بوډا زناکار ځوان ؤ نو طبعا بريالی شو او معامله يې ترسره کړه!
زاړه پاچا ورته وويل: خدای دې خوار کړه په دې څراغ نيولو! دغسې څراغ سړی نيسي. [/quote:e06bce9af3]

نوروز خان څه ښه درته لیکلي:-

[quote:e06bce9af3]او ښاغلی لاروی دټوکو استعداد دې ستایلو وړ دی ، زمونږ یو ملګری وه چې کومه ټوکه به هغه دملایانو په اصطلاح له ترجمة الباب سره ونه لګیده په پای کې به یې ورسره وویل چې لګول یې پرتاسو
کاشکې تاسوهم له خپلې وروستۍ ټوکې سره لیکلي وای ٬[/quote:e06bce9af3]

نو که اجازه وي:-

ستاسو د ټوکې مصداق په لاندې ډول سره کیدای شي:-

ښاغلی کرزی څراغ په لاس د مخلوع پاپي جورج بوش له خوا افغانستان ته راواستول شو، تر څو بابای ملت ته څراغ ونیسي چې د خپلواکی پت پرې ولوټي، بابای ملت و نه توانید نو څراغ یې ترې واخیست او کرزی پرې وچسپید، د کرزي باد ډیر زر وواته، اوس څراغ د کرزي په لاس کې دی د څراغ ټپ ټپ یې په سترګو کې انعکاس کوي او خپله رضاعي مور )دیموکراسي( یې په ټول عالم باندې داسې وغووله چې له اخ او توخه یې ارتولې ده، که خدای کول ډیر ژر به د خپلې رضاعي مور جنازه په پټو څراغونو سره بهر ته انتقال کړي :)


عنوان

chaparharay
03.02.2011

نوروز خان وروره زه هڅکله هم د قران په په یو حرف بلکی په یو حرکت باند ی هم تمسخر نه کوم الحمد لله مسلمان یم خو ایا د سورت الاخلاص او سورت
الانشراح بغیر د پچو یا خرما زړو باندی یی چی کوی نو همداسی نه کیږی ؟
ایا امام ابو حنیفه یا د هغه رحمه الله شاګردانو کی کوم چا به داسی کول ؟
د قران کوم سورت یا ایات د خرما یا پچو باندی ویل او هرسړی ځان ځان له د خرما زړی یا د پچو ډهیری مخی ته ایښی وی سورت وای او یوه یوه دانه ورنه غورځوی دا ستاسی دین دی هغه تاسی یی چی حنفیت بولی همدا حنفیت دی ؟
ددی لپاره دا دومره وینی توی شی چی دا بیا منځ ته راشی ولی دالله دین څه شو؟
ستاسی اسلامی امارت همدا معنی لری ؟


عنوان

chaparharay
03.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
عادل صاحب محترمه!
ما په ښو الفاظو کی ښاغلی نوروز خان صاحب ته په شخصی پیغام کی لیکلی وو
چی مونږ له مولوی صاحب کبیر نه ګیله من یو چی مونږ سره یی ډیره بی انصافی کړی وه
اوځمونږ ترجمی یی بندی کړی وی او مولوی صاحبان یی په ټټیو کی بند کړی وو
او مونږ د طالبانو ورونو سره ملګری یو تاید یی کو ځکه چی هغوی د یرغلګرو
سره په مخامخ جګړه کی بوخت دی خو په هغوی کی دا ځینی یی بیا بی انصافی کوی .
نوروز خان صاحب راته ولیکل چی دا شخصی موضوع نده اوځما د پتوال صاحب سره خبره په فورم کی روانه ده هلته یی راوړه.
بله دا چی دا ځمونږ د تحریک منشور دی چی همداسی به کوو مولوی صاحب کبیر یو مامور دی او دخپل ماموریت له مخی یی دا کار کړی چی د قران ترجمی یی بندی کړی او پر ځای یی ختم خواجګان لازمی کړی دا یی کوم خپل
له ځانه نه دی کړی .
نو زه مجبور شوم چی فورم ته یی راوباسم او وضاحت وغواړم که داسی وی نو بیا خو به هڅ کوم ښه تبدیلی رانشی ځکه تاسی چی هر رنګی عقیده لری ځما ورسره کار نشته خو زه مجاهد یم او د یرغلګرو سره په هڅ صورت نشم یو ځای کیدای او نه یی خبره تایدوم خو دداسی بدعتیانو او مشرکانه عقایدو می هم ډیر نفرت دی .
مونږ هڅچاته نه دی ویلی چی په پټو سترګو داسی او داسی عقیده ومنی .
خو د امارت په وخت کی په ننګرهار کی ډیر ظلمون شوی پدی باندی یواځی ننګرهاری خبر دی که چیری یی ستاسی په ځای کی همداسی کارونه کړی وای
نو ځما پوخ باور دی چی اوس به د یرغلګرو سره ولاړ وی خو مونږ داسی نه کو مونږ یو اسلامی نظام غواړو چی له هرقسم شرکیاتو پاک وی او که نه وی نو چی بیا هرچاته د خپلی عقیدی ازادی خووی او د پخوا پشان د سوټی په زور خپله عقیده په چا تحمیل نه کړای شی .
مونږ په فروعو کی هچاسره اختلاف نه کوو خو که کوم شی د عقیدی پوری مربوط وی نو بیاخو به ضرور انکار کو خپل ځانونه خو د نورو پشان شرک نه شو اچولی .
تاسی ځما لیکنی نیم ګړی کتلی که ټولی وګوری نو بیا به می نه ملامتوی که کوم ذره انصاف درکی وی .
په درناوی


larghonay laraway
03.02.2011

سلامونه!
نوروز خان ليکلي هر څوک او څوک په وړو خولو سترې خبرې کوي.
زه هم وايم چې اوس خو هر لوګه او بوګه ځان ستر طالب او ملا بولي خو په ليکنه کې يې د پوهې، شعور، عقل او منطق څرک هم نه وي.
ما چې د ملاصدراعظم په اړه د پچو ويلي وو هغه مې د ننګرهار له ځوانانو اوريدلي وو او کوم استدلال پرې نه لرم او سر هم نه پرې خوږوم ځکه چې د کومې ډلې مشر امي وي نو له ملاتړو يې څه ګيله.
خو فقط دومره وايم چې کومه ډله فکري، عقيدوی او مذهبي وخدت ونه لري نو همداسې به وي چې يوه ورځ د خپل امام کرنيل پښو ته ټيټېږي او بله ورځ چې مړ شي نو پړ شي او خاين ورته وايي. دوی به تل يو بل سره خوري نه حکومت جوړوی شي، نه ورته رسيدی شي او نه دې فکر کوي ځکه چې يو هدف نه لري. د اچارو په څېر ګڼې مفکورې، ګڼې عقيدې او ګڼ هدفونه لري چې تل به لوغړن ګرځي.

پاتې شوه د عاد صيب خبره:
عادل صيب ! دا سمبوليک څراغ دی چې په نيولو کې يې تر ټولو ډېره ونډه ملاعمر لري.
نوټ: دا چې طالبان څومره په شرعيت برابر وو او څومره کاږه وو؟ دا د اسلامي برخې بحث دی او کیدی شي چې يوه ورځ پرې وغږېږو!
مننه
لرغونی لاروی


نوروز خان
03.02.2011

سلامونه
دپوهې ،شعور ، عقل اومنطق ټیکداره ولې دې ډبرې را اخیستي ، په تاپسې هم چې دڅپلۍ کښ وي ، ډیر په اصولو غږیږي ، خوکله بیا داسې یوازې ډک زړه تشوي لکه په دې وروستۍ لیکنه کې دې .
چپرهاري صیب ته مې وویل چې ستا غوندې دطالبانو په ګوډاګیتوب راسره وغږیږي خو نوموړی یوازې دموحدینو راتلونکي ته فکر وړی چې دخدای په ځمکه به یې څوک پریږدي کنه ؟
وروره له ترجمة الباب څخه مه وزه ، که دکرنېل یانورو اړوندو موضوعاتو کې څه نوي انکشافات لرې ویې لیکه ، طالبان که متحد نه وای نواوس به خدام الفرقان او جیش المسلمین کامیاب جهادي حرکتونه وای ، او عبدالحکیم مجاهد او اکبر اغا به کابل ته نه ورتسلیمیدل


عادل عادل
03.02.2011

سلامونه

[quote:124a089d66]پاتې شوه د عاد صيب خبره:
عادل صيب ! دا سمبوليک څراغ دی چې په نيولو کې يې تر ټولو ډېره ونډه ملاعمر لري. [/quote:124a089d66]

لاروی صاحب یرغلګرو ددې لپاره چې وارده شوې دیموکراسي سمه لنګه کړي، څراغ یې کرزي ته ورکړی، کرزی خپل اخلاص کوي خو تر څنګ کې یې څراغ کُش خلک دومره پریمانه دي چې دیموکراسي حمل نه شي اخستلای، همدا سبب دی چې زمونږ او تاسو خطا شوي روڼ اندي چې څراغ کُشانو سره یې په یوه آخور خوري او زور یې هم پرې نه رسي، نو شنډې دیموکراسی ته یوازې د خپل زړه وینې خوري او پړه یې هم د څراغ په مړو وړانګو کې په ملاعمر وراچوي چې د ټولو په وړاندې په نره او شفافه ټوګه مبارزه کوي.


عنوان

chaparharay
03.02.2011

السلام علیکم
نوروزه خانه وروره ماته څه معلومه وه چی تاسی هم ځما یا نورو خلکو پشان یو تش په نوم مجاهد یی
تاخو ځان د طالبانو د تحریک ناینده غوندی خبری کولی نو ځکله یی زور راکړ چی دانو څه شی شو!
او د کرنل امام به هکله درسره موافق یم ان شاء الل همداسی به وی
او د طالبانو پاکستان ته راتګ چی تاسی یو ه مجبوری ګڼلی نو دی کی هم درسر موافقه لرم که زه وای نو هم همداسی به می کول بله چاره خو وه نو او نه امریکنیانو او یرغلګروته تسلیمیدم دا کار کی موا فق یو
خو د صدراعظم او مولوی صاحب عبدالکبیر په کارنامو چی څومره زور زیاتی یی کړی تاسی هم سترګی مه پټوی او که په رښتیا سره دکومی صوفی طریقی پابند یی نو لږ تر لږه دپه زور د تحمیلیدو نه یی ډده وکړه ځکه چی د ګټی په ځای زیان رسوی
ځما درسره بحث همدلته نور پای ته ورسیدم د صدراعظم او ملاکبیرنه علاوه په ټولو خبرو کی در سره موافق یم
الله دی ځمونږ په ګران هیواد افغانستان او بیا په ټوله نړۍ اسلامی امارت حاکم کړی آمین


larghonay laraway
03.02.2011

نوروز صيب ليکنه مې ځکه يو څه تونده شوې وه چې ستاسو لاندې جمله مې ولوسته
[quote:ae840c007a]نن سبا دنيټ او سخي ټول افغان له برکته هر للو پنجو ژبه میندلې ، اوله کوچنیو حنجرو سترې خبرې راوزي .[/quote:ae840c007a]


نوروز خان
03.02.2011

سلامونه
چپرهاری صیب
ته ومنه که ماته بحث خوند راکوي ، مګر که څوک مې په باورونو راخیږي ، داحق ځانته ورکوم چې سپیناوی ترې وغواړم ، یا یې دخدای راکړي وس په توان دفاع وکړم ، زه ستاله ټولو خبرو سره موافق یم ، خو دطالبانو دتنګ نظرۍ یا دسلفیانو په وړاندې ددښمنانه چلند په اړه دې قضاوت راته دمنلو نه دی ، عقیده دزړه باور ته وایي او دسوټي په زور یې هیڅوک هم په چانه شي منلی ، نور دې په خدای سپارم

لاروی صیب لتاسو هم مننه چې له غوسې وروسته مو بیرته استغفرالله ویلې ، او نه یوازې خپلې غلطۍ ته مو پام شوي بلکې زما هغه مو هم راپه ګوته کړې ، که ډاکټران زمونږ داډول خبرې وویني کیدای شي نفسیاتي مریضان مو وبولي ،خو دا په خپلو باورونو دټینګ اعتقاد او ځانځارۍ نغد ثبوت دی
کوم ورک شاعر ویلي
کومه مینه چې خالي وي له تهمته
پختګۍ ته رسیدلې اصلا نه ده


larghonay laraway
03.02.2011

وايي زه دې پيرۍ کې شک ګڼم ته راته مريدان نيسې!
د ملاصدراعظم د پچو لوبه دې ډېر بد کړي چې ړنګه کړې دې ده ځکه چې ما د خلکو له خولې يو روايت ليکلی ؤ.
ضرور نه دی چې ټول خلک پيرپرست او مبتدعين شي.
زه چاته بد رد نه وايم خو دا مې د خلکو له خولې ويلې وه او که ړنګول شي خو زه هم کولی شم ولې نوروز خانه !
ټول افغان د ړانده ملاعمر ړوند امارت نه دی چې په ټولو خلکو سترګې او خولې وتړي.
دلته د منطق له مخې ازاد بحث کېږي!
هو! د چا سپکاوی نه څوک کولی شي او نه يې کوي خو دا چې ما د خلکو له خولې څه ليکلي هغه د ملاصدراعظم نيمګړتيا وه چې په خلکو يې په زور خپله پيري او مريدي تپله نو خلکو به خامخا ورته د پچو لوبه ويله.
نو ګرانه بيا د چا ليکنې ړنګې نه کړې او که ړنګوې نو خپلې ړنګې کړه ځکه چې د(للو او پنچو) په کې استعمالوې

[color=red:648d058c02]ماچې د ګڼو ويب پاڼو له منځه ټول افغان خوښه کړې نو له ګڼو دلايلو يې يو دا دی چې سانسور نه کوي او زه په دې پوهېږم چې سانسور نه وي نو څوک دې هرڅه وليکي خو داسې هم نه چې سم جولا نه او بيا کڼي پټ کړې. [/color:648d058c02]


نوروز خان
03.02.2011

لارویه لږ له حوصلې کار واخله
ستا دلیکنې دیوه جز دړنګولو په اړه مې وضاحت کړی وه ، چې شخصا دځان په خاطر یې نه ړنګوم ، بلکې څنګه چې ختم خواجه ګان له قراني سورتونو جوړ دی ، دپچو لوبه ورته ویل ، مخامخ توهین دی ، یا لږترلږه دتوهین شائبه پکې شتون لري ، زه درنه مولوي صدر اعظم نه ګټم ،او نه یې دا دګټلو ځای دی ، خوکه ستا دالهجه وي لکه
[quote:9ed2720530]
ټول افغان د ړانده ملاعمر ړوند امارت نه دی چې په ټولو خلکو سترګې او خولې وتړي[/quote:9ed2720530]
نو هغه دکټوازیانو اصطلاح تل دې دخدای په امان وي ، زه نه غواړم په خپل بحث سره دیوچا بې ځایه سپکاوي ته بهانه وتراشم ، ملامحمد عمر دصلیبي پارلمان په هندوساخت ودانۍ کې دبوتلانو په جنګ کې سترګه نه ده بایللې ، بلکه دغیرتي پیغمبر غوندې یې دحق او اوباطل په جنګ کې خپل بدن دا غړی له لاسه ورکړی ،لوړ منقبت ته په پام سره که څوک ملاعمر ته له دې اړخه پيغور ورکوي دابه داسې وي ، لکه داوس او خزرج کوم منافق چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یا کوم صحابي ته دغاښ ماتۍ یابل داسې زخم پیغور ورکوي چې په کومه غزا کې یې اخیستی وي ، زه ملامحمد عمر له صحابه و سره نه تشبیه کوم بلکه دخدای په لاره کې بایللې سترګې ته یې په لایتناهي اهمیت قائل یم ، او دسپکاوي وړ یې نه بولم .
لارویه ، که دطالبانو په وړاندې دې وینې ډیر جوش کوي ، نو ټول افغان هغه دچاخبره دغیرت او پایلوچۍ ازمایلو ځای نه دی ،بې ځایه ګواښونه وروې ، که زما منې داسې ویل کیږي چې موده وروسته شاید په لوګر او موسهي کې عملیات شروع شي ،عجیبه موقع ده ورشه دپیټریاس ترقوماندې لاندې په کوم ټانګ سپور شه ،او دګزاو میدان په ځای کې یې له طالبانو سره معلومه کړه ، او خپل دسینې اور پرې مړ کړه
زه دوروستیو خبروپه ځواب کې یوازې همدا ویلی شم


پتوال
03.02.2011

لاروي صيب دغه دليل راوړی و:
[quote:3ed68d69ba]نړيوالو ډېر کتابونه ليکلي او د طالبانو يو نږدې رازدار احمدرشيد چې څه ليکلي نو کوم طالب چارواکي رد کړل چې طالبان ګنې د پاکستان له خوا، نه دي جوړ شوي. په همدې ترتيب د ډېرو ليکنې او ويناوې تر اوسه هیڅ طالب چارواکي نه دي رد کړي.[/quote:3ed68d69ba]
د نوروز خان له ځوابونو څخه يو دا و :
[quote:3ed68d69ba]وروڼو په افغانستان دامریکا حمله یوازې داسامه بن لادن په خاطر نه وه ، امریکا په سیمه کې بلا نورې موخې هم لري ، له دې جملې دامریکا په وړاندې ستر حریف چین په سیمې کې شتون لري چې امریکا غواړي دبرژنف دکترین تجربه او خپل حصار ترې راوګرځوي ، پاکستان چې دچین ستر حلیف او دمسلمانانو یوسترهیواد بلل کیږي ، امریکابه یې کله هم موجود شتون ونه زغمي ، پاکستانیان داسې انګیري ، چې که امریکایان افغانستان سوړ کړي ، نو وار به دوی ته ودریږي ، امریکایان به دبهرامداغ په مشرۍ بلوڅان ، دایم کیو ایم په مشرۍ بهاریان ، دغه راز دسرحد پښتانه تحریک کړي ، چې خپله برخه خاوره ترې جلا کړي ، په دې توګه به دانوي جمهوریتونه دامریکا دایمې اډې شي ، او چین به یوستر ملاتړی له لاسه ورکړي . [/quote:3ed68d69ba]
نو نوروز خانه وروره آيا ته دچين له غمه  دپاکستان ملاتړ کوې او د پاکستان له غمه  خپل وطن اوخپل ملت  وژنې ؟؟؟  په دې دلايلو سره خو  نه يواځې دا ثابتوئ چې د ISI مرستې له طالبانو سره اړينې دي ، بلکې د طالبانو مقاومت هم د پاکستان د ګټو له پاره
يو ضروري کار ثابتوئ ، آيا دا په دې اعتراف نه دی چې دطالبانو پوځي سياست
يو ګوډاګی سياست دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که ته وايې چې دا طالبان له خپل مجبوريت څخه کوي،  نو ايا افغان ملت په قضاوت  دغسې يو عذر تر ګناه بدتر نه دی ؟ ؟ ؟ 
امريکا له افغانانو سره  کومه تاريخي دوښمني نه لري خو دپاکستان دوښمني له 
افغانستان سره تل تاريخي او کوانده روانه دوښمني وه  او ده، نو ديو موقتي دوښمن له ويرې ددايمي دوښمن غيږې ته خيز وهل  د خپل هيواد له پاره ملت وژنه يا سياسي خودکشي نه ده ؟
او فرض که چې د پاکستان دغه پلمې رښتيا هم وي، چې امريکايان به پښتانه  
وهڅوي  چې پښتونستان ازاد کړي ، نو ايا دا د طالبانو دنده بولې چې د پاکُستان د دفاع له پاره د پښتونستان د ازادۍ پر ضد  ودريږي او جګړه په افغانستان کې ګرمه وساتي  څو پاکُستان ته سرايت ونکړي ؟؟؟ او هغه کار چې پنجابيان يې پخپله نشي کولای ستا په اند يې بايد  طالبان ورته تر سره کړي ،  د پنجابيانوبه زياته غلامي کول تر دې بل څشی وي ؟؟ ؟  


نوروز خان
04.02.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
پتوال صیب لطف وکړئ زما خبرې نیمګړي مه رااخلئ ترڅو یې خپل وار ته سیخې کړئ ، مایوازې هغه څه نه دي لیکلي چې تا اقتباس کړي بلکه دامې هم ورسره لیکلي
[quote:ce94c12e18]طالبان چې دوهم نوم یې دافغانستان اولس دی ، په هیواد یې امریکایانو تیری کړی دی ، کله چې له امریکایي تیرې وړاندې دافغان اولس تر 1500 ډیرو علماء او مخورو دکابل په کانتینیټال هوټل کې دامریکا داحتمالي تیري په اړه سره مشورې کولې دوروستني شرعي پریکړه لیک یوه ماده یې داوه ، چې دحنفي فقهې له نظره که امریکا په افغانستان تیری وکړي په وړاندې یې جهاد فرض عین دی ، او مجاهدین کولای شي ، دخپل جهاد داکمال لپاره دنړۍ له بل هرمسلمان یا کافر هیواد څخه کومک ترلاسه کړي ، ځکه دفقهې له نظره دیوه کافر په مقابل کې له بل کافر څخه څوک وسله رانیولی شي .
په دې لړ کې پاکستان چې عبدالسلام ضعیف یې مجبور ستان بولي له لومړۍ ورځې څخه چې دامریکا له برید اوبریالیتوب سره یې خپل دموجودیت بحران خوب تښتولی وه ، دوه اړخیزه لوبه او منافقت پیل کړ ، له یوې خوا یې دقهر وړي بوش او ارمیټاج په وړاندې سترګې برندې نه شوای ساتلی ، له بلې خواهمدا همکاري ورته دخپل بنیاد ایستل بریښیدل ، په همدې لړ کې چې طالبان ظاهرامات شول ، څنګه چې ځمکنی موجود وه ، دزوند لپاره یې دځمکې سطحې ته اړتیا درلوده ، په افغانستان کې همدا سطحه پرې تنور شوه ، نو دخپل پت او ناموس دساتنې لپاره اړوه چې له دوزخ نه اعراف ته شي ، یوشمیر یې ( دهمدې تن چې شخصي پیغام والا یې نوم ذکر کړی په شمول ) دقبایلي سیمو په خوا وکوچیدل ، دلته نو له هماغې ورځې پاکستان دخپل دوطرفه مجبوریت له مخې خپل ډبل ګیم شروع کړ، چې ترننه روان دی ، که په کوم پاکستاني بازار کې دوه طالبان روان ول ، اوپه پاکستان امریکایي فشار یا استخباراتي اګاهي نه وه ، نو ددې طالبانو سرته خیر دی ،او که دامریکا داستخباراتو څرک پسې وه ، یا فشار ډير شوی وه ، نوپاکستان په دغو دوو کې یو بدنصیبه نیسي ترڅو امریکا خوشاله کړي او بل هغه پریږدي ،ترڅو په افغانستان کې امریکا ماته او پاکستان ژوندی پاته شي .
هغه طالبان چې په پاکستان کې اوسي څه دلیل راوړي ؟
هغه وایي زمونږ په کور تیری شوی ، او دقران له ارشاداتو سره سم په مونږ جهاد فرض عین دی ، پاکستان چې اغلبا دافغانستان په نسبت زمونږ لپاره خصوصا دکوچنیانو او کورنیو لپاره مویوڅه په امن دی ،ځکه ورته راکوچیدلي یو ځکه دځان او کورنۍ ساتل هم فرض دي ، داچې پاکستان له همدې ګوزارې سره سره منافقت او ډبل ګیم هم کوي ، داد الله تعالی یو بل امتحان دی ، مونږ ته لکه شرعا چې له کافره دوسلې رانیول جواز لري دلته پناه راوړل یا له ځمکې یې داستقرار لپاره استفاده کول هم کوم شرعی حرج نلري ، زمونږ لپاره مهمه داده چې دشریعت په چوکاټ کې له مهیا امکاناتو نه په استفاده کافر له خپلې خاورې وشړو ، داچې ځينې خلک دپاکستان داچشم پوشي ، یاله دې خاورې دطالبانو استفاده ، ددوی ګوډاګیتوب بولي ، یوازې یو پوچ تور دی ، دوی دې لومړی دګوډاګیتوب لغوي او اصطلاحي معني وکړي او بیا دې په مونږ باندې عرض کړي ، چې آیا مونږ ګوډاګیان یو کنه ؟
دلته پاکستان طالبانو ته دفرصت ورکولو په اهمیت هم پوهیږي او طالبان هم پوهیږي چې پاکستان والله که داسلام ، جهاد او افغانستان له غمه مړوي ، صرف خپل غم اخیستی دی ،نوځکه ځان دپاکستان داحسان پوروړي نه بولي ، دغه راز په دې هم باک نه وړي چې له جهاده یې پاکستان ته ګټه رسیږي ، ځکه داګټه اصلي نه ده بلکې ضمني او د دوهم لاس ده ، لکه دروس ضد جهاد ګټه چې امریکا او درستې نړۍ ته ورسیده ، دطالبانو لپاره دامحاله ده چې امریکا په داسې شکل ماته کړي چې پاکستان ته یې هیڅ ګټه ونه رسیږي .
[/quote:ce94c12e18]
تاسو وایئ ، طالبان ولې له موقتی دښمن څخه دابدي دشمن غیږې ته ټوپونه وهي ، وروره ، اول خو امریکا موقتي دشمن نه دی بلکه کافر دی ، استعمارګر دی ، نړیخور دی او ابدي دښمن دی ، بله دا چې دایوازې طالبان نه دي ، چې له پاکستان سره باید دمخامخ دښمنۍ په ځای لږترلږه دتاکتیکي دوستۍ اړیکي ولري ، دافغانستان هر حکومت هم ورسره درلودلې او هم یې باید ورسره ولري ، پاکستان من حیث پاکستان تراوسه هیڅ ملت او وطن نه هم نه ده اشغال کړې ، او نه خدای دومره مړانه او همت ورکړی بلکې خپل هغه یې هم بایللي ، مګر امریکا په نړۍ کې دهیواد او اولس خوړلو تاریخ لري ،امریکایان او غربیان هغه خلک دي ، چې په ۱۸ ۱۹ او ۲۰ مه پیړۍ کې یې سلامت اولسونه او هیوادونه ترخپل منځ په شنو ډالرو سره خرڅول ،دپاکستان ایمان افغانانو ته ښه معلوم دی ، چې والله که ترقیامته دافغانستان په خاوره دبیرغ درولو جرأت وکړي .
اوبله ته وایې ،طالبان دي پریږدی چې امریکا افغانستان سوړ کړي ، ترڅو په دې توګه دپښتونستان احتمالي ازادۍ ته لاره خلاصه شي ، وروره ستاددې نظر په وړاندې زما ځواب هغه دی ، چې دسردار داود دشوروی لخوا پیچکاري شوي ، دپښتونستان دازادۍ دطرحې په اړه دافغانستان دهغه وخت یوشمیر په وطن مینو افغانانو ورکړی وه ( چې داوازوله مخي میوندوال او شهیدموسی شفیق هم پکې وه ) هغوی ویل چې سردار صیب که په اوس وخت کې په دې اړه اوبه خړې کړې ، نو یوازې به شوروي ته دکب نیولو فرصت په لاس ورشي ،پاکستان به ببر شي او شوروي به دخپل جنوبي سرحد ددفاع لپاره په افغانستان دبرید تابیا وکړي ،نوښه داده چې افغانستان ترپښتونستان ځار نه کړو ، خو سردار صیب نه منله ،هغه دی افغانستان ترپښتونستان ځار شو .
خبره داده چې مونږ یوځل دامریکاترخیټې لاندې افغانستان له لاسه ورکړو بیا پښتونستان څه په تندر ولو ، آیا ته باور لرې چې دایک دوتین والا به بیرته شډل پښتانه کړې ، پتوال صیب کلا وحاشا
کنه په شرط له کوم کوزڼي پوښتنه وکړه ، چې څنګه کابلیتوب ته یې ټینګوئ شئ ؟؟؟
همدا پرون سورخولي بشیربلور ویلي چې طالبان دې لاړ شي په افغانستان کې دي وجنګیږي دلته څه کوي !!
پتوال صیب یو ذهني خیال او ارمان وي ، چې هرڅوک یې دسترپښتونستان په اړه لري ،بل نفس الامري واقعیتونه دي ، که مونږ داوس لپاره دواقعیتونو په ځای په خیال پلوونه پسې ولاړشو کې کیدای شي دغوږ دګټلو په مبارزه کې سر هم وبایلو


larghonay laraway
05.02.2011

السلام عليکم!
نوروز ته ځانګړي سلامونه وايم.
نوروز صيب باور وکړه چې زه نه د چا د باور سپکاوی کوم او نه د کوم شخصيت.
ولې زه يوازې ستا د دغې جمې څخه وېريدلی وم چې (د انټرنټ او سخي افغان له برکته هر للو او پنجو هر هر څه ليکي) نو ما داسې فکر وکړ چې تاسو ګنې د طالبانو د لومړۍ دورې په څېر سانسورشيپ غواړئ.
دا که د مولوی صدراعظم هغه فعل ستاسو باور وي او ته خپه شوی وې نو لومړی خو دا چې ما د خلکو له خولې روايت ليکلی ؤ خو بيا مې هم ليکلي وو چې دا موضوع له ديني بحث فورم سره تړلې او هملته به کوم وخت پرې وغږېږو) خو په هر صورت که بيا هم تاسو خپه شوي يئ نو زه سل ځله بښنه درنه غواړم.
پاتې شوه د ملاعمر خبره. نو د هغه په اړه هم زما موخه د ده جسمي معلوليت نه بلکې د ده ړنده واکمني وه.
ولې بيا هم دا لومړی ځل دی چې زه چاته سخته خبره کوم او کيدی شي وروستی ځل هم شي.
په هر صورت راځه که څوک ملاعمر غندي، که کرزی او که بهرني باداران يې نو د دليل او منطق له مخې به يې غندو. تر هغې چې چا سپکې سپورې نه وي کړي او له موضوع وتلی نه وي نو ليکنې به يې نه ړنګوو.
په خاصه توګه ستاسو څخه بيا هم بښنه غواړم ځکه چې تاسو داسې انګيرلې چې ما ګنې ستاسو د باور او عقيدې سپکاوی کړی دی.

د بښنې او معذرت تر غوښتلو وروسته اصلي بحث ته راځم.
بحث د کرنيل امام ؤ اوډېرې خبرې پرې وشوې خو تر پايه تاسو فکر وکړ چې زه ګنې يوازې د ملاعمر خلاف او د کرزي او ډله طرفدار يې يم. ولې داسې نه ده!
دا چې په لوګر کې عمليات پيلېږي د خواشينۍ خبره ده خو باور وکړه چې عامل يې کرزی او ملاعمر دی او په اور کې به د لوګر ښځې، ماشومان او عوام وسوځي.

مننه
لاروی


پتوال
09.02.2011

نوروز خان ورور ته د مينې او خلوص ډک سلامونه !
تاسې ليکلي

[quote:aff05e4790]تاسو وایئ ، طالبان ولې له موقتی دښمن څخه دابدي دشمن غیږې ته ټوپونه وهي ، وروره ، اول خو امریکا موقتي دشمن نه دی بلکه کافر دی ، استعمارګر دی ، نړیخور دی او ابدي دښمن دی [/quote:aff05e4790]
نه زما مطلب دا نه دی چې ګواکې امريکا يان کافر نه دي، کافر دي نو ځکه يې په دې خاوره سياسي تسلط دوام نشي کولی او په دې وجه يې تسلط موقتي دی، خو پاکستان له دوه پلوه آبدي دوښمن دی :
يو داچې خپله دوښمنانه موخه داسلام په نامه پلې کوي نو بيا يې ماتول سخت دي ، خپل ولس درنه اغوا کوي او ستا په ضد يې راپاڅولی شي . فرض که چې
طالبان دوی راپاڅولي دي تر څو پورې چې وسله او مهمات او دال وررسولی شي طالبان به ددوی له پاره جنګيږي ، ځکه چې هغوی اندي چې ګواکې د مقدس اسلام
له پاره يې جنګوي !
دوهم ځکه ابدي دوښمن دی چې لر افغانستان يې اشغال ساتلی تر څو چې زمونږ افغانستان پريږدي تر هغوه پورې به يې دوښمني روانه وي او باور وکړه چې له زور پرته به يې هېڅکله پريښودلو ته چمتو نشي او تر څو يې چې لر افغانستان نه وي راسپارلی له بر سره به تر هغې خپلې مطلقې دوښمنۍ ته دوام ورکوي، تر څو بر افغانستان غاړې ته هم مستقيم يا غير مستقيم د غلامۍ کړئ ور وغورځوي !
له دې امله وايم چې د لويديځوالو اشغالګرو په وړاندې د اسلامي جهاد تر څنګ د پنجا بي دوښمن پر ضد ملي جهاد مه پريږدئ ، نو دا يا هسې ځان غولول او يا قصدآ د ملت غولول دي چې د پنجابيانو د بادار امريکا پر ضد د پنجابي پاکستان په مرسته ځان خلاصوم او بيا د پاکستان په ضد را پاڅېږم . په دې ډول خو طالبان خپله هم باور نه کوي چې د پاکستان په ضد به راپاڅيږو، ولې د ملت د غولولو له پاره په يو يا بل طالب پلوه ځواب کې دغه بيځايه ادعا هم کارول کيږي . او يا
لر افغانستان هډو د افغانستان خاوره نه بولي ، حال داچې څوک لر افغانستان پنجابي ته سپارلی او ترې تيرېدلی شي هغه سبا له کندهار او ننګرهار نه هم ورته تيريږي صرف د وخت او زمان خبره ده چې خدای مګړه د اسلام په پلمه يې وروسپاري ! بر عکس غير پښتون افغان به هيڅکله نه دپاکستانيانو په سياسي يا اسلامي پلمو وغوليږي او نه به د خپلو سيمو په يوه لويشت خاوره د پنجابيانو مستقيم يا غير مستقيم تحمل وزغمي ! نو د پښتنو د ملي احساساتو او جذباتو لمبي څه ګټه لري چې ملي فکر او شعور يې تر غير پښتنو افغانانو وروسته پاتې وي ؟؟؟؟؟
ځکه خو دوښمن پنجابي د ين او مذهب چې زيات په جذبه او احساساتو وړلاړ دی د پښتنو طالبانو د ملي او قومي جذبي او احساس پر ضد کاروي او
د خپلې سياسي پاګونې له پاره د طالب تر طالب نومه پورې د هغه له اسلامي جذباتو څخه کار اخلي ، پښتون طالب په لر افغانستان کې لکه د مرګ مرمۍ د ملتپالو سياسي پښتنو پر ضد استخداموي او بر يې دافغان ملت په خپلو پښو باندې ددريدلو د مخنيوي له پاره د پښتون په ضد جنګ ته په شا ټپوي او د پلاره نيسی په قومانده سره دجګړې ميدان ته لکه غشی ور خوشې کوي !
نو که د طالب مشرتابه د پاکيانو ستراتيژيک هدفونه وپيژني نو بيايې په ټاکتيکي
چلند هم ښه پوهيدلای شي، خو که پرعکس ستراتيژي يې درک نکړي
نه يواځې غولونکي ټاکټيکونه به يې ونه پيژني بلکې ستراتيژي به ترې د دوښمن په ټاکټيکونو کې نوره هم ورکه شي او ځانونه
په د ټول پښتون قام په شمول تباه تباه او بې اغيزه کړي ، هغه وخت نو ورته هم د افغانستان تجزيه امکان لري او هم يې منحلول
او پښتانه به پيا نور هېڅ نشي کولی اولکه د زاړه هندوان صرف خپلې .... به تلي !

، [quote:aff05e4790]بله دا چې دایوازې طالبان نه دي ، چې له پاکستان سره باید دمخامخ دښمنۍ په ځای لږترلږه دتاکتیکي دوستۍ اړیکي ولري ، دافغانستان هر حکومت هم ورسره درلودلې او هم یې باید ورسره ولري [/quote:aff05e4790]
نه ! نه نه وروره داسې نه ده : د حکومتونو ترمنځ دوستي په استقلاليت بنا وي، نو ټاکټيکي پاتې کيږي ، خو د اپوزيسيون دوستي له بل حکومت سره په استقلاليت نه وي ولاړې او ټاکټيکي نه بلکې شتراتيژيکي وي :
آيا د خلقيانو دوستي له شوروي سره د اپوزيسيون له وخته دشوروي غلامي نه وه ؟ ايا د هغوی دوستي شتراتيژيکي نه وه ټاکټيکي وه ؟؟؟؟ آيا هغوی ټاکټيکې دوستي له شوروي سره کولای شوه ؟؟؟؟؟ آيا يو اپوزيسيون کولای شي د دوستۍ په تاکټيک سره ديو بل هيواد حکومت وغولوي ؟؟؟؟؟؟
حکومتونه د خپلو ملي ګټو په ښکاره ساتنه يو بل ته د مثبتو اړيکو چيلنجونه ورکوي د ملي ګټو ساتنه يې څرګنده ستراتيژي وي، خو يو اپوزيسيون
د بل حکومت سره خپله دوستی يواځې دخپلو ملي ګټوپه نه غوښتلو او د مقابل هيواد د ګټو په اولويت سره د هغه هيواد له حکومت سره رامنځته کوي !
د حکومتونو ترمنځ دوستي پر مساوات او د اپوزيسيون دوستي له يو پردي حکومت سره په غيرمساوات او چاپلوسۍ ولاړه وي !
[quote:aff05e4790]پاکستان من حیث پاکستان تراوسه هیڅ ملت او وطن نه هم نه ده اشغال کړې ، او نه خدای دومره مړانه او همت ورکړی بلکې خپل هغه یې هم بایللي [/quote:aff05e4790]
دا لر افغانستان دپنجابيانو د پلار خاوره ده ؟ چې نه ده نو پنجاب ولې اشغال ساتلې ده ، دا پنجابي پوځونه له نوښاره نيولې تر تورخمه پورې
ولې او د څه له پاره پراته دي ؟ ايا دا پښتنو راغوښتي دي ؟؟؟؟
[quote:aff05e4790]اوبله ته وایې ،طالبان دي پریږدی چې امریکا افغانستان سوړ کړي ، ترڅو په دې توګه دپښتونستان احتمالي ازادۍ ته لاره خلاصه شي [/quote:aff05e4790]
دا زه نه وايم او نه مې ويلي چې افغانستان دې سوړ کړي، بلې زه هم وايم چې افغانستان دې تود کړي خو نه دپاکستان په خوښه او نه د پاکستان په ګټه او نه د پاکستان له پاره !
خو تاسو دا فرمايلي و چې پاکستان غواړي افغانستان (په طالبانو ) تود او مصروف وساتي، څو امريکايان پاکستان ته زيان ونه رسوي !
نو ځکه مو دا لاندې مقايسه زما د نظر په اړه هېڅ مورد نه لري :
[quote:aff05e4790]چې دسردار داود دشوروی لخوا پیچکاري شوي ، دپښتونستان دازادۍ دطرحې په اړه دافغانستان دهغه وخت یوشمیر په وطن مینو افغانانو ورکړی وه [color=red:aff05e4790]( چې داوازوله مخي میوندوال او شهیدموسی شفیق هم پکې وه )[/color:aff05e4790]
هغوی ویل چې سردار صیب که په اوس وخت کې په دې اړه اوبه خړې کړې ، نو یوازې به شوروي ته دکب نیولو فرصت په لاس ورشي ،پاکستان به ببر شي او شوروي به دخپل جنوبي سرحد ددفاع لپاره په افغانستان دبرید تابیا وکړي ،نوښه داده چې افغانستان ترپښتونستان ځار نه کړو ، خو سردار صیب نه منله ،هغه دی افغانستان ترپښتونستان ځار شو . [/quote:aff05e4790]
دا نظر آوازه نه وه ، محمد موسی شفيق د خپل صدارت له وخته ويل چې زه افغانستان له پښتونستان څخه نه قربانوم ، د افغانملت د جريدې سره يې په يوه مرکه هم دغه څرګندونه کړې وه ، چې وروسته کيدای شي نورو ملتپالو هم لکه تاسې چې ګوته ورته ې ده دغه نظر خپل کړی او له نوموړي سره يوځای يې سردار صيب ته وړاندې کړی وي !
[quote:aff05e4790]خبره داده چې مونږ یوځل دامریکاترخیټې لاندې افغانستان له لاسه ورکړو بیا پښتونستان څه په تندر ولو ، آیا ته باور لرې چې دایک دوتین والا به بیرته شډل پښتانه کړې [/quote:aff05e4790]
مونږ خو نه وايو چې د پښتونستان غږ دې څوک پورته کړي، خو صرف اوبه دې د پښتونستان پر ضد د پاکستان په ژرنده نه ورسموي، او بيا دومره اوبه
خو په هېڅ صورت نه چې آن ځانونه هم په کې لاهو کړي !
زه په هغو خلکو نه يم چې ځانونه له اوبو سره د پاکستان په ژرنده لاهو کوي، بلکې
څرګنده انديښنه داده چې نن دې څوک د امريکا پر ضد جنګولی شي ، سبا دې
د هرملي حکومت په ضد هم جنګولی شي ، د اپوزيسيون په توګه دپاکستان د سياسي دوستۍ په جال کې ښکېل کبان بيا بله لار نه لري پرته له دې چې
هرې ضدملي نادودې ته يې استخدام کړي ! او طالب مشران دې له مذهبي شعور پرته دملي سياست له شعور څخه داسې محروم او د ISI په جال کې خواران داسې ښکېل دي چې سبا دې آن ملاعمر اند هم د ملابرادر غوندې زبېښلی او لکه تشه توقه وړاندې غورځولی او بر ځای يې د خپلو ګټو له پاره د نوي نسل يو لازيات مغزوينځلی طالب ټاکلی شي .
نو ورور ګله نوروز خانه ، مونږ د افغانستان مظلوم ولس ډيرو مارانو او خامارانو د روسيې او پاکستان له څوړو څخه چيچلي يو، دا اوسنی خامار امريکه هم د پاکستان له څوړې څخه زمونږ غاړې ته راپريوتی دی، نو طالبان ورونه دې
په دې نه خفه کيږي چې اوس مونږ له هر پړي څخه ويريږو او د د هر رهبر سترګه ديو پردي سياست د بلا سترګه ګڼو ! والسلام !


عادل عادل
21.02.2011

سلامونه

له شهیر صاحب څخه په مننه:

http://www.liveleak.com/view?i=e01_1298199749

پورتنی لینک د کرنیل امام د مجازات ويډیو ده، نوموړی

اوس به ټول په ګډه سره د ښاغلي لاروي صاحب انتظار کوو چې د کرنیل امام د سکتې په اړه خپلې نکتې څنګه ارزوي او یا یې سپیناوی کوي، .............. هیله ده چې نوې نادرې به پکې راونه باسي ..... لکه ..... د کرنیل امام بُزصفته ګیره خو سره وه ...... او داسې نور.


larghonay laraway
21.02.2011

سلامونه!
عادل صيب په ويډيو کې خو هيڅ د وژلو کومه نښه نه وه. يوازې دامې وليدل چې د طالبانو روزونکی او امام ولاړ دی او شاوخوا ترې وسله وال وزيرستانيان ولاړ دي!
بله دا چې ما مخکې هم دوه خبرې کړې وې چې لومړی خو دا چې جواسيس په همداسې مرموز مرګ وژل کېږي.
بله دا چې سکته يې کړې وه.


عنوان

chaparharay
21.02.2011

السلام علیکم
ښاغلی لرغونی لاوری صاحب په ویډیو کی وښودل شو چی ډزی یی ورباندی وکړی اول یی په سروویشتو بیا چی ولویده په ملایا دسینی برابر یی ووشتو چی نژدی ۳ یا ۴ ډزی یی وویشتو نور نو تاسی به ویشتل څه شی ته وای یا به مو دا وډيو سمه لیدلی نه وی هسی به مو ولاړه ویډیو لیدلی وی کلیک پری کړی چی وچلیږی نو وبه ګوری چی ویشتل کیږی .
نوربحث مو دعادل عادل صاحب سره دی هماغه صاحب سره یی وڅیړی خو زه دومره ګواهی وایم چی ویډیو کی ډزی شوی او ویشتل پکی ښکاری.
په درناوی


عادل عادل
21.02.2011

سلامونه

[quote:1b9670e6d7]نوربحث مو دعادل عادل صاحب سره دی هماغه صاحب سره یی وڅیړی [/quote:1b9670e6d7]

چپرهاري صاحب، زما او ښاغلي لاروي صاحب تر منځ روان بحث شخصي نه بلکه د طالبانو پر سر دی، هغه وایي چې کرنیل امام د طالبانو امام، مرشد، استاد او روزونکی وو، او زه وایم چې نه هغه د افغاني تاریخ او افتخاراتو مکار او شیطان صفته غل وو او بالاخره د پهلې پاکستان د ناولي شعار په مسیر کې شهید خاک ناپاک پاکستان شو.

د دروند پتوال صاحب لیکنې خو په تاسف سره خدای پاک رنګې کړې، که نه دا اوس یې وخت وو چې ده پخپله ړنګې کړې وای، ځکه د اکثریت لیکنو استناد یې د کرنیل امام و اصحابهم په شیطاني څرګندونو باندې بنا وو، د بحث نتیجه دې همدا وي چې إنالله و إنا اليه راجعون.


عنوان

chaparharay
21.02.2011

وعلیکم السلام ورحمةالله
ګران او دروند ورورعادل صاحب الله دی وکړی چی روغ رمټ یی :
ځما ددی خبری نه مقصد داوه چی خبرو کی هرسړی مداخله وکړی نو بیا بحث ګډوډ کیږی، چی ځینی ملګری بیا پدی خفه کیږی چی ځما ورسره بحث روان دی دا مه خرابوی، خو دا چی ستاسی بحث کی مونو هم ګډون کولی شو نو داخو نوره هم ښه خبره ده یو څه به پکی مونږ هم دقریش صاحب په قول وروتوغوو.
نوربیا


pattang
21.02.2011

[quote:23ee4b5741="larghonay laraway"]سلامونه!
عادل صيب په ويډيو کې خو هيڅ د وژلو کومه نښه نه وه. يوازې دامې وليدل چې د
طالبانو روزونکی او امام ولاړ دی او شاوخوا ترې وسله وال وزيرستانيان ولاړ دي!
بله دا چې ما مخکې هم دوه خبرې کړې وې چې لومړی خو دا چې جواسيس په
همداسې مرموز مرګ وژل کېږي.
بله دا چې سکته يې کړې وه.[/quote:23ee4b5741]
لاروي صيب بې ټوکې درته وايم !
که دسترګې کمزوري وي نو دسترګو نومره ( لمبر: + , - عدونه ، دېئوپتري ) دې
ماته را ولېږي نو زه به عينکې درولېږم ٠ په تاسې ځوانانو څه شوي دي:
په سترګو ضعيفه ، په غوږو کاڼه ، په مغزو کې ديمنڅ !
هی هی اوبه نرۍ بهيږي
پکښې وهم منګلې ، منګی مې نه ډکېږي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more