د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

larghonay laraway
30.01.2011

نوروزخانه عجيبه خو دا ده چې د کرزي د حکومت يعنې د ملاعمر د پټې ټلوالې د حکومت د يو چارواکي (فاروق وردګ) لاپې شاپې تاييدوې او د همدې حکومت د بل چارواکي (د کندز د امنيې قومندان) لاپې شاپې ردوې؟!

دا موسم خو د ژمي په منځ کې نه بدلېږي کنه؟
که موسمي شاتګ وای نو د مني يا ژمي له پيله به يې کړی ؤ ؟
ګرانه يو غر په بل مه وله ځکه چې ټول خلک پوهېږي چې غوا توره ده پۍ سپينې!
پښتانه دې خدای د ټګ او برګ له توطيو خلاص کړي د کرزي همداسې مرموزه مړينه غواړم لکه ستاسو د امام کرنيل


قريش
30.01.2011

[quote:6f716a743e]نوروزخانه عجيبه خو دا ده چې د کرزي د حکومت يعنې د ملاعمر د پټې ټلوالې د حکومت د يو چارواکي (فاروق وردګ) لاپې شاپې تاييدوې او د همدې حکومت د بل چارواکي (د کندز د امنيې قومندان) لاپې شاپې ردوې؟![/quote:6f716a743e]
دنوروزخان لیکنه خوماهم ولوسته دهغه دلیکنی نه خو داسی نه معلومیده چی ګنی دفاروق وردګ دخبرو تایید یی مراد دی بلکه ستا غوږونه یی درخلاص کړی چی که دطالب نه منی دخپل فاروق وردګ خو دی واوره؟
په اصل کی فاروق وردګ دطالبانو هغه خبری تاییدوی، چی یووخت لکه ستا غوندی تری منکر و. نو ضرورت نشته چی دفاروق وردګ لاپی شاپی تایید یا رد کړل شی.
خو لارویه زه پوهیږم چی داټولی هلی ځلی دی چی دکرزی لاسپوڅی اداره دملامحمدعمر پټه ټلواله معرفی کوی، دکرزی بدنامی اداری ته دښه نوم ګټلو په هدف کوی!. ملامحمدعمر دافغانستان په تاریخ کی دایمان، افغانیت، اوغیرت باب یوځل بیاراتازه کړ، په دی باندی دوست اودښمن دواړه په زړونو کی قانع دی خو دښمنان په بیلو بیلو طریقو هڅه کوی دا تاریخی افتخار یواځی ملامحمدعمر ته پاتی نشی، چی یوه ژوندۍ بیلګه یی همدا ده چی لاروی صیب دکرزی بین المللی لاسپوڅی حکومت دملامحمد عمر پټه ټلواله معرفی کوی.


نوروز خان
30.01.2011

السلام علیکم
ښاغلی لاروی بحث خورا ساده دی ، ته کرنېل زمونږ (طالبانو ) بولې ،خو مونږ یې چې چنغړک ورغوڅ کړ ثابته مو کړه ، چې زمونږ نه وه ، او نه مونږ دده وه ،ته وایې سکته یې کړې ده ، اوتا داخبره له رسنیو اوریدلې ، ماوویل چې دا ګز دامیدان راواچوه ثبوت ، کومې رسنۍ په کوم استناد ویلي .
او بل چې تا دکرزي سر ته ښیرا کړې ، ښه دې نه دي کړي څوک یې چې دچا په دسترخوان خوري ، نو نمک یې نه حراموي ، دټول افغان لوستونکي پوهیږي چې تاسو او ښاغلي فاروق وردګ ټول له هغو پیسو نه تزریق کیږئ ،چې دغرب کلیساوې یې داعانې په شکل راټولوي او بیا دلته خپله ملکي او نظامی جګړه پرې ټېل وهي .
کرزی دې خدای دنجیب غوندې دملت محکمې ته سیخ کړي ،چې داریانا په ځای یې دپښتونستان واټ په لکړه راوځړوي


محمدزمان هوتک
30.01.2011

ښه خبره دی کړی نوروزخانه یاره چه پښتون دچا نمک وخوری په مرګ یې هم بیا ځانته نه حرامه وی ؟ او بل زه نه پوهیږم چه لاروی چیری ویده دی چه پښتون پښتون وایې ماخو تر اوسه داسی پښتون ونه لید چه دطالب دی خلاف وی او دتندرصیب په اصطلاح غرزی ته دی وفادار وی چپ له ډالرخورو اعنی ماش خورو؟ بلکی داسی پښتانه می لالیدلی دی چه چه هم یې دغرزی په کاسه کی خوری او هم یې پکښی ک...........وی ؟
او بیا لاروی صیب ته کومه میډیا یادوی دازادی راډیو که بی بی سی دواړی درواغجنی راډیو ګانی دی؟
‏‎ ‎قصدآ یوه ورځ آزادی راډیو ته ټیلیفون وکړه چه دمیلمه پرځای به ستاسره الکوزی دلایل وایې؟؟
دا میډیا نده انډیواله داده دکافرانو تبلیغاتی مرکزونه دی ددوی هرڅه په مثال د میم زرما دی ټوله تبلیغات یې دکافر په ګټه دی نه دمسلمان؟؟ بخښنه غواړم بلی خواته لاړم.
اونور دفاروق وردګی پرموضوع قریش ښه تبصره کړی ده هیله ده چه سر دی پری خلاص شی!
نوردی الله ج موږ ته دنیکو هیدایت وکړی
آمین


احمدجان
30.01.2011

[code:1:ee54164049]ما د کرنيل امام مړی نه دی ليدلی نو د ميډيا له لارې خبر شوی يم چې د زړه سکته يې کړې ده. نو ګرانه په ړندو سترګو قضاوت د ړندو او د هغوی د ډلې کار دی![/code:1:ee54164049]
دکومی میډیا د لارې خبر شوې؟
د ازادۍ او بي بي سي د لارې خبریدل درته په رڼو سترګو قضاوت معلومیږي؟

[code:1:ee54164049]تاسو به اوريدلي وي چې دا څو ورځې پرلپسې د کندز ولايت له هغو سيمو طالبان خپلې تړتکې باوروي او ووځي چې پښتانه په کې ډېر دي لکه امام صاحب، ارچي او چاردره.[/code:1:ee54164049]
وایي د بازار نه زه راغلم او نرخونه راته ته وایې.
د ذبیح الله مجاهد خبرې د ړنډو سترګو قضاوت بولې چې د صحنې سړی دی، او خپله خبره دې چې ګمنامې او بدنامې میډیا په غوږو کې درڅڅولې وي درته د کاڼې کرښه ښکاري.


عادل عادل
31.01.2011

سلامونه

لاروي صاحب لیکلي:

[quote:0f2f451d83]سلامونه!
عادل صيب ته مې ليکلي وو چې کله کله هوښيارې ليکنې هم کوي نو ده ليکلي:
چې دا به کومې لیکنې وي؟
نو عادل صيب باور وکړه همغه ليکنې چې لږ تر لږه چاته په کې بدرد او تومت نه وي.[/quote:0f2f451d83]

لاروی صاحب

یوه ورځ زمونږ د کلي په جومات کې زمونږ یو کلیوال چې دروند، په خبره پوه، له سیاست نه خبر او مشر سړی دی، د نورو په ګډون د حج د فریضې په باره کې خبرې کولې، دا چې دده کونډه مور زمونږ د کلي څخه ده او مشره او د ټول کلي د مور حیثیت لري، نو دده زوی یوه سپین ږیری مخور مشر ته په خطاب سره وایي چې که تاسو راتلونکي کال کې د حج اراده لری نو زما ادې به هم درسره ولاړه شي.

نو اوس تاسو ووایاست چې که نوموړي سړي ته وضاحت ورکړل شي چې قربان دې شم د حج له سفر نه مخکې لومړی باید ستا ادې فلاني کاکا ته په نکاح کړل شي، نو ایا دا به د ښکنځلو یا تهمت په مانا وي؟؟؟ :)

د کرنیل امام د سکتې په اړه ستا نکتې، به له خیره سره وروسته له هغو شنو چې د هغه د وژنې ويډیو خپره شي، انتظار به کوو، مه یې هیروی :)


پتوال
31.01.2011

سلامونه !
[quote:54d1c3b64f]
هوتک صيب ليکي :چه دکفر خواته څنګ وهی ؟ او دافغانانودا سپیڅلی جهاد د ای ایس ای او سی آی ای کاربولی نو تردی به بیاپورته تنخوا خور لیکوال څوک وی ؟[/quote:54d1c3b64f]
که څوک په کابل حکومت د ګوډاګي په نامه تنقيد او بهرنيان د اشغالګرو په نامه تنقيد کوي او د طالبانو دوستي له پاکستان (ISI) سره هم غندي،
نو دا کوم منطق دی چې هغه به هم ستاسې او هم د حکومت له خوا د مخالف اړخ تنخواه خور بلل کيږي ؟؟؟؟؟
آيا دا ستاسې د ايمان زيان نه دی چې رښتنيني آزاد ملي او اسلامي ليکوالان د مخالف اړخ تنخواه خوارۀ وبولئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د ګوډاګي حکومت پلويان به هم پرې دغسې تورونه لګوي چې دوی د طالبانو يا پاکستان تنخواه خوارۀ دی ځکه حکومت ته ګوډاګی او امريکايانو ته اشغالګر وايي، نو آيا دا به څوک ورسره مني ؟؟؟؟؟؟؟
نو ددې په ځآی چې په پاکو اشخاصو له خپلې خېټې څخه تورونه ولګوئ ښه به دا وي چې د اړونده تنقيد پر ضد اسناد وړاندې کړئ
او بطلان يې ثبوت کړي، خو د سياست تور خر د قسمونو په صابون نه سپينيږي بايد کوټلي دلايل او اسناد وړاندې کړئ !

او دا څوک وايي چې طالبان ګوډاګيان دي او د وطن د آزادۍ بر ځای د پاکستان له پاره جنګيږي ، طالبان د ولس برخه ده او ولس نشي ګوډاګی کېدای!

ګوډاګيت په د ګوتو په شمير څوکسانو کې وي، د رهبرۍ په لوړترينه کچه کې ، چې نه ترې راکښته څوک خبروي او نه دا باور لري چې مشري به يې
په ګوډاګيتوب کې ښکېل وي !
نو طالبان په هېڅ صورت د ګوډاګيتوب له امله نه جنګيږي او نه ګوډاګيان دي !
همدغسې خلقيان هم درواخله چې لومړی د سياسي دفتر له غړو پرته او وروسته بيا د مرکزي کمېټې له غړو راکښته يې يو هم د شوروي ګوډآګی نه و . که وو د خپلې رهبرۍ تابع وو او رهبري يې بيا د شوروي تابع وه ، پرچميان بيا لږ تر لږه دناحيوي کمېټو پورې راکښته ټول د شوروي غلامان وو.
همدغه راز طالبان هم ټول د ملاعمر تابع دي ، او په ملا عمر او څو نږدې ملګرو يې دا تور موجود دی چې ګواکې د ISI په لومه او ولکه کې ښکېل او د هغوی سياست په افغانستان کې پلی کوي . د ISI د پخواني مشر حميدګل، کرنيل امام او د پاکستان د نورو لوړپوړو چارواکو او پوځي جنرالانو څرګندونو پرې شاهدي ورکړې ده او طالب مشرانو هم تر اوسه پورې ونشول کړای چې ددوی يوۀ ادعا هم مستقيما ً رد کړي او همدغه چوپتيا يې د افغانانو د اندېښني سبب ګرحېدلی دی .

برعکس د افغان دولت بيا ټوله رهبري او ټول لوړ پوړي چاواکي په دريواړو قواو او پوځيانو کې د امريکا ګوډاګيان اجيران او پرې پلورل شوي اشخاص دي !


محمدزمان هوتک
01.02.2011

سلامونه
‏.....................................
پتوال صیب لیکی!
برعکس دافغان دولت بیا ټوله رهبری اوټول لوړ پوړی چارواکی په دریواړو
قواو او پوځیانوکی د امریکا ګوډاګیان اجیران اوپری پلورل شوی اشخاص دی
‏...........................................
نو پتوال صیب چه دومره دی سرخلاص دی نو دطالبانو په ای ایس ای پوری تړل کومه معنا لری؟ ددی مردارو څیرو خو ورکول پکار دی؟ بیا ته څه ثبوت لری چه طالبان د‏‎ ‎‏ ‏ISI‏ دپاره کارکوی یا دای اس ای کسان دی ؟ دکرنیل امام شاهیدی زه څه کوم که دبحث لومړی مخ وګوری وبه وینی چه کرنیل طالبانو تخته کړ؟
انډیواله که کرنیل دی که هغه بل دی او که نور دی ټوله یې وینو چه زموږ افغانانو په منځ کی توپیر راولی؟؟
ماتو خو ددی کرنیلانو او جرنیلانو خبری دیوی روپی ارزښت نلری ،
او بیاهم چه څوک طالبان په ای اس ای پور تړی بیاهم څه خاشه په منځ کی شته؟؟


ډاکټر څپاند
01.02.2011

ښاغلې هوتک،
داسې ښکاري چه تاسو يو ځوان،وطنپرست او خونګرمه مسلمان ياست٠
دکابل فاسده اداره اظهرالمن الشمش،دغرب دکټو ساتونکې او دغلو يوه ډله
ده٠هيڅ افغان به پېدا نکړې چې ددې نظام ملاتړ وي،مګر داچې دنظام سره
تړلې وي او يا له دنيا نه بېخره٠
خو دطالبانو په هکله دقضاوت معيار فرق لري٠
سره ددې چه قريب ټول طالبان په مړانه،شجاعت او شهامت،په تش لاس د ١٤٥ هيوادنو د مسلح قوتونو سره جنګيږي،او ټوله نړې ور ته ګوته په غاښ
ده،خو دطالبانو رهبري هيئت ونشو کولی چه د ISI نه خپل استقلاليت
څرګند کړي٠
تاسو به وائې چه سند؟
ځما ځواب دادی چه که چا سند درلود،نن ورځ ودې جر او بحث ته څه حاجت؟

خو يوګڼ شمير شواهد شتون لري،چې د طالبانو دځينې مشرانو او د ISI اړيکو
ته اشاره کي٠
دا ډول شواهد دمخه،په وار وار دهمدې سايټ په مختلفو بحثونو کې ليکل شوي
دي او تکرار ئي زائيد دی٠
زه درته يو واقعيت ليکم:
زما پشمول ګڼ شمېر هيواد وال شاهد ول چه دطالبانو دنظامي ځواکونو سره
اردو ژبي پاکستاني افسران ملګري ول٠
دطالبانو دجنګي الوتکو پيلوټان څوک ول؟؟
دطالبانو دجنبش دنوم دراپيداکيدو نه بياد افغانستان تر اشغاله چه دامرکې لخوا
تر سره شو،دپاکستان دولت د طالبانوکلک مادي او معنوي ، ملاتړ کړی دی٠
طالب مشرانو حتی يو ځل هم دپاکستان او ISI خلاف،يا دپاکستاني طالبانو
په ملاتړ يو خط اعلاميه نشر کړې نده٠

دابحث کيدې شي په سلګونو ورځې دوام وکړي،خو تر هغې پورې چې طالب
مشران،دې ISI خلاف خپله موضع پډاګه نکړي،دپاکستاني حکومت پورې ددوي
تړاو به همداسې دبحث وړ موضوع پاته شي٠

په درنښت،


larghonay laraway
01.02.2011

السلام عليکم!
عادل صيب ټوکه: دا چې ستاسو کلي کې د حج تلو سطحه دومره ټيټه ده چې ميندې نورو ته ورکوي نو خدای دې يې مل شي. :?: له همدې معلومېږي چې تاسو هم لومړی ليکل او ورپسې فکر کوئ. خو خير ولې دا چې تاسو ويلي چې ويډيو يې راووځي. نو ته ووايه چې د خپل استاد او جوړوونکي چا وژل او بيا ترې ويډيو اخيستل په اسلام کې څه حکم لري؟


عادل عادل
01.02.2011

سلامونه

لاروی صاحب -ټوکه: خدای دې انصاف درکړي، زما کلي ته دومره ټیټ نظر هم مه کوه، ستا څخه دې لرې وي، ډیری روڼ اندي کلیوال هم لرم چې د دموکراسی په غیږ کې د پردیو افغانو او غیرافغانو ښځو سره بهر ملکونو ته تنها په تنها فرمایشي ورکشاپونو، سیمینارونو او چکرو ته هم ځي، زه یې د سفر په مهال ښه کلکه پوښتنه هم کوم، د محرم او نامحرم .... خلوت او .... په مسایلو هم ښه پوه دي، .... په هر حال .... خدای مو دې بې خپله )په اصطلاح( کافره هم نکوي، کنه د کلي په خصوص کې دې کم ثابت کړی وم :lol:

د کرنیل امام د ویډیو اخستل به وبال لري یا نه، خو که خدای پرې ځنې لایقنع خلک قانع کړل نو دا به د محتمل وبال تر څنګ د دوی په جاریه ثوابونو کې راشي.


پتوال
01.02.2011

هوتک صيب ليکي :
[quote:ffbc7a27f9]نو پتوال صیب چه دومره دی سرخلاص دی نو دطالبانو په ای ایس ای پوری تړل کومه معنا لری؟ ددی مردارو څیرو خو ورکول پکار دی؟ بیا ته څه ثبوت لری چه طالبان د‏‎ ‎‏ ‏ISI‏ دپاره کارکوی یا دای اس ای کسان دی ؟ [/quote:ffbc7a27f9]
طالبان ورونه سياسي خلک نه دي ، هغوی د اسلام او وطن مجاهدين دي  نۀ د ISI ګوډاګيان ٠ خو طالبان سياسي رهبري هم لري  او د هغوی سياسي او پوځي 
تګ لارې  دومره پاکې نه دي لکه  طالبان بلکې سختې شکمنې دي ، 
دغه شکمنو شواهدو په اړه درته  ثبات  صيب هم  د هيوادوالو اندېښنې په ګوته کړې ٠سياست د عقېدې په معيارونو نه تلل او نه ارزول کيږي ٠
د طالب سياسي مشران بيله سياسي بيوګرافي لري چې ،  د جهادي تنظيمونو مشرانو هم  ورته مشکوکه سياسي بيوګرافي درلودله، اوس هر چاته رسوا رسوا دي چې له يوۀ سره د  ISI سياسي زيږنده  وه نو ځکه يې زمونږ هيواد  تکه تکه کړ او مظلوم ملت يې  تر ناورين لاندې ونيوۀ ٠
خو هغوی د   ISI پرکټي راووتل ، اصلي بچي يې بيا هم نه وو، نو يې  له مخې ليرې کړل ٠ داچې طالبان نه ،بلکې فقط څوتنه پاسني مشران   ISI ته اصلي هغوي ښکاري او ډير اعتمادي  يې بولي نودویهم کله د خپل باوري بادار ISI په خلاف کله هم يو ټکی  له خولې څخه نه ی ويستلی نو دافغان ملت شکونه يې  پر ځان  پيدا کړي او په راتلونکې کې د تره کي او کارمل په څېر د پنجابي ښامار خولې ته د هيواد ازادۍ غورځونکي بيښي ٠ په دې اړه بايد دوی دځان سمه صفايي وکړي ، زه ،تۀ بل او بل يې دغسې تور داغونه نشو  ورمينځلای ٠ دوی بايد خپل ځانونه پخپله د ملت په حضور کې د ځانونو سپيناوی وکړي  اوبس ٠        


نوروز خان
02.02.2011

السلام علیکم
پتوال صیب خدای دې راوله !
تاویلي ، سیاست دعقیدې په معیارونو نه تلل کیږي ، نوبیا دا اسلامي سیاست څه معنی ، هغه چې مونږ په اسلام کې جزئیت نفي کوو ، او وایو چې اسلام کامل او شامل دی ، سیاست ، اقتصاد ، عقیدې او معاملاتو ټولو ته شامل دی ، خدای جل جلاله هم فرمایي چې انسان مې سراېله نه ده پرې ایښی ، ( ا یحسب الانسان ان یترک سدی ).....؟؟؟؟
اوبل ته وایي طالب کشران سم دي ، خو مشران یې شکمن دی ، لطفا که ووایاست کوم یومشر، ملامحمد عمر ، ملامحمد حسن، ملا ذاکر ،او که کوم بل یو، اصل کې جنجال ستاسو دمدعا نیمګړتیا جوړوي ، هیله ده خپله صورت دعوا مو له سره اوبشپړه ولیکئ ...
تاسو وایئ طالبان دې دای ایس ای له توره ځان سپین کړي ، لومړی خودا چې ځان سپینول هغه وخت راځي چې په چاتور ثابت شي ، تاسو یې خپله شکونه بولئ ، نو دشک مخه څوک نیولی شئ ، دخدای پیغمبر هم دشاعر او کاهن ترشک لاندې له دنیا رخصت شو. . .
دوهمه دا چې طالب به له کومه شکه ځان ومینځي ، ته یې ، دای ایس ای ګوډاګي بولې ، لرغونی لاروی یې دامریکې پټ ملګری او مستقیما دپینټګان دصف ملګری بولي ، حکمتیار یې دبریتانیې پوځ بولي ، ځوک یې دسعودي پوځیان بولي ،اوڅوک یې نور څه . . .
که تاسو وایئ چې ملامحمد عمر دې بې مقدمې ووایي چې د آی ایس آی څه او څه کوم ، زه یې مزدور نه یم ، نو دا الزام به نه یوازې دکینه ګرو خولې ورونه تړي بلکه ، دګمراه جبران خلیل دمریدانو او معتقدانو تبر ته به له سره لاستی وتراشي ، هغوی چې ټینګار یې په زړه کې شکونه زرغونوي او قسم (یمین )ورته داسلامي اصولو برخلاف دتصدیق په ځای دتکذیب وسیله ښکاري


محمدزمان هوتک
02.02.2011

سلامونه
پتوال صیب نوروزخان ورور ښه خبره کړی ده
که دلته دطالبانو دیو مشر نوم راوړی ښه به وی!
خو فکر نکوم چه ته دی دلته څه ثبوت راوړی او که رایې وړی هم بیابه دی دا خبره ورسره مل وی چه اولس پری شکمن دی؟؟
اوشاهد ته ترما ډیره دینی پوه هم ولری، نو دا به تاته هم درمعلومه وی چه شک ګناه ده ؟

‏‎ ‎


عادل عادل
02.02.2011

سلامونه

نوروز خان لیکلي:

[quote:2931fedc62]اصل کې جنجال ستاسو دمدعا نیمګړتیا جوړوي ، هیله ده خپله صورت دعوا مو له سره اوبشپړه ولیکئ ... [/quote:2931fedc62]

په تایید او ادامه یې ، لاندې پَل پسې واخلی:-

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6387


لقمان
02.02.2011

[quote:f3256f50fb]هيڅ افغان به پېدا نکړې چې ددې نظام ملاتړ وي،مګر داچې دنظام سره
تړلې وي او يا له دنيا نه بېخره٠ [/quote:f3256f50fb]
ثبات ثابت صحیح ما په اسمان غوښتې خدای په ځمکه راکړې :wink:
چیرې وې بیخې ورک ورک وې؟ اوس به که خیر وی دا بحث سره غځوو.
مشر او باتجربه سړی راته معلومیږې خو د طالبانو په اړه قضاوت دې ماشومانه.....
ته دې دا خپله جمله یوځل بیا ولوله. دومره قاطعیت؟؟؟؟؟
راځه چې زه یې درسره دبلې خوا نه شروع کړم:
طالبان ډیر ښه کوي چې د پاکستان مرستو ته یې لاس نیولی.
ته خو نور ددنیا دحالاتو نه ناخبره ګڼې، خو ته پخپله دافغانستان دسیاسي حالاتو نه دفیل په غوږ کې ویده یې!!
دافغانستان سیاسي وضع داسې ده چې هیڅ سیاسي ډله ټپله سل په سلو کې استقلالیت نشي خپلولای، تنها افغانستان نه، دټولې دنیا وضع داسې ده، خو ته ددنیا دسیاسي وضعې نه ناخبره.
خو پوښتنه باید داسې مطرح شي، چې سل په سلو کې استقلالیت خو هیڅوک نلري او نه یې درلودلای شي، خو څوک دی هغه چې د استقلالیت هڅه او کوښښ کوي؟؟؟؟
دا ځواب مې راکه نور یې درسره غځوم چې څه ترې جوړیږي؟
خو ګوره په نیمه لار کې مې پرینږدې دا بحث به یوې پایلې ته رسوو که خیر وي.


larghonay laraway
02.02.2011

سلام
عادل ليکلي:
[quote:eb00e48ccd]د کرنیل امام د ویډیو اخستل به وبال لري یا نه، خو که خدای پرې ځنې لایقنع خلک قانع کړل نو دا به د محتمل وبال تر څنګ د دوی په جاریه ثوابونو کې راشي.[/quote:eb00e48ccd]
که پورته خبره سمه وي نو دا په دې معنی چې طالبانو ويډيو اخيستې او د تجارت لپاره يې ساتلې ده. ځکه چې په دوی يو اتهام دا هم دی چې د د وژلو ويډيوګانې په بهرنۍ ميډيا خرڅوي.
په هر صورت خو د طالبانو او ISI تړاو داسې دی لکه شيدې او غوړي.
که څه هم شيدې او غوړي ډېر سپېڅلي شيونه دي خو د تړاو تشبيه يې همدومره نږدې او نه بېلېدونکې ده.
که د شاهد خبره وي خو په جهادي ډلو به هم څوک ثابته نه کړي چې ISI روزلي او جوړ کړې دي. ځکه چې جهادي تنظيمونه خو پاکستان ته تر تلو مخکې په پوهنتونونو او مطبوعاتو کې هم د مبارزې تاريخ لري خو ملاعمر اخوند په ډېره ډيجيټل توګه رامنځته شو.
بله دا چې نړيوالو ډېر کتابونه ليکلي او د طالبانو يو نږدې رازدار احمدرشيد چې څه ليکلي نو کوم طالب چارواکي رد کړل چې طالبان ګنې د پاکستان له خوا، نه دي جوړ شوي. په همدې ترتيب د ډېرو ليکنې او ويناوې تر اوسه هیڅ طالب چارواکي نه دي رد کړي.

د ملاعمر او کرزي ډله د افغانستان د پښتنو د دين او دنيا دښمنان دي
د دې دعوې لپاره پر مخکينيو دلايلو يو بل هم ورزيات شو او هغه دا چې پرون زما يو نږدې دوست له مزار شريف څخه راغلی ؤ هغه راته وويل تر انتخاباتو مخکې د مزار په پښتون مېشتو ولسواليو کې لکه : چمتال، شولګر، چهاربولک ولسواليو په هغو کليو او سيمو کې چې پښتانه په کې په اکثريت کې وو هلته هيڅ انتخابات ونه شول او دا ټولو بلخيانو ته معلومه ده چې عطامحمد نور له کرزي سره زرګري جګړه پيل کړه او پښتانه يې له ولسي جرګې محروم کړل. دا سمه ده چې په ښکاره طالبان وايي چې مونږ حتی د ټول حکومت مخالف يو خو د حکومت د ننه غميزو زېږونو کې پوره لاس لري.

ټوکه:
وايي په يو ځای کې يوې نجلي او يو هلک سره يارانه جوړه کړې وه او يوه ورځ هلک موفق شوی ؤ چې د نجلۍ په سينه ښکته پورته شي. نو نجلۍ ورته له لاندې خوا ويلي وو چې خبر يې؟
هلک : له څه شي؟
نجلۍ: خلک په ما او تا پسې خبرې کوي؟
هلک: څه خبرې کوي؟
نجلۍ: وايي چې دوی دواړه سره جوړ دي او يارانه يې اچولې ده؟
هلک: د انزال پر وخت (نو ته يې منې. ته يې منې..)
(د تاوده او توند بحث په منځ کې مې د تفريح لپاره ټوکه ليکلې ده او تش يوه ټوکه ده او بس)


نوروز خان
02.02.2011

السلام علیکم
یو ورور ماته شخصي پیغام لیږلئ او ویلي یې دي چې دطالبانو یو مهم مشر دپاکستان په یوه معلوم ښار کې اوسي ، داچې پاکستان یې نه نیسي ، معلومه ده چې ګوډاکی یې دي ، دنوموړي دپوښتنې ځواب دلته ددې په خاطر لیکم ګوندې دنورو شکاکیانو داستفادې وړ هم وګرځي .
پاکستان ولې په طالبانو سترګې پټوي
وروڼو په افغانستان دامریکا حمله یوازې داسامه بن لادن په خاطر نه وه ، امریکا په سیمه کې بلا نورې موخې هم لري ، له دې جملې دامریکا په وړاندې ستر حریف چین په سیمې کې شتون لري چې امریکا غواړي دبرژنف دکترین تجربه او خپل حصار ترې راوګرځوي ، پاکستان چې دچین ستر حلیف او دمسلمانانو یوسترهیواد بلل کیږي ، امریکابه یې کله هم موجود شتون ونه زغمي ، پاکستانیان داسې انګیري ، چې که امریکایان افغانستان سوړ کړي ، نو وار به دوی ته ودریږي ، امریکایان به دبهرامداغ په مشرۍ بلوڅان ، دایم کیو ایم په مشرۍ بهاریان ، دغه راز دسرحد پښتانه تحریک کړي ، چې خپله برخه خاوره ترې جلا کړي ، په دې توګه به دانوي جمهوریتونه دامریکا دایمې اډې شي ، او چین به یوستر ملاتړی له لاسه ورکړي .
طالبان چې دوهم نوم یې دافغانستان اولس دی ، په هیواد یې امریکایانو تیری کړی دی ، کله چې له امریکایي تیرې وړاندې دافغان اولس تر 1500 ډیرو علماء او مخورو دکابل په کانتینیټال هوټل کې دامریکا داحتمالي تیري په اړه سره مشورې کولې دوروستني شرعي پریکړه لیک یوه ماده یې داوه ، چې دحنفي فقهې له نظره که امریکا په افغانستان تیری وکړي په وړاندې یې جهاد فرض عین دی ، او مجاهدین کولای شي ، دخپل جهاد داکمال لپاره دنړۍ له بل هرمسلمان یا کافر هیواد څخه کومک ترلاسه کړي ، ځکه دفقهې له نظره دیوه کافر په مقابل کې له بل کافر څخه څوک وسله رانیولی شي .
په دې لړ کې پاکستان چې عبدالسلام ضعیف یې مجبور ستان بولي له لومړۍ ورځې څخه چې دامریکا له برید اوبریالیتوب سره یې خپل دموجودیت بحران خوب تښتولی وه ، دوه اړخیزه لوبه او منافقت پیل کړ ، له یوې خوا یې دقهر وړي بوش او ارمیټاج په وړاندې سترګې برندې نه شوای ساتلی ، له بلې خواهمدا همکاري ورته دخپل بنیاد ایستل بریښیدل ، په همدې لړ کې چې طالبان ظاهرامات شول ، څنګه چې ځمکنی موجود وه ، دزوند لپاره یې دځمکې سطحې ته اړتیا درلوده ، په افغانستان کې همدا سطحه پرې تنور شوه ، نو دخپل پت او ناموس دساتنې لپاره اړوه چې له دوزخ نه اعراف ته شي ، یوشمیر یې ( دهمدې تن چې شخصي پیغام والا یې نوم ذکر کړی په شمول ) دقبایلي سیمو په خوا وکوچیدل ، دلته نو له هماغې ورځې پاکستان دخپل دوطرفه مجبوریت له مخې خپل ډبل ګیم شروع کړ، چې ترننه روان دی ، که په کوم پاکستاني بازار کې دوه طالبان روان ول ، اوپه پاکستان امریکایي فشار یا استخباراتي اګاهي نه وه ، نو ددې طالبانو سرته خیر دی ،او که دامریکا داستخباراتو څرک پسې وه ، یا فشار ډير شوی وه ، نوپاکستان په دغو دوو کې یو بدنصیبه نیسي ترڅو امریکا خوشاله کړي او بل هغه پریږدي ،ترڅو په افغانستان کې امریکا ماته او پاکستان ژوندی پاته شي .
هغه طالبان چې په پاکستان کې اوسي څه دلیل راوړي ؟
هغه وایي زمونږ په کور تیری شوی ، او دقران له ارشاداتو سره سم په مونږ جهاد فرض عین دی ، پاکستان چې اغلبا دافغانستان په نسبت زمونږ لپاره خصوصا دکوچنیانو او کورنیو لپاره مویوڅه په امن دی ،ځکه ورته راکوچیدلي یو ځکه دځان او کورنۍ ساتل هم فرض دي ، داچې پاکستان له همدې ګوزارې سره سره منافقت او ډبل ګیم هم کوي ، داد الله تعالی یو بل امتحان دی ، مونږ ته لکه شرعا چې له کافره دوسلې رانیول جواز لري دلته پناه راوړل یا له ځمکې یې داستقرار لپاره استفاده کول هم کوم شرعی حرج نلري ، زمونږ لپاره مهمه داده چې دشریعت په چوکاټ کې له مهیا امکاناتو نه په استفاده کافر له خپلې خاورې وشړو ، داچې ځينې خلک دپاکستان داچشم پوشي ، یاله دې خاورې دطالبانو استفاده ، ددوی ګوډاګیتوب بولي ، یوازې یو پوچ تور دی ، دوی دې لومړی دګوډاګیتوب لغوي او اصطلاحي معني وکړي او بیا دې په مونږ باندې عرض کړي ، چې آیا مونږ ګوډاګیان یو کنه ؟
دلته پاکستان طالبانو ته دفرصت ورکولو په اهمیت هم پوهیږي او طالبان هم پوهیږي چې پاکستان والله که داسلام ، جهاد او افغانستان له غمه مړوي ، صرف خپل غم اخیستی دی ،نوځکه ځان دپاکستان داحسان پوروړي نه بولي ، دغه راز په دې هم باک نه وړي چې له جهاده یې پاکستان ته ګټه رسیږي ، ځکه داګټه اصلي نه ده بلکې ضمني او د دوهم لاس ده ، لکه دروس ضد جهاد ګټه چې امریکا او درستې نړۍ ته ورسیده ، دطالبانو لپاره دامحاله ده چې امریکا په داسې شکل ماته کړي چې پاکستان ته یې هیڅ ګټه ونه رسیږي .
آما کوم کسان چې دعوه لري ، طالبان له پاکستاني حکومت یا استخباراتو سره منظم روابط لري ، غونډې ورسره کوي او لارښوونې ترې ترلاسه کوي ، دوی دې مهربانی وکړي خپل شواهد او اسناد دې دټول افغان په میز واچوي ، چې له دې رازه ټول خبر شي ، دغه راز دی دوی دطالبانو دکارونو او پالیسیو داسې یو مورد وښیي چې هلته له افغاني مصلحتونو او شرعي توجیه پرته تنها دپاکستان په ګټه کوم کار شوی وی ایا دپاکستان افغانستان او اسلام ګټې دومره سرې پېیلې دي ، چې په اړه یې دطالبانو پاکستان پلوه او افغانستان پلوه عملیات له یوه بله نه شي سره بیلیدای ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نور بیا ان شاءالله


نوروز خان ته

chaparharay
02.02.2011

السلام علیکم ورحمةالله
نوروزه خان صاحب زه شخصا د طالبانو پلوی پدی کوم چی دیرغلګرو سره
په مخامخ جګړه کی بوخت دی .
پدی یی کوم چی ددوی په مقابل کی هغه متقابل لوری کافر دی .
او پدی يي کوم چی په راتلونکی کی که په طالبانو کی داسی خلک به راوځي
چی هغوی به ان شاءالله ښي عقیدی ولری او دا اوس دم یا د خپل حکومت په
دور کی چی کوم عقیدو ولا طالبان وونو هغوی نه خو داسلام پلی کولو طمعه
به محض خپل ځان غولول وی .
ځکه طالبانو اسلام فقط او فقط دګمرا پیرانو په پیروی کی منحصر کړی وو
چی په ننګرهار کی دصدراعظم خان د پیر سباک(سفاح)مرید او ملاکبیر خان
چی کوم اسلام په خلکو باندی تطبیقاوه نوهغه خو اسلام نه وو البطة پیری
ورته ویلی شو .
په ننګرهار کی یی د قران کریم ترجمی بندی کړی چی ددی پرځای یی پرخلکو
جبرا ختم خواجګان لازمی کړ که کوم ریس به له ختم خواجګان چی یو ګمراه طریقه وه
او ددین سره يي هڅ تړاو نه وو نو نه کولو هغه به یی له دندی ګوښه کولو او
نوری ځورونی یی هم مقدر وی .
د مولوی صاحب مسلم دوست چی همدا اوس هم دطالبانو سره په هجرت کی
مهاجر دی د افغان او پاکستان دواړو نه مهاجر دی څلور مدرسی چی بیخی د
وړو ماشومانو مدرسی وی چی یواځي د قران حفظ به پکی کیدو وتړلی !!!
په جلال اباد کی یی څلور د جمعیة احیاءالتراث الاسلامی چی یو اسلامی موسسه
ده او دکویت د اولسی خلکو په چنده چلیږی څلور مدرسی چی د وړو کوچنیانو
یتیمانو مدرسی وی دا نه چی ویی تړی بلکی ورباندی یرغل یی وکړ او استاذان
یی ښه وټکول او عربیان یی بندیان کړه چی بیا روسته یی پریښودل او ټول مال
او موټر یی ورنه ولجه کړل لکه دکوم کافر مال یی چی وی دا ځکه چی په کی
پیری نه بلکی د قران حفظ کیده .
په چپرهار شاهی کوټ رودات کامه جلال اباد او ټول ننګرهار کی ټولی وړی
او غټی شخصی مدرسی بندی او د پیرانو ګمراهانه او شرکی محفلونه او انجمنونه
یی عام کړل چی دا خو نو په یو اسلامی مذهب کی هم روا ندی که څوک یی
په زور په حنفی مذهب ورتپی نو دا به ډیییییییییر زیاتی وی ځکه چی حنفی مذهب
خو خپله طریقه لری چی په څلورو اصولو قران حدیث صحیح قیاس او اجماع د امت باندی بنا دی نو دا د پیران خوسا او ګنده عقیدی چی له هندوانی
،مجوسی مسیحی او یهودی ادیانو نه جوړی شوی هڅکله د اسلام نماینده ګی
نشی کولای دا د پیرانو عقیدی د اسلام نه خارجی دی او مونږ سره یی ډیر ثبوتونه
شته چی د ضرورت په وخت کی به یی وړاندی کړو.
نو که طالبان ددی لپاره جنګیږی چی دا کافر حکومت ختم او پر ځای یی بیا
د پیر سباک عقیدی پلی کړی نو افغانان ددی نه بیزاره دی او داسی به ان شاء
الله چی بیا اونه شی البطة په جنګ به بدلی شی خو بیا به هغه مشرکین لکه صدراعظم او ملا کبیر جان ونه منی!!!
بیا که نوروز خان صاحب وای چی طالبانو باندی د isiکوم ثبوت دی نو وروره
که ریښتیاووایو نو دا د ملاکبیر ځاله چی په ګلبهار پیښور کی واقع ده او هره
ورځ د isi والا ورسره مشوری کوی .
دا په نو ښار پیر سباک کي يي چی خپل جیل دی او که یو څوک یی په پټو
سترګو خبره ونه منی نو پکی يي وراچوی نوبیا یی قسمت خپل دی چي ژوندی
ورنه راوځي او که هماغه ځای نه به یی دقیامت حشر هم وشی .
دا د چپرهار مولوی صاحب عبدالرحمن حبیب زی چی ورسره لږ څه کی وران
شو اوهغه هم داسی چی ورنه یی د بعضی مجاهدینو وژل غوښتل نو وی نیوه
او دومره یی وواهه او بندی یی کړ چی کله راخلاص شو مونږ ورغلو یواځی
پوستکی یی په هډوکو پروت وو او نوره هڅ غوښه په نه وه نو نه پوهیږم چی
په کوم شرط به ورسره جوړ شوی و ی.
همدا راز یی انور الحق صاحب چی د مولوی صاحب خالص زوی دی په کومه
خبره نه منلو یی دا وانګیرله چی دا به ګوند ی ځما په مقابل کی ودریږی نو هغه یی هم ونیوه او بیا یی isi ته وسپاره چی هغوی به بیا څه ورسره کړی وی
خو دومره د باوری خلکو چی ثقه خلک دی او ورسره ملګری هم دی خبرشوم
چی پنځه لاکه۵۰۰۰۰۰ډالرو په بدل کی isi راپریښوده
نو هغه څه ورځی وړاندی یی ملابرادر هم ونیوه او ټولو رسنیو اعلان کړ خو
بیا یی ډیر زر او روغ رمټ راپریښود . ولی یی نیولای وو او بیا یی څنګه او
په کوم شرط راپریښود یو سوالیه نښان دی؟
نو صاحبه لدی به نه منکریږی چی طالبان د isi خلک نه دی او یا هغوی ته کار
نه کوی خو دا خبره صحیح ده چی په اوس وخت کی د یرغلګرو سره په مقابله
کی دی نو باید ننګه یی وکړو کنه نووووووووووووووووووووووو!!!!


نوروز خان
02.02.2011

سلامونه
لاروی صیب ددې ټوکې یومورد له ماهم واوره ،سره له دې چې زه ټوکي نه یم او نه په مبارکو حروف هجاء باندې دداسې الفاظو لیکل راته مناسب بریښي ، خو څنګه چې جواب ترکي به ترکي میباید ، نونه یې درنه سپموم
ملاشبیراحمد عثماني ، دخوست دسیګۍ دی ، دطالبانوپه وخت کې دکابل راډیو نطاق او دپکتیا داطلاعاتو او کلتور رئیس پاته شوی ، له امریکایي یرغل وروسته یوڅه وخت دخوست له خلقیانو دځان ساتنې په خاطر حکومت ته ورګډ شو او دخوست په راډیو کې یې نطاقي پیل کړه ، نوموړی وایي چې دخوست دراډیو مشر محمدغفور مهیدی چې مشهور کمونیست ده او اوس هم ښایي دخوست راډیو مشر وي ، دخوست دهغه وخت دوالي حکیم تڼیوال په حضور کې دراډیو په خپرنیزه پالیسي غږیده ، او بیا بیا یې ویل چې مونږ باید چې څه مو زړه غواړي هغه خپاره کړو ، ځکه موږ بالکل خپلواک یو ، موږ خپلواک یو ،
عثماني وایي چې دامریکایانو له اشغال او اکمال سره سره دده دبیا بیا خپلواکۍ ددعوې په مقابل کې مې ورته همدا کیسه تیره کړه
داسې چې چیرې یو مفعول وه چې په همدې کار یې خورا شهرت موندلی وه ، یووخت په عیني موقع چې چې نوموړي بیا دځمکي مخ نیولی وه ، څوکسان پرې راغلل او له لیدلو وروسته یې یوه بل ته سره وویل چې دی دووس خو بیا ..... په دې وخت کې مفعول ته سخته غوسه ورغله او فاعل ته یې وویل چې ته یوځل لرې شه چې زه ده ته ښیم چې څوک دووس دی !!
عثماني وایي چې داټوکه چې تڼیوال او غفور مهیدي دواړو ته متوجه وه تڼیوال پرې دومره وخندل چې سترګې یې وبهیدې او وویې ویل چې یاره حقیقت خو همداد ه مګرمونږ تنخوا خواره څنګه وکړو ، دخپلواکۍ په لاپو خوبه خلک تیر باسو
هیله ده چې حساب پوره درغلی وي :lol:


larghonay laraway
02.02.2011

نوروز خانه زه خو ورته نه خاندم ځکه چې زه په خپل وطن او خلکو ځورېږم او بې شعوره نه ية چې وخاندم! خو واوره:
وايي يو زناکار چارواکی چې ، ډېر زوړ شوی ؤ سترګو يې سم کار هم نه کاوه نو نفرخدمت يې ورته لاسي څراغ نيولی ؤ چې مطلب ځای وويني ، نو دا چې زوړ بوډا ؤ او کار يې نه شو کولی نو نفرخدمت ته په غوسه شو چې :
داڅنګه څراغ نيسې، ته راکړه چې زه يې ونيسم!
نفرخدمت چې تر بوډا زناکار ځوان ؤ نو طبعا بريالی شو او معامله يې ترسره کړه!
زاړه پاچا ورته وويل: خدای دې خوار کړه په دې څراغ نيولو! دغسې څراغ سړی نيسي.

[color=red:5cf7601acb]نو نورزو صيب !
په رښتيا چې په افغانستان کې امريکا، بهرنيو لنډغرو کوبایانو منډلی خو څراغ ورته کرزي او ملاعمر نيولی دی. [/color:5cf7601acb]
:cry: :cry: :cry:


احمدجان
02.02.2011

ځینې خلک ډېر سپیڅلي احساسات لري خو کله کله یې دا احساسات او پاکه جذبه پرې دومره غالبه شي چې د غوږ ګټلو پرځای سر بایلي.
هر په وطن مین افغان باید پاکستان د دوه مخې، او د افغانستان ګټو ته د ناوفادار ګاونډی په توګه وپیژني او باید همدا یې د پاکستان سره د تعامل او کړچار ټاکونکی فکتور وي. خو څرنګه چې زموږ په دین کې حکمت یو مهم ارزښت دی او موږ ته پرې په قرآن کې امر شوی، څومره به حکیمانه وي چې طالبان په اوسني وخت کې په افغانستان کې مېشتو شپږپنځوس ډولو متجاوزو ځواکونو ته شا، او د پاکستان سره لاس او ګرېوان شي؟؟؟
زه د هرهغه افغان ددې احساس د زړه له کومې درناوی لرم چې د افغانانو سره د پاکستان غدر او خیانت د غچ او انتقام هیله په زړه کې لري، خو دا سپیڅلی احساس مو باید دومره تنګ نظري نکړي چې لکه د آس، یواځې خپل مسیر ګورو او د وړاندې او وروسته سوچ او فکر راسره نه وي.
د لوړو لیکنو لیکوالان د همدې پاک احساس ښکار دي، خو کاشکې یې د استعمار شوي افغانستان لپاره د پاکستان بې مرستو، او بامرستو طالبانو دواړو ګټې او زیانونه یو نیاومن قضاوت ته سپارلي وای!!


عنوان

chaparharay
02.02.2011

السلام علیکم
ښاغلو استاذانو هریو لرغونی لاروی صاحب اونوروزخان صاحب تاسی دواړه
ځما په ادبیاتو کی استاذان يي ځکه چی د ویښ اوهیښ په معنی مو پوه کړی یم
خو محترمو استاذانو کاش چی دا اب مو یواځی د ګرامر نه بلکی د وقار او اکرام
په معنی هم منلی دا تاسی چی کومی خبری کوی والله مونږ یی په لوستلو شرم
محسوسوو او تاسی په قلم نرررررررررررررررررررررغوندی راکش کړی.
او نوروز خان صاحب تاسی نو ثبوت څه شی ته وای لږ مو پوه کړی ؟
که تاسی وای چی یوڅوک دی درته د ملاکبیر او ملابرادر او نورو په لاس لیکل
شوی خط در وښايي چی isiته يي لیکلی وی نو داخو محاله ده یا او که چا داسی
کوم خط وښوده نو زه به یی هم ونه منم ځکه چی ددی خبرو تحریری ثبوت نه وی
او که وای چی videoیی وښایه نو دا خو هم محاله ده دانشی کیدی خو دا ځینی
خبری داسی وی چی د هغه دډاکټرانو په اصطلاح له اعراضو او علایمو نه
یی رامعلومیږی او ځان ته قرینی لری چی حقیقت پری څرګندیږی .
او که ته وایی چی نه څلور ګواهان راوله نوداخو به د زنا مسله نه وی چی
ګواهان وی اوڅلور دی وی او نران دی وی او ثقه دی وی او هغوی د ی بیا
هم په عین حالت کی لیدلی او ګواهی به وای .
ایا دا دومره قراین چی لیکونکو وړاندی کړل کافی ندی د ستاسی دا پیغمبر
چی ایمان مو پری راوړی او له ګناه څخه یی معصوم او منزه ګڼی په مقابل کی
هغه بله ورځ د پاکستان جیو نیوز ټیلیویژن چی د کرنل امام انټرویو وړاندی کړه
په هغه کی یی څه وویل پدی به هم سترګی پټوئ .
اوچی یو سړی داسی د لانسلم په غونډۍ ناست وی چی هڅ نه منی نو بیا خو
به هغه بل خوا ته خلک هم دا نه منی چی ګوند ی امریکایانو ظلم کړی یرغل یی
کړی او د کرزی په اداره کی فساد دی او نور....
اسامه بن لادن چا افغانستان ته راوست او دا اوس چیر ...بس داخبره می بیرته ړنګه کړه د حالاتو سره مناسب نه بریښیده.
خبره په طالبانو کی وه نو دا به حق خبره نه وی چی ګوندی طالبان د isi خلک
ندی او یا هغوی ته کار نه کوی او ستاسی له خبرو نه دا هم ډیره په ډاګه
رامعلومیږی چی طالبان اوس هم افغانستان ته نه بلکی پاکستان لپاره د امریکی
سره جنګیږی لکه چی تاسی وای چی پاکستان په افغانستان کی د امریکی شتون
د ځان په زیان ګڼی نو ځکه طالبانو سره مرسته کوی !!!!!
ددی خبری نه مو نوره هم واضحه شوه چی طالبان څوک او څه کوی دا خو بیا
ښکاره رامعلومیږی چی دا جهاد نه کوی د پاکستان فوج دی چی ددی دستی نوم
یی طالبان ایښی دی مونږ بیا هسی ورپوری نښتی یو چی طالبان دی او مجاهدین دی او دا دي او هغه دي .
ړوند په خپله امسا پریوزی کوهی ته
خپل دلیل دکم دلیل دځان تاوان شي


نوروز خان
02.02.2011

السلام علیکم
چپرهاری وروره ! ماچې څومره وفهموله ته هم دهغو متعصبو عربو غوندې باورلرې ، چې دروس ضد جهاد یې په لومړیو کې ددهریانو او مشرکینو خپل منځي جګړه بلله ، خو شهید عبدالله عزام ته دې خدای خیر ورکړي ، په خپلو ویناوو او تصنیفاتو یې دداډول تنګ نظر سر ورخلاص کړ، تاسو چې مولوي کبیر او مولوي صدراعظم مشرکین بولئ ، نوباور وکړئ ، له ملامحمد عمر نیولې ترادنی طالبه ټول همدا ډول عقیده لري ، ستاسې په باور شاید دا دمشرکینو او اهل کتابو جنګ وي ، چې باید تاسو ښاغلي ورسره په اسماني دین کې دشراکت له وجي داهل کتابو خوا ونیسئ
بله تا دمولوي کبیر خبره کړې ، چې ولې یې پاکستان نه نیسي ، وروره مولوي کبیر څه کوې ته ځان مجاهد بولې دا تا ولې نه نیسې چې دپیښور په منځ په جامعه اثریه کې اوسې ، آیا ته هم دآی ایس آی ګوډاګی یې که څنګه ؟؟
داچې ولې پاکستان مولوي کبیر نه نیسې لوړ مې درته پوره وضاحت لیکلی هیله ده ویې لولې !!
او ددابلې وهابي دودیزې تنګ نظرۍ په اړه به په لنډو درته ووایم ، چې افغانستان ستا په شمول هیڅوک هم په خپل ډګ نه شي برابرولای ، ته داسې طالبان غواړې ،چې ټول وهابیان وي ، خو دافغانستان اولس بیا هغه طالبان غواړي چې ددوی غوندې احناف وي .
طالبان چې دافغانستان داولس دوهم نوم دی داولس غوندې دمختلفو افکارو او نظریو ګډوله ده ، دکونړ او نورستان طالب سلفي دی ، دنور افغانستان حنفي مقلدین دي ، دبامیانو په کهمرد کې جنګیدونکي هغه هزاره شیعه دي ، دغزني او کندهار وال په حنفیت کې زما غوندې په تصوف معتقد دي ،دغسې په ازبکانو ، ترکمنانو او تاجکانو کې طالبان هم دافکارو او ګروهو له اړخه همداسې درواخله .
که تادا خیال وهلی وي ، چې باید ټول هزاره او مقلدین افغانان حلال شي ځکه چې موحدین نه دي نو دا مردار خیال دې ،دلته دلیکلو په ځای باید دجامعه اثریې له خوا سره دپندو چوک دمردارې نالۍ مردارو اوبو ته ووایې
چپرهاری صیب داسې ښکاري چې تاسې دطالبانو دګوډاګیتوب په اړه تازه او کره اسناد له ځانه سره لرئ ،هغه څه چې تراوسه زما په شمول ددې بحث فورم کوم ګډونوال نه دي لیدلي ماستاوروستۍ لیکنه هغه مهال ولوسته چې دالیکنه مې پورته کړه
ان شاءالله په دې اړه به تفصیلي غږیږو ، اوس یو ډیر ضروري کار راته ګوري

او ښاغلی لاروی دټوکو استعداد دې ستایلو وړ دی ، زمونږ یو ملګری وه چې کومه ټوکه به هغه دملایانو په اصطلاح له ترجمة الباب سره ونه لګیده په پای کې به یې ورسره وویل چې لګول یې پرتاسو
کاشکې تاسوهم له خپلې وروستۍ ټوکې سره لیکلي وای ٬


عنوان

chaparharay
02.02.2011

وعلیکم السلام
نوروز خان صاحب !
تاسی لیکلی چی د نورستان او کنړ کی سلفی طالبان دی .هو بالکل دی او ډیر ښه یی
پیژنم او ښه خلک دی
خو صاحبه دا ستاپه وینا کی ډیر تضاد دی هلته وای چی افغانان طالبان له یوه
سره له ملا عمره نیولی تر ادنی طالب پوری همدا ناولی صوفی عقیده لری !
او بیا وای چی نورستان او کنړ کی طالبان سلفیان دی لږ خپله لیکنه دوباره
لوله یا یی اول جوړوه بیا یی لیکه نو ضدونقیض به نه راځي.
بل دا تاسی چی لیکلی چی تا ولی نه نیسی نو که زه هم ستا د پیر کبیر غوندی
مشهور شوم او بیا یی ونه نیولم نو ستا نیوکه به په ځای وی .
داسی ما غوندی ډیر خلک دلته ګرځی راګرځی خو څوک یی نه پیژنی مګر تاسی
ورته ووای چی ګوره داسړی هم مونږ پسی (دپاکستان فوځی دسته) خبری کوی.
بله صاحبه تاسی لیکلی چی طالبان د اولس غوندی مختلفو افکارو او نظریو ګډوله ده
نو په کوم اعتبار ؟
یو ځل وایی چی مونږ په افغانستان کی پغیر د احنافونه(چی ستاسی په عقیده یواځی پیراومرید)بل څوک نشو ځغملای اویواځی د احنافو(تعنی پیرانو مریدانو)
حکومت به وی اوبیا لیکی چی د مختلفو افکارواو نظریو ګډوله ده نودا څرنګی؟
تردی دمه خو زه هم په دی تیارهکی پروت وم چی رښتا هم طالبان یو اسلامی امارت دی او پدی کی به حنفی او سلفی نه وی خو اوس خو تاسی د طالبانو په نمایندګۍ دا راته هم وویل چیافغانستان کی به ستا ځای نه و ی .
ولی؟
او ښه هغه خلک چی سلفیان دی او تاسی سره اوږه په اوږه کار کوی نو دهغوی
خوارانوبه څه سرنویشت وی که دافغانستان تر ازادۍ ژوندی پاتي شی؟
او هغه شیعه ګانو سره به څه کوی چی د افغانستان اوسیدونکی دی ؟
ځما او خپله مدعا مه هیروۍ ما دا نه دی ویلی چی ټول افغانان دی سلفیان شی
خو دا می ویلی وو چی مونږ موحدینوسره یی ظلم کړی او دقران ترجمی یی
بندی کړی چی داځمونږ حق وو.
خو اوس تاسی خپله خبره پرما راتپی چی ته په افغانستان کی ټول خلک وهابیان
غواړی مخکی عبارت وګوره خپله اوځما مدعا به وګوری!
او نوروز خانه وروره هو زه مجاهد یم خو الله لپاره جهاد کوم او ځما په عقیده
یی فرض ګڼم اوس که افغانستان ازادیږی که نه دا دالله کار دی خو یو فرض دی او کوو به یی نه د حکومت په طمع یو لکه ستاسی پشان نه کوم څوک افغان
له افغانستانه شړل غواړو او نه مو څوک شړلی هم شی .
صاحبه پدی خبره دی غوږونه ښه خلاص کړه چی مونږ د افغانستان اوسیدونکی
یو او ان شاءالله ترڅو چی ژوند وو یو به دا څه ستاسی شخصی کور ندی
چی څوک به ورنه وشړی او نه یی څوک ستا په کاسه کی خوری .
ملا محمد عمر صاحب پیغام کی ویلی وو هغه وخت ډاکټر حنیف دطالبانو ویاند
وو او دا پیغام را ته ستاسی یو طالب قومندان چی کنړ کی جنګ کوی قاری صاحب ضیاءالرحمن که یی پیژنی راکړ.
ملا صاحب پکی لیکلی وو چی په تحریک کی به فقهی اختلاف ته اعتبار نه و ی
او د ټولو ورونو ته دا اعلام دی چی فقهی اختلافات به نه څیړی !!!
اوس نه پوهیږو چی تاسی به ریښتیاوایی او همدا به ستاسی د تحریک اجنډاوی
چی افغانستان کی به یواځی پیران وی او که ملا صاحب به د شیعګانو غوند تقیه
کړی وی .ولله اعلم بالصواب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more