د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مازدیګر
12.12.2007

عراقۍ په اشارت هنر څرګند کا
ټټو سم په لاره نه ځې بې کوتکو

دعالم سره خواړه نه خورې له کبره
لا تر روغه نه بهتر دی کار دپکو

که په شهدیې ساتې مزه یې نه وې
ناشپاتي دسمرقند دهند په مزکو

دخوشحال ویل که در قیمت بها دې
وناپوهو ته بتر دې تر کونجکو


عصمت الله
12.12.2007

واح واح مازدیګره ورور خدای پاک مو مه خواره وه
هیله ده چې تل داسی خواږه شعرونه درسره راوړې

د خوشحــــــال کــــلام شیرین دی تر نباتو
چې په خوند یې خبر ندی ورته کورت ده

دې ګونګټ مینه په غول او خوشایی ده
خـــــــاصــــه مـــــینه ګــــــــل باندې بورا کا
چۍ یار درومې چاره نشته ده خوشحاله
کــــه زمــــا په رضا درومــی خوله به راکا
خوشحال خان خټک

مازدیکره ورور غلطی مې راته ښیه


Nazar
13.12.2007

به‌ دستی‌ قلم‌، دست‌ دیگر تفنگ‌
به‌ دشمن‌ هجوم‌ آورم‌ چون‌ پلنگ‌
ز گردن‌ جدا سازم‌ و بر درم‌
گرگ‌ خونخوار و كام‌ نهنگ‌
___________________________
زموږ ملا ئې نه منی

وی بــه مــلا جــان چــی زه ورځـمـه کـا بـل جان ګټم

زه خـپـل جــومـاتـونه، زیارتونــه، امـــا مــان ګــټم

زه پـــه ســه دکـــان کــی عــا شـقـان او عـارفان ګټم

زه لـــه مــدرســو نه خــواره شــوی طــالــبــان ګـټم

زه لــــه «مــلــحدانو» شریعــت ګــټم ، قــرآن ګـټـم

زما باور به نه راته

وی بـــه مـــلا جــان دغـه دنیـا خـو تــیریــدونـکی ده

ټوله «ما فیها» په دی فانی کی ختمیـدونـــکی ده

دادقـــدرتـــونـــو ډنـــډوره تـــمـــا مـــیـــدونــکــی ده

ورځ دعــــرصـــات او دمـــحشـــر رارســـیـدونکی ده

زه پــه خــپــل جهاد کی تشــه خوښه دسبحـان ګټــم

زما باور به نه راته

وی به مـــلا جــان زه دلالـــونـــو تـــمـــه دار نـــه یـــم

زه یو «مجـاهد« یـم ، زه شـــوقــی داقــتدارنــه یـم

زه مــامــور دشــرعـی یم ، دهیچا صوبه دار نه یم

زه دپــرنــګــیـــانـــو دپــلانــونو ټــیــکـــه دار نــه یم

زه دروس لـــه پــــوځه پــاکــه خــاوره دافغان ګټم

زما باور به نه راته

وی بـــه مـــلا جـــان زه چــــی دادومــــره آذانـونه کم

چـــرګ د ډیـــران نه یـــم ، زه مـخـلوق ته آوازونه کم

زه لـــه روح الله سره په عــرش کـــی پـــروازونه کـم

زه لــه چــا څــه نـه غواړم په خدای باندی نازونه کم

زه لـــه کــــا فـــرانــــو آزادی دمـــســـلـــمـــان ګــټــم

زما باور به نه راته

راشـــه اوس یی ګوره ملا جان چه څه نــخری کوی

خلــک ســره وژنــی دی پــی خاندی مسخری کوی

تښـــتی لــه جـــومـــاتـــه مــقـــتدیانو ته پلمی کوی

ټـول هیـواد یـی چور کړ او لا ناست دی مسآ لی کوی

هــــره نــــاروا ، رواکــــوی خپـــلــــی چړچــــی کـــوی

راشه ملا وګوره

اوس مـــلا حـــاکــــم شــــو ســر غـــنـه دجــلادانو شو

دوســـت دکـــافرانو شـــو، دښــمــن دمومــنــــانوشو

نـــیم دیـــهــــودیانوشو ، نیـــم نور دسعودیــانو شو

زیـــا ت دپاکســــتان شو، یو څه کم دایرانیانو شو

اوس دا خیـــرات خـــور، دډالرونو تـــفـــالـی کوی

راشه ملا وګوره

اوس واعـــظ دشـــهر پیـــش امام دشــیطانــانودی

خـــنډ دصـادقــانـــو ، مـــلا تـــړ دخـــایـــنـــانــو دی

قـــتل دحســــین ته ، تیـــغ بر دار دیزیـــدانـــو دی

دوســت دهــر دښمـــن دی او دښمن دافعانانو دی

ناســـت دی دوطـــن دخــر څـــولوقــبـــالـــی کـوی

راشه ملا وګوره

وایــــی مـــلا جـــان چـــی زه غــازی یمه تورزن یمه

زه واکـــدار دژونـــد او قـــتـــلـــولــو دهـــر تـــن یــمه

تــخـت او تاج می خپل دی ، زه مالک ددی وطن یمه

کــــــوز به تــری نه نشـــم په چوکـــی باندی میـــن یمه

اوس پـــه خـــیټه مـــوړ شـــو، نوی نوی تــوطئ کوی

راشه ملا وګوره

خلـــک ورتـــه وایی ملا ورشــــه جومـــاتونو ته

وتـــــــړه ، وروتـــــړه ټـــوپـــکوته ، بـــمـــونـــو تـــه

ټـــینــګ شه عبادت ته ، ریاضـــت تـــه،آذانـــونوته

دا دنـــیا فـــانی ده، ځـــان تیـــار کـــړه ، جــنتــونوته

ځان رسوه حوروته ، غلــمــانــوتـــه ، جـــامــونـــوتــه

زموږ ملا یی نه منی

خلـــک ورتــه وایی، چی وروری ښه ده، امان ښه دی

ناســـته دمؤمـــن ښه ده، مـــلاتړ دمــــسلمـــان ښه دی

بــــیا تر هــــر پردی نه، دخـــپــل کور کلی افغان ښه ده

دی ګـــردی دنــیا نـــه یــو بڅـــری دایـــــمـــان ښــــه ده

مــــه خــــلا صـــــوه لاره تـــبـــا هی دولـــسونــــوتــــه

زموږ ملا یی نه منی

خلـــک ورته وایی افـــغانـــان پـــه پردو مـــه وژنــه!

دغـــه خـــــوار وګــــړی دایـــران پـــه پیــسو مـه وژنه!

دا خـــواره واره دپاکــــستان په بــــمــو مـــه وژنـــــه!

دغـــه دینـــــداران دبــــی دینـــی په پلــــمـــو مه وژنه!

وګـــوره قـــرآن ته، پـــاکــــالله ته، کـــتـــــابــــونوتــه!

زموږ ملایی نه منی

زه خپله قاضی یم، هم قانون یم، هم سرکــــار یمه

زه درســــولانــو دمــــــیرا ث سلـــسله داریــــمـــــه

زه دجـــنـتـــــونــو دویشــــــلو ټـــــیکه داریـــــمــــه

ولــــــس وایـــــی لږ پام کوه زموږ ماتو سرونو ته

زموږ ملا یی نه منی

زموږ مـــــلا اوس مخــــامخ ددین سو داګری کوی

تللی پــــیښور ته زموږ دخاوری بیــــپاری کــــوی

نــــــوی وابی شـــــــوی دســیاف سره یاری کوی

ووته مـــــیــــدان ته دډالرو جـــــــواری کـــــوی

اوس قــــومندان شوی، بله ورځ به خرکاری کوی

چوپ شه چاته مه وایه


رښتینی
15.12.2007

چي مـــــدام د بـــــــل و عيبو تـــــــه نــــــظر کړې

خــــدای د خپـــــله عيبــــــــــــه ولي بې خبر کړې

کــــه يــــــوه جـــــــودانه عيب وينې په بل کښي

هغه يو جودانه عيب به يې لـــــوی غــــــر کړې

کـــــــه دي خپـــــله ګنـــــــاه لــــــــويه لکه غر وي

پـــــه حيــــــله حيـــــله بـــــه غــــر د مچ وزر کړې

که څوک تله د انصاف په لاس کښي در کړي

خـــــپل ټــــــــټو او د بــــــل اس بـــــــه برابر کړې

تــــو لعنت دي پــــــــــــه دا هسي مــــــنصفي شه

چــــــي د حـــــقه و بـــــاطل و تــــــه ګـــــــذر کړې

تــــا تـــــه رب د مــــــلايــــــکو مــــــقام در کــــــــړ

تــــا دا خپـــــــل صـــــــورت پخپله ګاو و خر کړ

که دي يــــو وېښتـــــــه د ځان د پاسه کوږ شي

ځــــان هغه ســـــاعت لــــــــه خدايــــــــه مرور کړې

د ځوانـــــۍ عمــــــــر دي تېر کړ په غفلت کښي

پـــــه پيري کي بــــه څــــــــه زېرمه د محشر کړې

پـــه پــــــيري کښي د ځــــــــوانۍ چاري نه ښايي

تــــه پــــه ورځ د عـــاشــــــــورې به څه اختر کړې

لــــکه بــــېخ د زړې ونــــــــي چــــينجي وخـــــوري

پــــه دا تــــېر عمر بــــــه څه ښاخ و ثمر کــــــــړې

دغـــــه بــــاغ بــه دي خلاص نه شي له خزانـــــــه

کـــه چاپـــــېر ور ځني ســـــــد د سکندر کـــــــړې

و بــــد خواوو تــــه هيڅ څوک نصيحت نـــــــه کا

رحمان ستا په غم شريک دئ که بـــــــاور کړې
______________


Nazar
16.12.2007

پښتونه

خپلي ليلا ته شه دلبر پښتونه
ټوله دنياکړه پری خبر پښتونه

دا هندوکش او تاتری خبر کړه
چی سره يو کړو لر او بر پښتونه

ډيورنډ خط د سرطان دانه ده
ستا تباهی ته دی خطر پښتونه

دا اوبه ندی ترينه اوښکی راځی
زرشه خوشحال کړه دا سپين غر پښتونه

يا د تقدير زرشه ډير زر بدل کړه
يا د سر و جنګو په غر پښتونه

د خوشحالخان له پاکی خاوری ځينی
جګ شه اورنګ کړه لاس په سر پښتونه

د ملنګ جان په زړه چړی خښی شوی
تار د اغزن لکه خنجر پښتونه

که موټی نشو او وحدت ونکړو
داسی به ګرځو در په در پښتونه

دا د سبا وعدی کړی لنډی نوری
هرڅه کړی خپل تر مازديګ ر پښتونه

راوړی ډولونه اټنونه مرش کړی
په غليم جوړ کړې يو مهشر پښتونه

حفيظ مليار باندی به جوړ شی اختر
که شمله جګ کړو د خيبر پښتونه

عبدالحفيظ مليار


Nazar
16.12.2007

ګږی سترګی

زه خو درته ګورم په رڼوسترګو
ولی راته ګوری په کږو ستر ګو

ماته ازادی جز دايمان ښکاری
لږکړه ځان خبر له پښتنو سترګو

پلارنيکه مويو دی افغانان يو مونږ
ځکه يو بل وينو په خوږو سترګو

ګوره دبرلين ديوال هم ړنګ شول
ځکه سره ګرځی په دا سرو سترګو

خط د ډيورنډ د ظلم کرښه ده
څو به راته ګوری په دا مړو سترګو

واوره زولنی مونږ لره مه شړنګوه
مونږ يی ښکلوو په ليونو سترګو

مات به شی خمار بيا د حفيظ مليار
لا ړ به شی خيبر ته په درنو سترګو


Nazar
16.12.2007

زماشهيده زويه

ديوی غمجنی کونډی مور وير

دا ستا ځوانې لکه د ګلو غوټی

لا غوړيدلی نه وه ورژيده

ستا ښکلی قد لکه د صبر ونه

له خندا ډکه ستا دا ښکلی څيره

ته به هميش راته خندان ولاړ وی

زما امېد وی زويه

زما زړګی وی زويه

د سترګو ديد د زړه چراغ وی زويه

په تا زما د زړګی کور ودان وه

تا د خپل پلار د ارمانو په خاطر

تا به زما چيری ګريوان په خاطر

ماته تسل را کوه ماته اميد راکوه

دا خاطری به څنګه هير ی کړمه

چاته زړګې خالی کړم

څنګه زړګې صبر کړم

زما به پښۍ لوڅی وي

خو ما به تا لره بو ټان اخيسل

زما به کميس له پيوندو نه ډک وه

خو ما به دا تا لره کالی اخيستل

ما به په پور باندی

تاته قلم تاته کاغذ اخيسته

د همسايه قرضداره

د دوست دښمن قرضداره

د کس نا کس مذدوره

په د اميد چی ستا ثمر و وينم

د واده شپه به د وی

د ستا به ناوی ستا ډولی به وينم

دا ستا په لاس به زه نکريزی ګدمه

زه به اتڼ کومه زه به خوښی کومه

اوس به می دغه ارمان دا د ابد لپاره

له خپله ځانه سره

دا د خپل قبر ته وړم

ته د تعليم په خاطر له کوره و وتلی

ماته د وکتلې

او په خندا خندا

بيا د دا و و يلی

د خداي په امان موری

موری راځمه خو دوعا راکوه

لحظه لا تيره نوه

چی د راکټ يو لعنتی اواز شو

په کلی ولګيده

ته هم د نورو په شان

د د راکټ خوراک شوی

په وينو ولمبيدی

وينو د هرې خواته داری وکړی

زمونږ کوڅه وه هلته

ټوله په وينو رنګه

په ډيره منډه می ستا سر خپل په زنګون کښيښود

زما په غيږ کی د سلګی شروع کړی

دا ستا د زړګې د نيا ګی

وه ډ يره ورانه زويه

ډيره خزانه زويه

ډک له ارمانه زويه

زما په غيږ کی داستا ساه ووته

سترګی د پټی شولی

اوله د نيانه لاړی

ځمکه او اسمان زما په درد ژړيدل

په ما دغم يو لوی هيبت پروت وه

ما ويل چی خوب به وينم

ما ويل چی دروغ به وې دا

هو - زه هم په ځان باندې ونه پوهيدم

ما مې د سر واړه ويښتان وشکول

د ا د خپل ځان مې په سيړه واهه

ما ډيری خاوری په سر بادی کړلی

او خپل تندی می مات کړ

د مات تندی سره مې

ستا اديری ته را غلم

دليونيانو په شان

ومه سرتوره زويه

ومه بيکوره زويه

وم له ټيکرې بی خبر

ومه ترهور زويه

چيغې می ډيری وکړی

اوښکی می وچی شولی

اواز می ډپ غوندی شو

ستا په دا قبر می ګلان کښيښودل

ستا په دا قبر مې ډيوی بلی کړی

يو وخت سکوت شوم اوپه سوچ کی لاړم

ستا د ښکلا اود ځوانی په سوچ کۍ

اوس به د خپل دا خوار زړګي ته د تسل په خاطر

ستا د مزار د وينو رنګی جنډی

په خپلو وچو شونډو

هره ورځ ښکل کړم زويه

ستا به زيارت در ته

د سترګو بڼو باندۍ

هر وخت جارو کړم زويه

ستا د زيارت به زه ملنګه شمه

رښتيا - غواړم چی راز درسره ووايمه

زما د مات او دا درد مند زړګی راز

زه هم همدی ورځو کی مرم در پسی

ځکه چی ډزی نور زغملی نشم

ځکه د جنګ نه می نفرت راغلی

نور نو باروتو ته کتلی نشم

او ستا دا ځوانی هم هيرولی نشم

چۍ ډزی واورمه بی خوده شمه

او په ما شوک را يشی

په ځمکه ولويږمه

\بيا په ځان نه پوهيږم

پلار د په مين والوته ٠٠

ته د راکټ خوراک شوی ٠٠

پوهيږم ژر به مړه شم

ژر به مو قبر خوا په خوا وی زويه

بيابه د ځمکی دخدايانو رنګ به نه وينمه

د د ی دنيا له ظالمانو به بيغمه شمه

د د ی دنيا له د ا وحشيانو به بيغمه شمه

په اخرت کی زما لاس ددوی ګريوان جوړيږی

عبدالحفيظ مليار
د ويانا ښار - اتريش


مازدیګر
17.12.2007

د تقلید رسم عادت یاری خپلوی کا
د هرچا نظر په خپله مدعا

خوشحال بابا


مازدیګر
27.12.2007

دخوشحال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم


مازدیګر
30.12.2007

[color=blue:43093888b1]ستا او دګل منځ کي لا سایله ډیري دښتي دې
تا لا قدم ایښې له ازغو نه په لمبو نه دې[/color:43093888b1]

رحمت شاه سایل


رښتینی
05.01.2008

هغه شعر می پاک کړ ځکه دمازدیګر صیب له خبرو پوهه شوم
چی خوښ یی نه دی ځکه هغه یی غلا بولی او زما شاعر ملګری
له اردوسره هیڅ مینه نلری او یقینا چی تر ننه به یی داردو یو غزل
چیرته نه وی لوستی ځکه یوڅوک چی په یوه ژبه سم پوهیږی نه
نو دهغی ژبی له ادب اوشعر سره به څه مینه ولری !!
اوپه دی شعر کی دومره ستر فلسفی خیال هم نه دی نغښتی چی هغه
ګواکی هر څوک نشی تخلیق کولی او خامخا یونابغه شاعر غواړی
خو سپیره درواغ دی اوپه شعری تخیل سره یی یوڅه خط اوپرتوګ
وربرابر شوی دی

[code:1:07f049d750]دا شاعر ورور ته پس له سلامه وایه چي دا داردو ژبی دي
یو عامیانه شعر پښتو منظومه ژباړه مو بده نده کړی
خو که دا کار کوی نو یا خو دهغو شاعرانو نومونه او ورسره خپل نوم مه پټوی
او که دا هم ممکن نه وی نو بیا داسي لږ غیر معروف شیان لټوی چې
چاته يي اډو پته وه نه لګي [/code:1:07f049d750]

په مینه


مازدیګر
06.01.2008

حامد صیب سلام علیکم

دا شاعر ورور ته پس له سلامه وایه چي دا داردو ژبی دي
یو عامیانه شعر پښتو منظومه ژباړه مو بده نده کړی
خو که دا کار کوی نو یا خو دهغو شاعرانو نومونه او ورسره خپل نوم مه پټوی
او که دا هم ممکن نه وی نو بیا داسي لږ غیر معروف شیان لټوی چې
چاته يي اډو پته وه نه لګي :lol:

او دا هم د نن شعر

ستا په مینه يي سنګسار کړمه منصور شوم
هیر دې نه شم داقرار مـــــــــــــــــــــــــازدیګری دی
سید فخر الدین هاشمی


عصمت الله
06.01.2008

حامد ورور او مازدیګر ورور ته پریمانه سلامونه
او دا هم دې هر زمانې شعر
بیغمی په دنیا چیرې ده رحمانه
هر یو بیغمه ده راوښیه کدام ده

او
په رحمان بلا پسې که هر څه کیږی
ته مشغول اوسه له خپله تخت تاجه

ګوره حمزه خوله په خوله چې نشی د رقیب سره
تاته خو دی ښکاره چې دسړو خبرې نورې دي


عصمت الله
13.01.2008

اوښکې په څه باندې کړم اوچې خدایه څه لرم زه
لستوڼی شته خو په لستوني کې لاس نه لرم زه

درویش درانی


مازدیګر
16.01.2008

دژوندون په هره لاره لکه سوړ اسویلی تیر شوم
په قدم قدم تاوده وو ستا د حسن محفلونه

عصمت الله اغا خدای مو راوله
کله ناکله پيښه راکوه سړيه
حامد صیب خو نو اوس دشعر شته کتابونه ټول راباندی ولوستل :lol:


عصمت الله
20.01.2008

له خوږو سلامونه پس مازدیګریه ورور دغه ده زه خو کله کله راځم
خو دا حامد ورور ډیر کم ښکاری
خدای دې وکړي چې هغه هم ژر ژر سر را ښکاره کړي

ګله دروامیخلـــه چې بیا به زه په لاس نه درځم
د اوښکو څاڅکـــی یم لویږمه په باڼه ښکارمه
اوس چې زه ویښ یم هم ته راباندې غږ نه کوې
سبا کـــــه مړ یمه هـــــــم تاته به ویــده ښکــارمه


Nazar
20.01.2008

قومــاندان سالاریم

نه پوهــیږمه په هیڅ

وینه تویــه ونکی یم

غارتګرچپاول ګریم

وژونکی یم

قــــــاتــــل یم

فــــاســــدیم

پرژبه می سپیڅلی کلام

دجهــــاداوداســــــلام دی

نولــــــه دی املــه ماپخوا

ډیر دینارونه،ریالونه ،کالداری

ډالـــرونه اوپونــــــډونه اخیستل

بیــــــــــادااوس ګـــــــــــــــــــړی

دامریکاییانودداخلیدونه

وافغـــــانستـــــــان تـــــــــــــــه

په میلیونو،میلیونو ډالرلرم

زه دلعلـــــــونو،دمـــــــــرجانونو

دمعــــــــدونونــــــــــودګــــــــټونه

ډیره ســـــرمایه زراوزیورلرم

زه اوس پـــــــه شــــــیرپــــــورکــــی

ډیرقیمــــتی لوکس قصــــــرونه

ډیرسترښکلــــــــــی دفــــــترلرم

زه وروستـــنـی مــــــــوډل موټر

شیشی یی په توروپردوپوښلی،

کــــــــلاسیک فــــــــــــرنیچــــــــــــــر،

پـــــــــه کــــــــــورکـــــــــــــی سینـــما،

انټــــــــرنیت اوکمپیوټرلرم

ددی دوودرولسیزومخکی

ماپخواپرڅــــټ داوبو ژي

یا کله ،کله مــــــی خــــــر لرل

نوداګړی زه

دهرښه ســـــړی دښمن یم

دهربډای سړی دښمن یم

زړه می دعقـــــدوډک دی

لږپاته دی چــــې ړنــدسم

پدی خاطر

دوینو تویه ولو امرزه ورکوم

چــــی زړه می وغواړی دهــرچا

وینـــی زه خــــــپله تــــویــــه وم

دوژلوامر زه ورکوم،زه یی خـــپله هـــــم وژنم

دقتلونوامرزه ورکوم ،زه یی خپله هم قتلوم

دټولوکرغیړونوکړونوامرزه خــــــــپله ورکوم

دمخدره موادودغلاګانودچوره ولو

دکوچینیانودتښتونوچاری زه خپله تنظیمه وم

زه پــــــــــه ظاهـــــر ه کی

په ژبــــــــه افــغــــان یم

مګر په باطـــــــــــن کی

زه دپردیولوی سپی

دهیوادددښمانوستر غلام یم

مشهورپه ظالـــم تل بـــــدنام یم .

عزیزاحمد((خوارمل))


عصمت الله
21.01.2008

سلامونه نظر خانه
الله پاک دې لا د ډیر ډیر ښه ذوق صاحب کړه چې له شاتونه خواږه شعرونه دلته راړې خوبهتره به دا وی چې لنډ لنډ بیتونه ولری له معنی ډک
دا دې قوماندانانو ظالمان شعرو ته که کوم بل عنوان وټاکې ښه به وی
یوه د ورورۍ هیله وه له تاسو


Nazar
24.01.2008

د هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د "حمزه" زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې


مازدیګر
08.02.2008

ځه د ارمان سره (ارمانه) کډه هلته يوسه

چې په کوم کلي کې د مينې سپرلی روغ پاتې دی

ارمان لیونی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more